نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتانه د نورو د بې عدالتۍ او تبعيض له کبله جګړه کوي
pattang
12.07.2010
پښتانه د نورو د بې عدالتۍ او تبعيض له کبله جګړه کوي
http://www.tolafghan.com/posts/18667
TIME
http://www.time.com/time/world/article/0,8599,2002483,00.html
12.07.2010 12:49
((خالد نه يواځې د طالبانو پخوانی غړی و بلکه په داسې یوه سيمه کې چې تاجکان او ازبکان په کې واکمن دي دی پښتون هم و. د سيمه ييزو خلکو په وينا، په سيمه کې پښتانه تل په ستونزو کې ګېر دي. دولتي واکمنان د لږګيو [پښتنو] سره تبعیض کوي. په شمال او دولتي ادارو کې د پښتنو سره تبعيض کېږي او پښتان دا احساس کوي چې له واکه لرې شوي او لږکيو ته ټول واک ورکړل شوی نو دوی ځکه زوړرول کېږي. او محکمې ډېر کم وخت د پښتنو په ګټه پرېکړې کوي.))
پورته خبرې د ټايم امريکايي اونيزې دي چې په افغانستان کې نړيوال خپلو ظلمونو او ناراو ته متوجه کوي. د ټايم اونيزه د افغانستان د تخار د ينګي کلا په ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندان سره مرکه کړې ده چې په کې طالبانو ته د نوموړي د اوښتلو په اړه کې ويل شوي دي چې نوموړی ځکه طالبانو ته بيا واوښت چې په شمال کې د نوموړي په شمول له پښتنو سره سخت تبعيض کېږي، زورول کېږي او محکمه د پښتنو په ګټه پرېکړې نه کوي.
د طالبانو سيمه ييز قوماندان چې ځان یې محمد خالد معرفي کړی دی وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال یې ورسره کار کاوه خو له سقوط وروسته یې عادي ژوند غوره کړ، تر دې چې طالبانو بيا خپلو ليکو ته وروغوښت. دی وايي چې په تخار کې یې د یوې کوريايي موسسې خلاف غږ پورته کړ چې عيسويت ته یې مسلمانان وربلل. په همدې تورونو افغان دولت د پل چرخي زندان ته ولېږه او له دوه کاله بند څخه وروسته له بنده ازاد کړای شو.
محمد خالد وايي چې له بند ازاد شو نو ډېر پوروړی و. له همدې کبله یې عادي ژوند ته مخه کړه او غوښتل يې چې خپلو بچو ته روزي وګټي. خو په تخار کې پوليسو او د افغانستان استخباراتو (ملي امنيت) په ارامه پرېنښود. هر وخت به یې تنګولو او پوښتنې ګروينې به یې ترې کولې. نوموړی وايي چې ملي امنيت به ورسره د ميلمنو په مخ کې تحقيقات کول او ارام ته یې نه پرېښودلو. خالد وايي چې امنيتي ادارو به ترې بډې غوښتلې او په ينګي کلا کې به د هر اختطاف او غلا پړه د ده په غاړه وه.
ټايم وايي چې د طالبانو ډېر غړي د پښتنو سره ناخوالې يادوي او د دولت او بهرنيانو سره یې د مبارزې لامل بولي. ټایم وايي خالد څو ځل له مرکزي دولت او د سولې له کميسيون څخه له ځانه سره سيمه ييزو واکمنو او ملي امنيت ته ليکونه يووړل چې دی بې ګناه دی او سولييز ژوندون یې غوره کړی دی، خو د ده تنګولو دوام وموند او نور یې چې د تحمل وسعه نه لرله نو بېرته طالبانو سره یو ځای شو. خالد وايي چې ماویل چې د ولسمشر د ماڼې د شکايتونو کميسيون زما ستونزه نه شي حل کولی نو نور به یې څوک حل کړي؟ نو ځکه مې کلی پرېښود او وسله مې پورته کړه چې د دولت خلاف وجنګېږم.
ټايم زياتوي چې ((په افغانستان کې تبعيض عام دی. او د خپلو قبيلو او توکمنو په ګټه د دولتي مامورينو چلند [او پښتنو سره متعصب چلند] تل د پښتنو د خپګان سرچينه ده. سره د دې چې حامد کرزی لکه د ملات عمر او ډېر طالبانو غوندې پښتانه دي، خو پښتانه دا احساس کوي چې له سياسي پروسې څخه دوی ويستل شوي دي او د تاجکانو او ازبکانو د بيروکراسۍ له خوا ټکول شوي دي.))
د خالد وسلوال ګروپ اوس ۴۰۰ غړي لري چې د دولت له امنيتي ارګانونو تنګ شوي دي اوډېر یې هغه پښتانه دي چې له دولتي قاضيانو څخه په تنګ او خپه دي.
د ټايم انګليسي ليکنه دلته ولولئ.
د ټول افغان يادونه:
د خالد کيسه کابو د ټول افغانستان کيسه ده. د بون له شرمېدلې ناستې او تړون په اساس ټولې نړۍ له پښتنو سره تبعيض وکړ او کوښښ یې وکړ چې په افغانستان کې توکميز حکومت رامنځ ته کړي او پښتانه وټکوي. د امريکا استخباراتو په لوی لاس د پښتنو نفوس له ۶۵٪ څخه یو ځل ۳۸٪ او بيا ۴۲٪ ته راټيټ کړ او د لږکيو د نفوس فيصدي یې په دې موخه لوړه کړه چې ګنې د افغانستان اکثريت د دوی د ښکېل او تېري ملاتړي دي.
د افغانستان په نورو سيمو کې هم د ينګي کلا ولسوالۍ ته ورته کيسې تکرارې شوي دي او تکرارېږي. په بادغيس کې لږکي ايماق مليشې (چې شيعه ګان دي) د ازبکو مليشو په مرسته په سوله خوښو پښتنو بريدونه کول تر دې چې سيمه ييز خلک مجبور شول له طالبانو مرسته او انصاف وغواړي. بادغيس اوس د بهرنيانو او له تبعیضه او تعصب ډکو دولتي ځواکونو ته دوزخ ګرځېدلی.
بهرنيانو د دې پرځای چې د افغانانو ترمنځ د ورورولۍ فضا رامنځ ته کړای وای له لومړۍ ورځې قومي تعصباتو ته لمن ووهله او لکه د هر بهرني ښکېلګر ځواک افغانان یې د یو بل وينو ته کېنول چې له راتلونکو پايلو یې خدای ج خبر دی.