د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زما کلی،زماکوردې ولايت شي


مجيب انګار
15.04.2004

زماسراوزمامال دې امانت شي
راته جوړدې ملي پوځ له دولت شي
دکرزي صاحب نه هيله زماداده
خامخادې زموږکلی ولايت شي

(دس-سيرت وينا



ليلماـ الفت
15.04.2004

ښاغلئ انګاره وروره سلامونه
که دا د شمالي لنډغرو د توپک واکداري وه ، نو ليري به نوي چه بازارک به مملکت او پنجشير به براعظم هم واورې
خپل نفُس خو ئې ټوله نړۍ ته ثابت کړ چه پنجشير دوه نيم ميلون نفُس لري ، او دولس ستوري ( سټاره ) جنرالي خو نسته که واې هغه ئې هم پر اوږو درته وهله :
حيرانه په دې يمه چه دوې دا اووه اولسوالۍ او يو مرکز څرنګه په دې وړه دره کي ځايه وي خو يوه اولسوالي به د بلي په غيږ کي پرته وي او هر دري کوره په ها خوا به بله اولسوالي شروع کيږي

لعنت دي وي پر هغه پښتنو چه ځان د افغانستان بولي خو کلئ دي ولايت شوئ نه وي
ماته خو پر داسي پښتنولئ په خداې چه شرم راځي :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
په کليواله پښتنه مينه
ليلما الفت


salou
16.04.2004

انګاره وروره سلام ،

داچې دپنجشېر ؤلسوالي په ولايت باندي بدله شويده دومره دانديښنې وړندي،ليکن دا چې دخپل هېواد پلازمېنه موپه پنجشېرأؤښتي دي رښتياهم
خواشينوونکي دۍ٠ :( :( :( :( :( :( :( :( :( :(
نور نو له هغه چاڅخه هيله اوتمه پکارندي کوم چې له يوې خوادجنګسالارانو
اوټوپکسالارانو غندنه کوي اوله بلي خوايي خپلي اوبه د جنګسالارانو او
ټوپکسالارانو پر ژرنده ور خوشي کړيدي٠ :lol: تاسوته څرګنده ده چې همدا
څو ورځي مخکی ديوه جنګسالارزوي له حکومتي عسکرو سره په يوه نښته کي
ؤوژل شو٠جنګساﻻرپه ځواب کي په سلګونو عسکرمړه اوډېر خو يي ﻻتراوسه
په خپل شخصي زندان کي ساتلي دي٠ :( :( :( :( :( :(
پداسي حال کي چې په پلازمېنې کابل کي په ډيرو شاندارو مراسمو سره د
لوړو دولتي مقامونولخوا د ټوپکمار فاتحه واخيستل شوه ، د حکومتي عسکرو
تر اوسه پوري نه چا نوم واخيست او نه هم چا د دوي پر بيرحمه مړيني باندي
يوه اوښکه توي کړه :shock: :shock: :shock: :shock: :shock: له پړدو به څه ګېله کړم زه له خپلو ګېله کړم
بي له ستامي ګذاره شوه اوس به څه چاره کوم
په ډيره مينه او درناوي :) سالو :) [/list]



ليلماـ الفت
20.04.2004

.........................ولايت شي

پر هــــــــــــــــــــــــــــا قوم هغه اوګړودي لعنت شي
چه ژوندۍ ژبـــــــــــــــــــه ترې ورکه په غفلت شي

يا هغه چه په شمار په برخـــــــــــــــــــــــــه ډير وي
خو نصيب ئې اخير نـــــــــــــــــــــوم د اقليت شي

دا شعار دئ زما و هـــــــــــــــــــــــــــــــر هغه ټبر ته
چه ئې ورک ملي هويت ملي وحــــــــــدت شي

داسي ښکاري هـــــــــا پنځوس پېړۍ تاريخ به
نن بر باد په ښکلي نـــــــــــــــــوم د سخاوت شي

د پښتون د ننـــــــــــــــګ په نوم مي شرم راسي
زما ئې څه که دا پنجشير نن مملــــــــــکت شي

که حقوق د ټولو يـــــــــــــــو دي په قانون کي ؟
نو مو حق دئ دا قانـــــــــــــون دي مراعت شي

د کــــــــــــــــــــــرزي څه هم زموږ غوښتنه داده
خامخا دي زمـــــــــــــــــــــــــوږ کلئ ولايت شي

په کليواله پښتنه مينه
ليلوما الفت


تــــانــــــد شينواری
20.04.2004

سلام ټولو ډيرو ښاغلو او أغلو لوستونکو او ګډونکونکو ته ! [color=darkblue:39bbdfb996][color=indigo][color=darkblue]ښايي دا وخت ډير خلک په دي خبر وي چې مسعود او دهغه ډلې په افغانستان باندي دروسانو د تيری په وخت کې څه ډول او په څه موخه ((جهاد )) کړی دي . او که څوک لا هم بي خبره پاتي وي دپخواني شوروي دمهال دمسؤلو جنرالانو هغه کتابونه او ياداشتونه دي ولولي په کومو کې چې هغوي دا هر څه بر بنډکړي دي چې دوي د اسلامي جميعت په ځانګړې توګه د نظار شورا او دهغوي دمشر سره څه ډول اړيکې درلودي . که دا هرڅه ولولي نو پوه به شي چې دهمدغو(( مجاهدينو)) دکور اوکلي دمخي نه ، په زرهاووتوپونه ،ټانکونه اوپه لکونوراکټونه او بمونه او ګولې په پوره بيغمي تيريدی او ټول هيواد په همدغو وسلو ورانيده ،په لکونو خلک په همدي راکټونو او بمونو وژل کيدل او بي غړو کيدل . همدا ډول به خبر شي چې څنګه دي جهادي تنظيم دهغه نورو تنظيمونو سره په جګړه کې چې يواځي او يواځي په دي سبب چې ديو بل قوم خلک پکي زيات وو يا دداسي يو مشر تر مشري لاندي يي جهاد کاوه چې ديو بل قوم سره يي اړيکي درلودي دروسانو څخه يي ددغو ډلو اوګوندونو د اشخاصو د له مينځه وړلو لپاره د هوايي بمباري غوښتنه کوله .او داسې نوري په سلګونودخيانت نمونې به وګوري .[/color:39bbdfb996]
کله چې روسان دافغانستان څخه په تيښتې مجبور شول نو همدغې ډلي دهمغې ورځې نه په افغانستان کې دافغانانو ترمنځ د ملي وحدت د له منځه وړلو ته مټې راونغاړلي او زموږ دهيوادوالو تر منځ يي قومي ، ژبني او سمتي دشمنې ته تر هغه چې په توان کې وو لمن ووهله چې په همدي علت زموږ هيواد کې څو کاله کورني جنګ دوام وکړ په دي جګړه کې زموږ دهيوادپه يوي پيړي کې تر لاسه شوي فرهنګ او اقتصاد اوټوله مادي او معنوي شتمني له مينځه لاړه . په همدغه مهال يواځې په کابل کې له 80000څخه زيات بيګنا خلک په هغو جګړو کې شهيدان کړل شول چې ددي جګړو يو ډير وتلی طرف يا لوری ، همدغه ډلګې وه . [/color]
په داسي حال کې چې دافغانستان ډير خلک د ولږې اوتندې سره لاس او ګريوان وو دغه وژونکو دنورو بيشميره بهرنيو عايداتو او سوغاتونو چې دافغانستان د دشمنانو له خوا ورکول کيدل سربيره ، په دغه ټول دوران کې دخپلو سيمو هغه قيمتي ډبري چې ډير ارزښت يي درلوده او دافغانستان دملت مال وو بهر ته انتقال او خرڅولي [/color]

په يوګوسلاويا کې دناټو قواوې هڅه کوي ټول هغه اشخاص چې په جنګې جناياتو ککړ دي ، بشري حقوق يي تر پښو لاندي کړي دي او يا هم په ډله ايزو وژنو تورن دي محکمي ته حاظر کړي خو زمو ږ هيواد کې هغوي ته دهغوي د((خدمتونو !!)) په وياړ جايزې ورکول کيږي . دا جايزه کله د هيواد يو تر ټولو لوي ورانونکي ته د(( ملي قهرمان )) په بڼه ، کله يو کم سواده او قاتل ته د مارشالي په ورکولو او کله هم يوي کاملا نامستحقي وړې ولسوالې ته دولايت دمقام په ورکولو په شکل راڅرګنديږي .

[color=red:39bbdfb996]کرزي دخپل راتګ سره سم زموږ هيوادوالو ته ډير د ذهرو غړپونه ورکړه ، ډيرې خاورې او ايرې يي ورته په سترګو کې ورواچولې او هر ځل زموږ هيواد وال فکر کوي چې دابه وروستې لوبه وي خو خدای خبر چې دی به نور څومره ذهر په موږ څکي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:39bbdfb996]



مجيب انګار
26.04.2004

په اسلام،افغانستان اوپښتومينې خورې الفت! سلامونه اوښې چارې
په پيردې رحمت شه لاپه دې خوږه ويناالله دې دلاښوليکنووس درکړي...
خورې!!!!!!! اوريدلي به دې وي چې دوستم هم له کرزي نه غوښتي دي چې په شمال کې دې درې٣ولايتونه ورزيات کړی شي. وايي چې پکه دادې لابله سپکه.....ډيرژربه واورې چې دولت به ددريوولايتونوپرځای٤ورزيات کړي ولې چې موږويده يو.......... خوشال بابا وايي:::::::::
[color=blue:ca570fa887]که هرڅويې سمومه نه سميږي[/color:ca570fa887]
[color=green:ca570fa887]پښتانه دي دکږوکاڼوديوال[/color:ca570fa887]


يو ښکلي پښتو شعر ((خپله ژبه))

lima bahar
26.04.2004

د سراج الدين منګل يو ښکلي شعر
........................................خپله ژبه
چي په خپله ژبه ګونګ اوسې نادان يي
...............................................په پردي ژبه تو تي په شان ګويان يي
چي دې خپله ژبه نوي ته به نه يي
............................................که په تولو ژبو پوه د درست جهان يي
د وطن تاريخ په کومه ژبه وايي
...............................................بي تاريخه به بي نوم اوبي نښان يي
بله ژبه کې بي قام بي هويت يې
...............................................که د بل په زور راغلي له اسمان يي
بي له قامه به دي ځاي نه وي هيچيري
.............................................دا متل دي که ته خان يي په ياران يي
صرف ده ژبه د ملي هويت بيلګه
.............................................بي له دې به تل د بل چا بنديوان يي
د ملي يوا لي ژبه پوخ بنسټ دي
.............................................بي بنسټه به کمز و ر ي نا توا ن يي
دا پښتو ده چي پښتون په دي پښتون دي
.........................................بي پښتو خو نه پښتون او نه افغان يي
په درناوي
ليمه بهار



مجيب انګار
27.04.2004

ليمه بهار ! سلامونه ، بهاردې خزان مه شه
الله دې دټولوپښتنوداويدې کوپړۍ په خيرکړي ترڅوله دې ناورينونوخپل اولس اوقام وژغورو،په قلم دې برکت شه ليکنې دې روانې ساته



مجيب انګار
28.04.2004

[[size=24:dd08576793]size=18][color=brown:dd08576793]کامه دې ولايت شي[/color:dd08576793][/size:dd08576793][/size]
ليکنه : مولوي عبدالشکور ياسيني (له وحدت نه په مننه)
افغانستان يووخت اته ولايتونه ؤ امنيتي چارې يې په ښه توګه روانې وې خلک ټول په امن ووکه خواري اوغريبي وه خودبدامنۍ لخوانه دوطن په ډيرولرو پرتوسيموکې چاپه ډاراوويره ژوندنه کاوۀ اوس دکابل دښارپه منځ کې هم چاته ځان په امن نۀ ښکاري.
هيوادنه دلړمانومورجوړه شوې ده خپل بچي يې خوري په ځينوبچوکې يې دااحساس نشته چې دوطن دارامۍ اوهوساينې لپاره ګامونه واخلي هرسړی خپله خيټه اوخپل ځان ګوري دځلوګي قاتل په شانتې دنوروپه لوټلواووژلوکې خپل راحت ګوري اوخوندترې اخلي ډيرودقدرت اودټوپک کسانودځانونونه فرعونان جوړکړي دي دخدای مخلوق ته دمخلوق په سترګه نه ګوري زورچلول اوچورکول دي ،ځنګلونه اوکانونه تالاکول دي هر چاته چې دولتيغر،ځنګل،ټاپو،ډاګ اودشت نژدې دي دخپل قدرت په اندازه يې غصبانه قبضه پرې لګولې ده دولايتونوشميرورځ په ورځ زياتيږي خودابادۍ اودجوړښت اثرپه هيوادکې نه ښکاري،دپردوپه اوږومياشت ګوري دخپل منځي بې اتفاقۍ په خاطرپه پردوځان ساتي هرڅوک په دې کې دی چې کورمې دې اولسوالي شي اوکلی مې دې ولايت شي ددې لپاره چې په انتخاباتوکې مې دې دوکيلانوشميرګڼ شي اوماته ووټ يارايې راکړي اوزه پرې رئيس جوړشم.
زه هم وياړاً غواړم چې زموږکلی (ده طاهر)دې اولسوالي شي او(کامه ) دې ولايت شي
کامه چې په ننګرهارکې اول درجه اولسوالي ده ٥٢قريې لري چې هره قريه يې اولسوالي شي مناسب ده اوپه تيره بيادده قاضي کلی حکمراني يالويه اولسوالي شي کامه په غلودانواوحاصلاتوکې وړه امريکايادغلوګودام ياديږي،اودنفوسوشميرکې دويم چين دی ،اوتقريباٌ ١٣٠٠٠هکتاره ځمکه لري.چې دهيوادډيروسيموته يې غلې دانې رسيدلي ،پوهان،اديبان،علما،انجينران،دانشوران،شاعران په لويه پيمانه پکې موجوددي،مدبر اوزيرک وګړي لري په ميلمه پالنه اوغيرت کې شهرت لري دجهادپه موده کې دهيواد دجهاددروازه وه چې ډيروولايتونودکامې دلارې نه مجاهدين خپلوځايونوته رسيدل تکړه مجاهدين يې درلودل په همدې خاطرباندې روسانودهمدې سيمې نه خطرمحسوس کولو لس زره روسان شوروي اتحاداودوطن کمونستانودثمرخيلوسيمې ته راوليږل چې ګڼ شميرټانکونه اوالوتکې ورسره وې اوکامه به هروخت داورلاندې وه کامه ثمرخيلوته دومره نژدې ده چې کاڼی هم وررسيږي،روسانوبه چې يوتوپ پاکاوۀ اولته کش کاوۀ به يې هم يوډزبه يې په کامه کاوۀ،اووۀ ځلې ورته دروسانوقوه راغلې ډيرټانکونه اوالوتکې يې په کامه کې ويجاړې شوي اوڅوتنه موترې ژوندي نيولي دکامې يوفردداسې نه دی پاتې شوی چې هجرت يې نه وي کړی نراوښځويې په جهادکې خپله ونډه اخستې اودسره کفرپه مقابل کې دهيواددازادۍ لپاره جنګيدلي اوخپل سرونه يې قربان کړي دي اوس يې هم دوطن په ابادۍ اورغونه کې خپل ځانونه ستړي کړي اودوطن دبې وزلولپاره دغلواودانو په توليدکې بوخت دي تردې پورې چې دکامې څخه دهيوادنوروځايونوته دڅارويولپاره هم خلک ګيااوغذاوړي دنوروسيموخواراوغريب دخپلوشپوتيرولولپاره کامې ته راپه کډه کيږي چې په کامه کې ژوندبسيااوهوساشي نراوښځې دکامې باعاطفه،بارحمه اومهربانه دي هرمسافرورڅخه بيرته په خوشحالۍ خپل کورته ځي نودذي صلاح مقام نه غواړم چې زموږکامه دې هم ولايت شي.
(((درنولوستونکيو! دغه خوږه ليکنه زمانه بلکې دپښتوپياوړي ليکوال ښاغلي مولوي عبدلشکورياسيني ده،ځواب يې په ليکوال پوردی

[size=24:dd08576793][/size:dd08576793]



مجيب انګار
28.04.2004

دکټوازولسوالۍ دې ولايت شي
دکټوازولسوالۍ يوشميرمخوراوسپين ږيري دهيوادپلازمينې کابل ته په دې نيت تللي چې دانتقالي ادارې دمشرکرزي څخه وغواړي چې زموږولسوالۍ دې په ولايت بدله شي، نوموړوکسانودازادۍ راډيوته ويلي دي چې کرزی زموږسيمې ته راغلی و نوموږترې غوښتنه وکړه چې زموږولسوالۍ ته دې ترقي ورکړي اوولايت يې کړي نوهغه زموږسره دا ژمنه وکړه چې کله اساسي قانون جوړشونوبيابه داکاروکړم اوس چې يې يوشمير ولسوالۍ دولايت مقام ته جګې کړی شوي نوموږاوس ځکه راغلوچې کرزي موږ سره هغه مخکنۍ وعده ترسره کړي په دې اړه کومه ستونزه هم نشته يوخواته اساسي قانون جوړ شوی اوبل خواته زموږنه دنفوسواومساحت په لحاظ کموولسواليوته دولايت مقام ورکړل شوی دی.



مجيب انګار
29.04.2004

[size=24:3fca1204df][color=indigo:3fca1204df]دثمرخيلوغربايدولايت شي[/color:3fca1204df][/size:3fca1204df]
ليک : روح الله انوري (دوحدت ورځپاڼې نه په مننه)
دڅه وخت څخه چې افغانستان کې دطالبانوحکومت نسکورشوی دی اوپرځای يې دکرزي حکومت داقتدارواګې ترلاسه کړيدي دهغې ورځې څخه دزياتواولسواليوخلک داغوښتنه کوي چې بايدزموږاولسواليوته دولايت مقام ورکړل شي اواولسوالۍ په ولايت بدلې شي.
چې څوورځې وړاندې دباميانواوچغچران ولايتونوترمنځه ددايکندي په نوم يوه اولسوالۍ اوبياوروسته دپنجشيراولسوالۍ په ولايت بدله شوه که موږددايکندي او پنجشيراولسواليونفوس اوځمکني تماميت اوپراخوالي ته وګورونونوروولايتونوکې دپرتواولسواليوخلک داحق لري چې بايددخپلواولسواليوڅخه دولايتونودجوړولوغو ښتنه وکړي موږبه لرې نه ځويوازې دننګرهارولايت ددوه يادريواولسواليومساحت اونفوس ته به لږځغلندنظرواچوواوبيابه وګوروچې آياپه رښتياددغواولسواليوخلک ددې غوښتنې حق لري چې اولسوالۍ يې په ولايت بدلې شي اوکه نه؟
ترټولودمخه به موږدننکرهارولايت يوې حاصل خيزي اوپراخې دهوارې ځمکې لرونکې اولسوالۍ کامې ته ورشواودهغې مساحت ،نفوس اوحاصل به په نظرکې ونيسوبياد شينوارو،خوږياڼو،روداتو،چپرهار،مهمندرې،ګوشتې،لعل پورې ،سره روداونورو اولسواليوباندې لږبحث وکړو که موږحقايق په نظرکې ونيسودسمتي،ژبني،تنظيمي اونورواختلافاتوڅخه تيرشواوپه دې خبره اتفاق وکړوچې نوي ولايتونه جوړيدل دافغانستان په ګټه نه دي اونه به يې افغان حکومت بوج برداشت کړی شي،رابه شوبيرته خپلې مسئلې ته موږدکامې اولسوالۍ ورکړی ؤ چې که چيرته دپنجشيراودايکندي څخه دځينومقاصدواوځان غوښتونکوسياستونوپه وجه ولايتونه جوړيږي نوبياخولاږمه ده چې دکامې اولسوالۍ څخه درې ولايتونه دشينوارو،خوږياڼو،روداتو،ګوشتې، مهمندرې اونورواولسواليوڅخه دوه دوه ولايتونه جوړشي داخبره اودعوه مې بې بنياده اوپه پټوسترګونه ده کړې بلکې دحقائقوله مخې مې دغه ليکنه وکړه ځکه چې يوه اولسوالۍ چې کله په ولايت بدليږي نودهغې عايداتي منابع،ګمرکي عايدات، مرکزيت، دنفوسوډيروالی اونورهراړخيزاهميت په نظرکې نيول کيږي.بيادولايت په نوم نومول کيږي اوس دپورتنيوارزښتونوپه بنيادموږداولسمشرحامدکرزي اودافغانستان دنورو چارواکوڅخه داپوښتنه کووچې ګرانوپنجشيراودايکندي دپورتنيوارزښتونواوعايداتو څخه کوم يودرلودل؟ اوکه نه يې لرل نوبياموولې پنجشيراودايکندي ته دولايت مقام ورکړ؟
کيدای شي چې دافغانستان دحکومت چارواکي دپورتنۍ پوښتنې ځواب داسې ورکړي چې پنجشيرکې دروسانواوطالبانودوران کې زيات مقاومت شوی دی اوياداچې ، دلته مرحوم احمدشاه مسعودزيږيدلی دی اوبياهمدلته وژل شوی دی!!!
که موږدجهادپه کارنامواودروسانواوکمونستانوسره دسپيڅلې مبارزې په بنياديوې اولسوالۍ ته دولايت مقام ورکوونونولازمه ده چې دننګرهار،رودات، خوږياڼيو ،شينوارو،کامه،سره رود،هسکه مينه،چپرهار،ښيوه،دره نوراوپه تيره بيادثمرخيلوغره ته هم دولايت مقام ورکړو.
ځکه چې دثمرخيلوغردمجاهدينويوکلک اوپياوړی مرکزؤکومبمونه اودتوپونوګولۍ چې دثمرخيلوغرزعملي ،څومره شهيدان چې دثمرخيلوغره کې شوي دي دشمال يوه سيمه کې به هم نه وي شوي نوبيالازمه ده چې دثمرخيلوغره ته دثمرخيلوولايت ووايواګرکه دپنجشيرپه څيرپکې پنځلس کسان هم استوګنه نه لري خوجهادي سابقه لري.اوکه چيرته دجهادي قومندانانودشهادت اومبارزې خبره شي نودسره دشهيدمعلم ادم خان،شهيدرسول خان،معلم نادرخان شهيد، دکامې استاداحمدهجرت شهيد،اوداسې نورزيات سپيڅلي شهيدان هره سيمه کې شته دي يوازې مسعودنه دی بلکې دغه پورتني ټول شهيدان دمسعودڅخه په جهادي سپيڅلتيااوشهادت کې په سلګونوواره زيات اهميت لري.نوبياخوپکار ده چې دهريوشهيدکلی اوکورولايت کړی شيخودافغان حکومت لخوادپښتوژبو سيموسره دميرې مورسلوک کيږي.

اوس موږدمحترم حامدکرزي څخه داپوښتنه کووچې ښه جناب عالي چې تراوسه دافغانستان دوه ديرشوولايتونوکې دمامورينو،پوليسو،عسکرو،معلمانو، ملازمانواونورودولتي کارکوونکوتنخاګانې اوهاغه اسانتياوې چې بايديودولت يې خپلومامورينوته ورکړي تاسوورکړي دي؟اوياتاسې هره مياشت يوماموراو معلم ته تنخاورکړې ده چ نورولايتونه جوړوی اوهغې کې دولايت په اندازه نور مامورين مقرروی؟
اياتاسې دافغانستان موجوده ولايتونوکې کوم دپرمختګ کارکړی دی ددوی بده ورځ موسمه کړې ده؟اوکه هسې دولايتونوشميرزياتولوته خوشحاله ياستئ!!!
اوايادافغانستان هرڅه په سوال اوقرض نه دي روان؟موږپه دې خفه نه يوچې پنجشيراودای کندي ولې ولايتونه شول موږپه دې خفه يوچې دلوګري دلاسه لو نه کيده نولوريې په لوټه کيره کاوۀ،دحامدکرزي اونوروچارواکودلاسه دافغانستان اباديدل اوهيوادکې امنيت ټينګيدل نه کيږي نودولايتونوجوړولوته يې زورور کړی دی،موږپه دې فکرکې يوچې که ټول افغانستان يوولايت شي اوولايتونه يې په اولسواليوبدل شي خوچې يوقوي اوځواکمن افغانستان وي نه داچی هرې ولسوالۍ اوهريوکلي ته دې دولايت مقام ورکړی شي خودبل لاس ته دې ناست وي اوهميشه يې دنورومرستوته لاس نيولی اوتل وايي چې اوس به باباغوښې ډوډۍ راوړي.موږپه هرلحاظ قوي افغانستان غواړوکه خبره دولايتونواوصوبوش شي.نوپاکستان زموږڅخه په هرلحاظ ستراوځواکمن دی خوټول څلورولايتونه لري تراوسه پکې يوهم نوی جوړنه شواونه يې چاغوښتنه وکړه خوزموږخلک داسې دي چې وايي په پچه وختې کشميردې وليدۀ. دپنجشيراودايکندي ځينې خلکوانقلاب کې څه پيسی پيداکړې اودخره دشاڅخه راکوزشوۀ نوسمدستي يې دولايت دعوه وکړه اوکه همداحال اوشهرناپرسان وي دپنجشيرپهلوانان به پنجشيردبيل هيوادپه نوم زموږپه مشرانوومني.
خوښه به داوي چې پنجشيراودايکندي بيرته ولسوالۍ کړي ،ولسمشرکرزی بايد دملت غوښتنوته غاړه کيږدي دجذباتي اوفرمائشي فرمانونودورکولوڅخه ډډه وکړي کنه نوسبابه دافغانستان هرکلی په ولايت اوهريوولايت به په يوهيوادبدل شي چې دټولوراتلونکواوپيښيدونکوناخوالوذمه واري به دکرزي اودانتقالي دولت دچارواکوپه غاړه وي.
خودابه ښه وي چې محترم حامدکرزی اودولت يې دخپلې بړستنې سره پښې وغزوي اودخپل وس اوتوان څخه پورته کارونه کړي.



مجيب انګار
01.05.2004

دابحث ولې سوړ شوی دی؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more