نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دوه پوښتنې
03.07.2010
په لومړي مخ کې احمد سير کاکړ ليکي :
غفوري صيب سلامونه او نېکې هيلې او بيا دغه دوه پوښتنې :
تاسو دا په ډاګه کړه چی کفري نړۍ غواړي چې لوی ایران رامنځ ته کړی او شعیه ایزم ته وده ورکړي، او ددی هدف پروړاندې یواځنی خنډ افغانستان او بیا په ځانګړی توګه پښتانه دي، نو بیا ولی پاکستان اونور اسلامي هیوادونه د همدی اسلام پاله قوم جرړې وباسی ددې پرځای چی د یو مسلمان ورور په توکه یی مرستی ته ورودانګی په ډیرې بې رحمۍ سره یې مادي او معنوي شته ورته له منځه وړي او بدناموي یی؟ په دې پیر کې د پښتنو پر وړاندې د اسلامي هیوادونو کړنې او اند څه ډول ارزول کېدای شي؟
تاسو د اسلام او پښتو تر منځ یو ډېر ښکلی تړون وښود او بېلګې مو هم داسې وړاندې کړې چې احمدشاه بابا، میروس نیکه او تره کی ،امین او ډاکټر نجیب مو سره پرتله کړه چې پښتو خو په دې ټولو مشرانو کی وو خو په احمدشاه او میرویس کې اسلام وچې په کمونستي مشرانو کې نه وو نو ځکه دا بدمرغۍ وزېږېدې.
نو د تعصب یا کوم بله لامله درته نه وایم ماته یوه معما ده ، او پوښتم چی په حکمتیار او سیاف کې (دا نور به یې پرېږدو) خو اسلام او پښتو دواړه وو، دوی ولې احمدشاه او میرویس نه شول؟
ولی یې ونه شو کولای چی دغه اسلام پاله قوم پرځان راټول کړي او سیمه او نړۍ کې یې د اسلام دفاع کړی وای؟
امریکا او متحدینو یې د پښتنو په له منځه وړلو پسې را اخیستی ده،او که د اسلام په له منځه وړلو پسې؟
که اسلام او مسلمانان له منځه وړل غواړي نو بیا خو ټول افغانستان او ټول پاکستان مسلمانان دی ولی د ډیورنډ د کرښی دواړه غاړو ته پښتانه مري؟
پنجابیان او افغانستان میشتی نور قومونه مسلمانان نه دی ؟
دا لیکنه د هرډول تعصب څخه کره او پاکه ده او دا هغه پوښتنې دي چې د پښتون قوم او ددوی د حالاتو په اړه ماته ستا له لیکنې څخه راپیدا شوې وې؟
آلله ج د اسلام او هیواد د همدې پښتنو پر مټ ازاد کړي!
تاسو درنو لوستونکو نوموړو پوښتنو ته څه ځواب لرئ ؟
ډاکتر څپاند
04.07.2010
سلامونه،
کفار په دې نړۍ کې د ګټو دترلاسه کولو لپاره هر کار ته تيار دي٠دې هدف
ته درسېدو لپاره هيڅ ډول سرحد نه پيژني٠
مګر اسلامي نړۍ چه په اخرت کې د ''جنتونو ټېکه'' ددوې په اختيار کی ده،
ددې فاني دونيا دمال او ثروت سره هيڅ مينه نلري٠په همدې خاطر دعربي
هيوادونو واکمنانو په يو چلتار قناعت کړې او ددونيا ټول نعمتونه،پطرول،ګاز
طلا ٠٠٠٠٠٠٠ئي امريکې او انګريز پرې يښي دي٠
نو اسلامي نړۍ به څه له په افغانستان او دې سيمه کې دغربيانو لپاره خڼډونه
رامنځ ته کوي؟
حکمتيار ،سياف او دې ته ورته ځواک والا ډير "کلک" مسلمانان ول اودي،
دوئ ته حورې او غلمانې په ليکو ليکو په انتظار کې دي،نو دوې دملي خصلت
ملتپالنې او پښتونوله سره ،چه دجنت دتر لاسه کولو لپاره هيڅ ګټه نلري ،څه
ضرورت لري؟
رښتینی
04.07.2010
متأسفانه بشتوكيبوردنلرم معذرت مي ومنئ
محترم داكترصاحب
سياف اويارانو ي شي
بريمانه بدمرغي كرلي دي اولايي كري
كه يوحوك به هغونيوكي كوي به دي باره كي بريمانه موادشتون لري له تاسومحترم نه هيله كوم دجنت ، حورواوغلمانوموضوعات
به تمسخراوطنزيه توكه مه كاروئ جكه داشرعاسم كارندي خداي دي وكري خبه نشي
ستاسوحامد
05.07.2010
د ليکونکي پوښتنه داوه چې :
[color=yellow:6fa2450370]ماته یوه معما ده ، او پوښتم چی په حکمتیار او سیاف کې (دا نور به یې پرېږدو) خو اسلام او پښتو دواړه وو، دوی ولې احمدشاه او میرویس نه شول؟ [/color:6fa2450370]
هو، دوی هم همدغسې دچا ځامن نشول لکه څنګه چې ترکي ، امين او کارمل د چا ځامن نه وو .
ددې روښانه ځواب دادی چې :
احمد شاه او ميرويس په خپل افغان مسلمان ولس تکيه کړې وه ، نه يې فارس ته او نه هند ته پناه وړې وه او نه د هغوی له خوا ګومارل شوي وو .
هغوی نه د ISI , او نه د KGB غلامي کوله ، نو ځکه يې اسلام اسلام و او پښتو يې پښتو وه ، هغوی واقعي افغانان وو او بس !
اوس راته وښايه چې له تره کي نه تر کرزي او له ګلبدين نه تر ملا عمره پورې کوم يو په يو شکل نه شکل سره
يا د KGB يا CIA يا ISI به تړاو يا تورن اويا مجرم نه دي ګڼل شوي ؟؟؟؟؟؟
جنګ خو هر څوک پيلولی او غځولی شي . مهمه داده چې
له خدای تعالی او خپل افغان ولس پرته بله منبع او مرجع و نه لري !
په اوسنيو کې چې هر يو څومره ژر دغه لعنتي کړۍ ماته کړه او ترې ووت، همغومره ژر به د ټول افغان ولس له ملاتړ څخه برخمن شي !
pattang
06.07.2010
[quote:9a07ef8d72]په اوسنيو کې چې هر يو څومره ژر دغه لعنتي کړۍ ماته کړه او ترې ووت، همغومره ژر به د ټول افغان ولس له ملاتړ څخه برخمن شي ![/quote:9a07ef8d72]
نه ! دغه پورته جملې کرښې سيا سي نه بلکې اوتوپي دي چې عملې کول يې
اوس امکان نلري ٠ سياست اوس د سطرنج لوبه ده په مېز به کښېنې ښه ښه
نارې به و هې اوخپل هدف به له سترګو نه باسې ٠ داحمدشاه ا و مېر ويس
اولسي او منطقوي شرائط او ابعاد يې له اوس سره ډېر ډېر فرق لري٠
که اولس ته په انساني شرف قا يل يې چې هغه د اولس په ازادي کې پرته ده:
اودا پر دې ما نا چې دازادي په خوځښت هر سړی خپله پرو پاګنده بس
او ټکی ورته کېږدې ٠