نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له طالبانو او حزب اسلامي د خپلمنځي اړيکو او شخړو په تړاو له هغوی څخه څه هيلې لرئ؟
و.افغان
26.07.2010
له طالبانو او حزب اسلامي د خپلمنځي اړيکو او شخړو په تړاو له هغوی څخه څه هيلې لرئ؟
زه يو څو جمعې وړاندې پېښور ته تللی وم، هلته مې د حزبيانو ځينې پوهه مشران
وليدل،هغوی دا نظر لري، چې محترم انجنر صاحب حکمتيار ته اوس پکار ده چې
خپل تنظيم منحل اعلان کړي، او حزبيانو ته هدايت ورکړي، چې د طالبانو په ليکو کې ورننوځي.
هغوی دا کار د لاندني وجوهاتو له امله لازم بولي، او ځينې اهداف يې هم په ګوته
کړل:
۱- حزب اسلامي لکه پخوا حزب اسلامي نه دی پاتې، له دوه درې ولايتونو پرته په نورو
ولايتونو کې ځواک نه لري، او په کوم يوه کې که ځواک هم لري، هغه يې هم له طالبانو
سره نيمايي دی.
۲- طالب يو منظم ځواک دی، چې نږدې هر ولايت کې حضور لري، په خپل قائد کلک
راټول دي، او د زړه له خلاصه کلک مقاومت کوي،د انجنر حکمتيار حزب اسلامي
ځينې افراد چې اوس په دولت کې دي؛ هغوی خو د طالبانو په قضاء کې محکوم عليه
دي، اګر که د حزب شورا تر اوسه رسما جانيان نه دي بللي، خو دلته هغه حزبيان مطرح
دي چې په حکومت کې کار نه کوي، نو د هغوی لپاره دوه لارې دي، يا خو دا چې په
اوسني حکومت کې ورګډ شي، او دا کار به دوی د مقاومت د ټوپک نښه وګرځوي،
او يا دا چې يواځې پاتې شي، نو په يواځې سر هم دوی له طالب ځواکونو سره مقابله
نشي کولی، نو ښه دا ده چې له اوسه دوی له طالبانو سره يو ځای شي.
هغوی دا هم ويل چې: کېدای شي تر يوه حده د شمالي شيطاني ائتلاف په وړاندې د
ښاغلي انجنر صاحب جګړه حقه وبلل شي، ځکه چې انجنر دا عقيده لرله، چې دغه
شيطاني ائتلاف د کمونستانو او د روس او ايران د ګډې پاليسې او پروتوکول په نتيجه
کې منځ ته راغلی وو، خو دغه خبره په طالبانو کې نشته، که چېرته طالبان په دې متهم
کيږي، چې د امريکا خلک دي، نو له ټولو مخکې خپله انجنر صاحب دا خبره رد کړېده،
او که چېرته وايي چې د پاکستان سره رابطه لري، نو حزب اسلامي او طالبانو قاسم
مشترک دی، څو لږ او څوک ډېر، نو دا خبره د دې باعث کېدلی شي، چې د ورور په
وړاندې وسله پورته شي.
صحي ده چې ښاغلي انجنر صاحب د مؤقت دولت او بيا د عمومي ټولټاکنو غوښتنه
حق ده، خو نه طالبان دې مسئلې ته ذهنا اوس جوړ دي، او د افغانستان عمومي وضعيت
د داسې ټولټاکنو جوګه دی.
۳- د طالبانو موقف واضح او معلوم دی، او حزب وخت په وخت خپل مواقف بدلوي.
۴- د حزبيانو يو ځای کېدل له طالبانو سره ډېرې ګټې ولري:
لمړۍ دا چې د مسلمانانو د وينو توييدو مخه به ونيول شي.
دويمه دا چې د طالب په صف کې چې کومې سياسي او ادراي خلاوې موجودې دي، هغه
په له منځه يوړل شي.
د ريېمه: دا يو ځای کېدل به د دې باعث شي، چې د حزبيانو پوه خلک په طالبانو کې پوره کار
وکړي، او په آينده کې په دې وتوانيږي، چې عمومي ټولټاکنو ته لاره پرانيستل شي،
او د قدرت انحصار په تدريجي ډول سره له منځه لاړ شي، لنډه دا چې خبره د مفکورو په تأثير پورې اړه لري.
څلورمه ګټه دا چې په دې کار سره به تر ډېره حده افغانان په دې وتوانيږي، چې بهرني
لاسونه لنډ کړي، يا لږ تر لږه اضرار يې محدود کړي.
پينځمه ګټه: افغانستان به له تجزيې وژغورل شي، د حزب اسلامي او طالب اختلاف هيڅکله د حزب اسلامي په ګټه نه تماميږي، البته ګټه يې د شمال ټلوالې ته رسيږي،
کوم چې د ځينو کړيو له خوا هڅول کيږي، او دېته تياريږي، چې شمال له جنوب څخه
بېل کړي.
په دې اړه ستاسو څه نظر دی؟؟؟
په درنښت
كريم كامران
26.07.2010
وهاج صاحب د حکمتیار د حزب منحل اعلانیدل به د حزبي مشرانو هیله وي یا نه، خو په یقین سره ویلای شو چې دا د ولس غوښتنه ده.
له طالبانو سره دیوځای کیدو په اړه زه خپل نظر په لاندې ټکو کې خلاصه کوم:
۱-که له طالبانو سره دحزب یوځای کیدل دیو ګوند په توګه ترسره کیږي او له سولې وروسته بیاهم په طالبانو کې حزب دیوې مستقلې ډلې په توګه پاتې وي که څه هم دطالبانو قیادت ته یې غاړه یې ایښي وي، په دې صورت کې دحزب یوځای کیدل له طالبانو سره هیڅ ګټه نه لري بلکې په لیرې راتلونکي کې هم دطالبانو او هم دولس په ضرر تمامیږي. په دې معنی چې خودخواهي، دقدرت شوق او یا خپله دحکمتیار په ژبه، د اقتدار هیله، دحزب په خټه کې اغږل شوی صفت دی او د له منځه تلو امید یې یوه محاله فرضیه ده، دې ناوړه صفت دحزب دمشرتابه په افکارو او تګلارو کې دومره ژور رسوخ کړی چې دترلاسه کولو په لار کې یې هیڅ راز ملي، اسلامي، او اخلاقي پولې او حدود نه پیژني، دحزب تیر تاریخ په تیره بیا دروسانو له ماتې وروسته دور ددې خبرې غوره ګواه دی.
۲-اصلا حکمتیار نه غواړي له طالبانو سره سوله وکړي، دی غواړی دحزب او طالبانو ترمنځ شته واټن لاپسې پراخ شي او په منځ کې یې دبې اتفاقۍ او اختلافاتو اورونه بل کړي او کړیدلی ولس یې په لمبو کې لا وسوځوي، دحکمتیار او دهغه دګوند څرګندونې او په مطبوعاتي وسایلو کې دطالبانو پرضد دهغوی بې ضرورته او بې بنسټه پوچ تبلیغات ددې ادعا کره ثبوتونه دي.
۳-حزب لکه دنورو کوچنیو ډلو په څیر په ساحه کې ناڅیز شتون لري، په تیر جهاد کې دحزب نام او شهرت له حکمتیار او ګوند سره یې دومره مرسته کړې چې په مطبوعاتي رسنیو کې دنورو کوچنیو ډلو په پرتله زیات مطرح دي، او همدا پخوانی شهرت ددې لامل ګرځیدلی چې حکمتیار یې دنفس او تعصب په مرداره مبدآ باندې ټینګ ودرولی، که نه دحزب په څیر ډيرې کوچنۍ ډلې دامریکایانو له راتګه وروسته ترنن ورځې پورې وخت په وخت دطالبانو په لیکو کې مدغم او منحل شوي دي.
۴-نو دپورتني واقعیت په بناء که چیرته طالبان له حزبیانو سره دامارت دمشرتابه په کچه خبرو ته کیني او سولې ته یې راوبلي، زما په فکر دا به صرف دحکمتیار پخواني جهادي شخصیت ته داحترام په معنی وي او په اوسني حالت کې حزب له طالبانو سره دیو مساوي قوت په توګه دپیژندلو معنی نه لري.
۵-زما په نظر که چیرته حزب غواړي څه ناڅه دولس زړه لاسته راوړي باید پرته له کوم قید وشرط او بې له کوم امتیاز څخه دطالبانو رهبري ومني، که نه حالات او وخت به پخپله حکمتیار او ګوندیان یې مجبوروي چې دطالبانو په لیکو کې منحل او دطالبانو واحد قیادت ته غاړه کیږدي.
و.افغان
26.07.2010
کامران صاحب:
د اشتباه د لرې کېدو په خاطر بايد ووايم، چې موخه له مشرانو قياديين نه دي، بلکه هغه پوه خلک دي چې په حزب کې يې ډېر وخت تېر کړی دی، يعنې کشران ځوانان مې مطلب نه دی.
ښاد اوسې
په درنښت
عادل عادل
26.07.2010
سلامونه
دروند وهاج صیب
په پښتو کې یو کلیوال متل دئ چې وایي:
لارې تیرې دي که بهانې لټوې ډیرې دي
خیار یا انتخاب په اصل کې د حزب اسلامي په لاس کې دی
په لنډ او مختصر ډول د حزب اسلامي مشرتابه او د اجرایې پخوانیو غړو ته لاندې مشوره ورکوم:-
که په رښتیا سره هم حزب اسلامي [color=white:e8d735932d]د اسلام، ولس، ملي وحدت او وطن [/color:e8d735932d]غم اخیستي وی نو د مرحوم خالص بابا رحمه الله تعالی په نقش قدم به پل کیژدی، حکمتیار صیب به فکر نه کوم چې ځان دې په هیڅ لحاظ تر خالص بابا رحمه الله څخه اوچت وګڼي، که یې خدای مکړه ګڼي او یایې څوک نوموي نو دې ته زه شخصا ځان غوښتنه یا خودخواهي وایم.
او که خدای مګړه د قدرت، چوکئ، شهرت، ډالرو، ډموکراسئ او دنیوي عیش و نوش د شوق په څنګ کې [color=white:e8d735932d]د اسلام، ولس، ملي وحدت او وطن [/color:e8d735932d]ته د خدمت کولو نیت لري نو بیا دې هم د خپلو همفکرو او د تیر جهاد د همسنګرو وروڼو په نقش قدم پښه کیږدي چې عبارت دي له ښاغلیو هر یو پروفیسور استاد برهان الدین رباني او پروفیسور عبد الرب رسول سیاف چې دا دواړه هم تر حکمتیار صیب هم مشران دي او هم یې علمي درجه ترې لوړه ده.
ددې نه سوا بله لاره لټول او یا هم ولس د خپلې تګلارې په اړه په ابهام کې ساتل ددوی تر سیاسي استعداد او مهارته پورې اړه لري خو په یاد دې وساتي چې الله رب العزت ددوی په نیتونو آګاه دی او خدای مکړه داسې ونشي چې هم د کوز کلي له خیراته او هم د بر کلي له واده څخه پاته وي او انجام یې نعوذ باالله د دنیا شرمندګي او په اخرت کې د منافقینو په صف کې حشر کیدل وي.
و ما علینا الا البلاغ
و.افغان
29.07.2010
محترم او دروند عادل صاحب
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ما شاء الله، ډېره ښکلې مشوره دې ورکړې ده، خو عمل به پرې څوک کوي؟
د حکمتيار صاحب محترمين ځامن هم د خپل پلار په شان دعوې کوي، او وايي چې: په جنوب
کې د طالبانو په صفونو کې هم زمونږ حزبيان دي، چې مونږ سره په اړيکه کې دي،
کېدای شي په داسې خبرو او دعواوو وغواړي چې هغو خلکو ته مشکلات وځېږوي،
کوم چې مخکې په حزب کې پاتې شوي دي، او اوس له پوره اخلاصه د الله جل جلاله د رضا
لپاره د طالب تر بيرغ لاندې د وطن د آزادۍ لپاره جنګيږي.
ومن يشابه أبه فما ظلم.
په درنښت
31.07.2010
که له يوې څخه زياتو ډلو تل پښتنوته زيان رسولی ، نو د سياسي مشرتابه ناپوهۍ تر هغه لا زيات تاوان پښتنو ته اړولی دی . اوس يې نو تلئ چې
د حکمتيار پوهه او سياسي تجربه که د ملاعمر پياوړتيا به زيات ګټور ثابت شي ، او که يو هم نه ؟
خبره ټوله د حل په لياره کې ده چې کوم يو يې لري يا مني او کوم يو د حل لار نه لري او يا يې نه مني ، د افغانستان غميزه څوک اوږدوي
او څوک يې لنډوي ؟؟؟؟؟ حکمتيار که ملا عمر ؟؟؟؟؟حکمتيار صيب هم ايران او هم ISI شړلی ، يوۀ ته هم مخکينی ارزښت نه لري ، نو د
برکلی له خيرات او لر کلي له واده دواړو څخه پاتې شوی، څو ځله يې په سر وخوړله ، ډله يې ضعيفه شوې او د زور له غرش او پرش
څخه لوېدلی . نو د ضعف له برکته يې ځان تر نورو ډير اصلاح کړی دی، خوښه د لوستونکي ده چې دا تغير يې مثبت بولي که نه،
ځکه د افغانستان له پاره يې د پرديو پوځي استخباراتو د ملاتړ خطر
دومره نشته ، خونوموړی د طالبانو سره البته لکه مار
په خپله سوړه کې سميږي . هو، که د امريکا او پاکستان دواړو لاسونه له افغانستان څخه لنډ شي د هرې ملي
او اسلامي ډلې يو له بل سره يوځای کيدل ګټور دي، خو تر څو پورې چې هره ډله دخپل بهرنی طاقت وينځه او مينځه وي
نه يې وحدت اونه يې بيلتون افغانستان ته کومه ګټه لرلی شي !د کابل له ګوډاګي حکومت څخه خو د سمون موندلو څه هيله نشي کېدای،
دعا به کوو چې طالبان دې خدای تعالی د پرديو استخباراتو له ولکې څخه نور وژغوري څو خپلې ملي اسلامي ځانګړنې ته
پراختيا ورکړي او ټول ملت پر ځان راټول کړای شي، بې له دې چې د پاکيانو د ګواښ له ويرې او خطرې سره مخامخ شي! امين !
د ملت اعتبار او باور ګټل د سولې تضمين دی، او بې باوري د نويو اوزړو جګړو
له تازه کولو او روانې غميزې له غځولوپرته بل کوم
زيری له ځان سره نشي لرلی ! حال داچې اوس د ملي وحدت په مټ کولی شو په
سوله ييزه سياسي لار هم لا ژر اشغالګر دې ته اړ باسو
چې زمونږ له خاورې څخه ووځي !
طالب ISI
02.08.2010
ټولو ته سلامونه،
د حزب او طالبانو منشا پاکستان دئ، خو اول حزب هر هغه څه وکړل چی حمید ګل ورته ویل، پښتانه پوهان یی ووژل، چی چا به پښتو ژبی ته خدمت کولو هغه یی د افغان ملتی په نامه مړ کړ، بی حده قتلونه یی وکړل، خو د ټولو کارو تر څنګ یی، د مجاهدینو د بچیانو لپاره په هر ډول حالاتو کی ښونځی جوړ کړل، حتی هغه مجاهدین چی ماسپښین او د شپی به یی عملیات کول، د سهار له وقته به یی، د نالو اوونو په سیوری کی ، د وطن بچیانو ته درس ورکولو.
د حزب اسلامی په کمپونو کی د هلکانو او نجونو ښونځی او پوهنتونونه موجود وو.
کله چی کابل د مسعود کسانو قبضه کړ، نو حزب هم ونه شوئ، کولای چی سیاسی تدبیرونو وکاوری، بلکی په کورنئ جکړه کی دخیل شو، چی بیا د قوماندانانو کنترول هم ددوی له لاسه ووت، او ډیر خراب کارونه سرته ورسیدل، چی د خلکو د کرکی وړ وګرځیدل، چی بیا طالبانو ته د راتګ زمینه مساعده شوه.
حکمتیار صاحب به کرار، کراره هم پاکستان ښه وپیژندو، او هم ایران.
کله چی د حکتیار مور وفات شوه، پاکستان ورته ویزه ورنه کړه، چی له ایران څخه پاکستان ته لاړ شی.
خو اوس چی کوم حزبیان په جهاد مصروف دی، دوی پاک، او سوچه مسلمانان دی، زرداد، قلم او چمن پکی ځای نه لری، دوی ښونځی نه ورانوی، د پولیس او ملی اردو سره کار نه لری، پرمختیایی پروژی نه بندوی، ځکه د حزب کسان له دینی او دنیوی علم څخه خبر او د وطن درد ورسره دئ.
که د اوسنیو حزبیانو مثال ورکړو، ددوی مثال داسی دی لکه د حماس غړی، لکه د حزب الله غړی. چی له دین او دنیا دواړه خبر دی، او د خلکو په خوښه کار کوی.
د طالبانو مثال داسی دئ لکه د سومالیا طالبان.
له ودانولو سره یی نه لږی، ښونځی او پوهنتونه ورته کفر ښکاری، د غلام غلامی عیب نه ګڼی (پاکستان)، د یوه عادی پولس، دولتی مامور قتل او د یوه حیوان حلالول دوی ته کوم فرق نه لری.
ددی خطر شته چی په راتلونکی کی د پاکستان سره په دی سلاح شی، چی د دیورند له کرښی تیریریږی، او حتی کیدای شی، افغانستان د پاکستان په پنځمه لویه صوبه بدل کړی.
حزب اسلامی د خلکو رایی ته ارزښت ورکوی، غواړی ټولټاکنی وشی، خو طالبان غواړی عام اولس لکه حیوانات په پټو سترګو په دوی پسی لاړ شی.
طالبانو ته هر هغه څه ښه ښکاری چی دوی فکر کوی ښه دی، له دوی سره ډیر پوی ،پوی کسان وو، لکه متوکل، کرزئ، ... خو طالبانو چا ته واک نه ورکاوه، د طالبانو مشران هغه کلاسیک ملان دی، چی شل رکعته تراویح په پنځلس دقیقو کی کوی، د مړیود حلوا او خیراتو سره یی سر او کار وی.
او دغه ډول تاریک فکره، کنجکاوه، خلک بیا ملک نه شی آبادوالئ.
نو د پورته دلایلو په سبب باید حزب اسلامی له طالبانو سره یوځائ نه شی، او په کوم ځایو کی چی لږ شمیر طالبانو موجود دی، هغوی په زور یا په رضا حزب اسلامی ته واړوی، او یا له مربوطه ساحو وشړل شی.
که چیری بهرنیان ووځی، آو طالبانو همغه د کیبل پالیسی بیا راپیل کړی، ډیر امکان لری، چی عام اولس له حزب اسلامی سره یوځآئ شی، او د طالبانو ټغر له افغانستان څخه د تل لپاره ټول کړی، بیا دوی پوه شه او د آی،اس،ای میلمستونونه.
عادل عادل
03.08.2010
سلامونه
د ډیر تاسف ځای دی چې په پښتو سایټونو کې د ولسي مقاومت په وړاندې زهرجن او د کرکې او ړانده تعصب او خودخواهئ نه ډک تبلیغات هغه اشخاص کوي چې په اصل کې اکثریت د تیر جهاد په جهادي ډلو پورې تړلي خلک دي، داسې خلک چې د اسلامي اصولو پر ځای یې د تنظیم له نوم او مشر سره تعهد کړئ، داسې اشخاص چې د تنظیم پالنې فرهنګ د صلیبیانو لمنې ته وغورځول، او تر ټولو بده یې دا چې لا تر اوسه هم په افغانستان کې د نړیوالو اسلامي نهضتونو نمایندګي کوي، په افغانستان کې بې دینه کمونستانو کمونیزم دومره ونه شرماوه لکه د شخصي مصلحت زامنو چې اسلامي نهضتونه بدنام او سپک کړل. حتی چې زمونږ د ځینو افغاني تش په نامه اسلامي تنظیمونو له لاسه د تفرقې، ځان غوښتنې او غرور فرهنګ بهرنیو اسلامي ملکونو ته صادر شو، ورشی په سوډان کې د ترابي رول مطالعه کړی همدارنګه په یوه موټي فلسطین کې د حماس، فتحې او اسلامي جهاد خپل منځئ اخ او ډب له هیچا پټ نه دی، په عراق کې تر ټولو زیات هغه عربو داخلي اخ و ډب ته مخه کړه چې په افغانستان کې یې زمونږ د تنظیمونو سره په یوه کاسه خوړلي وو.
الله دې دوی ته هدایت وکړي او افغان ولس ته دې د ابد لپاره د پخوانیو تنظیمونو له شر څخه نجات ورکړي.