د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستاسو تړاو اند په دې برخه کې څه دی ؟؟؟؟

Ghairat
22.07.2010

درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
لويديز په تيره امريکايي امپرياليزم يو هيواد هم شوروي يا خپل ځايي ملت ته نه دی پريښودی، مګر د مجبوريت په وخت کې يې وېشلی دی ،د شمالي او جنوبي ويتام رامنځته کول، شمالي او جنوبي کوريا او شرقي او غربي المان ددغسې ويشنو څرګند مثالونه دي . د پخواني شوروي هم د سوسيال امپرياليزم په توګه
غوښتل په افغانستان کې د افغانستان شمال د هندوکش تر غرونو پورې له سهيل څخه بيل او په خپل کنترول کې وساتي . ويتنام د شوروي اود ټول وار سا د پوځي بلاک په مرسته امريکا ته په ويتنام کې ماتې ورکړه او افغانستان د غچاخيستونکو لويديزو او سيمه يزو هيودوانو په مرسته شوروي ته ماتې ورکړه !
اوس چې امريکا په ټول افغانستان کې دبري چانس نه ويني نو ځان مجبور ګڼي
نو د خبلې امپريالستي غريزې د رفع کولو ( پر منځنحنۍ اسيا د خپل تسلط ساتلو) له پاره د افغانستان د شمالي برخو ساتل بسانده بولي
په داسې حال کې چې په سهيلي افغانستان خبله ولکه په غيرمستقيم ډ،ل د پاکستان پوسيله ساتلی شي، غواړي د پاکستان هغه آرزو پوره کړي چې
د ژنېف د توافقاتو څخه يې لرل :
د کارمل په وخت کې شوروي اوز پاکستان د افغانستان په سر داسې معاملې ته
سره روغې ته رسيدل غوښتۀ چې
د هندوکش جنوبي برخې د پاکستان له پاره مجاهدينو ته او شمالي برخې شوروي له پاره پرچمي او ستمي کمونستانو ته پريږدي .
په ورته ډول تر دې بدتر پلانونه د امريکا پاکستان او شمالي ټلوالې په سرونو کې هم دورې وهي څو د ضرورت په وخت کې د شورای نظاريانو ،
شمالي ټلوالې له غوښتنو سره سم په دقيقه توګه خدای مکړه دکابل او لويديزو سيمو په شمول شمالي افغانستان د ځان له پاره شمالي
ټلوالې ته وسپاري او نوروسهيلي سيمې د پاکستان له پاره طالبانو ته ورکړي چې
خپلې .... پکې تلي !
پوښتنه داده چې دا کار امريکا يان د شمالي ټلوالې پرته او پاکستان يې د طالبانو برته نشي کولی :
نو
١ - آيا طالبان به دپاکستان دغه خاينانه پلان ومني او د هيواد يو ځل بيا ويشلو ته ته به تن کيږدي ؟؟؟

٢ - او آيا شمالي ټلواله به د امريکا دغه خاينانه پلان ته غاړه کيږدي؟؟؟؟

او که شمالي ټلواله او طالبان دواړه به خپل افغانيت وساتي او په ملي فولادي وحدت سره به داسې يو موټی شي چې پاکستان تر اټکه او امريکايان تر پاسفيکه ورواړوي ؟؟؟؟؟
٣ - اوکه ددې مرګ پر ځای به پاکستان + امريکا + شمالي ټلواله د کرزي حکومت په دې درد منلو راِضي ي کړای شي چې د طالبانو د تسليمولو په مقابل کې
پرې خدای مکړه د ډيورن منخوسه کرښه تجديد( امضا ) کاندي ؟؟؟؟؟

د دوښمنانو د چټلو موخو په اړه دغه لينک کليک ګړئ

.p://www.tolafghan.com/posts/18802


و.افغان
23.07.2010

محترم غيرت صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
ستړی مه شې.
د افغانستان تجزيه کېدل يو غير واقعي خبره ده، په دې چې که افغانستان مثلا په شمال
او جنوب ويشل کيږي، نو په کوم اساس به ويشل کيږي؟؟
په شمال کې تنها ستميان نه دي کوم چې خراسان غواړي، بلکه هلته په نور ډېر اقليتونه
هم وجود لري، يو ازبک له پښتون سره وخت تېرولی شي، خو له تاجک سره يې نشي
تېرولی، همدارنګه هزاره اوترکمن دي، چې د هغو د تاجکو سره داسې ده، لکه د سپي
او د فقير.
د افغانستان تجزيه په هيڅ صورت نه پاکستان غواړي، او نه يې ايران غواړي، البته
هلته خپل نفوذ ضرور غواړي، په دې چې که چېرې افغانستان تجزيه شي؛ او په شمال
او په جنوب تقسيم شي؛ نو ايران او پاکستان خامخا د تجزيې سره مخامخ کېدلی شي.
که په جنوب کې طالب وي؛ نو طالب لپاره دغومره ساحه د دې کافي نه وي؛ چې طالب
په کې ستاسو په اصطلاح لکه هندو خپلې ..... وتلي. :wink:

په درنښت


pattang
24.07.2010

غيرت خانه !
کله کله ښې خبرې ليکې او کله کله د مېز له شا ،(تر څټه څخه ) غوڼډاري ولې چې
بېځايه لګيږي او پاکې ائينې پرې لکه کوي !
وروره ،د افغانستان تجزيه اول څوک د اولسونو دقانون او حقوقو له مخې
نشي کولی ، افغانسان د يوې ايتنيکي، قومي ، سرحدي ، ايديالوژيکې تړون
له مخې لکه ځينې نور ممالک ندی جوړ شوی٠
بېغمه اوسه دغه چانس به طالبان سمرقندي محاجرو او دهغوی صليبي
انډيوالانوته ورنکړي .
- دهزارګانو( شيعه) او تاجکو سنيانو ، اوزبکو او ترکمنو سپي هم نه سره غاپي٠
- دافغانستان تجزيه دپاکستان ډېره په نقص دی نه په ګټه :
* پښتانه به ټول يو کېږي
* په شمال کې به انتي پاکستان دولت جوړيږي٠
* له هند سره به روابط ډېر کلکيږي٠
طالبان به په خپلو وينو د افغانستان يوالی ګټي ، او له کاڼي ايستونکو
مکتبيانو څخه دا ارزو لري چې د لا لا ګانو له څنګه څخه خپل ځانونه لري
او خپل غوڼډاري ويشتل پرېږدي٠



25.07.2010

پتنګ خانه !
تحليل دې بې قالبه نه دی، خو په دې ټکو کې خطا شوی يې :

[quote:4472eff5ff]- دافغانستان تجزيه دپاکستان ډېره په نقص ده نه په ګټه :
* پښتانه به ټول يو کېږي
* په شمال کې به انتي پاکستان دولت جوړيږي٠
* له هند سره به روابط ډېر کلکيږي٠ [/quote:4472eff5ff]
د افغانستان تجزيه خو پاکستان لا آن د نجيب د حکومت سره د ژنيو د توافقاتو په خبرو کې غوښتله، چې ګواکې پښتنې سرحدي ولايات دې
پاکستان ته ور پريږدي نوهغوی به مجاهدين افغانستان ته تسليم کړي ، خو نجيب داسې سخت جواب ورکړ چې د پاکستان غصه يې لکه منصور د وطن له پاره ددار په سر د سر په ورکولو سړه کړه .
نو پتنګ خانه که پښتانه د تجزيې په صورت کې سره يو کېږي ، نو
نعوذ بالله بيا به د پاکستان تر بيرغ لاندې سره يو کيږي او
هغه غلامي به مني چې په لره پښتونخوا يې منلې ده، تر څو يې د اجير لښکر په توګه په کشمير اوجمو کې د هند د توپونو خولې ته هم ودروي !
په پردي وډ کې خپلې کوڅۍ شلول خو له پښتنو نه واخله، هو، پنجابيانو پښتانه ښه پيژندلي دي چې د اجير په توګه يې خېټه مړه او کارتوس پوره وي او د اسلام نوم پرې کيږدې نور که سور اور هم وي دا د ليونۍ زامن خو پرې وردانګي !

* په شمال کې به ولې انتي پاکستان دولت جوړيږي (؟) ، د امريکا دوه غلامان به
د واحد بادار په سر سره متحد نه پاتې کيږي، حتی
د تجزيې د پلويانو په توګه به سره نور هم خواږه شي ، تجارتي سياسي او پوځي اړيکې به يې لا ټينګې شي
* له هند سره به يې روابط هم د امريکا له ټاکلي چوکاټ زيات نه کلکيږي٠
صرف پښتانه به د شمال او پاکستان د سين او ... تر منځ بي هو يته ، بي ملته او بي وطنه لکه لر پښتون د خپل کنترول لاندې غلامان ساتي !
د احمد شاه له خوا د يو مستقل افغان دولت جوړول به هم د١٨ پيړۍ يوه مطلقه تاريخي تيروتنه ثابته شي . نو خدای مکړه د پښتنو خو يې

زړه ورخوړلی چې ځيګر وخوري
......................................................... ټول عظمتونه به يې سر وخورې


pattang
25.07.2010

پتوال خانه !
پښتون له هويت سره زيږي ( بل هيڅ قام په نړۍ کې داسې خصلت نلري )او له موره
پيدا کېږي ، هويت يې پښتو او پښتون ولي دي٠
د تجزيې په صورت کې به پښتانه ټول سره يوکيږي ، له نورو سره ګډون خو به بيا
لکه دا اوس پرابلم پيدا کوي ٠ له يوه غاره شړل په بل غار کې پناه غوښتنه غلط کار
دی٠ د نجيب د وخت ،تا يادې کړې خبرې ، ماته نوې دي٠
يوه بله : ايا د تجزيې په صورت به ټول پښتانه مړه شي ? نه ، چې نه ، نو دغربيانو
خوبه بيا هم داسې لکۍ بنده وي لکه دا اوس نو ګټه يې څه شوه ?
زه خبر يم چې صليبي اشغالګر له پښتنو څخه سر ټکوي ، ترڅو چې پښتانه وي
دوی به خوب نکوي او يا به بېله شرطه منطقه پرېږدي٠



25.07.2010

پتنګ خانه خانه،
دا به کوم فشار وي چې د تجز يي په قيمت لر پښتانه بيا له بر پښتون سره يو ځای کيدو ته اړباسي ؟ او هغه به کوم فشار وي چې پنجابي
پاکستان به اړباسي څو لر پښتنوته اجازه ورکړي چې له برو پښتنو سره ځآی شي ؟ له احمد شاه نه دې مخکې لر پښتانه د هند او بر له ايران
سره په ٢ برخو تجزيه پاتې وو . هغه څو زره کاله د پښتنو وحدت چيرې و؟
هغه وخت خو هم دوی پښتانه وو او پښتونولي يې لرله، دغسي هويت يې څه فايده لرله ؟؟؟
زما مطلب له هويت څخه سياسي ملي دولتي هويت دی نه تش د پښتون او پښتونولۍ نوم، دا نوم خو لر پښتانه اوس هم لري ،
دې بې شعورۍ او بې شعوره غلامۍ ته به څوک هويت وايي ؟ نو تجزيه پښتانه به همداسې تجزيه پاتي شي او په هغې صورت کې به
بر پښتانه هم ضرور خپله آزادي له لاسه ورکړي . که د غلامۍ په اساس د لرو
پښتنو سره وحدت ته اماده شي پاکستان به يې ادغام کړي،
خو بيا به يې هم قومي وحدت ته سره پرې نږدي ، لکه همدا اوس چې په صوبه او قبايلو ، سهيل او شمال يې سره جدا کړي بر پښتانه به تر دې
هم په زيات شمير ټوټو سره وويشي ، څو پنجاب پرې خپل حاکميت ټينګ کړي
او له افغان غول نه درته افغان غل جوړ کړي !
د پښتنو په ځمريتوب مه غره کيږه، ځمری چې ټول عمر (بي سياسي) ويده پروت وي ، ژر زړيږي مريِض کيږي او مري ، نن قامونه
او ملتونه په سياسي روح او سياسي اروا ژوندي پاتې کيږي ، جګړې خو د حيواناتو ژوند هم لنډوي او ختموي،
که انسان له سياست او سياسي شعور پرته جنګيږي تر حيواناتو هم ژر ختميږي !
نو اوس راشه لر او بر پښتانه وګوره چې کوم يو
يې خپل کوم سياسي پلان ، سياسي فکر او سياسي شعور لري ؟ کومه خوا يې په خپله (ملي يا قامي )سياسي اندتوګه حرکت کوي ؟
هر يو ددوښمن په غيږ کې پروت دی او هغوی يو دبل پر ضد ورته نوشادر په کونه کې ږدي او ورور د ورور پر ضد جنګوي ، حال داچې جنګوونکي
بادارا ن يې په خپلو کې سره يو دي ، هدف يې د پښتنو پر ضد يو دی، او نوشادر
هم نوشادر دي هېڅ فرق سره نه لري ، دا غلطه ده چې
د يوه په کونه کې نوشادر اسلامي دي او د بل په هغې نوشادر دموکراتيک ، ددواړو هدف او فنکشن يو دی او هغه د پښتنو په وسيله
د افغانستان تجزيه او د پښتانه په لسو ټوټو سره ويشل دي . هو ، که څوک وايي چې د ډيورنلاين په رسميت منل او افغانستان تجزيه خو
شمالي ټلواله غواړي ، نۀ پښتانه، نو مهرباني دې وکړي ددې دواړو ناخوالو پر ضد دې د پښتنو کوم سياسي پلان، کومه سياسي مبارزه
او سياسي اقدامات يا حد اقل کوم تياری لرل او چمتووالی دې راته په ګوته کړي ، کومه دی ، څوک دي او تراوسه يې څه کړي دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ورک يې که پتنګه د پښتون صفت راته مه کوه ، پرته له دې چې تل د بل ډول ته ګډېدلي دي او د بل په امر يې يو بل سره وژلي بل يې هېڅ نه دي کړي :
يا د تره کي او امين په مشرۍ د خلقيانو غوندې د مسکو ډول ته ګډېدلي او
د زيارکښانو د ګوند په پلمه يې خپل وطن وران کړی
او خپل ورونه يې وژلي دي، يا د پاکستان ډول ته ګډېدلي ، د جهادي تنظيمونو په نامه يې وطن وران کړی، ملت يې ځپلی او خپل ورونه يې
وژلي دي او يا د ملاعمر او طالب په نامه د پاکستان ډول ته او يا د غربي
دموکراسۍ په نامه کرزي او کرزيخيلو د امريکا ،
انګليس او لويديځوال اشغالګرو ډول ته مسته ګډا پيل کړې ده خپل وطن
يا ورانوي او يا يې پلوري او خپل ورونه وژني !
[color=blue:1caaffb73b]يوه خوا هم خپله يوه مستقله ملي سياسي طرحه نه لري او نه يې د بادارانو له ويرې لرلای شي ، څو له ملت سره يې شريکه کړي! [/color:1caaffb73b]

[color=red:1caaffb73b] لعنت الله علی لګوډاګين ![/color:1caaffb73b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more