نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
حفیظ منصور، یون وګواښه/ تبصره
مشرقيوال
14.07.2010
سلامونه په عرض رسوم.
د ټول افغان په لومړي مخ (حفیظ منصور استاذ یون په مرګ وګواښه) تر سرلیک لاندې یو راپور پر لیکه شوی.
تبصرې پرې ډیرې شوې وې، زما یو دوست هم د مطبوعاتو، او د بیان د ازادۍ په دې مترقي دنیا کې یوه تبصره ورواستوله خو تجاهل پرې وشو او د پاڼې پرمخ ښکاره نه شوه.
زما دوست د نوموړي په قول په خپله تبصره کې زما یوې لیکنې ته هم نغوته کړې وه، ماته یې پرې خبر راکړ.
زه خپل نظر د بحثفورم له لارې تاسو سره شریکوم.
ما دیون صیب په هکله مخکې هم په یوې لیکنه کې یادونه کړې وه چې که یون صیب رښتیا هم په پښتو، پښتونواله، او افغانیت باندې دومره مین وي، نو په عمل کې دې د پښتونوالې او افغانیت اصولو ته درناوی وکړي.
زما مطلب د حفیظ منصور څخه دفاع کول نه دي، خو د اوس لپاره تاسو ددې لیکنې لوستلو ته رابولم:
http://www.tolafghan.com/posts/18429
نور بیا...
و.افغان
14.07.2010
هر کله راشئ مشرقيوال صاحب!
ډېره په زړه پورې او جالبه ليکنه مو کړې ده،
کور مو ودان او غله مو ډېره.
اميد دی چې د ښاغلي پوهيالي محمد اسماعيل يوون او د هغه د ملګرو سترګې پرې رڼا شي.
په درنښت
عادل عادل
14.07.2010
سلامونه
که د اشغال په اړه د ښاغلي یون صیب نظر او څرګندونې په رښتیا هم هغه څه وي چې ولس یې غواړي نو بیا خو یې د ولس په زړه کې له ډیر پخوا څخه ځای موندلی، خو که خدای مکړه ولس د ملګرو ملتونو پریکړې ته غیر عادلانه پریکړه وایي او د بهرنیو حضور ته یرغل، نو بیا به ښاغلی یون صیب د خپلو خبرو چې د کتاب په بڼه یې خلکو ته سند ورکړی زر یا پس ضرور ځواب ووایي.
چې دعوی یې زما تن زما وجود وي
هم مې پالي هم مې یاد ساتي په سر کې
خو چې څنګ کړي د اسلافو له مسیره
خدایه ګوډ په دې اندام مې همدا نن کړې
میوند ننګیال
14.07.2010
ټولو محترمو ورڼو ته د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی !
په رښتیا چی ډير دردونکی خبر دی بهرحال ګورو چی یون صیب څه کوی .
خو عحیبه ده چی ټپوس په یو کمزوری باز خمله وکړه
كريم كامران
15.07.2010
http://tolafghan.com/posts/18694
كه دډاکټر محسن هوتک پورتنۍ لیکنه ولولو... او بیا داریانا او نورو تلویزونو داسې پروګرامونه، او د یون او منصور صاحبانو دا مناظرې.... او په مطبوعاتو او رسنیو کې دې موضوع ته هوا ورکول....... ووینو!!!!!!
دې نتیجې ته رسیږو چې یون او منصور صاحبان، شعورانه او یا غیر شعورانه، داشغالګرو پلانونه پلي کوي.
larghonay laraway
15.07.2010
سلامونه!
لومړی خو بايد دا سرليک سم شي ځکه چې ما هم هغه ګردمېز وڅارلو. منصور يو بې ځايه او بې منطقه ارمان وکړ او ويې ويل چې جمعيت بايد داسې خلک ژوني نه وای پرېښي. داسې يې نه دي ويلي چې جمعيت بايد داسې خلک يا يون ووژني.
په هر صورت د منصور يو لچر او لنډغر ارمان ؤ او ښه شو چې دا ارمان يې همداسې ارمان پاتې شو.
رابه شو د استاد محمد اسماعيل يون منطق ته چې په رښتيا هم په زړه پورې، کره او پوره ؤ. ځکه چې منصور ته یې وويل په وژلو ستونزه نه حل کېږي که حل کيدلی نو ډېر مو ووژل. له ليکوال سره بايد خبرې او منطق ته کېنې !
تر دې وروسته بيا منصور هغه خبره ياده هم نه کړه او سر يې ټيټ کړ.
ما د ټول افغان په همغه لومړي مخ کې هم ليکلي وو چې د استاد يون د خبرو په تاييد او په يو څه زياتونې سره يې دلته هم ليکم چې : ستونزه په وژلو نه حل کېږي او پښتانه د قربانۍ ګډوري هم نه دي چې ټول عمر د تاريخ په اوږدو کې کله د پرديو او کله د خپلو په لمسه، کله د پردو او کله په خپلو منځونو کې سره وخوري، ووژني او يو بل ورک کړي. بلکې د استاد يون خبره ستونزه په منطق او استدلال حل کېږي.
دلته د مشرقيوال په نامه يو چا د خپلې ليکنې لينک ورکړی او ليکلي يې دي چې يون صاحب بايد دا کړي وای او هغه يې کړي وای. نو زه ورته وايم ګرانه يون خو ۳۵ کتابونه وليکل او همدا به يې وس ؤ، اوس هم په نره د کرزي تر ږيرې لاندې د ده د شمالي لنډغرانو سره په منطق او استدلال دفاع کوي خو ته هم نر شه، قلم راواخله او د م.م په پرېکړه ليک نقد وليکه او ټولنې ته کتاب ورکړه کنه! ولې په تا څه شوي دی؟
کنه يوازې يون بايد دا کار وکړي؟
زه وايم کاشکې مو د استاد يون په څېر څو ريښتونې ملي او منطقي څېرې درلودی نو د پښتنو ورځ به داسې توپاني نه وه.
له بده مرغه زمونږ نور سياسي مشران خو د سمت، خېل او زي په شومو او شرميدلو مفکورو کې راښکېل دي که کرزی ستايي هم د همدې شومې نظريې له مخې، که ګلبدين ستايي هم او ملاعمر ته ترانې وايي هم د همدې خيرنې مفکورې او عقدې له مخې.
يون ته دې خدای نوره بريا هم ورکړي
په همدې هيله
ستاسو لاروی