نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دارغنداب دپیښې په اړه د طالبانو تحقیقات
pattang
15.06.2010
دارغنداب دپیښې په اړه د طالبانو تحقیقات
الاماره
14.06.2010 08:03
دارغنداب دپیښې په اړه دتحقیقاتو وروستۍ پايلې په ډاګه شوې
دتیرې پنجشنبې په شپه ماخستن نهه بجې دکندهار ولایت دارغنداب ولسوالۍ دناګهان په سیمه کې دواده په مراسمو دیوه بمي برید له امله تقریبا ۴۰ تنه ووژل شول او تر ۷۰ زیات ټپيان شول ،وژل شوي کسان زیاتره له شاوخوا کلیو راغلي بي ګناه وګړي او ولسي افغانان وه ،څرنګه چې پیښه دشپې ناوخته رامنځته شوې وه نوسهاریې په اړه رسنیو بیلابیل قضاوتونه کول او هیچاته هم دقیق درک نه لګیده چې دومره پراخه مرګ ژوبله ولې رامنځته شوه ،څرنګه چې دپیښې حقیقت څرګند نه ؤ نو داسلامي امارت دولایتي مسؤلینو له خوا دپیښې دحقیقت رابرسیره کولو په موخه یو پلاوی وټاکل شوترڅو دپیښې څرنګوالی روښانه کړي ، نن مازدیګر ناوخته همدې ټاکل شوي پلاوي دپيښې په اړ دالاماره ویب پاڼې ته په لاندې توګه خپل راټول کړي معلومات وړاندې کړل .
دناګهان سیمه په ارغنداب کې هغه یوازیني سیمه ده چې مجاهدین په کې دنورو سیمو غوندې نفوذنلري ځکه له یوې خواسیمې ته بیخي نژدې دخارجیانو قرارګاه پرته ده اوبل داچې دپولیسو ، حکومتي کارکوونکو او له امریکایي امنیتي کمپنیو سره دکارکوونکو شمیر په کې ډير زیات دی څه موده وړاندې دملیشو یو وژل شوی قومندان عبدالحکیم جان هم دهمدې کلي اوسیدونکی وه چې بیګانۍ پیښې ته ورته په یوه مرموزه اودرنه چاودنه کې له ګڼو کسانو سره ووژل شو ، تیره شپه دهمدې کلي یوه تن اوسیدونکي امنیتي چارواکي دزوی دواده په مناسبت پراخ دخوښۍ مراسم جوړکړي وه دسیمیزو خلکو په وینا دوی تراوسه په دې سیمه کې دشپې په مخه دومره بیروبار او دخلکو ګڼه ګوڼه نه وه لیدلې دمراسمو لپاره ډيرزیات برقي څراغونه روښانه شوي وه او ډیرزیاتو خلکو ورته تګ راتګ درلود ، دې سیمې ته نږدې دمجاهدینو یوه مسؤل مشروویل دوی له اتو بجو وروسته دبې پلوټه کشفي الوتکو ځوږ ترغوږ شوچې په سیمه یې الوتنې پیل کړې له دې وروسته یوډول ګوزارکوونکي الوتکې چې په سیمیزه اصطلاح ورته ( کولنګ ) وایي هم راپیداشوې دنوموړي جهادي مسؤل په وینا دوی دکشفي الوتکو له راپیداکیدو سره سمدستي له خپلو مبایل ټیلفونونو نهبیترئ او سیم کارتونه وایستل ځکه دوی ګومان کاوه چې دالوتکو له خوا کشف شوي دي ، ده زیاته کړه چې مونږ په همدې فکر کې وه چې ناڅاپه مو په اسمان کې پړکه ولیده چې ورسره دناګهان په کلي کې دچاودنې دروند غږ هم واوریدل شو ، دنوموړي په وینا برید همدې ( کولنګ ) الوتکې وکړ او دواده دمراسمو ځای چې رڼاوې یې له ډیره لرې معلومیدې په کې په نښه شو .
په سیمه کې عیني شاهدانو وویل چې دبرید دوه وجوهات کیدای شي اول داچې کیدای شي امریکایي کشفی الوتکو دشپې په مهال په سیمه کې په غیرمعمولي تګ راتګ باندې دمجاهدینو دتګ راتګ یاکومې غونډې ګومان کړی وي اوپه همدې موخه یې ترهدف لاندې نیولي وي .
اودوهم داچې دناګهان دکلي همداحکومتي چارواکي دکندهار په سطحه له ځینو نورو امریکایي ګوډاګیانو سره شخصي خصومات لري چې تردې وړاندې یې پخوانی مشر عبدالحکیم جان هم په همداسې یوخپل منځي رقابت کې وژل شوی ، کیدای شي داځل هم ښایي ددوی همدې شخصي حکومتي دښمنانو له موکې ګټه اخیستې وی امریکايي استخبارات یي غولولي وي او خپل دښمن یي پرې وهلی وي چې داډول پیښې له دې وړاندې په ګردیز ،خوست ، ننګرهار ، اود هیوادپه ځينو نورو ولایاتو کې هم پیښې شویدي .
خوکه هرڅه وه زمونږ له نظره پیښه په هیڅ ډول دتوجیه وړنده اوباید چې نړیوال بشري سازمانونه یي دعاملینو په محاکمه کولو کې جدي اقدام وکړي .
اسلامي امارت دپیښې بی ګناه قربانیانوته دمغفرت دعاوې کوې ټپیانوته یي دمتعال خدای له درباره دصحت التجاء لري او متاثرو کورنیو ته یي دصبر جمیل او اجرجزیل غوښتنه کوي .
larghonay laraway
16.06.2010
وروڼو دا ټول د کرزي کارونه دي. کرزی د امريکايانو د راز او نياز ايجنټ دی او کندهار ته سفرونه هم د امريکايانو په خوښه او تفاهم سره کوي. په کندهار کې د کرزي ورور اود کورنۍ نور غړي، يو شمېر طالبان د امريکا په خوښه داسې وحشي کارونه او ډار اچوونکې چارې ترسره کوي چې افغانان په ډار او وېره کې واچوي او امريکايان د کرزي خان تاليڅټي په مشرۍ کې خپل هدف ته ورسېږي.
چې غم کوي غم دې پرې وشي
Re: دارغنداب دپیښې په اړه د طالبانو تحقیقات
Lotfollah
16.06.2010
[quote:665107f208="طالبان"]
دارغنداب دپیښې په اړه دتحقیقاتو وروستۍ پايلې په ډاګه شوې ...
دناګهان سیمه په ارغنداب کې هغه یوازیني سیمه ده چې مجاهدین په کې دنورو سیمو غوندې نفوذنلري.[/quote:665107f208]
اوبیا وایي:
[quote:665107f208]د ارغنداب ولسوال او زوی یې په ېوې چاودنه کې ووژل شول
د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ازادي راډيو ته وويل، چې ولسوال يې د پنځو ساتونکو سره يو ځای د سې شنبې په ورځ شاوخوا شپږ بجې د ښار په لومړۍ ناحيه سردار مدد چوک کې د يوه موټر بم په بريد کې وواژه.[/quote:665107f208]
څه ضد او نقیض روایتونه!
Re: دارغنداب دپیښې په اړه د طالبانو تحقیقات
رښتینی
16.06.2010
[quote:e0bde1b596="Lotfollah"][quote:e0bde1b596="طالبان"]
دارغنداب دپیښې په اړه دتحقیقاتو وروستۍ پايلې په ډاګه شوې ...
دناګهان سیمه په ارغنداب کې هغه یوازیني سیمه ده چې مجاهدین په کې دنورو سیمو غوندې نفوذنلري.[/quote:e0bde1b596]
اوبیا وایي:
[quote:e0bde1b596]د ارغنداب ولسوال او زوی یې په ېوې چاودنه کې ووژل شول
د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ازادي راډيو ته وويل، چې ولسوال يې د پنځو ساتونکو سره يو ځای د سې شنبې په ورځ شاوخوا شپږ بجې د ښار په لومړۍ ناحيه سردار مدد چوک کې د يوه موټر بم په بريد کې وواژه.[/quote:e0bde1b596]
څه ضد او نقیض روایتونه![/quote:e0bde1b596]
ښاغلی لطف الله [color=darkred:e0bde1b596](د ښار لومړۍ ناحيه سردار مدد چوک )[/color:e0bde1b596]
دکندهار په ښار کی یوه سیمه ده او دارغنداب ولسوال په
کندهارکی وژل شوی دی نودلته کوم تضاد اوتناقض نشته
په مینه
Lotfollah
16.06.2010
مننه حامد صیب !
شبيراحمد
17.06.2010
[quote:671b032d6e]دناګهان سیمه په ارغنداب کې هغه یوازیني سیمه ده چې مجاهدین په کې دنورو سیمو غوندې نفوذنلري[/quote:671b032d6e]
که په همدې ارغنداب کي شي هم يې تناقض نشته ځکه چې دډېرنفوذمانادانه ده
چې بېخي پکي طالبان وجودنه لري .
په نوروسيموکي خودطالبانوپه واک دولت هم اعتراف کوي چې تردوئ ډېردى
ماشاالله