اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ايادکشف اوعلم غيب ترمنځ کوم توپيرشته؟؟؟
وصيل پېروز
16.06.2010
السلام عليکم
تاسوپه له صوفيانواورېدلي وي چي ډېروخت دکشف خبرې کوي اوداسي څه وايي لکه ځان ته چي علم غيب ثابتوي دمثال په ډول زموږيوه ملګري دخپلودې اسلافوپه اړه داسي کيسه کوله :
يووخت ديوه پيرمريديوځای روان ووچي په لاره کي ښځه په مخه ورغله ، ده غوښتل چي زناورسره وکړي خوچي په دې اراده به ښځې ته ورنژدې شونوپيربه يې ورته راڅرګندشو،ده به داسي فکروکړچي داخومي ويني بيابه راشاته شوان دامعامله درې ځله تکرارشوه چي په دې ډول دې پيرخپل مريدله دې ناوړه کارڅخه وژغوره .
په دې کيسه کي انسان ته څوپوښتنې پيداکېږي لومړۍ داچي پيرڅرنګه پوه شوچي مريديې داسي اراده کړې،فلانی ځای روان دی اواوس ورنژدې شو؟؟؟، بيايې څرنګه وکولای شول چي دومره ژرځان سيمې ته ورسوي اوبياهم غايب شي؟؟؟ او...
ماپوښتنه داکوله چي داصوفيان دکشف کومې خبرې کوي اياپه دې کشف سره دا صوفيان ځان ته علم غيب نه ثابتوي؟؟؟.
ستاسودځواب په هيله
مومن مهاجر
24.06.2010
ښاغلی وصیل السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ستادپوښتنې په ځواب کي به په لنډډول ووایم چي علم غیت دې ته وايي چي له اسبابواووسائلوپرته یوڅوک دیوشي په حال اوحقیقت پوه شي نواډول علم له الله جل جلاله پرته بل هیڅ چاته نه شته اوکه څوک دداډول کشف دعوه وکړي هغه داسلام له دائرې وزي ځکه علم غیب یوازي دالله خاص صفت دی الله جل جلاله وايي :
{وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ} [الأنعام 59].
له ده سره دغیب کیلۍ دي له ده پرته بل هیڅوک پرې خبرنه دی .
خوکه داسبابوپه کارولوسړی دیوشي په حال خبرشي اویادهغه ماهیت وپېژني نودا دعلم غیب په دائره کي نه راځي . اوداکارممکن هم دی . امادصوفیانوپه اندچي کوم شي ته کشف ویل کېږي نوددوئ له لیکنواوویناوومعلومېږي چي دوئ پرعلم غیب دکشف نوم ايښي اوهغه هم په داسي طریقه چي ډېروخت یې مداریان اوټګان کاروي له همدې کبله دهغوئ داډېروخت یاټګي وي اویادمنترونوپه ویلودبې علمه خلکو تېرایستل . پاتي شوالهام نوالهام هرچاته کېدای شي په دې لړکي دفاسق اوفاجر فرق نه شته الله جل جلاله وايي : فالهمهافجورهاوتقواها، په دې آیت کي الله جل جلاله ویلي چي فاجراومتقي نفس دواړوته یې الهام کړی دی . خوکرامت بیابېل شي دی هغه خپل شرطونه لري یوشرط یې دادی چي دکرامت په ښکارولوکي اړوندسړی هیڅ واک نه لري یعني کرامت یوغیراختیارفعل دی دبنده کړنه هیڅ دخل پکي نه لري بل شرط دادی چي دصالح اوشریعت دتابع سړي پرلاس څرګندېږي،هغه سړی فخر نه پري کوي هڅه یې دانه وي چي دداسي شیانوپه څرګندېدوخلک ځان ته راوبولي له هغوئ مرېیان جوړکړي،بدعاتوته یې وهڅوي اوله دې لارې ځان ته دمالي ګټي وټې سرچیني برابرکړي،یومیراثي منصب ترې جوړکړي،مافوق الاسباب تصرفات وکړي اوخلکوته داسي وبرېښوي چي دده له لاس نیوي پرته یې اخرت په خطرکي دی . اوبله خبره داده چي کرامت ریاضیاتو،دتصوفوغیرشرعي افعالواوکړنوته ضرورت نه لري اودیومؤمن هدف هم دانه وي چي دالله جل جلاله دعبادت په کولودده کرامت څرګند شي ددې لپاره مراقبې کوي،ځان ته ډول ډول عذابونه ورکوي،بدعتي ذکرونه کوي دمرشداومریدپه نوم خرافات رامنځ ته کوي اوخلکوته ددین په خپلولواوعملي کولو کي داسي خنډونه ایجادوي چي اصلي سرچینه یې دیهودمکرونه اودعیسایانو دکلیاساووراهبان دي . دکشف په نوم چي دتصوفوپه غیرشرعي فن کي کومې خبرې کېږي که یې سړی ددوئ دکتابونواوویناووپه رڼاکي مطالعه کړي نوپوه به شي چي داسي هسي مداریتوب دی،خلک تېرباسي اواصل هدف یې دسوچه توحیدي فکر له منځه وړل دي .