د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ګل ِآغا به مقابله ټوپک سالاران

طالب ISI
11.07.2010

ګرانو وروڼو په دی ورستیو کلونوکی ، شرقی ولایایت ننګرهار ته د پام وړ خدمت شوئ دئ، چی د غربی ملکونو پراخه مرسته، او د ګل آغا شیرزی مینه له آبادئ سره ددی اصلی علت دی.

اوس داسی ښکاری چی د قدیر خیلو او شیرزی تر منځ ډیر اختلاف دی، او قدیر خیل غواړی چی د ننګرهار څخه ثانی جنت جوړ کړی.

تر کومه چی زه معلومات لرم، دوی له ۱۹۹۱ څخه تر هغه پوری په ننګرهار قبضه درلوده ، چی طالبانو ننګرهار ونیو.

ددوی په نظام کی ننګرهار ته هیڅ هم نه دی شوی، دوی خپله د الوتکی شرکتونه جوړ کړل، د پوډر تجارت روان وو، ..... هر څه کیدل.
خو خلکو ته یی هیڅ خدمت نه ووکړئ.
په تیرو کالو کی مخکی له دی چی شیرزئ ننګرهار ته راشی، د ننګرهار د ګمرک عایدات د کال، اوه سوه میلیونه افغانئ و، تیر کال دا آید لس زره میلیونه افغانئ وو، پس داسی ښکاری چی نهه زره او دری سوه ملیونه افغانئ دوی پټولی.

کله چی دوی مخکی له طالبانو هلته حاکم وو، ما ته یوه ښه باوری سړی وویل چی کله په شپږ بجو د تورخم دروازه وتړل شوه، نو هلته به داسی زنانه هم وی، چی د کابل او نورو ولایاتو څخه د جنګ څخه تښی وو، دوی سره به نارینه نه وو، نو قدیر خیلو مربوطه امنیتی قوماندانانو به د پاکستانی پولیسو څخه پیسی اخیستی، او د شپی به یی،پاکستانیانو ته افغانئ زنانه وروسپاری، او ورته ویل به یی، چی تاسی ته اوس اجازه درکوی چی پيښور ته لاړ شئ، خو هلته به دوی بیا جنسی غوښتنی تری کولی،

دوی په سل هاوو، نور بی پته او بی عزته کارونه هم کړی، کله چی د کابل مهاجر د تنظیمی جګړو له کبله، په سرشاهی کی دیره شول، دوی به په کمپو کی تاویدل، او چی کومه نجلئ به یی خوښه شوه، هغه به یی په زوره ځان ته نکاح کوله.

د ننګرهار خلک ددوی د کارونو څخه ښه خبر دی، خو اوس زه نه پوهیږم چی دوی له آخرت څخه بیرته راغلی!، او هلته یی ددوزخ لمبی لیدلی، او که حضرت محمد صلی علیه وسلم یی په خوب کی لیدلئ چی دوی اوس د ننګرهار خلکو ته د خدمت تکل لری!

خو کیدای شی علت یی داوی، چی دکویټی شورا، د فساد ، او بربادئ څخه ډک پلانونه په شرقی ولایاتو کی ښه په مخ نه ځی، ځکه هلته زیاتره خلک با سواده دی، او بل اقتصادی حالت یی ښه دی، نو بیکاره ځوانان پکی لږدی، نو ځکه خلک د پاکستان په دامونو کی ځان نه ګیروی.(برعکس په غربی ولایانو او ځینی مرکزی ولایانو کی ، چی ډیر شمیر بی تحصیله بی سواده، ځوانان لری، او اقتصادی علت یی هم خراب دئ، د دولت په ضد جګړه کوی)

خو کیدای شی، د کویټی شورا،د قدیر خیلو له لاری، د ای،اس،ای په مرسته هلته کارشروع کړئ وی.

زه له ټولو ننګرهاریانو څخه هیله کوم چی، ددغه شر او فساد ، مرودوه څیره ټولو ته ښکاره کړی، تر څو د ننګرهار، مظلوم، علم دوسته،خدای دوسته خلک بیا د ای،اس،ای د سپیو د مرارو داړو د چیلچلو څخه خوندی پاتی شی.

او ددغه داړه مارانو په خوله باور ونه کړئ ، که په دنیا لس ځله قیامت راشی، او بیا جوړه شی، او دوی کلونه کلونه، په دورخ کی تیر کړی، ددوی په جینیتک کی، په جنونو کی فسادی، غلا، بی ناموسی، نغښتی، د دوی څخه د خیر هیله د ځان سره جفا ده.



11.07.2010

سل خبرې او سر يې يو :
ننګرهار بآيد د هېڅ جنګ سالار انحصار نشي، که قدير خيل وي، که ګل اغا شير زی او که کوم بل وي، ټول جنګ سالاران دي . په ننګرهار کې خپل ډير پوه عالم ، پر هيزګاره ، وطندوست او او رسيدلي شخصيتونه شته بايد وګومارل شي !


كريم كامران
11.07.2010

ټول له یوې مخې غله او جنایتکاران راټول شوي دي د فحشاوو، او نورو بداخلاقیو خو یې پوښتنه مه کوه. که غواړئ دیندوست او وطندوست خلک دچارو واګي په لاس کې واخلي، دین او هیواد سره خیانت ونه شي، خدمت ورته وشي، لومړی باید په دې لاره کې ستر خنډ (اشغال) له مینځه یوسو. داشغال په موجودیت کې دهیواد دابادۍ هیله، او له چارواکو څخه دخدمت امید کول لویه اشتباه ده.
د ګل آغا شیرزي بداخلاقي خو ټولو ته په ډاګه ده، او دقدیر خیلو فحاشي هم له هیچا پټه نه ده حاجي قدیر دعمر ترپایه دایډز له ناروغۍ څخه رنځ ووړ.
اصلي خبره دا ده چې امریکا په دې حکومت کې هغه چاته فرصت نه ورکوي چې جسما، فکرا، او اخلاقا پاک وي.


larghonay laraway
14.07.2010

په تیرو کالو کی مخکی له دی چی شیرزئ ننګرهار ته راشی، د ننګرهار د ګمرک عایدات د کال، اوه سوه میلیونه افغانئ و، تیر کال دا آید لس زره میلیونه افغانئ وو، پس داسی ښکاری چی نهه زره او دری سوه ملیونه افغانئ دوی پټولی.

ياره شهير صيب ډېر بې خونده قضاوت دی کړی دی.
زما په فکر د ګل اغا شيرزي په حوض کې دې ښه ډېر لمبلي دی.
ټولې خبرې دې بې ثبوته دي. ننګرهار ته دغه څو ميراتمړي باغونه د بابر،عبدالرحمن خان، امان الله خان، ظاهرشاه او داوود خان په وختونو کې جوړ شوې دي چې شيرزي يې نقشه او جوړښت ورخراب کړ او په هغو لرغونو ودانيو کې يې په غير فني توګه د ډمګرۍ ودانۍ ورجوړې کړې او د قصر ښکلا يې ورخرابه کړه.
همدا راز شيرزی تر قديرخيلو ستر غل دی او هغه تر دوی. ځکه د قديرخيلو په وخت کې د بيارغونې او بهرنيو مرستو دومره ډنډورې نه وې نو هغوی د پاټک او ټوپک له لارې ننګرهار چور کړ او شيرزي د شخصي کمپنۍ له لارې ننګرهار چور کړ. شيرزي چې په کندهار کې والي ؤ نو کرزی يې له شخصي کمپنۍ خبر شوی ؤ او د پيغور په توګه يې ورته بلډوزر ويلي وو خو شیرزی دومره ليونغرتی دی چې همغه پيغور ته خوشاله ؤ او خلکو ته به يې ويل چې کرزی راته بلډوزر ويلي دا ځکه چې زه بيا رغونه کوم.
ما خو په ننګرهار کې هيڅ بيا رغونه ونه ليده يوازې د څو باغونو د خشاوې پرته چې په هغې هم په مليونونو ډالره واخيستل شول او پټ يې کړل. نور که د ننګرهار روغتونونه وګورې هغه د چا خبره (همغه د کرنسو کالونودي) که پوهنتون يې وګورې نو له پخوا بد تر دی. که د ولسواليو سرکونه يې وګورې چې د پي ارټي له خوا جوړ شوي خو د ده غلا په کې ښکاره ده او کيفيت يې خراب دی. تاسو وګورۍ په يو سرحدي ولايت کې هم داسې ولسوالۍ نشته چې سرک يې پوخ نه وي لکه خوست، کندهار، مزار. خو شيرزی لګيا دی او د خپلې عياشۍ او ډمتوب لپاره يې ايله يو حوض جوړ کړی چې د لغړو وړکو (هلکانو) سيل وکړي.
د قدير خېلو وخت خو داسې ؤ چې په ټول افغانستان کې چور روان ؤ نو دوی هم په خلاص مټ غلا او چور ته شروع کړې وه. ولې اوس خو هغه وخت نه دی خو شيرزی اوس هم غلا کوي او قدير خيل هم په خلاص مټ لګيا دی.
تاسو که د ننګرهار ګڼ نفوسه ولايت ته فکر وکړئ چې اکثره خلک يې بې ځمکو دي او يا خو د ټولې کورنۍ پر سر يو جريب يا کمه ځمکه لري خو شيرزی لګيا دی او شارګوټي جوړوي چې هغه هم د ننګرهرا بې وزله خلک نه شي اخيستلی نو کوچيان راخواره دي او ټول ننګرهار يې ونيو. همدا راز ځينې بې شعوره خلک لکه د چپرهار چې په خپل سر يې ښارګوټي شروع کړي او د نورو ولايتونو فيوډالانو باندې يې خرڅوي. يا بهسودوال او همداسې نور. زه نه وايم چې ننګرهار ته دې نور افغانان نه راځي خو انډول ساتل او د تراکم مخه نيول د حکومتونو او شعوري خلکو کار وي خو له بده مرغه چې هم د ننګرهار خلک په دې هکله بې شعوره دي او هم يې حاکمان د شيرزي او قديرخيلو په څېر دي.

زما په نظر د ننګرهار ميډيا ډېره خړ سترګې او ملامته ده. ځکه دوی ټوله ورځ له قومندانانو او دبړه مارانو تاوېږي او هيڅ کله يې هم د زړه له درده د غريبو ننګرهاريانو دردونه خلکو ته ونه ښودل.
همدا راز کرزی د وطن اصلي دښمن دی چې چارې يې د څو ټوپکمارو تر منځ وېشلې دي او وطن ورته بې ميړو ښکاري. خو په نورو ولايتونو کې خلک څه ناڅه خپل غږ پورته کوي خو د ننګرهار روڼ اندي او قومي مشران کله د قدير خېلو نادودو ته چکې وهي او کله د شيرزي ډمتوب ته. شيرزی تر قدير خېلو ډېر د پاکستان تالي څټی دی او قديرخيل تر شيرزي ډېر لاسپوڅي دي.
مرګ په ټولو غدارانو


میوند ننګیال
14.07.2010

سلامونه !

ګل اغا دی که کوم بل دی او که بل خو تر څو چی دا فاسد حکومت وی دا پیسی به داسی ور کی وی


ناقد
17.07.2010

زه د تاسو نوی ملګری د تاسو درانه حضور د افغانۍ مينې او محبت سلامونه وړاندې کوم

روڼو سرونه مه پرې خوږوئ ، دا ټول له يوې مخې غله دي ، هر یو د خپل طاقت تر بريده
پورې ، د ښاغلي لاروي په تاييد زما هم دا نظر دی چې ګل آغا شېرزی له قدير خېلو ډېر
بدتر او لوی غل دی ، هغوی خو په چور تالان کې هر څه رانغاړل ، خو هغه دومره څه نه وو ، څومره څه چې ګل آغا شېرزی خپلې خاماري خېټې ته اچوي .

مننه

په اسلامي او پښتنې مينه ، ستاسو ناقد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more