د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ywa mohema tolaniza stoonza

salou
15.04.2004

أيا زمونږمينه د بيځايه غيرت قرباني نده؟؟؟ درنو دوستانو،
ترهرڅه د مخه خپل د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم٠
زمونږ په ټولنه کی ﻻ تراوسه پوری داسی زاړه دودونه شته چی سارۍ یي په
ډيرو وروسته پاته هيوادونو کی هم نه ليدل کيږی٠
خلک ورو ورو زړيږي، يوپړبل پسي لدې نيمګړې دنياګې څخه سترګي پټوي او
مری، ليکن د ټولنې په باب ددوی فکرونه اونظرئي هيڅکله هم نه زړيږي اونه هم مري، بلکې له يوه نسل څخه بل اوله بل نسل څخه هم بل ته په ميړاث پاته
کيږي٠ :lol:
د نن ځوانان او پېغلې دسبا ميندې او پلرونه دي ،نن که پردوي باندي د دوي د
خوښی پرخلاف وادونه تحميليږي او لدې ستونځې نه سر ټکوي ، سبا بيا همدا
ځوانان اوپېغلې خپلو لوڼواو زامنوته د خپلې خوښي حق نه ورکوي اود دې پر
ځاي چې عبرت واخلي نورهم پسې زاړه پال کيږي٠ که څه هم دا ډول وادونه
کله کله ډيري ناوړي پايلې هم لری ، خو دغې ټولنيزي ستونځي ته هيڅ ډول
پاملرنه هم نه کيږي٠له بده مرغه اوسني نسلونه هم د دغې خورامهمې او ټولنيزي ستونځې د حل په لاره کې مثبت او د ډاډ وړ ګامونه نه شي أخيستلۍ٠
د ميني اومينتوب خو له سره بايد چې هيڅ نوم ياد نه شي٠ځکه چې د دغه کار
پايلې شرم ، پېغور او ياخوهم د عمرونو بدي ده٠٠٠٠٠٠٠
په هر صورت ، د نظر له خاوندانو څخه يو څو پوښتنې لرم ؛
أيا مونږ د بيځايه ميړانی او غيرت قربانيان نه يو ؟؟؟؟؟
أياد دې وخت ندۍرارسيدلئ چې اصلاحات بايد لومړۍله خپله ځانه راپيل کړو؟؟؟؟؟
کنه نو يوويشتمه پېړئ خو همدادې چې تيريږي؛ نورڅوپېړئ بايدانتظاروباسو؟
په ډېره مينه او درناوي٠ سالو :lol:


Azad Nazer
16.04.2004

سالو وروره يا خورې !

لومړۍ سلامونه او درناوې ٠

ستاسونوم د خدای په کړو اکه پکه کړم چې ((و رته والي )) ته يې ګورم نو بايدپه ښځينه جنس مو حساب کړم ځکه چې سالو، پړونې ، ټيکرې ، زړوکې ،او شال يواځې ښځې پر سر کوي ، خو چې خبرو ته مو غوږونه لک څک کړم نو ټولې راته دنارينه برېښي ٠
خېر ، دغه دومره خبره نه ده چې سرونه پرې وګرځوو ٠ څه چې مهم او حياتي دي ، هغه ددواړو جنسونو لپا ره يورنګ دپام وړ دي او هيله لرم چې که حقيقتونه بې ريا او په ډاګه ووايم دچا زړه به خفه نشي ٠
ما خو دغه موضوع کلونه مخکې راسپړودې ده او د رنګ رنګ ، ښو او بدو ځوابونو سره مخ شوې يم ٠ زه دې موضوع ته له کوچنيوالي څخه متوجه يم او کله چې په ښو او بدو-وپوهيدم نو دخپل چاپيريال ترخو خاطرو-وهڅولم چې دغه ناخوالې به په ګوته کوم ٠ له بده مرغه په افغاني ټولنه کی او په تېره بيا په پښتنو کی وحشي او جاهل دودونه اورواجونه دومره زيات دي چې يادونه يې ډېر وخت او بې پايه ليکنې غواړي خوښه به داوي چې عاجلې موضوعګانې ترې رابېلې کړو او پرې وغږيږو ٠ ترکومه ځايه چې د (( غېرت )) فلسفه ده نوزه فکرکوم چې غيرت به له عربي ژبې څخه اخيستل شوې وي اومعنا به يې پردې ، نامعلوم ، نور ، اودارنګه وي ٠ همدارنګه دغه لغت په مستعار ډول دانسان د پټ ځای لپاره هم استعماليږي ٠ زه فکر کوم چې عرب به دغه لغت دافغانانوپه څېر(( ننګ او عار)) لپاره نه کاروي ٠غېرت لکه ننواتې ، بدل ، مېلمستيااوداسې نوردپښتونولۍيو جز دې خو ددې پر ځای چې څه ګټه وکړي دبنيادي اوګټوروپر مختګونومخه يې نيولي اوپه پښتنوکې يې داسې ريښې ځغلولي چې بدلون پکی هډو ځای نه لري ٠ له بله پلوه پښتونولي يوه نارينه تړه ده چې ښځې ترې استثنا دي ٠ دميلمستيا پرته ننواتې ، بدل او غېرت د پښتنو يووالې اواتفاق لمنځه وړې ، پښتانه يې په سلګونو خېلونو وېشلي ، له چړې او ټوپک څخه يې نه دي جلا کړي ، دښځو حقوق يې تر پښو لاندې کړي ، په پښتنو کی يې دزغم او حوصلې ځواک کم کړې ، دروغتيا ، خوښۍ او پېرزوينې احساس يې کمزورې کړې ، انسان وژنې پکې خاص رول لوبولې ٠

مونږ بايد اعتراف وکړو چې دافغاني ښځو دحقوقو ، دژوند ، دروغتيا ، دتعليم او تربيې او دهغوی دازادۍ مجرمان يواځې افغاني سړي دي ٠ د پښتنو باسواده ډېر نارينه لا د دې حقيقت منلو ته غاړه نه ږدي نوله بې سوادو څخه به څه ګيله وکړو ٠ دوی ددې دنيا ترټولو افراطي فکر کوونکي دي ٠ که چېرې ووايم چې د (( پښتونولۍ )) کوډ هغه منفي اوغېر مهذبه تړه ده چې پښتانه نسلونه يې په پېړيو پېړيودناپوهۍ ، جهالت او افراطيت کندې ته غورزولي او لا څومره نور وخت به ونيسي چې پښتانه حقيقت درک کړي او تغيراتو ته غاړه کېږدي ، نو فکر کوم چې په حقه به يم د خواشينۍ خبره خو داده چې دافغانانوعملونه - نه په اسلام برابر دي او نه په انسانيت ٠ دوی په دواړو نه دي خبر ٠ ملا صاحب ورته دژوند ديني ارشادات په سمه توګه نه دي ورښودلي اوسياست چلوونکو ورته دپوهې اوپرمختګ وسايل نه دي برابر کړي ٠ که کوم مهم ريفورمونه پلي شوي هم دي نو په وچ زور په افغانانو منل شوي ٠ ځکه چې پښتانه وړاندی فکر نه کوي او که چېرې ويې هم کړي نو موزون وخت ترې تېر شوې وي٠
زه ددې ادعا لپاره چې پښتانه په يوه لاره هم برابر نه دي ، دغه لاندې دليلونه وړاندی کوم :

١- پښتانه فکر کوي چې په اسلام کی ښځې مشري نه ده کړې خوله نه ناخبره دي چې حضرت خدېجه دنبوت څخه پخوا د حضرت محمد (ص) مشره اوباداره وه ٠
ددې بي بي په هکله بل دليل دادې چې هغې د حضرت محمد څخه خواهش کړې وو چې واده ورسره وکړي نو که پښتانه د هغوی په قدم تلل غواړي نو بيا دا کوم غېرت دې چې خور او لور دخپل مېړه انتخاب ته نه پرېږدي ؟ ايا تر ټولو لويه بې غېرتي دا نه ده چې خپلې صغيرې لوڼه او خوېندې دپيسو په بدل کې هغه څه ته مجبوروي چې دوی ورته غېرت وايي ؟ :oops:
نکاح کول سونت دي مګرطلاق فرض دي خو پښتانه نکاح په زور کوي او په اسلام کی په زور نکاح نه قبليږي ٠ نجلۍ ته دنکاح څخه مخکی شاهدان لېږل دا معنا لري چې دنکاح دتړلو جواز وشي ٠ داچې نجلۍ يا صغيره وي او يا يې خوښه نه وي او نکاح يې وتړل شي ، حرامه ده نو په داسې حلت کی به دهغوی اولادونو ته څه لقب ورکړۍ ؟ :oops:

٢- دحضرت محمد (ص) له وفات څخه وروسته حضرت عايشه (رض) د لښکر مشري کوله ٠ زياتره امعتبر

ويقيني احاديث د حضرت عايشه ( رض) له خولې رانقل شوي او که کوم پښتون ته ووايې چې نه يې منم ، بې مرګه به ترې خلاص نه شې ، خو که ورته ووايې چې دښځې احترام وکړه نو بيا بې غېرتي ده ٠

٣- خدای (ج ) علم په ښځو او په نرو يورنګ فرض کړې ،او حضرت محمد فرمايلي چې علم حاصل کړۍ که په چين کی هم وي ٠ ښکاره خبره ده چې چين کوم اسلامي هيواد نه وو او نه هغه حضرت په دې ټينګار کړې چې يواځې په اسلامي هېواد کی علم حاصل کړۍ بلکه په علم يې ټينګار کړې چې هر چېرې وي بايد حاصل کړای شي ٠ وګورۍ زمونږ ملايانو ته چې مکتبونه سوځي !
علم فرض دې او له فرضونه انکار کوونکو ته به څه لقب ورکړۍ ؟
مونږ بېشکه په دې عقيده لرو چې خدای لوی ذات دې او داعلا صفاتو څښتن دې ٠ دخدای دعالي صفاتو ذکر ٩٩ ځله په قران کی شوې ٠ زه له پښتنو څخه پوښتنه کوم چې خدا ی به ددومره لوړو صفاتو او علم سره جاهل او جهالت ومني ؟
ايا جنت د وحشيانو او جاهلانو ځای کيدای شي ؟
دا وو داسلام له نظره هغه دليلونه چې زياتره افغانان يې نه مني خو په اسلام تر مرګه ولاړ دي ٠

زه ديني دليلونه په دې خاطر راوړم چې په نورو خو نه پوهيږي او نه يې راسره مني ٠ راشۍ چۍ په هغه څه يې ملامت کړو چې دوی پرې عقيده لري ، کلک پرې ولاړ دي خو پرې خبر نه دي ٠
زه په پای کی ددغو غېرتيانو نه پوښتنه کوم چې داستاسو په فکر خدای ولی د ښځو خلاف دې او سر تر پښو پورې په ګناهونو کی غرقو نرانو ولی طرفدار دې ؟

او د پښتونولۍ تړه به مې هله منلې وې چې د ننواتو ، بدل او غېرت پر ځای پوهه ، عدالت ، سوله ، خواخوږي ، يووالې اواتفاق ، روغتيا ، پرمختګ او سواد وې٠

په احترام

ازاد نظر
________________________________________________________
:idea:
اوس به پوه کيږو
ګنې ورکېږو



ع کريم حليمي
17.04.2004

قدرمن ازاد نظر او ساليم ښاغلو سلام ! جوړ او روغ مو دخدايه غواړم
دغه تعريف چه تاسو کړی (( ترکومه ځايه چې د (( غېرت )) فلسفه ده نوزه فکرکوم چې غيرت به له عربي ژبې څخه اخيستل شوې وي اومعنا به يې پردې ، نامعلوم ، نور ، اودارنګه وي ٠ همدارنګه دغه لغت په مستعار ډول دانسان د پټ ځای لپاره هم استعماليږي ٠ زه فکر کوم چې عرب به دغه لغت دافغانانوپه څېر(( ننګ او عار)) لپاره نه کاروي ٠غېرت لکه ننواتې ، بدل ، مېلمستيااوداسې نوردپښتونولۍيو جز دې خو ددې پر ځای چې څه ګټه وکړي )) سم تعريف يا معنی نده ٠
اصلي معنی ئی داسی ده ٠ [color=red:c4ebe052b5]غېرت د دين او ناموس ساتلو ته ويل کيږئ ٠[/color:c4ebe052b5]
ستاسو د ليکنی سره تر ډيری اندازې موافق يم ٠ دغه موضع ته زه داسی ګورم او وينم ٠
ټوله ملک ته په يوه وخت تمدون نسي راتلای ٠ نو په يوه واريا عېنی وخت دود ته تغير هم نه راځی ٠
افغانان بعضی فکر کوي ٠ چه خواست ګاري يوازی د افغانانو دود دئ ٠ داسی نده ٠ په ټوله دنيا کی دا دود سته
زما ديرش کاله کيږی چه غربئ ژوند کوم ٠ او په غرب کي او سيږم ٠
په غرب کي 50% طلاق سته ٠ هر امريکايی چه بلاين ډيټ ، ارېنچ (خاتګار) واده کړی وي ډير خوشحاله ژوند لری
او هغه خلکو چه پر سړک سره پيدا کړی وي 50%STSTEC طلاق دي ٠ اولادونه سنګل مور يا سنګل پلار
پغاړه کي وي ٠ او حکومت د يو عالم مشکلاتو سره لاس په ګريوان دئ ٠ کتابونه وګوری (سنګل پلار) ترنامه لاندي٠ په مقابل کي ديورپ خلګ چه غواړی يو سپئ رانيسی ٠ نو سجره نسب ئی خامخا اول ګوری ٠ چه د حيوان مور او پلار ئی وپيژني چه تربيه ئی اخسته که يا٠ ورسته نو رانيسی ٠ نو دغه علت دئ چه ښځی ئی
دری طلاقی کړی وي ٠ او سپی يا پيشو ئی د حيوان تر عمره ور سره وي ٠
زه غواړم چه هر ځوان داسی واده وکړی ٠ چه هغه ښځه د ځوان خوښه وي ٠ د سحرا دخلکو خبره نه٠ خبره د ښار دخلکو ده ٠
که يو ځوان غاړی چه واده وکړی ٠ داسی نظر زه ورکم ٠ چه دود هم نه خرابيږی ٠
هر نجلۍ چه ځوان خوښه سی ٠ مور او پلار ته دی ووايی چه دغه نجلۍ غواړم ٠ او دغه څو ټکی په نظر کي
اول چه د هلک او نجلۍ فاميل سره وړ دي که يا
دوهم دنجلۍ عقل هم ډير مهم دئ چه هوښياره ده که يا
هوښياری ډيره ضرور ده ٠ په سل کي 90 امکان لري چه اولادونه ئی هم هوښيار وي
او د فاميل توافق په دئ خاطر مهم دئ ٠ ولی چه ژوند د دوو نفرواصلأ ندی ٠ دوه فاميله هم د ژوند اړيکی سره
پيدا کوي ٠ د دوو فاميلو مناسبات د هلک او نجلۍ پر ژوند اغيزه لري ٠
که افغانان هلکان اونجونی هميشه مساجدو ته د لمانځه دپاره ځی ډير به ښه وي ٠او يا په کالج کي د اسلامې
ګروپو کي ځانونه داخيل کړی ٠ د ښو ښځواو دښو مړو خاوندان او ميرمني بسی انشاالله ٠
هره پيغله او ځوان چه د اسلامي اخلاقو مطالعه ولری ٠ نوبه ښه مور وي ،ښه ميرمن وي، ښه پلار ، ښه مهربانه
ميړه به وي ٠ پر سړک پيداکول د ميړه يا ښځه دا حيواني عمل بريښی ٠ که د نجلۍ يا هلک فاميل معلوم نوي
نو تربيه ئی هم نامعلومه ده ٠ اليزابت ټيلر ٧ مړونه وکړه ٠ بيائی هم سم مړه نکې پيدا
پښتني ودونه ډير نازک رپوړم ته ضرورته لری ٠ په امريکاکی 50% اولادونه يا بيله موره يا بيله پلاره لويږی
چه سوشل لايف ئی ډير بد دی ٠ ځوانانوخپل سرچ وکئ چه څومره ښځو خپل مړونه وژلی دي ٠
او څومره مړو ښځی وژلی دي ٠ ژوند د سينما او تلويزن پر مخ د اصلي ژوند سره 1% لار نه لري ٠
حليمي


Azad Nazer
17.04.2004

ښاغلې حليمي صاحب او درنو لوستونکو سلامونه !

مونږ افغانان او په تېره بيا پښتانه يوکمزورې خاصيت لري او هغه دا چې لومړۍ د موضوع په محتوا او څېړنه فکرنه کوي بلکه دموضوع د حساسيت سره سم عکس العمل ښۍ او دموضوع د محتوا په پوهېدوډېر وخت نيسي ٠پښتون که هر څومره تعليم هم کړې وي ، حاضر نه دې چې دښځې په هکله څه واوري ځکه چې ښځه داسې يو شې ګڼي چې هغه بايد له هرچاڅخه پټ وي او اختيار يې دهغه نر په لاس کی وي چې قبضه يې پرې کړې وي ٠ دغسې خلکو ته ښځه د ټولنې غړې اودانساني ژوند ازاده پديده نه ده نو ځکه دهغوی په نظر نه حکومت او نه دانسان دحقونو مدافع حق لري چې په برخه کی يې څه ووايي ٠ دغسې خلک دښځو خرڅلاو او رانيول ننګ او عار هم نه ګڼي اودغه سلسله د پېړيو راهيسې پرته له تغيره روانه ده ٠ خو اوس چې دفکر سطحه لوړه ده او حېرانوونکې تخنيکي پرمختګ يې رامنځ ته کړې نو (( تقاضا اوعرضې )) ورسره سم بدلون کړې او انسان يې اړکړې چې دغه حقيقت ومني ٠ اوس هغه وخت نه دې چې په چوټ يا دکاڼ په کرښو حساب وشي بلکه د کلکولېټر او کمپيوټر دوره ده او پرته له زياتروافغانانو( تعليم يافته افغانان نه ) او ځينو ځنګلي پرګنو چې دلاتينې امريکې ، استراليا اوافريقا براعظمونوپه ځنګلي ځايونو کی اوسيږي ، نور دنړۍ ټول خلک دنوي تکنالوژۍ سره بلد دي ٠
دوخت تقاضا هم داده چې ښځه اونر بايد علم حاصل کړي تر څو دخپل ځان ، خپلو اولادونو ، خپلې کورنۍ ، خپل کلي او خپل هيواد سره مرسته وکولای شي ٠ داچې افغاني ښځې د هېواد نيم نفوس جوړوي او بې علمه اوبې روزګاره دي ، دا يوه ستره ټولنيزه ستونځه ده چې هم په دولت پورې اړه لري او هم په سياست او اقتصا د پورې ٠ که دافغانستان نيم نفوس چې ښځې دي ، دشخصي اقتصاد او ملي اقتصا د څخه ګوښه کړای شي نو په توليدي قوه کې به نيم په نيمه کمزوري وي ٠ اوس نو دافغانستان له هغه نيم نارينه نفوس څخه زاړه ، ماشومان ، معيوبين ، مريضان ،متعلين او محصلين ، ملايان او طالبان ، عسکري منسوبين هم وباسۍ نو وبه وينۍ چې دافغانستان دنفوس يوه کوچنۍ برخه دشخصي اوملي عايداتو او توليد دبار لاندی ده او که ددوی دتوليد ملي عايد په ټول نفوس ووېشۍ نو وبه ګورۍ چې افغانان څومره غريب او دفقر او بد بختۍ سره مخ دي ٠
دا وو د ډېرو مثالونو څخه يو چې د ښځو ټولنيځ اهميت په ډاګه کوي ٠
او اوس به ستاسو د ځينو ټکو په هکله خپل نظر څرګند کړم :
تاسو د غېرت په هغه عاميانه معنا ولاړياست چې دخپلومنفي تاثيراتو سره يې په افغاني تفکر داړې ښخې کړي ٠ زه نه وايم چې زه پخپل تعريف کی پوره او کره يم خو تاسو دغيرت معناپه افغاني معيار باندې هم لنډه کړې ٠ زه وايم چې دغه عربي لغت دې چې لکه نور ډېر مسايل زمونږ ټولنې ته وارد شوي ٠
ستاسو له تعريف څخه ماته دا پوښتنه پيدا شوه چې افغانانو د اسلام له منلو څخه پخوا دغه ددين ساتلو همدغه لغت پکاراوه که داسلام له راتګ څخه وروسته ؟ نو که ځواب مو داسلام له راتګ څخه وروسته وي نو بيا د اسلام ددين ساتنه ده او په ژبنې تړون کې يې عربي نشۍ هېرولای ٠ نو خبره چې عربي ته ورسيږي بيا پکار ده چې په اصلي ژبه کې يې لغوي ، تحت الفظي اومستعارې معناوې هم ولټوو ٠

زما دا پوښتنه عمومي ده او هر کله چې چې څوک دافغاني ښځو دحقوقو ، ژوند اوتعليم په پلوۍ خبري وکړي نو سم له لاسه يو څوک راپيداشي چې غربي ښځې اودهغوی ازادي مثال راوړي مګر دې ته نه ګوري چې ايا دافغاني ښځو لپاره دغرب په څېر حقوقو غوښتنه چا کړې ؟
دډېرو کمو ښاري ښځو دنسبي ازادۍ چې هغه هم طالبانو او مجاهدينو دپښو لاندی کړي په افغانستان کې
اکثريت ښځې د حيواناتو په څېرپه غړوندي تړلي او پلورل کيږي ٠ ښځې دژوند له ضرو رياتوڅخه دغېرت په نوم محرومېږي ، داکوم دين ، کوم انسانيت او غېرت دې ؟
په لنډو ټکو کې يې وايم :

د ژوند دملګري اوياملګرې انتخاب دمور اوپلار حق نه دې ٠
انسان دسپي اودپيشو سره نشي مقايسه کېدای ٠
زما مثالونه داسلام په رواياتو کی په واضح ټکو ليکل شوي که غلط وي بخښنه غواړم او که صحيح وي نو بيا ولې نه عملي کيږي ؟ علت يې څه دې ؟ افغاني ښځې خو دغه حقوق هم نه لري٠

په درنښت

ازاد نظر


salou
18.04.2004

درنو دوستانو هريو ازدنظر او حليمي ،
جلا جلا سلامونه او نېکې هيلي.
ستاسو له ځوابي ليکنو ډيره مننه.

ښاغلۍ ازادنظر،
يو وخت مې پګړۍ پرسروله.اوس سالو يم اونجوني مې پرسرباندي ږدي.که له
ټوکو نه تيرشو؛ازدنظرد له نوم اوزړه ورتوب څخه هم معلوميږي.پدي کي هيڅ
شک نشته چې تا به زمونږدټولني حساسي اولانجمني ستونځي راسپړلي وي،خو
بېله دي بله چاره هم نلرو.پټه خوله کښيناستل هم ګناه دي.پکاردي چې رښتيا
اوسپيني خبري ؤکړو،که څه هم دابه د ډيرو نه خوښيږي.خو هغه څه چي په دېګ کي وي، هغه به په کاسه کي هم راځي.
روغ اوخوشحاله اوسي.

ښاغلۍ حليمي ،

هره پرمختللي انساني ټولنه دخپلو ټولو ښيګڼو اوسوکاليو ترڅنګ يولړستونځي
هم لري.زه پدې ټکي کي له ستاسوسره بيخي موافق يم ،داپدي مانا ندي چې مونږ بايد لداسي ټولني څخه وېره ولرو،بلکې پکاردي چې خپل اولادونه دخپل
مذهب اوکلتورپه چوکاټ کي د نوي عصر له غوښتنوسره سم وروزو.
راځۍ چې د خپلي ټولني نيمګړتياوي راپه ډاګه کړو اود هغوي د اصلاحکولو
معقولي لاري چاري ولټوو ، ترڅووکړاي شو چي خپله ماته اوګوډه ټولنه له هره پلوه پرخپلو پښو ودرؤ.
---------------دوست به د وژړوي اودښمن به د وخندوي-------------------

په ډيره مينه او درناي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more