د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حکمتیار او ګوند یې، په افغاني جهاد کې

كريم كامران
22.07.2010

http://mafa.asia/ar/temp.php?K_Mafa=10521&id1=2&detail=35&cnl=0&t_p=1

هغه وروڼه چې په عربي ژبه څه ناڅه عبور لري کولای شي له پورتني لینک څخه په لاندې موضوعاتو کې ډیر ګټور معلومات او جالب واقعیتونه ترلاسه کړي:

# د کرزي ادارې دجوړیدو له لومړۍ ورځې څخه دحزب عالي رتبه غړیو ته دحکمتیار هدایات، ترڅو دکرزي دادارې په چوکاټ کې داخل شي.
# خپلو مجاهدینو ته په قومي ملیشو او اربکیانو کې دننوتو توصیه (ځکه چې دامریکايي اشغال سره جګړه ناممکنه ده).
# هغه څوک چې په مقاومت کې ناڅیزه ونډه لري نه شي کولای سوله رامنځته کړي.
# آیا حکمتیار رښتیا یو جهادي شخصیت دی؟ آیا رښتیا هم داشغال مخالف دی؟
# ولې دحزب ټول عالي او ټیټ رتبه اعضاء په حکومت کې برخه وال دي خو یوازې حکمتیار له ګډون څخه پاتې دی؟

نور تاسو او پورتنۍ لیکنه


عادل عادل
22.07.2010

سلامونه

وروره زه خو نه پوهیژم چې په کابل کې د سیاسي تنطیمونو د ثبت او راجستر ادارې څنګه حزب اسلامي افغانستان په خپل اصلي نوم سره راجستر کړ؟

که د ټول افغانستان په سطحه د حزب اسلامي په نوم یوازینی یو تنظیم موجود وي نو هغه خو د ښاغلي حکمتیار دی؟

مونږ خو حتی چیرته دوه شرکتونه هم نه دي لیدلي چې ورته یو شان نومونه او لوګو دې ولري؟


كريم كامران
24.07.2010

السلام علیکم

له څو اونیو راهیسې مې په زړه کې یوه موضوع نیولې چې غوښتل مې مفصله لیکنه پرې کوم عنوان مې ورته ټاکلی وه (آیا رښتیا هم حکمتیار سوله غواړي؟).

نن مې په ټول افغان لومړي مخ د ښاغلي عبدالودود لیکنه ولوسته چې دلیکنې دوهمه برخه یې تقریبا ټوله همدې موضوع ته ځانګړې شوې وه چې آیا رښتیا هم حکمتیار دسولې غوښتونکی دی؟ او که رښتیا هم سوله غواړ ي ولې په خپلو مرکو او لیکنو کې داسې خبرې کوي چې د سولې درامنځته کیدو په لار کې خنډونه جوړوي؟. آیا د حکمتیار په څیر شخصیت ته مناسبه نه ده چې علی الاقل په طالبانو پسې له پوچو تبلیغاتو لاس واخلي؟ او چوپه خوله کیني؟

تاسو کولای شئ د موضوع دوهمې برخې ته په لاندې لینک ورشئ:
http://tolafghan.com/posts/18821

په دې لیکنه کې ډير جالب دلایل ویل شوي، هیله ده سرترپایه یې ولولئ.


pattang
24.07.2010

وروره يوه خبره ، لنډه ، دوريښمنو کاروان لکه نور نشم ليکلی !
حزب اسلامي قدرت غواړې که له هر چا سره وي ، البته خپله اسلامي پوزه
هم دخلکو له مخه د ځان د اعتبار لپاره يو څه ساتي٠ په اخروخت کې يې ځان
وشرماوو ، امريکا او کرزي ته دسولې لپاره راغله او هغوی يې وړانديز ته هيڅ
اهميت ور نکه٠ طالب ا سلام او خپله لاره په چوکۍ او مادياتو نه خرڅوي ٠
طالبان کلک خلک دي د حکمتيار او دنورو ډزې هسې خوشې پرو پا ګندې دي .
الله دې طالبانو ته قدرت او مو فقيت ورکړي ٠


عادل عادل
25.07.2010

سلامونه

د جنرال مرادعلي د ادعا په اړه چې ویلي یې وو "د حزب اسلامي ځواکونه دوی ته جاسوسي کوي"، ما ته لاندینئ یوه کیسه رایادوي چې له تاسو سره یې شریکول غواړم:

یو وخت مې یوه ملګري ته د کوژدن لپاره ددوی د حال مناسبه یوه کورنئ معرفي کړه، ملګري مې وار د مخه خپل مشران ورولیژل، ظاهرا یې یو بل خوښ خو د نهایي موافقې لپاره دواړو لوریو یو څه وخت وغوښت تر څو یو دبل په اړه پوښتنې او مالومات وکړي.

ما مې چې د خپل ملګري نه د نوموړې کورنئ په اړه هيڅ هم پټ نه وو پرې ایښي، وروسته له یوې هفتې ماته ټیلفون وکړ او د احتجاج په توګه یې راته وویل چې وروره تاسو څرنګه خلک ماته معرفي کړي دي؟ مونږ ددې کورنئ د مشر په اړه دده په پلرني کلي کې پوښتنې وکړې، خلکو مونږ ته ویل چې نوموړئ جاسوس او خادست وو؟

ما ورته وخندل، او زیاته مې کړه چې وروره تاسو ته به دغه خبره خامخا داسې چا کړې وي چې د کلي شپون او یا ساده کلیوال به وي، ما خو تاسو ته مخکې ویلي وو چې نوموړي په پخواني شوروي اتحاد کې لوړ تحصیلات کړي، په کمونیزم کې ماسټري لري، د کمونستي رژیم په مهمو پوستونو کې یې دندې تر سره کړې دي، او داسې نور ...... نو دې کلیوال خو تاسو ته ډیر کم مالومات درکړي، هغه د خادستانو د ردې نه ډیر اوچت سړئ وو ........ خلاصه داچې سړئ بیرته ارام شو، او د خپلولئ پروسه یې پر مخ روانه کړه ......

اوس چې د جنرال مرادعلي ادعا ته وګورو نو کټ مټ د هماغه ساده کلیوال کانه پرې شوې، جاسوسي خو هغه څوک کوي چې نه غواړي خپله څیره بربنډه کړي، جاسوسي خو په پټې سره د یوې ډلې همکارئ ته ویلئ شي. جنرال مرادعلي به ساده وي یا به نه وي خو ساده هغه خلک دي چې د جنرال مرادعلي د ادعا په وړاندې یې غبرګون ښودلئ، هغه په دې دلیل چې د حزب اسلامي ارشد غړي او مشران چې په حال او ماضي کې د همدغه ډلې مهم فکري او سیاسي غړي دي نن د کرزي په فاسده اداره کې شریک او په اخلاص سره فعالیت ورته کوي، ځنې یې وزیران، ځنې یې والیان، ځنې یې د امنیې قوماندانان اوپه همدې ډول داسې دفتر به ډیر کم وموندل شي چې ددغه تنظیم د قلم او چلم خاوندان پکې نه وي خوندي او د کابل د لاسپوڅې ساه ختلې ادارې ته په خپل ټول توان سره اکسیجن نه پوکي او ملاتړ به یې نه کوي.

تاسو به ډیر کم ومومئ چې دغه واجب الاحترام حزبیان دې په روان مقاومت کې د غازیانو په مړینه، اسارت او ماتې سره د خفګان احساس وکړي.

ښاغلي حکمتیار ته پکار ده چې نور دې د خدای په خاطر دغه زر ځله لنګه شوې غوا چې حزب اسلامي نومیژي او تر اوسه یې د هیڅ کونډې، یتیم او لویدلي لاسنیوئ نه دئ کړئ، منحل اعلان کړي کنه د اوږد واټن په تدریجي وهلو سره به د ښاغلي عبدالرب رسول سیاف په علمي او سیاسي موقف کې ځای نیسي.


رښتینی
25.07.2010

عادل صاحب وام په خوله دی برکت شه دحزب پهاړه دی بیخی
کره خبر کړی ده خو دحزب اسلامی په نامه دا زړه غوا لا په تیو
کی دومره پۍ لری چی دحکمتیار دشیرچی له پاره ګذاره وکړی
نوبه یی دی هم په دی لټه کی وی چی چیری یی په کسابانو وپلوری

مننه


قومندان
26.07.2010

[quote:3466bff858]نوبه یی دی هم په دی لټه کی وی چی چیری یی په کسابانو وپلوری [/quote:3466bff858]
کله چې په کابل او شاخوا سیمو زموژ قومنداني په زور کي وه دهاغه وخت دتجربی په اساس داخبره کوم چی حامدصېب ګومان نمی کنم چی حکمتیار دی ددی غوا دپلورلو په لټه کی وي بلکه بیا یی تېروي او بیا لنګيږي او بیا یې تېروي اوبیا لنګیږي. او په کسابانو دپلورلو خبره دي سمه نه ده خو که داسي ووايي سهی ده چی: دحزب اسلامی په نامه دا غوا نوره زړه شوی او یوځل بیا غوایمه شوې فکر کوم داسی څوک پیدا نشي چې تېره یی کړي. والسلام قومندان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more