نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
۲۰۱۴ کال، د بهرنیانو وتل، او د جهاد ادامه
طالب ISI
20.07.2010
یو ځل بیا ټولو ته سلامونه،
لکه څنګه چی نن د کابل په کانفرانس کی اعلان وشو، تر ۲۰۱۴ کال پوری به ټولی امنیتی چاری افغان دولت ته وسپارل شی.
که د طالبانو د مبارزی دلیل بهرنیان وی، نو دوی هم باید نرمی وښیی، او په یوه ډول، ځآن دولت کی داخل کړی، او جنګ بند کړی، بیا خلکو ته د سوچه خدماتو له لاری خدمت وکړی، د خلکو زړونه را جذب کړی، او پدی توګه په راتونکو ټول ټاکنو کی ځان ته د بریا لاره هواره کړی.
او که د طالبانو اصلی هدف، د پاکستان د ارمانونو پیاده کول وی، او ریاستونه او وزارتونه یی خوښیږی، بیا نو به خلکو ته ښکاره شی، چی بهرنیان هسی دوی یوه بانه جوړه کړی.
په دی هیله چی نور په افغانستان کی جګړه پای ته ورسیږی، بهرنیا ووځی، د پاکستان لاسپوڅی په مونږ حاکم نه شی، اوافغانستان د اقتصادی بحران او رسمیت پیژندلو له مشکل سره مخامخ نه شی.
عادل عادل
21.07.2010
سلامونه
یاره دا کنفرانس خو داسې وو لکه چې د لسګونو ملکونو د بهرنیو چارو وزیران د خپلو وژل شویو عسکرو فاتحې او سوګوارئ ته راغلي وي، د نارینه وو فاتحې ته ښاغلی کرزی د ښځینه وو فاتحې ته آغلې کلنټن او بان کي مون هم د سوګواری په مراسمو کې سمبولیک امام وو.
نه پوهیږم
tandar
29.07.2010
عادل وروره سلامونه ٠
زه نه پوهیږم دجهان ١٥٠٠٠ عسکر په مودرنو ځمینی او هواې سلاح ګانو سومبال بیا هم کله په لندن کله په واشنګټن کله په مونشن اوکله په کابل غونډی جوړوی٠
که نران وی نو غدنډی څه کوی په پردی خاوره مو تعرض کړیدی اوس ورته ټینګ شی٠
د١٠٠٠٠ جنګیالیو طاقت نه لری خو بیا وځی تسلیم شی او په حیا کی٠
او ګوډاګیان مو هم درسره بوځی ځکه دهغوی شپی هم دی وطن کی سختی دی٠
زما ګډاګیانو ته دا پیغام چه نور مه ځان شرموی او مه جهان٠
دا وړی نه شړی کیږی، یعنی په افغان ملت څوک حوکمت نه شی کولی٠
دوی باید دافغانانوتاریخ له سره ولولی٠
دا وینی تویول یو جنایت دی او عواقب به ې ډیر خرابه وی٠
ګوډاګیه سپی دی وشړه له وره ځما
......................................په نیمه پوه شه واوره لږ خبره ځما
د یرغلګرو په زور شپی مه کوه
....................................باوری واې چه حوصیله ده نوره تنګه ځما