ادبي ټوکې ټکالې
ښځې ډېرې خبرې نه کوي.
و.افغان
22.07.2010
وايي چې يوه پاچا د وخت اعلان وکړ، چې هر هغه څوک چې هغه ته غټ دروغ ووايي؛ نو انعام به ورکړي، خلکو پیل وکړ، د داسې غټو دروغو په لټه کې شو، چې پرې د دغې عظيم الشأنې جائزې مستحق شي، يوه يې پاچا ته وويل چې: اوښ مې په خپلو سترګو وليد، چې هګۍ يې واچوله، بل يې وويل: پاچا سلامت: وزر داره ماهيان مې
وليدل چې په هوا الوتل.
لنډه دا چې رنګا رنګ دروغ وويل شو، په دې کې يو ځوان رامخې ته شو، او ويې ويل: پاچا سلامت، ما په يوه ځای کې څلور ښځې وليدلې، چې
د دوه ساعتونو لپاره يو ځای سره ناستې وې، او خبرې يې نه کولې، نو پاچا سلامت وويل: دروغ اوس دېته وايي، او ځوان يې انعام ورکړ.
په درنښت
مبارزشاه
22.07.2010
وايي په یو ځای کې د دروغو مسابقه وه له مختلفو ځایونو څخه ورته غټ غټ دروغژنان راغونډ شوی وو او دسیل لپاره هم ګڼ شمیر کسان راغلي وو.
په مسابقه کې هر ګډونوال به کوښښ کاوه چې دومره غټ دروغ ووايي چې دمخکیني دروغژن ریکارډ مات کړي.
ډیرو دروغژنانو خپل نوبت تیر کړ او دروغ یې وویل، خو خلکو ته یې مزه ورنه کړه او مسابقه به یې بایلوده. په دې کې یو کس چې ددروغو په مسابقه کې یې برخه اخیستې وه راغی او داسې یې پیل وکړ: په وردګو کې یو سړی وه....
او ددې خبرې سره سم چکچکې شوې او له هرې خوا دې سړي ته دمبارکۍ چیغې وهل کیدې چې جایزه یې وګټله. سړی هک حیران شو دمسابقې له حکم نه یې پوښتنه وکړه چې ما خو لا کیسه مکمله کړې نه وه څنګه دمسابقې ګټونکی شوم؟، هغوی ورته وویل ځکه چې تا ډیر غټ دروغ وویل او په وردګو کې بالکل سړی نه شته......
عادل عادل
22.07.2010
سلامونه
مبارزشاه وروره په ټوکه کې مو تحریف کړی
اصلي ټوکه داسې ده:
وایي چې د یوه کلي په پیتاوي کې سپین ږیري او مشران ناست وو او ښځو له ګودر څخه اوبه راوړلې، په دې وخت کې څو کسان په لاره تیریدل، نو سپین ږیرو په ښځو غږ وکړ چې مخونه مو پټ کړئ! چې سړي دي !!.
ښځو یې خبره بابیځه وګڼله او ځواب یې ورکړ چې نه وردګ دي :lol:
كريم كامران
22.07.2010
دهغو وروڼو په اجازه چې وردګو ته منسوب وي. هیله ده خپه نه شي او که خپه کیږي هم پړه په مبارز شاه او عادل صیب ده ځکه دوی دا لړۍ شروع کړه.
د وردګو په اړه بله ټوکه داسې ده:
وايي ظاهرشاه وردګو ته ورغلی وو ترڅو د خلکو غوښتنې او شکایتونه واوري، رنګارنګ غوښتنې ترې کېدې،
په دې کې یو سپین ږیری وردګ راولاړ شو او عرض یې وکړ:
پاچا صاحبه! دا پایتخت له کابل څخه وردګو ته راانتقال کړه، چې ماته خلک "بچهء کابل" ووايي. :lol: :lol: :lol:
عادل عادل
22.07.2010
سلامونه
وایي چې یوه ورځ ظاهرشاه غزني خوا ته روان وو، کله چې وردګو ته ورسید نو یوه لاروي سپین ږیري ته یې موټر ودراوه او تر سلام او روغبړ وروسته یې ترې وپوښتل چې ماما له کومه ځایه راغلئ؟
سپین ږیري ماما چې ظاهر شاه نه وو پیژندلئ ځواب ورکړ چې له شش ګاو څخه راغلم.
شاه ورزیاته کړه چې ښه ده نو هلته به پنځه ګاوه پاته وي، سپین ږیري ځواب ورکړ، بلې صیب پنځه پاتې شول خو چې ته ورشې بیرته به شپږ شي :lol:
كريم كامران
22.07.2010
دکابل پوهنتون په محصلینو کې دوردګ تعریف داسې مشهور دی چې
............................................
............................................
(بیرته ړنګه شوه، نه چې کوم وردګ ورور راڅخه خوابدی شي).
pattang
22.07.2010
وروڼو سلا مونه !
وردګ ډېر ټوکي او خوشاله خلک دي ، ولې به خپه کيږي !
وردګ ډېر غيرتمنده ، نر او کلک خلک دي ٠
په علم او معارف کې له هر چا مخته دي ، البته ښه او بد په هر چا کې شته
ګورۍ پوپلزي کرزي ته !
عبدالله صابر
23.07.2010
خبره تر وردګو
يو وردګ راته کيسه کوله چي دطالبانو يومهم مشر ويلي ول ، [color=blue:806991613f]په هزارګانوکښ
وردګ ښه خلک دي [/color:806991613f]
مبارزشاه
23.07.2010
زه یم د ویرداګو سیدوبود دیمونږ اودراس!
ټنګ ټینګ ټس!
كريم كامران
23.07.2010
پتنګ صیب چې داسې ده نو ،
وايي یو وردګ له کابل نه وردګو ته په موټر کې سپور وه په لار کې قدرتي یو مچ راپیدا شو کله دوردګ په یو غوږ کیناسته کله په بل غوږ او کله په پزه، وردګ چې هرڅومره کوښښ وکړ چې له ځانه یې وشړي خو نتیجه یې ورنکړه، خلاصه داچې وردګ یې ډير په تنګ کړ.
بالآخره وردګ په دې بریالی شو چې مچ ژوندی ونیسي، نو دواړه وزرې یې ترې پرې کړې او د کړکۍ نه یې بیرون خطا کړ او داسې یې ورته وویل:
[color=blue:6a3dcf4210]ځه اوس سیداباد ته پیاده[/color:6a3dcf4210]
عادل عادل
23.07.2010
سلامونه
کامران صیب ویې کړه، ... نه به خفه کیژي، ما اوریدلي چې د لیلیې په دیوال چا لیکلي وو چې صدفیصد وردګ دوصد فیصد مهمان؟ :lol:
قومندان
24.07.2010
زه هم په خپل وار سلامونه تقدیموم.
لکه څنګه چې پتنګ صیب فرمايلي وردګ ډیر تعلیم دوست خلک دي، وايي د ظاهر شاه په وخت کې د وردګو قومي مشران او سپین ږیري ظاهرشاه ته ورغلل څو په وردګو کې د پوهنتون جوړولو منظوري ترلاسه کړي. خو ظاهرشاه د پوهنتون غوښتنه ورسره ونه منله.
په دوی کې یو وردګ عرض وکړ، اعلیحضرت صیب که پوهنتون نه جوړوې لیلیه خو جوړه کړه!!!!!!!!