نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سپینه ماڼۍ
tandar
26.07.2010
سپینی ماڼۍ نه به دی خړ خړ لوګی پورته کاندی
.....................................................مه غورځوی مو غټ بمونه زمونږ مینو باندی
هوا ته ګوری کبرجنو لږه خاوره څکی
....................................................مه سره کوی مو نور لاسونه مظلوم وینو باندی
دافغان سره احطیاط کړی پنجی مه ماتوی
....................................................درله به درکړی سخت وارونه په ککرو باندی
چاچه دلته یرغل کړی مخ توری تللی
..................................................دباوری دغه نصحیت دی،عجله وکړی په وتلو باندی
قومندان
26.07.2010
ډیر شه باوري صېب تاسو هروخت شکلی شعرونه لیکۍ
خدای مو تکړه شاعر کړه. ډیره مننه
سلامونه
tandar
26.07.2010
قوماندان صاحب ته سلامونه.
زما دشوق شعرونه نه دی,,,,,,,,,,دیرغلګرو یرغل می ژړوینه
لاړ شی د وروڼو غم مو وخوری,,,,,,,یرغلګر ې وژنی ښځی اوښکی تویوینه
دیرغلګرو وینه راکړه,,,,,,,,,,,,,که سل کلن بوډا وم بیرته به ځوان شمه
دا شعرونه نه دی، دا ازاد شعارونه او پیغامونه دی٠
که څوک عاقل وی نو باید په نیمه باندی پوه شی.
زه ې مخکی له مخکی نه غوږنه خلاصومه.
دا چه زمونږ خوار ملت نن ځوریږی ، یرغلګراو ګوډاګیان ې هم په ارام زړه غوړه شوروا کی ډوډۍ نه شی وړولی٠
که زمونږ دملت دشمن بی ناموسه نه وی، بیا ولی واقعیت له جهانه پټوی.
دا خپل مردار شوی عسکر، زخمیان ،او نور روحی مریضان ولی پټوی.
که دوی ناموس پیژندلی نو دنورو په ناموسو به ې په نیمو شپو حملی نه کولی.
نن باید افغانان سره یو شی او یو پر بل ننګ وکړی .
نن که افغان ازادی او خپل حق غواړی دغه ې ورځ ده.
نن یو عمومی قیام په کار دی.
انقلاب روان دی خو چه ګدډاګیان تسلیم او یا خپلو ارمونوبچوته چه چیرته ې خوشی کړیدی پناه یوسی او یا ځان د خپلو اعمالو په مقابل کی غرغره کړی.
ځکه په وطن کی خو ې ځای نشته.
دوی خو خپل ژوند د ډالرو له درکه تظمین کړیدی.
افغان اولس باید سره یو شی، یو غږ او یو اواز شی٠
که خپلواکی ، خپل عزت او ناموس غواړی.
انقلاب روان دی، اتحاد غواړو، او که نه یو یو به مرو او ورکیږو.
دوی چا راغوښتی مونږ ه په سپیرو خاورو کی مګر دفت او ناموس سره خوشحاله
یو ، که ورانوو او که ې جړوو دا زمونږ کار دی.
د بی ناموسو نه هیڅ مرسته نه غواړو.
مونږ په بیاز او جواری باندی فخر کوو.
وسلام٠
قومندان
26.07.2010
باوري صېب ته ولې غوسه کېږی چی څوک وايي دا شعرونه دی :lol:
ډیره غوسه مکوه چی بیابه هرلیکوال راځي لیکي به:
ښه شعرونه دي..
او بیرته به ځي.
زموژ په کلي کی یو ساده سپین ږيری وه چې چا به ورته ویل: ماما مزې دې وکړې!
نو له غوسی به سوراوشین خوټیده.
اخیر په همدی مشهور شو په کوڅه کی به تیریده ماشومانو به ناری وهلی: ماما مزې دی وکړی!
او دبیچاره به هیڅ له لاسه نه کیدل.
نو باوری صیب ماته خو شعرونه شکاری خو داهم منم چی قوي پیغامونه پکی پراته دي
غوسه شه نه وي
سلامونه
tandar
26.07.2010
سلامونه.
وروره ځانته می غوسه راځی چه دخپلی خاوری او خپل ملت ته می داسی یو کار له توانه پوره نه دی لکه څنګه چه نن ورته په غټو غټو ګورو او ضرورت دی.
که زمونږ خاوری خبری کولای شوی نو داسی غږونه به موتر ی اوریدلی وې چه
هی بی اتفاقو ، هی بی ننګو، هی دا وسانو ، رنګ مو ورک کړی نور زما په سر قدمونه وانښلی ، زه ستاسو ناموس وم او په ما مو ننګ ونکړو٠
خدای دی وکړی چه اتفاق او یو ملی قیام راشی او سرلوړی افغانستان په خپل ژوند ووینم بیا مړ نه یم خو چه غلامی نه وی
وسلام٠