د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتنو یو پټ دښمن چی تر اوسه چا بحث نه دی پری کړئ

طالب ISI
03.07.2010

شاید ځینی وروڼه حیران شی، چی دا به کوم دښمن وی، چی د بحث فارم کی له بحث څخه پاتی وی، خو دا دښمن د ډیرو خلکو دښمن دی، او ولور یادوم.

انسان خدای پاک داسی پیدا کړئ، چی جنسی غریضه یی هم ورکړی، تر څو خپل نسل تولید کړی، چی دغه جنسی غریضه د یوه هورمون په وسیله تحریک کیږی، چی تستسترون نومیږی، چی ددغه هورمون کچه په نرانو کی لس چنده نظر ښځو ته زیاته ده.

د نارینه، عصبی سیستم او جنسی غړیو تر منځ اړیکه ډیر ژر ټینګیږی، خو بیا لږ دوام کوی، کیدای شی پنځه دقیقی دوام وکړی، چی حتی که یوه ځوان په بازار کی د ښځو لباس ووینی، دوی تحریک کیږی،
خو ښځی دومره ژر نه تحریک کیږی، او عصبی سیستم یی داسی دی، چی ژر په کار پیل نه شی کولای، یو څه وقت ته ضرورت لری،خو چی بیا کله ټولی عصبی، هورمونی سیالی سره وصل شی، بیا نو تر یو ساعت هم دوام کوی.

په هر ترتیت ددی لپاره چی دغه جنسی غریضه پوره شی، الله پاک د نکاح کولو قانون انسانانو ته جوړ کړئ، چی پدی توګه هم خپل نسل تولید کړو، هم مو جنسی غریضه پوره شی.

خو مونږ انسانانو هر وقت د ځینو مقاصدو لپاره د خدای پاک قانون ته تغیر ورکړئ، او د خپل ناقص عقل یوه برخه مو ورسره یو ځا کړی.
چی د واده سره مو ولور تړلئ.

چی دغه بدعت تر ټولو په پشتنو کی زیات دی، هزاره ګانو خو اوس د ډلیز واده سیستم جوړ کړئ، نو چی ولورونه هم پکی لږ وی، ډلیز وادونه هم کوی، یو څو کاله وروسته به خامخا اکثریت تر جوړیږی.

پښتون خو لس زره ډالره غواړی، چی شاید ۱۰٪ پښتانه ددی وس لری، چی دومره ولور ورکړی، پاتی نور به یا ایران کی کاریزونه پاکوی، یا به پاکستان کی په بټیو کی کار کوی، او یا دوبئ کی د عرب مزدور وی.

چی پدی توګه باید څه نه څه اوه اته کاله مزدوری وکړی، چی ډیر امکان لری، مړ هم شی، نو چی کور ته راځی د څلویښت کالو وی، بس چندان جنسی قوه هم نه لری، هیله یو یا دوه ماشومان خدای پاک ورکړی.

نو ددی لپاره چی په راتلونکی کی هزاره ګان اکثریت نه شی، او یا هم د ولور په خاطر د ایران په څاګانو کی پښتانه مړه نه شی، باید:

۱. په هر ولسوالئ کی ولور تعین شی.
۲. ډلیزی ودونه وشی.
۳. ولور مردور او شرم وګڼل شی.

البته مهر بیل دی، او ولور بیل دی.

همداسی با احساسه پښتانه شته، چی دغه اقدام یی کړئ، او ولور ته یی حد ټاکلئ:

(روضه د غزني د ښار د ختيځ په پنځه کيلومترۍ کې پرته ده. څه کم ٣٥٠٠ کورونه لري. زيات شمېر اوسيدونکي يې په سوداګرۍ يا کرکيلې بوخت دي.

د کلي مشرانو د ولور اندازه ١٥٠ زره افغانۍ (درې زره ډالره) وټاکله. دا پرېکړه هغومره مشهوره شوه، چې خلک په ټول ولايت کې د هغې د پلي کولو غوښتنه کوي.

حاجي رسولي وويل: “نه يوازې مشرانو ددې پرېکړې ملاتړ کړى، بلکې د عالمانو شورا هم د هغې هرکلى وکړ.”

د عبداللطيف په نامه د روضې يو ملا وایی : د ولور د حد تر ټاکلو وروسته زيات شمېر نجونو او ځوانانو ودونه وکړل.هغه وويل: “خلک په دې پرېکړې ډېر خوشال دي. د کلي په ټولو جوماتونو کې به اعلان شي. که چا له پرېکړې څخه سرغړونه وکړه، نو شل زره افغانۍ به جريمه شي.”=
ملا لطيف وويل، مشران په دې لټه کې دي چې د ودونو لګښت د ځوانانو د وسې تر کچې پورې راټيټ کړي.

هغه وويل: “له دې پرېکړې وروسته مې له اويا څخه په زياتو ودونو کې ګډون کړى دى. ټول ځوانان ډېر خوشاله برښيدل.”

د مشرانو ددې پرېکړې په برکت دېرش کلن محمد اسحق په دې وروستيو کې واده وکړ.

هغه وويل: “زه يو موټر چلوونکى يم. زيات ولور ته مې وسه نه رسېده. کله چې يې ولور ١٥٠ زرو افغانيو ته راټيټ کړ، نو د خپلې خوښې له نجلې سره مې واده وکړ. اوس مې له ژوند څخه ډېر راضي يم)

http://www.weesa.net/?p=23631

د شمالی ټلوالی قوماندان هم یو حد ولور ته ټاکلئ وو، چی تر اوسه پوری یی د شمال خلک د ټاکل شوی حد پیروی کوی.
ستاسی په اند په دی هکله باید څه وشی ، او ستاسی منطقو کی د ولور کچه څومره لوړه ده.


Abdulhadi Hairan
03.07.2010

زه خو وایم د دې څه لاره وګورئ چې د پښتنو د روان قتل عام مخه ونیول شي، هره ورځ په سلګونو وژل کیږي. او کار تش د خلکو په زیاتولو نه کیږي، نور ډېرې اړتیاوې غواړي، لکه زده کړې، کاروبارونه، او د اوسېدو ځایونه. بې له کوم پلان او پروګرامه هسې تش د پښتنو زیاتول څه مانا لري؟ غواړئ چې د عربو او پنجابیانو لپاره مزدوران زیات کړئ؟


عادل عادل
03.07.2010

سلامونه

حیران صیب خبره مو ښه خو ده خو دا ..... یې کږه ده.

شهیر صیب

مونږ او تاسو باید خپلې ستونزې د اهمیت له مخې تفکیک او بیا یې حل ته د الویت له مخې رسیدګي وکړو.

د اساسي ستونزو په حل کې په سلهاوو نورې ستونزې له منځه ځي.

په لومړې درجه کې زمونږ او تاسو اساسي او تر ټولو مهمه ستونزه د هیواد اشغال دی، نه د هزارګانو وروڼو سره د تکثر او تناسل سیالي.

په دوهمه درجه کې غټه او اساسی ستونزه د چارو په واک کې د مفسد ترینو او نا اهل ترینو اشخاصو موجودیت دئ، نه د ولور ګټل او د مجردئ ترخې شپې په شاتو اړول.

همداسې یې در قیاس کړئ .......

د لومړئ ستونزې په حل سره دوهمه ستونزه پخپله حل کیژي، او همداسې نور تر وړو وړو فردي او ټولنیزو ستونزو پورې.

شهیر صیب ستاسو وړاندې شوې ستونزه په تیره بیا د هزاره وروڼو سره د کورواله او اولاد زیږولو په سیالئ کې ماته د ډیرې عاجزئ نښه ښکاري، خدای دې خوار نکړه هغه متل دې هیر دئ چې وایي : یو په سله، سل په یو



03.07.2010

ورونو !
السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
صرف څو معروف ټکي چې د تسليم عقل حکم يې هم بولم په پام کې نيول په کار دي :

١ - يو ښه عمل د هېڅ چا انحصار مه بولئ، هېڅ سياسي ډلې، ګوند ، غورځنګ ،
واک او قدرت پورې يې مه تړئ او په تر سره کولو کې يې د هېڅ ډول فرصت له لاسه ورکولو ته اجازه مه ورکوئ !

٢- يو ښه عمل د بل ښه عمل مانع نه ګرځي او د يوه نيک په پلمه د بل نيک عمل مخه نيول بد کار وبولئ او ځانونه ترې وساتۍ ! برعکس که څوک يو نيک کار ترويجوي بل نيک کار ته به هم تر نورو ژر چمتو شي !

٣- نو څوک چې د جهاد سره مينه لري تر نورو به زيات د ولور د محدودولو پلوی کوي . که څوک د اسلام له کبله په حقيقي توګه د ولور مخالف وي، د ولور د نورو مخالفينوڅخه به حقيقي جهاد ته هم نږدې وي !

٤- د ولور محدودول يو نيک عمل دی ، نو هدف يې هم بايد نيک اوسي، نه داچې
دغه نيک هدف د يو بل قوم سره د نفوس د زياتوالي د سيالۍ قرباني شي،
د ولور غځول د يو حرام کار غځول دي او څومره چې ژر کيږي مخه يې بايد ونيول شي ، څو ځوانان او پيغلې د واده له ستر اجتماعي او فاميلي نعمت څخه تر ډيره محروم پاتې نشي !

٥- ١٥٠ زره افغانۍ بايد ولور ونه ټاکل شي ، ولور حرام دی او په محدودولو هم نه حلال کيږي، نو بايد ولور دې په عامه توګه منع وګڼي او تر ١٥٠ زرو زيات دې په سزا مستلزم کړي !

٦- دغه ١٥٠ زره دې هم د ناوې له خوا د واده مصارفو ، ګاڼې جامو ته وباسي او د هغې په مهر کې دې حساب کړي ، ځکه اوس ناوې تر شاوو زيات
د مراسمو او مناسباتو تر سره کول غواړي يعنې د خسر ګنۍ له پاره د لور واده د ځوی تر واده په هېڅ صورت کم مصرفه نه وي .
ډله ييز ودونه يو ښه شکل دی ، بايد ديوې ښېګڼې په بڼه دود اوپه عنعنه بدل شي !

٧- د اقتصادي ژوند د ښه کيدو سره سم بايد دغه اندازه هم وخت په وخت راټيټه شي او په پای کې ولور کورټ له منځه لاړ شي !
___________________________________

يادونه : کمونستانو به له قدرت نه مخکې هر عام ملي اجتماعي نظر په دې پلمه ردولو چې ګواکې د انقلابي رژيم نه مخکې ددې کار عملي کول څه
چې يادول او غوښتل يې هم نه ښۀ دي او نه امکان لري . کله چې دوی په قدرت راغلل ، نه يواځې ترې بيا هېڅ څبر هم نه و، بلکې رښتيا
هغه تشه يادونه او غوښتنه يې هم په خلکو بنده (ناممکنه) کړه ! داد يکتاتورانو خبيثه خاصيت دی ، مونږ او تاسې به له ډار پرته انشالله تل
د ([color=blue:f0d0b35876] وتواصو بالحق [/color:f0d0b35876]) د حکم مطابق چلند کوو . و من الله التوفيق !


طالب ISI
04.07.2010

یو ځل بیا سلامونه،

دا ښه خبر ده ،چی دومره پښتانه موجود وی ، چی ښونخئ،روغتون.... هر څه ورته کفایت وکړی، ښونځئ خو هسی هم ورته طالب نه پریږدی، نو پريږده چی یو خو لس، شل کاله ورسته په اقلیت بدل نه شو ، او بل دا چی چیرته اسلام په خطر کی وو ، چی بیا کافی اندازه ځامرګی ورته ولرو!

عادل صاحب، د اشغال له ختمیدو، وروسته بیرته لس کاله شاته ځو، د طالبانو دور ته، په کوم کی چی په پنځه کالو کی د ولور په هکله هیڅ کوم اقدام ونه شو.

او بل تاسی یو په سل ته اشاره کړی، خو زما په اند یو هزارګئ مساوی دی په سل پښتنو، او یوه هزارګئ پیغله مساوی ده په سلو پښتنو پیغلو!

ځکه چی یوه هزارګئ تحصیل، تعلیم کوی، ښه وظیفه پیدا کوی، له یوی هزاره ګئ سره واده کوی، بجیان زیږوی، د بجیانو لپاره یی کافی خواړه لری، لږ مریضان کیږی، د مرګ چانس هم د ټولو کم دی، که چیری د طالبانو ځآنمرګئ برید پری برابر نه شی، زر نه مړه کیږی.

ددوی مقابل کی سل پښاته ځوانان بی سواده دی، څو چی تر پنځه کلنئ پوری رسیږی، چون مور یی هم بی سواده ده، په هرو پنځو کی یو مړ کیږی، د مرض له کبله، نو پاتی شول اتیان تنه، لس کسه یی طالبان کیږی، چی ډیر امکان لری جنګ کی مړه شی، اویا تنه چی پاتی شول، څلویښت کسه لاړل ایران ته، په هغوی کی، شل کسه په هیروینو اخته شول، پنځه کسه په څا ګانو کی مړه شول، یو څه په لاره مړه کیږی، ټولټال به پنځه کسه یا لس کسه ددوی بیرته راشی، چی د هغوی د لس کالو خواری، هیله د خسر ماما جوب ډک کړی، دغه لس کسه چی بیا ایران ته لاړل، هیله دوه کسه بیا تری جوړ راشی.

دیرش نور چی دی، لس ځی دوبئ ته، هلته خو ډیر په پوډرو نه اخته کیږی، خو کیدای شی، په ایدز اخته شی.
او شل نور به یو څه پنجاب ته ځی، هلته یو څو کسه د بندیخانو او پولیسو خوراک شی، او څه نور هم ګرمی ووهی.

په آځر کی د ټولو سل کسانو څخه ایله پنځه کسه آرامه ژوند ولری،او کورنئ تشکیل کړی.

او پښتنی پیغلی هم په همدی توګه، یا خو به په کور کینی، تر څو زړه شی، که واده شی،بیا کیدای د بچی زیږولو وقت کی مړه ش، که ژوندئ پاتی شوه، پس له څو کالو ډیر امکان لری، چی کونډه شی، ځکه میړه یا طالب شوئ، یا ایران کی پوډری شوئ، یا په لاره کی مړ، یا د پنجاب بندیخانو کی مړ.

کومی چی ژوندئ پاتی شی، هغه به د ناروغیو په صورت ک د هزاره ډاکترانو ته په کتار کی ولاړی وی، هغه به وایی، افغان غول انسان واری د قطار ایستاد شوید، چی بلا بوی میتین، شما کثافات!

نو همدا ستا خبره شوه عادل خانه، یو په سلو!

هیله ده نور د موضوع په هکله بحث وکړو (ولور)، ځکه ډیر طالب وروڼه به هم وی، چی د سنګر سره یی کوژده هم کړی وی، نو ولور خو د هغه لپاره هم یو غم دی.


كريم كامران
04.07.2010

[quote:2d4ade3212]۱. په هر ولسوالئ کی ولور تعین شی.
۲. ډلیزی ودونه وشی.
۳. ولور مردور او شرم وګڼل شی. [/quote:2d4ade3212]
د درېواړو كارونو عملي كيدل پرته د اسلامي نظام له شتون څخه محاله خبره ده.

ځينې منكرات داسې وي چې مخنيوى يې صرف او صرف د اسلامي حكومت له طريقه امكان لري. عثمان رضي الله عنه، فرمايي: إن الله يزع بالسلطان ما لايزع بالقرآن: يقينا ځينې داسې منكرات شته چې الله تعالى يې په قرآن (دعوت او تبليغ) باندې مخنيوى نه كوي بلكې دهغه مخنيوى د سلطنت (حكومت) له لارې ممكن دى.

رښتيا هم ډير كله زمونږ په ټولنه كې د ځينو منكراتو د مخنيوي په طرز او طريقه كې له سوچ كولو وروسته دې نتيجې ته رسيدلاى يم چې ترڅو حكومت او سياسي واكمني اسلامي نه وي، ددغو منكراتو دمخنيوي لپاره هر ډول كوښښونه او هلې ځلې "هباء منثورا" دي، او لكه په عربي كې چې وايي "استنبات البذور في الهواء" يې ګڼم، لكه څوك چې په هوا كې تخم د راشين كيدلو په هيله شيندي.

[quote:2d4ade3212]عادل صاحب، د اشغال له ختمیدو، وروسته بیرته لس کاله شاته ځو، د طالبانو دور ته، په کوم کی چی په پنځه کالو کی د ولور په هکله هیڅ کوم اقدام ونه شو. [/quote:2d4ade3212]
كه طالبانوچيرته دولور د ترويج لپاره اقدام كړى وي بيا ستا ګيله پر ځاى وه،
اما، نه اقدام يې دا معنى نه لري چې طالبانو د ولور ترويج غوښت، بلكې شل نور دلايل او لاملونه لري.


larghonay laraway
04.07.2010

السلام عليکم!
د ولور له منځه وړل يو نېک او پر ځای ګام دی خو زما په نظر ولور يو زوړ قبيلوي دود دی چې تر نورو قومونو نسبت پښتنو کې زيات دی. زه خو وايم راځئ د قبيلويت يو شمېر بې کاره او وروسته پاتې خويونه پرېږدو چې يو يې هم ولور دی.



04.07.2010

السلام عليکم!
لاروی صيب ښه وايي چې [quote:a6ed8d9546]د ولور له منځه وړل يو نېک او پر ځای ګام دی خو زما په نظر ولور يو زوړ قبيلوي دود دی چې تر نورو قومونو نسبت پښتنو کې زيات دی. زه خو وايم راځئ د قبيلويت يو شمېر بې کاره او وروسته پاتې خويونه پرېږدو چې يو يې هم ولور دی.[/quote:a6ed8d9546]
خو داچې ولور قبيلوي دود دی او که فيوډالي ، په هر صورت ډير ناوړه دود دی او له منځه وړل يې ولسي تصميم او حکومتي تاکيد غواړي !
هغه تصميم چې په غزني کې ولس نيولی يو ستر موفقيت دی، ځکه ډير ځله حکومت تصميم نيسي يو شی لکه د کوکنارو کښت منع کوي،
خوولس ترې د شتۀ اغيزتاړو (علتونو) له کبله لاس نشي اخيستلای او کري يې ،
ولې هغه تصميم چې پخپله ولس د يوۀ ناوړه کار په ضد ونيسي
او پر سرغړونکي يې ناغه هم وټاکي ، بيا نو په اړونده ساحه کې تياره نتيجه په لاس راغلې وي ، صرف د هغې د تعميم او پراختيا هڅه
په کار ده چې بآيد وشي، بالمثله اقدامات په نور ولس کې هم تر سره شي جرګې جوړې شي او ورته پريکړې اعلام کړي !
زمونږ هزاره ورونه ډير ښه خلک دي او ښه ، ښه کارونه کوي او ښه شخصيتونه هم ټولنې ته وړاندې کوي، څوک چې ښه وي او ښه کارونه کوي
مونږ بآيد ترې زدکړه وکړو ، سيالي ورسره وکړو او په ښه کار کې ترې لا مخکې شو ، ښايي مونږ تر هغوی زياته اړتيا ورته ولرو
او زمونږ د لا ډيرو رنځونو او نيمګړتياو دوا درمل وګرځي ، ځکه په مونږ کې به لکه ولور هغه اړونده نيمګړتيا لا ډيره وي او لا ډيرو
ستونزو سره به يې مخامخ کړي يو .د هزاره ګانو د ژوند ساختار ، ستونزې او شرايط پښتنو ته ډير ورته هم دی ، په دې توپير سره
چې هغوی سره متفق دي، ګډه مبارزه او کواندتيا لري او د حل لارې لټوي ! ګڼ شمير قبايل، خيلونه او ټبرونه لري، خو افراد يې
ځان په خيل ، ټبر او قبيله ځان نه يادوي او صرف هزلره يې وياړ او نوم او نوم دی، او په سراسري ملي ابتکاراتو کې هم تر ټولو ښه
ملي او سياسي وړانديزونه کوي . دوی وکولای شول چې د بشردوست غوندي يو پرهيز ګاره ملي شخصيت د جمهوري رياست ټولټاکنو ته
وړاندې کړي ، ولې پښتنو ونشو کړای چې د فاسد کرزي په مقابل کې يو ملي شخصيت ټاکنوته وړاندې کړي ! آيا پښتانه ملي
شخصيتونه نه لري ؟ بالکل يې لري ، خو د رغنده ملي او ټولنيز وګټو غم او چمتووالی په لازمه کژه له پښتنو سره نشته او د سيمه ييزو،
قومي قبيلوي، ټبرې خيل او ځي د سلو او زرو ستونزو په لومو کې ښکيل پاتې دي اود ټولګړو ملي سياسي او ټولنيزو مسايلو دحل په فکر کې نه دي!

الله تعالی دې د پښتنو اند او عمل (کوئنه) د دغه پي شعورۍ د محدوديتونو له لومو څخه راوباسي او د اسلامي، ملي او ټولنيز اند او شعور او عمل کولو توفيق دې ورکړي .


عادل عادل
04.07.2010

سلامونه

په پښتنو کې که یوه پیغله او ځوان د خپل انتخاب له مخې یوې خواته په تیښته سره د مرګ سزا ویني.

خو که تاسو د طالبانو د تیرې سلطې لاندې کلیو او بانډو کې پوښتنې وکړئ نو ټولو هغو پیغلو ته یې حفاظت ورکړ چې د خپلې خوښې له ځوان سره یې تیښته کړې وه. د هغوی د خوښې په اقرار سره یې نکاح ورتړله او دواړه خواوې کورنئ یې ګواښلې چې ددوی ژوند او ابرو ته خطر پیښ نکړي. په بل عبارت د دوی په دور کې د مینانو میره وه :lol:


larghonay laraway
04.07.2010

عادل صيب دا ضروري نه ده چې يوه پښتنه بايد خامخا وتښتي او بيا يې طالبان نکاح وتړي.
همغه د طالبانو په حکومت کې په کندهار کې (دوه زره لکه افغانۍ) ولور ؤ
همغه د طالبانو په دوره کې په هيڅ ولايت کې ولور نه ؤ بند شوی. دا که کومه نجلۍ دې ته مجبوره شي چې وتښتي او بيا يې طالبان سره نکاح تړي نو دا خو يوه ډېره سپيره هيله ده.
ولور يو زوړ قبيلوي دود دی چې د ښځو له خرڅولو بل هيڅ مفهوم نه ورکوي. راځئ چې په ولور غټه تيږه کېږدو او په دې تمه نه شو چې :
راځه چې دواړه سره تښتو
وروستۍ خبرې به سپين ږيري خلاصوينه


..Ahmadzai
04.07.2010

السلام عليكم
ولور ته عربي كې مهر وايي, أو دا پ إسلامي شرع كې د نكاح تړلو أساسي شرط دى, بې ولور نكاح نه تړل كيږي, په إسلامي شرع كې ېې اندازه نه ده معلومه يا محدوده سوې.
مهر د ناوې حق دى, خو بيا هم والدين يې وبالخاصة پلار يې د يوې كمې اندازې تصرف حق لري.

خو وچ خرڅول لكه څرنګه چې په پښتنو كې رواج دى, بلكل ناروا او بيغيرته كار دى, له شرم او عارڅخه ډك كار دى.
ځينې حالاتو كې يې قيمت محدودول او په ټولنه يې تطبيقول أړين او ضروري وي, تر څو خوار او ناچاره ځوانان اوپيغلې هم محصن سي.
مونږ ته تل پلار دا توصية كوله لا يې كوي, چې د خورلڼې او لوڼو د مهر مال مه خورئ دا ډير بيغيرته كار دى, مهر اخلئ خو ناوې ته يې پوره وركړي, او دا سپۍ تمه مه كوئ چې كه دغه ده يو څه ترې راكړي, نو الحمدلله زمونږ كورنۍ كې دا كار نسته او مهر هم أوسط حد كې دى, او تل راته د إناثو پر حقوقو توصية كوي, لكه ميراث كې خپله برخه وركول, او نور هغه حقوق چې اسلام ورته وركړي.

يوه سليمانخيل راته د غزني د خلكو د فيصلې يوڅه معلومات راكړي, رښتيا هم چې پرې خوښ سوم.
په درنښت


طالب ISI
04.07.2010

سلامونه،

افغانان هم مهر ټاکئ هم ولور، مهر هغه څه ته وایی، چی کله میړه ښځه طلاقه کړی، نو بیا به د مهر پیسی د میړه له خوا ورکول کیږی.
او ولور بیا لکه د پاکستان د کورونو ، اډوانس دی، دا بیا د سخرو ماما کار دئ، چی خپل جوب کی یی اچوی یا یی، خپلی لور ته د کور سامانونه اخلی.
نو که هوښیار او ایمانداره پلار وی، کومی پيسی یی چی د ولور په نامه اخیستی، هغه ټولی خپلی لورکئ ته خرڅی کړی، کله کله خو یو څه خرچه له ځانه پکی هم وکړی.

په اروپا کی بیا ولور بیخی نه شته، یواځی مهر ټاکی او هغه هم ډیر وقت شرعی حد اقل. نور باید زوم یواځی د واده خرچه وکړی، نه پوهیږم اروپا کی خدای پاک په افغانانو څنګه د رحمت باران کړئ، چی دلته ولور نه اخلی.

البته په واده بیا پنځلس ، شل زره یورو مصرفیږی، خو که یو سړئ یو کال کار وکړی، کولای شی، دا پیسی پیدا کړی،
خو د کولنګ او بیلچی په وسیله پیدا کول، ډیر مشکل دی. چی زیاتره پښتانه وروڼّه مجبور دی، ایران، دوبئ، پاکستان کی همدا کار وکړی.

زه دقیق نه پوهیږم، خو فکر کوم د مشرقی، ولایاتو ، کابل، او مربوطه ولسوالیو، لوګر، شمالی ولایاتو، خلک یو څه انصاف لری. چی شاید یو علت یی، په دغه ساحو کی د خلکو د دینی، او دنیوی پوهی زیاتوالئ وی، چی په پراخه توګه د خلکو، په رویه، او اجتماعی اخلاقو اثر لری.

په کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست،وردګو، نیمروز ، او ځینی نور ولایانو کی سم ظلم روان دی.

اوس ټول په دی اتفاق لری، چی ولور اخیستل، او بیا زیات اخیستل، ډیر خراب کار دی،
نو اوس سوال دادئ، چی د غزنی د سر حوزی غوندی مشران د کومه کړو، او داسی یوه فیصله څنګه وکړی، البته هر چیری درانه پښتانه مشران شته، نو هیله ده ، ټول په دی هڅه کی شو، چی ولور مردور وګڼل شی، او یو حد ورته تعین شی.
نه پوهیږم ، حلیمی صاحب دغه بحثونه لولی، که نه، هیله ده د ولور اخیستو ، اسلامی جنبه هم واضح شی.


larghonay laraway
05.07.2010

سلامونه!
جلال صيب کله کله ښې ديني ليکنې کوې خو کله بيا داسې ناپړيتې ولې چې زما درباندې شک راشي چې هغه ديني ليکنې به ستاسو نه وي!
مهر او ولور دوه بېل شيونه دي چې سره بېل دودونه او نومونه لري.
د پښتنو په ټولو يا اکثرو سيمو کې ولور او مهر دواړه اخيستل کېږي. ولور هغه وخت ټاکل کېږي چې کله د لور او زوی کورنۍ د خيښۍ معامله سره ومني. د اکثره وخت د نجلۍ پلار يا بل رويبار د نجلۍ د پلار له خولې د زوم کورنۍ ته وايي چې (دوه لکه يا....) ولور دی اخلي نو که د هلک د کورنۍ خوښه وي خيښي کوي او که خوښه يې نه وي نو (خيښي په خوښي او سودا په رضا)
ولور بيا په څو قسطونو کې اخيستل کېږي چې يوه اندازه پيسې د دستمال ورکولو په شپه يا ورځ ورته اچوي، يوه اندازه د واده له پيله يو څو ورځې مخکې ورکوي او يوه اندازه يې د واده په شپو ورځو کې چې ناوې وړي ورکوي يې. کله کله شتمنې کورنۍ ټول ولور په يو وار ورکوي او کله بيا د پکتيا د خلکو غوندې تر اماراتو پسې ځي څو ولور پوره کړي. همدا راز په هلمند او کندهار کې تر واده وروسته هم د ولور قسطونه ورکوي.
ولور ټول د نجلۍ د پلار د کورنۍ وي يوازې د واده خوړه او جامه ترې مصرفوي.
اوس مهر ته راځو:
پښتانه سره له دې چې د شرعيت خلاف کار کوي او ولور اخلي خو په فقه دومره پوهېږي چې حتی د نکاح په شپه به له يو شمېر نالوستو څخه هم داسې فقهي الفاظ واورې چې سړی ورته حيران شي.
دوی د مهر ځانګړی دود لري چې د نکاح په شپه تر نيمو شپو د نجلۍ او هلک د کورنۍ نږدې غړي او ملا ناست وي او د هلک او نجلۍ د وکيلانو په مهر باندې دعوه وي. د نجلۍ وکيل له لومړي سره ډېر زيات مهر ټاکي چې ملا بيا ورته وايی : (د يو لک او څليريشت زره پيغمرانو په خاطر دومره راوبښه، همدا راز د څلور يارانو په خاطر، د امامانو په خاطر خو په پای کې بیا يوې ډېرې وړې اندازې باندې سره قايل شي. کله کله دا دعوه له شپو واوړي خو دا ډېره کمه پېښېږي.
ولې اکثره پښتانه مهر تش په نامه ټاکي خو نجلۍ ته يې نه ورکوي. اوريدلي مې دي چې په لوګر محمداغه کې د نکاح په شپه د هلک له وکيل څخه مهر اخيستل کېږي او د نجلۍ وکيل ته يې سپاري چې باالواسطه نجلۍ ته رسېږي.
جلال صيب څه به دې سر خوږووم خو ولور او مهر دوه سره بېل شيونه دي چې ځانګړي دودونه او وختونه لري.
پلار دې په لوټو شو ته يې هېره کړې
يه نجلۍ له شنو ونو نه يې تېره کړې

د هندوستان دونيا چې نه وي
په کورنۍ دې ظفرخان نه راکوينه


..Ahmadzai
05.07.2010

لرغونى صاحبه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

كيداى سي ستا خبرې ټولې سمې وي, خو مهر عربي خبره ده, او ولور يې پښتو مترادف دى, مهر كې هم معجل ومؤخرسته, يعني أډوانس أو قرض پكې سته, په قسطو هم كيداى سي, څرنګه چې توافق راسي.
أندازه يې معلومه نده, لكن ادنى أو حد أقل يې معلوم ده, او حد أعلى يې معلوم نده.
أو داسې هم نده چې مهر دې بيرته ټول د جينۍ د تجهيز أو واده خرچه سي, بلكې جينۍ حق لري چې خپل مهر په عيني او نقدي ډول ترلاسه كړي, كه دا مهر لك يل لس لكه وي, دا د دې حق دى.

د محمد أغې د دود أو رواج دې خبر نه يم, خو پښتانه أكثراً سره مشابه أو نيژدې دودونه لري, دا مهر أخيستل أو جينۍ ته نه وركول ځينې عربي ټولنو كې هم رواج دى, چې په سر يې بحث وجر دوام لري, أو د خلكو پوهولو أو هڅولو هڅې روانې دي, تر څو له دغه ناوړه كار څخه په شا سي, دوۍ بيا بل نوم نه وركوي بلكې همدا مهر ورته وايي.

په درنښت


كريم كامران
05.07.2010

زما په فكر ولور او مهر فرق سره لري، مهر هغه دى چې د نكاح دعقد په وخت د طرفينو پرې اتفاق راشي او د ښځې ملكيت وګرځول شي نه يې پلار پكې د تصرف حق لري نه يې ميړه ورسره شريك دى او نه بل څوك.
او ولور هغه دى چې دنجلۍ دپلار جيب ته لويږي، والله أعلم، له دې نه زيات د مهر او ولور په فرق نه پوهيږم ځكه لكه شهير صيب چې وايي په ځينو سيمو كې د ولور په نامه كوم رواج نشته يوازې مهر دى، هغه هم ټاكلى حد نه لري، څنګه چې دطرفينو رضايت پرې راغى، البته د هلك اقتصادي حالت پكې ډير رول لري، حتى ځينې ودونه مې ليدلي چې دمهر اندازه يې له هيڅ سره برابره ده. او د هلك ټول مصرف همدا (مهر) او د خوړې لګښت وي او بس.

كه د موضوع شرعي جانب ته راشو، همدا دشريعت غوښتنه هم ده، چې په مهر (يا د ځينو په اصطلاح ولور) كې مغالاة ونه شي او هلك دزيات مالي بوج لاندې رانشي.
په يو حديث كې راځي:
إن أعظم النساء بركة أيسرهن مؤنة: ترټولو بركتي ښځه هغه ده چې مهر يې لږ وي.
او په بل حديث كې راځي:
أعظم النكاح بركة أيسره مؤنة: زيات بركتي واده هغه دى چې مهر يې لږ وي.
او په بل حديث كې راځي چې هرڅومره مهر لږ وي هومره يې بركت زيات وي.

په يو بل حديث كې احمد بن حنبل روايت كړى رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
إن من يمن المرأة تيسير خطبتها وتيسير صداقها وتيسير رحمها: د ښځې دبركت څخه دا هم ده چې خطبة (د نكاح لپاره غوښتل) يې اسانه وي، مهر يې لږ وي، او دبچي زيږون يې اسانه وي.

عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمايي: په مهر كې له اسراف څخه ځان وساتئ، كه چيرته ډير مهر الله تعالى ته دنږديكت او دخلكو په وړاندې ددرناوي او احترام علامه وه رسول الله صلى ا لله عليه وسلم به له تاسو څخه وړاندې له دې خير څخه برخمن شوى وه، رسول الله صلى الله عليه وسلم له څلور سوه او اتيا درهمو څخه زيات مهر، نه خپلې كومې بي بي ته ټاكلى او نه يې دكومې لور لپاره اخيستى دى، يو كس به خپلې ښځې ته ډير مهر وركړي نتيجه به يې دا شي چې په زړه كې به يې ورسره دښمني پيداشي.

اوس ځينو معاصرو علماوو درسول الله صلى الله عليه وسلم دميرمنو اعظمي مهر په اوس وخت كې
1487،5 ګرامه سپين زر، يا همدومره ريال.
او يا
396،7 ډالر
ښودلى دى.

په يو حديث كې راځي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يو صحابي ته يوه ښځه په نكاح كړه او مهر يې ورته دا وټاكه چې هغې ته به د قرآن كريم سورتونه ورزده كوي.

او همداسې دصحابه وو او تابعينو په ژوند كې د لږ مهر ډير مثالونه لرو.


larghonay laraway
05.07.2010

جلال صيب بښنه غواړم چې يوه يادونه مې له ياده وتلې وه هغه دا ده چې : د پښتنو په ودونو کې مهر او ولور دواړه په عين واده کې ترسره کېږي. که چېرته ولور د عربي مهر مترادف شي نو بيا بايد په يو واده کې يا مهر او يا ولور وي خو داسې نه ده. بلکې په پښتنو ودونو کې هم مهر وي او هم ولور. داسې ډېر کم پېښېږي چې يوازې مهر په کې وي او ولور نه اخلي. خو داسې هيڅ واده نه شي کيدلی چې يوازې ولور په کې وي او مهر په کې نه وي. ځکه دا که ګنهګاره ټولنه ده خو مسلمانه ټولنه هم ده او مهر شرعي حکم دی نو ځکه يې خامخا ټاکي.
مهر په درې قسمه دی لکه:
مهر المسمی

مهر المثل

مهر المتعه
ولې په پښتنو کې تر ډېره مهر مسمی او په دويم قدم کې مهر مثل ټاکل کېږي.
نو په لنډه توګه که ووايو مهر او ولور دوه سره جلا نومونه او دودونه دي چې هيڅکله هم مهر د ولور او ولور د مهر ځای نه دی نيولی.
کاشکې مهر د ولور مترادف وای بيا خو شرعي ستونزه نه وه. ځکه چې مهر يو جايز او بلکې د ښځې حق دی خو ولور حرام او يو منفور دود دی. که مونږ مهر د ولور مترادف وبولو نو بيا ورته بد او حرام نه شو ويلی بله دا چې هيڅکله هم يو مترادف د خپل اصل پر خلاف حکم نه لري. نو مهر شرعي حق او ولور حرام دی.
مننه
پلار يې په شمار درې لکه غواړي
د لور چپه پيوند ته نه ګوري مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more