د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اوس معلومه شوه چې القاعده هسې بهانه ودادې سنډا زوی څه بد کوي !ه

pattang
09.07.2010

امریکايي دیپلومات د افغانستان د تجزیې وړاندیز وکړ

[img:e966711b17]http://www.afghan-german.de/upload/news_af/NewsBoard/n_bilder/u3_blackwill.jpg[/img:e966711b17]

په هند کې د امریکا پخواني سفیرد امریکا حکومت ته وړاندیز کړی چې افغانستان دې موقتاً په دوو برخو وویشي، د جنوب پښتني سیمې دې پرېږدي او د کابل په شمول شمال او لوېدیځ دې د دغو سیمو د اوسېدونکو په همکارۍ وساتي.
په نوي ډیلي کې د امریکا د پخواني سفیر«رابرټ بلک ویل» وړاندیز د امریکا په پولیتیکونشریې او د هند په ټایمز ورځپاڼه کې خپور شوی . په هغه کې ویل شوي چې د بلوا ضد اوسنۍ ستراتیژي نتیجه نه لري ځکه چې طالبان په دې خاطر چې د جګړې په میدان کې نه دي مات شوي خبرو او پخلاینې ته حاضر نه دي .نو امریکا باید د افغانستان د جنوبي ولایتونو کنټرول طالبانو ته ورپرېږدي .
څو کاله وړاندې د ولسمشراوباما د اوسني مرستیال جوبایډن په شمول ځینو امریکايي چارواکو وړاندیز کړی وو چې امریکا دې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او یوازې دې په لویو اډو کې د کومانډو او هوايي ځواک په وسیله د طالبانو مرکزونه په نښه کوي.
رابرت بلک ویل وايي په افغانستان کې د امریکا له کلونو- کلونوناسمې پالیسۍ وروسته د دغه هیواد له خرخوړۍ څخه د وتلو لپاره اسانه، چټکه او بې مصرفه لار نشته خوله ټولو ستونزو سره سره د امریکا لپاره د ستراتیژیکې ماتې ترټولو ښه متبادل دا دی چې افغانستان تجزیه کړي.
دی وايي که امریکا د افغانستان جنوبي سیمې طالبانو ته ورپرېږدي ، خپل پام به شمالي او لوېدیځو سیمو ته واړوي چې د کابل په شمول د افغانستان شاوخوا شپېته فیصده نفوس پکې دېره دی.د دغو سیمو د اوسېدونکو اکثریت پښتانه نه دي او د امریکا له هلوځلو سره ملګري دي.
په هند کې د امریکا پخوانی سفیر په عین حال کې وايي :« د دې مانا به دا نه وي چې امریکا کاملاً ووځي بلکې د دې پرځای به موږ په افغانستان کې د القاعده پراډو او دغه راز د طالبانو پرمشرانو د حملو لپاره له هوايي ځواک او خاصو ځواکونو(سپېشل فورس) څخه کار اخلو.موږ به دغه راز له نویو ټاکل شویو پولو پر اوښتونکو افغان طالبانو او همداراز د پاکستان د پولو په اوږدو کې د تروریستانو پر پناهځایونو بریدونه کوو.»
بلک ویل همداراز لیکلي :امریکابه د افغانستان د لوېدیځ ، شمال او کابل د ساتنې هڅه کوي چې په نسبي ډول د طالبانو حضور او نفوذ پکې کم دی .د بلک ویل په نظر له دې سره به په اوږده موده کې په افغانستان کې د ډېر شمېر امریکايي پوځیانو اړتیا پاته نه شي او ممکن څلوېښت یا پنځوس زره کافي وي ځکه چې د ده په نظر دوی کولی شي په دې کار کې د ازبکو،هزاره وو،تاجکو او یوشمېر پښتنو ملاتړ ترلاسه کړي او د ناټو د متحدانو، روسیې، هند، ایران ،ممکن چین، د منځنۍ اسیا هیوادونو او د ملګروملتو د امنیت شورا حمایت هم جلب کړای شي.
دا امریکايي دیپلومات په خپل وړاندیز کې دا هم وايي چې د امریکا لاس به خلاص وي چې حتی د طالبانو پر غیرنظامي مشرانو هم د افغانستان په جنوب کې بریدونه وکړي.
دی دا هم وايي چې دا مسله به پاکستان خوابدی کړي.پاکستان د افغانستان له موقتي تجزیې سره مخالف دی او د اسلام اباد عکس العمل هم ساده خبره نه ده ځکه چې د پاکستان پوځ تمه لري چې له افغانستانه د امریکايی ځواکونو له وتلو وروسته به په خپله ستراتیژیک بری ترلاسه کړي .
زورورو قدرتونو تل هغه ځای ، چې له مقاومت سره پکې مخامخ شوي ، تجزیه کړی او په سلو مصیبتونو یې اخته کړی دی .انګرېزان چې کله ونه توانېدل افغانستان ونیسي ، دا هیواد یې تجزیه کړ. روسانو هم چې زور ونه رسېد په افغانستان کې یې د قومي تعصبونو اور بل کړ چې تراوسه پورې افغانان ترې خلاص شوي نه دي.

که د رابرت بلک ویل وړاندیز عملي شو په هماغه اندازه چې بهرنیان به د افغانانو په نزد غندل کېږي ، هماغه شان به طالبان هم مسوول او ملامت وي چې هیڅ راز روغې جوړې ته غاړه نږدي.



10.07.2010

الله دې نکړي چې ينکي او پيرنګ زمونږ هيواد راتجزيه کړای شي ، دې ته به افغان ملت اجازه ورنکړي ، خوپاکستان د همدې موخې له پاره
طالبان لمسول، هڅول او جنګول، نو که دا کار
بيا هم وشي ، ISI به د نر غوندې اتڼ کوي او طالبان به د پتنګ خان سره يوځای پرته له دې څه وايي (؟) :

[color=yellow:e4a8d2c724]ملګرو راته ويلې مينه مه کوه پاګله
......................................................... خو ماکله منله ، خلکه ما کله منله ![/color:e4a8d2c724]


pattang
10.07.2010

ځيني شيان په ځواب نه ارځي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more