نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مړه سپیره ماجره، تاسی په بجلئ څه کوئ!
طالب ISI
23.06.2010
مړه سپیره ماجره، تاسی په بجلئ څه کوئ!
د بحث فارم خوږو، او درنو ملګرو سلامونه او نیکی هیلی.
لکه څنګه مو چی له رسنیو څخه آوریدلی ، افغان دولت په کونړ کی د اوبو د بندونو پلان ته دعمل جامه ورواغوسته ، او قراردادونه یی امظا شول.
کله چی دا بندونه جو شی:
-برق به پیدا شی، خلک به کور کی بریښنا لری، ژوند به آسانه شی، خلک به انترنیت، تلویزیون،... هر څه ته لاس رسئ پیدا کړی، خلک به له نړئ خبر شی، او علمی سطحه به یی زیاته شی، او بیا به د هر چا د لوبو آله نه جوړیږی.
ډیری ځمکی به خړوبی شی، ترګارئ به زیاتی شی، غنم..... به زیات شی، فقر به کم شی، خلکو ته به کار او رزوګار پیدا شی، چی غربت، ورک شی، د خلکو په صحت او روح ښه اغیزه کوی، چی په مجموعی ډول بیا مرضونه، شخړی جنګونه.. ورسره کمیږی.
که بریښنا تر حده زیاته تولید شی، بیا کولای شو، هغه په ګاونډیو هیوادونو وپلور.
خو خبره داده، چی آیا دا ټول د پاکستان په افغانانو لوریږی؟
آیا پاکستانئ د یوه افغان د راحت ژوند تصور ته اجازت ورکوی؟
نه،هیڅکه نه، نو پکار ده، طالبان وروڼه او نور خلکو ددغه بندونو جوړلو ممانعت ونه کړی، بلکی ساتنه یی وکړی.
فرض کړه، طالبانو دددغه بندونو د جوړولو ممانعت ونه کړی، پاکستان بیا نور ډیر خلک پیدا کوی، چی د پیسو مقابل کی ددغه بندونو د جوړولو ممانعت کوی.
هیله ده د شرقی ولایاتو ټول اوسیدونکی بیداره واوسیږی، او داسی خلک چی ددغه بندونو لپاره مشکلات جوړوی، د امکان په صورت کی طالبانو یا هم دولت ته ورپه ګوته کړی.
او که چیری طالبان دغه بندونو ته مشکلات جوړ کړل، نو بیا پدی معنی چی طالبان ۱۰۰٪ ای، اس ،ای دی، بیا د طالب نوم ورته کارول ګناه ده.
http://benawa.com/fullstory.php?id=36468
عتیق الله
23.06.2010
دا بندونه خو به دی همداسی ارمان پاتی شی ځکه چی لمړی خو یی ستاسو خپل پتنګ درسره نه ميني. ګوره چی فتوا ورکا چی دا خوشی چټی کار دئ
Re: مړه سپیره ماجره، تاسی په بجلئ څه کوئ!
pattang
23.06.2010
[quote:02eae5c18e]مړه سپیره ماجره، تاسی په بجلئ څه کوئ![/quote:02eae5c18e]
داخو دې ډېره ښه خبره کړې ده ، هر شی چې خپل وي خوند کوي !
دپردويو برق مهاجره څه کوي ، او ولې پردي برقونه ور ته جوړوي ? يو شی خو
به له مها جرې غواړي ?دمهاجرې لپاره په ابرو او عزت مړه ګېډه دخاورو دتېلو
له اليکن سره بهترين ژوند دی، خو که ته پرې پوه شې٠
دا خو دافغانستان داشغال تحفې دي چې لويه برخه يې په جنګي جنايتکارانو
وېشل کيږي او يو څه پاتې ټوک يې اولس ته هم ور اچوي٠
مهاجره بايد په خپل کلتور کې په ارامي برق ته ځان اماده کړي نه په تدريجي ډول
که داسې نوي برق به يې لاس ونيسي غريبه به بيا ګډه يا مړه شي٠
[quote:02eae5c18e]کله چی دا بندونه جو شی:
-برق به پیدا شی، خلک به کور کی بریښنا لری، ژوند به آسانه شی، خلک به
انترنیت، تلویزیون،... هر څه ته لاس رسئ پیدا کړی، خلک به له نړئ خبر شی، او
علمی سطحه به یی زیاته شی، او بیا به د هر چا د لوبو آله نه جوړیږی.[/quote:02eae5c18e]
انډيواله بدلون په کلتور ي نورم او اخلاقي قيدونو کې دګټې او دمنلو وړ دي ، که
اوس دې خلکو ته انترنيت مهيا شي نو ټوله ورځ به د شنو ستر ګو او او ژېړو
وېښتانو نجونوسېکس پکشې کتل کېږي او بس ، انتر نيت ذهني ځوانان تنبل
او غبي روزي ٠ پردې صورت کې به نهپ ښتو پاته شي ، نه غيرت او نه اسلام
او دغه کار خو صليبي لښکر له خدايه غواړي٠
څه چې ليکې لرې فکر کوه ٠
pattang
23.06.2010
زه يې منم که په خپلو پيسو ، خپله اراده او په خپله ازادي کې جوړ شي
که نوي بيا به مو ګړنګ بهيږي په حل او استعمال به يې نه پو هيږو٠
اول روغ صورت ، سالم فکر بياکار ، زه ګمان کوم چې اوس نه سالم فکر شته
نه جوړ صورت ، جوړول يې داسارت يواځې يوه تحفه ده اوبس٠
[quote:d06910bd3a="عتیق الله"]دا بندونه خو به دی همداسی ارمان پاتی شی ځکه چی لمړی خو یی ستاسو خپل پتنګ درسره نه ميني. ګوره چی فتوا ورکا چی دا خوشی چټی کار دئ[/quote:d06910bd3a]
طالب ISI
24.06.2010
بلکل پتنګ خانه، همدا خړ افغانان او همدا د تیل خاکو لیکینونه ، دوی په بریښنا څه کوی، مونږ خو هسی هم په تیارو کی آموخته یو، پریږده چی په دغه اوبو پاکستان ځان ته بندونه جوړ کړی، او بریښنا پری تولید کړی، تر څو ددوی ژوند آسانه شی، که پاکستانئ بیا د انترنیت څخه ګټه اخلی، هغه خو د خدای دوست دی، امکان نه لری، چی سکسی فلمونه پری وګوری.
د هیرا د فحشا منډوی هم پروا نه لری، ځکه هلته چی ښخی، زناکوی، دولت او د نور کاروباری خلک مالیه تر اخلی، او ددولت د مالیه یوه برخه په مدرسو مصرفیږی، پس ثابته شوه، چی په پاکستان کی فاحشه ګری هم له ثوابه سره اړیکی لری.
بل خوا به د قیامت په ورځ د مشرقی خلک الله ته سر لوړی وی، ځکه دوی دومره ښه خلک دی، چی خپله له اوبو ګټه نه اخلی، خو خپلو پاکستانی وروڼو ته اجازه ورکوی، چی ددوی له اوبو ګټه واخلی. تر دی زیات ښه اخلاق؟
او بل دا چی که دا اوسنئ دولت بندونه جوړ نه کړی، او سقوط و کړی، بیا د طالبانو دولت راځی، چی له نورو هیوادونو سره بی یی اړیکی، تر پخوا هم ترینګړئ، وی نو بیا د افغانستان عایدات خو ایله د ملانو د خیټو پيسی پوره کړی، په میلیاردو ډالره به د کومه کیږی.
نو په اتومات ډول، پاکستان ته دا موقع په لاس ورځی، چی له دغه اوبو څخه دوی ګټه واخلی.
نو بیا همدا خبره شوه، چی اکثره وقت پاکستانیان ماجرو ته وایی، مړه سپیره ماجره!
مبارزشاه
24.06.2010
ترڅو چې پاکسان ددنیادنقشې پرمخ موجود وي دابند دې راڅخه جوړ ونه لیده...
یا یې به یې دطالب په لاس تخریبوی یادبل چا خودبندجوړول یو خیال پولاو دی.