د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا دا صحیح کار دی؟

نفيسه جلال
23.07.2010

ورونو او خویندو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
دا یو خبرمی په بینواویبسایټ کې ولوست:
http://benawa.net/details.php?id=37262

ددی خبر په پای کې یو انځوردی، په غالب ګومان هغه کورنۍ چي په انځور کي ښکاري پښتنه ده.
زما پوښتنه داده چې آیا اول هغه چاچې دا عکس اخیستي دپښتنو درواجونو سره مطابق کار یي کړي؟ او بیا دبینوا ویبسایټ چې داعکس خپور کړی دپښتنو دکلتور سره سم کار دی؟ ځکه چې په عکس کې سړی، او ښځه یې دواړه پښتانه معلومیږي. نو آیا که دغه سړی خبر شي زما او زما دمیرمنې عکس په انټرنټ کې خپور شوی او ټوله دنیا یې ویني عکس العمل به یی څه وي.


و.افغان
23.07.2010

محترمې پتمنې خورې
په خير راغلې
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
محترمې خورې!
ماته خو نه د پښتني رواجونو سره مطابق ښکاري، نه پښتني کلتور سره، او نه اعلامي
اصولو سره، پدې چې د يوه کس شخصي عکس او بيا يې په داسې بڼه خپرول د هغه د خصوصياتو
له جملې څخه دی، چې په خپرولو کې يې د مذکور اجازه اړينه وي، او د عکس له طرز او انداز څخه بريښي چې په ناپامۍ کې اخيستل شوی دی.

په درنښت


عبد السلام
24.07.2010

درنې نفيسه جلال ! سلام وړاندې کوم :
اوبیا: زه داسې فکر کوم چې مونږ ډیر توکي او وسایل له بهر وارد وو ، خود ورسره نغښتي کلتور د واردولو توان ډیر کله یا نلروو ، اویایې دخپلو شته وو ، ورته انډول څخه دبدیل په توکه کار اخلو . مثلاً مونږ پر آس ،اوښ اوخره دسپرلۍ کلتور لرو، او ښه یې پیژنو . ولی بایسکل او مو ټر سایکل ته عین کلتور یعنی دآس ،اوښ اوخره دسپرلۍ کلتور کاپی کول نه یواځې دا چې مضحکه ښکاري ، دسر اوځان په خطر هم تمامیږي . نو داخبره سمه ده چې [quote:b138ef5e72]دا نه د پښتني رواجونو سره مطابق ښکاري، نه پښتني کلتور سره،[/quote:b138ef5e72]
چې اصلې موضوع ته راشو د ترافیکو دقوانینو په اساس دغه موټرسایکل چلونکي دخپل ځان په شمول د څلورو سپرلیو اونورو ژوند هم دخطر سره مخامخ کړی چې د موټرسایکل د چلولو دفرهنک او کلتور څخه سر غړونه ده .
نو دپتنګ صاحب په قول : ( فلهذا) ددغه کس رایه (په عام ځای کې ) د فوټو په اخیستلو او خپرولو کې په نشت حساب ده . او بیچاره ښځه خویې هسې هم دچادري لاندې هیولا ده چې حتی دشخصی وجود اثبات یې هم شاهدانو ته اړتیا لري .


نفيسه جلال
24.07.2010

عبدالسلام وروره ستاسو په مطلب پوهه نشوم. تاسو دترافیکوکلتور ته خبره ویستې ده. واضحه خبره مونده کړی.
زه به په بل ډول داپوښتنه دتاسو نه وکړم. آیا ستا زړه دا مني چې ددي سړي په ځای ته په موټرسایکل سپور وای او کورنۍ دي هم درسره وه او چامو عکس په انټرنټ کي خپور کړای واي.
دترافیکو قوانین زمونژ موضوع نده. نو که پوشتنه نوره هم واضحه کړم آیا په موټرسایکل نه، همداسې پیاده ته خوښوي چې په سړک روان وې دخپلو بچیانو سره اګر بچیان دې په بورقه کې هم وي، او څوک دې عکس ټولې دنیا ته نشر کړي؟.
چې نه خوښوي نو بیا ولي خلک داسي عکسونه اخلي او نشروي یې؟
په درنښت
نفیسه جلال


كريم كامران
24.07.2010

درنې خور او قدرمنو وروڼو ته
السلام علیکم

نن ورځ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه خبره کټ مټ صحیح ده چې فرمايلي یې دي:
لتتبعن سنن من كان قبلكم، شبرا بشبر، وذراعا بذراع، حتى إذا دخلوا جحر ضب لدخلتموه.
تاسو به حتما د یهودو او نصاراوو تقلید کوئ، لویشت په لویشت، او ذراع په ذراع، تردې چې که چیرته هغوی دسمسارې په سوړه ننوځي تاسو به هم ورننوځئ.

نن ورځ مسلمانانو دژوند په هر ډګر کې دیهودو او نصاراوو متابعت خپل کړی، دیني، سیاسي، اجتماعي، کورني، اقتصادي ډګرونو سربیره د ژورنالیزم او مطبوعاتو په ډګر کې هم دیهودو او نصاراوو کلکت متابعت روان دی. او په پورتنیو ټولو ډګرونو کې تعامل او چال چلند په غیر اسلامي اصولو او اساساتو ولاړ دی.

نن ورځ په اسلامي نړۍ کې ژورنالیزم خپل اسلامیت له لاسه ورکړی، د اسلامي ژورنالیزم غوښتنه دا ده چې هغه دې په اسلامي اصولو او معیارونو ولاړ وي. کلتور او ټولنیز دودونو ته په اسلام کې په ډیره درنه سترګه کتل کیږي، او اسلام یې په کلکه دمراعتولو امر کوي ترهغه چې له اسلامي تعلیماتو سره په ټکر کې نه وي.
خو متاسفانه چې نن ورځ زمونږ اعلامیین، او مطبوعاتي رسنۍ پرته له دې چې دې موضوع ته جدي توجه وکړي، دیهودو او نصاراوو پسې په ړانده متابعت اخته دي.
زمونږ په پښتني کلتور او دودونو کې یو پښتون هیڅکله دانه شي منلای چې دهغه دمیرمنې انځور دې که څه هم په حجاب کې وي، پردي سړي وویني.زمونږ ژورنالیستان په دې برخه کې هم دکفارو تقلید کوي ځکه چې دهغوی لپاره که دښځې انځور خپرېدل افتخار نه وي، خپه کیږي پرې هم نه. له بده مرغه چې زمونږ مطبوعات او خبري رسنۍ، همیشه دا کوښښ کوي داسې توکي خپاره کړي چې ددې ولس له کلتور او عنعناتو سره په ټکر کې وي، او اساسي هدف یې په دې ویاړلو عنعناتو باندې له تجاوز سره دهغوی اشنا کول دي.

په اخیر کې دبي بي سي دا راپور ووینئ، او خپله قضاوت وکړئ چې په یوه پښتنه کورنۍ کې دا ډول خبرونه دخپلې کورنۍ دغړیو په مخکې اوریدلای شئ؟

http://www.bbc.co.uk/pashto/sport/2010/07/100723_hh-franck_ribery-sexual.shtml

http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/03/100318_dubai_sex_texts.shtml



24.07.2010

ګمان د ايمان زيان دی ، بد ګوماني نه په بينوا او نه پر نوموړې کورنۍ پر ځای ده .
منم چې تاسوته به يواځې ددغه عکس اخيستل او نشرول بد ښکاري ، خو زه د عکس اخيستنې له ګناه څخه يې اصولا ً عذر بدپدتر بولم ، چې وايي
دا بوقره (بورقه) دلوړ اسلامي ححاب له پاره نۀ ، بلکې د طالبانو له ويرې
کارول کيږي ، ځکه چې د طالبانود بيا راتګ ويره خپره ده، که نه د بينوا په استدلال ګواکې همدغسې پښتنې کورنيو څوکاله
وړاندې ډيره آزادي لرله او ښځې يې ګواکې بې بوقرې يا بې حجابه ګرځېدلې .
دا پخبله د نوموړو پښتنو کورنيو په اسلامي اخلاقو سترګې
پټول دي .
پاتې شول د فرد حقوق :
که د طالبانو ويره رښتيا وي نوکه د ترافيکي ستونزې څحه يې تير شو ددې عکس خپرولو د نوموړې کورنۍ د اسلامي حجاب
د رعايت، افغانيت او پښتنې پت ساتلو يو دروند انځور وړاندې کړی دی ، چې آن د موټر سيکل په سر يې هم د کورد خاوند مشري ،
کورنی اتحاد، د ماشومانو سره پلرنۍ او مورنۍ مينه، حجاب ، پت او آبرو ساتل خوندي کړي دي . بارک الله فيه ، ما شا الله ،
پښتانه دې خدای تل درانه او پتمن لري !
که د عکس اخيستلو په وخت کې له نوموړې کورنۍ څخه اجازه نه وي اخيستل شوي ،نو دا هم ناممکنه نه ده چې ښايي بينوا د پورتنۍ ګټې په استناد ترې د نشر او خپرولو اجازه تر لاسه کړې وي دچې خورا ښه کار به کړی وي!
هو، مونږ بايدله استناد پرته په هره ممکنه لار خپل نفس اماره ته پر بل مسلمان د شک اوګمان موقع په لاس ورنکړو او خپل شکونه او بد ګمانونه
له استناد پرته عام بحثونو ته و ړاندې نکړو .
الله تعالی دې د نوموړې کورنۍ، بينوا، او زمونږ ستاسې ټولو د پت پرده پوښ شي او طالبانو ته دې توفيق ورکړي چې د پښتنو ير ضد د لويزوال اشغالګر امپرياليزم اوپنجابي پاکستان ګډه دسيسه ، فساد او فتنه له ماتې سره مخ کړي !
امين امين ثم امين يا رب العالمين!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more