د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

سخته هوا

عادل عادل
13.06.2010

سلامونه

وایي چې یو نادیده سړئ ښار ته راغلئ وو، په ښار کې یوې ودانئ ته د ننوتلو په مهال یې د یوې غټې شیشې سره ټکر وکړ، نو داسې یې وویل:

بیخ یې وباسې څومره سخته هوا وه


مبارزشاه
13.06.2010

وايي يو چينجی د مارانو په ډله كې روان وو.
په لار يې د څنګ مار څخه وپوښتل: مونږ ماران چيرته ځو؟؟
:)

خداى دې وكړي چې خوښه شوي مو وي.


مبارزشاه
13.06.2010

[quote:bb0e46462c]وایي چې یو نادیده سړئ ښار ته [color=red:bb0e46462c]راغلئ[/color:bb0e46462c] وو، [/quote:bb0e46462c]

دوه ځله عادل صاحب له دې خو داسې شكاري چې تاسو له هډه ښاريان ياست هملته اوسيږئ او دا كليوال سړی ښار ته درغلى وو :P


عادل عادل
14.06.2010

سلامونه

مبارز شاه وروره خدای دې جوړ کړه د ساده او کلیوال فرق خو کوه کنه، ........ د خپلې ټوکې تر سیوري لاندې رانشې .......

یوه بله ټوکه

وایي چې یو سړئ ښاري حمام ته ورغلئ و، او حمام ته د ننوتلو په وخت یې له ځانه سره یو خودکار قلم هم درلودئ، حمامچي ترې وپوښتل چې په دې خودکار څه کوې؟

ده ورته وویل کوم ځایونه چې وینځم نو په خودکار به یې نښاني کوم.


مبارزشاه
14.06.2010

[quote:39fd4994b8="عادل عادل"]ښاري حمام ته [color=blue:39fd4994b8]ورغلئ [/color:39fd4994b8]و[/quote:39fd4994b8]

دا ځل صحیح شوې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more