د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تحقيق حديث (رجعنامن الجهادالاصغرالی الجهادالأکبر)،

عبدالحميد/افغ
13.07.2010

تحقيق حديث (رجعنامن الجهادالاصغرالی الجهادالأکبر)،
دعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل دبياناتوله سلسلې څخه
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمواسلامي وروڼو د حديث د « رجعنامن الجهاد الأصغر الی الجهاد الأکبر » په اړه
ځيني خلګ د اسلام تر يوه طرف وتلي دي ، او ځيني خلګ يې بيا تر بل طرف وتلي دي .
ځيني خلګ په دې حديث سره داخبره ثابته وی چی جهادله کفاروسره بیخی فرض ندۍ، او دا ډيره د جهالت او حماقت خبره ده
او ځيني خلګ بيا دا بیخی حديث نه بولی بلکي داوایې چی دا کفارودجهاد دمحوه کولو په خاطر یوه مقوله جوړه کړیده ، ددغو خلګو اصلي هدف له تصوف او طريقت او له اهل طريقت سره عداوت او دښمني ده ؛ ځکه چي د طريقت مخه و جهاد اکبر ته ده ، د طريقت مقصد او اصلي هدف جهاد اکبر دئ ،اول دعلماؤهغه جرحی درته ذکوم کومی چی پردغه حدیث باندی ئې واردی کړی دی اوبیا اصلی صورتحال درته بیانه وم،جرحی اوتنقیدونه په دې ډول دی. ،،
(۱) : ابن تیمیة په مستدرک علی المجموع کښي دغه حديث غيرصحيح بللۍ دۍاودارنګه ده په مجموع الفتاوی کښي 11/197،ذکرکړيدي چي دغه حديث هيڅ اصل نلري،
(۲) : زيلعي په تخريج الکشاف2/395 کښي ذکر کړبدي چي دغه حديث بیخي ډيرغریب حديث دئ .
(۳) : ددغه حديث په دغولاندي الفاظوسره هم روايت سويدئ :
رجعنا من الجهاد الأصغر إلى الجهاد الأكبر . قالوا : وما الجهاد الأكبر ؟ قال : جهاد القلب .
ملاعلی قاری ددغه حديث په اړه کوم چي په دغومذکوروالفاظوسره دئ په الأسرار المرفوعة ص 211 کښي فرمايلي دي : قيل لا أصل له أو بأصله موضوع .
يعني ويل سويدي چي دغه حديث لره اصل نسته اوياداصل په اعتبارموضوعي دئ ،دملاعلي قاري له دغه تعبيرڅخه دوې خبرې څرګنديږي ،اوله داخبره چي دده خپله ذاتي رأیه داډول نه ده لکه چي دمشکوة په شرحه کښي ده په قاطعانه ډول دجهاداکبر په تحقق اعتراف کړئ دئ اوجهاداکبر يې دجهاداصغرمنشأ بللئ دئ.
دجهاداکبردمذکور حديث په دغوالفاظوسره هم روايت سوئ دئ :
(قدمتم خير مقدم ، وقدمتم من الجهاد الأصغر إلى الجهاد الأكبر ، مجاهدة العبد هواه) النوافح العطرة ، الصفحة أو الرقم: 224.
يعني داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم واصحابوته کله چي له يوې غزاڅخه دوۍ راغلل وفرمايل چي : راغلاست تاسي په غوره دراتللوسره او راغلاست تاسي له جهاد ډيرکوچني څخه وجهادډېرلوۍ ته چي هغه جهاددبنده دۍ له هوا يعني له باطل خواهش دنفس دده سره .
محمدجارالله صعدي په مذکورکتاب کښي ددغه حديث په اړه فرمايلي دي چي داحديث ضعيف دئ .
اودغه حديث په دغولاندي الفاظوسره هم راغلئ دئ :
« رجعنا من الجهاد الأصغر إلى الجهاد الأكبر» انظرالسلسلة للالباني .
يعني رسول عليه السلام واصحابوته وفرمايل چي ، رجوع وکړه موږ له جهاداصغرڅخه وجهاداکبرته،

ألباني په سلسلة الاحاديث الضعيفه کښي په دې اړه ذکرکړيدي چي داحديث منکردئ .
همدارنګه په جامع الصغير کښي هم د مذکور حديث په دغو الفاظو سره روايت سوئ دئ
91698 - قدمتم خير مقدم ، و قدمتم من الجهاد الأصغر إلى الجهاد الأكبر ، مجاهدة العبد هواه .
الباني په ضعيف د جامع صغير کښي ددغه حديث په اړه ذکر کړيدي چي دا حديث ضعيف دئ .
دارنګه بيهقي هم ددغه حديث روايت له حضرت جابر (رض) څخه په ضعيف سند سره کړئ دئ .
دارنګه خطيب په خپل تاريخ کښي هم ددغه حديث روايت له حضرت جابر (رضي الله عنه ) څخه په دغو الفاظو سره کړئ دئ :
« قدِمَ النبي (صلی الله عليه وسلم ) مِن غزاةٍ فقال ( عليه الصلوة والسلام ) قدمتم خير مقدَمٍ و قدِمتم من الجهاد الأصغر الی الجهادِ الأکبر ، قالوا : وماالجهاد الأکبر ؟ قال : مجاهدة العبد هواه » .

محترمو ! دذکر سوي حديث په ارتباط مي د حديثو د امامانو او د علماؤ بېل بېل نظرونه درته ذکر کړل ، پاته سوه دا خبره چي په دې باره کښي ميدان چا وړئ دئ ؟ او ددغه حديث په باره کښي څنګه فکر او خيال مناسب دئ چي موږ يې بايد له ځانو سره ولرو ؟نو ددې تفصيل دادۍ.
داحديث دلاندی دلائلوله مخي بايدمقبول حديث وبلل سي :
(۱)
له دې وجي چي ددغه حديث مضمون په مقبولو،حسنو اوصحيحو حديثوسره ثابت دۍـ،کوم چی په دې شرحه دی
اول،
عن فضالة بن عبيد (رض) قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) : المجاهدمَن جاهَدَ نفسَه في الله عز وجل .
( مسند احمد ج۶ ص۲۰ ــ ۲۲ ، ترمذي وقال حسن صحيح ، وابن حبان رقم (۴۶۲۴) ، طبراني ۱۸/ ۳۰۹ رقم (۷۹۷ ) ، وقال الألباني في الصحيحة اسناده جيد ج۳ ص۴۸۴ ) .
يعني کامل مجاهد هغه څوک دئ چي جهاد وکوي له خپل نفس سره په لار کښي درضا د الله (عزوجل) .
محترمو وروڼو دا په ثبوت رسيدلئ حديث دئ ، لکه چي مأخذونه يې ما درته ذکر کړه ، ايا له دې څخه دا مطلب نه راوځي چي له نفسه سره جهاد ، جهاد اکبر دئ ، او بالمقابل جهاد له کافرانو سره نسبت و جهاد د نفس ته جهاد اصغر دئ .
دوهم،
عن ابي ذر (رض) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : « افضل الجهاد ان تجاهد نفسک و هواک في ذات الله عز وجل » . ( رواه ابونعيم في ا لحلية ج۲ ص ۲۴۹ ، وانظر السلسلة الصحيحة رقم [۱۴۹۶] ) .
يعني افضلترين د جهاد ،او تر ټولو جهادو بهتر جهاد دادئ چي ته جهاد وکوي له نفس خپل سره په لار کښي د رضا دذات د الله (جل جلاله ) .
محترمو وروڼو ! ايا دغه مبارک حديث پر دې خبره باندي دلالت نکوي چي له نفسه سره جهاد ، جهاد اکبر دئ ، او جهاد له کافرانو سره نسبت و جهاد د نفس ته جهاد اصغر دئ ؟ .
دریم،
عن فضالة قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : و المجاهد من جاهد نفسه في طاعة الله و المهاجر من هجر الخطايا والذنوب . ( رواه البيهقي في شعب الايمان ، و اخرجه ابن ماجة في کتاب النفس باب « حرمة دم المؤمن وماله » کذافي المشکوة ص۱۵ ) .
په دغه مبارک حديث کښي ودې خبري ته اشاره راغلې ده چي جهاد هم پر دوه قسمه دئ او هجرت هم پر دوه قسمه دئ : يو حقيقي او کامل جهاد او هجرت دئ بل ظاهري جهاد او هجرت دئ ، حقيقي جهاد ( کوم چي جهاد اکبر دئ ) هغه جهاد دئ د مسلمان له خپل نفسه سره ، او حقيقي هجرت هجرت کول د انسان دي له ګناؤ څخه.
او ظاهري جهاد د مسلمان جهاد دئ له کافرانو سره او ظاهري هجرت انتقال دئ له دار څخه د کفر و دار ته د اسلام .
ملا علي قاري (رحمه الله تعالی ) په مرقات کښي د ذکر سوي حديث ددغو تورو په حِيَز کښي چي « مَن جاهَدَ نفسه » داسي ذکر کړيدي :« اذ هو الجهاد الأکبر و ينشأمنه الجهاد الأصغر » .
يعني ځکه و هغه چا ته چي له خپل نفس سره جهاد کوي حقيقي او کامل مجاهد ويل کيږي چي جهاد د نفس جهاد اکبر دئ او له همدغه جهاد اکبر څخه د جهاد اصغر ځوکړه او تولد کيږي .
څلورم،
حضرت ابو حازم (رحمه الله ) فرمايلي دي :« قاتِل هَواکَ أشدَّ مِما تُقاتِل عدوک » .
(انظر : الاعلام بحرمة أهل العلم ص ۶۹ ) .

اودارنګه قراني آیاتونه هم پردې خبره باندی دلالت کوی چی له نفسه سره جهاد جهاداکبردۍ لکه داقول دخداۍ پاک : «قد افْلَح من زکّها وقدخَاب من دسّها» .
اولکه داقول دخداۍ پاک : «قدافلح من تزکی وذکراسم ربه فصلی »
( ۲)
دکوموعلماووقولونه چی مادرته ذکر کړل چي پر دغه حديث باندي يې تنقيد کړئ دئ ، په تنقيد کښي د دوۍ قولونه سره مختلف دي ، چا منکر بللئ دئ ، چا بې اصله بللئ دئ او چا بيا ضعيف بللئ دئ ، حتی ابن تيميه پخپله ددغه حديث د جرح دوه مختلف قولونه کړيدي چي په يوه قول کښي يې مذکور حديث ضعيف بللئ دئ
(۳)
ملاعلي قاري (رحمه الله ) چي د جرح او د تعديل په باره کښي او دارنګه د هر اړخيزه علميت په اعتبار په ټول اُمّت مسلمه کښي منل سوئ شخص دئ ، هغه ددغه حديث په باره کښي لکه چي ذکر سو ويلي دي چي : « داسي ويل سويدي چي دا حديث ضعيف دئ » دملا علي قاري (رح) دغه تعبير پر دې خبر باندي دلالت کوي چي و دغه حديث ته د ضعف نسبت چي چا کړئ دئ هغه ضعيف دئ ؛ ځکه د علمآؤ په منځ کښي دا ثابته خبر ده چي له يوه قول څخه د « قيل » په لفظ سره تعبير کول پر ضعف د هغه قول دلالت کوي ، نو به نتيجه دا سي چي د ملا علي قاري په نزد دغه حديث ضعيف نه دئ .
سره له دې چي ملا علي قاري په مرقات کښي په صراحت سره دا ذکر کړيدي چي له نفس سره جهاد ،جهاد اکبر دئ او له کفارو سره جهاد ، جهاد اصغر دئ ، او دارنګه يې جهاد اکبر منشأ د جهاد اصغر بللئ دئ .
( ۴)
شاه عبدالعزيز ( رحمه الله تعالی ) په فتاوی عزيزي ص ۲۸ کښي د مذکور حديث په باب ذکر کړيدي چي صوفيه کرام ټول دغه حديث مني ، او ځيني محدثين په دغه حديث سره د جهاد د نفس پر فضيلت باندي دليل نيسي ، او له جهاد اکبر څخه مراد جهاد د نفس او د شيطان دئ ، او ددې خبري شاهد او ګواه صحيح متفق عليه حديث دئ چي :
المجاهد مَن جاهَدَ نفسَه في طاعَةِ اللهِ .
(۵ )
صوفيهء کرام چي کوم حديث ، حديث وبولي نو هغه څوک چي د اوليآءکرامو د عظمت له شان څخه منکر نه وي ، نو بايد انکار ورڅخه ونکړي ؛ ځکه د أمت مسلمه د معتمدو علمآؤ په قول ( لکه امام سيوطي ، امام شعراني ، امام ابن حجر هيتمي وغيرهم داخبره ثابته ده چي اوليآء کرام په دنيا کښي له رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) سره ليدلائ سي ، او د ملاقات په وخت کښي پوښتني ځيني کوي چي فلان حديث څنګه دئ ؟ او فلان حديث څنګه دئ ؟ .
په دې باره کښي فتاوی حديثيه د ابن حجر هيتمي ، او الحاوي د امام سيوطي ، او لواقح الأنوار المحمدية او اليواقيت د امام شعراني وګورۍ.
(۶)
عبدالله ابن مبارک (رحمه الله ) په تفسير کښي ددې قول د خدائ پاک چي : « وجاهدوا في اللهِ حق جهاده » فرمايلي دي چي حق جهاد ، جهاد دنفس او د هوا دئ ، او دا جهاد اکبر دئ ، لکه چي په حديث کښي د « رجعنا من .الجهادالا صغرالخ...» راغلي دي .
او امام حجة الاسلام ابو حامد غزالي (رح) د احيآء العلوم ج ۵ ،په ،ص ۱۰۷ کښی هم دغه ډول مضمون ذکر کړئ دئ .
( ۷)
ابن عابدين د « رد المحتار » د اول جلد په ص ۴۳ کښي ذکر کړيدي چي مُجاهَده په شريعت کښي و مُحاربې ته د نفس اماره بالسوء ويله کيږي ، او دغه مجاهده د حديث د « رجعنا من الجهاد الأصغر الخ » په سبب په جهاد اکبر سره نامداره سوېده .
( ۸ )
مولانا جلال الدين رومي (رحمه الله تعالی ) په مثنوي شريف کښي مذکور حديث د يوه بيان په دې ډول عنوان ګرځولئ دئ :
تفسير رجعنا من الجهاد الأصغر الی الجهاد الأکبر،
او بيا يې داسي فرمايلي دي :
اي شهان کشتيـــــــــم مـــاخصــم برون
ماند زو خصمــــــي بتر در انـــــــدرون
کشتن اين کار عقل و هــــوش نيسـت
شير باطن سـخرهء خـــــرګوش نيست
دوزخ است اين نفس و دوزخ اژدها است
کـــــــو بدريـــــاها نګردد کــــــم و کـــــــاست
هــــــــفت دريـــــارا درآشــــــــامــــــد هــــــنوز
کم نګــــــردد ســــوزش آن خـــــــلق ســــــــوز
په اخیرکښی ددې خبري تفصیل هم درته ذکرکوم چی له نفس اوشيطان سره جهادولی جهاداکبردۍ
محترمه ! دجهاداکبرلنډمصداق اومعنی داده چی دنفس اوشيطان دهرډول خواهش اوغوښتني د اسلامي هداياتومطابق مخالفت کول جهاداکبردۍ ،دنفس اوشيطان مخالفت ولي جهاداکبريعني لوۍ جهاد شو اوله کافرانوسره جهادولي جهاداصغر يعني کوچني جهادسو، ددې ډېر دلیلونه دی چی شرحه ئې داده :
(۱) دنفس اوشيطان مخالفت کلي اوعام دۍاوله کافرانوسره مقابله جزئي اوخاص امردۍ
(۲)نفس اوشيطان دهرانسان دوجودداخلي دښمنان دي اوکافران خارجی دښمنان دي په همدې سبب نفس او شيطان داسی مثال لري لکه دکافرانويوه ډله چي دمسلمانانوپريوه شهرحمله وکړی نوپه هغه صورت کښي خوله دوۍسره جهادفرض عين دۍ اوبالمقابل که کفارپرخپلوسلطنتوباندي اوسي نوله دوۍ سره جهادفرض کفايی دۍ نو له دې وجهي له نفس اوشيطان سره جنګ جهاداکبرسوځکه عام کافران ودوۍدواړو ته داسي مثال لري لکه په خپلوځايوکښي چي اوسي اونفس اوشيطان نسبت ودوئ ته داسی مثال لری لکه دمسلمانانوپرشهرچي یې حمله کړېوي.
(۳)له کافرانوسره جهادڅواموروته ضرورت لري،اول کلک عزم،دوهم فقط اوفقط دالله جل جلاله رضا اودالله جل جلاله دکلمې اعلا په نيت کښي نيول،دريم دجنګ وسائل برابرول،څلرم په ښه مېړانه اوشوق سره جنګ کول خودغه څلورشيان بتمامها دنفس اوشیطان پرمخالفت موقوف دي نوجهاداکبرموقوف عليه دجهاداصغرسو
(۴) نفس اوشیطان وعاموکافرانوته دمنافق حيثيت لري ځکه دوۍ دواړه انسان ددوستۍ په عنوان کښي ګمراه کوي، دمنافق عذاب ترمجاهرکافرسخت وي نوځکه له دواړوسره جهادجهاداکبرشو
(۵)له نفس اوشیطان سره جهادکول ترمومن اومسلمان پوري خاص دئ تنهاهغه څوک دغه مقدس کار کولای سی چی اېمان لری اوله الله سره مخلص وی اوله کفاروسره جنګ کله کله کافران هم کوی که څه هم هغه دالله درضااوددین په خاطرنه وی
(۶) : دنفس اوشیطان په جهادکښی دنیت خرابي اوفاسدغرضونه ګنجایش نه لري
(۷)له کفاروسره جهادحسن لغیره دئ،اودنفس اوشیطان مخالفت حسن لذاته دئ .
(۸)داحادیثواوقرآنی ایاتونوله مخی داخبره ثابته ده چی له نفس اوشیطان سره جهاد،جهاداکبردئ.
تمت ـ
[color=darkred][/color]


و.افغان
13.07.2010

ګران او محترم فاضل صاحب:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترما: هر فن بېل تخصص دی، او ځانته متخصصين لري، تاسې محترم دغه حديث
په حديثي نقد سره په اثبات ورسوئ، هر څوک به يې درسره ومني.
د حديث د صحت لپاره لاندې شروط ضرور دي:
۱- عدالة الرواة.
۲ـ ضبط الرواة.
۳ـ اتصال الاسناد.
۴ـ الخلو من الشذوذ.
۵ـ الخلو من العلة القادحة.
تاسې د دغه شروطو په رڼا کې حديث په اثبات ورسوئ، څوک به يې چې له منلو يې
انکار وکړي؟!!!!!!!!
ضرور نه ده چې هره ښکلي خبره نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته منسوب شي، بلکه
د هرې خبرې د ويلو نسبت نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته د دين سره يو لوی خيانت
دی.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
من کذب علي متعمدا فليتبوأ مقعده من النار.
هر څوک چې په قصدي ډول په ما دروغ وتړي؛ نو په اور کې دې ځان لپاره ځای وګوري.

په درنښت


جوا

عبدالحميد/افغ
25.07.2010

السلانم عليکم ورحمة الله تعالی وبرکاته
وروسته له حمده اوله صلاته اول ستاسوروغتياله لوۍ ربه غواړو له لوۍ فراقه وروسته يووار بياوخپل هستوګن ځاۍ ته راغلم اوستاسودليک په لیدوسره مي په جوابي ليک کښي تعجيل وکړ، ګرانه وروره داخبره خوصحيح ده چي هرفن خپل متخصصين لري خوداحاديثواثبات اولياء کرام په کشف وغيره طريقوسرهم کوي ،پورته حديث شريف دنقل له لاري ثابت خوليکن اولياووکراموداحديث ثابت کړيدۍ نوځکه موږ يې هم بايدومنو،اودپورته تحقيق په عميقه کتنه سره داخبره ډېره روښانه کيږي،په دې باره کښي دابن عربي رحمه الله تعالی لاندي عبارت وګوره
يقول ابن عربي: رب حديث يكون صحيحاً من طريق رواته يحصل لهذا المكاشف أنه غير صحيح لسؤاله (للرسول) صلى الله عليه وسلم فيعلم وضعه ويترك العمل به، وإن عمل به أهل النقل لصحة طريقه، ورب حديث ترك العمل به لضعف طريقه من أجل وضاع في رواته يكون صحيحاً في نفس الأمر لسماع المكاشف له من (الروح) حين إلقائه على رسول الله صلى الله عليه وسلم .
والسلام


كريم كامران
25.07.2010

[quote:ee08b1a967]يقول ابن عربي: رب حديث يكون صحيحاً من طريق رواته يحصل لهذا المكاشف أنه غير صحيح لسؤاله (للرسول) صلى الله عليه وسلم فيعلم وضعه ويترك العمل به، وإن عمل به أهل النقل لصحة طريقه، ورب حديث ترك العمل به لضعف طريقه من أجل وضاع في رواته يكون صحيحاً في نفس الأمر لسماع المكاشف له من (الروح) حين إلقائه على رسول الله صلى الله عليه وسلم . [/quote:ee08b1a967]
وأنا أقول لك أيها الأخ الفاضل فاضل:
ما الذي تقصده وراء مناقشة هذا الموضوع؟
أتقصد أن نتخلى عن الجهاد ضد العدو الصائل الأمريكي بالسيف ونطردهم بمجاهدة النفس بحجة أن الرسول صلى الله عليه وسلم وصفها بالجهاد الأكبر؟

ددې حدیث شریف بحث ته له وړاندې کولو مو هدف څه دی؟
فرض کړه قلبي جهاد اكبر جهاد شو، آیا دامت په اوسني حالت کې زمونږ مسئولیت په دې رفع کېږي چې له کفارو سره په قلبي جهاد سره جهاد وکړو؟

له نفس سره جهاد ته ځکه اكبر جهاد ویل شوی چې نسبت دتورې له جهاد څخه مشکل وي، او ځینې نور عوامل یې تاسو هم ذکر کړي، خو متوجه اوسئ چې د تورې دجهاد کوم فضائل چې په قرآن کریم او احادیثو کې ذکر شوی له پامه ونه غورځوئ!!!

رابه شو دېته چې آيا مجاهدة النفس همیشه له جهاد بالسیف باندې اكبره ده؟
که تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث ولولئ، ډیر داسې احادیث به ووینئ چې په یو حدیث کې یو عمل ته بهتر ویل شوای وي او په بل حدیث کې بل عمل ته، په یوه حدیث کې افضل الاعمال (بهترین عمل) الصلاة علی وقتها (یعنې په خپل وخت باندې لمونځ) ښودل شوی، او په بل حدیث دقرآن کریم تلاوت یاد شوی، په یو حدیث کې له مور او پلار سره نیکي بهترین جهاد بلل شوی، او په بل حدیث دظالم پاچا په وړاندې حقه خبره بهترین جهاد ګڼل شوی.

او داسې نور په لسګونو مثالونه لرو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مختلفو کسانو ته، ديوې پوښتنې مختلف ځوابونه ورکړي، او همدا دیو کامیاب دعوتګر صفت دی چې ترهرڅه وړاندې د مدعو (هغه څوک چې دعوت ورته کیږي) په حالاتو، ظروفو، دایمان او عقیدې په کچې او څرنګوالي ځان وپوهوي او د هغې مطابق ځواب ورکړي. مثلا یو سړی چې لمونځونه قضايي اداکوي هغه ته وايي چې بهترین عمل په خپل وخت لمونځ ادا کول دي، او بل چې دقرآن کریم تلاوت په دوامدار ډول نه کوي هغه ته وايي بهترین عمل دقرآن کریم تلاوت دی. او دا کوم بې ځایه کار هم نه دی ځکه چې دلومړی کس لپاره دهغه په ژوند کې ترټولو زیات ضرورت په وخت سره لمونځ ادا کولو ته دی نو ځکه دده لپاره ترټولو بهتر عمل هم شو، او ددوهم لپاره چې ایمان یې دقرآن تلاوت ته ضرورت لري ترټولو بهتر عمل دقرآن کریم تلاوت دی.

نو که چیرته پورتنی حدیث صحیح حدیث هم وي او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی وي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به دوخت او زمان او دمخاطبینو د ظرفیتونو له تقاضاوو سره دا خبره کړي وي چې دعام حکم په توګه اخیستل یې سم کار نه دی.

او دلته یو شي ته باید توجه وکړې، په پورتني مزعوم حدیث کې نه دي راغلي چې (رجعنا من الجهاد المفضول إلى الجهاد الأفضل) بلکې د اکبر او اصغر جهاد کلمې ذکر شوي. چې لویوالی یې په دې کې دی چې په نفس باندې له ځان سره مجاهده ډیره درنه تمامیږي نسبت دتورې له جهاد څخه. که نه د تورې دجهاد افضلیت خو له هیچا پټ نه دی.


Re: جوا

وصيل پېروز
25.07.2010

[quote:4b4570d594="فاضل"]السلانم عليکم ورحمة الله تعالی وبرکاته
وروسته له حمده اوله صلاته اول ستاسوروغتياله لوۍ ربه غواړو له لوۍ فراقه وروسته يووار بياوخپل هستوګن ځاۍ ته راغلم اوستاسودليک په لیدوسره مي په جوابي ليک کښي تعجيل وکړ، ګرانه وروره داخبره خوصحيح ده چي هرفن خپل متخصصين لري خوداحاديثواثبات اولياء کرام په کشف وغيره طريقوسرهم کوي ،پورته حديث شريف دنقل له لاري ثابت خوليکن اولياووکراموداحديث ثابت کړيدۍ نوځکه موږ يې هم بايدومنو،اودپورته تحقيق په عميقه کتنه سره داخبره ډېره روښانه کيږي،په دې باره کښي دابن عربي رحمه الله تعالی لاندي عبارت وګوره
يقول ابن عربي: رب حديث يكون صحيحاً من طريق رواته يحصل لهذا المكاشف أنه غير صحيح لسؤاله (للرسول) صلى الله عليه وسلم فيعلم وضعه ويترك العمل به، وإن عمل به أهل النقل لصحة طريقه، ورب حديث ترك العمل به لضعف طريقه من أجل وضاع في رواته يكون صحيحاً في نفس الأمر لسماع المكاشف له من (الروح) حين إلقائه على رسول الله صلى الله عليه وسلم .
والسلام[/quote:4b4570d594]
ډېرافسوس دی فاضل صاحب ددې پرځای چي دبل خبرې ته غوږکښېږدي خپله خبره يې ترسرنيولې ده هيڅ هم نه اوري بس دايې دليل دی چي ا بن عربي داسي وايي ، فاضل صاحب تاسوبايددوهاج ساپي صاحب په خبره نه ياست پوه شوي يوځل بياهغه ليکنه ولولئ وروسته به موسرپه خلاص شي زه پوهېږم چي بيابه هم تاويلونه پکي کوې وروستی دليل به دي دعربي داصريحه سپين سترګي وي چي په کشف سره له رسول الله صلی الله څخه ديوحديث دصحت اونه صحت پوښتنه کوي!!!!
ډېردافسوس ځای دی چي زموږعلماء هم په ډېره زړورتيادده داخبره تائيدوي چي هوبالکل سم وايې ته خونوهغه يې چي بل سيال دي نه شته . لومړی دي خپل کشف ثابت کړه چي په کوم نص ثابت دی که نه اوکه يې له ګيډي راته جوړوې؟. اياددې کشف اوعلم غيب ترمنځ کوم توپيرشته که وي څه دی؟؟؟؟.
اياپردې اجماع نه ده شوې چي ترقرآن کريم وروسته صحيح کتاب بخاري دی اوس ولي بيرته داقاعده ماتوئ که سبايوبل ابن عربي کشف وکړي ايادصحيح البخاري پرحديثونوبه هم کرښه راکاږي چي دازماپه کشف سره مات شو؟؟؟؟.
درنولوستونکو!
دايوچل دی چي مسلمان ملت ته يې ورکوي په دې ډول غواړي داسي خلک داسلام له احکاموځان خلاص کړي نودکشف اوکشفياتوخبرې کوي چي هيڅ حقيقت نه لري اوسپين دروغ دي . زه پوهېږم چي ټول دابن عربي له حقيقت څخه خبردي خونه پوهېږم کوم څه يې خولې مهرکړې دي اياستاسوداايت سترګوته نه درېږي ؟:
((وَلاَ تَلْبِسُواْ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُواْ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ)) (البقره : ۴۲)
زه له هغووروڼوهيله کوم چي دابن عربي له حقيقت څخه خبردي هغوئ دي حق ښکاره کړي اونه دي پټوي .
وړاندي تردې چي داصغراواکبرجهادپه اړه څه ووايم لومړی غواړم دابن عربي حقيقت تاسوته وښيم ځکه داکبرجهادپلويان اخيرهمده ته پناه وړي .
حقيقة ابن عربي


عبد اللطيف بدر العثمان


نشر قبل أيام كلام عن ابن عربي وتم تمجيده وأنه قود شامخ و حتى جعل كأنه احد أئمة الدين الإسلامي ويستغرب الإنسان المسلم العاقل كيف يكون هذا عالم أو أنه قود شامخ خاصة و أنه قد تكلم الأئمة الإسلامية على ابن عربي وبينوا كفر كلامه ومنهم ابن العز عبد السلام وشيخ الإسلام ابن تيمية وابن القيم والذهبي وحتى خص بعض العلماء مؤلفات في بيان كفر هذا الرجل و منهم الإمام برهان الدين البقاعي حيث ألفه مؤلفه بعنوان (تنبيه الغبي إلى تكفير ابن عربي) وصنف العلامة ابن نور الدين مجلدا كاملا في الرد على ابن عربي سماه ( كشف الظلمة عن هذه الأمة ) وكذلك كفره الإمام شهاب الدين أحمد بن يحي التلمساني الحنفي والإمام سيف الدين عبد اللطيف بن بلبان السعودي وابن الجزري والإمام بركة الإسلام قطب الدين ابن العسقلاني وغيرهم كثير .

من هو ابن عربي ؟
هو محمد بن علي الحاتمي الظائي المرسي ولد بالأندلس سنة 560 هـ وتوفي سنة 638هـ ،بدأ حياته بطلب العلم في مدينة إشبيلة ، ثم سلك طريق التصوف ،فانقطع عن الدنيا ، واعتزل الناس ، ورحل للمشايخ التصوف ومن هنا بدأت مخالفته منهج النبي صلى الله عليه وسلم من عزلتة من الناس وترك الدنيا ، وله مؤلفات كثيرة ، وكان ممن دافع كثيرا عن عقيدة وحدة الوجود الكفرية التي لا ترى فرق بين الخالق والمخلوق بل كل موجود هو الخالق حتى الخنزير تعالى الله عما يقولون علوا كبيرا .

عقيدة وحدة الوجود الكفرية :
يرى ابن عربي أن ( ما في الوجود إلا الله ) وأن جميع ما يدركون بالحواس هو مظهر لله تعالى ، وهذه عند حقيقة الحقائق التي تفرق بين العارف بالله والجاهل به .
يقول ابن عربي : ( العارف من يرى الحق في كل شيء ، بل في كل شيء ، بل يراه عين كل شيء )في كتابه الفتوحات المكية ( 2 / 332 )
ولا شك أن هذا كلام كفر ورده عن الدين فكثير من الآيات أتت في بيان أن الله خالق كل شيء وأن الموجودات كلها مخلوقة قال تعال : (( يأيها الناس اذكروا نعمة الله عليكم هل من خالق غير الله يرزقكم من السماء والأرض )) ولاشك بكفر هذا الكلام حيث يكذب كلام الله سبحانه ورسوله صلى الله عليه وسلم .

رب ابن عربي يعتريه النقص وصفات الذم :
يقول ابن عربي : ( ألا ترى الحق يظهر بصفات المحدثات ، وأخبر بذلك عن نفسه ، وبصفات النقص وبصفات الذم ) فصوص الحكم بشرح القشاني ص 84 .
فهو يدعي بأن الله تعالى عنده صفات نقص وذم تعالى الله عما يقول علواً كبيرا .
يقول الله تعالى : (( ولله الأسماء الحسنى فادعوه بها )) فهل يليق من له الأسماء الحسنى والصفات الأعلى أن يعتريه نقص أو ذم ؟! .

القول بسقوط التكاليف :
إيمان ابن عربي بوحدة الوجود يقوده إلى اعتقاد سقوط العبادة عنه ، لأنه وصل للرأي بأن العابد هو المعبود ، والشاكر هو المشكور ، يقول ابن عربي في كتابه الفتوحات المكية ( 6/236 ):
الرب حق والعبد حق ياليت شعري من المكلف
إن قلت عبد فذاك ميت أو قلت رب أنى يكلف

قوله بوحدة الأديان :
كون ابن عربي يعتقد أن العالم كله هو عين ذات الله تعالى ، وهذه العقيدة استلزمت إيمانه بوحدة الأديان لذلك تجده يقول : (( إن الحق في كل معبود وجها يعرفه من عرفه ، ويجهله من جهله ) (فصوص الحكم بشرح القاشاني ص 67.

وهذا الوجه هو أن يتجلى – بزعمهم – في صورة هذا المعبود ، فالصورة صورة مخلوق ، والحقيقة هو الله تعالى . فبهذا الاعتقاد الفاسد جعلوا كل معبود هو الله حتى البقر وكذلك يستلزم من قولهم صحة عبادة كفار قريش للأصنام تعالى الله عما يقولون علوا كبيرا وقد قال الله تعالى : (( إن الدين عند الله الإسلام )) ولا أدري من هو الكافر ؟! ولماذا بعث نبينا محمد صلى الله عليه وسلم ؟!

إنكار علماء الإسلام على ابن عربي :

فقال عبد العز بن عبد السلام هو شيخ سوء كذاب وقال الإمام ابن الجزري هو أنجس من اليهود والنصارى انظر في كتاب الرد على القائلين بوحدة الوجود ص 34 لعلي القارئ
وكذلك القاضي زيد الدين الكتاني قال : ( قوله –ابن عربي – الحق هو الخلق فهو قول معتقد الوحدة ، وهو قول كأقوال المجانين ، ... )العقد الثمين للفاسي (2/174 )
وقال القاضي سعد الدين الحارثي –الحنبلي - : ( ما ذكر من كلام المنسوب إلى الكتاب المذكور – فصوف الحكم – يتضمن الكفر .... وكل هذه التمويهات ضلالة وزندقة ) العقد الثمين للفاسي ( 2/172 )
وقال إمام الذهبي : ( ومن أمعن النظر في فصوص الحكم ، أو أنعم التأمل لاح له العجب ، فإن الذكي إذا تأمل من ذلك الأقوال والنظائر والأشباه ، فهو أحد رجلين : أما من الاتحادية في الباطن ، وإما من المؤمنين بالله الذين يعدون أن هذه النحلة من أكفر ، نسأل الله العفو ... إلى أن قال : فوالله لأن يعيش المسلم جاهلا خلف البقر ، لا يعرف من العلم شيئا سوى سورة من القرآن ، يصلي بها الصلوات ، ويؤمن بالله واليوم الآخر – خير له بكثير من هذا العرفان ... )ميزان الاعتدال (3/660)

وغيرهم كثير ممن أنكر على ابن عربي واعتقاده الفاسد ، فلذا لزم على كل مسلم أن يحذر من مثل هذه الاعتقادات الباطنية التي لا تمس بالدين بصلة البتة فعليك بالكتاب والسنة وما فهمه سلف هذه الأمة فقد قال الله تعالى : (( ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى ويتبع غير سبيل المؤمنين نوليه ما تولى ونصله جهنم وساءت مصيرا )) .

Al3thman77@hotmail.com
http://www.saaid.net/feraq/sufyah/sh/5.htm

دابن عربي دحقيقت پېژندلولپاره داهم دکتلودی :
http://www.hdrmut.net/vb/t194242.html

ماوړاندي هم په دې اړه په بحث فورم کي يوه ليکنه کړې وه فاضل صاحب ته که تکليف نه وي يوځل دي ترنظرتېره کړي :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5462

ښکاره ده چي داحديث هيڅ حقيقت نه لري اوداسلام دښمنانوله ځانه جوړکړی دی خوزه دلته دمشارع الاشواق دليکوال هغه خبرې رانقلوم چي په همدې اړه يې کړې دی نوموړی وايي :
وهذاالحديث ليس له وجودفی الکتب الحديثية اطلاقاً ، ورواه الخطيب البغدادي رحمه الله بلفظ آخربسنده عن جابررضی الله عنه قال : قدم النبی صلی الله عليه وسلم من غزاة له فقال لهم رسول الله صلی الله عليه وسلم : قدمتم خيرمقدم وقدمتم من الجهادالاصغرالی الجهادالاکبرقالوا: وماالجهادالاکبر؟ يارسول الله ! قال : مجاهدة العبدهواه . (تاريخ بغداد۱۳ / ۴۹۳)
وفی سنده خلف بن محمدبن اسماعيل الخيام ، قال الحاکم : سقط حديثه وقال ابويعلی الخليلي : خلط ، وهوضعيف جداً ، روی متوناًلاتعرف .
وقال الحاکم وابن ابی زرعة : کتبناعنه الکثيرونبرأمن عهدته وانماکتبناعنه للاعتبار. (ميزان الاعتدال ۱ / ۶۶۲)
وفيه ايضاًيحی بن العلاء البجلي ، قال الامام احمدعنه : کذاب يضع الحديث وقال عمروبن علی والنسائي والدارقطنی : متروک الحديث ، وقال ابن عدي : واحاديثه موضوعات . (تهذيب التهذيب ۱۱/ ۲۶۱ ، ۲۶۲)
وقال شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله : واماالحديث الذی يرويه بعضهم انه قال فی غزوة تبوک : رجعنامن الجهادالاصغرالی الجهادالاکبر، فلااصل له ، ولم يروه احد من اهل المعرفة باقوال النبی صلی الله عليه وسلم وافعاله وجهادالکفارمن اعظم الأعمال ، بل هوافضل ماتطوع به الانسان . انتهی . (الفرقان بين اولياء الرحمن واولياء الشيطان ص ۴۴ ، ۴۵)
ولست اشک بعدهذاکله بان هذا الحديث موضوع .

[color=white:4b4570d594][/color:4b4570d594]
فاضل صاحب! ته که دابن النحاس رحمه الله داليکنه ولولې نوکه له حق څخه سترګې پټې نه کړې زه باورلرم چي له خپلې دې نظريې به تېرشې . په همدې هيله
ستاسو
پېروز


و.افغان
25.07.2010

درنو وروڼو!
السلام عليکم

ګرانه فاضل جانه ، طالب جانه، ملا جانه!
په علم الحديث کې د صحت او ضعف په برخه کې هيچا هم د کشف يادونه نه ده کړې، زه
نور څه نه زياتوم، د محمد وصيل پيروز صاحب دغه ښکلې ليکنه ښه په ارام سوچ
ولوله، په اسلام شرعه کې د کشف په نوم څه نشته، بلکه د کشفياتو دعواګانې سراسر
ګمراهيانې او ضلالتونه دي.
ظلمات بعضها فوق بعض.

او ابن عربي په اسلامي تاريخ کې د زنديقانو بابا تېر شوی دی، هغه د اسلام او د
اسلامي علومو سره هيڅ ريښې نه لري.

په درنښت


عبدالحميد/افغ
08.08.2010

تاسو دبيان دابرخه سمه نه ده مطالعه کړې دابرخه په ښه انصاف سره مطالعه کړۍ
اوبل ستاسوله لیکنوڅخه دامعلوميږي چي تاسو له تصوف څخه منکر ياست اوداڅومره لوۍ مالفت دۍ له اسلام څخه په دې اړه دعلامه ابوالفضل صاحب دتصوف اوعرفان لړۍ ولولۍ چي دامت دڅومره مسلموعلماؤ نظريې يې ذکرکړيدي
بياتاسي څرنګه له تصوف څخه انکارکوې ،امام شعراني،امام ابن حجرالهيتمي ،عبدالرحمن جامي وغيرهم علماءکرام خوبه دزندیقانو باباګان نه وی دوۍ مبارکو په خپلوکتابوکښي داخبره هم ثابته کړېده چي اولياء کرام رسول عليه السلام په ويښه هم ويني اوبيادحديثوپه باب پوښتنه ځندي کوي اوداخودتعجب خبره نه ده تاسي بايددوۍ پرځان نکړۍ قياس ،که تاسي دحق معلومول غواړۍ نومعلومول خوپه داسي طريقه سره نه کيږي لکه تاسي چي يې کوۍ تاسي بايد زموږ له علماووسره مخامخ سۍ بايد بحثونه سره وکړۍ تر څوحق ښه ښکاره سي
اوبل وهاج صاحب ته داوايم چي ره تراوسه طالب يم الحمدلله الله تعالی ته په دې ډېر زيات شکراداکوم چي دحق متابعت يې رانصيب کړېدۍ
پاته برخه
محترمو ! دذکر سوي حديث په ارتباط مي د حديثو د امامانو او د علماؤ بېل بېل نظرونه درته ذکر کړل ، پاته سوه دا خبره چي په دې باره کښي ميدان چا وړئ دئ ؟ او ددغه حديث په باره کښي څنګه فکر او خيال مناسب دئ چي موږ يې بايد له ځانو سره ولرو ؟نو ددې تفصيل دادۍ.
داحديث دلاندی دلائلوله مخي بايدمقبول حديث وبلل سي :
(۱)
له دې وجي چي ددغه حديث مضمون په مقبولو،حسنو اوصحيحو حديثوسره ثابت دۍـ،کوم چی په دې شرحه دی
اول،
عن فضالة بن عبيد (رض) قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) : المجاهدمَن جاهَدَ نفسَه في الله عز وجل .
( مسند احمد ج۶ ص۲۰ ــ ۲۲ ، ترمذي وقال حسن صحيح ، وابن حبان رقم (۴۶۲۴) ، طبراني ۱۸/ ۳۰۹ رقم (۷۹۷ ) ، وقال الألباني في الصحيحة اسناده جيد ج۳ ص۴۸۴ ) .
يعني کامل مجاهد هغه څوک دئ چي جهاد وکوي له خپل نفس سره په لار کښي درضا د الله (عزوجل) .
محترمو وروڼو دا په ثبوت رسيدلئ حديث دئ ، لکه چي مأخذونه يې ما درته ذکر کړه ، ايا له دې څخه دا مطلب نه راوځي چي له نفسه سره جهاد ، جهاد اکبر دئ ، او بالمقابل جهاد له کافرانو سره نسبت و جهاد د نفس ته جهاد اصغر دئ .
دوهم،
عن ابي ذر (رض) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : « افضل الجهاد ان تجاهد نفسک و هواک في ذات الله عز وجل » . ( رواه ابونعيم في ا لحلية ج۲ ص ۲۴۹ ، وانظر السلسلة الصحيحة رقم [۱۴۹۶] ) .
يعني افضلترين د جهاد ،او تر ټولو جهادو بهتر جهاد دادئ چي ته جهاد وکوي له نفس خپل سره په لار کښي د رضا دذات د الله (جل جلاله ) .
محترمو وروڼو ! ايا دغه مبارک حديث پر دې خبره باندي دلالت نکوي چي له نفسه سره جهاد ، جهاد اکبر دئ ، او جهاد له کافرانو سره نسبت و جهاد د نفس ته جهاد اصغر دئ ؟ .
دریم،
عن فضالة قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : و المجاهد من جاهد نفسه في طاعة الله و المهاجر من هجر الخطايا والذنوب . ( رواه البيهقي في شعب الايمان ، و اخرجه ابن ماجة في کتاب النفس باب « حرمة دم المؤمن وماله » کذافي المشکوة ص۱۵ ) .
په دغه مبارک حديث کښي ودې خبري ته اشاره راغلې ده چي جهاد هم پر دوه قسمه دئ او هجرت هم پر دوه قسمه دئ : يو حقيقي او کامل جهاد او هجرت دئ بل ظاهري جهاد او هجرت دئ ، حقيقي جهاد ( کوم چي جهاد اکبر دئ ) هغه جهاد دئ د مسلمان له خپل نفسه سره ، او حقيقي هجرت هجرت کول د انسان دي له ګناؤ څخه.
او ظاهري جهاد د مسلمان جهاد دئ له کافرانو سره او ظاهري هجرت انتقال دئ له دار څخه د کفر و دار ته د اسلام .
ملا علي قاري (رحمه الله تعالی ) په مرقات کښي د ذکر سوي حديث ددغو تورو په حِيَز کښي چي « مَن جاهَدَ نفسه » داسي ذکر کړيدي :« اذ هو الجهاد الأکبر و ينشأمنه الجهاد الأصغر » .
يعني ځکه و هغه چا ته چي له خپل نفس سره جهاد کوي حقيقي او کامل مجاهد ويل کيږي چي جهاد د نفس جهاد اکبر دئ او له همدغه جهاد اکبر څخه د جهاد اصغر ځوکړه او تولد کيږي .
څلورم،
حضرت ابو حازم (رحمه الله ) فرمايلي دي :« قاتِل هَواکَ أشدَّ مِما تُقاتِل عدوک » .
(انظر : الاعلام بحرمة أهل العلم ص ۶۹ ) .

اودارنګه قراني آیاتونه هم پردې خبره باندی دلالت کوی چی له نفسه سره جهاد جهاداکبردۍ لکه داقول دخداۍ پاک : «قد افْلَح من زکّها وقدخَاب من دسّها» .
اولکه داقول دخداۍ پاک : «قدافلح من تزکی وذکراسم ربه فصلی »
( ۲)
دکوموعلماووقولونه چی مادرته ذکر کړل چي پر دغه حديث باندي يې تنقيد کړئ دئ ، په تنقيد کښي د دوۍ قولونه سره مختلف دي ، چا منکر بللئ دئ ، چا بې اصله بللئ دئ او چا بيا ضعيف بللئ دئ ، حتی ابن تيميه پخپله ددغه حديث د جرح دوه مختلف قولونه کړيدي چي په يوه قول کښي يې مذکور حديث ضعيف بللئ دئ
(۳)
ملاعلي قاري (رحمه الله ) چي د جرح او د تعديل په باره کښي او دارنګه د هر اړخيزه علميت په اعتبار په ټول اُمّت مسلمه کښي منل سوئ شخص دئ ، هغه ددغه حديث په باره کښي لکه چي ذکر سو ويلي دي چي : « داسي ويل سويدي چي دا حديث ضعيف دئ » دملا علي قاري (رح) دغه تعبير پر دې خبر باندي دلالت کوي چي و دغه حديث ته د ضعف نسبت چي چا کړئ دئ هغه ضعيف دئ ؛ ځکه د علمآؤ په منځ کښي دا ثابته خبر ده چي له يوه قول څخه د « قيل » په لفظ سره تعبير کول پر ضعف د هغه قول دلالت کوي ، نو به نتيجه دا سي چي د ملا علي قاري په نزد دغه حديث ضعيف نه دئ .
سره له دې چي ملا علي قاري په مرقات کښي په صراحت سره دا ذکر کړيدي چي له نفس سره جهاد ،جهاد اکبر دئ او له کفارو سره جهاد ، جهاد اصغر دئ ، او دارنګه يې جهاد اکبر منشأ د جهاد اصغر بللئ دئ .
( ۴)
شاه عبدالعزيز ( رحمه الله تعالی ) په فتاوی عزيزي ص ۲۸ کښي د مذکور حديث په باب ذکر کړيدي چي صوفيه کرام ټول دغه حديث مني ، او ځيني محدثين په دغه حديث سره د جهاد د نفس پر فضيلت باندي دليل نيسي ، او له جهاد اکبر څخه مراد جهاد د نفس او د شيطان دئ ، او ددې خبري شاهد او ګواه صحيح متفق عليه حديث دئ چي :
المجاهد مَن جاهَدَ نفسَه في طاعَةِ اللهِ .
(۵ )
صوفيهء کرام چي کوم حديث ، حديث وبولي نو هغه څوک چي د اوليآءکرامو د عظمت له شان څخه منکر نه وي ، نو بايد انکار ورڅخه ونکړي ؛ ځکه د أمت مسلمه د معتمدو علمآؤ په قول ( لکه امام سيوطي ، امام شعراني ، امام ابن حجر هيتمي وغيرهم داخبره ثابته ده چي اوليآء کرام په دنيا کښي له رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) سره ليدلائ سي ، او د ملاقات په وخت کښي پوښتني ځيني کوي چي فلان حديث څنګه دئ ؟ او فلان حديث څنګه دئ ؟ .
په دې باره کښي فتاوی حديثيه د ابن حجر هيتمي ، او الحاوي د امام سيوطي ، او لواقح الأنوار المحمدية او اليواقيت د امام شعراني وګورۍ.
(۶)
عبدالله ابن مبارک (رحمه الله ) په تفسير کښي ددې قول د خدائ پاک چي : « وجاهدوا في اللهِ حق جهاده » فرمايلي دي چي حق جهاد ، جهاد دنفس او د هوا دئ ، او دا جهاد اکبر دئ ، لکه چي په حديث کښي د « رجعنا من .الجهادالا صغرالخ...» راغلي دي .
او امام حجة الاسلام ابو حامد غزالي (رح) د احيآء العلوم ج ۵ ،په ،ص ۱۰۷ کښی هم دغه ډول مضمون ذکر کړئ دئ .
( ۷)
ابن عابدين د « رد المحتار » د اول جلد په ص ۴۳ کښي ذکر کړيدي چي مُجاهَده په شريعت کښي و مُحاربې ته د نفس اماره بالسوء ويله کيږي ، او دغه مجاهده د حديث د « رجعنا من الجهاد الأصغر الخ » په سبب په جهاد اکبر سره نامداره سوېده .
( ۸ )
مولانا جلال الدين رومي (رحمه الله تعالی ) په مثنوي شريف کښي مذکور حديث د يوه بيان په دې ډول عنوان ګرځولئ دئ :
تفسير رجعنا من الجهاد الأصغر الی الجهاد الأکبر،
او بيا يې داسي فرمايلي دي :
اي شهان کشتيـــــــــم مـــاخصــم برون
ماند زو خصمــــــي بتر در انـــــــدرون
کشتن اين کار عقل و هــــوش نيسـت
شير باطن سـخرهء خـــــرګوش نيست
دوزخ است اين نفس و دوزخ اژدها است
کـــــــو بدريـــــاها نګردد کــــــم و کـــــــاست
هــــــــفت دريـــــارا درآشــــــــامــــــد هــــــنوز
کم نګــــــردد ســــوزش آن خـــــــلق ســــــــوز
په اخیرکښی ددې خبري تفصیل هم درته ذکرکوم چی له نفس اوشيطان سره جهادولی جهاداکبردۍ
محترمه ! دجهاداکبرلنډمصداق اومعنی داده چی دنفس اوشيطان دهرډول خواهش اوغوښتني د اسلامي هداياتومطابق مخالفت کول جهاداکبردۍ ،دنفس اوشيطان مخالفت ولي جهاداکبريعني لوۍ جهاد شو اوله کافرانوسره جهادولي جهاداصغر يعني کوچني جهادسو، ددې ډېر دلیلونه دی چی شرحه ئې داده :
(۱) دنفس اوشيطان مخالفت کلي اوعام دۍاوله کافرانوسره مقابله جزئي اوخاص امردۍ
(۲)نفس اوشيطان دهرانسان دوجودداخلي دښمنان دي اوکافران خارجی دښمنان دي په همدې سبب نفس او شيطان داسی مثال لري لکه دکافرانويوه ډله چي دمسلمانانوپريوه شهرحمله وکړی نوپه هغه صورت کښي خوله دوۍسره جهادفرض عين دۍ اوبالمقابل که کفارپرخپلوسلطنتوباندي اوسي نوله دوۍ سره جهادفرض کفايی دۍ نو له دې وجهي له نفس اوشيطان سره جنګ جهاداکبرسوځکه عام کافران ودوۍدواړو ته داسي مثال لري لکه په خپلوځايوکښي چي اوسي اونفس اوشيطان نسبت ودوئ ته داسی مثال لری لکه دمسلمانانوپرشهرچي یې حمله کړېوي.
(۳)له کافرانوسره جهادڅواموروته ضرورت لري،اول کلک عزم،دوهم فقط اوفقط دالله جل جلاله رضا اودالله جل جلاله دکلمې اعلا په نيت کښي نيول،دريم دجنګ وسائل برابرول،څلرم په ښه مېړانه اوشوق سره جنګ کول خودغه څلورشيان بتمامها دنفس اوشیطان پرمخالفت موقوف دي نوجهاداکبرموقوف عليه دجهاداصغرسو
(۴) نفس اوشیطان وعاموکافرانوته دمنافق حيثيت لري ځکه دوۍ دواړه انسان ددوستۍ په عنوان کښي ګمراه کوي، دمنافق عذاب ترمجاهرکافرسخت وي نوځکه له دواړوسره جهادجهاداکبرشو
(۵)له نفس اوشیطان سره جهادکول ترمومن اومسلمان پوري خاص دئ تنهاهغه څوک دغه مقدس کار کولای سی چی اېمان لری اوله الله سره مخلص وی اوله کفاروسره جنګ کله کله کافران هم کوی که څه هم هغه دالله درضااوددین په خاطرنه وی
(۶) : دنفس اوشیطان په جهادکښی دنیت خرابي اوفاسدغرضونه ګنجایش نه لري
(۷)له کفاروسره جهادحسن لغیره دئ،اودنفس اوشیطان مخالفت حسن لذاته دئ .
(۸)داحادیثواوقرآنی ایاتونوله مخی داخبره ثابته ده چی له نفس اوشیطان سره جهاد،جهاداکبردئ.
تمت ـ


وصيل پېروز
08.08.2010

[quote:f8ea7f0eb1="فاضل"]تاسو دبيان دابرخه سمه نه ده مطالعه کړې دابرخه په ښه انصاف سره مطالعه کړۍ
اوبل ستاسوله لیکنوڅخه دامعلوميږي چي تاسو له تصوف څخه منکر ياست اوداڅومره لوۍ مالفت دۍ له اسلام څخه په دې اړه دعلامه ابوالفضل صاحب دتصوف اوعرفان لړۍ ولولۍ چي دامت دڅومره مسلموعلماؤ نظريې يې ذکرکړيدي
بياتاسي څرنګه له تصوف څخه انکارکوې ،امام شعراني،امام ابن حجرالهيتمي ،عبدالرحمن جامي وغيرهم علماءکرام خوبه دزندیقانو باباګان نه وی دوۍ مبارکو په خپلوکتابوکښي داخبره هم ثابته کړېده چي اولياء کرام رسول عليه السلام په ويښه هم ويني اوبيادحديثوپه باب پوښتنه ځندي کوي اوداخودتعجب خبره نه ده تاسي بايددوۍ پرځان نکړۍ قياس ،که تاسي دحق معلومول غواړۍ نومعلومول خوپه داسي طريقه سره نه کيږي لکه تاسي چي يې کوۍ تاسي بايد زموږ له علماووسره مخامخ سۍ بايد بحثونه سره وکړۍ تر څوحق ښه ښکاره سي
اوبل وهاج صاحب ته داوايم چي ره تراوسه طالب يم الحمدلله الله تعالی ته په دې ډېر زيات شکراداکوم چي دحق متابعت يې رانصيب کړېدۍ
تمت ـ[/quote:f8ea7f0eb1]
نه ! فاضل جانه ستاسي دبيان هغه برخه مي ښه په غورالحمدلله ولوستله اودې نتېجې ته ورسېدم لکه وړاندي چي مي درته يادونه وکړه .
که څوک دادعوه کوي چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم يوڅوک په ويښه ليدلای شي اوبياترې داحاديثوپه اړه پوښتنه کوي داخبره بالکل له سره ترپايه غلطه ده . دوئ هيڅ داسي نص په لاس کي نه لري چي خپله داباطله ادعااونظريه په ثابته کړي بلکي له ځانه جوړي شوې څودروغ کيسې کوي چي په هيڅ ډول دمنلووړنه دي ، زه پردې باورلرم چي دوئ به هيڅکله هم داثابته نه کړای شي اوهرڅوک صادق مسلمان په دې پوهېږي . رسول الله صلی الله عليه وسلم نورله دې دنياتللی دی ، هيڅوک ورسره خبرې نه شي کولای اونه ترې دهغه داحاديثوپه اړه پوښتنه کولای شي که داسي کېدلای نوترموږاوتاسوصحابه کرامورضی الله عنهم ، تابعينواوتبع تابعينوداکارډېرښه کولای شوای ، نوهغوئ بياولي په خپل وخت کي پېښ شوي اختلافات په دې ډول له منځه نه وړل ؟ دمعاويه رضی الله عنه اوعلی کرم الله وجهه په جنګ کي رسول الله صلی الله عليه وسلم ولي يوځل نه راتلی څودمسلمانانودوينې تويدنې مخه نيول شوې وای؟؟؟.
ښکاره ده چي هغه دقران کريم له دې ويناسره سم ((وماکان محمدالارسول فان مات اوقتل)) سره وفات شوی دی اوله دې وروسته ورسره نه هيڅوک خبرې کولای شي اونه يې روح حاضرېدای شي که څوک داعقيده لري چي دمړوروحونه دنياته حاضرېږي دايوه مشرکانه اوباطله عقيده ده .
ستادمبارکانوليکنې مي لوستې دي ، ته دي دتصوف اصول يوځل له نظره تېرکړه کله چي دي داسي وکړل نوبيايې له قرآن اوحديث سره پرتله کړي چي څومره سره ورته دي؟؟؟ !!!! .
هيله لرم داپيوندبه دي شکونه اوشبهات له منځه يوسي :
http://www.dorar.net/enc/firq/1886
پرتصوف دلته شوی بحث له سره ترپايه په ښه غورمطالعه کړه که دي له حق څخه سترګې پټې نه کړې نوهرومروبه له خپلې دې زړې اوورستې نظريې څخه تېرشې .
دجهاداکبراواصغرمسئله وړاندي دلته څېړل شوې ده زه نه غواړم نورڅه پرې وليکم که ته لاپرخپله پخوانۍ نظريه ولاړيې نوپه دې اړه قرآن کريم اوسپېڅلي نبوي احاديث مطالعه کړه ان شاء الله په حق سره به دي سترګې روښانه اوروح ډاډمن شي .
م . وصيل پېروز


و.افغان
08.08.2010

محترم فاضل جانه وروره!
بحث دی کړی دی،خو علمي حديثي بحث نه دی، په حديثي کتابونو تشې حوالې هيڅکله
هم په صحت او حسن دلالت نه شي کولای، ځکه چې حديثي کتابونو له صحاحو پرته په
خپلو پاڼو کې حسن، ضعيف، منکر او آن موضوع يعنې درواغجن روايات هم راټول
کړيدي، بايد دغه روايات د علم الحديث او علم الجرح والتعديل په معلومو متعارف
عليه اصولو باندې وتلل شي، چڼ شي، او صحيح يې له ضعيف څخه جدا شي.
کله چې حديث د دغو معتبرو اصولو په رڼا کې په اثبات ورساوه؛ نو بيا يې رسول الله
صلی الله عليه وسلم ته منسوبولی شې، په معنا غږېدل يې
ګټه رسوي، استنباط ترې فايده لري، او احکام ترې راويستلی شې،

پاتې شوه، د ابن عربي خبره، نو د هغه زنديق سره د نورو مسلمانانو علماوو نومونه
مه ګډوه، په دې چې ته په دې کار سره د دغو علماوو بېعزتي کوې، سره له دې چې
هيڅوک هم له صحي او خطا څخه خالي نه دي، خو صحي او خطا هم خپل حدود لري،
چې په هغو حدودو کې اجتهاد مونږ د يوه اجتهاد په توګه منلی شو، اجتهاد خطا
او صواب دواړه لري، او دا هم مه هېروه، چې تصوف او تصوف فرق لري، هغه تصوف
چې د پرهېزګارۍ، تقوا او الله جل جلاله د قربت هڅې ته ويل کيږي، هغه يو محمود
تصوف دی.
مګر هغه تصوف چې له پاکې عقيدې انحراف وي، د قرآن او سنت مخالفت وي،
ګمراهي او له خپلې خېټې په دين کې خبرې کول وي، د غيبو دعوا وي، د پېريانو
تسخير وي، د وحي دعوا وي، او داسې نور؛ نو دا ټول کفر دی، زندقت دی، او په اوس
زمانه کې هغه پاک متصوفه خلک نه ليدل کيږي، موخه مې چې ځانونه تصوف ته
منسوبوي، او له عقيدې او عمل له نګاه نه پاک وي، البته زمونږ په اسلامي امت کې
خير ډېر زيات دی، الحمد الله علماء شته دي، طلاب العلم شته دي، تقوا دار او
پرهېزګاره خلک شته دي، او ان شاء الله چې تر قيامته پورې به دا خير دوام مومي.

خو ابن عربي يو لوی زنديق تېر شوی دی، او د زندقت لوی دليلونه يې د هغه په خپلو
کتابونو کې د هغه خپلې خبرې دي:
اوس يې تاسو ولولئ، معنی يې کړئ، او مونږ ته يې وژباړئ:

( ما في الوجود إلا الله )
( العارف من يرى الحق في كل شيء ، بل في كل شيء ، بل يراه عين كل شيء )في كتابه الفتوحات المكية ( 2 / 332 )
( ألا ترى الحق يظهر بصفات المحدثات ، وأخبر بذلك عن نفسه ، وبصفات النقص وبصفات الذم ) فصوص الحكم بشرح القشاني ص 84 .

لفتوحات المكية ( 6/236 ):
الرب حق والعبد حق ياليت شعري من المكلف
إن قلت عبد فذاك ميت أو قلت رب أنى يكلف

(( إن الحق في كل معبود وجها يعرفه من عرفه ، ويجهله من جهله ) (فصوص الحكم بشرح القاشاني ص 67.

يا خالق الأشياء فينفسه
تخلق ما لا ينتهي كونه

أنت لما تخلق جامع
فيك فأنت الضيق الواسع

لقد صار قلبي قابلاً كل صورة
وبيت لأوثان وكعبة طائف
فمرعى لغزلان ودير لرهبان
وألواح توراة ومصحف قرآن

وأشهد أنها لي صلَّت
حقيقة الجمع في كل سجدة
صلاتي لغيري في أداء كل ركعة
ولا فرق بل ذاتي لذاتي أحبت

ففي الصحو بعد المحو لم أك غيرها
وذاتي ذاتي إذا تحلت تجلت

محترمه فاضله وروره! نور ډېر کفريات يې هم غږولي دي، داوس لپاره په همدې اکتفاء
کوم.

په درنښت


وصيل پېروز
09.08.2010

سمه ده کوم څه چي له قرآن اوسنت سره برابروي هيڅ مسلمان هم ترې انکارنه شي کولای اوهرومروبه يې مني خوهغه څه چي له قرآن اوحديث سره مخالف اوټکرشي دهغومنل ضلالت اوګمراهيتوب دی اوپرهرمسلمان فرض ده چي له خپل وس سره سم يې مخه ونيسي دهمدې قرآن اوسنت دمخالفت په دوران کي يوزنديق اکبرابن عربي هم تېرشوی دی چي ترفرعون کم کافرنه دی تېرشوی دی داسي عقيده لري چي په بشپړډول له قرآن اوحديث سره مخالفه ده .
ښکاره ده چي په سلوکي ٪ ۹۰ صوفيان ابن عربي ته په ډېردرناوي قائل دي اوان شيخ اکبريې بولي اوکوم څوک چي دابن عربي تګلاره تعقيبوي زه وايم چي هغه هم له ده څخه په زنديقت کي يوه ذره هم کم نه دی .


خاټول
28.08.2010

سمه ده ښاغلي ابوالفضل صاحب دي په نوموړې حديث عمل پيل كړي , او له نفس سره دجهاد كولو په موخه دي ټول هغه القاب چي له خپل نامه سره يي ضميمه كړي ړنګ كړي, اونورځوانان دي پريږدي چي دخدای ددښمنانوپه وژلو له هغوي سره اودخپل ځان په قربانۍ له خپل نفس سره جهاد وكړي٠


Erfan Wahdat
27.09.2010

فاضل جانه! دیره زیاته مننه ستا له مجاهدی نه، الحمد الله ستا مجاهده دیره غشتلی وه خو دا خوارج نه یواحی چی ستا مذکوره احادیث او د برجسته علماوو نظریات ردوی بلکی که یی وس ورسی نو نعوذباالله محمد ص هم ردوی.
هغه یو حدیث خو به دی اوریدلی وی چی دوی له اسلام نه داسی وتلی دی لکه غشی چی له لیندی نه ووحی او هیحکله هم غشی بیرته لیندی ته په شا نه دی راغلی نو دوی هم بیرته په شا نه راحی. دوی د محمد ص په شان کی گستاخ دی نو ددوی توبه هم نه قبلیری نو داسی کسانو ته لیکنه او یا هدایت هیح ارزشت نلری. کوشش وکه چی نوری لیکنی وکی او هغه کسان چی الله ج ورته د نیکی لاری رهنمائی کری ستا له لیکنو نه مستفید شی او د داسی فاسقو او فجارو خلکو مخی ته حدیث مه بیانوه خدای نخواسته فحش به ورته ووایی او ته به ورسره غرق شی دوی خو یی هسی هم پروا نه ساتی. دوی ته حقیقی علم بیانول د علم ضایع کول دی. الله دی په علم کی زیاتی راوله.
وسلام


مومن مهاجر
28.09.2010

عرفان خانه! خوله دي په واک خوځوه! که دسالم،منطقي اومعقول بحث وړتیانه لري هیڅکله دبحث خونوته مه راځه! یوځل بیایادونه کوم چي که دیوموضوع په اړه بحث کوې هیله ده چي دانساني اخلاقو په چوکاټ،مباحثې داصولوپه رڼااومتقابل درناوي معیارته په پام یې ترسره کړې نه داچي پرخلکو دکفر،خوارجواونوروټاپه ولګوې،سپکې سپوري ووايي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more