اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ږيره دغاښونواوزامې دتکليفونوبهترين علاج دی
عبدالله صابر
24.07.2010
السلام عليکم
دالاماره ويبپاڼې څخه
شپږمه برخه
ژره دغاښونواوزامې دتکلیفونوبهترین علاج ده!!!
اوس روغتیاپالانوداتسلیم کړی اوثبوت کړیده، چی ږره دغاښونواوزامې دټینګولولپاره ډېرارزښت لری، ږره دغاښونواوزامې د (85) فیصده تکلیفونوڅخه ساتی،د امریکامتحده ایالاتودواشنګټن مشهورډاکټر(دې میکډانلډ) پخپل ېوې نوې څیړنې کی لیکی:
ماددې لپاره چی ږره دغاښونواوزامې دډېروناروغیواوتکلیفونودارودرمل ده، پر (35) صحت مندوخلکوباندی تجربه وکړل؛ چی ددې خلکوعمر د (25 ـ 40) کالوپوری وو، دې خلکوپه لومړی ځل ږرې درلودې اوبیایی خریلې وې، چی په دې (35) کسانوکی یواځی (14) نفره درست وه، اونورټول دغاښونواوزامی دتکلیفونوسره لاس اوګرېوان وه۔
دږرې په هکله دامریکادمتحده ایالاتودډاکټر(چارلس) څیړنې اوڅرګندونې:
زه نه پوهېږم چی خلک دږرې درلودولوسره ولی وران دی؟ که پرسرویښتیان وې، هغه ډېرساتی، هرڅومره مصرف ورباندی کوی، دځان لپاره ئې ښایست بولی، مګرکه پرمخ باندی وېښتیان وی نوڅه بدوالی پکښې دی، اوپه دې کی څه عیب دی، که یوڅوک پرسروېښتیان هیڅ ونلری نودې ته ګنجی وایی، چی داسړی دډېرشرم سره مخامخ وی، هرځای خپل ځان په خجالت کی بولی مګرکه یوڅوک دخپلې روښانې څهرې وېښتیان لیری کی، نوبیادشرم پرځای فخرپه کوی، اصلادلته شرم په کاردی، اوداهم وهرچاته معلومه ده چی ږره دنارینه توب ډیره ښه علامه ده، اوپه دې هم نه پوهیږی چی ږره دستونی دډېروناروغیوعلاج ده؛ ستونی دګرمۍ اویخنی څخه ژغوری، ستونی معتدل ساتی، دږرې په درلودولوسره ستونی دمیکروب سره ډیرمقاومت کوی، ږره دغاښونودټینګولواودزامې دهډوکودټینګولواومقاوم کولولپاره یوغوره اوطبعی دارودرمل ده۔ چی دایوکوټلې حقیقت دی اوهیڅ ډاکټراویاهم ساینس پوه ورڅخه مخ نشی اړولای۔
په اروپاکی تر(19) پېړۍ پوری ږره یودعزت سمبول وو، کله چی دروم امپراطوری په اخرکی یوپاچابې ږرې سفیروروم ته ولیږی نودروم پاچاورته په غصه اوخفه شو، اووسفیرته ئې وویل چی ستاسوپه ټول هیوادکی ږره درلودونکی سړی نه چی ته بې ږرې ئي راولېږلې؟!!
نوږره علاوه له دې څخه چی سنت هم ده په زرهاووګټې پکښې نغښتې دی، اودااوس ټولې دنیامنلې ده دخاتم الانبیاء په هرامراونهی کی ډېرې ګتې اوفایدې شتون لری، دبېلګې په ډول سره دیوه جرمنی ډاکترخبره درته کوم۔
دجرمنې یوډاکټردنبی کریم صلی الله علیه وسلم داحادیثوپه هکله لیکی:
زمادنبی کریم صل الله علیه وسلم په خبره باندی دومره یقین دی چی که زه یوتجربه کوم اودازماتجربه دده(صلی الله علیه وسلم ) دویناسره سمه ولاړنشی نو زمادایقین دی چی زه پرغلته روان یم، زماتجربه ، فکراوعلم غلت دی۔
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم ددې حديث مطابق، چی که سپې په یوه لوښې کی خوراک اوڅښاک وکی نودالوښی به اووه ځلی په خاورواواوبوپرېمنځل شی، چی په دې کی وماته ثابته شول چی کله په خاورویوشی پرېمځل کیږی نوخاوره تجزیه کیږی، اووماته معلومه شوه چی په اخرکی په خاوروکی داسی مالګلې پاته شی، چی هغه مالګې دسپې زهریائې وژنی اویائې هم بې اغیزې کوی۔ (قومی صحت اګست 1994)۔
پرږره پرېښودلواوږره خریلوباندی دیوه عرب محقق نوې څیړنې:
دلوی څښتن تعالی جل جلاله په فطری جوړښت کی بې شانه ګټې پېچلې دې، اوداوهرپوه، عقلمند، ساینس پوه اوحکیم ته اوس معلومه ده چی زه اوس دږرې پرارزښت باندی څه رڼااچوم:
دانسان پوستکی پردوه قسمه دی:
1: رېښتینی( حقیقی ) پوستکی چی ورته (کوریم ) Corium وایی۔
2: غیررېښتین (غیرحقیقې)پوستکی چی ورته (کوټیکل ) Cuticle وایی۔
غیرحقیقی پوستکی دحقیقې پوستکی ژغورنه کوی، رېښتنی پوستکی دخارجی صدماتوداغیزوڅخه ژغوری، اونه پرېږدی چی وحقیقی پوستکی ته څه زیان ورسیږی، ددې لپاره لوی خدای جل جلاله په مخ کی د (ټریفیشل) Trifacil په نامه سره موادپیداکړی چی دنده ئې داده چی دمخ اوخولې وعضلاتوته خوځښت ورکړی اوداماده دږرې په خریلوسره کمزورې کیږی، اوخپل اصلیت له لاسه ورکوی؛ چی په اصل کی دانسان فطری دفاعی قوه (Immunity Power) کمزوری کیږی اودډېروخریلوپه نتیجه کی خارش پیداکيږی، اودخریلوپه ډېرتکرارسره یوقسم جراثیم د (نیلوکاکایی) په نامه سره پیداکیږی چی داجراثیم دزړۀ دناروغیو، داعصابودناروغیواودپوستکې دناروغیواصلی عامل ګرځی، اوپاته دې نه وی چی داجراثیم دانسان پر(رجولیت) باندی هم مستقیمې اغیزې لری، اوانسان کمزوری کوی، اوو(رجولیت) ته ئې تاوان رسیږی۔
دږرې دخریلواولنډولوڅخه داناروغۍ مینځته راځی:
1: دزړۀ ناروغی (Some Heart Disease)
دزړۀ دخارجی پوښ التهاب (Pericardilies)
دزړۀ تېزحرکت چی داکله منظم اوکله غیرمنظم وی (Palpitaion)
دزړۀ غیرمتوازن حالت (Paraysmal)
دزړۀ دعضلې یوډول سخت درد، چی وزړۀ ته پوره اکسېجن ونه رسیږی (Angina Pactoris)
1 دزړۀ دضربان غیرمنطموالې زیات یاکم (Cardiac Arrhythmia)
2: اعصابی ناروغی:
دسردرد (Head Ache)
نیم سری، دنیم سردرد (Migraine)
داعصابی مزودرد (Nearalgia)
داعصابوالتهاب (Nearitis)
3: دپوستکی ناروغی:
دپوستکی درد یادپوستکی التهاب (Dermatitis)
دپوستکی سوخت اوسوزش چی چرک ولری (Eczema)
توروزمه اوتورداغونه (Freckles)
خارش (Scabies)
اوس که چیری یوڅوک داپوښتنه وکی چی دږرې دخریلوڅخه داناروغی مینځته راځی ولی دبغولواوزیرناف دخریلوڅخه داناروغی مینځته نه راځی، داځایونه درې شیان لری:
1: دبغل ورید (Axillary Vein)
2 : دبغل شرید (Auxillary Artery)
3: دبغل غدې ( Auxillary Glands)
نوځکه داعضلات اوځایونه اړین دی چی وخریل شی، ددې څخه تعفن (بدبویی)، اوخارش پیداکیږی اودزېرناف دنه خریلوله کبله خارش، تعفن، سوزک اونورې ناوړه دپوستکی ناروغی پیداکیږی۔ اوکه یوڅوک داپوښتنه راپورته کی چی ښځه خوږره نلری اووېښتیان ئې پرمخ نشته ایاداهم ددې ناروغیوښکارکیږی، داپورتنی ناروغی دخریلوپه وجه پیداکیږی اوددې سره کارنلری چی ږره شته اوکه نشته۔
(ډاکټرالکسیس کاریل فی الوعی للاسلامی العدد 290، جمادالاولی، 1402 هجری قمری )
پاته دې نه وی چی دبغلواوزېرناف په اړه په لراوبرکی ۔۔۔
پرږرې باندی د(ایلوپیتهک) نوې څېړنې
1: دږرې په واروارسره خریل دسترګورګونه اغیزمن کیږی اوسترګې کمزوری کیږی۔
2: ږره دستونی اوسینې مضرجراثیم ختموی، اونه ئې پرېږدې چی پرستونی اویاهم پرسینې باندی حمله وکی۔
3: که چیری اووه نسلونه ږره وخریل شی، نواتم نسل چی راځی یوخوبه ئې ږرې نه وی، اوبل داچی (ماده منویه) به ئې ډېره کمزورې اویاهم دنشت سره برابره وی۔
4: ډاکټرهومرپه دې انددی چی ږره خریل دفېشن غلامی ده، چی داستقلال، شجاعت، حوصله، همت اوعزت ختموی، اودږرې دخریلوله کبله نزله، زکام، اوټوخی ډېرژراغیزه کوی، اواوږدمهاله کیږی۔
5: ږره ورۍ ټینګې ساتی۔
6: ږره درلودل اوبیاوږرې ته تېل ورکول، دمخ نورزیاتوی، اوپوستکی ئې تازه ساتی۔
7: دږرې په خریلوسره دخولې اومخ عضلات کمزوری کیږی۔
8: دږرې په خریلوسره دانسان عمرکمیږی، اوبې وخته مری۔
9: دږرې خریل دمخ ټوله ځلاله مینځه وړی۔
10: کله چی ږره وخریل شی نوطبعی خبره ده چی زیات حرارت پرمخ پیداشی، چی سبب ئې دادی چی دلته دوینی جریان ډېرشو؛ کله چی دلته جریان ډېرشودلته ډېره غذاته اړتیاده وینه په ډېره چټکۍ سره حرکت کوی، اودبدن زیاته غذا دلته راوړل کیږی چی په نتیجه کی ومخ ته نژدې دوې سترګې اوپورته دماغ دی، چی په مکلمل ډول سره اغیزمن کیږی، اودواړه کمزوری کیږی اوداځکه چی پوره غذانه وررسیږی۔
11: دږرې وېښتیان په مستقیم ډول سره د(ماده منویه) سره اړیکې لری، دبېلګې په ډول سره که یوهلک پیداشې او(خصیی) ونلری نوددې هلک ږره نه راځی، اوکه چیری یوهلک دبلوغ څخه مخکی (خصیی) وېستل شی، ددې هلک نه هم ږره راځی اونه ئې هم اوازبدلون مومی، چی دایومنلې نړیوال طبی حقیقت دی؛ نوچی کله ږره وخریل شی طبعی خبره ده چی پر(خصیو) او(ماده منویه) باندی هم ژوره اغیزې کوې۔
نودږرې په پرېښودولوکی چی فخرالموجودات حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم کوم امرکړیدی، په دې کې هم دنیوې ګټې شته اوهم اخروی ګټې، اواوس ډېرساینس پوهان، حکیمان اوطبیبان دنبی کریم صلی الله علیه وسلم پراحادیثوباندی دنړې په ګوټ ګوټ کی مختلفې څېړنې هم شوېدې، اوهم جریان لری، چی ورځ په ورځ داسلام دحق دین حقانیت وټولې نړۍ ته څرګندېږی، په ځینوڅیړنوکی ډاکټرانووهغوناروغانوته چی دغاښونودناوړه ناروغیوښکاردی داتوصیه ورته کړی ده، چی ستاسولپاره یواځنی علاج دږرې پرېښودل دی اوبس۔
http://www.alemara.co.cc/
والسلام
ع کريم حليمي
25.07.2010
درنو او مکرمو وړونو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
اقتباس ( دږرې وېښتیان په مستقیم ډول سره د(ماده منویه) سره اړیکې لری)
مکرم عبدالله صابر صاحب ، دغه لیکنه چه تاسو رانقل کړې هیڅ علمي ارزښت نه لري ،
د مونیو (موني) او د ږري ئې سره څه ، د طالب د برېښنايي پاڼي ارزښت اوس ختم سو چه دیني پرپاګنډو ته ئې ځای ورکړ
قال رسول الله : خالفوا المشركين، وفِّروا اللحى وأحفوا الشوارب
Robert John
25.07.2010
د اسلام پیغمبر ډیري خبري اوسني ساینس ثابتې کړي دي.
که اوسني ساینسي تحقیقات لږترلږه دوه پیړۍ مخکې انسان اوریدلي واي شاید عجیبه او دنه منلو ورته ښکاره شوی واي. حلیمي صاحب د ساینس په نړۍ کي دا کومه ناشوني خبر نده. خو شاید تازه څیړنه وي ځکه تاسو ته عجیبه معلومیږي.
ډیر ساینسپوهان د اسلام دپیغمبر دوړاندوینو له امله اسلام ته مایل شوي دي.
عبدالله صابر
25.07.2010
السلام عليکم
حليمي صيب
ولي نيمه خبره راخلي اواصلي منطقي برخه يی پريږدي ، هغه په دي ډول وه
[color=blue:38c4bc094c]11: دږرې وېښتیان په مستقیم ډول سره د(ماده منویه) سره اړیکې لری، دبېلګې په ډول سره که یوهلک پیداشې او(خصیی) ونلری نوددې هلک ږره نه راځی، اوکه چیری یوهلک دبلوغ څخه مخکی (خصیی) وېستل شی، ددې هلک نه هم ږره راځی اونه ئې هم اوازبدلون مومی، چی دایومنلې نړیوال طبی حقیقت دی؛ نوچی کله ږره وخریل شی طبعی خبره ده چی پر(خصیو) او(ماده منویه) باندی هم ژوره اغیزې کوې۔ [/color:38c4bc094c]
داخومونږ تاسوټولوته معلومه ده اوعملا يی مشاهده کوو چي دږيرې او(ماده
منويه ) ترمنځ اړيکې شته ، اياتاسونه ګورئ چي [color=red:38c4bc094c]نرښځيانو [/color:38c4bc094c]ږيرې نه لري او
همدارنګه لکه چي ويل شوي دي که له بلوغ مخکښ دهلک (خصيې ) ويستل
شي دهغه نه ږيره راځي اونه يی اوازبدلون مومي ،دا هرڅه يوه نظريه نه ده
بلکي يوتجربه يايوه څيړنه ده خوتاسوبي له کوم دليله رد کړي ځکه خوستاسو
ليکنه يوه تعصبي ليکنه ده اوپه دليل مبنی نه ده ٠
ع کريم حليمي
25.07.2010
ګران او مکرم ورور عبدالله صابر صاحب وعلیکم السلام
((ولي نيمه خبره راخلي اواصلي منطقي برخه يی پريږدي ، هغه په دي ډول وه))
په سبب د دېٖ چه دا بله نیمه ئې تر اولي نیمایی نوره عجبه ده !!
دوهمه نیمایی (اوکه چیری یوهلک دبلوغ څخه مخکی (خصیی) وېستل شی، ددې هلک نه هم ږره راځی اونه ئې هم اوازبدلون مومی،))
محمد هاشم خان ږیره درلوده او ږیره يې وهل ، له هغه څخه يي کښلي وېٖ په وړک توب کښي اولاد يې نه کېدئ
لیکوال لیکی چه : ( کله چی ږره وخریل شی نوطبعی خبره ده چی زیات حرارت پرمخ پیداشی، چی سبب ئې دادی چی دلته دوینی جریان ډېرشو؛ کله چی دلته جریان ډېرشودلته ډېره غذاته اړتیاده وینه په ډېره چټکۍ سره حرکت کوی، اودبدن زیاته غذا دلته راوړل کیږی چی په نتیجه کی ومخ ته نژدې دوې سترګې اوپورته دماغ دی، چی په مکلمل ډول سره اغیزمن کیږی، اودواړه کمزوری کیږی اوداځکه چی پوره غذانه وررسیږی۔ )
یوه جمله يي هم نه ده علمي او سره درواغ يي لیکلي دي ، ږیره چه وخریل سي ، حرارت ولي ډېر سي ؟؟
(اودواړه کمزوری کیږی اوداځکه چی پوره غذانه وررسیږی) دا څه معنیٰ چه غذانه ور رسیږي ؟؟؟
دا ټولي خبري له خېټي راوتلي ، علمي نه دي ، ادبیات او علمي لیکنه هنر دی !!!! او ښکلا لري !!!، خو کله چه علمي نه وي او دخېتي راوتلي وي ، نو نه يي هنر بللی سو او د ښکلا اثر هم نوي پکښې
عبدالله صابر صاحب لیکلي چه : اياتاسونه ګورئ چي نرښځيانو ږيرې نه لري
خبره داسی ده
هغه نرښځئ چه د نر حرمونونه يې ډېر وي ږیره لري ، او چه د ښځی حورمونونه يې ډېر وي ږیره نه لري !!!!
مننه
مننه
مننه
رښتینی
25.07.2010
قومندان صاحب اوحلیمی صاحب په بحثونو کی مهمه وسله
دلیل او منطق وی قومندان صاحب دمنطق او دلیل توری په خپلو
اصطلاحاتو کی بیانوی یعنی ونیسه وپرځوه ! وهکذا
ګومان کوم دا به ده ته له خپلی زړی دوری یوعادت ورپاته وی
او داخو ثابته خبره ده چی هرڅوک په خپلو اصطلاحاتو ګړیږی
موخه می داشوه چی قومندان صیب دخپلی دوری یواځی اصطلاحات
کاروی اوموخه یی منطق او دلیل ده
خو دا ځای یی خوندور نه دی چی قومندان دی دی او امر له صابر صاحب څخه غواړی ...........!!!!!! :) :)
په مینه
قومندان
25.07.2010
حامد صېب مننه همداسې ده. خو که قومندان هرڅومره غټ قومندان شي بیاهم دده پرسر دیو داسي چا ضرورت وي چي مورال یي لوړ وساتي.
د زرداد او قلم او چمن قومنداني مو هېره شوه؟ هغوی له خپلو رهبرانو ملاتړ او مرستې ته ترلاسه کاوه.
ماته هم کله چي په فورم کي قومنداني په لاس راغله دهمداسي یورهبر ضرورت وه چي مورال مي لوړ وساتي نو چي اخوادیخوا مي وکتل صابرصیب په نظر وړکس راغی. خوکه صابرصیب موپه قومندانۍ نه مني له یو تنظیم نه بل ته اوښتل خو دپخوانیو قومندانانو سابقه عادت دی!!!
عادل عادل
28.07.2010
سلامونه
دروند او مکرم حلیمي صیب
تاسو چې د پورتنئ رانقل کړل شوې لیکنې نفی کړې او هغه مو د خیټې محصول بللې ده، ایا دې ته مو پام نه دی چې د لیکنې په نفی سره د لیکنې موضوع هم تر ډیره بریده نفی کیدای شي، په داسې حال کې چې د لیکنې محتوی ږیره ده او ږیره د هغه انسان صلی الله علیه و سلم سنت دي چې زمونږ او تاسو ورسره ډیره مینه ده، نو ایا دا به د یوه عالم او داعي د شان سره مناسب اسلوب وي چې د منل شوو سنتو د تایید او انتشار لیکنه دې د خیټې محصول وګڼي؟
ددې مثال خو داسې شو لکه څوک چې په پښتو ژبه کې پر تاسو سلامونه !! ووایي
او ستاسو ځواب دا وي چې دا سلامونه !! مو له خپلې خیټې راایستلي ................. په تیره بیا چې د صحیح سلام په اړه نور وضاحت هم ورنکړئ، ........ نو دا کار مو داسې انګیرل کیژي لکه چې تاسو په اصل کې د سلام د اچولو سره جوړ نه یاست.
که څوک د یوه شرعي مسنونه کار د تایید لپاره ستاسو په قول فرض کړو د خیټې دلایل او غیر علمي او یا په تجربو او څیړنو ولاړ توضیحات وړاندې کړي، نو د یو عالم او داعي لپاره پکار ده چې د موضوع ټکئ په اصل کې تایید او په علمي او شرعي دلایلو سره یې د مثبتو ګټو او حکمتونو وضاحت وکړي ......... او په پورتني مثال کې د پښتني سلامونو ځواب په وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته سره ووایي.
ستاسو څخه دې پټه نه وي چې زه خپله هم بشپړه ګیره نه لرم، خو په هره درجه چې وړه وي، نو په همغه کچه د رجالو په منځ کې د حقارت احساس کوم.
الله پاک دې زمونږ صورت او سیرت دواړه د رسول صلی الله علیه و سلم د سنتو په رڼا کې جوړ، قایم او دایم وګرزوي ...... آمین آمین آمین
ستاسو څنګه خوښه ده
او له قومندان صیب نه مې ګیله داده چې ګوره ږیرې ته ټول تاوان ستا له لاسه پیښ شوئ دئ. :lol:
ع کريم حليمي
30.07.2010
ډېر مکرم عادل عادل صاحب ، او درنو او مکرمو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله
ګران عادل عادل صاحب ، ډېر اعلی چه خبره دي د اصول او اسلوب یاده کړه
قایده داسي ده چه : هر وخت چه مونږ چاته د لمانځه یادونه کوو نو باید اوضرور داسي ووايو چه لمونځ کوۍ ، رب مونږ ته امر کړئ چه لمونځ ادا کړۍ ، او لمونځ له عمل الصالحات څخه دۍ ، فرض دۍ او لمړۍ پوښتنه د لمانځه ده ، ................ دغه ته صحیح او مسنونه دعوة ویل کیږي!!
مثلً ، که یو داعي را ولاړ سي او په تبلغ داسي شروع وکړي چه : د امریکې یو مشهور داکتر ۳۵ ناروغان تر تداوي لاندي نیولي وه ، هغو کسانو چه لمونځ کاوه هر یوه ته خداي صحت کامل ورکۍ ، هغو چه لمونځ نه کاوه
هغوۍ ډېر په غضب اخته وه ............
داسي ملایان نن خورا ډېر شوي دي ، د درواغو نقلونه جوړوي دا د صحابه کرام رضون الله تعالی عليهم
لاره نه ده ، دا نوېٖ لارده ، اصحابو کرامو دین تر چین پوري و رساوه هغوئ ټول نقل او قول قران او حدیث وه
او بس . خير الكلام كلام الله وخير الهدي هدي محمد صلی الله علیه وسلم
دا د الله دین دۍ ، خپله دینداري کوۍ ، که مو د غرب د څېړنو په سبب دینداري کوله ، اجرونه يې اوبو یو وړه
اوبله خبره داده چه :امریکامتحده ایالاتودواشنګټن مشهورډاکټرMcDonald څوک دۍ
کوم واشینګټون ?، واشنګټون سټېټ ، او که واشینګټون DC
نن د نټ دنیا ده ، عبدالغفارجُبیر به طبعاً نټ ته سر ورښکاره کوي نو مکرم عبدالغفارجُبیرته لازمه ده چه لوستونکو ته د دیٖ مشهور ډاکتر د څېړني حواله و لیکي
په درنښت
..Ahmadzai
30.07.2010
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:2c118b7c98]د زرداد او قلم او چمن قومنداني مو هېره شوه؟ هغوی له خپلو رهبرانو ملاتړ او مرستې ته ترلاسه کاوه.[/quote:2c118b7c98]
قومندان صاحب غښتلی ښاد أو أباد أوسې.
خو نه پوهيړم چې تا ولې يواځې زما دغه درې د اكا ځامن د مثال په توګه وړاندې كړي سره له دې چې أفغانستان كې په زرګونو قومندانان تير سوي أو سته؟؟؟؟؟
أما حليمي صاحب
دغه صاحب ته پكار ده چې په هغه فن كې مباحثې وكړي چې دى پکې وارد وي, د ده ديني شرعي علم أو طبي پوهه ماته نه ښکاري چې د فن سوې ته رشد أو ترقي كړي وي, أو دى د دې جوګه وي چې نورو ته پكې لكچرې وركړي.
له طبي لحاظه ږيره أو خصيې(خوټې) سره نه شليدونكى تړاوو لري.
پدې معنى چې ږيره د جنسي هورمونو د پوره فعاليدلو نتيجة أو نښه ده أو دا په خپل وار سره د خصيو په فعاليت دلالت كوي.
خصيې د إنسان د بلوغ مسؤليت په غاړه لري, چې په خپل ټاكلي وخت يې رامنځ ته كړي.
خصيې جنسي هورمونونه أو سپرم توليدوي , د جنسي هورمونو په توليد سره بدن كې يو لړ تغيرات منځ ته راځي چې له هغو څخه د مخ, تخرګ أو سپاخه أو نورو ځايونو ويښتان منځ ته راتلل دي, همدارنګه د أواز ډډيدل أو د عمومي عضلي كتلې يا mass زياتدل دي.
په طبابت كې د ږيرې, بريتو, تخرګ او سپاخه ويښتانو ته ثانوي جنسي علايم وايي
ځكه چې د بلوغ أساسي علامه د سپرم توليد دی.
يعني كيداى سي چې د يو چا ږيره نه وي (كوسا وي) خو سپرم توليدولى سي, بچيان يى كيږي, خو برعكس نسي كيداى, څوك چې بالغ نسي ږيره او نور ثانوي جنسي ويښتان يې هم منځ ته نه راځې,( إستثناءات سته)
ځينې داسې مرضي حالات سته چې هغو كې خصيې رشد ,وده أو نمو پوره نسي كولى, نو دغه كس بلوغ ته نه رسيږي, او همداسې سپينه خوله پاتې كيږي
ږيره يې نه شنه كيږي.
خو كه يو إنسان له بلوغ څخه وروسته هم خصي سي, له وخت تيريدو سره يې د ږيري أو نورو ثانوي جنسي ويښتان كمزوري كيږي أو كميږي چې كيداى سي بالأخره كوسا سي.
نور بيا
په درنښت
عبد السلام
31.07.2010
جلال خان لیکي :
[quote:3d46df0f9e]له طبي لحاظه [color=brown:3d46df0f9e]ږيره أو خصيې(خوټې) سره نه شليدونكى تړاوو لري[/color:3d46df0f9e].
پدې معنى چې ږيره د جنسي هورمونو د پوره فعاليدلو نتيجة أو نښه ده أو دا په خپل وار سره د خصيو په فعاليت دلالت كوي.
خصيې د إنسان د بلوغ مسؤليت په غاړه لري, چې په خپل ټاكلي وخت يې رامنځ ته كړي.
خصيې جنسي هورمونونه أو سپرم توليدوي , د جنسي هورمونو په توليد سره بدن كې يو لړ تغيرات منځ ته راځي چې له هغو څخه د مخ, تخرګ أو سپاخه أو نورو ځايونو ويښتان منځ ته راتلل دي, همدارنګه د أواز ډډيدل أو د عمومي عضلي كتلې يا mass زياتدل دي.[/quote:3d46df0f9e]
عبدالله صابر هم د ټولنیزه اومذهبی درنښتونو دعلمی اثبات په اړه داسې ساینسی استدلال را نقلوي :
[quote:3d46df0f9e]: [color=orange:3d46df0f9e]دږرې وېښتیان په مستقیم ډول سره د(ماده منویه) سره اړیکې لری، [/color:3d46df0f9e]دبېلګې په ډول سره که یوهلک پیداشې او(خصیی) ونلری نوددې هلک ږره نه راځی، اوکه چیری یوهلک دبلوغ څخه مخکی (خصیی) وېستل شی، ددې هلک نه هم ږره راځی اونه ئې هم اوازبدلون مومی، چی دایومنلې نړیوال طبی حقیقت دی؛ نوچی کله ږره وخریل شی طبعی خبره ده چی پر(خصیو) او(ماده منویه) باندی هم ژوره اغیزې کوې۔[/quote:3d46df0f9e]
یارانو ! بحثونه به کوو ،خو خپه کیږو به نه ، او دا به هم په عرض درورسوم چې په دې اپلټو پیل هم طالب ذهنو کړی ، که زه پرې څه وایم با ید شخصی ونه ګڼل شي اونه دې دشخصی توهین اوتحقیر په اجازه حساب شي .
اوس اصلی موضوع ته :
دږیرې د ټولنیز او دینی درنښت تړاو په هیڅ وجه د بلا تشبه (خ ...) سره نه دی Full stop.
او که بیا هم دا ارتباط ورکول کیږي ، او دا(taboo ) اویا ټولنیز پَرهیز ، ماتیږي بیا نو په ټولنه کې دا بلا تشبې ( خ ...) چې د ږیرې ریښې او هغه دچا خبره تخم او پیاز ګڼل کيږي بیا ولې دومر سپکې دي چې د نوم په اخیستلو یې سړی دادب له چوکاټه پرې ویستل کیږي ؟ اوکه یې برعکس وګڼو چې د ږیرې اصل خ ... دي نو د ږیرې درنښت ته څه پاتی شول ؟
خو دا سې نه ده .
ځکه : دځینو لیونغرتو چې په نه کار کې یې کار وي ، دپلار اونیکه مبارکه ږیره هم په خ... تړي ، اومقام یې د دُبُر ویښتانو مقام ته را ټیټوي !!!
ساینسی ، نه ساینسی دا چټیات به د اسلامی ږیرو خاوندان په زرو کلو کې هم در سره و نه مني . او نه دږیرې دپریښودلوڅخه مطلب دغاښونو حفاظت وو . او نه هم داسې نوې ساینسی او غیر ساینسی خبر ې داصلی سنتو سره ارتباط لري .
په درنښت
رښتینی
31.07.2010
:
ولا سړۍ به څه ووایی ګومان کوم دا په ټول افغان کی باید یو
عجیب بحث وبلل شی چی سیاسی ، ساینسی اودټوکو برخه
یی په یوه وخت پکی تربحث لاندی نیول شوی ده :) :)
دا یوی خبری ته لیږ زه هم فکر وړی یم چی نن سبا ساینسی تحقیقات
بیخی دیر شوی دی او دداسی عجیبو شیانو ترمنځ یی تړاو پیداکړی
دی چی سړی هک پک کړی :!: :!:
خو ګورئ وروڼو ! اتیات کوئ چی دیوه بل دخپګان خبری رامنځته نشی
نورنو بحث بیخی خوندور ده اوپرمخ بیول یی ګټور دی هغه
مینه
عادل عادل
31.07.2010
سلامونه
محترم حلیمي صیب، زما مطلب همدا دی چې تاسو یې د شرعیت له مخې ګټې بیان کړئ، پریږده چې ډاکټر یې د طبابت له مخې بیان کړي، ساینسي تحقیقات ضرور نه ده چې ټول به سم وي، کیدای شي څوک یې ونه مني، خو د منلو په صورت کې اصل ټکئ چې پدې ځای کې ږیره ده، هم باید نفی نه شي.
تاسو هغه وخت د رد او غبرګون حق لرلای شئ چې څوک راشي او ستاسو په فن کې د ږیرې د ګټو په اړه دروغ شرعي روایات وړاندې کړي.
له بلې خوا، دا هم سمه ده چې دین د خدای د کتاب او سنتو په استناد تبلیغ شي، خو دا هغو کسانو ته پر ځای دی چې دین د انساني ژوند لپاره ګټور بولي، هغو ته چې دین ورته مسخره بریښي او فکر کوي چې دیني کړه وړه هسې اضافي شیان او د وخت ضیاع ده، هغوی ته په ساینسي دلایلو استناد کول د هغوی د هدایت سبب کیژي.
که پخوا د خلکو سواد د نن په کچه لوړ وای نو د امکان نه لرې نه وه چې صحابه کرامو دې هم په ساینسي دلایلو ولاړ دعوت کړئ وئ.
که مونږ یوه کمونست ته زر ځله هم د خدای ایات او احادیث بیان کړو چې لمونځ کوه نو هغه به وایي چې وروره زه ستا خدای نه منم او ته یې ماته اقوال بیانوې ! ته ماته په داسې څه استناد او دلیل راوړه چې ماته د قبول وړ وي !!، نو پکار ده چې هغه ته د هغو ټکو په استناد دلایل راوړو چې هغه یې مني او باور پرې لري.
محترمه عبدالسلام خانه وروره
تاسو به دا ضرور منئ چې انسان اشرف المخلوقات دی، د انساني کرامت احترام په هر فرد لازم دی، د انسان ټول غړي دده د وجود او خلقت لاینفک اجزا دي، او یو د بل سره د اعصابو له لارې نښلول شوي دي، د مثال په ډول که ستاسو یونیمې خصیې ستاسو د عصبي سیستم سره تړلې دي نو د همدغه عصبي سیستم سره ستاسو خوږه ژبه هم تړلې ده، خو د ژبې کاربرد او د استعمال ځای بیل او د وجود د نورو غړیو کاربرد او د کارولو ځای بیل دی، او مونږ ته نه ښایي چې د یوه د مقام په تعین سره د بل غړي بې کرامتي وکړو.
که ستاسو دلیل ټینګ ونیول شي، نو بیا خو تر ټولو هغه څوک ستاسو تر سوال لاندې راځي چې د ږیرې په خریلو سره خپل مبارک مخ د نورو اندامونو چې خریل یې ضرور دي په یوه قطار کې راولي، ډیر خو به داسې هم وي چې دا ټول په عین ټریمر، جیلیټ او چاړه سره خرېیي. ........ او هغه چې ږیره نه خرېیي او د پریښودو ملاتړ یې دي، او په دیني او ساینسي دلایلو یې ګټې بیانوي، نو مالومه خبره ده چې د ږیرې او زایدو ویښتانو او همدارنګه د مخ او عورت تر منځ په توپیر باور لري.
د حلیمي صیب په اجازه،...
د غاښونو ډاکټر صیبان وایي چې کله کوم غاښ وایستل شي نو د مخ عضلات خامخا کښیني چې د ږیرکلو په مخونو کې دغه د عضلاتو نشست او کښیناستل چې د ښایست له مخې یو لوی عیب دی له ورایه ښکاري، خو څوک چې ګیره ساتي د هغوی په مخ کې ورته عیب نه ښکاري.
ع کريم حليمي
31.07.2010
جلال احمدزی صاحب ته
موږ ستاسو لیکنه ولوستل او ما مخکي واکپیډیا کتلیٖ وه ، د ترجمې سره دي موافق یم
اما دغه جمله صحیح نده (خو كه يو إنسان له بلوغ څخه وروسته هم خصي سي, له وخت تيريدو سره يې د ږيري أو نورو ثانوي جنسي ويښتان كمزوري كيږي أو كميږي چې كيداى سي بالأخره كوسا سي.)
ممکن ده چه ورېښتان ئې کم سي
واکپیډیا داسي وایی چه :
خصي سړئ ، یعني Castrated men
Also castrated people are automatically sterile, because the testes (for males) and ovaries (for females) produce sex cells needed for sexual reproduction. Once removed the subject is infertile. The voice does not change. Some castrates report mood changes, such as depression or a more serene outlook on life. Body strength and muscle mass can decrease somewhat. Body hair sometimes -----may decrease.
may decrease معنیٰ داچه : امکان لري او احتمال يې سته چه وریښتان يی کم سي
په لاماره ويبپاڼې کښي عبدالغفارجُبیر د خپلي لیکني په پای کښي لیکي چه :
په ځینوڅیړنوکی ډاکټرانووهغوناروغانوته چی دغاښونودناوړه ناروغیوښکاردی داتوصیه ورته کړی ده، چی ستاسولپاره یواځنی علاج دږرې پرېښودل دی اوبس۔
بنده ټول د زامي او غاښونو مرضونه لیدلي او ورباندي تېر سوي ، د غاښونو مرض او ږیره هیڅ اړه نه سره لري
په دِغه خبرو او د غاښو د علاج په باب طبیب يم ، زما په خوله کښی ۶ nobel implant ته ښخ دي
تر دغه له مخه چه امپلانت په زامه کي ښخ کم درې میاشتي مي د امپلانت په باب مطالعه وکړه
غاښونه دري څلور قسمه خرابئ پیداکوي او بس
یو مرض ته : tooth cavity وايي په پښتو موږ چینجئ ړرته وایو
علاج يي روټ کنال دي ، بل علاج نه لري
یو د غاښو ډنګر کیدل دي یعني اورۍ مرض پیداکړي غاښ خوري
علاج يی داسی کیږي چه : اورۍ باید د سرجری سي او له انتبیټکو ډکي سي ، د مرضو اوریو علامي داسي دي
چه : اورۍ ویني کوي ، او خوله بوی هم لرئ ، او غاښونه ډنګریږي يعني د غاښونو تر منځ درزونه پیداسي
او زموږ اناګانو به ویل او یا لقمان حکیم ویلي چه : درد دندان کندن داتر نن ورځی اصله خبره ده
د مقالې لیکوال متبحر نه دي ، تر دي لمخه چه مقاله ترجمه کړي ، باید اول څیړنه وکي ، چه د لیکوال لیکنه
تر کوم حده صحیح ده
په درنښت
..Ahmadzai
31.07.2010
ښاغلى حليمي صاحب
خير كه تا دغه معلومات له ويكيبديا څخه كاپي كړي, خو ما دا ډير كلونه مخكې په خپل طبي تدريسي پرګرام كې لوستي, بلوغ طبيعي فزيالوجيك پراسس دى, او د جنسي فزيالوجي مهمه موضوع ده.
خپل مسلك كې دې خبرې كوه ګرانه.
او كه ډير شوقي يا فضول لرې ورسه ګايټن پسې وګوره.
په درنښت
عبد السلام
01.08.2010
ړنګه شوه ....
ع کريم حليمي
02.08.2010
ګران او مکرم عادل عادل صاحب او عقلمنو لوستونکو السلام علیکم
تاسو ټول ښه پوهېږئ چه تور،سپین ، ژړ ، او قومونه د پېژندلو له پاره دي او پوه سو چه دکومي خاوري خلک دي
او تاسو ته داهم معلومه ده چه هر قوم یو دین لري ، يا خپل جوړ کړی يا اسماني ، ناسخ يا منسوخ
او او پر دغه ټولو سربېره هر مذهبي او دینداره او بېدینه ځانته یو طرز او رسوم او عادات او رفتار لري
او بیا پر دغو ټولو سرېره مذهبي خلګ ځانته مذهبي هویت ډېر ټنګ ساتي ، او زموږ خواږه نبی علیه السلام
ویلی چه د کفارو سره مشابهت مه کوۍ !! ، د نبی د عصر مشرکانو یهودو او نصارا وو ټول په جزیره عرب
کي اوسېدل تقریبا یو طرز عادات ئې درلودلل ، نو کله چه خلګو اسلام راوړۍ او په اسلام به مشرف سول
خامخا به یا یهود، نصارا ، مشرک ، او یا بیدینه وو .
يهود اوږدېٖ ږیري او برېتونه درلودله ، مشرکینو ږیره او برېتونه خریل ، نصارا وو هم ږیری درلودلې
نو نبي علیه السلام امر وکۍ چه ږیري پرېږدۍ او برېتونه ووهۍ ،
دغه د ږیري پرېښودل او دبرېتنو وهل وه چه خلګو ته د منافقت دروازه تر ډېره حده تړلېوه ، ولي چه خلګ مجبوره وه چه صورت ،قواره يي دمسلمان وي
[quote:8220482173]او هغه په اسلام کې دانسان د اشرف المخلوقاتو دصفت په اړه ځکه څه نه وایم چې : د هغې په وړاندې داسې هم ویل شوې :
ان شر الدواب عند الله الصم البكم الذين لايعقلون. الأنفال 22
- ان شر الدواب عند الله الذين كفروا فهم لايؤمنون . الأنفال 55
- أولئك كالأنعام بل هم أضل أولئك هم الغافلون .الأعراف 179
- ان هم كالأنعام بل هم أضل سبيلا . الفرقان 44
- والذين كفروا يتمتعون ويأكلون كما تأكل الأنعام . محمد 12
نو په دې توګه خبره یواځې په عقیده کې ده ، او یواځې مسلمان اشرف المخلوقات دی . که څنګه ؟[/quote:8220482173]
پوښتنه به مو هغه وخت پر ځای وای که " شر " او " اشرف " يو دبل antonym وای
ټول انسانان مکرم دي ، په عذاب او بد انسان هغه دۍ چه د خپل خالق سره په جنګ چنګاو وي
[quote:8220482173]خو ما دا ډير كلونه مخكې په خپل طبي تدريسي پرګرام كې لوستي, بلوغ طبيعي فزيالوجيك پراسس دى[/quote:8220482173]
خود به دي لوستي وي ، که د مضمون مدریس وېٖ کولی سې چه خلکو ته معلومات ورکې ، که د مضمون مدریس
نه يي نو ضرور ده چه اول خپله حافظه تازه کې کتاب وګورې ، بیا بیان لیکه ، نو کره به وي ،
دا د نټ دنیا ده ، په مطلب پوهېږېٖ ؟
پر لاس مي دانه راختلې وه زه د پوست متخصص ته ورغلم ، دانه يې وکتل ، ولاړ سو کتاب يي راواخستي
او عکسونو ته ئې کتل نو بیا و پوهېدلی ، چه دا دانه نه ده ، د زهري بوټي نه مئ poison ivy اخستي وه
په يوه لنډه جمله کي دي د فضول لغت کارولي ، مطلب دي ونه پوهېولم ، فضول قسم قسم معنیٰ لري او ګایټن خو هیڅ نه پوهیږم ، متل دئ وایی چه : چشي رايياو هغه څه نومیږي؟بیا نوري بلاوي وايي
خبره داسي ده چه : المعنى في بطن الشاعر ده ، زه دي په يوه ټکي هم نه یم پوهېدلئ
[quote:8220482173] فضول لرې ورسه ګايټن پسې وګوره[/quote:8220482173]
..Ahmadzai
02.08.2010
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ښاغلى حليمي صاحب:
د فضول څخه مې هغه عمومي معنى مطلب وو, نور څه نه.
چې د شوقي معنا لري.
ګايټن د إنسان د بدن د طبي فزيالوجي مشهورترين كتاب دى
پكې كره معلومات سته.
Guyton&Hall medical physiology
په درنښت