نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دکابل نړيوال کنفرانس په اړه بشپړ راپورتاژ
monir
21.07.2010
درنو دوستانو سلامونه او ښې چارې!
ځینو دوستانو به پرون په کابل کې دشوي نړیوال کنفرانس مستقیمه خپرونه لیدلې وي خو د هغو دوستانو لپاره چې د غونډې بهیر نه وی لیدلای دا دی لاندی د دې غوندې راپورتاژ ! هیله ده چې دوستان د دې غونډې او دهغې پایلې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي:
دکابل نړيوال کنفرانس په اړه بشپړ راپورتاژ
کابل:-پرون دکابل نړيوال کنفرانس دنړۍ داويا هيوادونو او نړيوالو سازمانونو داستازو په گډون جوړشو.
دکابل نړيوال کنفرانس د جمهوررييس حامدکرزي په پرانستوونکي وينا اودنړۍ دڅه دپاسه اويا هيوادونو او نړيوالو سازمانونو داستازو په گډون پرون له غرمي مخکې په کابل کې جوړشو. د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې : حامدکرزي په خپلې پرانستوونکي وينا کې څرگنده کړه چې افغانستان له يو داسي شريراو وحشي دښمن سره مخامخ دي چې ټول اسلامي نړيوال اصول ترپښو لاندې کوي چې دابهام دفضا له برابرولو اودافغانستان دواکمنۍ اودنړيوالې ټولنې د ژمنې په وړاندې دعامه ذهنيت له مشکوک کولو پرته بل څه په سرکي نه لري . جمهوررييس زياته کړه له ټولو څخه غوښتنه کوم چې خپل نظر له گډدښمن سره له جګړې څخه لري کړي اوداصلي هدف په باب چې هماغه يوامن، سوکاله اوباثباته افغانستان دي متمرکز کړو . موږ بي ساري فرصت په لاس کې لرو چې دافغانستان دولت له ملي اجتماع ، موجودو امکاناتو ، ملي ارادي اوله نړيوالې همکاري اواتحاد څخه په استفادي سره زيات اغيزمن کړو چې خپل خلک له بيوزلۍ څخه دنيکمرغۍ په لور اوله بدامنۍ څخه دثبات په لور رهبري کړو. جمهوررييس دخپلو خبرو په دوام وويل موږ ټول موافق يو چې دافغانانو له خوا درهبري اودثبات _ اودقتصادي پرمختياد تامينولو دمالکيت اخيستل زموږ دهيواد ددوام اوپايښت لپاره يو کيلى ده . په نړي کې له سختو اقتصادي شرايطو سره سره نړيوالې ټولنې دراتلوونکو دوو کلونو لپاره له افغانستان سره دکافي مالي منابعو ژمنه کړې ده . موږ دجمهور رييس اوباما اودنړۍ دنورو هيوادونو په ژمنو چې ويلي يې دي داقتصادي او امنيتي همکاريو په ساحو کې ددولتونو ترمنځ دايمي مرسته اوږدمهاله ده ، باور لرو. جمهوررييس دغه راز څرگنده کړه چې ديادونې وړ يو لړبرياليتوبونوسره سره موږ له تيرو تجربو څخه زده کړي دي چې دسلگونو غير همغږو پروژو له لارې دمنابعولګښت په لازمه توگه په زړه پورې نتيجي ولري چې خلک يې احساس کړي اويا دحکومت والۍ په ښه والې کې مرسته وکړي . اوس ددې وخت رارسيدلي دي چې خپلې هلې ځلې دخلکو په ژوندانه کې دبدلون ، دخلکو اودولت ترمنځ دباور دزياتوالې او ددولت او دهغه دنړيوالو همکارانو ترمنځ دځواب ورکولو لپاره ددوه اړخيزو ميکانيزمونو د جوړولو لپاره دمحدودو ملي پروژو په باب متمرکزي کړو. جمهوررييس په دې بيان سره چې موږ دعامه خدمتونو ديوې ادارې دجوړولو لپاره چې وړتيا ، اغيزمنتوب ، صداقت او لازم امتيازونه ولري ژمن يو . ده زياته کړه هغه نظر چې موږ يې ددغه شان ملکي ادارې لپاره لروهماغه پياوړې دولتي دستگاه ده چې وکولاى شي ټونيز ارزښتونه تامين کړي اوپه وضع شويو اصولو او مقرراتو پابند وي . دافغانستان جمهوررييس ددولتي اوخصوصي سکتورونوترمنځ په همکاري باندې په ټينگارسره وويل موږ عقيده لرو چې خصوصي رقابتي سکتور وکولاى شي خلکو ته دکارزمينه برابره کړي . زموږ متشبثينو ثابته کړې ده چې کولاى شي دسيمه ييزاو نړيوال اقتصاد په پياوړي کولو کې ونډه واخلي . جمهوررييس دغه رازوويل ده دافغانستان دملي اردو ټول برياليتوبونه ستايم او ژمنه کوم چي افغان امنيتي ځواکونه تر ٢٠١٤ کال پوري په خپل هيواد کې دعامه نظم دتامينولو ، دقانون دتطبيق اودټولو پوځي عملياتو دترسره کولو مسووليت په غاړه واخلي . خو دملي پوليسو او دملي امنيت درياست ځواکونه دواړه اساسي ښه والې ته اړتيا لري . جمهوررييس دغه راز زياته کړه : زموږ هدف په ملي باور وړ مرکزونو ددرې واړو امنيتي ارگانونو بدلول دي چې دهيواد دامنيت اودځمکني بشپړتيا په تامينولو کې خپلې دندې ترسره کړي. جمهوررييس دغه راز وويل موږهلې ځلې کوو چې په خپلو امنيتي ارگانونو کې دحساب ورکولو فرهنگ رامنځته کړو . بايد اعتراف وکړو چې په تيرو وختونو کې په دولتي پستونو کې دافرادو له خوا له قدرت څخه ناوړه استفاده دخلکو اودولت ترمنځ دواټن دپيداکيدو سبب شوې ده . له ځواک څخه داستفادي مشروعيت په تيره بيا په جنګي حالاتو کې ځانګړې ارزښت لري . دخلکو په عامه نظر حکومت مکلف دي چې له ځواک څخه داستفادي دمشروعيت لپاره دخلکو باور له ځان سره ولري . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس دغه راز له دي امله دخوښي په څرگندولوسره چې په مجموع کې نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توگه دامريکا متحده ايالاتو ژمنه کړې ده چې خپلې په سلو کې پنځوس مرستې په راتلوونکو دوو کلونو کې دافغانستان ددولت دبودجې له لارې لگوي وويل : دې ته اړتيا ده چې موږ دمالي مديريت ديو سيستم په باب يو موافقي ته ورسيږو چې په دې ترتيب دافغانستان ددولت دبودجې له لارې دمنابعو اومرستو دزيات لگښت لپاره لازم شرايط مشخص شي جمهوررييس په پاى کې هغو ننګونو ته په اشارې سره چې دملګروملتو پرمختيايي هدفونو ته درسيدو دلارې خنډدي ، نړيوالې ټولنې ته بلنه ورکړه چې دافغانستان له خلکو سره يوځاى شي اودافغانستان په ټولنه کې دزيان منونکو اوبې برخې قشرونو دفعال گډون لپاره ګټورې لارې چارې ولټوي . ددغه کنفرانس دکار په دوام دملگروملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون خبرې وکړې اودافغانستان دحکومت له پروگرامونوسره دملګرو ملتودسازمان دبشپړملاتړ داعلامولو په ترڅ کې يې په افغانستان کې دامنيت اوثبات دتامينولو دلارې پرسر دپرتوخنډونو دله منځه وړلو لپاره دنړيوالې ټولنې په همکاري باندې ټينگار وکړ. دملګروملتو دسازمان سرمنشي ، دکابل نړيوال کنفرانس چې دلومړۍ ځل لپاره په افغانستان کې جوړشو دافغانانو دمسووليت دمنلونښه نښانه وبلله اوپه بيلابيلو برخو کې يې دنړيوالې ټولنې په همکاري باندې دټينگارپه ترڅ کې وويل : ددې وخت رارسيدلي دي چې افغانان په خپله خپل برخليک وټاکي. دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي دغه راز وويل : زه دافغانستان خلکو ته چې دغه نړيوال کنفرانس ته يې سترګې نيولي دي وايم چې موږ_ نړيواله ټولنه ځان په هغو هيلو کې چې دسولۍ ، ثبات او ترقي لپاره يې لري ، شريک بولو او په دې لاره کې هڅه او هاندکوو . بانکي مون دغه راز وويل چې نړيواله ټولنه دافغانستان دخلکو په ستونزو اوکړاونو خبره ده اود افغانستان له خلکو او حکومت سره يو ځاى هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې سوله اوثبات تامين شي اوپه دغه هيواد کې دترقي لپاره بنسټونه جوړ شي . دملگروملتو دسازمان سرمنشي دامنيت دتامينولو ، روغې جوړې ،. ښې حکومت والۍ او له فسادسره دمبارزې په لاره کې دافغانستان دحکومت دپروګرامونو په هرکلۍ سره ، له افغانانو څخه وغوښتل چې دخپلې سولې ، ثبات او ملي گټو په خاطر يو موټي شي . دغه راز دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن په دې نړيوال کنفرانس کې خبرې وکړي اودافغانستان اوپاکستان ترمنځ دترانزيت دموافقه ليک دلاسليک دهرکلۍ په ترڅ کې يې هغه په تيرو پنځو کلونو کې ددواړو هيوادونو ډير ستر برياليتوب وباله . دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې دغه راز وويل چې نړيوالو ټولنه اودامريکا متحده ايالات دافغانانو ترڅنګ ولاړ دي اوپه افغانستان کې ددموکراتيکو ارزښتونو ننګه اوملاتړ کوي . دي د٢٠١١ کال دجولاى له مياشتې څخه افغان ځواکونو ته دمسووليت دليږدونې اودامريکايي ځواکونو دوتلو دپيل طرحي ته په اشاري سره وويل چې دامريکا متحده ايالات دخپلو ځواکونو له ايستلو وروسته هم په اوږدمهال کې له امنيتي ځواکونو اوداقتصادي ودي سره مرستې ته دوام ورکوي . ميرمن هيلرې کلنټن دغه راز وويل چې امريکا په راتلوونکي کې دښځو دژوندانه دښه والې دپروگرامونو اودهغوى د حقوقو ملاتړکوي . اوپه دې لاره کې به ددغه هيوادمرستي دوام ومومي . دناټو دسازمان سرمنشي اندرس فوګ راسموسن دخبرو په ترڅ کې څرگنده کړه چې ناټوبه هيڅکله اجازه ورنه کړي چې طالبان دافغانستان مشروع او دموکراتيک حکومت له خطرسره مخامخ کړي او القاعده بيا په افغانستان کې خپل خوندي پټنځايونه جوړ کاندي . دناټو دسازمان سرمنشي دغه راز وويل : چې افغانانو ته دامنيت دمسووليت دليږدونې بهير له حالاتوسره سم ترسره کيږي نه ديو زماني جدول له مخې .دغه راز دفرانسې ، چين ، جاپان ، ترکيې ،. ايران ، روسيې ، کاناډا، المان ، دچک جمهوريت، سويدن ، پاکستان ، مصر، ايټاليا، قزاقستان ، هند، نوي زيلاند، متحده عربي اماراتو دهيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو اودبهرنيو چارو ونورو برخه والو وزيرانو، داروپا د کميسيون دبهرني اوامنيتي سياست مسوول ، داغا خان دپرمختيايي شبکې استازي اودځينو نورو نړيوالو مرکزونو استازو دافغانستان دثبات اوبيا جوړولو سره دمرستي لپاره دخپلې اوږدمهالې ژمنې دڅرگندولو په ترڅ کي دروغې جوړې ،بياادغام ، دسولې دملي مشورتي جرګې دپريکړو په گډون ، دافغانستان دحکومت دپروګرامونو، دافغانستان دبودجې له لارې په سلو کې دپنځوسومرستو له لګښت اوافغان ځواکونو ته دامنيت دتامينولو دزيات مسووليت دليږدونې ملاتړ وکړ. دکابل نړيوال کنفرانس پرون له غرمې وروسته د جمهور رييس حامدکرزي په پاى ته رسيدونکي ويناسره پاى ته ورسيد. ددې غونډې په پاى کې دکابل دنړيوال کنفرانس پريکړه ليک هم تصويب شو چې په جلا ډول خپريږي
http://www.weesa.net/?p=24402
pattang
21.07.2010
دا پړ پړې په درد نخوري ، غله راغلي وو ،خپل ملتونه پردې حرامزاده ګيري
غلطوي او غواړې چې داولسونو د ماليې پيسو ته چل جوړکړي.
ميم زورما، نيم يې زما، نور يې ستا !
و.افغان
23.07.2010
سلامونه محترمو!
داسې ښکاري چې د ملي مقاومت د ماتولو لپاره دا د مزودور رژيم او ښکېلاګرو
وروستۍ هڅه وي، چې ان شاء الله تعالی هيڅ په درد به يې ونخوري.
په درنښت