نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بي بي سي سیکولریزم ته لمن وهي
كريم كامران
15.07.2010
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/07/100715_hj-faisal-shahzad.shtml
پورتنی لینک په نیویارک کې دپاکستاني الاصل امریکايي فیصل شهزاد د نوې ویډیو په هکله د بي بي سي راپور دی.
که څه هم BBC د روان صلیبي جنګ، او له دې وړاندې په پخواني جهاد کې مونږ ته داسلامي او افغاني ګټو او ارزښتونو پرضد دتبلیغاتو ډیر امتحانونه راکړي، او دا د BBC په هکله کومه نوې خبره نه ده، خو په پورتني راپور کې داسلامي مفکورې پرضد د BBC دتبلیغاتو یوه بله بیلګه ووینئ.
[quote:423f001630]فيصل شهزاد په دغې ويډيو کې [color=red:423f001630]د اسلام دين ديوې سياسي مفکورې په توګه ياد کړی[/color:423f001630] ويلي يې دي اسلام به غالبېږي او ډيموکراسي به ماتېږي.[/quote:423f001630]
ددې معنی دا ده چې بي بي سي خیل په دې باندې عقیده نه لري چې اسلام یو جامع دین دی، او ددین ترڅنګ سیاست هم دی.
بي بي سي همیشه کوښښ کړی چې زمونږ په نالوستي ولس کې منحرف افکار او نظریات خپاره کړي، چې یو له هغو څخه دسیکولریزم منحرفه او باطله مفکوره ده کومه چې دین له سیاسته بیلوي. دسیکولریزم مفکوره دنړۍ دنورو ادیانو لکه مسیحیت او یهودیت په هکله صدق کوي، خو داسلام ددین په هکله دا عقیده خپلول دومره خطرناک دي چې یو مسلمان ددین له دایرې څخه دوتلو له ګواښ سره مخامخ کوي.
هیله ده زمونږ هیوادوال دبي بي سي اسلام ضد او مسلمان ضد تبلیغات ته متوجه اوسي، او زمونږ لیکوالان یې له مخ څخه دپردې داوچتولو هڅه او کوښښ وکړي ترڅو ولس ته د بي بي سي اصلي ناولې څیره په ډاګه شي.