د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ازادئ راډيوته وايه چي جنرال مکرسټل دڅه شو؟؟؟

عبدالله صابر
24.06.2010

السلام عليکم
يوکال دمخه کله چي جنرال مکرسټل دناټوعمومي قومندان په توګه وټاکل شو
ازادئ راډيويی په صفتونو نه مړيده ،اوو ، داداسي توريالئ ،ميړانئ قومندان
دی چي عراق يی فتحه کړ،صدام يی ونيوه ،زرقاوي يی ووژه ،همدا ډول دا
لږخوراک کوي اودشپې ډيرکم بيده کيږي داسي ډول ډول پرپړې يی ددي لپاره
بيانولي چي ترڅوافغان غيرتي اولس دنوموړي قومندان تر رعب اودهشت
لاندي راولي خو عيان ته څه بيان دادی نتيجه يی پخپله ګورئ ،
دما په ياد دي چي دطالبانو الاماره ويبپاڼې هغه وخت دازادئ راډيودپورته
تبيلغاتوپه ځواب کښ د[color=red:edc96dc921]جنرال مکرسټل به ځان ته مکرسټل وي [/color:edc96dc921]ترعنوان لاندي
يوه تبصره هم ليکلي وه ،خير په هرصورت زما په فکرخومکرسټل دبشپړې
ناکامئ له امله ګوښه کړل شوداځکه چي نوموړي افغانستان ته دزياتوعسکرو
په ليږلو ډيرټينګار کاوه اوداسي ګڼله چي ګني بس همدا يوکار پاته دی ،
داوبامه حکومت څومياشتې په دي فکراوسوچ وهه چي ايارښتيا مکرسټل پلان
يوکامياب پلان دی همغه چي دمکرسټل ډيرټينګارله امله افغانستان ديرش زره
عسکرو ليږلو پريکړه وشوه ، خو وموليدل چي دا پلان په بشپړډول ناکام شو
ځکه خوښايی مکرسټل ديوې مشورتې پلمې له مخي له دندې ليري کړل شوئ
وي ٠

ستاسونظر

ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه کړه
زه په دي افتاد ګئ کښ لوی کړنګ يم

تيښته دانګريزچنګيزاومغل څه خبره نه ده
ته به له خبرشي دافغان خبرې نوري دي

والسلام


larghonay laraway
24.06.2010

ازادي راډيو د اوسني حکومت يوه لاسته راوړنه ده چې د همدې حکومت په راتګ سره رامنځته شوه او د همدې حکومت او بهرنيانو د ګډو ګټو لپاره کار کوي.


Jawad
24.06.2010

وعلیکم السلام د ازادۍ په راډیو کې خو شک نشته چې د امریکا تبلیغاتي وسیله ده خو دغه د مکرسټال ګوښه کیدل ماته داسې ښکاري چې امریکا دخپلو پوځیانو د ویستلو لپاره طرحه جوړه کړې چې د مکرسټال ګوښه کول پکې اړین قدم وه چې واخیستل شو او دا سلسله له تیرې میاشتې راشروع ده چې امریکا غواړي هم په خپله اداره او هم د کرزي په اداره کې یو لړ تغییرات راولي چې تیره میاشت د داخله وزیر او ملي امنیت رئیس ګوښه کیدل هم د مکرسټال له ګوښه کیدلو سره بې ربطه نه دي. زما په نظر موږ به په لنډ وخت کې د نورو تحولاتو شاهد هم اوسو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more