د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ښځو او سړیو ترمنځ توپير: دهغوی لپاره پرمختګ او زمونږ لپاره سخت دریځي

كريم كامران
20.07.2010

http://www.youtube.com/watch?v=ryCX3--AigY&feature=channel

پورتنی لینک د الجزیرې تلویزون یو راپور دی چې د مکسیکو په ښار کې د ښځو لپاره د ځانګړیو شویو ګاډو (موټرو) په هکله ، چې سړي نه ورپرېښودل کيږي ، جوړ شوی .
د مکسیکو ښاروالۍ دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې د نوموړي ښار په مسافر وړونکیو موټرو کې د سړیو لخوا د ښځینه مسافرو د جنسي ځورولو کچه ډیره لوړه شوې وه.
وروسته له دې چې دمکسیکو حکومت ددې اقدام ګټې په خپلو سترګو ولیدې ټاکل شوې ده چې دا لړۍ نورو ښارونه هم پسې وغځوي.
خو جالبه دا ده لکه څنګه چې په مکسیکو ښار کې ددې موټرو مسئوله هم وايي چې"په لومړي سر کې د ځینو نارینه وو له لوري د نیوکې لاندې راغلو چې ګواکې مونږ د ښځو او سړیو ترمنځ توپیر رامنځته کړی، هو، هو ، دا توپیر دی خو یو مثبت توپیر دی".
جالبیت یې په دې کې دی چې هغوی پخپله ورځ په ورځ دښځو او سړیو ترمنځ په توپیر قایلیږي، او دا حقیقت ورته په ثبوت رسیږي چې دښځې او سړي توپیر باید په ټولنه کې موجود وي، او دا یوه فطري غوښتنه هم ده چې دښځې او سړي فطرت او خلقت مطلقا مختلف دی، خو همدا د ښځو او سړیو ترمنځ عدم توپیر په مونږ راتحمیلوي، په دفاترو، ښوونځیو، او پوهنتونو کې د مخلوط نظام هڅې او کوښښونه کوي، او که څوک په دفاترو او تعلیمي مراکزو کې د ښځو او سړیو ترمنځ د اختلاط مخه نیسي په سخت دریځۍ او افراطیت متهمیږي.
یقینا چې غربیان غواړي زمونږ ټولنه په هغو امراضو اخته کړي چې ضرر او خطر یې په خپله ټولنه کې ورته په اثبات رسیدلی. خو افسوس چې زمونږ غافله او ویده ولس یې روڼ اندي او پرمختګ بولي او د هغوی پسې په پټو سترګو تقلید کوي.


اور- بل
24.08.2010

ډيره په زړه پورې تجرِبه ده ، چې وزارتونه يې سره بېلېدای شي ، او په اسلامي هيوادونو کې بايد هم سره بېل شي ، نو ښاري بسونه يې
سره نشي بېلېدای (؟) ښاري بسونه يې بايد بيل رنګ سره ولري نو ايله اوس به له سړيو
څخه د ښځو غوږونه لږ په آرام شي . هو دا د ښځو له
پاره يو پرمختګ دی ، ځکه چې د پت، آبرو او آزادۍ په وړاندې يې يوه ټولنيزه ستونزه له منځه لاړه ، که چيرې فتنه اوفساد د پرمختګ
معيار نه اوسي نوبايد سړي يې هم د ځانونو له پاره پرمختګ وبولي ! هو دګډون، تماس، مينې او محبت اصلي ټاټوبی
د نارينه او ښځينه و تر منځ خپل کور او کورنۍ ده، نه ټولنه! ټولنه د کار ، فعاليت او حميده اخلاقو د تطبيق ډګر دی نه د بې پتۍ او لوچکۍ سنګر !


عنوان

tandar
03.09.2010

خوری احترام او سلام٠
خدای دی په خوله برکت کړه٠
دپوښتنو ښځی فقط پخولو ، مینځلو،جاروکونو او بچو راړوینی ته په کا ر اچول شوی وی او دعلم او تعلیم په هکله ې د صفر په اندازه کار شویدی٠
خپل حق غوښتل ورته اسانه کار نه وو او تر اوسه ې رنج وړی ٠
تکړه شه دا یو جهاد دی ، دا ټولی ښځی راویښی کړه چه دوی هم لکه نران دیو انسانی ژوند حق لری٠
او ددوی وظایف په جامعه کی ،،چه دنر لاسه پور ه نه دی،،داحترام قابلیت لری٠
ډیری خوږی خبری دی لیکلی دی٠
بریالی اوسی٠ مننه


Sangar Watan
04.09.2010

داډريور خو نارينه بريښي،مګر دی خسي کړی شوی دی :?:

که له ټوتکې تير شو ،اصلي خبره داده چي ايا دا ښځي په داوطلبانه توګه
دنارينوو نه بغير ،دښځينوو لپاره په معينو بسونو کې سفر کوي اويا داچه
دسعودي عرب دجاهل قوم پشان خود نمائي او تکلف لپاره دا کار کوي؟



06.09.2010

[quote:793c936824="sangar watan"]داډريور خو نارينه بريښي،مګر دی خسي کړی شوی دی :?:

که له ټوتکې تير شو ،اصلي خبره داده چي ايا دا ښځي په داوطلبانه توګه
دنارينوو نه بغير ،دښځينوو لپاره په معينو بسونو کې سفر کوي اويا داچه
دسعودي عرب دجاهل قوم پشان خود نمائي او تکلف لپاره دا کار کوي؟[/quote:793c936824]
سنګر وطن صيب ستا له انداز نه خو داسې څرګنديږي چې ګنې دويمه خبره به سمه وي، خو داسې نه ده:
د لاتين امريکا خلک ډير ساده ژوند او فکر لري، ښايي يو څه د سره پوستانو کلتور په کې پاتې وي ، په هر صورت نارينه و
له آزادۍ څخه نوره څه استفاده ونشوه کړای، صرف د ښځو په تکليفولو کې يې لمبر وړی دی، د سړک په سر ګډاشرابخوړل او خرمستي يې
عادت دی، نو په ښاري سرويسونو کې يي هم ښځې په آرام نه پريښودې!
د ښځو شکايات ددې سبب شو چې سرويسونه يې سره بيل کړي .
داچې دغسې تکليف په سعودي عرب کې ښځو ته نشي رسېدلای او دسعودي عربو له برکته په ټولو اسلامي هيوادونو کې ښځو ته د نارينه و
د شوهواني objeckt په سپکه او ټيټه سترګه نشي کتل کېدای، له دې نه
ښه پته لګولی شې چې [color=red:793c936824]څوک[/color:793c936824] او کوم قومونه جاهل دي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more