د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پیټرییس ولې بې هوښه شو ؟نظر ورکړئ

نوروز خان
16.06.2010

دفرانسې خبري اژانس په خپل وروستي ټاپ خبرکې لیکلي چې دعراق اوافغانستان دجګړو لپاره دامریکادمرکزي قوماندې مشر او دافغانستان دجګړې په رهبرۍ او نګرانۍ ګمارل شوی څلورستوریز جنرال ډیویډ پیټرییوس هغه وخت دسربدالۍ لغتې ووهلې چې دامریکادمشرانو دجرګې دوسله والوخدمتونو دڅار دجرګګۍ غړو ترې دافغانستان دجګړې په اړه پوښتنې ځیږې کړې ، خبروایي چې څلورستوریز جنرال دیرش دقیقې سړه خوله پروت وه اوچې کله دپوځي ډاکټرانو په کوښښ راپه حال شو نو له واره یې کړه چې سهاریې ناشته نه وه کړې ، خودفرانس پریس په قول زیاتره سناتورانو ویل چې سړی دافغانستان دنامه په اوریدلو ترسخت رعب لاندې راغی نوځکه یې سکته وکړه .
ددې پیښې په اړه ځینو بې سرحده کره کتونکو ویلي چې دپیټراییس په بې هوښۍ کې خپله دامریکایانو لاس ده ځکه دوی وایي امریکا پاکستان ته پیسې ورکوي چې طالبان تقویه کړې طالبان دپیټراییس پوځیان وژني په دې وروستیو کې دامریکادپیسو دورکړې او دطالبانود وژونکوجګړوګراف دومره لوړ شوی چې هغه دې په امریکایي تاریخ کې یې په لومړي ځل یوڅلوستوریز راچپه کړ ،ستاسو په نظر دپیټراییس دبې هوښۍ لامل څه کیدای شي ، دسهارنۍ نه خوړل ، په طالبانو دامریکایي سرمایه ګذارۍ ډیرښت او که ......؟


رښتینی
16.06.2010

.
سألقی فی قلوب الذین کفروا الرعب
فاضربوا فوق الأعناق واضربوا منهم کل بنان

ښاغلی نوروز خان بیخی دلچسپ خبرمو رانقل کړی دی
جزاک الله خیر


Sangar Watan
16.06.2010

[color=red:508bad446e]لا تر اوسه ئي ماغزه په کرار ندي**چا چې ما سره وهلی سر په څنګ دی[/color:508bad446e]


عبدالله صابر
16.06.2010

السلام عليکم

په دي هکله الاماره ويبپاڼې ښه مطلب ليکلئ

قاری حبیب

اوریدلي اولوستلي مې وه خوزړه ته مې نه لویدل ، داچې کله په لومړۍ نړیواله جګړه کې دجرمني له ماتې وروسته د۱۹۱۹ میلادي کال په جنوري کې ادپاریس دسولې کانفرانس راوغوښتل شو او دتوی وړي واک له مخې یې دنورو پریکړو ترڅنګ په جګړه کې متحدینو ته اوښتی ټول تاوان هم په جرمني کیښود ( هغه چې پوره کول یې دجرمني له وسه پورته وه ) نوله ډيرې وارخطایي په څوورځو کې دجرمني دملي بانک دمشر دسراو ږیرې ټول

و یښتان سپین شول ځکه ډاکټرانو ویل چې له اندازې دزیات تاوان دایښودلو له وجې دبانک مشر ترسختې روحي ضربه لاندې راغلی چې علایم یې په جسم باندې هم راښکاره شول ،
خوکه دهغه وخت مطبوعاتي راپورونه او تاریخي روایات وکتل شي داسې څه نلري چې ددې وارخطا کوونکي خبر په اوریدو دې دجرمني دبانک مشر ضعف کړی وي او بې هوښه شوی دې وي ځکه ضعف اوبې هوښي دډاکټرانو په وینا په انسان باندې هغه وخت راځي چې نور ورته پيښ شوی حالت دهوش په حالت کې دزغم وړنه وي ، مثلا که یوڅوک موټر ووهي هډوکي یې مات شي او ټپي شي نو دی که په هوښ پاته کیږي باید سخت دردونه وزغمي نوله همدې حاله دنجات لپاره الله تعالی په انسان کې دبې هوښۍ قوه ایښې ده چې وخت ناوخت په سختو حالاتو کې ورته په ښمر ورشي خوله دې ټولو شته حقایقو سره سره ډاکټران په دې سره یوه خوله دي چې بې هوښي دانسان لپاره په ترټولو سخت حالت کې دواقع کیدو په وخت یوازیني دتیښتې لاره ده ترڅو ژوندی پاته شي او له درد او دوکه زره ترک نه شي .
داخبره مو ځکه راپیل کړې چې نن مودبې هوښۍ په تاریخ کې یوترټولو جالب او نوی خبردرلود چې ښایي تراوسه یې ډاکټرانو هم تصور نه وه کړی ، دبې هوښۍ په اړه دانوې جالبه پرمختیا نه دکوم روغتون په عملیاتي وارډ کې پیښه شوې اونه دساینس پوهانو له خوا په موږکانو دڅیړنوپرمهال بلکې دامریکا دسنا دمجلس دلوی هال په سټیج باندې رامنځ ته شوې هغه هم په یوداسې شخص چې څلور ستوري یې په ټټر ټومبل شوي دي .
دفرانس پریس اژانس دخبرله مخې په عراق اوافغانستان کې دروانو جګړو مشر امریکایي څلورستوریز جنرال ډیویډپيټرییس هغه مهال ناڅاپه بې هوښه شو چې دافغانستان دماموریت په اړه دامریکایي سناتورانو له سختوپوښتنوسره مخ شو دخبرله مخې جنرال نیم ساعت بې سده وه چې وروسته دپوځي ډاکټرانو په هڅو راپه حال شو.
سره له دې چې په څلورستوریز پيټرییس دبې هوښې څپه په عام محضر کې راغله خو زیاترو امریکایي رسنیو هڅه وکړه چې خبره پټه کړي یایي تروسه وسه کم اهمیته وبولي ځکه موضوع په حقیقت کې ترهغه ډیره حساسه ده چې اټکل یي کیږي ، که جنرال لکه جرمنی بانک مشر سپین ږیری شوی وای ، یایې دخبرو په مهال ژبه دریدلې اویاله خپل سخت ماموریت څخه دورپیښ کړاو بل اثر پرې معلوم شوی وای ښایي دامریکایي پالیسي ټاکونکو اوڅارونکو لپاره به دومره داندیښنې وړنه وه ځکه داډول تاثرات په غیرعادي حالاتو کې ضرور پیښیږي مګر دبي هوښۍ مسله ډيره حساسه ده ځکه لکه څنګه چې وویل شول چې بې
هوښي دانسان لپاره له ورپیښو رښتینو ستونزو څخه دخلاصون یوازیني جعلی لاره ده دامریکایي پوځ دمشر بي هوښي دامعنا ورکولای شي چې امریکانور په ا فغانستان کې دپرمختګ اوله ستونزو سره دډغرو هیڅ ځواک اوحوصله نلري او باید چې دتیښتې اوشاتګ کومه یوازینۍ ورپاته لاره ولټوي خیر دامسئله بایدبابیزه ونه بلل شي او ښه خوبه داوي چې دپیټرییس دشخصي ډاکټرانو غوندې یې عام امریکایی اولس هم په عواملو پسې سروګرځوي ترڅو دیوه فرد بې هوښي دیوه اولس او حکومت په بي هوښۍ وانه وړي چې بیا به یې دراپه سدکولو هم څوک نه وي .

http://www.alemara.co.cc/


نوروز خان
19.06.2010

له ټولو انډیوالانو جلاجلا مننه صابرصیب په دې اړه به زه هم یوشعر درته ډالۍ کړم چې له الاماره ویب پاڼې مي رااخیستي هیله ده په ډیره څه یي ومنې

جنرال ویلو یَسْ (yas)


داشعر دجنرال پیټریيس دبي هوښۍ دپيښې په اړه مجاهدشاعر ښاغلي غروال صیب لیکلی او رالیږلي دی .

کافرمکین پوښتنې ترې کولې په هوس جنرال ویلویس
مکین ویل ځوانان مو دافغان دجنګ خورک شو یاهلته نادرک شو
ویجاړموشول ټانګونه بې اغیزې موټوپک شو تاوان مو یوپه لک شو
بې ننګه بې ضمیره اوس دې څه راځی په وس جنرال ویلو یس
مکین ویل اوس ته واېه جنابه جګړه ماره اوس ښیه یوه لاره
ناکامه نافرجامه زموږملت دی کړلو خواره له جنګه یو بیزاره
زماخبره ومنه نورزورمه وهه بس جنرال ویلو یس
مکین ورته ویلو اوس دهرچا دخنداشو ناکامه برملا شو
پرڅه بلا دې واړولو خوار له هرې خواشو چه ښکیل په آریاناشو
مرین ځواکونه ګیرشودمرګونو په قفس جنرال ویلو یس
نه کاله جنګ جګړه ده نه مونوم شته نه نشانه په دروغوقهرمانه
دنیادامن کورده امن نه راځي داشانه په جنګ نشي ودانه

څلورستوري د ي وران شه ارزښت نلري دخس جنرال ویلوبس

مکین ویلوداهیواد طالب طالب طالب ده امیرده که غریب ده
تاواړه دښمنان کړلو شکست مو په نصیب ده همداحالت عجیب ده

طالب طالب ئې واوریدل راپریووت پیټریس جنرال ویلو یس
ناکامه پالیسي ده اوناکامه ئې کارونه مرګونه دي مرګونه
زموږ دمرګ لپاره شوراټول کفري ځواکونه کو ي راته ګواښونه
( غرواله)دګورګین بچی دي وله یې په نس جنرال ویلو یس
۲۰۱۰ /۶/۱۸ زابل افغانستان
[color=white:221b85bc89][/color:221b85bc89]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more