نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مونږ د ډير شتمن هېواد، پياوړی ملت او سپېڅلی اسلام لرونکي
Ghairat
14.07.2010
درنو لوستونکو !
له شک پرته مونږ د ځمکې په مخ ډېر شتمن هيواد لرو، ډير پياوړی او نجيب ملت
ته منسوب يو او الحمد لله د اسلام تر ټولو ستر
او سپيڅلی دين لرو او بيا هم له کورنيو او بهرنيو جګړو نه خلاصيږو او غميزې
مو يو په بل پسې غځيږي دا ولې (؟) ، ددې اساسي آرتاړی او علت څه دی؟
ايا مونږ په پورتنيو ښيګڼو ( پياوړی ملت، سپېڅلی اسلام) کومه بله ځانګړنه هم لرو چې په داخلي او بهرني سياسي کړيو کې ورته پام نه کيږي
او د جګړو اړيزی ګرځي او غميزې غځوي ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟
زه په دې باور يم چې دغسې يو نجيب خاصيت په ټولو افغانانو کې مشترک شته او زمونږ د ملت کومه اساسي ځانګړنه ده چې په پام نيولو پرته يې
په افغانستان دايمي سوله منځته نشي راتلای ! دا بايد ولټوو ، وې موندو او مراعات يې کړو، څو له برکت او خوږو ميوو څخه يې برخمن شو .
تاسې په دې اړه څه فکر کوئ ؟
15.07.2010
که د پښتنو تاريخ ته نظر وغورځول شي تل يې د جګړې ډګر ګټلی خو د سياست ډګر يې بايللی دی .
د سياست ډګر يې هم په داخلي چارو کې او هم د بهرني سياست په برخه کې ددوښمن په وړاندې بايللی دی .
خو يواځې په دې کيسه نه ختميږي ! د جګړې د ډګرد ګټلو وياړونو دوی ته دا غرور وربښلی چې دسياست د ډکر ماته هم و نه مني
او سياسي حريف ته تسليم نشي . ځکه دوی سياست هم د دروغو ، چل ول او ټګۍ د ډګر په توګه نه درک کوي او له نورو څخه هم د خپل اخلاص
پشان د صداقت تمه لري ! خو ددې تمې د پوره کولو پر ځای د سياسي حريفانو کړۍ ددوی په صداقت او تيروتنو لا زيات حساب کوي او او
په خپلز پلانونو کې ځای ورکوي اوتل پردی باندې باندې پيشقدمۍ ته لاس اچوي . ددې له پاره چې د سياسي ټګيو په پايله کې د پښتنو له دروند ګوزار
څخه ځانونه هم وساتي بهرني ځواکونه خپلې ننګې ته راغواړي :
ښه مثال يې د يوې سياسي ډلې (پرچم) مشر ببرک کارمل د پښتنو له ويرې
د شوروي د يرغل په راس کې کابل ته راستون اود قدرت نيولو جرئت وکړ .
شمالي ټلوالې د احمد شاه مسعود په مشرۍ د پښتنو له ويرې د حکومت د حاکم ګوند (پرچم) د کارملي اړخ او ګلم جم مليشې سره يوځای شول
او د کابل په نيولو يې پيشقدمي وکړه ، څو د ملګرو ملتو د سولې پروګرام په پلي کيدو سره پښتنو ته دخپل سياسي رول لوبولو حق ورنکړل شي .
د شمالي ټلوالې اتلاف له امريکايانو سره نه يواځې د طالبانو پر ضد، بلکې د ټول پښتون قام پر ضد لا هم نه دی ختم شوی او شواهد يې په سياست ، بيا رغونې،
ژبې او کلتور ، پوځي او اداري چارو په هره برخه کې ليدل کيږي !
خو پښتنو ته الله تعالی دومره لوړ همت ورکړی چې د نړۍ د ستر پوځي طاقت ناتو، ستر ښيلاکګر طاقت انګليس او ستر امپريالستي
سوپر پاور امريکاڅخه سترګه نه سوځي او الله تعالی په مرسته او خپل افغان ولس په ملاتړ به يې انشالله په ګونډو کړي !
هو، هغه ځانګړنه چې دغه ننګيالی ملت يې لري داده چې پښتانه يې په داخل کې
د ورونو قومونو په وړاندې هيڅ کوم سياسي امتياز نه غواړي، هېڅکله يې نه دی غوښتی او نه به يې وغواړي، بلکې وروري، صداقت اخلاص او وحدت ترې غواړي، هر کار او اقدام مخکې له مخکې په سلا مشوره او جرګو فيصله کول
او بيا په ګډه اقدام کول غواړي !
دا وطن د جرګو وطن دی او له جرګو او ګډې پريکړې پرته د ورورۍ په خلاف پيشقدمي کول هم په ځان او هم نورو هيوادوالو تيری بولي
تاو بر ضد يې مقاومت کوي !
متاسفانه چې د پرديو په لاسلرنه او لاسوهنه طالبانو د پښتنو د جرګو او مشورو دغه ستره ځانګړنه اوس هيره کړې ، د ټولو افغانانو څه چې د ټولو پښتنو
ملاتړ يې هم د همدې نيمګړتيا له کبله چې د فرد فرد افغان رايې ، توافق، جرګو، انتخاباتو ، شورا او مشورو ، شورايت او پارلمانتاريزم ته چې په اسلام کې هم
پراڅه استعمال لري اعتنا نه کوي او تر پښو لاندې کوي يې !
له دې کبله له ٣٠ يا ٤٠ کالو راهيسې د افغانانو ټولې روانې غميزې له همدغې
افغاني حانګړنې له نقضولو څخه رامنځته شوي دي ، چې په افغانانو کې په زور کلي او حکومت په ديکتاتورۍ نه کيږي ، خو له داود خان څخه راوروسته تر نن ورځې پورې يا پرديوپخپله او يا د پرديو په ملاتړ افغانانو ديکتاتوريو ته لاس غورځولی او يو د بل پسې يې وار په وار جګړې، غميزې او بدبختۍ رامنځته کړې دي !
که طالبان لږ تر لږه د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو ته اجازه ورنکړي ( چې دايران اندي رژيم يې لري) او يواځې په اسلامي ديکتاتورۍ تکيه وکړي په يوه نه جبرانېدونکې ديني او دنيوي تيروتنه اوګناه به اخته شي !
ديني ځکه چې د اسلامي حکومتونو نوم به بد او چانس به يې له منځه يوسي او دنيوي ځکه چې په ديکتاتورۍ هېڅ يوه ستونزه نه حل کيږي او خلک له هر اړخيزه اجتماعي اقتصادي او سياسي ستونزو سره مخامخ کيږي .
ډاکتر څپاند
16.07.2010
دافغانانو بل مشکل دادې چه ددوي روښان اندان، پيښې هغسي چه دي نه بلکه
دخپلې خوښۍ په بنسټ رواجول غواړي٠
غټ مثال:
پتوال صيب ددې لپاره چه دخپلۍ خوښې او پخوانۍ عقدې دوستان خوښ وساتي داسې ليکي چه دشوروي يرغل،دامين نابودي اودکارمل واکمني،دپښتنو
خلاف يوه دسيسه وه :D :D :D :D :D
دا استدلال يواځې امنيان او دهغو پورې تړلي منلی شي او بس٠
دکارمل سره ګډ اسلم وطنجار،ګلابزوئ،سروري او په سلهاو او زرهاوو
پښتانه خلقيان او پرچميان په قدرت ورسېدل٠
ددفاع وزير وطنجار،دکورنيو چارو وزير ګلابزوئ،دخاد رئيس ډاکټر نجيب
ټول پښتانه،مګر داسئ نه ول؟؟
په اسطلاح جهادي قوتونو کې هم اکثريت دپښتنو سره وه،مګر مکار مسعود
دامهارت درلود چه پښتانه تير باسي٠
سياف هميشه او حکمتيا ر ورسره کله ناکله دائتلاف صدراعظم وه٠
بايد پدې اقرار وکړو چه په پښتنو کې دناوړه دودونو په وجه د سواد او ښونې
روزنې کچه ډيره ضعيفه ده،نو ځکه اکثرا تير ويستل کيږي٠
راځې چه خپل ملت ته رښتيا وينا وکړو٠
17.07.2010
[quote:a9ebb42130]دافغانانو بل مشکل دادې چه ددوي روښان اندان، پيښې هغسي چه دي نه بلکه دخپلې خوښۍ په بنسټ رواجول غواړي٠ [/quote:a9ebb42130]
څپاند صيب ښې چارې !
که همدغه پورتنۍ جمله مو په لږ تغير سره دغسې وليکم نو تاسې ته به راجع شي :
[color=yellow:a9ebb42130]دافغانانو بل مشکل دادې چه ددوي روښان اندان، د بل ليکنې هغسي چه دي نه بلکه دخپلې خوښۍ په بنسټ يې وړاندې کول غواړي٠ [/color:a9ebb42130]
که تاسو زما يوه جمله کټ مټ راخيستې وای دغسې ناسم پوهاوی به مو نه و په برخه شوی .
څپاند صيب پښتانه کمونستان که صرف په خټه پښتانه پاتې شوي وي نو وي به ، خو زه يې هيڅکله د پښتنو او پښتونولۍ استازي نه بولم ،
دوی نه يواځې له اسلامه، بلکې له پښتو او پښتونولۍ څخه هم وتلي وو او امينيان هم په دې کې کومه استثنا نه جوړوي !
پښتو، پښتونولۍ او پښتنو ته چې دوی کوم زيان واړاوه په تاريخ کې يې بيلګه نه ليدل کيږي ، که په دې سترګې پټې نشي
چې دا تر اوسه روان ناورين پر پښتنو هم ددوی د سياسي او پوځي ناتار پايلې دي چي لړۍ يې لا روانې دي .
زما په ټولو ليکنو کې پښتون تل پښتون قام او د پښتنو ځانګړنو ته ويل کيږي چې افراد يې هيڅکله ځای نشي نيولی . نو نه خلقيان او نه امينيان
او نه هم کومه بله پښتنه سياسي ډله په دې زړه ښه کولی شي چې ګواکې ددوی پر ضد عمل دې ما د ټول پښتون قام پرضد دسيسه بللې وي ،
داخو بيا د ټول پښتون قام نه هم لوړ شول، ځکه چې دوی يوڅو تنه دشوروي ګوډاګيانو ته د ټول پښتون قام ځای او اعتبار ورکول
خو پۀ لوی لاس ستر خيانت او جنايت دی چې الله دې ترې زما په شمول ټول افغان وساتي .
[quote:a9ebb42130]پتوال صيب .....داسې ليکي چه دشوروي يرغل،دامين نابودي اودکارمل واکمني،دپښتنو خلاف يوه دسيسه وه [/quote:a9ebb42130]
ددې جملې خو هېڅ سند نشته، خو که دسيسه وي،نو هغه ددغه (خلق دموکراتيک ) ګوند جوړول اوپه هغه کې د تره کي استخدامول اصلا د پښتنو پر ضد يوه بريالۍ دسيسه وه چې نتيجه يې د داود خان او
محمد موسی شفيق په څير موفقو ملي زعيمانو وژل او په سلګونو نور ملي عناصر يې له منځه وړل و او هدف يې د شوروي يرغل ته مخه خلاصول ، قدرت پرچميانو ليږدول و، چې بيا شورای نظآر او بالاخره شمالي ټلوالې ته د قدرت ليږدول او د پښتنو نننی حالت يې نتيجه شوه . تر دې زيات خيانت افغان ولس ، په تيره بيا د پښتنو په وړاندې د تصور وړ نه دی .
هو دا سمه ده چې بايد پدې سترګې پټې نکړو [quote:a9ebb42130]
چه په پښتنو کې دناوړه دودونو په وجه د سواد او ښونې روزنې کچه ډيره ضعيفه ده،نو ځکه اکثرا تير ويستل کيږي٠ [/quote:a9ebb42130]
خو دا هغه چاته ويل پکاردي چې ترې منکر وي ، اول داسې څوک پيدا که چې
دا ستر حقيقت هم نه مني او بيا يې همغه ته ووايه !
ولې تير ايستل او تير وتل هم سره يوشی نه دي ، دلته خبره په تير ايستونکو
او د هغوی په سياسي انګيزو کې ده ، نه د تيروتونکو په ساده ګۍ کې
چې تل يې د جګړې ډګر ګټلی خو د سياست هغه يې بياللی دی .
په دې کې خو هيڅ شک نشته چې همدا اوس هم د آزادۍ جګړه روانه ده او د ټول افغان ملت سياسي آزادي يې هدف دی،
خو کوم جنګيالی د ملت او د ملت د سياسي آزادۍ په مفهوم خبر دی، او که خبر وای د طالب پاڅون په مشرۍ کې خو لا څکی چې په
صفوفو کې به هم چا پريښودی وای ؟ همدا بې خبري ده چې که د جګړې ډګر وهم ګټو په سياست يې بيرته بيالو !
تر ټولو بده يې داده چې په پښتون کې مستقله مفکوره (هدف ټاکنه او لاره موندنه) نه پيدا کيږي ، ترقي نه پيژني او نه يې غواړي،
تل مفکوره له بهره کاپي کوي اوپه دوه شرطونو يې ( اکٍثره د خپل قام او وطن په بدبختۍ ) پلې کوي :
١- چې د بهرنه هر اخيزه ملاتړ هم ورسره تړلی وي لکه د کمونستانو، مجاهدينو او طالبانو سره چې له بهره کېدۀ
٢- د کوم غچ او انتقام له پاره په کې قدرت ته رسيدای شي!
که دې تاريخا ً خوسا مرض ته يې وکتل شي نو سړی آن دې نتېجې ته رسيږې چې
پښتوذاتا ً نه، بلکې ځکه د دوزخ ژبه ده [color=white:a9ebb42130]چې د پښتون ژبه ده، [/color:a9ebb42130]که دا دکوم بل قوم ژبه وای زما په اند په دې اکثريت به هم هغه قوم او هم به يې پښتو ژبه ګل او ګزار وای او بس !
larghonay laraway
18.07.2010
بښنه غواړم که توندې خبرې رانه وشوې خو په دې اړه مخکې ډېر بحث شوی دی زه به يې لنډه درته ووايم چې :
[color=red:7de897dfb9][size=24:7de897dfb9]دا يوه قبيلوي او بدوي ټولنه ده چې اوس هم په بدويت وياړي او همغه دودونه يې کلک کړي دي. څو چې دوی له بدويته راونه وځي، د خېل او سمت په خيرنو مفکورو ونه شرمېږي تر هغې به افغانستان همداسې وران ويجاړ او د نورو د غويمنډ ډګر به وي. [/size:7de897dfb9][/color:7de897dfb9]
pattang
18.07.2010
لرغونيه غلط روان يې ، دبدبختي علتونه يې قبيلوي اخلاق ندي شوي ، بلکې
مکتبي اخلاقو چې دقبيلوې اخلاقوپه خلاف يې کار کاوو د افغانستان د بر بادي
علت شه ٠ ښه فکر له اوله تر اخره وکړه ، نازک خياله مکتبي اخلاقو خو
اولس خرڅ کړی دی ا وخرڅوي يې، نه پښتني قبيلوي عناصرو ٠
دغسې خبرې ستميان کوي !
جار له قبيلوي اخلاقو !
[quote:f5e918fefb="larghonay laraway"]بښنه غواړم که توندې خبرې رانه وشوې خو په دې اړه مخکې ډېر بحث شوی دی زه به يې لنډه درته ووايم چې :
[color=red:f5e918fefb][size=24:f5e918fefb]دا يوه قبيلوي او بدوي ټولنه ده چې اوس هم په بدويت وياړي او همغه دودونه يې کلک کړي دي. څو چې دوی له بدويته راونه وځي، د خېل او سمت په خيرنو مفکورو ونه شرمېږي تر هغې به افغانستان همداسې وران ويجاړ او د نورو د غويمنډ ډګر به وي. [/size:f5e918fefb][/color:f5e918fefb][/quote:f5e918fefb]
18.07.2010
په دومره عامه بڼه چې لاروي صيب قومي قبيلوي ساختارونه او اخلاق نفې کړي
ورسره موافق نه يم :
ځکه په قبيلوي (دوديز) اخلاقو کې بهرنۍ لاسوهنه نه کيږي، د انګليس پر ضد لومړی، دويمه او درېمه جګړه د پښتنو قبايو په مټ ګټل شوې ده،
خو پردي لاس د پښتنو قومي او قبيلوي وحدت د شوروي او اوس د امريکا پر ضد
جګړو کې داسلام په نامه له منځه ويوړ ، څو رښنه او
لاسوهنه پکې وکړای شي او د بري نتيجه يې په خپله ګټه راوڅرخوي لکه چې وې څرخوله او لا کوښښ کوي چې راتلونکی
بری لا زيات په خپله ګټه و څرخوي . د لوی احمد شاه برياوې د قبيلود وحدت نتيجې وې که جهاد هر څو د اسلام له پاره کېده خو مشري او لارښونه يې
دقبيلو مشرانو چې د جګړو قوماندانان وو کوله !
له کومه راهيسې چې د جهاد قومانداني د طالب او ملا لاس ته لوېدلې ده د افغاني ټولنې ساختار يې له منځه وړی ا وسله والې ديکتاتورۍ
او نتيجتاً انارشۍ ته يې دوام ورکړی دی . له انارښي څخه مې مطلب نا امني نه، بلکې ديو کاري فنکشن لرونکی نظم او نظام نشتوالی دی
کوم نشتوالی چې هم د مجاهدينو او هم طالبانو په وخت کې عام او تام مسلط و
. د ازادۍ جګړه بايد د اسلام د بيرغ لاندې، د ملايانو په تبليغي ملاتړ ، خو د قومي د مشرانو له خوا او د قومونو د ملاتړ په شکل مخکې لاړه شي ،
نه د ملا او طالب په مشرۍ ، څو د ملي آزادۍ ځانګړنې غوره کړي او بهرني استخبارات د اسلام په نامه په کې لاس ونه وهي!
ملي او قومي ايديالوژي د بهرنيو استخباراتو پر ضد سد جوړوي ، قومونه او قبيلې او قومي قبيلوي مشرتابه د استخبراتو په لومه کې نه ښکيليږي
او تر مذهبي مشرتابيو زيات مصونيت لري !
ع کريم حليمي
18.07.2010
درنو او مکرمو وړونو ، دروند غیرت صاحب ، او دانشمند پتوال صاحب ، او درنو لوستونکو
اسلام علیکم و رحمة الله
[quote:81f2941a9f]له شک پرته مونږ د ځمکې په مخ ډېر شتمن هيواد لرو، ډير پياوړی او نجيب ملت
ته منسوب يو او الحمد لله د اسلام تر ټولو ستر
او سپيڅلی دين لرو او بيا هم له کورنيو او بهرنيو جګړو نه خلاصيږو او غميزې
مو يو په بل پسې غځيږي دا ولې (؟)[/quote:81f2941a9f]
ستاسو د ولې ؟ جواب understanding of team work
پښتانه او افغانان هیڅ وخت مشترک کار نه کوي ، ولې چه د مشترک کار تربيه يې نده لیدلې ، ساز او سپورټ
هغه دوه شیان دي چه team work زدکړه ته ضرورت لري ، هر هغه وخت چه پښتانه team work
زدکړي ،هغه وخت به یې غمونه تمام سي ،
بعضو پښتنو ته ضرور ده چه ساز او سپورټ زدکړي ، هر ملک چه په مدرسو کښي پر طبیعي علمومو سربیره
اطفالو ته موسیقي هم ورښووي ، د هغوئ مشترک کارونه ښه پر مخ وړي ، خاوره ئې غریبه اما دوئ غني ژوند
لري ، اما موږ ملک شتمن موږ په فقر اخته
درنښت
هیښ
21.07.2010
سلامونه
په دې کې هیڅ شک نشته چې افغان وولس یو نجیب،باتور،میړنی اوپه ازادۍ او خپلواکۍ مین وولس دئ،دا نه بې ځایه ادعاده او نه کومه مبالغه ،بلکه دتاریخی مستندو او کره شواهدو موجودیت او دنني عصرد امپریالستي او وحشیانه تجاوزاو ظالمانه اشغال په مقابل کې ئې سرشاره او بې باکانه مبارزه دخپلو وینو او ژوند په بیه ددې غیرتي او باایمانه وولس په نجیب توب اوشهامت باندې ښکاره او واضح دلالت کوي چې یوازې مغرضین او دانسانیت او انساني کرامت قسم خوړلي دښمنان به ددې حقیقت څخه انکار کوي ،که نه داساده خبره نه ده چې یو بې وزله ،وږئ ،غریب او دمعاصرو علمي او تخنیکي وسایلو څخه محروم وولس به په تش لاس دنړئ دټولو شیطاني قوتونو سره چې ټول مالي ،مادي ،تخنیکي او تکنالوژیکي امکانات هم ورسره دي ډغرې ووهي او په ډیر جسارت او سرښندنې سره دخپل ناموس ،دین ،وطن او کلتورڅخه دفاع وکړي .دا هغه کیفیت او الهي نعمت دئ چې ددې شریف وولس په قسمت الله(ج)لورولئ دئ .
داپوښتنه چې ولې ددیرشو کلونو راهیسې دلته جګړې دي او دسولې څرک نشته ؟دنورو علتونو ترڅنګ همدغه ددې وولس پیاوړیتوب ،خپلواکتوب او داسلام ددین څخه کلکه پیروي ده چې داستعمارګرانو او بې دینانو دشیطاني او طاغوتي افکارو او هدفونو سره په ټکر کې دي او دیوه پیاوړي او مستقل وولس وجود ددوئ په سترګو کې اغزئ دئ ،همدا وجه ده چې دتوطئو،دسیسو څخه نیولې تر وحشیانه تجاوز پورې ئې تلاش کړئ دئ چې دخپلواکو او مستقلو وولسونو دوجود او منځ ته راتګ مخه ونیسي او دازادۍ غوښتنې او استقلالیت تفکر او عقیده ئې محو کړي ،ترڅو خپل شیطاني او غیر انساني هوسونه او مرامونه پرې عملي کړي.
په افغانستان کې جګړې او نظامي تاوتریخوالی یا دبهرني استبدا د د مستقیم تجاوز له امله اویا دداخلي ستمګرانو دظلم له کبله منځ ته راغلي دي اود سوله ایز او ارامه ژوند دبرقرارولو مخه دخارجي تجاوزګرانو او دهغوی دپست فطرته داخلي مزدورانو او غلامانو له لوري نیول شوې ده او تل ئې کوښښ کړئ دئ چې ددې وولس دازادۍ غوښتنې او خپلواکتوب احساس چې په وینو کې ئې جریان لري د خپلو غیرانساني او چټلو دسیسو په وسیله له منځه یوسي .خو ازادي غوښتنه او خپلواکتوب دافغانانو دطبیعي ژوند یوه نه بیلیدونکي برخه ده ،چې په عدم سره ئې ژوند کول ناممکن دي او تر بلواکۍ او غلامۍ په مرګ رضا دي.همدا وجه ده چې ددې ارزښتونو دساتنې او پالنې له پاره ئې د خپل تاریخ په اوږدو کې بې کچې او پریمانه قربانۍ ورکړې دی اودمبارزې او مقاومت دالړۍ اوس هم دنړۍ خور ې امریکا تر مشرئ لاندې دغربی نویو استعمارګرانو دوحشیانه تجاوز او اشغال په مقابل کې په خپل قوت او شدت سره جریان لري او په خپلو شهادتونو او سرښندنو سره ئې دازادۍ او خپلواکۍ ددښمنانو شیطاني هیلې او ارمانونه دخاوروسره برابرکړي دي او انشاءالله په راتلونکو نږدې کې به زموږ پاکه خاوره ددې جانیانو دچټل وجود نه پاکه شي او دتیښتې لاره به ونیسي او دنورو متجاوزینو او اشغالګرانو په شان به دشرمیدلې ماتې سره مخامخ شي .
لاکن پوښتنه دا راولاړیږي چې افغانان به دتجاوز اواشغال دختمیدو نه وروسته دسولې او امنیت څښتنان شي او که به جګړه په بل شکل تر بل نامه لاندې دوام پیدا کړي؟
ددې پوښتنې ځواب زما په نظر دافغان وولس په دریځ او تصمیم پورې اړه لري چې ایا دداخلي ستمګرانو ،جنګي جنایتکارانو او ملي خائینانوسره به دغربي استبداګرانو په شان قاطع او نه پخلاکیدونکی برخورد وکړي او که نه ؟اود داخلي ستم چې تر هرنامه او عنوان لاندې ځان ښکاره کوي دپیژندلو وړتیا به پیدا کړي او له پیژندلو وروسته به دهغې د رد او نفي کولو له پاره جدي مبارزه او اقدام وکړي او که نه ؟ او د خپل هغه خدائي او طبیعي حق څخه چې دسیاسیي قدرت مالکیت دئ به دفاع وکړي او که نه ؟
که دستمګرانو ،جنګي جنایتکارانو او ملي خائینانو ناوولی لمن ورټوله شي ،استبدا د ورټل شي او وولس ته دسیاسي قدرت حق وسپارل شي،نو دجنګ او جدل ټغر به ټول شي او دیوې باثباته او عادلانه سولې او امنیت دپاره به زمینه مساعده شي.سیاسي قدرت به دوولس له لوري تمثیل کیږي او دماجراجوئئ، نظامي کودتاګانو،مزدورئ ،خیانت ،زور او زرو له لارې به قدرت ته درسیدو غیرانساني دود چې په افغانستان کې مروج دئ دتل دپاره ورک شي.
لاکن که دخارجي استبداد ځائ داخلي استبداد ونیسي اوسیاسي قدرت چې دوولس مسلم حق دئ په رسمیت ونه پیژندل شي او دپخوا په شان دوولس څخه دیوې کورنۍ ،ډلې ،تنظیم ،سازمان او ګوند دهدفونو او مقاصدو دلاسته راوستلو له پاره دیوې وسیلې په توګه استفاده وشي ا ودقدرت داصلي،سوچه اواخري منبع په توګه ئې رول نفی شي ،دجګړواو تشنجونولړئ به همداسې دوام لري .
دوولس له لوري دستم پیژندنه او په نطفه کې دهغې له منځه وړنه دوولس دبیدارۍ ،باخبرۍ او عقلاني روښانتیا په کچه پورې اړه لري ،هرڅومره چې د وولس سیاسي شعور ،پوهه او دتفکر کچه لوړه وي ،په همغه اندازه دستمګرانو اوجفاکارانو دخطرناکو او مهلکو توطئو او دسیسو مخه نیولائ شي او په خپل تصمیم کې ددوئ دچلونو اومکاریو نه خوندي پاته کیږي،دخپلې خپلواکۍ نه مثمره او مؤثره ګټه پورته کولائ شي او دیوې عادلانه او امن نه ډکې ټولنې دجوړیدو چې داعتماد او تفاهم په ستنو ولاړه وي زمینه ورته برابره کیږي.
دوولس دبیدارۍ ،سیاسي شعور او علمي درجې د لوړولومسؤلیت او وظیفه په یوه ملک کې دروحانیونو ،روښانفکرانو،علماوو،مجربینو،تعلیمیافته ګانو او څه لوستو په غاړه دئ،چې په اخلاص او صداقت سره او دیوې ملي او دیني فرض په توګه ئې باید اجرا کړي،ترڅو خپل وولس دزمانې دتحولاتو او حوادثو سره دمقابلې دپاره اماده کړي او دهغه مادی او معنوي زیانونو نه ئې بچ کړي کوم چې دبې خبرئ او ناپوهئ له وجهې ورسره مخامخ کیږي.چې متأسفانه دافغانستان روحانیونو،روښانفکرانو او منورینو خپل دغه دیني او ملي فرض دتاریخ په اوږدو کې نه دئ درک کړئ او مسؤلانه برخورد ئې ورسره نه دئ کړئ او دخپلو خلکو سره ئې د احساساتو په ځائ دعقل او تدبیر په بنا دتصمیم په نیولو کې مرسته نه ده کړې،مسائیل او موضوعات ئې ورته نه دي تشریح کړي او وولس ئې دخپل حق نه نه دئ اګاه کړئ او دوولس دتفکر او پوهې قوې ته ئې رشد او نمو نه ده ورکړې ،ترڅو دابن الوختانو او ماجراجویانودشیطاني پردو لاندې خیرن مخونه وویني ،ناوولئ نفوذ ئې بند کړي او دشر نه ئې ځانونه خلاص کړي.
په افغانستان کې دبې عدالتیو ،ناامنیو ،جګړو ،مادی او معنوي تاوانونو پړه دهغه درباري روحانیونو او روښانفکرانو په غاړه ده چې کله دداخلي او کله دخارجې ستم په دفاع او مشروعیت کې داجیرو ملیشو په توګه دخپل وولس په مقابل کې دریدلي او خپل جسمي او فکري توان ئې ددې وولس دځپلو او داستبدادي قدرت دتحکیم دپاره په کار اچولئ دئ.چې ژوندئ مثال ئې په روان مصیبت کې دپیرانو،حضرتانو ،شیخ الحدیثانو،ایت الله ګانو ،حجت الاسلامانو،استادانو،پروفیسورانو او نورو القابو او عناوینو لرونکو خائینانه ا وجنایتکارانه دریځ دئ چې دټولو دیني ،ملي ،افغاني او انساني نورمونو او ارزښتونو خلاف دافغان وولس په قتل عام او بې پتۍ کې د
تجاوزګرانو ا و اشغالګرانو سره اوږه په اوږه ولاړدي .
بناءً دیوه شتمن ،پیاوړي او سپیڅلي اسلام لرونکي وولس دپاره دجګړو دختمیدو او دسولې دبرقراریدو دپاره دشتمنۍ،پیاوړیتوب او کلکې اسلامي عقیدې تر څنګ دعلم او پوهې ،سیاسي هوښیارۍ او دعقل دبیدارۍوجود هم ډیر ضروري دئ ،ترڅو دسیاسي،اجتماعي،اقتصادي او کلتوري مسائیلو ددرست تحلیل او تجزیې قدرت پیدا کړي او دپټ او ښکاره مکاراوستمګاردښمن تشخیص وکړائ شي او خپل مشروع او طبیعي حق ( سیاسی قدرت )دهیڅ ډلې اوسازمان دمداریګریو او شیطانتونوقرباني نه کړي.
مننه
larghonay laraway
22.07.2010
السلام عليکم!
بښنه غواړم که ځواب مې وروسته او ناوخته ليکلی وي.
خو زه همدومره وايم چې مونږ پښتنو که څومره جګړې ګټلي خو رانه ګټل شوې دي او هيڅ جګړې په اصلي مفهوم نه يو پوهېدلي ځکه خو مو هيڅ نتيجه نه ده تر لاسه کړې.
جګړه که ملي وي او که مذهبي نو جنګيالی بايد پرې پوه شي خو باور وکړئ چې په هره جګړه کې مونږ تش د قبيلوي خوی پر بنسټ بدوي لښکرې جوړې کړي دي او جګړې مو ګټلي چې قرباني مونږ ورکړې او ګټه يې نورو اخيستې ده.
تاسو همدا اوس روانه جګړه وګورئ چې حتی حتی د جګړې رهبر نه دی معلوم چې بغدادي قاعده يې هم ويلې او کنه؟
نو تاسو ووايئ که سبا فرضاً دا جګړه هم وګټو نو مونږ به ترې څه نتيجه واخلو؟
زه وايم راځئ لومړی د مليتوب او اسلام په سمه معنی او مفهوم ځان خبر کړو، د جهاد او فساد تر منځ توپير وکړو. د جهاد صفات او شرطونه وپېژنو او بيا لاس ورواچوو نو نتيجه به يې زمونږ په ګټه وي.
همدا راز مونږ تر اوسه د سمت، خېل او زي په شومو او منفورو مفکورو کې ښکېل يو او ورسره ښوونځي او مدرسې سوزوو او بيا دعوه د جهاد او ملي جګړې کوو.
دا نو هغه د پاړسوانانو خبره : دا لار کعبې ته نه بلکې ترکستان ته تللې ده
كريم كامران
22.07.2010
[quote:4e522af493] د ازادۍ جګړه بايد د اسلام د بيرغ لاندې، د ملايانو په تبليغي ملاتړ ، خو د قومي د مشرانو له خوا او د قومونو د ملاتړ په شکل مخکې لاړه شي ، [/quote:4e522af493]
پتوال صیب متوجه! چې په یوه مسلمانه پښتنه ټولنه او قام کې د ملایانو او علماوو مسئولیت او اهمیت یوازې دتبلیغ په دایره کې منحصر نه ګرځي. که تاسو چېرته له اسلام څخه شلېدلې پښتنې ټولنې یا پښتون قام په اړه خبره کوئ بیا مو خبره پرځای ده ځکه چې په داسې ټولنو او قامونو کې د مذهبي او روحاني مشرانو مسئولیت دازادۍ په جګړه کې یوازې دتبلیغي ملاتړ په حد کې وي.
خو که چیرته مطلب مو (مسلمان) پښتون ولس وي، نو په دې حالت کې دازادۍ دجګړي رهبري باید دیني مشران او علماء وکړي، دا هم داسلام غوښتنه ده او هم په خپل دین دمین پښتون قام.
[quote:4e522af493]نه د ملا او طالب په مشرۍ ، څو د ملي آزادۍ ځانګړنې غوره کړي او بهرني استخبارات د اسلام په نامه په کې لاس ونه وهي![/quote:4e522af493]
پتوال صیب که تش دبهرنیو استخباراتو دلاسوهنې له ډاره د ازادۍ دجګړې بیرغ له عالم او ملا څخه اخلې او یو داسې قومي مشر ته یې په لاس کې ورکوې چې شرط پکې دا وي چې دیني زده کړې یې نه وي کړي، دا نو ډیره غیره معقول نظر دی.
ته یې ضامن یې چې دغه کس چې ته یې قومي مشر بولې دبهرنیو استخباراتو لخوا نه استخدامیږي؟؟؟
زه ستاسو دنظر، برعکس نظر لرم:
د آزادۍ جګړه باید داسلام دبیرغ لاندې، داسلام دپتنګانو (دیني مشرانو او علماوو) په مشرۍ خو دقومي مشرانو په ملاتړ پرمخ لاړه شي. او دبهرنیو استخباراتو لاسوهنه په ملا یا قومي مشر پورې محدوده نه ده.
[quote:4e522af493]ملي او قومي ايديالوژي د بهرنيو استخباراتو پر ضد سد جوړوي ، قومونه او قبيلې او قومي قبيلوي مشرتابه د استخبراتو په لومه کې نه ښکيليږي
او تر مذهبي مشرتابيو زيات مصونيت لري ![/quote:4e522af493]
راشه ځمکني حقایق وګوره! هغه څوک چې تاسو یې قومي مشران او قبیلوي مشرتابه بولئ نن ورځ ترهر چا زیات دبهرنیو استخباراتو په لومه کې نښتي دي بلکې په لوی لاس یې ځانونه ددوی په لومه کې ورغورځولي دي او دا ځکه چې دوی دیني او اسلامي پولې او حدود یا نه پیژني او یا یې ځانونه ورباندې راڼده کړي، آیا نننی پارلمان، ولسي جرګه، د مشرانو او کشرانو جرګې، ولایتي شوراګانې ټول هغه کسان نه دی چې تاسو یې قومي او قبیلوي مشران بولئ؟؟؟؟ آیا همدا پارلمانونه او جرګې او شوراګانې په ښکاره دبهرنیو استخباراتو لومې نه دي؟؟؟؟؟
نن ورځ خو قبیلوي (دودیز) اخلاق همدې ملایانو او علماوو درته ساتلي دي، قبیلوي اخلاق هیڅکله دا نه شي زغملای چې د بهرنيو اشغالګرو په غلامه او ګوډاګۍ اداره کې دهغوی هراړخیز ملاتړ او مرسته وشي.
په خپلې خاورې باندې دبهرنیو دتجاوز په صورت کې قبیلوي اخلاق پرته له تورې څخه بله لار نه پیژني!
نوکه واقعیت ته وګورو قبیلوي مشران نن ورځ داشغالګرو دلاسونو آلې دي، او د قبیلوي اخلاقو حامیان نن ورځ قبیلوي مشران نه، بلکې دیني مشران او علماء دي.
دپتوال صیب فارمول ښايي په لومړي نظر تیوریکلي سم وبریښې، خو ځمکني حقايق او واقعیتونه پکې صدق نه کوي.
23.07.2010
دروند لاروي صيب ، دروند کامران صيب او محترمو لوستونکو ته سلامونه !
ملاصاځبان په خبل مسلکي چارو کې په مشرۍ ښه ښکاري او ډير درناوی ورته لرم . په جهاد کې هم ښه رول لوبولی شي او لوبوي يې ، خو په سياسي چارو کې مشري کول دملا صيب له پاره يو نااشنا ډګر دی ، په تيره د اسلام په نامه يې ګاونډي اسلامي دولتونه سخت تيربآسي او د ملي ګټو پر ضد ترې کار اخستلای شي !
منم چې د قوم قبيلې مشر د خپل قوم قبيلې مشري کولی شي او د هغوی د مشرۍ له پاره سواد ته ضرورت نه لري، ولې آيا دا بده نه ده چې ملا صا حبآنو د ټول ملت د مشرۍ له پاره يو بې سواده ټاکلي وي؟؟؟؟.
قبيلوي مشران په سياست کې ګوتې نه وهي او اړ وي چې يوپه سياست پوه ملي شخصيت ته دغه مشري وسپاري . او که سياسي مشر د مخه موجود وي لکه امان الله خان او يا امير دوست محمد خان ، نو پر همغه راټول شوي او پادشاهي يې ورټينګه کړې ده . په وروستي صورت کې ملايان هم د قومونو سره درېدلي او همدغه کار يې کړی دی .
د شوروي پر ضد جګړه کې د قوونو او قبيلو نقش پاکستان د اسلامي تنظيمونو په واسطه ورمات کړ، څو د پښتنو قوميت ، پښتونولي او افغانيت د ټولو مجاهدينو له سره څخه وباسي او په هغه څه ټينګار وکړي چې مشري يې پاکستان
(ISI) کولی شي او هغهد اسلام په نامه تنظيمونه وو او بس .
په دې کې د پاکستان سياسي ګټې( د پښتونستان دهزمولو هڅې) او د جهاد په نامه اقتصادي ګټې دواړه هم خوندي او هم پټې پاتې کېدلې ، چې دا کار د قومونو سره نشو کيدای .
زما له پاره ملي سياسي ګټې د غور وړ دي چې څوک يې ساتي او څوک يې تر بښو لاندې کوي :
د پايمالولو اساسي علت يې ښايئ په دې کې وي چې زمونږ مجاهدين د دوښمنانو ظيږې ته مهاجر شوي وو، نو هغوی په کې د پراخه لاسوهنې چانس تر لاسه کړی و.
له بده مرغه طالبان هم د مهاجرت په ترڅ کې د پاڅون له پاره چمتو شول، او له يوې دورې حکومت وروسته يو ځل بيا له پولې اخوا مقيم او د پرديو سياسي او پوځي کړيو د رهبرۍ منلو ته اړويستل شول .
دا چې الله دې دوی ته دومره همت او شهامت ورکړي چې د پاکيانو له مردارۍ څخه ځانونه خلاص کړي ، دا زمونږ دعا او غوښتنه ده د الله تعالی په لوی دربار کې !
د کابل په ګوډاکي حکومت او پارلمان کې هم قومي مشران نشته، سره له دې چې حينې وکيلان د قومونود رايو په زور پارلمان ته تللي دي ، د قومي مشرانو له خوا کانديد شوي دي خو دوی د قوم سپينږيري او مشران نه دي او نه د هغوی په څپر په اړونده قومونو کې اعتبار او اوتوريتي لري .
د قونو يو کار تر ملايانو ښه دی او هغه داچې انتخابات، پارلمان ، مکتبونه، تعليمات د نارينه او شځينه دواړو له پاره مني او د قومي مشران يې په خبله بيسوادۍ پښيمانه دي، خو ملا حبان دغه يو نعمت او يو حق هم پر ملت نه لوروي
او د جاهلانو په نامه پرې خپل حکومت غځوي او هغه هم په ٢١ پيړۍ کې !