اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
له ګوګل څخه غوښتنه
و.افغان
17.06.2010
درنو ملګرو:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
تاسو همېشه ګورئ چې ګوګل وخت په وخت د ځينې پېښو، مهمو اشخاصو، ځانګړو ورځو، سندر غاړو او نورو په اړست خپل ګوګليز شعار ته بدلون او مناسب رنګ او ډېزاين ورکوي، مونږ
دېرشو مليونو امضاء ګانو ته اړتيا لرو، تر څو له ګوګل څخه وغواړو، چې د روژې مبارکې مياشتې په موده کې خپل شعار په لاندې ډول اسلامي جوړ کړي، هيله کوم چې... تاسې ټول په دې کار کې ونډه واخلئ.
http://www.facebook.com/photo.php?pid=30771050&l=ffe8ce401d&id=1209171848
په درنښت
شبيراحمد
18.06.2010
محترم قاري صاحب
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
خداى اجرونه درکړي ښکلي کارته موملاتړلي ده اوالله مودا ارمان پوره کړه .
خوداراته وايه چې څنګه به ګوګل په ځان خبرووچې موږدغه غوښتنه لرو ؟
اوبل داچې په کوم ځاى کي کولى شودغه امضاګاني يوځاى کړو ؟
ستاسوپه کېښودل شوي لينک کي خوداسي ځاى نه ښکارېده چې سړى دي پکي
يوڅه وليکي البته انځورپه زړه پوري وو .
ستاسودلارښودني په هيله
ستاسو شبير
مبارزشاه
18.06.2010
مننه وهاج صيب
خو دغه ټول افغان خو ستاسو په لاس كي دى كه د روژې دمياشتي په مناسبت يي بينر (Banner) ته تغير وركړئ او اسلامي يي كړي دا به اسانه وي.
ديرش ميليونو امضاګانو نه هم خلاص يي.
خو دګوګل په اړه خو ګومان نه كوم چې دا وړۍ دې شړۍ شي زه دريم كس وم چې امضا كړه ديرش مليونه به ته څنګه پوره كوې روژه هم رالنډه ده. يوه طريقه لري چې دټول افغان ليكوالان بل كار ونه لري او شپه او ورځ په ځان يوه كړي او امضاګانې كوي ترڅو ديرش مليونه پوره شي.
ايا داسلام په مقدس دين کې دساز،اواز او موسيقي غږول يا اوريدل حرام دي؟
Sangar Watan
20.06.2010
که په عربي،اردو،انګريزي او نورو سايټونو کې داسي تلاش وشي،د ٣٠ پر
ځای د٣٠٠ ميلونو امضا هم امکان لري،انشا الله٠
Abdulhadi Hairan
29.06.2010
دا خو ښه خبره ده مګر یقین مې نه راځي چې ګوګل د یوې میاشتې لپاره خپله لوګو کې دې ته ځای ورکړي. البته که د روژې په ځای دا وړاندیز د اختر لپاره وشي نو ډېره به ښه وي ځکه چې د اختر ورځې هم کمې دي او بل دا چې هغوی دغه شعار د مذهبي رسوماتو په ځای دې ته ترجیح ورکوي چې د لمانځنو لپاره یې بدل کړي.