د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ايا داسلام په مقدس دين کې دساز،اواز او موسيقي غږول يا اوريدل حرام دي؟

Sangar Watan
20.06.2010

درنو اسلام پوهانو اسلام عليکم،

يوه پوښتنه،هيله ده چی په حوصلې او ورين تندي معلومات راکړې٠

ايا داسلام په مقدس دين کې دساز،اواز او موسيقي غږول يا اوريدل حرام دي؟

ايا پدې هکله کوم ايت يا حديث موجود دی؟
يا کوم قاطع اسلامي حکم وجود لري؟

ځينې داسې استدلال کوي چه هر هغه څه چه انسان دګمراهۍ خواته بيائي
نو هغه حرام دی٠ که پدې ډول استدلال ته دوام ورکړو نو دهغه سړي خبره
چه ويل ئي:دکيميا او فزيک "علم " حرام دی،صحيح ښکاري!
داځکه چه دموسيقي الات دفزيک په مرسته جوړيږي،که څنګه؟
هيروين،شراب،سلاح داټومي بمب او کيميا وي وسلو په شمول دکيميا او فزيک
دعلم په مرسته جوړيږي،که نه؟
ځيني سندرغاړي ملي،وطني او مذهبي سرودونه اوروي،ايا داهم حرام دی؟

دارنګه مثالونه اواستدلالونه ډيييييييييييييييييييييييييييييييير دي او زما په اند دا
ډول بحث نتيجه نه ورکي٠

ستاسو دمرستې په هيله،


كريم كامران
20.06.2010

1- ومن الناس من يشتري لهو الحديث ليضل عن سبيل الله بغير علم ويتخذها هزوا أولئك لهم عذاب مهين
سورة لقمان: 6

قال حبر الأمة ابن عباس رضي الله عنهما: هو الغناء.
وقال مجاهد رحمه الله: اللهو: الطبل (تفسير الطبري)

وقال الحسن البصري رحمه الله: "نزلت هذه الآية في الغناء والمزامير" (تفسير ابن كثير).

قال ابن القيم رحمه الله: "ويكفي تفسير الصحابة والتابعين للهو الحديث بأنه الغناء
قال أبو الصهباء: سألت ابن مسعود عن قوله تعالى: { ومن الناس من يشتري لهو الحديث } ، فقال: والله الذي لا إله غيره هو الغناء - يرددها ثلاث مرات.

2- والذين لا يشهدون الزور وإذا مروا باللغو مروا كراما
الفرقان: 72

قال محمد بن الحنفية: الزور هنا الغناء
وجاء عند القرطبي والطبري عن مجاهد في قوله تعالى: { والذين لا يشهدون الزور } قال: لا يسمعون الغناء.

احاديث:

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحر و الحرير و الخمر و المعازف، و لينزلن أقوام إلى جنب علم، يروح عليهم بسارحة لهم، يأتيهم لحاجة، فيقولون: ارجع إلينا غدا، فيبيتهم الله، ويضع العلم، ويمسخ آخرين قردة وخنازير إلى يوم القيامة
رواه البخاري

عن جابر رضي الله عنه قال:
خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم مع عبد الرحمن بن عوف إلى النخيل، فإذا ابنه إبراهيم يجود بنفسه، فوضعه في حجره ففاضت عيناه، فقال عبد الرحمن: أتبكي وأنت تنهى عن البكاء؟ قال: إني لم أنه عن البكاء، وإنما نهيت عن صوتين أحمقين فاجرين: صوت عند نغمة لهو ولعب ومزامير شيطان، وصوت عند مصيبة: خمش وجوه وشق جيوب ورنة

وقال صلى الله عليه و سلم:
صوتان ملعونان، صوت مزمار عند نعمة، و صوت ويل عند مصيبة

وقال صلى الله عليه وسلم:
ليكونن في هذه الأمة خسف، وقذف، ومسخ، وذلك إذا شربوا الخمور، واتخذوا القينات، وضربوا بالمعازف

سمع ابن عمر مزمارا، قال: فوضع أصبعيه على أذنيه، ونأى عن الطريق، وقال لي: يا نافع هل تسمع شيئا؟ قال: فقلت: لا ! قال: فرفع أصبعيه من أذنيه، وقال: كنت مع النبي صلى الله عليه وسلم، فسمع مثل هذا! فصنع مثل هذا

هيله ده د اوس لپاره په همدې باندې اكتفاء وكړې غوښتل ټول ايتونه او حديثونه راترجمه هم كړم خو ترجمې يې ډير زور غوښت او زه وم په عجله كې.

كه وهاج ساپي صيب يا بل ورور درته راوژباړل احسان به يي وي په مونږ.



ع کريم حليمي
21.06.2010

درنو او مکرمو ، سنګر وطن صاحب ، او كريم كامران صاحب
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

د موسیقۍ او ساز، آواز مسألې او بحث اسلامي نړۍ پر دوو برخو وېشلې ده ،
بعضي ئې روا فتوا ورکوي او څوک د ناروا

ټوله اسلامي نړۍ په یوه نظر او باور ده چه : ومن الناس من يشتري لهو الحديث
ایات شریف د موسیقۍ او نقلونو ، او نضر بن حارث په موضوع کښي نازل سوئ ، دا آیات شرسف د نازلېدلو
علت دا وو چه : دېٖ سړي خلګ پر موسیقي او لهوالحدیث راټولول په خاطر د دیٖ چه د نبي له مجلس نه ئې راوګرځوي ، او داسي په واضح او ښکاره ډول په ئې خلکو ته ویل چه : هلته د عاد او ثمود نقلونه درته کيږي
راسئ موږته چه هم د رستم نقلونه درته وکړو او هم بچرخان و برقصان

یعني له موسیقۍ او نقلونو څخه یې یو دام جوړ کړئ وو او خلګ ئې د نبي علیه السلام د مجلس او د قرآن له
اورېدو څه راګرځول ، نو هر وخت هر مجلس ، هر سمنار ، او پروګرام چه جوړیږي او مطلب او حدف يې دا وي
چه خلګ د خدای له عبادت څه په راوګرځوي ، نو حرام او ناروا عمل دئ

که دغه لاندي حدیث شریف مو په لاس کښي نواي نو هره موسیقي ، په هر خاطر ، به حرامه بلل کېدلئ

حدثنا احمد، قال حدثنا ابن وهب، قال اخبرنا عمرو، ان محمد بن عبد الرحمن الاسدي، حدثه عن عروة، عن عائشة، قالت دخل على رسول الله صلى الله عليه وسلم وعندي جاريتان تغنيان بغناء بعاث، فاضطجع على الفراش وحول وجهه، ودخل ابو بكر فانتهرني وقال مزمارة الشيطان عند النبي صلى الله عليه وسلم فاقبل عليه رسول الله ـ عليه السلام ـ فقال ‏"‏ دعهما ‏"‏ فلما غفل غمزتهما فخرجتا‏.‏

د عائشة رضی الله عنها له خولې وايي چه
مبارک کورته راغلۍ ، زما و بغل ته دوو نجونو غزلي ويلې مبارک پرکوربچه
پر اړخ پرېوتئ مخ يي هغه بلي خواته واړولۍ ورسته ابو بكر راغلۍ او زجري خبري يي
راته وکړېٖ چه دا مزمارة شيطاني اله د نبي په حضور کښي يا ومخ ته د نبي
المِزْمَارُ په معني د هغه موسيقي اله ده چه په خوله وهل کيږي (آلَةُ نَفْخٍ مُوسِيقِيَّة )
چه موږ يې نل او يا سورنا بللی سو
مبارک پر ابو بكر ږغ کړي چه ‏" دعهما" پرېٖ ئې ږده يا ستا د خبرو لاس واخله ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ اخير ما اشاره وکړه چه ولاړي سۍ نو ولاړیٖ ، (ووتلې)

او نور احادیث هم لرو چه د اخترنو په ورځو کښي ،د خواږه نبي علیه السلام په حیات کښي او د مبارک په کور کښي غزلي ویل شوي دي ، مبارک او ام المؤمنین دواړه د حبشو و اتڼ او اواز خوانۍ ته درېدلي او تماشا ئې
کړېده

درنو وړونو !
مقاصد د اسلام پنځه دی ۱ حفاظت د دين ۲حفاظت دعقل ۳حفاظت د نسب ۴حفاظت د نفس ۵حفاظت د مال

هغه موسیقۍ چه عقل ته خساره رسوي ، هغه بده موسیقي ده ، اخلاقاً د داسي موسیقۍ اورېدل ښه نه دئ

درنښت


watanmal
21.06.2010

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

محترم سنګر وطن صيب ستاسى لخوا بحث ته وړاندى كړى شوى موضوع په اړه
په همدى فورم كى مخكى ډير بحث شوى كولى شۍ د خپلو پوښتنو ځوابونه پكى
پيدا كړۍ ، موضوع ته د ورتګ لپاره لاندى لينك باندى كليك وكړۍ:
http://tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4502&sid=d4efd65b47fe7669c3069d7a50636802

د كريم كامران صيب د ليكنى ترڅنګ كولى شۍ چى په لاندينى پيوند كى د موسيقۍ
د حرمت په اړه ډير نصوص سره د مراجعو ولولۍ:
http://www.muslm.net/vb/archive/index.php/t-288563.html

======================= وطنمل


ډاکتر څپاند
21.06.2010

دموسيقۍ نړيواله ورځ اؤ پښتو موسيقۍ ته اوختي زيانونه

فاروق فراق

21.06.2010 11:57

نن په ٢١م جون دپاکستان په گډون په ټوله نړۍ کې دموسيقۍ ياټنگ ټکورنړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دپاکستان په خيبرپښتونخواايالت اؤقبائيلي سيموکې دموسيقۍ لطيف اؤخواږۀ سُرونه او غږونه تر زياته حده دبمونو، توپو اؤ بارودو په خونړيوغږونوکې پناه شوي دي.
په دغه ورځ دنړۍ په يو شميرپرمخ تللواو پرمختيايي هيوادونو کې دموسيقۍ دودې په حواله ځانگړې دستورې او دټنگ ټکور محفلونه جوړيږي ، خوسږ کال د پاکستان په قبائيلي سيمو او خيبرپښتونخوا صوبه کې په دغه ورځ هم دموسيقۍ دزړۀ خوشحالونکو سرونو پځايې دتوپونو او کلاشنکوفونو ډزې دخلکو تر غوږونو رسيدلي دي.
په پاکستان کې دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد په روانه جگړه کې چې تر ټولو زيات زيان کومې څانگې ته اوښتى هغه موسيقي ده.
په ځانگړي ډول دخيبرپښتونخواپه سرښار پيښور ، چارسده ، مردان ، کوهاټ ، ډيره اسماعيل خان ، بنو او گڼو نورو سيمو کې تر دې مهاله تندلارو يو شمير دټنگ ټکور دکاروبار دوکانونه په بمونو الوځولي او سندرغاړي يا دهنر دنړۍ سره تړلي نور هنرمندان يې دگواښونو لاندې نيولې دي.
په دغه لړ کې په گڼو هنرمندانو تندلارو بريدونه هم کړي او دهنر دنړۍ څخه دلاس نۀ اخستلو په ترڅ کې يې ورته دمرگونو گواښونه کړي دي.
ددغو گواښونو په نتيجه کې ډير هنرمندان دپاکستان څخه نورو هيوادونو کې په استوگنې اختيارولو مجبوره شوي او ځينې نور دپاکستان څخه دوتلو په هڅه کې دي.
دامهال چې په دې سيمه کې دترهگرۍ په ضد کومه جگړه په مخکې وړل کيږي متاسفانه چې په هغې کې ټول په ټوله پام د وسلو اؤ ميډيا استعمال ته گرځول شوى دى خو دهنر اؤ په ځانگړي ډول دپښتوموسيقۍ له لارې دتندلاريتوب دمخنيوي اؤ دترهگرۍ دلۀ مينځه وړلو هيڅ رقم هڅې نۀ دي شوي.
حالانکې دپښتوموسيقۍ لمنه دومره پراخه اؤ توانداره ده چې خلک دټوپک پځايې مينې ته راوگرځوي.
د١١م ستمبر دپيښو څخه دمخه چې په پاکستان کې دتندلاريتوب گواښونه دهنرمندانو په وړاندې څيلمه نۀ وؤ دپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې دموسيقۍ سره دتړلو هنرمندانو خپلې بالاخانې يا دفترونه وؤ، چې هر وخت به پکې دسازاو اواز دنيا گرمه وه.
همدغه راز په ودونو ، ښادو او نورو مهمو موقعو به په هوټلونو، حجرو ، بيټکونو او هالونو کې دموسيقۍ پروگرامونه ترسره کيدل چې پکې به نامتو سندرغاړو پخپلو خوږو اوازونو دخلکوغمونه غلطول.
خو نن نۀ يواځې له ويرې هنرمندان دغه رقم محفلونو ته دورتگ څخه ډډه کوي بلکې عام خلک هم دتندلاريتوب دگواښونو له امله دخپلو ودونو او ښادو په موقع دموسيقۍ دمحفلونو جوړولو څخه ويريدلي او نۀ شي کولى خپلې ښادۍ يا مهم محفلونه په ټنگ ټکور گرم وساتي.
دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې يو وخت داسې ؤ چې دډبگرۍ په بازار کې به په سوونو خلکود موسيقۍ د الاتو په جوړولو اؤپلورلو خپل رزق پيدا کولو.
همدغه راز په دغه بازار کې به دوخت نامتو سندرغاړي او موسيقاران ميشته وؤ او خلکو به دخپلو ښادو دپاره بوتلل.
ددې ترڅنگ به په دغه بازار کې درقص دنړۍ سره تړلي خلک هم دسوونو په شمير کې اباد وؤ، خو نن په دغه بازار کې نۀ خو دموسيقۍ الات په نظر راځي ، نۀ سندرغاړي او موسيقاران او نۀ هم رقاصان.
همدغه راز دپيښور په گډون دصوبې دهر ښار په بازارونو کې به دکيسټونو، سي ډي گانو او دموسيقۍ دنورو الاتو دوکانونه په نظر راتلل خو نن په سلو کې نوي فيصده دغه دوکانونه تړل شوي او يواځې لس فيصده دوکانونه په داسې حال کې پرانستي دي چې کاروباريان يې هره لحظه دمرگ دگواښ سره مخ وي.
دپښتو موسيقۍ يو وتلي هنرمند استاذ احمدگل چې اويا کاله عمرلري اؤ دتيرو ٥٥ کالو راهسې دپښتوموسيقۍ لۀ لارې دخپلې مورنۍ ژبې پښتو خدمت کوي د حکومت څخه سخت گيله مند دى اؤ وايي چې حکومت نۀ دموسيقۍ اؤ نۀ دهنرمندانو لوري ته پام گرځوي ،
داستاذ احمدگل وينا ده چې پينځۀ پنځوس کاله يې سندرې وويلې خو بياهم دخټو په يوداسې کچه کور کې اوسيږي چې په باران کې يې کله کوټې راڅڅيږي نو دپلاسټک اچولو يا ليواولو وس يې هم نۀ لري.
هغه وايي دومره څه په سندرو کې گټي چې ايله نيمه سپوره اؤ نيمه لمده يې دبچو وشي اؤ نور ورسره حکومت يا غيرسرکاري موسيسې هيڅ کمک نۀ کوي.
همدغه راز يو بل زلمي هنرمند سرفراز دموسيقۍ دنړيوالې ورځې په حواله وويل اوس چې په پښتونخوا کې کوم دوير او ماتم حالت رامينځته شوى په دې کې کۀ بنده وغواړي نو هم ټنگ ټکور نۀ شي کولى.
سرفراز وايي په دسوات ،وزيرستان اؤ دهيواد دبيلابيلو برخو دننه چې دامنيت کوم خراب وضعيت دى اؤ روزانه خپل خلک په وينو لمبيدلي وينونو څنگه به راته سندرې خوند راکړي؟
دهغه په وينا موسيقي او سندرې خلک دخوښۍ په حالت کې وايي، دماتم په حالت کې يواځې ساندې او ژړا کيدلى شي.
نوموړى وايي څومره گواښ چې دا مهال په خيبرپښتونخوا کې دسندرغاړو او هنرمندانو ژوند ته متوجې دى شايد دبل هيچا ژوند ته نۀ وي.
خو دتير وخت يوه تکړه هنرمنده ماه جبين قزلباش بيا ددغه وضعيت څخه مايوسه نۀ ده او وايي دقامونو په ژوند کې دغسې لوړې ژورې ارو مرو رامينځته کيږي خو يواځې هاغه قامونه بريالي وي چې همت ونۀ بائيلي.
هغه وايي نن هم دتيرو وختونو په څير په ډاډه زړۀ دموسيقۍ پروگرامونو کې برخه اخلي او په دې باور ده چې مرگ او ژوند دخداې په لاس کې دى ، ځکه نو دمرگ له ويرې په کور کښيناستل ورته بزدلي ښکاري.
دصوبه سرحد دکلتور وزير سيد عاقل شاه هم پخپله خاوره موسيقۍ ته په اوښتو زيانونو فکرمند او انديښمن دى خو ورسره دا هوډ او عزم هم لري چې دحالاتو په ښه کيدلو به حکومت يوځل بيا دموسيقۍ دودې دپاره کوټلي گامونه واخلي.
هغه وايي دا مهال چې دپښتنو په خاوره دبدامنۍ کوم وضعيت رامينځته شوى ددې ترڅنگ هم حکومت دهنر او کلتور دودې څخه بې پرواه نۀ دى.
عاقل شاه وايي صوبايي حکومت به ډير زر په پيښور کې دهنر او کلتور دودې دپاره يو کلتوري مرکز پرانيزي چې پکې به هنرمندانو او کلتور ته دپيښو ستونزو دهواري دپاره لارې چارې لټولى شي.



23.06.2010

درنو ګډونوالو ته سلامونه !
په عربي مو پوه نشوم، بې ژباړې پريښول يې زياتی دی ، په تيره بيا ايت او حديث بې ژباړې راوړل ښايي شخصي طلاوت وي، خو له نورې ګټې يې لوستونکي برخمن کيدلای نشي.

موسيقي يوشی دی او ګډا ګانې،د لوڅ اندامه ښځو نڅا ، ګډې نخاوې او د نر او ښځو شهواني حرکتونه ټول له موسيقي بيل شيطاني شيونه دي .
يواځې د موسيقي الاتو غږول او يو خوږ غږ ورسره پورته کول پخپله په خپل ذات کې کوم ناوړه او حرام کار نه بريښي ، په دې شرط چې دديني فرايضو د پريښودلو او قضاکيدلو سبب ونه ګرځي حرام به نه وي . خوښي کول او د اعصابو ارامول کوم منع کار نه دی، خو که له دې حدود څخه اوړي ، په مستۍ او نورو بدو عملو انجاميږي او د فرايضو د پريښودلو سبب ګرزي نو بيا يې بالکل حرام او ممنوع عمل بللو کې شک نه پاتې کيږي !


..Ahmadzai
23.06.2010

ړنګه شوه !!!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بد الفاظ مه لیکۍ ! طرف مقابل ته نه رسيږي ، بلکي لیکونکئ خپل ځان تشریح کوي
نقادي ښه کار او جټیات لیکل بد کار دئ ، د اسلام خونه ! نقادانو ته مرحبا وائې ، او بدي خبري قابل تحمول نه ګڼو !!!
حلیمي


عادل عادل
24.06.2010

سلامونه

پتوال صیب زما خو ډول او اتڼ دواړه زده دي، په غرونو او ودونو کې مې اواز هم ویلئ دی.

خو تر دې هاخوا .... تبله ..... ارمونیه ..... تنبور ...... او هغه چې تاسو یې حلال ګڼئ ماته سوچه ډمتوب ښکاري، او مونږ او تاسو افغانان تر اوسه له نیکه مرغه دې ته نه یو اماده چې ډمتوب ته فرهنګ او تمدن ووایو.

موسیقي زما په ګډون د هیڅ انسان په طبیعت بده نه لګي خو :-

---- هغه کور چې هلته موسیقي غږیږي، هلته د خوښئ او سکون څرک نه لګي که وي هم مصنوعي او لنډمهاله ده.

---- موسیقي د کورنئ په نفاق او پاشلو کې اساسي رول لوبولای شي.

---- موسیقي هغه څه دي چې انسان له حدودو څخه باسي او بې بندوبارئ ته یې رسوي.

---- موسیقي پټو یارانو ته لار پرانیزي.

----- بې شمیره نور مثالونه شته چې مونږ او تاسو یا خو عملا تجربه کړي او یا مو هم لیدلي او اوریدلي دي.


عبدالله صابر
24.06.2010

السلام عليکم
زما په اند خو دنن صبا موسيقئ داده چي يوڅو ک دخپلې ښځې خورلور په
وړاندي دپردي سړي صفتونه کوي اودهغه ښائست بيانوي ،نورنو څه معنی
لري ؟؟؟ 
اويا ديارانې نامشروع اړيکوچلونه ورښودل 


مومن مهاجر
24.06.2010

ټولووروڼوته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! له متعال الله هیله لرم چي جوړاو تیاریاست .
پراړونده موضوع ډېروملګرولیکنې کړې زه هم غواړم خپل معلومات درسره شریک کړم .
دموسیقي په اړه هم دامت دعلماوونظرونه سره وېشلي دي دټولوذکرکول سخت کار دی خوترکومه ځایه چي ماپه دې اړه مطالعه کړي نودهغوکسانونظرراته راجح اوپر ځای ښکاري چي په اسلامي شریعت کي موسیقي حرامه بولي لاندي به په دې اړه دقرآن اونبوي سنت ځیني دلائل ذکرکړو.
په قرآن کریم کي الله جل جلاله وايي :
ومن الناس من يشتري لهو الحديث ليضل عن سبيل الله "(لقمان)
ژباړه : ځیني خلک داسي دي چي بې ګټې خبرې اخلي څوخلک پرې بې لاري کړي .
ابن عباس رضی الله عنه وايي چي لهوالحدیث یعني سروزاوموسیقي . همدارنګه له ګڼونورصحابه کرامورضی الله عنهم اوددین له امامانوڅخه دلهوالحدیث تفسیرنقل شوی چي هغوئ هم په سازوسروزاوموسیقي سره کړی دی .
نبوي احادیث :
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف .. " الحديث ، ( رواه البخاري تعليقا برقم 5590 ، ووصله الطبراني والبيهقي ، وراجع السلسلة الصحيحة للألباني 91 )
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چي هرومروبه زماپه امت کي داسي قومونه پیداشي چي ورېښم،ورېښمیني جامې،شراب اودسازوسروزوسائل به حلال وګڼي . حدیث امام بخاري په خپل صحیح کي په معلق ډول روایت کړی،خو امام طبراني اوبیقهي یې سندرسولی دی اوعلامه الباني په سلسلة الصحیحه کي صحیح بللی دی .
کله چي په صحیح سنددموسیقي دحرمت حکم ثابت شونومخلص مسلمان بایدبیا هغه ودغه تاویل پکي ونه کړي .
دصحابه کراموله وخته تراوسه ددین ډېری امامان پردې سره یوه خوله دي چي موسیقي حرامه ده . ان دامام ابوحنیفه رحمه الله په نزدخودهغه چاشاهدي نه قبلېږي چي موسیقي اوري . همدارنګه له امام ابویوسف،امام محمد،امام مالک،امام شافعي،امام احمدبن حنبل،شیخ الاسلام ابن تیمیه،علامه ابن القیم اونورورحمهم الله څخه په دې اړه ډېرپه شدت دموسیقي دحرمت فتواوې نقل شوې دي .
دموسیقي دحرمت په اړه چي کوم احادیث راغلي ځينوکوښښ کړی چي ضعیف یې کړي خوجرح په فن کي دهغوئ استدل هیڅ وزن نه لري . په دې اړه راغلي احایث ځيني صحیح اوځيني حسن دي،خوځیني ضعیف احادیث هم پکي دي .


Sangar Watan
24.06.2010

بياهم سلامونه،

که په لويه پکتيا کې ډول وهل ددودنو يوه برخه ده،په لوئ ننګرهار کې دتارونو
اوشپېلۍ غول ډير رواج لري ،ډول وهل د "ډم " وظيفه ده٠

مهاجر صيب داسې فرمايلي :

[quote:d79e59c985]دموسیقي د[color=white:d79e59c985]حرمت[/color:d79e59c985] په اړه چي کوم احادیث راغلي ځينوکوښښ کړی چي ضعیف یې کړي خوجرح په فن کي دهغوئ استدل هیڅ وزن نه لري . [/quote:d79e59c985]

زما عربي نه زده خو کله چه پښتو يا دري کې د "حرمت" کلمه استعماليږي
نو د ښه صفت،تائيد،وقار اواحترام ،مفهوم ورکوي٠هيله ده چه ستاسو عربي
ژبه ښه زده وي او احاديث مو صحيح معنی کړي وي٠

[quote:d79e59c985]ان دامام ابوحنیفه رحمه الله په نزدخودهغه چاشاهدي نه قبلېږي چي موسیقي اوري . [/quote:d79e59c985]

نو پداسي يوه مشکوکه او دجر او بحث وړ موضوع،جناب امام ابو حنيفه
رحمه الله، په کومو اسنادو داسې قضاوت کړی دی؟٠



ع کريم حليمي
28.06.2010

درنو او مکرمو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
مکرم مؤمن صاحب ویلی چه :
[quote] دسازوسروزوسائل به حلال وګڼي/quote]
مطلب ئې دا "المعازف" دي ، که چیري د د موسیقۍ آلې ږغول حرام وي ، زما په دېٖ خبره سر نه خلاصیږي
سعودي نفوس سل کي سل مسلمانان او عسکر ئې سل په سلو کي مسلمانان او د عسکري قواوو مشر
چه هر وخت جیش ته ورسي ، اول ساز ورته شروع کړي ، او شيخ عادل الكلباني هم وایی چه ساز روا دئ

که په فرقه کښي ،او عسکرو ته ساز روا وي ، نو د باندي تر فرقې او ملکي خلکو ته څنګه نه دئ روا ؟؟
http://www.youtube.com/watch?v=ymlmSzfHmk0&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=UQGRQggZTTc&feature=related


مومن مهاجر
29.06.2010

ښاغلی ع کریم حلیمي صاحب ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تاسوچي دموسیقۍ دنه حرمت په اړه دسعودیانواودهغوئ دپوځي مشرانوعمل وړاندي کړی نوداخوشرعي دلیل نه شي کېدای،که یومسلمان ناسم کارکوي نودهغه معنی دانه ده چي هغه کارروادی،دادهغه یوتېروتنه ده دموسیقۍ په اړه په احادیثو، تفسیراوفقه کي ‌ډېردلائل شته یودوه یې ماهم ذکرکړي . که دې زړه غواړي چي په دې اړه پوره تحقیق وکړې نوپه ګوګل کي لټون وکړه هرڅه به درته جوت شي . ستاسودبریاپه هیله مؤمن مهاجر.


عبدالله صابر
29.06.2010

داسې خلک به پيدا شي چې فحاشت ، موسيقي او شراب به روا کڼي
Submitted by dawat on أربعاء, 2010-01-13 11:14

«لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ، وَلَيَنْزِلَنَّ أَقْوَامٌ إِلَى جَنْبِ عَلَمٍ، يَرُوحُ عَلَيْهِمْ بِسَارِحَةٍ لَهُمْ- يَعنِی فَقِيْر- يَأْتِيهِمْ لِحَاجَةٍ، فَيَقُولُونَ: ارْجِعْ إِلَيْنَا غَدًا، فَيُبَيِّتُهُمُ اللَّهُ وَيَضَعُ الْعَلَمَ، وَيَمْسَخُ آخَرِينَ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ، إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ». (بخارى: 5590)
ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به دزنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي ، او همدارنګه داسې کسان به پيدا شي چې دوی به په لوړو غرو کې ژوند کوي ، او دماښام پر وخت چې کله شپون د هغوی رمه کورونو ته راولي ، که مسکين هغوی ته ورشي او له هغوی نه څه وغواړي نو دوی به ورته وايي سبا ته راشه: مګر الله تعالی به د شپي پر وخت هغوی هلاک کړي او غر به ور باندې وغرځوي .
او يوبله ډله به مسخر کړي دقيامته تر ورځې چې دهغوی چهرې به د شادی او خنزير په مثل شي .

نن عصر کې مونږ او تاسې وينو چې ځنې شهوت پرسته سره له دې چې په اصلی حقيقت ښه پوهيږي خو بيا هم د شريعت په حرامو او حلالو کې دخپل شهواني خيال له مخې فيصلې کوي .

نن عصر کې مو وليدل چې د اظهر د لويې علمې اجتماع څخه يو پرفيسور صاحب د اسلام دوښمنو سره يو ځای سنکر نيسی او د حجاب له منځه وړلو کوښښ کوي .
په ټولنه کې بې حيایو ته لاره هواروي او زنا ته لارې برابروی .
زنا خو يواځې د پرديو تر منځ جماع نده بلکه د سترګو زنا (بې ستري ، بې حجابي اونور ) د خبرو زنا (د بيګانوو سره خبرې تليفونې اوتې بوتې ) او داسې نور .

نن عصر کې ځنې تش په نوم شهوت پرسته ننی فاحشه او بې شرمه موسيقي چې زمونږ ځوان نسل يې د اخلاقي زوال سره مخ کړی روا بولې په انترنيت کې يې کتابونه خپريږي او دبازار کتابخانې له کتابونو ډکې دی دا چې د ټولنی اکثره خلک د دين په زده کړه کې ضعيف دي هغوی باور ورباندې کوي او په پوره اطمنان او خوند سره موسيقي اوري او هيڅ ګناه يې نه بولې چې بلاخره دا موسيقي د سکس تر سرحده پورې ورسيږي .
کومو کسانو چې دده کتاب لوستی وي او دده دغه دشريعت خلاف شهواني خيالونه يې تر نظر تير کړي وي ددی ټولو ګناه به د همدې کس پر غاړه وي .

نن د ابريشمو ترکيبي رختونه وينو چې په ځنو لونګيو او پټوګانو کې کډ شوی دي او څنې خلک يې په افتخار سره استعمالوي او په ټولنه کې خلکو ته ځان مالدار ښکاره کوي .
ګرانه ! که خبر نه وي خبر شه ابرشمي جامی د نر لپاره حرامې دی داسې مه کوه .

نن عصر کې وينو چې يو کس خپل مال او دولت نشي ځايولای خو د مظلوم او مسکين کومک ته يې ملا ماته وي .
نن عصر کې وينو چې شرابو ته يې نور عنوانونه ورکړي دی .
قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:
((يَشْرَبُ نَاسٌ مِنْ أُمَّتِي الْخَمْرَ، بِاسْمٍ يُسَمُّونَهَا إِيَّاهُ)). (ابن ماجه 3385 )
زما دامت يوه ډله به شراب څکی حال دا چه پربل نامه به يی بولی .


[color=blue:3cb453fc0a]په آخر کې مو بايد دې ته پام وي چې دا ډول کسان چې غواړي مردار حلال کړي عادی خلک نه دی نو ځکه سخت خطرناک دي دوی د ديني عالم ،پوهان او پرفيسور تر عنوان لاندې کسان دي نو ځکه هغه کسان چې علمي سطحه يې ښکته وي ډير ژر ورباندې تيروزئ .
[/color:3cb453fc0a]Blog reactions
No reactions yet.

http://dawat.katib.org/node/281


..Ahmadzai
29.06.2010

سلامونه

خير حليمي صاحب زما ليكنې ړنګوه, ما أو تا زړه كيسه د تاو تريخوالي لرو
دنيويارك مفتي صاحبه له تا څخه زه هيڅ ګيله نه كوم , ګيله مې له وطنمل صاحب څخه كيږي چې تا ته يې هم دا واك دركړی.

په ديني مسئلو كې له ځانه إجتهاد يو عالم سړی كولى سي, نه ستا غوندې غربي ليبرال ملا.
لاړ سه كوم هوټل كې أشپزي كوه.
په درنښت



ع کريم حليمي
30.06.2010

مکرم mumin muhajir صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله
زه هر ساز ته حرام نه سم ویلي ، او نه هر ساز ته روا ، په هر څه کښي روا او ناروا سته
خبره دا ده چه : الشيخ عادل الكلبانى هم موسیقي حرامه نه ګڼي ، او دسعودي د حکومت مثال مي په دیٖ
خاطر درکړ چه : سعودي یو اسلامي ملک دي ، او پاچا ئې ځان ته خادم الحرمين الشريفي وايي ، او په
دېٖ مشرفه خاوره کي یو مفتي نسته چه خادم الحرمين الشريفي ته ووايي چه موسیقي حرامه ده !!! 

درنښت



30.06.2010

سالم عقل حکم کوي چې څشی هم الله تعالی پيدا کړي په يو شکل نه يو شکل يې کارول روا دي . مهم يې شکل دی چې بآيد وټاکل شي :
الله تعالی نرينه او ښځينه او د هغوی تر منځ مينه پيدا کړې او انسان ته يې دمينې او محبت موجود (=انسان) ويلی دی، نو د شرعي نکاح په شکل يې
سره نږدې کيدل روا کړي دي .الله تعالی انسان وږی تږی او بربنډ پيدا کړی او شاوخوا طبيعت يې شتمن کرځولی، نو د خوراک او پوشاک
پر وسايلو يې ملکيت ورکړی دی څو د حلال ملکيت له لارې يې وکاروي، په نس موړ او په جامه پټ اوسي !
الله تعالی انسان ته عقل او انرژي ورکړې ده څو کار وکړي ، کلتور ايجاد کړي او د مادي او معنوي ژوند غځونه خوندي کړي، خو ددې ټولو
له پاره ټولنيز شکلونه شته او له خپل شکل او چوکاټ بهر ټولنې ته زيان اړوي !
په همدې ډول موسيقي د خوږو آوازونو او نغمو اوريدل د تفرېح ،
ښاديو او جشنونو له پاره روح ته غذا ورکوي ، که د لهولعب ، خرمستيو او عشقبازيو، انحرافاتو او بداخلاقيو، بي کاريو او بې مسوليتيو
له پاره ونه کارول شي ، د غفلت او وخت اړولو له پاره نه وي، ددې له پاره نه وي چې په شخصي او فردي توګه کې تمامه ورځ د ځوانانو او پيغلو
په غوږونو کې يې ګوشکي ايښي وي او په خيالپلو کې عرق وي او له ديني او دنيوي ژوند څخه خبر نه وي ، نو په اجتماعي توګه
د ټاکلو مناسبتونو لکه واده، کوژدن، جشنونه او نور په تړاو د يوې ګډې ميلې له پاره موسيقي وغږول شي ملي او ميهني او نورې معنا داره او ظريفې
سندرې په کې وړاندې شي يا د کنسرت په شکل هنرنمايي وشي بدې پايلې نه لري نو روا بريښي ، او که له دغه حدود و وتلې موسيقي وي مضره او نارا هم ده !
پوهاند عبد الستار سيرت په [color=red:8ba758e2f9] اسلام کې موسيقي [/color:8ba758e2f9]په اړه
روښنايي غورځولې او د اسلامي حدود په چوکاټ کې روا بللې ده ! که موسيقي کورټ بنده وای اسلام به طبيعي دين نه وای . پخپله
هغه وخت چې رسول الله (ص) په هجرت مدينې ته ورسيد د يو مست ډول او ډمبکي او خوږې ترانې سره يې ښځينه او نرينه مسلمانانو په ګډه استقبال وکړ،
چې سړي ويلی شي چې د سبب او شکل او او هدف په تړاو موسيقي حتی ثٍواب هم لرلی شي او له ثٍواب نه نيولې تر مباح او حرام پورې بېل پيل شکلونه لري
چې بآيد سره تفکيک شي!


..Ahmadzai
04.07.2010

[quote:de559622fd]که دغه لاندي حدیث شریف مو په لاس کښي نواي نو هره موسیقي ، په هر خاطر ، به حرامه بلل کېدلئ

حدثنا احمد، قال حدثنا ابن وهب، قال اخبرنا عمرو، ان محمد بن عبد الرحمن الاسدي، حدثه عن عروة، عن عائشة، قالت دخل على رسول الله صلى الله عليه وسلم وعندي جاريتان تغنيان بغناء بعاث، فاضطجع على الفراش وحول وجهه، ودخل ابو بكر فانتهرني وقال مزمارة الشيطان عند النبي صلى الله عليه وسلم فاقبل عليه رسول الله ـ عليه السلام ـ فقال ‏"‏ دعهما ‏"‏ فلما غفل غمزتهما فخرجتا‏.‏

د عائشة رضی الله عنها له خولې وايي چه
مبارک کورته راغلۍ ، زما و بغل ته دوو نجونو غزلي ويلې مبارک پرکوربچه
پر اړخ پرېوتئ مخ يي هغه بلي خواته واړولۍ ورسته ابو بكر راغلۍ او زجري خبري يي
راته وکړېٖ چه دا مزمارة شيطاني اله د نبي په حضور کښي يا ومخ ته د نبي
[color=darkred:de559622fd]المِزْمَارُ په معني د هغه موسيقي اله ده چه په خوله وهل کيږي (آلَةُ نَفْخٍ مُوسِيقِيَّة )
چه موږ يې نل او يا سورنا بللی سو [/color:de559622fd]
مبارک پر ابو بكر ږغ کړي چه ‏" دعهما" پرېٖ ئې ږده يا ستا د خبرو لاس واخله ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ اخير ما اشاره وکړه چه ولاړي سۍ نو ولاړیٖ ، (ووتلې)

او نور احادیث هم لرو چه د اخترنو په ورځو کښي ،د خواږه نبي علیه السلام په حیات کښي او د مبارک په کور کښي غزلي ویل شوي دي ، مبارک او ام المؤمنین دواړه د حبشو و اتڼ او اواز خوانۍ ته درېدلي او تماشا ئې
کړېده

[/quote:de559622fd]

د نيويارك مفتي صاحبه
دمزمار يا نل يا سورنا موسيقي اوريدل حرام دي.
په مصطلحاتو پوهه؟دلته چې أبوبكر رضي الله عنه مزمارة الشيطان عند رسول الله جمله ويله مطلب ېې د جينۍ يا وينځې أواز وو,نه د مزمار ألة
دلته نه تولۍ وه نه نيلۍ وه نه سورنا , دغو وينځو په دف يا دريا سره د بعاث د ورځې شعرونه او سندرې ويلې چې دا هغه ورځ وه چې د أوس أو خزرج قبيلو ترمنځ پکې جنګ واقع سوى وو أو ډيره بده ورځ وه , أبو بكر رضي الله عنه د دغو وړو جونوبدلو ته مزمارة الشيطان ويلي (دلته تشبيه دى).
نه پوهيږم ته له كوم ځاى معلومات راټولوې.

حليمي صاحب ماته بل ځاى كې داسې ليكلي وو:
[quote:de559622fd]د ليکنې نېټه : ١ شنبه جولاي 04, 2010 8:14 am عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

درنو او مکرمو وړونو تاسو ټولو ته ، السلام علیکم و رحمة الله
یوه معترضه جمله لرم
[color=darkred:de559622fd]اقتباس:
خو د إمامت لپاره چې نور ټول صفات او مكتسبات برابر سي نو بيا قواره مهمه ده, څوك چې په قواره برابر وي هغه به مخ كيږي [/color:de559622fd]

پورته جمله د یو داسي سړي د خولې خبره ده چه : په مصطلح او مصطلحات نه پوهېږي ، کتابي جمله نده
داسي جملې موږ ردوو او رد کړي مو وېٖ ، ولي چه : زمونږ خوږ نبي صلی الله علیه و سلم فرمایلي چه :
من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد

إمام الحرم المكي الشيخ / عبدالرحمن السديس په خپله خطابه کښي فرمایلي وه چه :
((بعض "الجهال" الذين لا يعلمون معنى المصطلحات.....))
((كثر الجهل بين الناس في هذا الزمن وأصبح الناس لا يعرفون معنى المصطلحات الفقهية والشرعية فيتكلمون بكلام لا يفهمونه ولا يعرفون معناه". ))
[/quote:de559622fd]

د سديس خبرې يې هم راته د دليل په حيث وړاندې كړي, حال دا چې سديس دا خبرې د كلباني په مورد كړې وو كوم چې موسيقي سورنا جائز ګڼلي وو.

وروڼو تا سو قضاوت وكړي, چې د حليمي صاحب اخلاق د يو مديراتور يا چلونكي أخلاق دي كه نه ؟اوعقلي توازن
يې وتلئ ايا دا اجازه وركوي چې دى دا دنده پر مخ بوزي
أو كه بايد نور تقاعد سي؟
په درنښت


عبد السلام
05.07.2010

[quote:1bdfe907d5]وروڼو تا سو قضاوت وكړي, چې د حليمي صاحب اخلاق د يو مديراتور يا چلونكي أخلاق دي كه نه ؟اوعقلي توازن
يې وتلئ ايا دا اجازه وركوي چې دى دا دنده پر مخ بوزي
أو كه بايد نور تقاعد سي؟[/quote:1bdfe907d5]

جلال خانه ! تاسو خویې یواځې دتقاعد خبره کوي زه لا وایم چې د موصوف ټولې بې خرته لیکنې دې هم ړنګې شي .



ع کريم حليمي
05.07.2010

السلام علیکم و رحمة الله
عالمانو او مجتهدانو اتفاق کړیدی پر دغه مقاصد د اسلام پنځه دي ، په دغو پنځو کښي یو مقصد حفاظت د عقل
دۍ .

په بعضو سینمايي فلمونو او د تلوېزون په سریالونو په لیدلو ،او ساز او آواز په اورېدلو د انسان خیالات ور اړوي
او شوق ئې زنا او شراب او بې حیايي او بې سترۍ ته کیږي ، نو ددغو شیانو په استعمال سره د عقل حفاظت
نه کیږي ، هر هغه د سینما فلم ، د تلوېزون شوو ، هغه ساز او آواز چه : عقل ته ناروا خیالات ور اچوي او یا
ناروا ته هڅوي ، تول ناروادي !!!!! ولي چه د اسلام یو مقصد د عقل حفاظت دي ،

هر هغه دسینما فلم ، هره هغه د تلوېزون شوو ، او هر هغه ساز او آواز چه : انسان ته ، ښه مفیدو خیالاتو او چورتونو ته هڅوي هغه ټول روا دي

او په خلص ډول داسي ویلای سم چه : هر هغه د سینما فلم ، د تلوېزون شوو ، او ساز او آواز چه پر طریقه
د فسق او فجور وي ، ناروادي !!!!!

[quote:1223d0791d]دمزمار يا نل يا سورنا موسيقي اوريدل حرام دي.
په مصطلحاتو پوهه؟دلته چې أبوبكر رضي الله عنه مزمارة الشيطان عند رسول الله جمله ويله مطلب ېې د جينۍ يا وينځې أواز وو,نه د مزمار ألة
دلته نه تولۍ وه نه نيلۍ وه نه سورنا , دغو وينځو په دف يا دريا سره د بعاث د ورځې شعرونه او سندرې ويلې چې دا هغه ورځ وه چې د أوس أو خزرج قبيلو ترمنځ پکې جنګ واقع سوى وو أو ډيره بده ورځ وه , أبو بكر رضي الله عنه د دغو وړو جونوبدلو ته مزمارة الشيطان ويلي (دلته تشبيه دى).
نه پوهيږم ته له كوم ځاى معلومات راټولوې. [/quote:1223d0791d]

نه ماما جانه داسی نه ده !!
درښووم ئې نه ، ولي چه ، ته بحث نه کوېٖ غېږباز ئې ، زماسره غېږباسې ( دغه جمله له مصطلحاتو نه ده )
په دغه code هغه وخت د یو بن آدم زوئ پوهیږي چه د یو قوم په عاداتو ، تقالیدو ،او موروثیت پوهه ولري
 

جمله داسي استعمالیږي ، تعلم الرقص على المزمار ( زده که رقص له تولکي سره )

بنده اقرار کوي چه کمبودۍ لري ، زه هر وخت له تاسو هم زدکړه کوم پوه هغه دۍ چه څه ئې زده وي
په هر څه یوازي رب پوهیږي ، يوازي رب العزت له خطا خلاص دۍ


bazgar
07.08.2010

يوڅوك چې په خپله ديوشئ دحرمت په اړه صريح شرعي نصوص بيان كړي,اوبياپه وچ زور تاويلونه پكي كوي ,تر دي لويه سپين سترګي به له دين سره بله څه وي؟؟؟
احمدزي صيب! څوك چې دمنطق په ډكركي څه ونلري,نودمقابل لوري منطق پټوي(ليكني ړنګوي)

ګيله به په څه وكړې؟؟؟
[color=red:a785761992]كاشكي ته ددې موډرن ملانماګانو دكورله مينځه خبر وايي!!![/color:a785761992]
ديني خبري او ليكني هسي يوضاهري نمايش دي....................



ع کريم حليمي
08.08.2010

درنو لوستونکو السلام علیکم ،
مکرم بزګر صاحب !
هغه وخت لیکني ړنګیږي چه : رمزونه او شفرنه وي ، او هغه هم داسي
شفرونه چه ۹۰٪ په مثل د سپکو او سپرو ، چه غلبېل پسي راواخلې یو معروف
حرف به پېدا نه کې لکه داستاسو شفرونه

[quote:8d25d2e3bc]ګيله به په څه وكړې؟؟؟
كاشكي ته ددې موډرن ملانماګانو دكورله مينځه خبر وايي!!!
ديني خبري او ليكني هسي يوضاهري نمايش دي....................[/quote:8d25d2e3bc]
ستاسو د لیکنی له لوستلو سره هغه حدیث رایاد شو چه : اصحاب کرام له سفره راغله ،و سردار عالم ته ، مبارک پوښتني تری وګړېٖ چه څرنګه وه خلګ ؟ یوه ورته وویل چه : مبارکه ، هغوی بېدینه خلګ وه ، مبارک ورته وفرمایل
چه : صادِق یی
مبارک د هغه دوهم څخه هم عیني پوښتنه وکړه ، هغه و مبارک علیه السلام ته وویل چه : چه ډېر دینداره خلګ وه ، مبارک علیه السلام ده ته هم وفرمایل چه : صادِق يي
یو وخت یوه صحابي له مبارک نه پوښتنه وکړه چه يا رسول الله تاسو هغو دواړو ته وفرمایل چه صادقه یاست ، داڅنګه ؟؟ ممکن ده
مبارک ورته و فرمایل چه دواړو د خپل نفس حال ووایه

نو داسی رامعلومیږي چه د خپل د کورحال دي ویلئ‌ ،

تاسو ولي د میوزیک په حلال او حرام پسي را اخستې ده په داسي حال کښي
چه هیڅ صریح او خالص او صاف او جلي سند په لاس کښي نه لرو چه غزلي
ویل له دریی سره ، ئې حرامي بللي وي !!!!

اما رسمونه چه حرام دي هیڅ بحث نه پر کوئ چه ولي ؟؟؟
د بي بي عائشې رضی الله تعالی عنها د نمروقې د رانیولو حدیث به مو لوستي
وي ، په هره خونه کښي چه د ژوندیو عکسونه وي ، هغې خوني ته ملائکه نه داخلیږي ،
د بي بي په خونه کښي چه هغه نمروقه پرته وه کوم چه عکسونه باندي رسم شوي وه ، مبارک هغه خوني ته نشو داخل تر څو چه زموږ بي بي هغه نمروقه
له خوني و ایستله ، نو بیا سردار عالم و خوني ته داخل سو

ګران بزګر صاحب ، ستاسو لیکنه شفرونه دي او ۱۰۰ ٪ تحقیر ،طعنه او کنايې لیکنه ده ، که يې اصلاح کړئ ښه به وي ، که يي تصحیح ونه ګړئ
نو ړنګه به شی
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more