د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزي له سراح الدین حقاني سره کتلي

Abdulhadi Hairan
27.06.2010

د ایران پریس تلویزیون د خپلو باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې حامد کرزي د حقاني ډلې له مشر سراج الدین حقاني سره په کابل کې پټ کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي. دغه کتنه د پاکستان د ایي ایس ايي په مرسته ترسره شوې ده. راپور دلته کتلای شئ http://www.presstv.ir/detail.aspx?id=132267&sectionid=351020403

د ملګرو ملتونو، امریکا او برتانیې مشرانو هم په دې وروستیو کې مخالفینو سره د سولې د خبرو ښکاره تایید پیل کړی دی. داسې ښکاري چې د دولت او طالبانو ترمنځ معامله روانه ده ځکه چې:

۱) امریکا او نور هیوادونه په خپلو هیوادونو کې دننه د خلکو د فشار له امله نه غواړي چې د افغانستان جګړې ته اوږدوالی ورکړي او غواړي چې ژر تر ژره لدې هیواده پښې ایستلو ته څه لاره جوړه کړي؛

۲) پاکستان غواړي له نړیوالو ځواکونو وروسته په افغانستان کې د طالبانو قوي حضور غواړي څو خپلې سترتیژیکې ګټې خوندي وساتي او په افغانستان د خپل لاس حکومت جوړولو هدف لاس ته راوړي.

۳) حامد کرزی په دې پوهیږي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به له سختو ستونځو سره مخ وي او ښايي اداره یې دوام ونکړي نو غواړي په هره بیه چې وي داسې یوې معاملې ته ځان ورسوي چې دی پکې ولسمشر پاتې شي خو مخالفین پکې ځان سره شامل کړي او د پاکستان ګټې خوندي وساتي.

که دغسې کومه معامله وشي نو د افغانستان جګړه به یو ځل بیا د ايي ایس ايي او پاکستان په ګټه تمامه شي. په افغانستان کې د کرزي او طالبانو شریک حکومت به د پاکستان لپاره داسې وي لکه د یو شتمن سړي دوه ښځې. ښځې به دواړه کوښښ کوي چې خپل مېړه خوشحال وساتي او مېړه به یې دواړه د خپلو مزو لپاره د یو بل په خلاف استعمالوي.


طالب ISI
27.06.2010

سلامونه،

ډیره مننه، ښه موضوع مو را اخیستی، کاشکی صلحه وشی، چی نور افغانان په آرامه ژوند وکړی، خو راځم ستا آخری کرښی ته، که فرض کړو، کرزئ ښځه وی، نو که کرزئ د صلحی لپاره د پاکستان ځینی شرطونه منی، نو مثال یی دهغه کونډی دی، چی د خپلو بجیانو له غمه، او د خپل شرف د ساتلو لپاره بل میړه کوی.

دا دعا وکړئ چی طالبان د حکومت یوه برخه وګرځی ، نه حکومت، که طالبان ټول حکومت قبضه کړ، بیا به مو څه حال وی:

ـ چی هر بنجابئ افغانستان ته راځی، باید لاس او پښی یی دواړه مچو کړو
- چی پنجابئ افغانستان کی هر افغانه پیغله ته لاس نیسی، باید مونږ هیڅ ګیله ونه کړو، ( داسی ویل کیږی چی د شمالی څخه ځینی پیغلی پنجابی طالبانو په زور بولی وی).

خدای پاک د داسی ورځی نه راولی، خو که راغلی، بیا بهرته ده چی، مونږ ټول افغانان دا ومنو چی افغانستان پنځمه صوبه ده، ځکه کم از کم د یوه پاکستانی حقوق خو مونږ هم لرو.

او یا باید افغانان څو لکه نور قربانی شی، تر څو پاکستانئ ملیشی (طالبان)، د همیش لپاره له هیواد څخه ورک کړو.

او د طالبانو مثال بیا د هغه کونډی ښځی دئ، چی د ډیری مستئ له کبله له چا سره اړیکی ټینګوی.

د پاکستان اهداف څه کیدائ شی؟

۱. په افغانستان کی د لویو بندونو نه جوړول
۲. همیش د پاکستان د خرابی کوالیتئ مواد اخیستل.
۳. په افغانستان کی د تعلیم نه پراختیا.
۴. یواځی د دینی علومو زده کړه، هغه هم په داسی شکل چی پاکستان ورته ووای، چی دا حرام دی، دی هم ووایی هو حرام دی، او چی هر څه یی ورته حلال کړل، دوی هم هغه حلال وګڼی.
۵. د دیورند د کرښی په رسمیت پیژندل، او یا هم دومره امر منل چی افغانستان داسی وی لکه د پاکستان پنځمه صوبه.
۶. د افغانستان په کانو کی د پاکستانیانو سرمایه ګذاری.
۷. هند او نور ملکونه په افغانستان کی باید هیڅ د ودانولو کار ونه کړی، خو که چیری هند هم ددوی غوندی افغانستان ورانوی بیا چی شل قونصلګرئ جوړی کړی، بیا هیڅ پروا نه کوی.

خو آیا د طالبانو د مشرانو ، البته د کویټی نیمایی مشران یادوم ځکه نیمایی نور خو پاکستانیان دی، دومره ټیټ وژدان، ، ټیټ غیرت ولری چی د خپل ګران هیواد په ضد دا ټول کارونه د پاکستان سره ومنی؟

ستاسی په اند د پاکستان هدف دګټو له خوندی توب څخه څه دئ؟


Abdulhadi Hairan
27.06.2010

[quote:2c0fdf4e9b="shaheer"]سلامونه،

ستاسی په اند د پاکستان هدف دګټو له خوندی توب څخه څه دئ؟[/quote:2c0fdf4e9b]

شهیر خانه، زه ستاسې له نظر سره موافق یم. د پاکستان هدف د ګټو څخه هماغه دی چې تاسې په خپله یاد کړي:

۱. په افغانستان کی د لویو بندونو نه جوړول
۲. همیش د پاکستان د خرابی کوالیتئ مواد اخیستل.
۳. په افغانستان کی د تعلیم نه پراختیا.
۴. یواځی د دینی علومو زده کړه، هغه هم په داسی شکل چی پاکستان ورته ووای، چی دا حرام دی، دی هم ووایی هو حرام دی، او چی هر څه یی ورته حلال کړل، دوی هم هغه حلال وګڼی.
۵. د دیورند د کرښی په رسمیت پیژندل، او یا هم دومره امر منل چی افغانستان داسی وی لکه د پاکستان پنځمه صوبه.
۶. د افغانستان په کانو کی د پاکستانیانو سرمایه ګذاری.
۷. هند او نور ملکونه په افغانستان کی باید هیڅ د ودانولو کار ونه کړی، خو که چیری هند هم ددوی غوندی افغانستان ورانوی بیا چی شل قونصلګرئ جوړی کړی، بیا هیڅ پروا نه کوی.


larghonay laraway
28.06.2010

کرزی صيب د جوړونې پر ځای په ورانولو کې ښه مهارت لري خو دا د وطن د درد دوا نه شي کولي. د بېلګې د شمالي ټلوالې د متحدې جبهې د ټوټه کولو لپاره چکړي ته د وزارت بلنه ورکړه.
همدا راز يې په مشورتي جرګه کې رباني د دې هدف لپاره د جرګې رييس کړ چې له عبدالله يې جلا کړي او اپوزيسيون مات کړي.
د ګلبدين په ډله کې يې کار وکړ او ارغنديوال ته يې وزارت ورکړ.
که تاسو وګورئ د کرزي ډېرې تقررئ په همدې خاطر دي چې يو بل سره بېل کړي او يا يې وجنګوي. چې په دې کې د ملت هیڅ ګټه نشته.
اوس دی غواړي چې د ملاعمر او جلال الدين تر منځ درز رامنځته کړي نو له حقاني سره پټپټووني کوي.
دا هغه کارونه دي چې بنسټيز حل لاره ورته نه شو ويلی او نه د ملت په درد خوري.
چې په خپله ترېنه ګډ وډ وي ودان کور
هغه کس به څنګه سم کړي د بل وران کور


عادل عادل
28.06.2010

سلامونه

نوموړئ خبر مې په څو ژبو سره ولوست او هم مې واوریده، خو زړه ته مې ونه لوید نو ۹۹.۹ په سلو کې امکان لري چې درواغ وي.

د خبر په حواله ښاغلئ حقاني کابل ته راغلئ نو بیا خو بایده چې د کرزي صیب کسر شان نه وای شوی او د خبر سرلیک داسې وای چې ښاغلي سراج الدین حقاني له ښاغلي کرزي سره کتلي دي ....... حقاني خو ماته هغه سړئ ښکاري چې دده په لارښونه سره یې سړیو څو څو ځلې په کابل ښار د ننه کې د ښاغلي کرزي د ملاقات هڅه کړې خو هدف ته نه دي رسیدلي


عبدالله صابر
28.06.2010

 عادل صاحب تاسورښتيا وايئ ، زماپه فکريرغلګراومزدورانويی وا پارخطا
کړئ لوتي کوي دچاخبره پيريان يی غږه وي ،دشپې سوچ کوي چي صبابه
څنګه ښکروردرواغ جوړه ووترڅوطالبان پري مات کړوخوهغه اوتي بوتي 
يې چي له خولې ووزي نوره هم شرمنده شي ،داهرڅه دوی په خپله مستقيم
اوغيرمستقيم ډول مطبوعات ته ورکوي ،هيڅ فايده ورته نه رسوي بي له دي
چي ځيني ساده ګان دلږوخت لپاره په فکرکښ شي ،زمونږدټول افغان ځيني
ملګري خوبيا وارله مخه په ويښه خوبونه ګوري ،
بل داخبر طالبانوهم په کلکه رد کړئ اودايی دورخطا دوښمن پروپاګنډ ه بللي

لراوبر

طالبانو له کرزي سره د حقاني د ليدني خبرونه رد کړل


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د لوېديځو رسنيو هغه خبرونه رد کړل، چي ګني د مولوي جلال الدين حقاني ډلي چي مطبوعات يې د حقاني شبکه بولي د افغانستان له حکومت سره خبري شروع کړي دي.
طالبان وايي دغه خبرونه غربيانو له خوا د دوى د ماتي او حقايقو څخه د پټولو په خاطر خپرېږي او موخه يې دا ده چي د طالبانو په منځ کي اختلاف واچوي.
ذبيح الله مجاهد لراوبر ويبپاڼي ته د يوې خبرپاڼي په لېږلو سره د الجزيرې او نورو رسنيو پر دې خبر سخت انتقاد کړى او وايي چي رسنۍ دي د دغسي بې بنياده خبرونو له خپرولو څخه ډډه وکړي، چي اعتبار ته يې زيان ونه ورسېږي.
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ تر دې دمخه هم ډېر خبرونه خپاره سوي دي، چي طالبانو هرکله رد کړي دي. خو دا ځل افغان حکومت هم د هغو خبرونو له حقيقت څخه انکار کړئ چي وايي د جلال الدين حقاني د ډلي مشر سراج الدين حقاني د پاکستان د استخباراتي ادارې په منځګړتوب دوه ځله له حامد کرزي سره په کابل کي کتلي دي.


http://larawbar.com/detail.php?id=19475&date=2010-06-28&author=سلېمان


pattang
28.06.2010

[quote:1cd274b946]Karzai führt heimliche Gespräche mit Taliban Sonntag, der ...........................27 [/quote:1cd274b946]
پتوال صيب داخبرې زړې دي تاويږي او را تا ويږي ٠
د cia مشر نن داخبره وکړه چې cia په داسې تماسونو او ارادو نه خبره ده او نه عقيده
پرې لي ٠ زما په خپل اند ، دحقاني صيب ګروپ به هيڅکله د پښتنو قتل عام
په دښتې ليلې ، مزار، قلعه جنګي او شبرغان کې هېر نکړي او نه به دې دالرو
غلاوې اودقاچاقو د پيسو سپينول چې خارج ته يې په با لښتونو کې پټې کړې وي
اود کرزي دورور ، فهيم ...... له خوا استول کېږي هير نکړي او که داکار وکړي حقاني
به ډېر خيانت وکړي٠


pattang
29.06.2010

دوزيرانو شورا غونډه وکړه

[img:5b44e191cb]http://www.afghan-german.de/upload/news_af/NewsBoard/n_bilder/GetAttachment_586474609.jpg[/img:5b44e191cb]
--------------------------------------------------------------------------------

29.06.2010 باختر

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه پرون له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه . باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې . دغوندې په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په شمالي وزيرستان کې دحقاني په ډلې مشهور دافغاني طالبانو له مشرسراج الدين حقاني سره دخپلې کتنې دخبر او دځينو کورنيو اوبهرنيو رسنيو له خوا په کابل کې ددوشنبې په ورځ دپاکستان دامنيتي مقاماتو لوي درستيز جنرال اشفاق کياني او دپاکستان داستخباراتو درييس جنرال شجاع پادشاه دسفر دخبر خپريدل په غوڅه توګه ردکړ او هغه يې يوه له دروغو ډکه اوازه وبلله . او زياته يې کړه چې دافغانستان ددولت مشرتوب په هيواد اوسيمه کې دسولې او ثبات دتامينولو په اړوند دپاکستان له لوري سره په تماس کې دى . دغه راز په هغه صورت کې چې دطالبانو هغه مشران چې له القاعده سره خپل تماس بند کړي دافغانستان دولت دسولې دملي مشورتي جرګې د پريکړو پربنسټ له ديپلوماتيکي لارې له هغوى سره هر راز خبرو او څرګندو کتنو ته حاضر دى .


ملنګ جان
30.06.2010

ګوړه ګوړه وایه..... خوله به دې خوږه وي.....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more