د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دژبو تعادل او انډول

ghashtali Afghan
28.06.2010

کابل : په ښوونيزو موسساتو کې د رسمي ژبو د ناانډولتيا له امله ﻻريون شوی
په کابل کې د پوهنتون محصيلنو او د نورو ښوونځيو زده کوونکو لخوا له دې امله ﻻريون وشو ، چې په ښوونيزو موسساتو لکه پوهنتون او ښوونځيو کې رسمي او مورنيو ژبه ته پاملرنه نه کيږي او يوازې دري ژبه مسلطه ده .
ﻻريونوکوونکي وايي ، چې ډېر داسې زده کوونکي شته ، چې وروسته د کانکور له آزموينې څخه کله چې کابل ته راشي نو دوی بيا په خپله ژبه بيا زده کړو ته ادامه نشي ورکولی ځکه د پوهنتون او نورو لوړو تعليمي موسساتو ژبه دري ده او دوی ناکامه کيږي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي ، چې په دې برخه کې استادنو لپاره قانوني ممانعت نشه او کولی شي په خپله خوښه په هره رسمي ژبه ، چې وغواړي درس ورکړي.
ﻻريون کوونکي پر دولت نيوکه کوي ، چې دا د چارواکو دنده ده ، چې دغه نا انډوالۍ ته پاملرنه وکړي او مخنيوی يې وشي .
د بي بي سي خبري رسنۍ د رپوټونو له مخې د کابل پوهنتون د ساينيس پوهنځي استاد نسيم ګل توتاخيل وايي دولت بايد د اساسي قانون دغه حکم ته په پام سره د زده کړو په بهير کې د رسمي ژبو انډول ته پام وکړي . هغه وويل چې د لوړو زدکړو وزارت بايد داسې لارې چارې غوره کړي چې په مرسته يې استادان په دواړو ژبو تدريس ته وهڅول شي .
خو د لوړ زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د تدريس مسله اختياري بولي .
ددغه وزارت د رسنيو مشرحميدالله شهراني وايي په وزارت کې هېڅ داسې قانون نشته چې استادان يې له مخې د تدريس ژبه وټاکي.دده په وينا هر استاد کولای شي پخپله خوښه په هره ژبه چې وغواړي تدريس وکړي .
نوموړي دا هم وويل چې محصلين دې استادانو ته قناعت ورکړي چې د تدريس ژبه وټاکي او دده په وينا دايې تر ټولو ښه لاره ده .
دا هغه موضع ده چې په جدی توګه باید تعقیب شې له روهې ویبپاڼې ځخه


ډاکتر وطنمل
29.06.2010

محترمو ورونو ته سلام او نېکې هيلې !
په کابل پوهنتون کې دې لکچر په دري او لکچر نوټ دې په پښتو وي اويا برعکس !،
په دې دواړو بديلونو کې دې د استاد خوښه وي چې لکچر په کومه او لګچر نوټ په کومه ملي ژبه ورکوي .
خو په مرکز کې استاد حق نه لري چې لکچر او لکچر ڼوټ دواړه په يوه ژبه ورکړي ! آيا دا يو ښه حل نه دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

د مرکز په هغو ښونځيو کې چې ٣٠٪ پښتانه په کې پوره کيږي هم بايدلږ تر لږه د درس شفاهي برخه په پښتو او کتاب يا نوټ يې په دري ورکړل شي ، تاسو څه فکر کوئ .


pattang
29.06.2010

وطنمل صيب !
دخسو پول / پل به ځان ته نه جوړوو، چې نوم يې د پله وي خو هيڅوک هم نشي
پرې تېرېدی٠ دا کار په عمل کې انکان نلري او نه يو تاريخي کار دی ٠
هر ملک د تاريخ ، ملي ارزښتونو ، ملي وياړونو اووزن په اساس ملي ژبه لري
چې هر يو طابع دې دغه مملکت خبرې پرې کوي اوهرو مرو يې بايد زده وي
خو په افغانستان کې اوبه له کوزې خوا پورته رواني دي او يو غېرې طبعي
پروڅيس دی ٠ پښتانه اوس د افغانستان هغه پخواني هزارګان دي چې هر څوک
جوالونه پرې کشکوي او بې عيبه کوي يې . تر څو چې پښتانه په قدرت رانشي
پښتو دې هېره کړه ، اېران دام ورته ايښی ټول پښتانه به درته پاړ سيوانان کړي٠

- دپښتنو قدرت + نوی اساسي قانون : => دغه اوسنی ملي مقاومت حتمي
اوحتمي بايد تقويه شي تر څو چې دکرزي ، سمرقنديانو ، اېرانيانو او اشغالګرو
فاسد رژيم نسکور شي٠



29.06.2010

[quote:1282e98ebf="pattang"]وطنمل صيب !
دخسو پول / پل به ځان ته نه جوړوو، چې نوم يې د پله وي خو هيڅوک هم نشي
پرې تېرېدی٠ دا کار په عمل کې امکان نلري او نه يو تاريخي کار دی ٠[/quote:1282e98ebf]
انډيواله د ښاغلي وطنمل په هدف نه يې پوه شوی، خبره د هغو مظاهرو ده چې په کابل پوهنتون کې پښتنو محصلانو د ژبو د انډول له پاره کړې ده . داچې ځمکه هغه سوځي چې پرې اور بل وي : محصلانو پخپله دغه حل خوښ کړې او وړانديز يې کړی چې دواړه ژبې دې په په هر درسي ساعت کې موازي روانې وي ، او زه دا ډيره ګټوره ګڼم چې لکچر په دري او لکچر نوټ چې پښتانه ترې ډيره ګټه اخيستلای شي په پښتو شي . پښتو نوټ دري ژبو ته هم د پښتو په زدکړه کې ډيره ګټوره تماميږي !
په دې توګه دواړه ملي ژبې تعميم کيږي ، يعنې پښتو هم تعميم کيږي !
دا شکل تر هغې ښه دی چې د طالب په انتظار کښيني او هېڅ ونکړي، تر څو کله چې طالبان هم قدرت ته ورسيږي همدغه حل لار ونيسي ، نو فايده به يې څه وي .
که څوک دا خيال پلو غږوي چې ګنې طالبان به يواځې پښتو رسمي ژبه اعلام کړي
نو دا خو د خسو نه چې د خيالپلو د پروړې له بله څخه هم بدتر دی، او که دا هدف نه وي نو بيا ددواړو ژبو د تعميم له پاره دا هم اوس يو اغيزمن اقدام دی چې درس په دواړو ژبو شي .
داچې ددې په ضد به هم مقاومت وي، نو له مبارزې پرته خو يو حق هم د ملت لاسته نه ورځي او هيلمن يم چې پښتانه محصلين به په دې مبارزه کې مخکښ رول ولوبوي او بايد هم وې لوبوي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more