د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دشهید دفضیلت عجیب عقلي دلیل!! او ورسره یو عجیب چیلینج!!

Jawad
24.06.2010

محترمو لوستونکیو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم.

استاذ محمد یاسر (فک الله اسره) د شهید د فضیلت په اړه ډیره په زړه پورې وینا کړې.

http://www.youtube.com/watch?v=gSrc3OMMX4w

هیله ده ددې ویډیو له لیدو وروسته استاذ یاسر صیب ته دعا وکړئ چې الله یې د ظالمانو، او منافقانو له منګولو راخلاص کړي.


Abdulhadi Hairan
28.06.2010

ما خو دا ویډیو وکتله. دا سړی خو تشې خبرې کوي کومه تجربه خو یې نده ښودلې. په خبرو خو زه هم ویلی شم چې مړو سره داسې کیږي او هغسې. او ده ته ښه معلومه ده چې هیڅوک مړي بیرته د دې خبرو لپاره نه راوباسي مګر د کومو چې قبرونه تصادفاً راایستل شوي که په هر جنګ کې مړه شوي وي خاورې شوي دي. ډېر وخت ندی تېر شوی یو یا یو نیم کال مخکې د څرخي پله د زندان سره نږدې یو ډله ییز قبر راووتلو چې زیاتره خلکو ویل دغه کسان مجاهدین ول او د کمونستانو لخوا وژل شوي ول. نو د جهادي ډلو په نظر کې خو دغه خلک شهیدان ول. مګر د دغو شهیدانو د هیڅ یو جسد هم روغ نه و، لکه د نړۍ د هر مړي په څېر یې نیم نیم هډوکي پیدا شول. د ځینو هډوکي هم نه ول، هسې په کالیو کې تاو شوې خاورې وې. زما په فکر داسې خبرې کول پرته لدې هیڅ مانا نلري چې ځان بې عقله ښکاره کړي.


عبد السلام
29.06.2010

حیران صاحب ! د دری یو عامیانه متل وایي : ( تااحمق درجهان است مفلس در نمی ماند ) . تراوسه خو دیاسر او امثالهم د ا زهری منتر ډیر ښه چلیږي ، چې تر دې روسته به دقتل اوقتال دپاره کومې نورې مدرنه او دروغجنې بهانې اختراع کوو ، نه پوهیږم!

ښایی له دې روسته به دغربیانو له سیاسته په عامه وژنو کې تقلید کوو! داچې په وینو تویولو کې به زمونږ زاړه دروغ او دجالی غښتلي وي اوکه غربی مدرنه ؟ چندان فرق پکشې نه وینم .
والله اعلم .


عادل عادل
29.06.2010

سلامونه

ښاغلو متمدنو هر یو حیران صیب او عبدالسلام صیب

تاسو د استاد یاسر خبرې په خپل ځای پریږدئ، ایا د قران کریم په هغه آیت شریف ایمان لرئ چې له مخې یې شهید ژوندئ بلل شوئ او روزي ورکول کیژي؟


Abdulhadi Hairan
29.06.2010

ګران او محترم عادل صیب،

د قران شریف ایت خو چې زما څومره خیال دی د فزیکي ژوند خبره نه کوي. په قران شریف کې نورې هم داسې ډېرې خبرې شته چې سمبولیکې ماناوې لري. یانې عقیدتاً د هر دین او مذهب خلک دا سوچ کوي چې د هغوی شهیدان یو روحاني ژوند لري مګر داسې چې دا سړی یې وايي چې جسدونه یې بیخي نه خاورې کیږي سوچه درواغ دي. دا د دې بې سواده ټولنې د خلکو په احساساتو راوستل او یوه خاص ډوله جګړې ته د هڅولو او ځان وژلو تاکتیک دی او زما په فکر د خواشینۍ وړ دی ځکه چې مذهب په دومره درواغجنه طریقه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره استعمالول بیخي د بې شرمۍ خبره ده.

نور نو عقیده د هر چا خپله خپله ده. کرزی هم وايي چې څوک په ملي اردو کې جنګیږي هغوی شهیدان دي. د طالبانو لپاره هغه څوک شهیدان دي چې ملي اردو وژني. کوم عیسوي مذهبه خلک چې افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي او مړه کیږي هغوی هم ځانونه شهیدان ګڼي. د شیعه ګانو لپاره هغه خلک شهیدان دي چې سنیانو ته په ضرر رسولو کې مړه شي، د سنیانو لپاره جندالله شهید دی چې څو ورځې مخکې ایران په دار وځړاوه. هر څوک خپل خپل شهیدان لري مګر چې ځمکې ته ورغلل خاورې کېدل د ټولو برخلیک دی. دا ښه ده چې خلک د خښولو په وخت قبرونه جوړ کړي او په نومونو پېژندل کېږي. که داسې نه کېدلای کېدی شي ده دا هم ویلي وای چې هغوی یو څه موده وروسته بېرته ژوندي کېږي او د قبر نه ووځي خپل ژوند بېرته پېلوي.


عبد السلام
29.06.2010

اول خودې لوي څښتن په دې مړي ورحمیږي چې هر څوک دی.
او بیا به د یاسر مداری توب ته راشو ، چې د کامرې مخیته ولاړه له یوې خوا په مړي تجارت کوي ، اوله بلې خپل دورغجن تبلیغ ، چې حتی د مړی دمرګه منکر دی او دټولو په سترګو کې خاوري شیندي چې دا یخ پر کټ پریوتئ ، په کمپلو کې تاو مړ ، مړئ ندی ، بلکي ژوندئ دی .

له دې خو داسې ښکاري چې ددې مړي په مرګ کې دې یاسر په خپله شریک وي ،اوغواړي په چل ځانته دتیښتې لار ه برابره کړي . نوځکه یې کورنئ ته وایې چې دا ستاسو ځوي ، پلار، ورور، او خاوند هر څوک چې دی مړ نه دی، خو دژونده لا په بهتره حالت کې دی ،

ښایی دا مړئ له دې ژونده څخه په غوره او بهتره حالت کې وي ، ولي ددې مرحوم ښځي، بچیانو مور او پلار ته به دا څوک ثابت کړي چې ستاسو ژو ند د دې مرحوم له ژونده پرته بهتره دی ؟


و.افغان
08.07.2010

ګرانو وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو!
د اسلامي شريعت له مخې له انبياوو پرته د هر مړ انسان جسم د ځمکې په خېټه کې له منځه
ځي، خاورې کيږي، هډوکې يې ورستيږي، البته د ځينو صالحو خلکو، شهيدانو او
علماوو جسمونه د لوی الله جل جلاله له اړخه د خاص تکريم په وجه له منځه نه ځي.
د دې دا معنا نه ده، چې هغه صالحان، شهيدان، او علما چې جسمونه يې له منځه تللي
دي؛ عند الله مقبول نه دي، بلکه لکه څنګه چې مخکې وويل، د ځينو خلکو د جسمونو
روغ سالم پاتې کېدل د لوی الله جل جلاله له خوا يو مکرمه او ورکړه ده، البته دهر صالح
عالم، او شهيد لپاره نه ده.

بله دا چې يو چا ته په يقيني طور سره په شهادت قائلېدل شرعي دليل ته اړتيا لري،
د الله جل جلاله په لاره کې وژل شوي شهيدان دي، خو هر هغه فرد ته چې په جهاد
کې وژل شوی وي؛ په ځانګړي ډول دغه حکم ورکول جواز نه لري، يواځې د هغه
چا په هکله جواز لري چې شرعې د هغوی د شهادت په اړه تنصيص کړی وي، البته
مونږ پرې د شهادت ګمان کولی شو، او د لوی الله جل جلاله څخه به دا غواړو چې
په جهاد کې د مسلمانانو له اړخه وژل شوو ته د شهادت درجه ورکړي، او د هغوی
قرباني مقبوله وګرځوي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more