د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دادې لا بله


19.06.2010

راپورونه / سېمه
طالبان او د پاکستان استخباراتي اداره

27.03.1389
د لندن د اقتصادي پوهنتون د هغه راپور لیکوال چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره ISI یې له افغان طالبانو سره په همکارۍ تورنه کړې ده وايي چې د ده د ادارې له خوا د لیکل شوي راپور جزییات د کره او ډاډمنو سرچینو په حواله برابر شوي دي.

د برتانیې دې تحقیقاتي مرکز په خپل هغه راپور کې چې پرون خپور شو د پاکستان د پوځي استخباراتو پر ادارې ISI تور ولګاوه چې نه یوازې په افغانستان کې وسله وال طالبان روزي او تمویلوي يې، بلکې د طالبانو په مشرتابه شورا کې استازي لري.

د پاکستان د پوځ ویاند اطهرعباس له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې دا راپورونه رد کړل او ویې ویل چې دا د پاکستان د پوځ پرضد د روانو تبلیغاتو یوه برخه ده.

خو د لندن د اقتصادي پوهنتون د راپور لیکوال مټ والډمن له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ چې د ده د ادارې له خوا د لیکل شوي راپور جزییات د کره او ډاډمنو سرچینو په حواله برابر شوي دي.

د لندن د اقتصادي پوهنتون د تحقیقاتي مرکز راپور لیکي، د دوی تحقیقاتو په ډاګه کړې ده چې د طالبانو ملاتړ د ISI رسمي پالیسي ده او د پاکستان استخباراتي اداره ISI نه یوازې وسله وال طالبان تمویلوي او روزي یې بلکې استازي يې د طالبانو د مرکزي شورا په غونډو کې ګډون کوي او پر پوځي عملیاتو یې د پام وړ اغېز لري.

دا ادعاوې د پاکستان د پوځ ویاند اطهرعباس رد کړې، ویې ویل چې دا د پاکستان د پوځ او استخباراتو پرضد د روانو هڅو یوه برخه ده.
خو د لندن د اقتصادي پوهنتون د راپور لیکوال مټ والډمن له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د خپلې ادارې د راپور دفاع وکړه، ویې ویل چې دوی د خپل راپور لپاره له باوري کسانو سره مرکې کړې دي:
مټ والډمن وايي ....
((پخپله وسله والو او هغو بېلابېلو کسانو چې په جګړه کې ښکېل دي او د طالبانو قومانده یې په لاس کې ده ماته وویل چې دوی له ISI څخه ډېره اغېزمنه مرسته ترلاسه کوي. د دوی په وینا دا د لمر په شان روښانه خبره ده. دوی وايي چې له بلې هېڅ لارې یې نشوای کولای خپل پوځي عملیات چې له څو کلونو راهیسې روان دي تنظیم کړي، ځکه شاوخوا څلوېښت زره پوځي عملیات ډېرې زیاتې وسلې، مهماتو او امکاناتو ته اړتیا لري. لکه څنګه چې ما ویلي دي دا یوازې د وسله والو وینا نه ده. دا حقایق د لویدیځو او افغان چارواکو له خوا هم تایید شوي دي.))

د برتانیې د دې مهم تحقیقاتي مرکز راپور چې پرون یکشنبې خپور شو همداراز وايي چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د ISI له یوه مشر سره په ګډه د روان میلادي کال په لومړیو کې د پاکستان په یوه زندان کې د طالبانو له نژدې پنځوسو بندي مشرانو وکتل او د هغو د خلاصولو یې ژمنه وکړه.

راپور ادعا کوي چې زرداري هغو ته وویل، دوی ځکه نیول شوي دي چې دی د امریکا له خوا ترفشار لاندې و. [color=red:70ebc592b2]د راپور په وینا دا ثابتوي چې د طالبانو ملاتړ د پاکستان د ملکي حکومت په لوړو پوړیو کې هم کېږي.[/color:70ebc592b2]
د راپور لیکوال مت والډمن چې د امریکا په هارورډ پوهنتون کې همکار استاد هم دی وايي، په دې اړه ده ته هغه چا معلومات ورکړي دي چې د طالبانو له جګپوړو مشرانو سره په تماس کې و او نورو چارواکو تایید کړل:

((لکه څنګه چې ما په راپور کې هم ویلي دي .... ماته په دې اړه یوې ډېرې باوري سرچینې چې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره اړیکي لرل معلومات راکړل. خو د معلومات د نورو هغو کسانو له خوا هم تایید شول چې موږ د خپلو تحقیقاتو په ترڅ کې خبرې ورسره وکړې. سمه ده چې قاطع شواهد نشته خو لکه څنګه چې په راپور کې هم یادونه شوې، ماته په دې اړه د همدې کسانو له خوا معلومات راکړل شوي دي.))

ښاغلي والډمن ټینګار وکړ چې دا معلومات له باوري سرچینو سره د مرکو پر بنسټ برابر شوي دي خو ده یادونه وکړه چې یادوشویو کسانو په امنیتي دلایلو د خپل هویت د پټ ساتلو غوښتنه کړې ده:

((دې قوماندانانو نه غوښتل چې هویت یې څرګند شي، ځکه دوی په دې عقیده و چې په هغه صورت کې به د دوی او د دوی د کورنیو او دوستانو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي. د ISI ګڼ شمېر کسانو هم نه غوښتل چې هویت یې څرګند شي، او په دې ډول فعالیتونو کې دا یوه طبیعي خبره ده.))

راپور د افغانستان د ډېرو ناآرامو سیمو د طالبانو له قوماندانانو سره د مرکو په حواله لیکي چې پاکستان له افغان طالبانو سره خپل پراخ ملاتړ ته دوام ورکوي او په دې کې مالي مرستې، وسلې او مهمات او نور امکانات شامل دي. او زیاتوي چې دا حقایق د طالبانو پخوانیو وزیرانو، د یوه لویدیځ کارپوه او په کابل کې د ملګروملتونو د یوه جګپوړي مقام له خوا تایید شوي دي. دوی وايي چې طالبان تر ډېره حده د ISI او د خلیج د هېوادو د ځینو ډلو پر مالي مرستو متکي دي.

تقریباً ټول هغه طالب قوماندانان هم چې د لندن د اقتصادي پوهنتون یا LSE په راپور کې مرکې ورسره شوي، په دې باور دي چې د ISI استازي د کوټې د شورا په غونډو کې ګډون کوي. راپور لیکي، له دې مرکو څخه په ډاګه جوتېږي چې د ISI استازي د کوټې د شورا په غونډو کې یا د ګډون کوونکو او یا د ناظر په توګه ګډون کوي او د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره د طالبانو د تحریک له جګپوړو مشرانو سره اړیکي لري.

((زما نتیجه ګیری دا ده چې موږ باید هغه اصلي عوامل تشخیص کړو چې په دې جګړه کې د ښکېلو بېلابېلو اړخونو د اقداماتو شاته پټ دي. موږ باید د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې ومنو او درناوی یې وکړو. موږ باید اعتراف وکړو چې پاکستان له ډېرو کلونو راپه دې خوا له هند سره سیالي لري او اوس مناسب وخت رارسېدلی چې باید موږ د دې سیالۍ لپاره د حل لاره ومومو او د دواړو هېوادو ترمینځ موجودې وېرې او اندېښنې ته د حل لاره پیدا کړو. زه فکر کوم چې د دې اندېښنو له لیرې کولو پرته به که ناممکنه نه وي، ڼو ډېره ګرانه به خامخا وي چې د افغانستان کړکېچ پای ته ورسېږي او زما په نظر دې هدف ته د رسېدو لپاره په کار ده چې د دواړو هېوادونو مشران او نړیواله ټولنه رښتیي وي او په سیمه کې دسولې یو بهیر پیل شي.))

نژدې یوکال مخکې ادمېرال مایک مولین د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او جنرال دیویدپېترایوس د امریکايي ځواکونو د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان ویلي و، داسې نښې نښانې شته چې ښيي ISI د طالبانو او القاعده ملاتړ کوي. دوی د دې فعالیتونو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه، خو د لویدیځ جګپوړي چارواکي اکثراً په عام محضر کې په دې اړه له خبرو ډډه کوي، ځکه وېرېږي چې له پاکستان سره به یې اړیکو ته زیان واوړي.

[color=yellow:70ebc592b2]د لندن د اقتصادي پوهنتون راپور د خپلو مرکو او څېړنو په استناد لیکي، داسې ښکاري چې پاکستان یوه ډېره لویه او حیرانوونکې دوه مخې لوبه کوي .[/color:70ebc592b2]
درنو لوستونکو، دغه ناورين ا دوه مخيتوب هم د امريکا ، انګليس او پاکستان
ګډه سياسي او نظامي لوبه ده، د افغان مظلوم ولې قهرمان ملت بايد ددې دوه اړخيزې لوبې په وړاندې د خپل مقاومت ستراتيژي څنګه وټاکي؟؟؟؟؟؟


pattang
19.06.2010

پتوال صيب داسې مالوميږي لکه چې کرزي ته غيرې مستقيم د مارکېتنګ
په برخه کې لګيايې !
څکه که څوک يو حرکت دومره کلک غندي نو بيا يې الترناتيو هم وړاندې کوي.
زه ستاپه هدف نه پو هيږم ، څه غواړې څه دې وشي !!
کولی شی چې خپل غبرګون ډېر لنډ واضح کړې ?



20.06.2010

د يو ملي آزادي بښونکي غورځنګ او پاڅون لار او طريقه دې خپله کړي :

- ملت ته دې رجوع وشي چې څه بايد وکړي، هغه څه دې نه کوي چې ملت ورسره حساسيت لري
- پاکستان د امريکا شتراتيژيک دوست او ملګری دی، د افغانستان جګړه يې په ګډه رامنځته کړې او په ګډه دوام او په ګډه خاتمه ورکوي او نتيجې به يې هم سره ګډې وي ، نو که طالبان ددوی دغه سياسي ګډون نشي ماتولی ، نو په سياست کې دې نور د شوده افغان غول رول نه لوبوي ، ځکه چې آزادي د افغانستان له پاره نشي ګټلی د پاکستان له پاره دې د افغانستان ُُ ُ آزادي ُ ُ نه ګټي !
- د ملت له مستقيم دوښمن څخه دې نه مرسته غواړي او نه دې ددوښمنانو په ولکه کې ځان ورکوي، دملي آزادي غوښتنې پر پاڅون ولکه پر ملت ددوښمن په ولکه انجاميږي !
او د آزادۍ پر ځای بربادي او اسارت مجدد منځته راوړي !
- د ملي سولې او ملي آزادۍ د جنګ په اړه دې له ISI نه مشورې نه اخلي او د ISI
کونه سټل دې د تل له پاره ختم کړي او ترې کرکه دې وکړي!
_ له هغه هيوادونو دې مرسته واخيستل شي چې له مونږ سره سرحدي شخړه نه لري او زمونږ خاوره يې نه وي لاندې کړې ! چين ، روسيه ، سعودي ، متحده امارات، عربې او نور غير ګاونډي هيوادونه !
او ددې ټولو په مرسته دې پر پاکستان فشار وغورځول شي چې له لاسوهنې او لاسلرنې څخه لالس به سر شي او د نورو ګاونديانو په شمول دې ځانونه په اخلاقي ننګې او يا بيطرفۍ محدود کړي ، لاسوهنې او نورې غوښتنې دې نه کوي! له هند نه دې خير دی د پاکستان په خاطر مرسته نه اخيستل کيږي ، خو که پاکستان حتما خپلې لاسوهنې او لاسلرنې ته دوام ورکوي له هند نه دې هم مرستې واخيستل شي او په څرګنده توګه دې پاکستان
ته اخطار ورکړي، د پولې دواړو خواو ته پښتانه به کلک د طالبآنو سره ودريږي
او له دې ټکي څخه پاکستان ډير ويريږي چې افغان مقاومت ددوی پر ضد د پښتونستان په مقاومت هم بدل نشي !
پاکستان نشي کولی د جګړې په وخت کې لر او بر پښتانه کنترول کړي ، القاعده دې هم پاکستان ته د جهاد د اعلانول ګواښ وکړي، نو د پاکستان به خبله ګټه په دې کې وويني چې
په آرام کښيني ، لاسوهنه قطع کړي که نه هر څه يې له لاسه وځي او د ړنګيدو سره مخامخ کيږي !
څنګه چې دوښمن نړيوال دی، دا جنګ دې هم نړيوال شي، په دې معنی چې ټول مخالف ځواکونه له غيرهمسايه اسلامي هيوادونو څخه نيولې د لويديځ د ټولو مخالفو هيوادونو پورې دې د افغانستان سره ملاتړ او بېدريغه مرستې ته راوبلل شي ! د الله سبحانه وتعالی په مرسته به بری زمونږ په برخه شي ، پي له دې چې د بل دوښمن په لومه او اثارت کې ښکېل شو .
که دغسې ملي او نړيواله جهادي لار ونيسي، چې پاکستان او ليران په کې لاسوهنې ته پرې نږدي او د راتلونکي قدرت په کنجوسۍ اوس خبل ملت ته شا نکړي، له داخلي انتقام جويۍ بر ځای ټول افغانان له نر نه تر ښځو او له ماشوم نه تر ځوان زوړ او سپين ږيرو پورې ټولو ته د مساوي او برابرو ورونو په سترګه وکتل شي، انشا الله چې له مانه نيولې تر ټول ملت پورې د هر ډول قربانيو ورکولو ډګر ته ته ورودانګي .
و من الله التوفيق !


pattang
21.06.2010

د يو ملي آزادي بښونکي غورځنګ او پاڅون لار او طريقه دې خپله کړي :

[color=brown:c7a9162c58]- ملت ته دې رجوع وشي چې څه بايد وکړي، هغه څه دې نه کوي
چې ملت ورسره حساسيت لري [/color:c7a9162c58]
ملت ته دې رجوع وشي ..... دا عام فورمول دی چې هرچېرته او په هره ټولنه کې
صدق کوي ، افغاني ټولنې او حالاتو ته يې کوم نوی شی ندی٠
ايا طالبان دملت خلک ندي ? که طالبان څوک له ملت او افغانيت نه با سي
دالوی خيانت ندی ? ٠ رجوع او دملت اراده خو هلته عملي کيږي چې ملت روغ
او جوړ وي ، ملت خو اوس د داشغالګرو په لاس کې ده اواستازي يې د اشغالګرو
او دالرو چپړاسيان دي ، ښه مسال يې اولسي جرګه او دمشرانو جرګې دي چې
د اشغالګرو سره يې جنګ حرام بللی دی ٠ طالب چاته رجوع وکړي ?
داخبره هلته عملي جنبه لري چې ملت ازاد او استازي يې پاک وی ، اوس چې
هرڅوک سر پورته کړي بګرام يې ځای او اشغالګر خپلې بنديخانې ته اچوي ٠
==> دملت اراده او ( دا دهر ملت لپاره) ازادي ده چې ابعاد لري ،له ټولواول
بعد يې په ملت کې دخارجي عسکري قواؤ لرې کول دي ٠
ايا طالبان دغه کار نکوي او نه يې غواړي ? چا احصايه ا خيستې چې ملت
د اشغالګرو سره زړه لري او که له طالبانو سره ? زه خو پردې عقيده لرم چې دملت
مطلق اکسريت له طالبانو سره پټ ولاړ دی او طالبان ددې ملت ازادي غواړي ٠

[color=darkred:c7a9162c58]- پاکستان د امريکا شتراتيژيک دوست او ملګری دی،
د افغانستان جګړه يې په ګډه رامنځته کړې او په ګډه دوام او په ګډه خاتمه ورکوي
او نتيجې به يې هم سره ګډې وي[/color:c7a9162c58] ،
دوی به خپل کار کوي مقا ومت به خپل ، هر څوک پوه شه خپل کار يې !
ايا طالبان زارۍ ورته وکړي !

[color=brown:c7a9162c58]نو که طالبان ددوی دغه سياسي ګډون نشي ماتولی ، نو په
سياست کې دې نور د شوده افغان غول رول نه لوبوي ، ځکه چې آزادي د افغانستان
له پاره نشي ګټلی د پاکستان له پاره دې د افغانستان ُُ ُ آزادي ُ ُ نه ګټي ! [/color:c7a9162c58]

که فر ضا ستا دا فرضيه درسته وي نو څه دې وشي نو ستا رول څه شی دی ?
ايا نوی حرکت دجوړشي ? او که د امريکايانو او کرزي تر سوري لاند ې دې
ژوند و شي ?

[color=darkred:c7a9162c58]- د ملت له مستقيم دوښمن څخه دې نه مرسته غواړي او نه دې
ددوښمنانو په ولکه کې ځان ورکوي، دملي آزادي غوښتنې پر پاڅون ولکه پر ملت
ددوښمن په ولکه انجاميږي ! او د آزادۍ پر ځای بربادي او اسارت مجدد منځته
راوړي ![/color:c7a9162c58]
داهم عام فور مول دی ، کوم نوی کار ندی ! هيڅو ک هم په عادي شرائطو کې
داسې کار نکوي خوپه سياست او ګټوکې دوست دوښمن اودوښمن دوست
کېږي ٠ له طالبانو سره اوس هم د نړۍ نور مملکتونه / څانګړي خلک اقتصادي
مرستې کوې ٠
[color=brown:c7a9162c58]- د ملي سولې او ملي آزادۍ د جنګ په اړه دې له ISI نه مشورې نه
اخلي او د ISI کونه سټل دې د تل له پاره ختم کړي او ترې کرکه دې وکړي! [/color:c7a9162c58]
هغه پخوانی فساد بيا تکراريږي !

[color=darkred:c7a9162c58]_ له هغه هيوادونو دې مرسته واخيستل شي چې له مونږ سره
سرحدي شخړه نه لري او زمونږ خاوره يې نه وي لاندې کړې ! چين ، روسيه ،
سعودي ، متحده امارات، عربې او نور غير ګاونډي هيوادونه ! [/color:c7a9162c58]
کمونستانو به مذهبي خلکو ته ايديا ليست وېلې ،زه پر هغه مانا نه ، خو دلته لويه
سادګي وينم٠ هر څوک چې ماته د ازادي لپاره مرسته راکوي منم يې خو ليکلي
انتي ملي شرا يط نه منم ، ايا ته کو م سبوت لرې ا و که چا وېلې?٠
څوک وايې چې په افغانستان کې ډير معدنونه دي ، چا ويلي وو چې يو سړي
له خپلې نګور سره زنا کړې وه ، سر يې دخره شوی او نور انسان وو ٠

[color=brown:c7a9162c58]او ددې ټولو په مرسته دې پر پاکستان فشار وغورځول شي چې له
لاسوهنې او لاسلرنې څخه لالس به سر شي او د نورو ګاونديانو په شمول دې ځانونه
په اخلاقي ننګې او يا بيطرفۍ محدود کړي ، لاسوهنې او نورې غوښتنې دې نه
کوي! له هند نه دې خير دی د پاکستان په خاطر مرسته نه اخيستل کيږي ، خو که
پاکستان حتما خپلې لاسوهنې او لاسلرنې ته دوام ورکوي له هند نه دې هم مرستې
واخيستل شي او په څرګنده توګه دې پاکستان ته اخطار ورکړي، د پولې دواړو
خواو ته پښتانه به کلک د طالبآنو سره ودريږي او له دې ټکي څخه پاکستان ډير
ويريږي چې افغان مقاومت ددوی پر ضد د پښتونستان په مقاومت هم بدل نشي
![/color:c7a9162c58]
الهي امين خبرې خو اوس له سيا سته او رياليزم څخه بهر شوې ،نو پروردګاره
د پاڅون صيب دغه ارزو قبوله کړي ٠

[color=darkred:c7a9162c58]پاکستان نشي کولی د جګړې په وخت کې لر او بر پښتانه
کنترول کړي ، القاعده دې هم پاکستان ته د جهاد د اعلانول ګواښ وکړي، نو د
پاکستان به خبله ګټه په دې کې وويني چې په آرام کښيني ، لاسوهنه قطع کړي
که نه هر څه يې له لاسه وځي او د ړنګيدو سره مخامخ کيږي ! [/color:c7a9162c58]

انډيواله له کوزو پښتنو څخه خو په تېرو ورځو کې فرانکفرت ته يو لا لا راغلی وو
[color=red:c7a9162c58]}[/color:c7a9162c58]
په اردو يې خبرې شردع کړې ، قلابي پښتانه ورته پورته شول ، خولا لا بيا خپلې
خبرې په ماته ګوډه پښتو کولې ، ټول يې پاکستان ياداوو، له افغانستان څخه
يوه خبره هم نده کړې ( دا دومره لږ موضع ته څنګزنه .. ) ٠ [color=red:c7a9162c58]}[/color:c7a9162c58]
الهي روغ مو مه لېوني کوه !: القاعده دې له پا کستان سره جګړه شروع کړي ?
ولې ???? د القاعدې هدف څه شی دی ? په پا کستان کې څومره مدرسې او
څومره انسانان لمونځونه کوي ?٠

[color=brown:c7a9162c58]څنګه چې دوښمن نړيوال دی، دا جنګ دې هم نړيوال شي، په
دې معنی چې ټول مخالف ځواکونه له غيرهمسايه اسلامي هيوادونو څخه نيولې
د لويديځ د ټولو مخالفو هيوادونو پورې دې د افغانستان سره ملاتړ او بېدريغه
مرستې ته راوبلل شي ! د الله سبحانه وتعالی په مرسته به بری زمونږ په برخه شي ،
پي له دې چې د بل دوښمن په لومه او اثارت کې ښکېل شو .[/color:c7a9162c58]
که ددوهم ځل لپاره دا پورته خپلې کرښې ولوني نو په خپله به هم اقرار وکړې چې
دا امکان نلري٠ دا خبره بيا بيخي بل ډول ابعاد نيسي او بې مانا دي ٠

[color=darkred:c7a9162c58]که دغسې ملي او نړيواله جهادي لار ونيسي، چې پاکستان او
ليران په کې لاسوهنې ته پرې نږدي او د راتلونکي قدرت په کنجوسۍ اوس خبل
ملت ته شا نکړي، له داخلي انتقام جويۍ بر ځای ټول افغانان له نر نه تر ښځو او له
ماشوم نه تر ځوان زوړ او سپين ږيرو پورې ټولو ته د مساوي او برابرو ورونو په
سترګه وکتل شي، انشا الله چې له مانه نيولې تر ټول ملت پورې د هر ډول قربانيو
ورکولو ډګر ته ته ورودانګي . [/color:c7a9162c58]
ايا طالبان ټولو ته په برابرو سترګو نګوري او کتلي يې ندي?
===> نه اشغالګر وزي او نه انسانان او په کار پوهه خلک دافغاني دولت
په سر کښېنوي٠ دغلو ملګرتيا له غلو سره وي ٠
==> دغه روان مقاومت او د ازادي حرکت بايد تقويه شي ، تخريب يې د کرزي
دفاسد رژيم په ګټه او ملي خيانت دی٠


عادل عادل
22.06.2010

سلامونه

یوه پنجابي نه مې د روانو حالاتو په اړه وپوښتل؟

په ځواب کې یې راته وویل چې وزیرستان کې اکثره هغه چې طالبان دي د هند څخه استول شوي سرداران دي چې ورته ګیرې او پګړئ لري.

ما ورته وویل چې وروره زه تا له دې څخه نه منع کوم چې داسې جک چیرته بیا ونه وهې، بلکې دومره درته وایم چې دا سورڼئ هغه چا ته ووهه چې پښتون نه وي. دده د قناعت لپاره مې یو بل سړي ته چې نه پښتون وو او نه پنجابي مراجعه وکړه، له هغه مو وپوښتل چې پښتون د نړئ پر مخ د کومو خلکو سره په یوه کاسه نه کښیني او نه په یوه کوټه کې ورسره ژوند کوي، په بل عبارت د کومو خلکو سره حساسیت لري او نفرت ترې کوي؟؟

هغه دریم سړئ چې زمونږ د بحث د موضوع نه بې خبره وو، وویل چې پښتون د سردار (سکهانو) سره په یوه دسترخوان نه خوري او نفرت ترې لري او هیڅ ځای ددې مثال نشې موندلای.

پنجابي سترګې زیړې واړولې او بحث یې لنډ کړ.

اوس هم د لندن د اقتصادي پوهنتون څیړنه او راپور د پښتنو لپاره نه بلکه د غیر پښتانو ولسونو د غولولو لپاره تهیه شوئ، پښتنو ته دا ډول تبلیغات غږول هیڅ ځای نه نیسي او نه یې څوک پرې منلای شي، ځکه چې پښتانه د صحنې خلک دي، او طالبان دپښتنو له منځه راټوکیدلې ځوانه طبقه ده چې د مقاومت ابتکار یې په لاس کې اخیستئ، په تبلیغاتي ډګر کې ددوی ټکول ملي خیانت دی، د طالب پایښت د پښتون پایښت دی او د پښتون ورکه د طالب په ورکه پورې تړلې ده، ټول هغه خلک چې پښتانه او مسلمانان دي ((( افغان غول نه دي))) د دوی د سر خیر غواړي.

[quote:8ecb3be1bc]نو په
سياست کې دې نور د شوده افغان غول رول نه لوبوي[/quote:8ecb3be1bc]

افغان غول هغه دي چې د رباني تر ریاست لاندې د سولې هلې ځلې کوي.
افغان غول هغه دی چې سلاکار وزیران یې فهیم او خلیلي دي.
افغان غول هغه دي چې د ملي خاینینو، قاتلانو او غلو سره په یوه اخور کې خوري.
افغان غول هغه دي چې د څو ډالرو لپاره د ټلوالې دایمي حاکمیت ته کار کوي.
افغان غول هغه دي چې د دیموکراسئ ګول یې خوړلئ دی.
افغان غول هغه دی چې د اشغال په دوام کې خپلې ګټې پلټي.
افغان غول هغه دي چې د سیاست تر نامه لاندې پښتنو ته ذلت ډالئ کوي

[quote:8ecb3be1bc]ځکه چې آزادي د افغانستان
له پاره نشي ګټلی د پاکستان له پاره دې د افغانستان ُُ ُ آزادي ُ ُ نه ګټي ! [/quote:8ecb3be1bc]

چې داسې ده نو اشغال دې تسلیم کړي او د ذلت رسئ دې غاړې ته واچوي؟ تردې زیات مو مطلب بل څه کیدای شي؟؟


عتیق الله
22.06.2010

سلام !
ياره عادل خانه ستا په نظر خو پښتانه هغه جاهل دی چی خلکو پوری کيسی جوړی کړی دی.
خلک وایی: چاله ملا نصرالدين سکه پوښتنه وکړه چی څو کلن یی هغه ورته وويل پنځوس کلن.
لس کاله پس بيا ورغی او تری وی پوښتل چي ملاصاحب څو کلن يی ؟
هغه ورته وويل پنځوس کلن. هغه سړي ورته وويل ته خو لس کاله پخوا هم پنځوس کلن وی؟ ملا ورته وويل د پښتون يوه خبره وي.
ستا دلايل هم همداسی دی چی پښتون له سکهانو سره په يوه کاسه نه کيني. ګرانه پښتون کوم مشکل نه ليري هغه په خپله د سکهانو مذهب ديه چي په خپلو کي هم په يوه کاسه نه کيني. ته ورشه د پکتيکا خلکو ته چي ټول په هند وستان کی سودونه کوي او شريکان دي.
اصلاً په پاکستان کي دری ډوله طالبان دی:
لمړي: چي د پاکستاني ISI له خوا روزل شوي لکه افغانان طالبان چې افغانستان ورانوی او پښتون وژني.
دويم: چي د CIAالقاعده او عربان چی يو شمير پښتانه هم ورسره دی او امريکايان وژني
دريم : د هندوستان له خوا روزل شوي طالبان چي د پاکستان د حکومت پر خلاف جنګ کړي.
د کرنيل امام سره هغه بل خواجه کرنيل د هند طالبانو وواژه



22.06.2010

[color=brown:20bca1ca82]ملت ته دې رجوع وشي ..... دا عام فورمول دی چې هرچېرته او په هره ټولنه کې صدق کوي ، افغاني ټولنې او حالاتو ته يې کوم نوی شی ندی٠ [/color:20bca1ca82]
د طالبانو له پا ره نوی دی، ځکه دوی کله ملت ته رجوع کړې، مذهبي سياستوالو لکه جهادي تنظيمونو تل په ملت امر او حکم کړی، پوښتنه يې ترې نه کړې او نه يې کوي ، چې څه وکړو ، دې خبرې د طالبانو په اړه هم صدق کړی او کوي يې .
علت يې دادی چې دوی په ملت باور نه لري او د مشورې واک نه ورکوي .
[color=darkred:20bca1ca82]ايا طالبان دملت خلک ندي ? که طالبان څوک له ملت او افغانيت نه با سي
دالوی خيانت ندی ? ٠[/color:20bca1ca82]
بالکل طالبان د ملت خلک دي، خو د ملت استازي نه دي ، د ملت د ارادې پروا نه ساتي او نه يې تمثيلول غواړي، که نه د ارادې څرګندول حق به يې ورکړی و، د ٥ کالو قدرت په وخت کې يې ملت د ارادې د څرګندولو پثې ړوند کړ، هو زه يې بړه پر دوی نه، بلکې ددوی په سياسي مربيانو او لار ښودونکو (ISI) غورځوم ، چې پر افغان ملت يې ړوند اطاعت تحميلاوۀ .
[color=brown:20bca1ca82] رجوع او دملت اراده خو هلته عملي کيږي چې ملت روغ
او جوړ وي ،[/color:20bca1ca82]
آيا ملت ددوی د قدرت په ٥ کالو کې روغ او جوړ نه و که دوی خپله ناروغه وو او جوړ نه وو ؟؟
ملت جوړ و، تل جوړ و، اوس هم جوړ دی ، خو دوی ناجوړه وو چې سياسي واګي يې د ISI په لاس کې ټينګ پاتې وو .
[color=red:20bca1ca82]ملت خو اوس داشغالګرو په لاس کې ده[/color:20bca1ca82]
اراده يې د اشغالګرو په لاس کې نه ده او نه ملت د اشغالګرو پلوی کوي او نه د پارلمان غړي په توله کې د ملت استازي دي ! هعغه څوک د ملت برخه نه ده چې
د بهرنيانو لاس لرل او واک په افغانستان کې مني، که دا طالب وي او د ISI غلامي مني او يا حکومت او پارلمان وي او د لويديځوالو حاکميت مني،
له ملت سره دوښمني کوي !
[color=brown:20bca1ca82]==> دملت اراده او ( دا دهر ملت لپاره) ازادي ده چې ابعاد لري ،له ټولواول بعد يې په ملت کې دخارجي عسکري قواؤ لرې کول دي ٠ [/color:20bca1ca82]
د خارجي قواو ليرې کول د ملت په ضد ګډه پوځي دسيسه کې ښکېل ظاهرا
لکه پاکستان او يا سياسي رقيبان يې لکه روسيه او چين هم غواړي ، او دقيقآ همدغه حالت د پاکستان په دوهمخي سياست صدق کوي چې هم د ځان له پاره
په ښکاره د امريکايانو ملاتړ او په پټه د ISI له لارې د ځان له پاره د طالبانو مرسته او مشري کوي ! او په همدې حدود کې دې دا لاندې بوښتنه هم په مثبت ځواب تايدوم چې
[color=red:20bca1ca82]ايا طالبان دغه کار نکوي او نه يې غواړي ?[/color:20bca1ca82]
نو کوي يې او غواړي يې ، خو د ISI تر کنترول لاندې !
[color=brown:20bca1ca82]چا احصايه ا خيستې چې ملت د اشغالګرو سره زړه لري او که له طالبانو سره ?[/color:20bca1ca82]
ملت اشغال او د خارجي استخباراتو لاسلرنه په کلکه ردوي، هم د جنګ جګړې او هم سولې په بهير کې، که طالبانو دپاکستاني استخباراتو لکۍ نه وای ټينګه کړې
او ISI يې کورې کړې وای، د شک پرته د ملت ملاتړ به يې لاس ته راوړی وای، ملت هم د ISI له بړېڅو نفرت کوي او هم له دې کبله د کابل حکومت چې د اشغالګرو لاسپوڅی دی پردی حکومت بولي او کرکه ترې کوي .
ملت ښه پوهيږي چې هم د کابل حکومت بهرني باداران او هم د طالبانو بهرني
باداران د افغانستان دوښمنان دي !
[color=red:20bca1ca82] زه خو پردې عقيده لرم چې دملت
مطلق اکسريت له طالبانو سره پټ ولاړ دی[/color:20bca1ca82]
اوسه په همدې عقيده، چاته دې زيان نشته، هو طالبان چې قرباني ورکوي ، خو دا له تصور نه بايد وباسې چې د ISI پسې روان طالب مشران ملت خپل دوښمنان بولي . او همدې جنايت ملت پښه نيولی کړی دی، که نه ملت قهرمان دی او طالبان د همدې ملت ملت جز هم قهرمانان دي، د ISI د چوبړ جرم د طالب مشرتابه ګناه بولي نه د عادي طالب جنګياليو .

[color=darkred:20bca1ca82]- پاکستان د امريکا شتراتيژيک دوست او ملګری دی،
د افغانستان جګړه يې په ګډه رامنځته کړې او په ګډه دوام او په ګډه خاتمه ورکوي
او نتيجې به يې هم سره ګډې وي[/color:20bca1ca82] ،
ددې په ځواب کې باتور خان ليکلي :[quote:20bca1ca82]
دوی به خپل کار کوي مقا ومت به خپل ، هر څوک پوه شه خپل کار يې !
ايا طالبان زارۍ ورته وکړي ![/quote:20bca1ca82]
وايي دوله چيرې دې وهم چيرې غږيږې، کاش چې طالبانو خپل کار کولای، نۀ د ISI، بلکې ددواړو شتراتيژيکو متحدينو پر ضد راپورته شوي وای ، نه دا چې
ستا خبره [color=brown:20bca1ca82]طالبان زارۍ ورته وکړي ![/color:20bca1ca82] اوس خو هغه دی
ISI ته يې زاري او مرېدي روانه ده ، ايا کرزی د CIA او ملا عمر د ISI
په لاس کې نه دی ؟؟؟؟؟
اوس خو د کابل د چټلې او ضد ملې ادارې مشر کرزي د ISI له مشرانو سرخ څبرې اترې پيل کړي، خو د طالبانو مشرتابه ته اجازه ورکړي چې له کابل سره خبرو اترو ته کښيني . پدې موخه کابل ته لږه موده مخکې د نوړو استخباراتو د مشر او مرستيال سفر يې هم څرګندوي چې طالب انو د مشرانو مشران ړدوی دي نه افغانان !

[quote:20bca1ca82]که فر ضا ستا دا فرضيه درسته وي نو څه دې وشي نو ستا رول څه شی دی ? ايا نوی حرکت دجوړشي ? [/quote:20bca1ca82]
بالکل ! د اشغالګرو پر ضد خو شکر د آزادۍ يو غورځنګ شته، د پاکستان پر ضد دې هم يو غورځنګ جوړ شي ، څو طالب مشرتابه د پاکستان له ولکې آزاد کړي او په ګډه اشغالګر او د هغوی د ناولي تورلينګي مردار خور لاسپوسي لاسوهنه له هيواده وباسي او داخلي لاسپوسو ته يې هم ملي سزا ور کړي!
ځکه خو ما ليکلي وو چې
[color=blue:20bca1ca82] د ملت له مستقيم دوښمن څخه دې نه مرسته غواړي او نه دې ددوښمنانو په ولکه کې ځان ورکوي، دملي آزادي غوښتنې پر پاڅون ولکه
پر ملت ددوښمن په ولکه انجاميږي او د آزادۍ پر ځای بربادي او اسارت مجدد منځته راوړي [/color:20bca1ca82]،
اوس دې همدا عام فور مول په کا ريږي او تر څو چې د ددغسې عام فارمول څخه سرغړونه کيږي ، نورې ټولې خبرې بيځايه دي !
الله تعالی دې ملت او طالبانو ته ددغه اړين خدت توفيق او نعمت په برخه کړي چې چې د انګليسي استعمار او امريکايي امپرياليزم دلاسپوڅي غلام پاکُستان
لاس د افغانستان د آزادۍ له مقدسې جبهې څخه لنډ او دواړه باداران انګليس او امريکا يې پسې واخلي او په لندن او واشنګټن يې وسپاري !
آمين امين ثٍم امين ، برحمتک يا رب ارحم الراحمين!


عتیق الله
23.06.2010

پاتنګ صاحب ملت خو د طالبانو د امارت په وخت کی خپل نظر ښکاره کړ. ديني عالمانو چی د کرزی تر جرګو زر وارو ښه وه طالبانو ته یی وویل چی د دی عرب اسامه په کونه کی پسات دی او د افغانستان نه دی ولاړ شی خو ملا عمر وی زه افغانستان له اسامه قربانوم ته وای که افغانستان د ده د ادی کور دی


pattang
23.06.2010

[quote:cc9be5a233="عتیق الله"]پاتنګ صاحب ملت خو د طالبانو د امارت په وخت کی خپل نظر ښکاره کړ. ديني عالمانو چی د کرزی تر جرګو زر وارو ښه وه طالبانو ته یی وویل چی د دی عرب اسامه په کونه کی پسات دی او د افغانستان نه دی ولاړ شی خو ملا عمر وی زه افغانستان له اسامه قربانوم ته وای که افغانستان د ده د ادی کور دی[/quote:cc9be5a233]
داسامه ورکول امريکايانو ته دبين المللي قوانينو خلاف ، داسلامي هېواو سره
دوښمني او دپښتنود پښتنولي مادې (پنا غوښتنه ، او پناورکونه ) په ضد عمل
دی نولدې کبله ملا عمر اسامه امريکايانو ته تسليم نکړ٠
- ورکول تسليمول يوې د ولتي معاهدې ته ضرورت لري امريکايانو دغه قرارداد
له طالبانو سره نه لاره او لکه فر عونان له طالبانو سره دخپل صليبي ، استعماري اوجنايتي تاريخ په اساس هيڅ خبرې ونکړې او يوه وحشي حمله يې وکړه اوس هم
له خپله هدفه وتلي او يواځې پښتانه وژني٠
دپښتنو اساسي قانون پښتنولي ده او دهغې يوه ماده دپنا هنده ساتل دي دغه قانون
زر کاله مخ ته وو او اوس هم بايد وي٠
سر بېره پردې که داسې نه وی نو:
طالبانو ته هغه وخت دا سبوت نوه او تر اوسه هم نده چې اسامه دې پر دې عمل کې لاس ولري٠
- دامريکا ګواښ اسلام ته د کمونيزم له ماتولو وروسته اوله ستراتېږي و ه چې وار
په واربه په دغو ملکونو کې خپل دخوشې حکومتونه جوړوي ٠ ( زلمی خليل زاد :
له مراکش څخه تر اندونيزيا پورې بايد تغيرات راشي .... )
- عربو د روسانو په ويستلو کې ډېرز يات رول الره اوپه اقتصادي مرستو کې له
هر چا نه مخ کې وو٠
داساسي او عنعنتي قانون متول غېرې قانوني کار دی په غرب کې هم نه عملي
کېږي٠



27.06.2010

انډيواله د پناه ورکولو نړيوال قانون او پښتنې قانون دواړه دا وايي چې پناهنده به
د پناه په موده کې د پناه اخيستنې په هيواد کې د هغه چا او هغه هيواد پر ضد[color=red:b3edc78127] فعاليت نور نه کوي[/color:b3edc78127] چې ترې پناه يې راوړې ده !
[color=blue:b3edc78127]آيا همداسې نده ؟؟؟؟[/color:b3edc78127]
خو په افغانستان کې د عربي ترورستانو روزنه او روزنيز کمپونه فعالول په مستقيمه توګه د اسامه بن لادن په واسطه تر سره کيدل ، يواځې د طالبانو ملاتړ نه، بلکې د ISI ملاتړ هم ورسره و، ولې د حيرانتيا خبره داده چې امريکا پرې ISI ته هېڅ ونه ويل او يواځې طالبان او القاعده يې تر بريدونو لاندې ونيول .
خو اوس دا لانجه مهمه نه ده ، مهمه داده چې څنګه اشغالګر له هيواده وويستل شي او قدرت د ملت د خوښې استازوته چې طالبان هم په کې کانديد شوي وي وليږدول شي ! يواځې د ملت په ګډون دا کار ښه او ژر تر سره کيدای شي ، چې هم هيواد آزاد شي ، هم د بل بهرني لاس مخه ونيول شي او هم طالبان د ملت له ټولو واقعي استازو سره يوځای په قدرت کې ونډه ولري ! له دې پرته به هره بله لار افراطيت
او د هغې له لارې بهرني لاسلرني ته مخه پرانيزي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more