نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا دا رښتيا دي ؟
13.06.2010
که پتنګ خان يا باتور خان د لوستونکو له پاره ددې څو کرښو ژباړنه په غاړه واخلي بده به نه وي
Pakistan's ISI intelligence agency 'supports' Taliban
Page last updated at 01:03 GMT, Sunday, 13 June 2010 02:03 UK
E-mail this to a friendPrintable version By Quentin Sommerville
BBC News, Kabul
Taliban field commanders were interviewed by the report's author A new report claims to provide the most concrete evidence yet of direct links between Pakistan's ISI intelligence agency and the Taliban in Afghanistan.
The report says the ISI is providing funding, training and sanctuary to the Taliban on a scale much larger than previously thought.
The document was prepared by the London School of Economics (LSE).
A spokesman for Pakistan's military rejected the claims as part of a malicious campaign against the country.
'Rubbish'
The report's author spoke to nine Taliban field commanders in Afghanistan earlier this year.
He concludes that Pakistan's relationship with the insturgents runs far deeper than previously realised.
Some of those interviewed suggested that the ISI even attends meetings of the Taliban's supreme council. They claim that by backing the insurgents Pakistan's security service is trying to undermine Indian influence in Afghanistan.
The report concludes that without a significant change in approach by Pakistan, both the Afghan government and international community will find it impossible to end the insurgency in Afghanistan.
The spokesman for Pakistan's military said the claims were "rubbish" and part of a malicious campaign against the country's military and security agencies.
Bookmark with
DeliciousDiggFacebookredditStumbleUponWhat are these? E-mail this to a friendPrint Sponsor
AdvertisementAds by Google
MBA without Bachelor
British Online MBA for Managers Upgrade your career today !
www.college.ch
Forex Trading - GFT
New to forex? Try a risk-free practice account today. GFT
www.GFTuk.com
Visit Beautiful Riga
Enjoy Life, Culture, Party in Riga, Latvia. Pleasure Guaranteed!
Visit.LiveRiga.com
pattang
13.06.2010
ملا پتوا ل صيب اسلام عليکم !
انډيواله وخت دې خو شې ضا يع کړی ، دغه ډرامې خو مونږ په سلګونو وارې
لوستلې دي ، چې له " طالبانو سره ISI مرسته کوي " ٠ ددغوتوريو ( ISI) ليکنه
تکتيکي ده ٠ درسته به داسې وي چې د پاکستان دولت ، حکومت له طالبانو سره
مرسته کوي تر څو چې د هند قدرت او واک په افغانستان کې کم کړي ٠
نو داخو کومه بده خبره نده ،زه که د پا کستان ددولت مشر وی ما به هم داسې کار
کړی وو٠ خو افسوس زمونږ د روڼ انديو په حال چې خپله لکۍ په خپله پورته کوي٠
نن زمونږ هېواد اشغال دی ، دولتي لاسپوڅي ازادې خبرې نشي کولی حتا په جرګه
کې هم د اشغالګرو جنرالان ناست وي او د خپلو اجنټانو خبرې سيمولتان اورې٠
لنډ ه خبره :
[color=red:fc01a852ef]هر څوک چې له مقا ومت سره مرسته کوي کور يې ودان ، که له برې
نه وروسته مقاومت ملي خيات وکړي او پرې سبوت شي ،با يد اولس ته ځواب
ورکړي ٠ [/color:fc01a852ef]
..Ahmadzai
13.06.2010
[quote:91a07a2a65]هر څوک چې له مقا ومت سره مرسته کوي کور يې ودان ، که له برې
نه وروسته مقاومت ملي خيانت وکړي او پرې سبوت شي ،با يد اولس ته ځواب
ورکړي ٠ [/quote:91a07a2a65]
زما هم همدا نظر دى, مقاومت مرستې ته أشد ضرورت لري, نور هرڅوك چې دې سختو شرايطو كې ورسره مرسته كوي, كور ېې ودان.
13.06.2010
پتنګ خانه ليکنه دې نه ده ژباړلې، د ارزښتونې خبره يې خو بيله ده:
همدا نن هم په نړۍ واله سطحه دا خبر تير شو چې ISI تر هغه زياته مداخله کوي چې مونږ يې تصور کولی شو. د طالب مشرانو د يوې مرکې له مخې ISI په کوټه کې
دطالبانو د شورا په غونډو کې برخه اخلي، هغوی رهبري کوي او طالب جنګيالي هم دوی د ترنېنګ لاندې نيسي ، ويل کيږي چې جګړې يې هم دقيقا پلانوي او
څارنه يې کوي . دغه ستا دليل هم همغه د ISI دليل دی چې وايي هند په افغانستان کې لاسوهنه کوي ، مونږ مجبور يو چې طالبان يې پر ضد وهڅوو او
ملاتړ يې وکړو . نو ځوانه دISI دلايل دې داسې راخپل کړي چې کټ مټ دې راکاپي کړي دي !
زه نه پوهيږم چې تاسره ولې ددې مسلې خپل يو حل او خپله طرحه نشته او که وي ولې يې نه وړاندې کوې چې هر حل د ISI دسياست په کونه کې لټوې ؟؟؟؟؟
او بيا د ISI د خطر په وړاندې دې دومره پياوړی ايګنورانڅ ولې خپل کړی چې وايې :
(که ISI وطن راتجزيه کړي او پښتانه سره لر او بر ګډ پاتې شي دا خو کومه بده خبره نه ده، او زه په کې څه زيان نه وينم (!!!)) ، حال داچې ښه پوهيږې چې
پاکستان ستا له غمه نه مړ او نه دومره ليونی دی چې د ډيورن له کرښې درته تير شي ، نو لر او بر څنګه سره يو ځای کوې (؟) او که نه داچې نعوذ بالله د پښتنو دا
پاتې خاوره هم پاکستان ته تسليمول او د پاکستان د بيرغ لاندې پښتانه سره يو کول غواړې (؟؟؟؟؟؟؟) يو بل چانس خوISI نه پښتون ته، نه طالب ته او نه تاته
درکوی پرته له مرګه ، اويا که کومه بله شخصي لار لرې چې نه په کې درته خدای مکړه نه طالب ، نه پښتون ، نه وطن او نه اسلام مطرح وي ، نو هم يې د نر
غوندې په ډاګه ووايه چې په علاج دې پوه شم !
او دا څه معنی چې :
که مقاومت له بري وروسته خيانت وکړ ولس ته به ځواب وايي (؟)، ولس ته د قدرت په وخت کې پرچميانو ځواب ووايه؟ خلقيانو ووايه ؟، تنظيمونو د کوم جنايت ځواب ووايه ؟؟؟ ، او طالبانو له اولس نه پوښتنه کړې وه چې دISI ملاتړ
واخلم که نه (؟) ، ايا ولس ورته ويلی چې دISI ملاتړ واخله ؟ چې په دا يو کار کې يې اولس نه دی پوښتلی، نو وروسته بيا د ولس څه پروا لري ؟؟؟؟؟؟؟
monir
13.06.2010
رپوټ: 'ای اېس ای د طالبانو کلک ملاتړ کوي'
له افغان طالبانو سره د پاکستان د استخبااتي ادارې د اړيکو په اړه خپور شوى دغه رپوټ وايي داسې دلایل شته، چې د پاکستان ای اېس ای له افغاني طالبانو سره ټينګ اړيکي لري او کلک ملاتړ يې کوي.
رپوټ کاږي ای اېس ای د افغاني طالبانو لپاره پټنځايونه او مالي سرچينې برابروي او په خپل هېواد کې روزنيز ځايونه ورکوي.
په رپوټ کې راغلي چې دا چاره وړاندې ډېره پټه وه او اوس ورو ورو په ډاګه کېدونکې ده.
دغه رپوټ چې د لندن پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې برابر شوی، خو د پاکستان د پوځ وياند بيا دا رپوټ رد کړی او د ايې د خپل هېواد د نامه د بدنامولو لپاره يو چل بللی دی.
[color=blue:385ec73a97]د رپوټ چمتو کوونکي د روان کال په لومړيو کې له شاوخوا نهو طالب مشرانو سره خبرې کړې او دا پايله يې ترې رايستلې، چې له افغان وسله والو طالبانو سره د پاکستان اړيکي د پخوا پرتله ډېر زيات شوي دي.
په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان استخبارات ان د افغان طالب جګپوړو مشرانو په خاصو غونډو کې هم ګډون کوي.[/color:385ec73a97]
وايي چې د پاکستان لخوا د طالبانو ملاتړ د اسلام اباد له دې امله دی، چې ګني په افغانستان کې د هند نفوذ مخ پر زياتېدو دی.
رپوټ کاږي، د پاکستان په دريځ دومره لوی بدلون ښايي افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ته دا ستونزه راوټوکوي، چې په افغانستان کې له وسله والو سره مبارزه لانوره پسې پېچلې او ستونزمنه کړي.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي دغه رپوټ هسې د پاکستان د بدنامولو لپاره خپور شوی، او غواړي چې د دغه هېواد استخباراتي اداره بدنامه کړي.
پاکستاني حکومت ويلي دا رپوټ له کينې او کرکې ډک دی.
تور لېست
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه له تور لېسته د يو شمېر طالب مشرانو د نومو پر ليرې کولو غور کوي.
کوم طالب مشران چې په دې تور لېست کې دي، پر سفر يې بنديز لګول شوی او شتمنۍ يې کنګل شوې ده.
په دغه لېست کې د 137 کسانو نومونه شامل دي.
د روانې مياشتې په لومړيو کې د سولې په ملي مشورتي جرګه کې د ګډونوالو لخوا پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غږ وشو، چې د ښه نيت د څرګندولو په خاطر له تور لېسته د يو شمېر طالب مشرانو نومونه ليرې کړي.
په دې لړې کې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي امر وکړ، د هغو طالب زندانیانو د دوسیې پلټنه له سره پيل کړي، چې د ناثابتو شوو تورونو له امله نیول شوي دي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100613_hh-isi-taliban-support.shtml
pattang
13.06.2010
[quote:8ac5526c54]د رپوټ چمتو کوونکي د روان کال په لومړيو کې له شاوخوا نهو طالب مشرانو سره خبرې کړې او دا پايله يې ترې رايستلې، چې له افغان وسله والو طالبانو سره د پاکستان اړيکي د پخوا پرتله ډېر زيات شوي دي. [/quote:8ac5526c54]
داسې چټل تورونه پرد اسې هوا او هوس دانګليس شيطاني او منا فقت واضح
کوي او بله دا پورته لودګي چې له نهو لوړ پوړيو طلب مشرانو سره خبرې شوې دي٠!!( دې خبرو ته خره هم خاندي خو اښغالګراو ګوډاګيان يې بيا هم تکراروي او
د کو کا کولا Coca-Cola ريکلامه يې ترې جوړه کړې ده)
دا دکوڅو دکونډو خبرې څو واره تکراريږي خو هر وخت يو څه نوی رنګ او تغير
پکشې راځې٠
انډيوا لانو بيا يې تکرار ه ومه ،هرڅوک چې مرسته کوي او په هر قسم چې وي
(که تخنيکي ، مالي ، لوجستيک ، ستراتيږي او پلان ) کور يې اباد غله يې
ډېره ٠ که مقاومت داسې خائن شه لکه کرزيخيل او اشغالګر نو هغوی به ملت
ته ځواب وايې او مقاومت به يې غا ښونه ور ماتوي ٠
دغه د جيب وړې ليکنې کلکې وساتۍ چې وخت مو ښه پرې تېر شي٠
مرګ په اشغالګرو او دکرزي په فاسد رژيم٠
monir
14.06.2010
سلامونه او ښې چارې
[quote:ea0c75dfd8="pattang"]انډيوا لانو بيا يې تکرار ه ومه ،هرڅوک چې مرسته کوي او په هر قسم چې وي
(که تخنيکي ، مالي ، لوجستيک ، ستراتيږي او پلان ) کور يې اباد غله يې
ډېره٠[/quote:ea0c75dfd8]
پوښتنه دا ده چې څوک له چا سره مرسته کوي؟
آیا پاکستان چې د طالبانو د امارت د ړنګیدو مهم عامل وله طالبانوسره مرسته کوي، چې د دشتي لیلی د شهیدان غچ واخلي یا دا چې د طالبانو رهبري د پاکستان د سیاست پلي کولو وسیله ده؟
زما په نظر یواځې دوهم دلیل کیدای شی! ځکه دا پاکستان و چې د خپل نوکران یې له کندوز څخه د التکو له لارې و اېستل او باقی جنګیالي یې شغالانو ته خوشې کړل! که د غچ خبره وی اول باید له پاکستانیانو او د طالبانو له رهبري څخه غچ واخیستل شي .
ټول پوهیدل او پوهېږي چې د طالبانو رهبری د آی اس آی په لاس کې ده خو عمده پوښتنه دا ده چې انګلیسان ولی په اوس وخت کې دا موضوع داسې په صراحت سره مطرح کړې ده؟ ښایی پاکستان ته په غیر مستقیمه توګه د انګلستان د نوي حکومت یو سیګنال وي چې د خپل دغه دوه مخې سیاست دې پای ته ورسوی .
درپوټ چمتو کونکي سره د الجزیرې د ټلویزیون مرکې ته ځیر شئ:
http://www.youtube.com/watch?v=XLJuDhzrQ8E&feature=player_embedded#!
په درنښت
ډاکتر څپاند
14.06.2010
[quote:7f160c2b68]ټول پوهیدل او پوهېږي چې د طالبانو رهبری د آی اس آی په لاس کې ده خو عمده پوښتنه دا ده چې انګلیسان ولی په اوس وخت کې دا موضوع داسې په صراحت سره مطرح کړې ده؟ ښایی پاکستان ته په غیر مستقیمه توګه د انګلستان د نوي حکومت یو سیګنال وي چې د خپل دغه دوه مخې سیاست دې پای ته ورسوی . [/quote:7f160c2b68]
منير ته سلام،
ټول پوهیدل او پوهېږي چې د طالبانو رهبری د آی اس آی په لاس کې ده خو انګلیسان خپل زاړه او زنګ وهلي سياسي چلول نه پکار اخيستو سره اوس هم
کولی شي چه ساده خلک تير باسي٠
په دې واقعيت چه افغان ولس تر هرچا پرې ښه پوهيږي پخپله رسمي ژبه نه
بلکه ديوې "علمي تحقيقاتي موسسې" په واسطه ،دعام ولس دتير ايستو لپاره
تبليغ کوي،لکه څنګه چه دځينې افغانانو په وسيله دخپل شتون او اشغال ددوام
لپاره دافغان ولس د تيرويستو بهانې خپروي٠
pattang
14.06.2010
[quote:5758629671]پوښتنه دا ده چې څوک له چا سره مرسته کوي؟
آیا پاکستان چې د طالبانو د امارت د ړنګیدو مهم عامل وله طالبانوسره مرسته کوي، چې د دشتي لیلی د شهیدان غچ واخلي یا دا چې د طالبانو رهبري د پاکستان د سیاست پلي کولو وسیله ده؟ [/quote:5758629671]
بې مانا هلکانه او بې منطقه تور دی٠
دطالبانو دړنګېدو علت پا کستان نه ، بلکې صليبي اشغالګر دې چې دتاريخ په
دورو کې يې اسلام ته په بده سترګه کتلي اوورته ګوري٠ عراق څرنګه وو هلته خو
طالبانونه وو ! دتښتې ليلي جنايت او پښتون وژنه يې له پا کستان سره څه ، هغه
دپښتنو کار دی چې په قدرت راشي ، حق د خدای نوم دی قاتلا ن يې بايد په شرعي
قانون محاکمه شي٠
دومه خبره ددوست او دوشمن خبره ده دوست هسې وايې او
دوښمن بل څه .
[quote:5758629671]زما په نظر یواځې دوهم دلیل کیدای شی! ځکه دا پاکستان و چې د خپل نوکران یې له کندوز څخه د التکو له لارې و اېستل او باقی جنګیالي یې شغالانو ته خوشې کړل! که د غچ خبره وی اول باید له پاکستانیانو او د طالبانو له رهبري څخه غچ واخیستل شي . [/quote:5758629671]
په پښتنو کې هم ځينې ستميان او نظاريان شته ، چې پورته کرښې يې يوه نمو نه ده
د غچ خبره به په جنګي حالت کې وي په سوله کې به قانون چلېږي٠
خو دا پورته نظاري کرښې دعطا ، دوستم او CIA جنايت په نورو ورتپي او دجنايت درجه يې نسبتي کوي٠ طالبان خو هغه وو چې وروسته له لا سليکه تسليم شول او بيا تاجکو ، ازبکو او هزارګانو مړه کړل ٠ په پښتو کې دې عمل ته
(دمور نيول وايې ) خو له بې هو يه خلکو څه ګيله !
پاکستان اخلاقي مسئوليت لاره چې خپل هغه مذهبي اشخاص چې له طالبانو سره
څنګ پر څنګ لکه نور ، اوزبک ، تا جک ، چيچينيا او عرب جنګېدل له مرګ او
بنديخانې څخه خلاص کړي ٠ دټولو جنګيالويو د خلاصون کار دپاکستان وظيفه
نوه٠ دطالبانو رهبري په isi پورې تړل ملي خيانت او دستميانو په خدمت کې ولاړ
کار دی٠
..Ahmadzai
15.06.2010
[color=darkred:95518e7198][size=18:95518e7198]دبریتانوي تحقیقاتي مؤسسې دپروپاګنډې په هکله داسلامي امارت درهبري شورا غبرګون! [/size:95518e7198][/color:95518e7198]
دوشنبه, 14 June 2010 12:33 - .تیره ورځ دلندن سکول آف اکانومییکس London School of Economics تحقیقاتي مؤسسې دیوه رپوټ په خپرولو سره دا ادعاکړې چې دپاکستان استخباراتي اداره دافغانستان داسلامي امارت پوځي اولوژیستیکي ملاتړکوي او پاکستاني استخباراتي چارواکي په اصطلاح دکویټې دشورا په ناستوکې په عملي شرکت سره دهغې په غړیوباندې خپلې غوښتنې په زورمني.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د دغې مؤسسې دا بي اساسه رپوټ دمؤسسې له لوري دامریکایي اوانګلیسي مصالحو دحمایت لپاره یوه بي حقیقته پروپاګنډه بولي دهغه په هکله لاندې توري اعلاموي.
۱ـ دامریکې،بریتانیې اوناټوتړون په شمول دناولی ایتلاف ټول پوځي ځواک نن په افغانستان کې داسلامي امارت دمجاهدینو دبریالیوعملیاتو په مخنیوي کې پاتې راغلی اوس غواړي چې خپلې علمي اوتحقیقاتي مؤسسې هم دافغانستان په اشغال او د دغه مسلمان ولس په ځورونه کې وکاروي چې د London School of Economicsدغه بي اساسه راپوریې یوه بیلګه بلل کیدای شي لهذا اسلامي امارت د دغې په اصطلاح تحقیقاتي مؤسسې دغه راپور دغربي سیاسي چارواکو یوفرمایشي ډرامه بولي نه دیوې علمي مؤسسې له لوري په استدلال اوحقایقو ولاړ علمي تحقیق.
۲ـ د یرغلګروپه وړاندې دجهاد اومقاومت قیادت دافغانستان له دننه دافغان مجاهد ولس په ملاتړ اوداسلامي امارت د مشرتابه له لوري پرمخ بیول کیږي، اودافغانستان په ۷۰٪ برخه باندې داسلامي امارت په کنټرول اوحاکمیت خپله دښمن هم اعتراف لري لهذا اسلامي امارت دی ته هیڅ ضرورت نه لري چې دافغانستان له پولوبهر ددغه ولسي مقاومت لپاره شوراګانې ولري.
۳ـ اسلامي امارت تل په دي ټکې ټینګارکوي چې په افغانستان کې روان مقاومت دافغانانو له لوري دیرغلګرودتیري په مقابل کې یوسوچه اسلامي اوافغاني مقاومت دی اودافغان ولس له داخلي ملاتړنه ماسیوا په بهرني ملاتړسره دهغه پرمخ بیول ناممکنه خبره ده ځکه که دخپل هیوادداولسي ملاتړ ماسوابهرنی ملاتړرول لرلای نودکرزي غلامه اداره خودنړی د۴۹هیوادونودپوځي استخباراتي اقتصادي اوسیاسي ملاتړڅخه برخمنه ده ولي نن هغه ددي ټولو بهرنیو اشغالګرودملاتړسره سره دافغانستان دمجاهدملت دملي مقاومت دلازیاتیدوپه مخنیوی کې پاته راغلي دي .
۴دپاکستان دحکومت چارواکي چی خپل ځانونه دامریکي لخواپه پيل شوی جګړه کې دمقابلې دلومړۍ کرښې مخکښان بولي اوپه دغه لاره کې په عملي توګه هغه څه ترسره کړي چې په وس یې پوره ول ؛ لهذا له هغوﺉ نه په افغانستان کې دامریکایانو په خلاف دجهادي مقاومت دملاتړخبره دانساني سالم قضاوت له مخي له محالاتو څخه ګڼل کیږي اوکه چيری پاکستان دمجاهدینو مرسته کولای بیا به یې اثرات ډیر څرګند وای .
۵ـ اسلامي امارت په ښکاره توګه د London School of Economics په شمول دټولې نړۍ علمي ،تحقیقاتي ،پوځي اواستخباراتي مؤسسوته بلنه ورکوي چې هغوﺉ دې راشي اودافغانستان په دننه کې دي داسلامي امارت په لیکوکې وګوري چې دهغوﺉ مجاهدین اوجهادي لارښوونکي افغاني اتلان دي اوکه کوم بل څوک او دکرزي دغلامې ادارې په لیکوکې دي هم وګوری چي ایاددوئ لارښوونکې افغان اتلان دي اوکه زموږدهیوادښکاره دښمنان اشغالګران اوبیادي نړیوالوته ددغه عیني واقعیت په آساس خپل علمي تحقیقات اوڅیړنې وړاندې کړي! په هغه وخت کې به په ریښتیاهم دغو مؤسسو خپل منل شوي معیارونه خپل کړي ،خپل حیثیت به یې ساتلی اوله مخې به یې نړیوالوته ګټور اکاډیمیک تحقیقات وړاندې کړي وي ، نه دزورواکانوپه فرمایش ترتیب کړې بي اساسه ډرامې!.
په پای کې اسلامي امارت دتولي نړۍ دخپلواکه اوپه ځانګړی ډول دګاونډیو هیوادونوڅخه غوشتنه کوي چي دزورواکانوداشغال په له منځه وړلوکې دافغانستان داسلامي امارت ملاتړته راودانګی ترڅوزموږمظلوم اوکړیدلې هیوادوال دظالمانوله اشغال څخه خلاص اودخپلواک نظام درلودونکي شي .
دافغانستان داسلامي امارت رهبري شورا
۱۴۳۱/۷/۲-۲۰۱0/۶/۱۳
pattang
15.06.2010
خدای پاک دوکړي چې دپتوال صيب او ملګرو يې سر پرې خلاص شي٠
15.06.2010
په دې کې شک نشته چې افغانستان اشغال او د کرزي اداره يې ګوډاګۍ او لاسپوڅې اداره ده !
خو دا ماهرانه جمله بندي هم وګورئ ، په قوسونو کې يې موخه روښانه شوې ده :
په دريمه ګڼه کې :
[quote:785f351175]که دخپل [color=darkred:785f351175]هیوادداولسي ملاتړ ماسوابهرنی ملاتړرول لرلای [/color:785f351175] (يعنې د ولسي ملاتړ سره خو دبهر ملاتړ رول لري ) نودکرزي غلامه اداره ... ولي نن ... ددي ټولو بهرنیو اشغالګرودملاتړسره سره ...دملي مقاومت دلازیاتیدوپه مخنیوی کې پاته راغلي دي . [/quote:785f351175]
[۴دپاکستان دحکومت چارواکي ( [color=blue:785f351175]نه ISI او نه د مسلم ليک د يو حکومت چارواکي، بلکې د د پيوپلي حکومت چارواکي مطلب دی [/color:785f351175]) چی خپل ځانونه دامریکي لخواپه پيل شوی جګړه کې دمقابلې دلومړۍ کرښې مخکښان بولي اوپه دغه لاره کې په عملي توګه هغه څه ترسره کړي چې په وس یې پوره ول ؛ لهذا له هغوﺉ نه ([color=red:785f351175] د ISI او زرداري د حکومت له چاواکوڅخه [/color:785f351175]) په افغانستان کې دامریکایانو په خلاف دجهادي مقاومت دملاتړخبره دانساني سالم قضاوت له مخي له محالاتو څخه ګڼل کیږي اوکه چيری پاکستان دمجاهدینو مرسته کولای بیا به یې اثرات (لا ) ډیر څرګند وای .
[quote]۵ـ اسلامي امارت په ښکاره توګه د London School of Economics په شمول [quote:785f351175]دټولې نړۍ علمي ،تحقیقاتي ،پوځي اواستخباراتي مؤسسوته بلنه ورکوي چې هغوﺉ دې راشي اودافغانستان په [color=red:785f351175]دننه کې ( [color=blue]نه بهر په کوټه کې [/color:785f351175])[/color]دي داسلامي امارت په لیکوکې وګوري چې دهغوﺉ مجاهدین اوجهادي لارښوونکي افغاني اتلان دي اوکه کوم بل څوک[/quote:785f351175]
[quote:785f351175]په پای کې اسلامي امارت دتولي نړۍ دخپلواکه اوپه ځانګړی ډول دګاونډیو هیوادونوڅخه غوشتنه کوي چي دزورواکانوداشغال په له منځه وړلوکې دافغانستان داسلامي امارت ملاتړته راودانګی ترڅو( [color=red:785f351175] په هغه صورت کې چې دا محققين رښتيا هم چيرې راشي او زمونږ په ليکو کې پاکستانيان وموندي، نو په دې پلمه به ترې ځان خلاصوو چې : مونږ خو ښکاره اعلام کړی و چې ګاونډيان دې مرستې ته راودانګي نو دا ټ،ل له هغې وروسته راغلي دي [/color:785f351175] ) څوزموږمظلوم اوکړیدلې هیوادوال دظالمانوله اشغال څخه خلاص اودخپلواک نظام درلودونکي شي . [/quote:785f351175]
آيا عجيب ضد او نقيض نه ده چې له يوې خوا بهرنی ملاتړ ردوي او له بلې خوا يې لا زيات ملاتړ ته رابولي ؟؟؟؟
[quote:785f351175]دافغانستان داسلامي امارت رهبري شورا ( په داخل کې شته ، [color=blue:785f351175] خو ولې نه په کوټه کې [/color:785f351175])[/quote:785f351175]
داسې معلوميږي چې دا اعلاميه که نور هېڅ نه وي ژباړلې خو حتماً طالبانو ده !
Lotfollah
16.06.2010
[quote:b081bcaf19="jalal ahmadzai"][color=darkred:b081bcaf19][size=18:b081bcaf19]دبریتانوي تحقیقاتي مؤسسې دپروپاګنډې په هکله داسلامي امارت درهبري شورا غبرګون! [/size:b081bcaf19][/color:b081bcaf19]
[/quote:b081bcaf19]
د تعجب ځای دی چې د طالبانو امارت دلندن سکول آف اکانومییکس London School of Economics تحقیقاتي مؤسسې د رپوټ په خپرولو چې دپاکستان استخباراتي اداره دافغانستان داسلامي امارت پوځي اولوژیستیکي ملاتړکوي او پاکستاني استخباراتي چارواکي په اصطلاح دکویټې دشورا په ناستوکې په عملي شرکت سره دهغې په غړیوباندې خپلې غوښتنې په زورمني، غبرګون ښيي او بې ځایه باټې وهي، خو د پاکستان د پوځ ویاندتورن جنرال اطهرعباس په څرګندونو چې وایي:
[color=blue:b081bcaf19]پاکستان دا توان لري چې د اوربند د ټینګولو لپاره طالبان له امریکا سره د خبرواترو مېز ته کېنوي[/color:b081bcaf19]، له ډاره بیخي غلي پاتي دي. !
http://pa.azadiradio.org/content/article/1775193.html
[quote:b081bcaf19]۲ـ د یرغلګروپه وړاندې دجهاد اومقاومت قیادت دافغانستان له دننه دافغان مجاهد ولس په ملاتړ اوداسلامي امارت د مشرتابه له لوري پرمخ بیول کیږي، [color=red:b081bcaf19]اودافغانستان په ۷۰٪ برخه باندې داسلامي امارت په کنټرول اوحاکمیت [/color:b081bcaf19]خپله دښمن هم اعتراف لري لهذا اسلامي امارت دی ته هیڅ ضرورت نه لري چې دافغانستان له پولوبهر ددغه ولسي مقاومت لپاره شوراګانې ولري. [/quote:b081bcaf19]
د لیکنې مؤلف د حاکمیت او د بې نظمی ایجادولو فرق یې ندﺉ کړﺉ ! څوک چې د شپې په تیارو کې بمونه خښوي او په پټه آن تر چادری لاندې خپلې چاودنې کوي د اوضاع حاکم کیدای نشی!
[quote:b081bcaf19]
۵ـ اسلامي امارت په ښکاره توګه د London School of Economics په شمول دټولې نړۍ علمي ،تحقیقاتي ،پوځي اواستخباراتي مؤسسوته بلنه ورکوي چې هغوﺉ دې راشي اودافغانستان په دننه کې دي داسلامي امارت په لیکوکې وګوري چې دهغوﺉ مجاهدین اوجهادي لارښوونکي افغاني اتلان دي اوکه کوم بل څوک او دکرزي دغلامې ادارې په لیکوکې دي هم وګوری چي ایاددوئ لارښوونکې افغان اتلان دي اوکه زموږدهیوادښکاره دښمنان اشغالګران اوبیادي نړیوالوته ددغه عیني واقعیت په آساس خپل علمي تحقیقات اوڅیړنې وړاندې کړي! په هغه وخت کې به په ریښتیاهم دغو مؤسسو خپل منل شوي معیارونه خپل کړي ،خپل حیثیت به یې ساتلی اوله مخې به یې نړیوالوته ګټور اکاډیمیک تحقیقات وړاندې کړي وي ، نه دزورواکانوپه فرمایش ترتیب کړې بي اساسه ډرامې!. [/quote:b081bcaf19]
څوک چې د خاورې د ۷۰٪ حاکمیت دعوا کوی حتما دننه په خاوره کې یو آدرس هم لری چې نړیوال هلته مراجعه وکړي!
و.افغان
16.06.2010
بحث جدي روان دی، د طنز اجازه دې هم وي.
[quote:14f7933e42="Lotfollah"]
څوک چې د خاورې د ۷۰٪ حاکمیت دعوا کوی حتما دننه په خاوره کې یو آدرس هم لری چې [color=cyan:14f7933e42] نړیوال هلته مراجعه وکړي [/color:14f7933e42]![/quote:14f7933e42]
يعنې چې نړيوال هلته بمبار وکړي. :arrow: :oops: :roll: :wink: :arrow: :lol: :D :) :P :x :twisted:
په درنښت