نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا ټول افغان ولې شړ شوی؟
Abdulhadi Hairan
26.06.2010
سلامونه،
ډېره موده وروسته مې دې فوروم ته سر راښکاره کړ. بیخي مې زړه درد وکړ چې داسې شړ مې ولید. داسې تاوده بحثونه او ډېر موضوعات مې پکې ونه لیدل. چې سبب به یې څه وي؟ بحثونو کې پر ګډونوالو د طالبانو په څېر بندېزونه او که د فیس بوک زیات استعمال؟
په هر حال، د فوروم په اول مخ کې لیکلي چې په جولای ۲۰۰۷ کې یوه ورځ تر ټولو زیات کسان آنلاین ول او د دغو کسانو شمېره یې ۱۶۵ تنه ښودلې. له هغې راوروسته په دې دریو کلونو کې دا شمېره له دغې نده اوښتې. دا د خواشینۍ ځای دی.
26.06.2010
ټول افغان بحثفور م ړانده طالبانيزم شړ کړی، چې هم د مسولينو او هم دليکونکو
ليکې پرې ډکې شوي دي . يو بل لامل يې د ويبماسټر بې توجهي ده،
چې د بحٍثفورنو لينک يې د ټول افغان د اصلي موضوعاتو له کتاره ويستلی او د ارشيف غوندې د مړو موضوغاتو په کتار کې يې چې څوک هډو لولي نه
د لوستونکو له سترګو څخه پناه ځای په ځای کړی دی .
د لومړي مخ په کيڼه خواکې سرې او شنې تختې د اعلاناتو، د کرکټ او د يوې کره پښتو او نورې ځای په ځای شوي خو يوه وړوکې تخته په کې نشته چې صرف
بحثفورمونه او Genraldiscustionform پرې ليکلی وي ، آيا دا د ډيرې
حيرانتيا او افسوس خبره نه ده ؟؟؟؟؟
هو، دې دواړو نيمګړتياو يو بل ته سره لاس ورکړی او ډيرکسان يې يا د بحثفورمونو له شتون څخه بې خبره ساتلي او يا يې داسې سخت مايوسه کړي دي چې د ليکلو او لوستلو له شوق څخه يې
بالکل غورځولي دي . وروستی اړيزی د جهالت د هغه تورو لړيو پايله ده چې د طالبانيزم په بڼه يې د بحثفورمونو فضا زهر جنه کړې ده .
دوی غواړي چې بحثفورمونه پارچاو کړي او يا په کې ددوی ببولالې تر ابده تکرار شي . اړونده مسولين په همدغه حالت خوښ بريښي ، خو د بحثفورمونو
عمومي مسول ډاکتر وطنمل دې هم په دې دموکراسۍ خير يوسي چې دغه څو تنه بحث شنډوونکي او بحث شاړوونکي هم په مستقيمه
توګه اخراجول نه غواړي ، حال داچې له دې پرته بحثفورمونه د خمود او جمود له حالته نشي وتلی .
pattang
26.06.2010
انډيواله بله لاره دې پيدا نکړه اوس دې دابابولالې راشروع کړې :
دبيان ازادي او بيا خاصه چې په سياسي ملي ، ازادي ، نه په مذهبي
او عنعناتي مقاصدو او مطالبو باندي وي د هرچا طبعي حق دی ٠
ته خو بايد هيڅ وخت داسې خبرې ونکړې ځکه چې دې ديموکراسي ډول خو
تا په غاړه کې اچولی او ښه په شرنګ يې دزوې !
زه نه پو هيږم چې ولې داسې په چپ اړخ راپورته شوی يې او که کوم بل
مقصد لرې ??٠
که څوک په يوه شي عقيده لري را دې شي دې نرغوندې ميدان ته له خپلې عقيدې
دې دفاع وکړي ٠ خو زه ګمان کوم دا خوشې پلمې دي هغوی دومره مېړانه نلري ٠
زه دشپې پر دو درې بجو ، دسحر په ٦ بجواو دورځې په خپل دفتر کې د ټول افغان
دبحث فوروم ګورم دعقيدې دمخالفو ليکنو او خصوصا هغو ليکنو ته چې هغوی
داشغالګر اشغال پټوي او دکزي دا فاسد او اجنټ رژيم خرخره کوي خپل ځوابونه
وايم اوليکم يې ٠ نو دوی خو هم داسې کولی شي خبره په څه کې ده ???
خو نه دې مفاسدو هم افغانستان وخوړ هم رو سيه او هم غربي نړۍ ٠
نورې به خبرې نه زياتومه .
Re: دا ټول افغان ولې شړ شوی؟
pattang
27.06.2010
هادي حير انه !
ستا منطق او نبوغ ته زه هم حيران يم چې ولې دتور اوسپين فرق نشې کولی ?
ته خو اوس په 26.06.2010 ددې پاڼې غړی شوی يې او خپل ځای دهند ليکلی دی.
نو ته دا دومره موده چېرې وې ?
{ [color=darkblue:5b7c2d178e]په مجموع کي 3 کسان اونلايئن دي :: 1 ، ثبت شوي صفر
پټ دي او 2 ميلمانه [ مدير ] [ چلونکي ]
165 کسان په ٢ شنبه جولاي 02, 2007 6:24 pm ورځ اونلايئن وو
[/color:5b7c2d178e] }
که فرضا بې له غړېتوب څخه دې سر راوهلې وي وي زه يې درسره منم ٠
خو ايا ستا مسؤليت دا دومره وخت (له نن څخه پخوا)چېرې وو ??
کوم بحثونه ښه او کومي يې بد دي ? په کوم اخلاقي جرعت ته داسې خبرې کوې?
کوم بحث بحث دی ? مونږ خو ستا موضع نده ليدلې ، کوشش وکړه او په شيطاني
يې مه شروع کوه په صداقت او علميت يې شروع کړه !
دفيس بوک Facebook په مانا هم نه يې پوه شوی ، هو فيس بوک هم دلته ډېر
رول لري اوهغه دادي چې زه له خپلو عقيدوي ملګرو سره خپل اجتماعي روابط
ټينګوم او خپل ځان پرې پېژنم ، هو دا فوروم هم داسې دی او دهر فوروم اساسي
هدف ټولنيز اړکې دي٠
د طالبانو بنديز ?? انشا الله په بې دينو ، قاتلانو ، جنګي جنايتکارانو به بيا
بنديزونه لګيږي ، خواول بايد دالر قطعه شي او اشغالګر وشړل شي ٠
عبدالهادي حيرانه له ځان ځخه د چوک دسر دالري ترافيک مه جوړوه !
[quote:5b7c2d178e="Abdulhadi Hairan"]سلامونه،
ډېره موده وروسته مې دې فوروم ته سر راښکاره کړ. بیخي مې زړه درد وکړ چې داسې شړ مې ولید. داسې تاوده بحثونه او ډېر موضوعات مې پکې ونه لیدل. چې سبب به یې څه وي؟ بحثونو کې پر ګډونوالو د طالبانو په څېر بندېزونه او که د فیس بوک زیات استعمال؟
په هر حال، د فوروم په اول مخ کې لیکلي چې په جولای ۲۰۰۷ کې یوه ورځ تر ټولو زیات کسان آنلاین ول او د دغو کسانو شمېره یې ۱۶۵ تنه ښودلې. له هغې راوروسته په دې دریو کلونو کې دا شمېره له دغې نده اوښتې. دا د خواشینۍ ځای دی.[/quote:5b7c2d178e]
Abdulhadi Hairan
27.06.2010
یاره پتنګ خانه، ستا له نظر شریکولو مننه. خو زما پرې هیڅ سر خلاص نشو نو ځکه یې هیڅ ځواب هم درته نه لیکم. ښاد اوسې.
عادل عادل
27.06.2010
سلامونه
دروند پتوال صیب
تاسو مهرباني وکړئ یو ځل بیا خپلې خبرې ولولئ:
[quote:3883f61b0f]ټول افغان بحثفور م ړانده طالبانيزم شړ کړی، چې هم د مسولينو او هم دليکونکو
ليکې پرې ډکې شوي دي . يو بل لامل يې د ويبماسټر بې توجهي ده،
چې د بحٍثفورنو لينک يې د ټول افغان د اصلي موضوعاتو له کتاره ويستلی او د ارشيف غوندې د مړو موضوغاتو په کتار کې يې چې څوک هډو لولي نه
د لوستونکو له سترګو څخه پناه ځای په ځای کړی دی .
د لومړي مخ په کيڼه خواکې سرې او شنې تختې د اعلاناتو، د کرکټ او د يوې کره پښتو او نورې ځای په ځای شوي خو يوه وړوکې تخته په کې نشته چې صرف
بحثفورمونه او Genraldiscustionform پرې ليکلی وي ، آيا دا د ډيرې
حيرانتيا او افسوس خبره نه ده ؟؟؟؟؟
هو، دې دواړو نيمګړتياو يو بل ته سره لاس ورکړی او ډيرکسان يې يا د بحثفورمونو له شتون څخه بې خبره ساتلي او يا يې داسې سخت مايوسه کړي دي چې د ليکلو او لوستلو له شوق څخه يې
بالکل غورځولي دي . وروستی اړيزی د جهالت د هغه تورو لړيو پايله ده چې د طالبانيزم په بڼه يې د بحثفورمونو فضا زهر جنه کړې ده .
دوی غواړي چې بحثفورمونه پارچاو کړي او يا په کې ددوی ببولالې تر ابده تکرار شي . اړونده مسولين په همدغه حالت خوښ بريښي ، خو د بحثفورمونو
عمومي مسول ډاکتر وطنمل دې هم په دې دموکراسۍ خير يوسي چې دغه څو تنه بحث شنډوونکي او بحث شاړوونکي هم په مستقيمه
توګه اخراجول نه غواړي ، حال داچې له دې پرته بحثفورمونه د خمود او جمود له حالته نشي وتلی[/quote:3883f61b0f]
ستاسو مطلب د طالب او طالبانیزم نه په دې بحثفورمونو کې څوک دي؟ که دلته زمونږ او تاسو په منځ کې څوک طالب او یا هم د طالبانیزم مامور وي نو د مهربانئ له مخې یې مونږ ټولو ته معرفي کړئ.
که تاسو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره زما پورتنئ غوښتنه پوره نشو کړای او د خپلې ادعا له مخې مو په بحثفورمونو کې د موجودو طالبانو او یا په بل عبارت د څو تنو بحث شنډوونکو او بحث شاړوونکو نوملړ وړاندې نکړ نو بیا خو روښانه خبره ده چې تاسو به خلک د دوی د حقایقو د ویلو په بنا په طالبانو پورې تړئ، چې دا له یوې خوا په نورو تور لګول دي خو له بله پلوه تاسو په خپل لاس د طالبانو د حقانیت ثبوت وړاندې کوئ.
خدای مکړه داسې ونه شي چې ستاسو د بې مسوولیته څرګندونو په بنا باندې دغه د خړو پښتنو پاڼه او د بحثفورمونو درانه ګډونوال او ښاغلي چلوونکي د طالب ضد کومې جاسوسي شبکې تر تعقیب او پلټنې لاندې راشي او یا هم ستاسو څخه ستاسو د ادعا ثبوت وغواړي؟؟
هیله ده چې خپلې خبرې به اصلاح او د بحثفورمونو د ټولو ګډونوالو په تیره بیا ښاغلي ډاکټر صیب وطنمل څخه به بښنه وغواړئ او په راتلونکې کې به هم هیڅ چا ته د سیاسي ملحوظاتو نه په سوی استفادې سره څپړې نه ورکوئ.
په درنښت
Abdulhadi Hairan
27.06.2010
[quote:841bfcd555="عادل عادل"]سلامونه
په دریابونو کې اوسیژه
وړو ویالو کې دې زوال وینم نهنگه
په درنښت[/quote:841bfcd555]
عادل صیب، په دې نور بحث کې ګوتې نه وهم، خو ستاسې په سګنیچر کې دې شعر ته مې پام شو چې غلط مو لیکلی. د خوشال بابا دا بیت داسې دی:
څو دې وس رسي په لوي دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
ښاد اوسې
عادل عادل
27.06.2010
سلامونه
حیران صیب ستاسو له نیوکې مننه کوم
ما هم ستاسو د سیګنیچر لومړئ مزئ وسپړه، ................ مطلب مې ستاسو ښکلئ سایټ دی، ........
.... په لوستو به ارزي یا نه خو زه پکې یو تورئ هم نه ټومبم !!! ،. ي .. :lol:
خدای دې لره
larghonay laraway
28.06.2010
سلامونه!
هر هغه بحث چې رغوونکی او اصلاحي شکل ولري د ستايلو دی.
د هادي حيران له خوا بحث ته وړاندې شوې موضوع هم د غور وړ ده.
زما په نظر ويب ماسټر صيب زمونږ د بحث له ژبې وېرېږي ځکه په بحث فورم کې ځينې وروڼه ښکنځلې او بدرد ليکي چې په همدې خاطر ويب ماسټر زړه نه ښه کوي چې لومړي مخ ته يې يوسي.
خو زما نظر دا دی چې که بدرد او ښکنځلې د ټول افغان په هر کونج کې او هر څومره پټه برخه کې وليکل شي نو بيا يې هم ادرس (ټول افغان دی) نو ښه به دا وي چې دې برخې ته په لومړي مخ کې ځای ورکړي او ورسره دې ښکنځل مارو ليکوالو ته يوه ګوټ څنډنه وکړي. بله دا چې که دا بحث فورم لومړي مخ کې ځای ولري نو ليکوالان به يې ډېر شي او بيا به د درانه ورور پتوال انديښنه هم له منځه لاړه شي او يوازې د يوې ډلې خلک به په بحث کې نه وي.
ځکه که ستاسو ورته فکر وي نو د نړۍ په ټولو خپرونو کې هغه که راډيويي دي، که ټلويزيوني او که انټرنيټي دي په ټولو خپرونو کې (آنلاين) يا ژونديو خپرونو ته ډېر ارزښت ورکوي. ټول افغان هم بايد آنلاين خپرونو ته په ارزښت قايل شي. په منطقي او سمه توګه دې خپل دلايل وليکي دا بيا د هر چا خوښه ده چې د طالب دفاع کوي، که د اوسني حکومت دفاع کوي او که د بل او بل . يا ملي تګلوری پالي. خو دې ته مو هم پام وي چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت اوس دا توان موندلی چې ويب پاڼې بندې او فلټر کړي. داسې نه شي خدا مه کړه چې بحث فورم د ټول افغان لپاره خنډونه جوړ کړي.
پاتې شوه د ټول افغان د لومړي مخ خبره:
ټول افغان بايد د هر ولايت د موجودو ليکوالو سره اړيکې ونيسي چې د نورو راډيوګانو او ټلويزيونونو يا اخبارونو سره کار کوي نو دا همت دې وکړي چې خپله (ملي پښتو ويب پاڼه - ټول افغان) پياوړې کړي او په داوطلبانه توګه ورسره د خبرونو په برخه کې کار وکړي.
په همدې هيله
لرغونی لاروی
29.06.2010
دروند عادل صيب سلامونه او درناوی !
دا ستاسې نظر دی او هغه زما نظر دی او د نظرونو په توګه پاتې کيږي .
د طالبانو پاڅون ځان ملي پاڅون بولي او د ملي پاڅون په توګه هم دملت فرد فر د
حق لري پرې نظر ورکړي، غوښتنې او پوښتنې ترې ولري ،
د ملي پاڅون دمعيارونو دقيق مراعتول ترې وغواړي ، پر سياسي، اجتماعي ،
اقتصادي اوکلتوري موخو يې ترې وضاحت طلب کړي
او په نيمګړتياو يې رڼا وغورځوي ، خو له تنقيدي نظرونو څخه يې ګټې پورته کولو ته پام راوګرځوي !
خو شته په دې فوروم کې داسې ملاتړلې ځوانان هم چې نه ځان د طالبانو استازی معرفي کوي چې پوښتنې ترې وشي او نه په فوروم کې له طالبانو څخه
جزي ترينه تنقيدي پوښتنه او غوښتنه زغملی شي او ځان حتما جواب ويلو ته متعهد بولي ، څو په نامانوٍثو څرګندونو سره په نورو بحث قطع کړي .
که بحثفورمونه د بحث له پاره وي نود بحث موخه بايد تنوير وي ، نه د يوې يا بلې
ډلی له پاره تبليغ او پلوی .
البته د ملي پاڅون او د هغه د څرنګوالي په اړه هم بآيد لوستونکي تنوير شي ! او اړونده عورځنګ هم بايد پوه شي چې دملتپالو او وطن پالو له خوا ددوی هلې ځلې څنګه ارزول کيږي ؟؟؟؟؟؟
آيا دوی په سمه لار روان دي او که دغه لار چې دوی رانيولې د واقعي خپلواکۍ پر ځای ترکستان ته درومي ؟
پښتون.
14.01.2011
[color=red:58f4851db6]زمونږه کارونکو ټول 37191 مقالې ليکلي
مونږه 5046 ثبت شوي کارونکي لرو [/color:58f4851db6]
خو دا ۵۰۴۶چیرته دی؟زه چی ګورم همدا څو کسان دی چی ځی راځی.
او همدا څو کسان دی چی انلاین یی د نورو خو پته هم نلږیږی .په شمار۵ کسان.
او بله دی دا چی انلاین نه اوسی یا ثبت نه اوسی د ټوکو کوټی ته د ننوتو اجازه هم نلری.عجیبه!
لقمان
15.01.2011
نو څنګه به نه شړیږي؟؟؟
ترڅو پورې چې په ټول افغان کې دحلیمي صیب په شان د مدیراتورانو واک او راج چلیږي ټول افغان به ورځ په ورځ همداسې شړیږي. که دا اندیښنه راسره نه وای چې میدان به حلیمي صیب ته خالي پاتې شي ولاکه خو یوه لیکنه هم کړې وای او که نن هم پوه شم چې حلیمي صیب نور نه راځي زه دتل لپاره خدای پاماني کوم. اوس پوه شوئ چې ټول افغان ولې شړ شوی؟
م
15.01.2011
یاره لقمانه وروره زنداباد ، تردا لواړو خبرو دې ووینم
دنر یاخرپ وي یاترپ نوریې شل کیدل په خدای دي
مګر داڅوورځې په ناندرۍ خانه کې نه بریښې اوآ بل نوروزخان دسنګرملګری دې هم نشته
دواړه دمرګي هېر شئ امین