وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
      feroz afridi
      17.07.2010
    
غــــــــزل ...
د يوې زړې مطلـعې سره نوي اضافه شعرونه
--------------------------------------------------------------------------------
مونږه هر چا ته پيرزوئينې د زړګي ورکوو 
مونږ نازولو ته په نياز کښې زندګي ورکوو 
د نفس حاکم ته سلامي چې شوه د ذات باچاهي 
خود به خيراج کښې اوس د ګل غوندې ځواني ورکوو 
ځان له څه نه غواړو تل بل ته دعاګانې کوو 
په يو کچکول کښې فقيري او بادشاهي ورکوو 
مونږ عجيبه غوندې مزاج د مې خوارانو لرو 
ځان له پياله کښې نيستي ډوبه کړو مستي ورکوو 
فيروزه مونږه د هغو خلکو په ډله کښې يو 
د بل په سر کښې چې تل خپله قرباني ورکوو
 
_________________
Re: غزل
      ناقد
      17.07.2010
    
[quote:39ae0a2708="feroz afridi"]غــــــــزل ...
د يوې زړې مطلـعې سره نوي اضافه شعرونه
--------------------------------------------------------------------------------
مونږه هر چا ته پيرزوئينې د زړګي ورکوو 
مونږ نازولو ته په نياز کښې زندګي ورکوو 
د نفس حاکم ته سلامي چې شوه د ذات باچاهي 
خود به خيراج کښې اوس د ګل غوندې ځواني ورکوو 
ځان له څه نه غواړو تل بل ته دعاګانې کوو 
په يو کچکول کښې فقيري او بادشاهي ورکوو 
مونږ عجيبه غوندې مزاج د مې خوارانو لرو 
ځان له پياله کښې نيستي ډوبه کړو مستي ورکوو 
فيروزه مونږه د هغو خلکو په ډله کښې يو 
د بل په سر کښې چې تل خپله قرباني ورکوو
 
_________________[/quote:39ae0a2708]
ډېر ښکلی او د زړه له تله وتلی غزل دی .
مننه
په اسلامي او پښتنې مينه ، ستاسو ناقد
      feroz afridi
      17.07.2010
    
manan gran wror naqid.