د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

*** ايادوی ټوله سره وروڼه دې*** د(مجاهدږغ) ١ مضمون.

باغوان
14.04.2004

يوه ورځ مي دپخوا په څير ورځپاڼي كتلي. كه ګورم دا مضمون ليكلى دى : چي ايا دوى سره وړونه دي ؟ څرنګه چي دا جمله يوه سواليه جمله وه ، نو ئي وه ځواب ويلو ته ځير شوم . چه وه تفصيل ته ئي متوجه شوم كه ګورم چه د يوه امريكائي جنرال قصه پكښي ليكلي ده . چه هغه احمدشاهي قندهار ښار ته په راستنيدو سره كړي وه.
قصه داوه چي د امريكائي فوځ يوه سترجنرال و قندهار ته د راستنيدو او هلته د حكومتي چارواكو سره د ليدو كتو اراده لرله ، نو د دود سره سم دهرڅه انتظام وسو. معنا داچي چورلكي سره د جيټ طيارو او
B52 يا بي 52 ډوله الوتكو هم چمتو والى ښكاره كړ . څه سر دي ګرځوم امريكائي جنرال سره د خپلو چوپړ وهونكو غلامانو د كندهار پر لور حركت وكړ . او ديوه ساعت وروسته د كندهار پر هوائي ډګر سره له خپلو نوكرانو د الوتكو سره راكښته شو او د دود سره سم ئي وه خپلو فوځيانو يا په بله اصطلاح پر مسلمانو افغانانو يرغلګرو باندي پوښتني وكړي او هغوى ته ئي شاباس وركړ او دشاه باسى سره ئي ډاډ وکړ چي نور به پر تاسو باندي د طالبانو يا القاعده له خوا حملي نه كيږي . ډاډه اوسئ زمريانو! بيشكه تاسي ياست چي د احمدشاه د زامنو او لمسيانو څخه مو خپل د پلرونو او نيكونو بدله واخيسته . بيشكه تاسي ياست چي ډي لږډالرو او په پوچو وعدو مو يو څو په نامه افغانان رانيول . خو خير څومره چي دده په طاقت وه هغومره ئي وه دوى ته د زړه ډاډ وركړ . او د احمدشاهي كندهار ښار پر لور روان شو چي ورسره يو څو لوړ پوړي چارواكي امريكايان او يو ورسره افغاني شكله پښتون ژباړن هم وو . ځه وخت چي دوى وه ښار ته ورسيدل ، نو ددوى تر راتګ څو شيبي دمخه لا يوڅو تاريخ فروشو افغانانو ددوى وه استقبال ته لاس پر نامه ولاړ وو. ځه وخت چي امريكائي جنرال ودوى ته ورسيد نو ټولو ورته سلامي وكړه. او خپل كوناټي ئي ورته وټكول . چي دا په حقيقت كي ددي خبري يو ښكاره ثبوت دى چي دي ولاړو كسانو دحال په ژبه څو څو واره اعلان كاوه چي تاته مو سلام دى ستا وه فوځ ستا طيارو او ستا وه ډالرو ته مو سلام دى . كه ته نه واى خداى خبر چي موږ به بيا ودي احمدشاهي كندهار ته راستانه شوي واى . او كوناټي ټكول ئي بيا د حال په ژبه دا ويل چي موږخو نور له مقاومته وتلي يو او خپل كوناټي يي ټكول چي بيا مو توبه ده . خو امريكائي جنرال به په وار وار خپلو ملكگرو ته كتل چي وګورئ په رشتيا چي زموډالرو او زموږ پوچو وعدوډير كار كړى دى. او په رشتيا چي د احمدشاه زامنو او د ميرويس خان لمسو دخپل پلرونو او نيكونو دودونه او تاريخ هير كړى دى .
دا وو چي دګورنر يا والي وه مقام ته راورسيدل . هركله چي د والي وه ميلمستون ته ستانه شوه نو د دود سره سم ژباړن ترجماني شروع او يو اوبل ئي معارفي او پيژندګلوي پيل كړه . نو ئي وويل :
دا حاجي ګل اّغا دى ددي ولايت مقام والي او يا ګورنر دى .
دا حاجي خان محمد دى چي ددي ولايت د قومندان امنيه او يا كور كمانډر دنده لري .
دا حاجي انجينير پښتون دى چي ددي ولايت د وياند دنده په غاړه لري .
دا حاجي محمديوسف . او همدارنګه نور .
څرنګه چي په بعض ځايونو كي دا اصطلاح وي چي د وړونو نومونه يو رنګه وي ، نو هغه امريكائي پوښتنه وكړه چي : All of these are brothers? يعني دا ټوله سره وړونه دي؟ نو ژباړن په ځواب كي ورته وويل چي : No نه صاحبه دا ټوله سره وړونه نه دي بلكه It is there Islamic label دا ددوى يو اسلامي ليبل يا نښاني ده چي هر كله يو څوك په دوى كي وه بيت الله ته ولاړ شي نو بيا حاجي ورته ويل كيږي .
نو امريكائي جنرال صاحب وه هغه ژباړن يا ترجمان ته وويل : چي زموږ په هيوادونو كي خو چي د يو چا پيژندګلوي كيږي هغه د تعليم پر بنسټ باندي وي د مثال په توګه دده دانوم دى . او ده په انجينري كښي پي ايچ ډي كړيده . او همدارنګه نور . نو ددوى څه معيار دى په تعليمي سطحه باندي ؟ نو ترجمان ورته په ځواب كي وويل :
Sir they don't have any education
ياني نه صاحبه ددوى هيڅ تعليمي معيار نشته . او نه هم دوى تعليم يافته دي . نو هغه امريكائي جنرال وه خپلو ملګرو ته وكتل چي واقعي هم تاسو د احمدشاه داسي زامن دخپل چوپړ لپاره راچوڼ كړي دي چي هيڅ يو تعليم نه لري . او نه هم هيڅ يو مقام او نه هم هيڅ يو نظريه لري. شاباس همدغه كسان ستاسو چوپړ ته تيار دي . همدغسي خلګ خپل د پلرونو او نيكونو ګټلى وياړ خرڅوي . همدغسي كسان خپلي شتمني پلوري .
خو زه وايم چي دي ترجمان ددي افغاني غلامانو يا په بله اصطلاح ددي واكدارانو ډير سپكاوى كړى دى بايد دى محاكمه شي او بايد دى د قانون وه منګلو ته وسپارل شي ، ولي چي دا كسان داسي نه وه چي دوى په يوه كار كي هم تجربه او يا پوهي نه درلوده چي ده ورته وويل چي : " نو ايجوكيشن " داكسان خو دوخت په واكمنانو كي ډير يو اوچت مقام لري . نو مناسب خو داسي وه چي ده داسي ويلي واى :
حاجي ګل آغا ته ئي اشاره كړي واى چي ديس از پروفيسر آف ډاګنالوجسټ .
يعني صاحبه دده دپوهي معيار دادى چي دى پروفيسر دى دسپينانو په اړه . معنا داچي دى پوهيږي چه دا كوټه سپئ نيم ساعت جنګ كوي او دا بل بيا پنځلس دقيقي .
او بيا يي له دود سره سم وه حاجي خان محمد ته اشاره كړي واى او ويلي واى چي صاحبه ! " دس از پروفيسر آف دي بوائيز " دا بيا دهلكوانو پروفيسر دى چه دا هلك څرنګه سترګي څرنڅه شونډي او تر څه وخته پوري زموږ چوپړ وهلاى شي .
هغه بل ته به يي بيا اشاره كړي واى چي صاحبه! "دس از پروفيسر آف دي كرك " چي دا بيا په كركانو ښه پوهيږي او دهغه بل تعارف يا پيژندنه ئي داسي كړي واى چي : " دس از پروفيسر اّف دي چرګ " چي دا بيا د چرګانو پروفيسر دى . او دهغه بل تعارف به يي داسي كؤى واى چي : "دس از پروفيسر اّف دي ډرګ" چي دا بيا د نشئي موادو ډير ماهر دى . نو كه ده داسي پيژندګلوى كړى واى نو كيداى شي چي دا ترجمان به د بين الا قوامي جنګجاله خلاص او دقانون د منګلو څه ژغورل شوى واى . خو هر كله چي ده داسي وويل چي : "نو ايجوكيشن" يعني دوى هيڅ تعليم نه لري ، نو په دي ئي د بشريت سپكاوى وكړى ، ولي چي حقيقت هم دغه دى چي څومره چي دا كسان پخپل خپل فن كي ماهرين دي كيداى شي په نړۍ كي به يو يا دوه نور هم داسي مخ پر وده هيوادونه وي چي داسي پروفيسران به لري . ورنه موږ به په دي وينا كي سل په سل كي حق بجانب يو چي زموږ د هيواد دغسي پروفيسران هيڅ چيري هم نشته .
موږ د بشر د نړيواله تنظيمونو څخه هيله كوو چي دا ژباړن دي دنړۍ والي محكمي وه عدالت ته وسپاري ، ترڅو دى دخپلو ناوړو عملونو په بدله كي وه سزا ته ورسيږي .
" دمجاهدږغ " سياسي مبصر ليكي : اي افغانانو! تاسو خپله قضاوت او فيصله وكړي چي دغسي بي تاريخه ، بي ننګه ، او بي پته او بي تعليمه به د اولس چاري څرنګه پر مخ بوزي . يو فارسي شاعروائي :
ګر به مير سګ وزير موش درباني كند
اين همه اركان دولت خانه ويراني كند
افغان مجاهد اولسه ! را بيدار شئ او د خپلو دي ازلي دښمنانو ته يو وار بيا هغه درسونه وركړى كوم چي مو وه ميكناټن ته وركړي وه .
مومنو مسلمانانو! راويښ شي او دا داړه ماران چي كله ئي د سپيو پر جنګ سره سنګرونه نيولي وي او كله ئي بيا د كركانو او چرګانو په جنګ كي يو د بل سره خوړلي وي. او كله ئي بيا دمسلمانانو پر پت او عزت باندي د تيري له كبله سره اخيستي وي . دخداى لپاره نور نو نړيوال مه راباندي خندوئ . همدغه خندا د امريكائي جنرال مو بس ده . او كه نه نو بيا به نتيجه يا پايله ډيره بده وي .

[color=green:b6bd427459]باغوان[/color:b6bd427459] ([color=darkblue:b6bd427459]ماليار[/color:b6bd427459])
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماليار صيب، د لوړ او سوچه پښتنې کلتور لمن به ککړه شي، که په لوړ احمد شاهي کندهار کې د سپيو جنګول ....او داسې نور د کرکې وړ رواجونه دلته وښيو ، که څنګه؟. له دې کبله اړونده تصويرونه ړنګ شول ، خدای دې وکړي چې خوا مو بده نشي . په درنښت او سلامونو . وطنمل



ع کريم حليمي
14.04.2004

باغوان صيب سلام جوړ او روغ اوسی
تاريخ می هير دی چه کم کال وو فکر کوم 1981 به وو
په نيويارک کی افغانانو شورا جوړه وله ٠ نو يو مکتب ئی کراهه کړی وو ٠ ډير افغانان راغلی وه
نو يو چا راته وويل چه هغه دی سليمي صاحب هم راغلی دی ٠ نو بيا زما ملګری چه به بيا يو قرقلی والا وليدی
دا څوک دی او دا څوک دی ٠ نو اخير مجبوره سوم چه ورته ووايم ٠ ياره ٠هر دافغانستان ښار يو سليمي لری
زموږ سليمي ته وګور ٠ هر يو دخپل وطن سليمي دی
دغه راپور غلط دی امريکايان اول مزار شريف ته ورغلی وه
طالبانو د تورانګريز په زورراغله ٠ او دوی دټولی دنياپه زور راغله ٠
طالبان که بيا راولئ ملګری نه لری ٠ دوهم ٠ امريکا ، روس ، فرانسه ، جرمنی ٠٠٠٠٠٠ ټوله دونيا ئی نه غواړی
او سليميان ټوله دوی پرکار ودرل ٠ باغوان صيب تر دغه دمخه چه امريکا او ټوله يورپ عسکر د وطنه وباسی
تاسو موږ افغانانوته وواياست چه څوک به راولی٠ څنګه ،څوک ، کم حزب ،او په کم شکل به راځی ؟
که تر دغه حکومت ښه وي (د افغان حکومت پر افغان د افغان دپاره ) زه دی ملګری يم په شرط ددی چه ماته اول ئی بلوپرنټ وليکی ٠ داسی نه کيږی چه راوغورځی ٠ دسبا او بل سبا حال راته وواياست ٠ چه دنن حال پر خلکو
وه ندروی٠
حليمي


نقاد
15.04.2004

اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
محترم حليمي صاحب ، ستاسو د پورتنۍ پوښتنې جواب ددوی سره نشته ، ځکه هر څوک چې هر وخت د اسلام پر نامه خلک جنګ ته رابولي ، زياتره له دوه دليلو څخه يو دليل لري : يا داچې له هيڅ څخه خبر نه وي او د نورو ه پيښې کوي او د جهاد چغې وهي . دا ډله پخپله هم قرباني کيږي او نور هم قرباني کول غواړي . دوهمه ډله هغه دي چې سياسي قدرت ته رسيدل غواړي او د نورو د پاکو وينو د بهيدلو په قيمت قدرت تر ﻻسه کول غواړي ، دوی پهډيره ماهرانه توګه د اسلامي احکامو او ارشاداتو څخه له يوې خوا او د اوبو خړه ولو او کبونو نيولو څخه له بلې خوا ګټه پورته کول غواړي . دوی هغه کار چې د شورويانو پر ضد د روپو پوسيله امريکا په افغانستان کې تر سره کړ، هغه دوی يواځې په مذهبي تبليغ او راپارونو پوسيله د امريکايانو پر ضد تر سره کول غواړي : د افغانستان ساده هقاني او قبايلي پرګنې را پارول او جګړې ته چمتو کول . دا پردي زامن کونډې رنډې ماشومان ، ښځې او سپين ږيري که هر څومره مړه شي ، وطن نور هم وران ويجاړ شي ، ددوی پرې خوا هم نه بديږي ، بلکې ښه فارمول يې موندلی او د هر صيبت په وخت ې چې ددوی له ﻻسه په خلکو راځي وايي: دا هم د الله تعالی له خوا يو امتحان دی ،ا لله پاک خپل بندګان او په تيره بيا صالح بندګان امتحانوي ، چې امتحان نه وي نو برياليتوب هم نشته ، ځکه بری وي په څه کې (؟)،بری خو په يوه ازميښت ، ازموينه او امتحان کې وي، نو که بری ، نصرت او فلاح غواړې امتحان به ورکوې !
دوی کومه ملي مفکوره نه لري، ملي ازادي او اجتماعي ازادي هم نه پيژني چې د هغوی په رڼا کې اولس ته څه ژمنه وکړي او څه وړاندې کړای شي چې مونږ و طن ، ملت ، خلکو او اولس ته ځه کول غواړو ، بې له دې چې د خپل نفوذ ، جبر او سلطې ساتلو له پاره يې جبرې لمونځونو ته سوق کړو، ږيرې پرې اوږدې کړو، د پر تاږه پينسې پرې لنډې کړو، په دورو يې کله نا کله ووهو، تحقير او تو هين يې کړو ، ملي غرور يې ورمات کړو او پر ځان باور او ويسا ترې ورکه کړو او د پاکستانيانو مرييتوب ته يې د اسلام په بهانه برابر کړو، لنډه داچې څه پرې طالبانو کړي وو ، هغه پرې بيا تکرار کړو . نور د ملي آزادۍ او دهغې سره د تړلې اجتماعي آزادۍ ، کومه چې له ديموکراسۍ پرته امکان نه لري، ددې يو هم څه خيال او پوهه ، هيله او غوښتنه ورسره نشته او نه يې کله ښودلې ده . په درنښت او سلامونو .


م ن غروال
17.04.2004

له درنښت او سلامونو وروسته
د درنو او معززو وروڼو هر يو پاڅونوال صاحب او حليمي صاحب د فرمودو په تأيد هغه وروڼه چه د امريکا او يا غرب په ضد څه ليکي هغوئ د هېواد سياسي راتلونکي لپاره چه ملت په راټول شي يا هم حد اقل اسلامي هېوادونه ورسره سياسي ملګرتيا ولري يا د هېواد دسولې او پرمختګ لپاره يو څه شوي وي، له بده مرغه هيڅ څه په ﻻس کي نه لري چه خپل ملت ته يې وړاندې کړي٠ د اسلامي احکامو څخه ناوړه ګټه پورته کول عجبه بده او نا بخښونکې کبيره ګناه ده٠ ما که څه هم نورو بحثو کي هم ليکلي دي چه په هغه معيار چه د اسلام مقدس دين د همدغو جهاد او مجاهدپه نوم مدعيانو د بدنامۍ پولو ته ورساوه او بې ګناه مظلوم ولس يې در په در کړ غربيانو هيڅ هم ندي کړي٠
او د همدغو مقدساتو مدعيان وؤ چه نن ملت له دغه سياسي او اقتصادي لوئ بحران سره مخامخ دي٠ د دوئ د سياسي کړن لارې نتيجه او زېږنده!!!
دوئ غواړي ځانونه مسلمان وسپتي پداسې حال کي چه د اسلام خطرناکترينه دوښمنان همدوئ دي چه حقيقت کي له دوئ سره بايد جهاد وشي٠ غور تحليل علمي کړن لارې او دوئ؟ دا خپلو کي سره لوئ واټن لري٠ پدې دې دوې ايمان ولري چه نور افغان مسلمان ولس د دوئ د اسلام په نامه په چغو نور نه غولول کيږي٠ د طالب او مجاهد د سيورې لاندې مې څه چه پر وطن او مسلمان ولس تېر شول هغې ته نه زه اسلام وايم او نه يې هم د اسلامي احکامو تطبيق عنوان په حيث پېژندلۍ شم٠ که صرفا وجداني محاسبه وکړو نو انسانيتا او ايمانا نور به د اسلام مقدس دين چغې بس کړو او نور به نه اسلام زيانمن کوؤ او نه هم خپل مسلمان ملت او هېواد!!!



Adil watanmal
26.07.2004

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانو لوستونكو هيله لرم چي غريبانه سلامونه مي په خپل دربار كي قبول ګړي.
محترم حليمي صاحب په خپله ليكنه په ډاګه كړي چي (طالبانو د تورانګريز په زورراغله ٠ او دوی دټولی دنياپه زور راغله )
زه نه پوهيږم :
• كه طالبان د تور آنګريز په زور راغلي وه نو بيائي دراتګ او د تګ او هغه اسباب هم په ګوته كول په كار دي چي د صلبي يرغل پر وخت ئي ولي بادارانو ترينه لاس واخيستلو؟
• او كه ټوپك سالاران او سګشويان چي د اوسني حكومت واګي په لاس كي لري د ټولي دنيا په مرسته راغلي وي نو بايد يو څو خبرو ته زير شو:
1. د طالبانو په دور حكومت كي يو منلي شوي شي چي ټوله دنيا پري اعتراف كوي هغه د امنيت وجود وه . د دي صلبي حكومت په راتګ سره آفغانان د هغي نه هم محرومه شوه. او په مقابل كي په افغانستان كي زنا شراب خوري او فحاشي او اخلاقي فسادونه دومر زيات شوه چي دروسانو په دور حكومت كي د دي نمائي ته هم نه رسيدل او دا ټول فقط د يو عنوان لاند شوي چي خلقو ته بايد ازادي وركړي شي. كوم سه ته چي صلبيان ازادي وائي هغه فقط انسانان بايد د وحشي حيواناتو په څير ژوند وكړي. د دي صلبيانو وحشت د لمر نه ډير زلانده دي . كه په مونږ كي يوزره غيرت هم وي بايد په دنيا كي ونه وسيږو د ابوغريب په جيل كي دي وحشي قوم د چا ميندي او خورګاني خپل ښكار وګرزولي. په افغانستان كي په ودونو باند بمبار د كوچنيانو وژل په خپلو ترجومانانو او زړو مشرانو آفغانانو باند تيري كول ............. محترمو په ګونتنامو كي پراته خلق سوك دي؟ په سه جرم بنديان شويدي؟ لږ فكر وكړي !!!!!!!
2. اوس به راشو د قانون طرف ته . صلبيان غواړي چي په افغانستان كي ديمقراطي تطبيق كړي. مونږ او تاسي مسلمانان يو او په دي عقيده يو چي مونږ د خدائي پاك نه بغير د بل چا عبادت نه كوه. عبادت وائي سه ته؟ عبادت قانون ته د غاړي ايښودل. اوس فكر وكړي چي مونږ د چا قانون ته غاړه ږدو او د چا قانون په ځان تطبيق كول غواړو. كه مونږ د خدائي قانون چي نوم ئي اسلام دي په خپل ځان تطبيق كړو بيا نو بايد د ديمقراطي او داسي نوري فسلفي شاته وغوزو ځكه د يمقراطي داسي يو قانون دي چي د انسان په لاس جوړ شوي او تطبيق ئي آمريكايانو په افغانستان اوعراق كي شروع كړي. نو اوس فكر وكړي چي هغه خلق د اسلام نه بغير بل قانون په خپل ځان تطبيق كول غواړي ايا دي د خداي پاك عبادت كوي او كه د انسان. زمونږ بدبختي همدا ده چي نه مو دا دنيا دنيا شوه او نه هغه ځكه چي پدي دنيا كي خو ټول ته معلومه ده چي زمونر ژوند سه دي او هغه دنيا خو مو خرابه ځكه ده چي مونږ د خداي په ځاي د بل چا عبادت شروع كړي او حقه لار مو پريښي ده.
3. زمونږ تر ټولو لويه بد بختي دا ده چي هغه دوه ميليونه شهيدان او هغه ۶ ميليونه افغانان بي كوره كول مو د سه مقصد لپاره كړي وه هغه رانه هير شويدي او زمونږ سترګي صرف ډالرو نيولي دي.
• كه د محترم نقاد صاحب وليكني ته زير شو نو يوه خبره سړي ته ثابتيږي چي نقاد صاحب د خپل دود او اسلامي قوانينو او ُاسلامي فلسفي په اړوند كافي معلومات نلري نو ځكه مي اراده وكړه چي د نقاد صاحب په ليكنه يو نظر واچوم.
1. كوم دوه دليله چي نقاد صاحب په ګوته كړي چي خلق ئي كاره وي نو رابه شو اول دليل ته (يا داچې له هيڅ څخه خبر نه وي او د نورو ه پيښې کوي او د جهاد چغې وهي) جهاد يوه مقدسه او ديني فريضه ده او د اداكونكي په نيت پور اړه لري نو كه مونږ خپل تاريخ وه ګورو نو دابه راته ثابته شي چي افغانان ده دي فريضي په آدا كولو كي له هيڅ يو بل مسلمان قوم نه وروسته نه دي پاتي شوي نو پدي شه پوهيږي چي دا فريضه سنګه ادا كړي نو افغانان پدي كار كي د چا پيښي نه كوي بل كي په افغانانو د روسانو په خلاف جهاد نه وروسته ډيرو نورو ملكونو خلقو د افغانانو پيښي شروع كړي.
او دوهم دليل ئي چي(دوهمه ډله هغه دي چې سياسي قدرت ته رسيدل غواړي) حقيقت خبره ده چي هيڅ يو كار هم انسان بي مقصده نه كوي نو هغه ورونه چي د يرغلګرو سره په مبارزه بوخت دي. د هغوي مقصد واضح دي د يرغلګرو شړل او د اسلامي قانون نافذول او د اسلامي قانون نافذول د حكومت واګي په لاس كي لرل ورته شرط دي. او هغه خلك چي د اسلام د مقدس نوم څخه په استفادي باند ځان چوكي ته رسوي هغه همدغه اوسني سګشويان او پاټك سالاران وه او دي چي اوس ئي هم د صلبيانو په مدد د حكومت واګي په لاس كي دي.
2. او پاتي شوه د لمونځ او د ږير پريښودل او په اسلامي طريقه خپل لباس برابرول دا ټول هغه شيان دي چي پرځاي كول ئي هغو خلقو ته ډير ګران بريښي چي د بنده بندګي كول غواړ او د بنده عبادت كول غواړي او د خداي پاك بندګي او د هغه قانون ته غاړه ايښودل ورته ګران وي. زما پدي خبره كي اشاره هغه افغانانو ته ده چي غواړي په خپل ملك او قوم كي د اسلامي فلسفي او قانون د تطبيق كولو په څاي د بنده د لاس جوړ شوي قانون عملي كړي يعني ديمكراسي او ياد ولري چي ديمكراسي يو ډاګيز كفر دي او دا د صلبيانو هغه زيار دي چي غواړي مسلمانان د بندګانو په عبادت باند مكلف كړي او د خداي د عبادت او بندګي څخه ئي وباسي او په كومو ملكونو كي چي دوي كامياب شويدي تاسي فقط د هغو ملكونو په ثقافت او دين باندي نظر واچوي.
3. رابه شو د ښځو او لباس موضوع ته: طالبانو په خپل دوري حكومت كي زيار باسلي دي چي بايد افغانان خپل لباس پري ندي او د غربيانو د لباس اثر پري ونه شي او د افغانانو خويندي او ميندي په خپلو كورونو كي په عظت باند كيني او چي بازار ته راوه ځي بايد په داسي جامه راووځي چي نه د دين سره مخالفه وي او نه د افغاني قوم د عنعنو سره. اوس فكر وكړي چي مونږ نشو كولي چي د يو صلبي او يهودي او د يو مسلمان فرق په ظاهري شكل او لباس باند وكړو او دا ټول د ديمكراسي كرونده ده او اوس ديمكراسان غواړي چي د افغانانو دغه فتمني ښڅي د خپلو كورونو څخه راوه باسي او په بازارونو كي ئى وګرڅوي و افغاني عزت اوغيرت په پوله كيږدي هغه افغانان چي دي كار ته خوشحاليږي دوي دي دافكر وكړي چي آيا دوي دغه شي د خپلو خويندو او ميندو لباره هم خوښه وي او كنه صرف د بل چا لباره او تاسي دا يقين وكړي كه تاسي دغه ديمكراسي په خپل ملك كي غواړي نو يو سو كاله وروسته به د آفغانستان وګړي هم د آمريكايانو په شان خپل پلارونو نه پيژني او د پلار د نوم پر څاي به د قبلي نوم په آسنادو كي ليكي.
نو اوس تاسي په خپل ګريوان كي وګوري چي سوك په غلطه دي او سوك په سمه لار روان دي؟
4. كه د نقاد صاحب ليكني ته زير شو نو سرګنديږي چي نوموړي هم ملي ازادي او اجتماعي ازادي صرف هغه سه ته وائي چي كوم نن په غرب كي روان دي خو بايد نقاد صاحب په نظر كي وه لري چي افغانان خپل كلتور او ثقافت لري دوي د بل چا ثقافت او كلتور په ځان نه شي تطبيق كولي.
• د غروال صاحب له وينا څخه معلوميږي چي دي هم د وخت د لوي فرعون (امريكا) د جادو تر اثر لاندي راغلي دي خو دا ټول د خداي مخلوق دي او روسان د امريكايانو څخه لوي فرعونيان و الله په خپل ډير كمزوري مخلوق (افغانان) باندي ختم كړه او دوي به هم ډير زر ختم كړي.
د غروال صاحب دي وينا ته به راشو چي افغانستان چا دي حالت ته راوستلو او په سه نوم ئي راوستلو. دا خبره هر آفغاني وګړي ته معلومه دا كار چا وكړ او ۲ ميليونه افغانان چا د خاورو لاندي كړه او ۶ ميليونه چا د هيواد پريښودو ته مجبور كړه او په ميليونونو چا معيوپ كړه او دا ده چا د سياسي اهدافو او كومو سياستوالو دا كارونو وكړه او كه ده ملك او هيواد ورانولو ته راشو نو كه مجاهدينو يو كابل ښار وران كړو خو دروسانو بوډاګيانو د آفغانستان ديرش ولايتونه په كنډرو بدل كړه. ده دي موضوع نوره شندنه سه فايده نلري.
په اخر كي د ګرانو لوستونكو څخه هيله كوم چي په خپلو ليكنو كي بايد داسي خبري ونه ليكي چي د ايمان نه د خلاصيدو خطر پكي وجود ولري ځكه په كفر باندي راځي كيدل او د اسلام د تطبيق كيدو مخه نيول هم كفر دي.
قال الله تبارك و تعالي (ومن لم يحكم بما أنزل الله فؤلئك هم الكافرون) المائدة

د ازاد اسلامي افغانستان په اميد

عادل وطنمل


شادان ته ځواب

م ن غروال
29.08.2005

تاسو ليکلي ؤ :
[quote:70839169b5]زه دانټرنيټ شادان يم او ته دبلي نړي زما 14 كاله عمر دي ته به لوي يي او داسي موضوع بايد دشخصي پيغام له لاري وڅيړل شي وسلام شادان
_________________
الجهاد الجهاد سبيلنا سبيلنا[/quote:70839169b5]

[color=white:70839169b5]چې د ١٤ کالو عمر لرئ نو زما دوهم زوي هم له تاسو مشر دي او خداي ج دې وکړي چې (شادان) مو هم د کورنۍ نوم نه، بلکه د ټول افغان مستعار نوم وي نو ځان له به حق ورکړ م چې درته داسي خطاب کړم :[/color:70839169b5]

راته ګرانه شادان جانه!
١٤ کالو عمر چې لری نو نه به دې ملامتوم په هغو بې ادبو الفاظو چې تا د خپل نيکه پر ځاي محترم ښاغلي حليمي صاحب غوندې يوه شخصيت او عالم ته کارولي دي٠
هر نظر او منطق چې لرۍ هغه وليکه او هر نظر چې رد کوي رد يې کړه او هر څه چې په پام او عقل درست او ښه نه درځي وليکه او خپل د زړه حال بيان کړه ، خو په احترام او درنښت!
د چوکاټه وتلو کلماتو کارول، پرته له توهين او د ځان له سپکاوي نور ترې هيڅ نه هم جوړ شويدي او نه به هم جوړ شي٠ زما په آند تا ته لا ډير وخت مخې ته پروت دي چې ولولې او زده کړه وکړې او د ډيرو وطني ناخوالو او د هغه له بنسټونو او د حل د لارو او چارو باندي پوه او خبر شې٠
په احساساتو څه لاس ته نه راځي ٠ بايد دلته په ټول افغان کي لږ تر لږه خو د مشر او کشر احترام بايد ولری٠ د هېواد په روان حالت دومره ليکنې دلته پرتې دي که هغه ته ولولی تا ته به يو لوئ درس وي٠ او زه باور لرم چې هر کله ته پوره سن و سال ته ورسيدی هله به هم ډير شيان وي چې ايله به دې باور راشي چې،

[color=blue:70839169b5]اها،زه خو لا پر ډيرو اوس هم ناخبره يم٠[/color:70839169b5] [color=blue:70839169b5]او ډير شيان زدي چې لا تر اوسه مې هم ندي زده![/color:70839169b5]

پوره باور لا تر اوسه تاته پدې لږ عمر د اصولو له مخې درست او صحيح ندي٠ ما د لږ عمر ګمان پر کوشان کړۍ ؤ خو هغه ته وی ٠
هيلمن يم چې خوابدۍ نشی او بخښنه هم وغواړي او افکار دې چې هر څه لا تر اوسه زده کړي دي وليکي٠ او په درنښت او ميني سره به ځوابونه تر لاسه کړې٠
تاسو د وطن راتلونکۍ نسل ياست او هېواد به تاسو ته په تمه وي ٠ مونږه د مشرانو په صفت خو له بده مرغه تاسو ته پرته له ستونزو او نيمګړتياؤ نور هيڅ هم ندي کړي٠ او اوس زمونږ زيار دا دي چې د جګړې په پرتله سوله وغواړو او د توپک پر ځاي کتاب او قلم په لاس درکړو٠ که له جګړو څه لاس ته راتلای نو اوس به افغانستان (د نړۍ پر مخ که نه وای) نو د خپلو ګاونډيو په پرتله خو بايد هراړخيزه پرمختللۍ خپلواک او سوله ايز هېواد وای٠
جګړه قانون نلري٠ جګړه ډيرې بدرنګې شپې او ورځې له ځانه سره لري٠ جګړې مونږه په پوره اندازه زيانمن کړي يو او له حده هم ډير شهيدان، کونډې او بورې ميندو لرو٠ يوه وچه ګولۍ ډوډۍ هم ورته نشته٠
ننۍ د هېواد وضع ښه نده اما د پخوا په پرتله مسلمان افغانو وطنپالو ته د يوه اولسواک حکومت جوړولو امکانات ورکوي٠ ولې نه! بدرنګۍ او غير اسلامي او له افغان شتمن ګلتور سره په ټکر کي ډير سياسي، فرهنګي او نظامي چارې شته خو : د حل لاره نبايد تل توپک وي٠ مونږه افغانانو په توپک دومره دښمن ونه ويشت لکه خپل افغان! جګړه څومره پرديو لاس وهنو ته امکانات ورکوي او څومره هم د تباهيو کندو ته ورغوزول کيږو٠
د دومرو اوږدو جګړو ناخوالو جبران په يو څو کالو کي ممکنه نده٠ بايد کار وکړو او زيار وباسو تر څو تر هر څه په لومړۍ ګام کي سوله تأمين کړو او خلک په خپل کارو بار ته پريږدوتر څو خپلو بچيانو ته يوه وچه ګولۍ ډوډۍ پيدا کړي٠ دا يوڅو کسه چې اوس ورته دښوونځيو د تګ امکان پيدا شوۍ دي او د بې وزلو سره طبي او نورو مرستو، دا به له منځه نه وړو٠ هسي خو د چا په قدرت کي څه نشته چې څوک چاته يا کار وکړي او يا هم ډوډۍ ورکړي٠
زمونږ ګران هېواد افغانستان ډير بې وزله او ډېر کمزورۍ او ډير هم ژوبل هېواد دي٠ مونږ د لويديځي نړۍ سياسي او اقتصادي او نظامي مرستو ته په ړومبي ګام کي في الحال اشده اړتيا لرو٠ د پاکستان، روسيې او دايران زامن مړه دي چې دومره لږه سوله او پرمختګ يې رابندې نده پېرزو٠ همدا دوئ ؤ او همدا دوئ به وي چې د قومونو او مذاهبو او سيمه ايزو عنوانو لاندې به افغان مسلمان وروڼه سره په خپلو کي د جګړو تباه کوونکو سکروټو ته ورټيل وهي٠ څومره چې مونږه تباه کيږو او خاورې په سر کيږو لا هماغومره د دوئ لاس وهنې او د افغانستان څخه د بدې ګټې پورته کولو او د خپلو اجنټانو د استفادې لپاره امکانات تأمينيږي٠
مونږه لکه نور، بايد د خپل غمځپلي هيواد ګټي او تاوانونه په پام کي ولرو ٠ او د خپل سوله ايز حکومت په جوړولو کي کار وکړو٠ که خداي ج کول چې افغانسان کي شرعيت حاکم وي او خپوالک او سرلوړۍ افغانستان ولرو او هره ستونزه او نيمګړتيا مو چې درلوده پخپلو کي به يې د خبرو اترو او په جرګو او د تفاهم او منطق له لارې سره حل و فصل کوؤ٠
ډير به نه درته ليکم ځکه دا خبرې ډيرې دي او پدغه محتوأ ډيرې ليکنې شته چې په لوسته ارزي او انشأالله ستاسو به هرمرو قناعت وشي٠
که تاسو د ١٤ کالو ځلمۍ نه واست په خپلې پورتنې ليکدود سره به مو ناخوښوونکۍ ځواب تر لاسه کړۍ واي٠ اما مونږه ځانونه مسئول بولو چې تاسو ته په هر شکل چې وي نور د خدمت مصدر وګرځو او نوره تاسي ځلميان د هغه او دغه په نامو بې ځايه قرباني نکړو٠
په درناوې

[color=#444444:70839169b5][/color:70839169b5]


شادان
29.08.2005

سلا مونه وطنوالو ::غروال [color=brown:89e44d6794]را ته ليكي په احساساتو څه لاس ته نه راځي ٠ بايد دلته په ټول افغان کي لږ تر لږه خو د مشر او کشر احترام بايد ولری٠ د هېواد په روان حالت دومره ليکنې دلته پرتې دي که هغه ته ولولی تا ته به يو لوئ درس وي٠ او زه باور لرم چې هر کله ته پوره سن و سال ته ورسيدی هله به هم ډير شيان وي چې ايله به دې باور راشي چې،

اها،زه خو لا پر ډيرو اوس هم ناخبره يم٠ او ډير شيان زدي چې لا تر اوسه مې هم ندي زده!

پوره باور لا تر اوسه تاته پدې لږ عمر د اصولو له مخې درست او صحيح ندي٠ ما د لږ عمر ګمان پر کوشان کړۍ ؤ خو هغه ته وی [/color:89e44d6794]::غروال صاحب زه كه 14 كلو يم هم دخلګو دنا جايز خبرو درك كولاي شة تاسوچه نا خوښه الفاظ داسلامي مبليغينو او مجا هديونو په اړوند ليكي اوبيا زموږ داحساساتوا سباب وسايل او سايط وګرزي هغه ستا سي هير شي زه ځان مكلف بولم څوچه مي وس او طاقت وي داسلام له مجاهدينو هر چيري چه وي دفاع وكړم داپه دي وجه چه زه اسلام دټولو مسلمانانو دمادي او معنوي ترقياتو مو جب بولم او په ټوله دعظمت او عبقريت او دږوندانه دټو لو مقتضيا تو په معقول او معتدل طور پره كولو يواځني كفيل او ضامن بو لم
او دكا بل مو جوده حالات له نزدي څارم چه د اسلام او ملت د نا بودي او لابر بادي جنبش ماو حركت يي بولم نو هم په دي اساس زه دغه اداره غلطه او فاسده بولم او څوك چه دغو خلكو ته ابرا ور كوي يا يه تا يد كوي هغه دملت په سود او ګټه نه بو لم او غندم يي او نورو ملګرو ته وايم چه تا سي زما کم عمر ته مه ګوري كه زما په ليكنو كښي داسلام او وطن په زيان او نقصان څه وي راته په ګوته يي كړي خو دا نه شم كولاي چه موجوده امريكايي اداره تسليم كړم او پر وطنوالو ږغ وكړم چه تا سي يي هم تسليم كړي او غروال صاحب كوشان كه ته كوچني بو لي او كه لوي خو دغه پر مذهب نه ولاړ عقايد يي ټو ل افغا نستان او نه ټول افغان ته دمنلو وړدي <<<< شادان دافغانستان د ازادي په اميد>>>>[color=darkblue:89e44d6794]
غلا مي زموږ نيكو نه ده منلي :::::::::زغلولي يي انګريز او بل اغيار دي [/color:89e44d6794]


م ن غروال
29.08.2005

ګرانه شادان جانه سلام!
زړګيه! زه به درته د خپل زوي په سترګه وګورم ٠ او خوښيږم چې زمونږه تنکي ځلميان له مونږه يو څه زده کړي ٠
ما ندي درته ليکلي چې څه د زړه وي هغه مه ليکه بلکه دا :
[quote:5f26e74e7e]په خپله دديموكراسي تر نا مه لا ندي په دنيا كي حيواني او وحشي زندګي پر مخ وړي [/quote:5f26e74e7e] بې ادبي ده٠ حليمي صاحب د شرافت او انسانيت اعلی د احترامه ډک ژوند لري٠ او هغه يو متدين مسلمان او د اسلام دين عالم دي٠ پورتنۍ جمله دې بد کار دي٠
[quote:5f26e74e7e]بيا دښمن دپاك افغان يي[/quote:5f26e74e7e] دا حق خو خو ته په هيڅ وجه نلرې٠ لا تر اوسه خو لمونځ هم درباندې ندې فرض! دا دتا يولوي تهمت دي٠ او چې دا :
[quote:5f26e74e7e]هم دپاك دين دسبحان يي [/quote:5f26e74e7e] ورسره مل کړې نو دا د تا بې ادبي له چوکاټه وځي او که له اسلامه په څه خبر وي نو دا خو اسلاماً هم تا ته په هيڅ صورت مجاز ندي٠ [color=white:5f26e74e7e]ځکه چې ته ١٤ کلن يې [/color:5f26e74e7e]٠او غوره خو به وي چې بابا دې يوه څپېړه هم پر مخ کش کړي٠ د خپلو خبرو په معنی چې نپوهيږي، بچۍ له بابا جانه او له استاده دې لږه مشوره غواړه ولو که ډير پوه هم وي٠ دا پوښتل هم د هوښيارانو کار دي ګرانه شادان جانه! [quote:5f26e74e7e]كه عقيده دي دمسلمان وي او په خوله دي دغه بد كلام وي بيا مجنون يي يا مفتون يي [/quote:5f26e74e7e] دا هم ګوره بچيه که څوک درته داسي ووايي چې (لکه چې کورنۍ تربيه نلري) [color=red:5f26e74e7e] دا څومره بده خبره ده٠ [/color:5f26e74e7e]
[quote:5f26e74e7e]يا افغانى حليمي نه يي دبل وطن لړ مون يي[/quote:5f26e74e7e]دلته دې بيا له بړستنې پښې اوږدې شويدي٠ [color=white:5f26e74e7e]دا مه هېروه چې ته ١٤ کلن يې![/color:5f26e74e7e]
افغاني تربيه اخلاق او کلتور او کورنۍ تربيه، او دتا ليکل، دا خو سره جوړ نه راځي٠ د دغه ډول قلمي او پښتونولۍ او اسلامي نزاکتونو خيال بايد چې ډير وساتې، دا خو ښه کار دي او ښه خو بيا ښه وي که نه! ښه خو تل ښه خلک مني او ښو ته تل ښه خلک ښه وايي ، نه بد خلک! که څنګه ګرانه؟!
ته که هر څومره هوښيار عالم او د لوړ ذکاوت څښتن هم وي، سره لدې دا حق ځان ته د خپل کم عمر پر بنسټ مه ورکوه چې نارواه دې په خوله راتله هغه د قلم له خولې هم وباسې٠ که څه هم په خوله بد کار دي خو په قلم ډير بد کار دي!
دا خو کوڅه او ماشومانو د لوبو ځاي ندي٠ دا يوه خپلواکه ملي افغاني هغه د ويب پاڼۀ ده چې دهېواد دسولې ثبات بيا رغونې او د ستونزو نيمګړتياؤ د حل د لارو چارو په اړه نظريات او ليکل د يوه ميني او درنښت او متقابل احترام پر اساس د هېوادوالو مخې ته په نړېواله کچه اېښودل شوې ده٠ ته که داسي بې ادبيو ته ادامه ورکړي د ټول افغان کلتوري ښکلا به زيانمنه نه کړې؟ بدو ته سړۍ بايد بد ووايي٠
تر تا چې ټول مشران دي غوره ده او پر تا لازمه ده چې ته د يوه تنکي ځلمي په حيث ټولو ته د (تاسو) او د ښاغلي او محترم خطاب وکړې٠ د قلم ادب سړي ته تل ښه شخصيت ورکوي، [color=white:5f26e74e7e]دا ځکه چې ته ١٤ کلن يې![/color:5f26e74e7e]٠
ما ويل چې ته به زما پر ليکنه پوه شي خو چندانې په غوږ نه درننوته٠
زه درنه هيله کوم چې قلم دې سره د خپلو اخلاقو اصلاح کړې٠ او که نه ماشومانوته سره د دا ډول د ادب له چوکاټۀ وتلۍ بحث به د هر يوه فقط د ځان سپکاوۍ وي٠
اوس که ځان تر ما مشر هم معرفي کړي وبه يې ځکه نه منم چې پورتنۍ ليکنه په ريښتيا ستا د ١٤ کالو عمر ثابتوي٠
دا تا ته د يوه مشر مسلمان په صفت يو نصيحت دي چې پدې کي د دليل او منطق ځايښت نه ليدل کيږي٠ بايد تل فکر وکړې او پوه شي ولې يې راته ليکلي او که يې ومنم څه به وشي او که يې ونه منم څه به وشي، او که بيا هم تر پامه غلط درغلي وي نو له بابا جانه دې وپوښته او له هماغه استاده، چې ممکن دا اصول او دقلم کړن لاره يې لا نه وې درزده کړي ٠ خپل بد او رد او زما هغه يو څو ټکي او يا دا ليکنه او بيا خپل ځواب دې بابا جان ته او يا خپل معلم ته ورښکاره کړه، بيا نو ګوره چې څومره به درته په غوصه شي٠
[color=blue:5f26e74e7e]زما خبرې به خامخا لږې يا ډيرې ترخې وي خو ثمر به يې انشأالله خوږ ورېبې![/color:5f26e74e7e]
بيا درته ليکم دا صرف ددې لپاره چې[color=white:5f26e74e7e] ته د ١٤ کالو عمر لري او بس![/color:5f26e74e7e]د خپل اولاد په څېر دي په درنښت او ميني پر مخ مچوم!
الله تعالی دي صالح مؤمن راته په خير لوی کړه٠ آمين *
په ډيرې زياتې مينې![color=#444444:5f26e74e7e][/color:5f26e74e7e][color=#444444:5f26e74e7e][/color:5f26e74e7e][color=#444444:5f26e74e7e][/color:5f26e74e7e]



ع کريم حليمي
29.08.2005

ډېر محترم او قدردان غروال صاحب
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
ستاسو چه زما عزت النفس ساتلې يو جهان مننه ٠ نو ستاسو عزت النفس دي الله وساتي او زمونږ او ستاسو لوامه نفسونه دي الله د مطمئنه نفسونو سره په جنت کښي يو ځاي کړي ٠ او د اماره د حاله دي موږ او تاسو الله وتعالی وساتي ، او داچه د حيا ډکه ليکني کوۍ ستاسو د ايمان علامه ده ‏"‏ دعه فإن الحياء من الإيمان ‏"‏‏
وروره ! زه يوه څو ورځي و CARIBBEAN ISLANDS ته تلې وم٠
نن راغلم او چه ګورم ډيري نوي نوي ليکني ګورم
محترما ! [color=brown:e1cfd17d94]کاذب د الله دوښمن دې[/color:e1cfd17d94] ٠ او [color=red:e1cfd17d94]تکذب کونکي کافر دې [/color:e1cfd17d94]بعضي خلګ ان لاين ليکي چه زه د لسو کالو ،يا د شلو کالو يم ، او ستاسو د زوئ پر ځاي يم ٠ او دافکر نه کوي چه درواغ ويل ګناه کبيره ده ٠ لمونځ کوي ، جهاد ئې لاره وي ٠ او داسي لغات پرانۍ کوي چه :مقتضيا تو , عبقريت , سايط ٠ ٠٠٠٠٠٠٠٠ ايا موږ ډوډۍ غوږ ته وړو ٠ ايا داسي ليکنه د کم سنه هلک کولې شي ٠ او بيا ليکي چه : (غروال صاحب كوشان كه ته كوچني بو لي او كه لوي خو دغه پر مذهب نه ولاړ عقايد يي ټو ل افغا نستان او نه ټول افغان ته دمنلو وړدي )
کوم مذهب ٠ حنفي او که د ملا عبدالوهاب اخوند مذهب
دا د ملا عبدالوهاب مذهب خو رشتيا و افغان ته د منلو نه دۍ او نه وو
ملا عبدالوهاب خو ترنن ورځي چا په امام ندۍ منلې او نه امام وو٠
هو جهاد موږ د ابو حنفه په فقه شروع کړي وو او نن په شريعت محمدي او د ابو حنفه په فقه بند دۍ ٠ ولي چه د راسخو ،ثابِتو علماوو فتوا په لاس کښي نه لرو
هو فحشا له مينځه وړل خو اول شئ ده چه نهي عن المنکر عمل علما شروع کړي
ورسه شروع ئې که ! باب بيان كون النهى عن المنكر، من الايمان وان الايمان يزيد وينقص وان الامر بالمعروف والنهى عن المنكر واجبان - فقال ابو سعيد اما هذا فقد قضى ما عليه سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ‏"‏ من راى منكم منكرا فليغيره بيده فان لم يستطع فبلسانه فان لم يستطع فبقلبه وذلك اضعف الايمان ‏"
هر سړی د خپل توان په انداره مسؤليت لري ٠ هو که دي قدرت يوازي و افغاني دانشمندانو ته بد ويل وي ٠ نو به ښه خپل بېخ تر دغه لا وروست کړې !
هو توپک مه درسره ګرځوه ٠ که ئې مړکړئ ٠ نو بيا پاک شهيد يي ٠ او که دي مطلب لوی ملا صاحب دۍ چه رائې ولې ٠ زه به ئې چنداني ملګری نيم
په دين سره وړونه يو ، اواما په مذهب سره جلا يو ٠ زه حنفي مذهبه يم ٠


شادان
30.08.2005

قدر منو وطنوالو عزتمندو ښي چاري بريالي اوسي [color=darkred:94a2d2da17]حليمي صاحب راته ليكي‏‏
محترما ! کاذب د الله دوښمن دې ٠ او تکذب کونکي کافر دې بعضي خلګ ان لاين ليکي چه زه د لسو کالو ،يا د شلو کالو يم ، او ستاسو د زوئ پر ځاي يم ٠ او دافکر نه کوي چه درواغ ويل ګناه کبيره ده ٠ لمونځ کوي ، جهاد ئې لاره وي ٠ او داسي لغات پرانۍ کوي چه :مقتضيا تو , عبقريت , سايط ٠ ٠٠٠٠٠٠٠٠ ايا موږ ډوډۍ غوږ ته وړو ٠ ايا داسي ليکنه د کم سنه هلک کولې شي ٠ [/color:94a2d2da17]::::::محترمه ماچه په يوخاصه مو ضوع كښي خپل عمر ښودلي دي هغه كي دا مطلب بالكل نه شته چه زه عمر كم وه ښه يم او ذكاوت خلكو ته څر ګند كړم او ته كه ډوډي خولي ته وړي هم علم غيب در سره نشته عمر چه مي ته هر څومره بو لي هغه تر تا پوري اړه لري زه كه ځوان شم اويا سپنږيري شم عقيده به مي لا نو ره ټينګيږي او كوم چه غروال ليكي چه شادان لقب به تا ته دكورني لخوا نوي در كړسوي دا رشتيا ده ما ته خپل پلار دذكي لقب را كړي خو چه ما ته خپل پلار كمپيوټر واخست او ما په كي دټول افغان پاڼه پيدا كړه نو ډير خوشحاله شوم هم دلته ما ځان ته دشادان لقب په ټول افغان كښي ځان ته ور كړ دلا هم خپل ګران پلا راته ويلي ول چه كومي ليكني كوي نو ځا ن ډير مه ښكاره كوه ولي چه دافغانستا ن حالات حالا خطري دي هم په دي وجه ما خپل پلار بغير له دي چه له ده سره يم چيرته نه پريږدي هم په دي وجه زه مريض يم ځكه زما دطبعيت تقاضا سياحت دي نور نو خبره شخصي كيږي پري بي ږدم ::::: بيا حليمي صاحيب راته ليكي :::[color=olive:94a2d2da17]کوم مذهب ٠ حنفي او که د ملا عبدالوهاب اخوند مذهب دا د ملا عبدالوهاب مذهب خو رشتيا و افغان ته د منلو نه دۍ او نه وو ملا عبدالوهاب خو ترنن ورځي چا په امام ندۍ منلې او نه امام وو٠ [/color:94a2d2da17]:::محترمه نه هيچكله زه دعبد الوهاب نجدي ده مذهب نه يم چاچه ز مامصرته دليږلو پيش كش زما پلار ته وكړ هغه په دي وجه رد كړي چه هلته غالب دعبد الوهاب نجدي عقايد دي :::بيا حليمي راته ليكي
هو جهاد موږ د ابو حنفه په فقه شروع کړي وو او نن په شريعت محمدي او د ابو حنفه په فقه بند دۍ ٠ ولي چه د راسخو ،ثابِتو علماوو فتوا په لاس کښي نه لرو ::::::::
محترمه فتوي به ته نه در اخلي حتى چه دا به هم حقيقت لري چه په بدهي او ښكاره امرو كښي فتوي ته ضرورت نه شته <الجها ماض الي يوم القيامة> قابت دي او كفارو پر اسلامي هيوادو يرغل كړي دي :::: بيا صاحب ليكي :::::::::::::هو فحشا له مينځه وړل خو اول شئ ده چه نهي عن المنکر عمل علما شروع کړي ورسه شروع ئې که ::::صاحبه دته با يد او ل وار كرزي صاحب له منكراتو نهي شي څكه دغټو منكراتو مرتكب هم دى دي:: بيا راته ليكي:::::"او که دي مطلب لوی ملا صاحب دۍ چه رائې ولې ٠ زه به ئې چنداني ملګری نيم
په دين سره وړونه يو ، اواما په مذهب سره جلا يو ٠ زه حنفي مذهبه يم :::::::٠ محترمه هو كله ورور دورور دښمني وكړي او له نورو سره ياري وكړي كه دي دطالبانو مشر مراد وي لكه چه زما خيال دي نو هغه زما دتحقيقاتو له مخي حنيفي مذهب دي ""
::::::::::::::::::::::::::يووار لا بيا واو ري:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
نقاد بي له تنقيده بله لار نه لري ""غروال بي له غروره بله لار نه لري
حليمي يه په غضب غضب خبر كا"" غيرت په ټوله غرب كي يو اغيار نه لري
دكوشان كوشش جاري دي كشمكش كي""دي بي دينه لار كي بل يو يار نه لري
"":::""":::"""":::شادان دپاكي خاوري دپاكي په هيله"""::::::::""""":::::"""":::::



ع کريم حليمي
31.08.2005

الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين وصلى الله على محمد خاتم النبيين وعلى جميع الانبياء والمرسلين ‏.‏ اما بعد

قدر منو وطنوالو عزتمندو ښي چاري بريالي اوسي

[quote:c61d07d783]محترمه فتوي به ته نه در اخلي حتى چه دا به هم حقيقت لري چه په بدهي او ښكاره امرو كښي فتوي ته ضرورت نه شته <الجها ماض الي يوم القيامة> قابت دي او كفارو پر اسلامي هيوادو يرغل كړي دي [/quote:c61d07d783]
هو لمونځ فرض عين دۍ ٠ او چه وخت ئې نوي داخل سوۍ نو نه دۍ فرص
اوس چه ماپښين دۍ ٠ نو زه ويلي سم چه پر ما د ماښام لمونځ نه دۍ فرض
يعني وخت ئې شرط دۍ ٠
او لمونځ اجماع ته ضرورت نه لري ٠ اما جهاد خو اجماع د علماوو غواړي ٠
دعراق او افغانستان ډير فرق لري ٠
زما پر وطن عرب د فتوا حق نه لري ٠ چه فتوا وي صادري کړي ٠ که چيري داسي يوه
اسلامي محکمه مو درلودلای ٠ مشترکه نو بيا جواز وو ٠
شادانه او ښاده !
فکر کوم چه اول معلم به ستاسو بابا جان وي ٠ د محترم استاد څخه پوښتنه وکړي
د دغه حديث ( الجها ماض الي يوم القيامة)
په دغه الفاظو حديث نسته٠ دا يو ساختګي حديث نه دۍ ؟؟؟؟؟؟٠ او څوک چه په نبي پوري درواغ تړي ځای ئې اور دۍ ٠ عَنْ عَلِيِّ بْنِ اَبِي طَالِبٍ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ لاَ تَكْذِبُوا عَلَىَّ فَاِنَّهُ مَنْ كَذَبَ عَلَىَّ يَلِجُ فِي النَّارِ ‏"‏ ‏

او ضرورده تاسو ته چه د جهاد ، قتل اوقتال فرق زده کړۍ ٠ احيانأ که ستاسو زده وي ٠ نوګران لوستونکي ته ئې وليکۍ ٠ !!!!!
د غه قتل او قتال د بيګناه ،بيچاره ،عاجزو وطندارو خونبها نه لري ٠ ؟؟؟؟؟
که نن ورځ تاسو پټ ياست ٠ اياداسي ورځ نه راځي چه هلته به پټه نه کيږي ٠
او ټوله دغه علما چه وژل کيږي ٠ ايا مرګ ئې روادۍ ٠ ؟؟؟؟؟
ايا مونږ او تاسو شفاعت ضرورت نه لرو ؟؟؟؟
حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ مَرْوَانَ، حَدَّثَنَا اَحْمَدُ بْنُ يُونُسَ، حَدَّثَنَا عَنْبَسَةُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، عَنْ عِلاَقِ بْنِ اَبِي مُسْلِمٍ، عَنْ اَبَانَ بْنِ عُثْمَانَ، عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ ‏"‏ يَشْفَعُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثَلاَثَةٌ الاَنْبِيَاءُ ثُمَّ الْعُلَمَاءُ ثُمَّ الشُّهَدَاءُ ‏"‏ ‏.‏
ايا په قيامت چه دغه ستاسو په لاسو شهدان علما را کښېني نو څه فکر کوې
چه شفاعت به ستاسو وکړي٠ ؟؟؟؟
ايا مبارک عليه السلام به ستاسو څه ناراضي ښکاره کړي که يا؟؟؟

او مبارک فرمايي چه علما فضل دومره دۍ لکه د سپوږمۍ فضل چه پر ستورو دۍ
يعني روښنايي ډيره ده ٠ ،دوئ دي هم ورثة الأنبياء او د انبياوو څه دينارونه ندي پاته
يوازي ئې علم پاته دۍ او وارثان ئې علمادي ٠ او تاسو ئې د جهاد په نامه قتل کوۍ
اخبرنا نصر بن علي، حدثنا عبد الله بن داود، عن عاصم بن رجاء بن حيوة، عن داود بن جميل، عن كثير بن قيس، قال كنت جالسا مع ابي الدرداء في مسجد دمشق فاتاه رجل فقال يا ابا الدرداء اني اتيتك من المدينة مدينة الرسول صلى الله عليه وسلم لحديث بلغني عنك انك تحدثه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال‏:‏ فما جاء بك تجارة قال لا قال ولا جاء بك غيره قال لا قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول‏:‏ من سلك طريقا يلتمس به علما سهل الله به طريقا من طرق الجنة وان الملائكة لتضع اجنحتها رضا لطالب العلم وان طالب العلم ليستغفر له من في السماء والأرض حتى الحيتان في الماء وان فضل العالم على العابد كفضل القمر على سائر النجوم ان العلماء هم ورثة الأنبياء ان الأنبياء لم يورثوا دينارا ولا درهما وانما ورثوا العلم فمن اخذ به اخذ بحظه او بحظ وافر
ايا دا په مثل د انبياوو نه دي ؟؟؟؟ او قتلوۍ ئې ٠
قتل خو څه کوې ٠ غيبت ئې حرام دۍ ٠ مثال ئې داسي دي ٠ لکه غوښي خوړل
او د علما وو پر غوښو بيا زهر پراته دي ٠ او انبيا وو علماوو او دانشمندانو ته داسي
بدو رد ويل تاسو ته ښايسته کار دۍ
دغه شعر دۍ که سب اوشتم ويل دي ؟؟؟؟؟
نقاد بي له تنقيده بله لار نه لري ""غروال بي له غروره بله لار نه لري
حليمي يه په غضب غضب خبر كا"" غيرت په ټوله غرب كي يو اغيار نه لري
ايا دا تاسو غرور نه کوۍ ؟؟؟؟ په ليکنه کښي
دانشمند غروال صاحب چيري غرور کړې په کومه ليکنه کښي تاسوته داسي ليکي چه :د خپل اولاد په څېر دي په درنښت او ميني پر مخ مچوم!
الله تعالی دي صالح مؤمن راته په خير لوی کړه٠ آمين *
دغه ته تاسو غرور واياست ؟؟؟؟
زه به د موسی ع خبره نه ليکم ٠ خير دۍ ٠
ولي چه ته مريض ئې !!!!! او ماته ليکې چه مجنون يي يا مفتون يي ٠
معلومه سوه چه مريض ئې يا ساروان ئې


[color=darkred][size=18]شادان جانه ![/size][/color]

کټوازی
06.09.2005

[color=indigo:456ea3dab7]درنو مشرانو ،ګرانو وروڼو اوخوږو يارانو ته دمينې اولورينې تاودۀ سلامونه او احترامات ! [/color:456ea3dab7]
دډېرې خواشينۍ ځای دی ، چې ددرنو پښتنو عالمانو ،محترم حليمي صيب ، محترم غروال صيب ،محترم نقاد صيب ،محترم غيرت صيب اونورو وروڼو پۀ هکله مې مضحکه خېز او توهين امېز ليکنې تر سترګو کېږي ، او زۀ پۀ خپل ضمير دخاموښۍ ذهر څښم !!!
نه شم کولای ، نور دچپ روژه ونيسم ، [color=yellow:456ea3dab7]( که څۀ هم چې لاس مې تورې پشۍ څټلي دي )[/color:456ea3dab7]
خپله ليکنه شادان ته متوجه کوم ،
راته ګرانه شادانه ، دښاغلي غروال صيب ، مينه ناکو او صميمي ليکنو ته خودې هيڅ ارزښت ورنه کړ ،باالعکس دې زموږ د درنو او پښتنو مشرانو سپکاوي ،توهين او تضحيک ته ګونډې پسې ووهلې ، اوس به نو ددې متل پۀ مصداق ( چې څنګه مخ هماغسې څپېړه ) مجبورأ ستا پۀ ژبه درسره ږغېږو ، ځکه اردو دان وايي [color=indigo:456ea3dab7]( لاتو کا بت باتو سې نهين مانتا )[/color:456ea3dab7]
تر هر څۀ وړاندې خو زۀ تا دلته لا دروغژن بولم ، چې ځان ١٤ کلن ښيې ، ځکه چې ددې عمر ماشوم نه شي کولای داسې ليکنې وکړي ، اودلته دا در پۀ يادوم چې [color=darkred:456ea3dab7]( چې خدای پاک پۀ دروغجن باندې لعنت ويلی دی ) [/color:456ea3dab7]
که څۀ هم غروال صيب ستاخبره درسره مني او وايې ،
[quote:456ea3dab7]اوس که ځان تر ما مشر هم معرفي کړي وبه يې ځکه نه منم چې پورتنۍ ليکنه په ريښتيا ستا د ١٤ کالو عمر ثابتوي٠ [/quote:456ea3dab7]
خو مګر زۀ ستا مضحکه خېز او توهين امېز ليکنې ستا د ١٤ کلنۍ ثبوت نه ګڼم بلکه ستا د غير مهذبې او بې ادبې ورځې بېلګه يې ګڼم ، پۀ دې مانا ، چې تعليم يافته هرو مرو يې ، خو ولې تهذيب يافته هيڅکله هم نه يې ! او ستا پۀ دې بې ادبي کې ما ته ستا دسوسايټي او چاپېريال ناولی او چټل انځور ښکارېږي ،[color=white:456ea3dab7] ( ستا دکورني او بانديني چاپېريال ، چې ستا ښوونه او روزنه پۀ کې شوېده )[/color:456ea3dab7]
د ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم ، مشهور حديث دی ، ژباړه ،[color=indigo:456ea3dab7] ( څوک چې زموږ پر ماشومانو شفقت نه کوي اود مشرانومو درناوی نه کوي ، زموږ له ډلې ( امت )څخه نه دي [/color:456ea3dab7])
شادان جانه ، که دې دې حديث پۀ استناد د پېغمبر صلی الله عليه وسلم له[color=yellow:456ea3dab7] امت څخه وتلی وبولم[/color:456ea3dab7] ، پۀ کوم منطق به رانه ځان خلاصوې ؟
[color=darkred:456ea3dab7]او بيا ګرانه شادانه ، تۀ دکومو تش پۀ نامه مجاهدينو ، څخه پۀ دې دفاع کې ( ستا پۀ وينا )دمشرانو سپکاوی کوې ؟
ايا دهغو مجاهدينو چې دپښتون ،تاجک ،ازبک ، او هزاره پۀ نامۀ يې افغان د افغان پۀ لاس سپک ، ورک او د درست جهان د خندا کړ ؟
ايا د هغو خاينانو ، چې د ابدالي سپېڅلې خاورې ته يې پۀ خپلو نه جبيره کېدونکو جناياتو سره وکولای شول ، تر يوۀ نړيوال ښکيلاک وروسته ، يو بل نړيوال ښکيلاک ته لار هواره کړي ؟ ؟؟
نور بيا ...................
ټول وم مينه ،مينه خو پۀ وينه يې سيراب کړم
زۀ دترکش غشی مجبورأ تر کمان ووتم !!!
ستاسې صميم ،کټوازی[/color:456ea3dab7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more