اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دتقليدحقيقت (دمومن مهاجرژباړه)
شبيراحمد
12.06.2010
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
داليکنه له لراوبرډاټ کام څخه را اخستل شوي ده
دتقليدحقيقت (۱۳) برخه
ژباړن : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
ددې لړۍ په تېره دوولسمه برخه کي موږداثابته کړه چي قیاس دین نه دی،ځکه قیاس نه دالله جل جلاله امردی نه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم . الله جل جلاله خوموږته وايي :
فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ.
ژباړه : که موپه یوشي کي اختلاف شونوالله اورسول ته یې وسپارئ که پرالله اوداخرت پرورځ ایمان لرئ .
داخوڅرګنده خبره ده چي قیاس ته رجوع کول نه الله جل جلاله ته رجوع ده اونه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته . اوالله جل جلاله داهم ویلي دي چي په وینااوکړنه کي ترالله او دهغه تررسول مه وړاندي کېږئ :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ . (الحجرات : ۱)
ژباړه : اې هغوکسانوچي دوئ ایمان راوړی ترالله اودهغه تررسول مه مخته کېږی .
اساسي خبره داده چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هیڅکله نه په خپله قیاس کړی اونه یې صحابه کراموته دهغه تربیه اوتعلیم ورکړی دی سره له دې چي الله جل جلاله وايي :
وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى 3 إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحَى (النجم : ۳،۴)
ژباړه : دی له ځانه خبرې نه کوي دانه ده مګروحې ده چي دته وحې کېږي .
څوک چي وايي محمدصلی الله علیه وسلم له ځانه خبرې کړې دي دهغوی قول په دې آیت سره مردوددی .بله خبره داده چي دادرسول اکرم صلی الله علیه وسلم دفرمان خلاف کار دی .
عن مالک بن انس رحمه الله یقول : الزم ماقاله رسول الله صلی الله علیه وسلم فی حجة الوداع (امران ترکتمافیکم لن تضلواماتمسکتم بهماکتاب الله وسنة نبیه .
(اعلام الموقعین .)
له امام مالک رحمه الله څخه روایت دی چي ویلي یې دي : هغه خبره ټینګه ونیسئ چي رسول الله صلی علیه وسلم په حجة الوداع کي کړې وه هغه داچي : ماتاسوته دوه شیان پرېښي که تاسوپه هغوپسي ټینګ لاس ونیسئ هیڅکله به بې لاري نه شئ هغه دالله جل جلاله کتاب اودهغه دنبي سنت دی .
همدارنګه ابن عبدالبرپه خپل کتاب جامع بیان العلم کي نقل کوي چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویلي دي :
لاتهلک امتي حتی تقع فی المقایس فاذاوقعت فی المقایس فقدهلکت .
(مخترجامع بیان العلم وفضله ۲۵۰)
یعني زماامت به ترهغوهلاک نه شي چي په قیاسونوکي نه وي واقع شوی کله چي په قیاسونوکي واقع شي نوهلاک شو.
له دې څخه دسپنې ورځې په شان جوته شوه چي دمسلمانانومرجع صرف قرآن کریم اوصحیح نبوي سنت دي لکه الله جل جلاله چي وايي :
فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ .
(سورة النساء ۵۹)
ژباړه : که موپه یوشي کي اختلاف شونوالله اورسول ته یې وسپارئ،که پرالله اوداخرت پرورځ ایمان لرئ .
ټول امت پردي متفق دي چي داختلاف پیداکېدوپه صورت کي قرآن اونبوي سنت ته رجوع واجبه ده،ځکه دادقرآن کریم امردی اوټولومفسرینوترې همدامعنی اخیستې ده چي درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په ژوندکي ده ته رجوع اړینه وه اودده تروفات وروسته دده سنت ته رجوع ضروري ده .
خورراشئ موږموله داسي یوسړی سره اشناکړوچي په اصولواوفروعوکي داحنافو مرجع دی اودهغه دکتابوله ویلوپرته هیڅ حنفي مفتي یاقاضي کېدای نه شي بلکي یوڅوک ترهغومجتهدکېدای هم نه شي چي دده کتاب المبسوط یې نه وي یادکړی داسړی دعلامه سرخسي په نوم یادېږي . وګورئ هغه په دې آیت کي دقیاس ثابتولولپاره څومره څرګنده لاس وهنه یاتحریف کړی دی . په خپل کتاب کي( چي داصول سرخسي په نوم مشهوردی) لیکي :
فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ .ان المرادبه القیاس الصحیح والرجوع الیه عندالمنازعة،وفیه بیان ان الرجوع الیه یکون بامرالله وامرالرسول ولایجوزان یقال المرادهوالرجوع الی الکتاب والسنة .
( اصول السرخسي ج ۲۱۲۹)
ژباړه : داحنافودالوی عالم وايي : په پورتني آیت سره ثابته شوه چي له دې څخه دمخالفت په وخت کي صیحیح قیاس ته رجوع کول مراددي اوپه دې کي داویل شوي چي دارجوع به دالله اورسول په امروي اوداخبره ناسمه ده چي له دې څخه مرادقرآن اوسنت ته رجوع کول دي .
درنولوستونکو! داخبره ترځمکې اواسمان هم درنه ده چي له قرآن اوسنت څخه قیاس مرداد شي .داددوئ دینداري اوالهي وېره ده چي دخپل مذهب داثبات لپاره په قرآن کي له لاس وهنې هم ډډه نه کوي .خودوئ داخبره له پامه غورزولې ده چي په قرآن کریم کي په لاس وهنه دوئ دیهودواونصاراووتقلیدکوي نه دامام ابوحنیفه رحمه الله چي په اړه یې الله جل جلاله په قرآن کریم کي وايي :
يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ (مائده :۱۳)
ژباړه : دوئ کلمې له خپله ځایه اړوي اودوئ ته چي کوم نصیحت شوی وودهغه لویه برخه ی هېره کړې ده .
دنسفي تفسیرلیکوال لیکي چي دتحریف مطلب دادی چي :یفسرونه بغیرماانزل یعني دنزول خلاف به له ځانه تفسیرکوي .(تفسیرالنسفي ج ۱ص : ۳۱۲)
راشئ اوس موپه نوروخطرناکولاس وهنوخبرکړم .مولوي محمودالحسن دیوبندي چي په شیخ الهندهم پېژندل کېږي دخپل کتاب په (۱۰۳) صفحه کي داآیت په څرګندډول تحریف کړی دی اصل آیت خوداډول دی : فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ . خوښاغلي یوازي دتقلیدثابتولولپاره داولی الامرلفظ پکي زیات کړی اووالیکي له همدې کبله الله جل جلاله وايي :
فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِوَاُوْلِی الْاَمْرِمِنْکُمْ .
خودحیرانتیاخبره داده چي ترننه هیڅ حنفي عالم پرهغه نیوکه نه ده کړې . همدارنګه مولوي محمودالحسن دیوبندي په سنن ابي داوودکي هم لاس وهنه کړې ده . امام ابوداوود په خپل کتاب کي دباب من رأئ القرأة اذالم یجهرپه نوم یوباب ایښی دی خوشیخ الهنددا باب داسي تحریف کړی اولیکلي یې دي : باب من کره القرأة بفاتحة الکتاب اذاجهرالامام
دهمدې تحریف دثابتولولپاره یوبل تحریف ته مجبورشوی اولیکلي یې دي : داباب په یوبل ډول هم ثابت دی باب من ترک القرأة فیماجهرالامام . حال داچي په نړۍ کي دابوداوود په بله هیڅ نسخه کي له مجتبايي پرته داعبارته نه شته . (وګورئ کتاب الردودص : ۲۴۱ ۲۴۶)
همدارنګه شبلي نعماني حنفي له ایمانه دعمل بېلولولپاره په آیت کي دواوپرځای دفا حرف زیات کړی دی اووايي چي فادوروستوالي معنی ورکوي چي په دې ډول دعمل درجه ترایمان وروسته شوه .
اصل آیت دادی :
ومن یؤمن بالله وعمل صالحا(الطلاق : ۱۱)
یعني څوک چي پرالله ایمان راوړي اونېک عمل وکړي .
خوده داسي تحریف کړی : ومن یؤمن بالله فیعمل صالحا. ( وګورئ کتاب الردودص : ۲۴۸)
همدارنګه په کراچي کي ادارة القرآن والعلوم الاسلامیه هم په مصنف ابن ابي شیبه کي دتحت السرة لفظ ورزیات کړی دی . څوپه دې سره ترنامه لاندي لاس نیول ثابت شي .
(مصنف ان ابي شیبه ج ۱ ص ۳۹۰)
حال داچي ددې ادارې تروجودوړاندي په دنیاکي دمصنف هیڅ داسي نسخه نه وه چي دالفظ دي پکښې وای . همدارنګه محمودالحسن دیوبندي صاحب په سنن ابي داوودکي یوبل حدیث چي په هغه کي دعشرین لیلة لفظ دی ده په حاشیه کي هغه په عشرین رکعة سره بدل کړی دی . څوشل رکعته تراوېح ثابتې شي سره له دې چي تردې وړاندي په ټولونسخو کي دعشرین لیلة لفظ ثابت دی وګورئ کتاب الردوود(۲۵۸) همداددې بزرګانودینداري اوتقوا ده . کوم کسان چي په دین کي لاس وهنه اوتحریف کوي دهغوئ په اړه الهي فرمان دی :
لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( المائده : ۴۱)
یعني ددوئ لپاره په دنیاکي سپکاوی اوپه اخرت کي سترعذاب دی .
الله جل جلاله دي موږټول په قرآن کریم اونبوي احادیثوکي له تحریفه وساتي . آمین!
اوس راشئ وګورئ دقیاس موجدڅوک دی اوبنسټ یې چاایښی دی؟ ابلیس لعین ته دالله جل جلاله ویناده :
قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلاَّ تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ .
(الاعراف : ۱۲)
ژباړه : الله وویل : کله چي ماامردرته وکړڅه شي دسجدې له کولومنعه کړې؟ شیطان وویل : زه ترده غوره یم،زه دې له اوره پیداکړی یم اودی دي له خټې پیداکړی دی .
ددې آیت په تفسیرکي عبدالله بن مسعودرضی الله عنه،حسن بصري اومحمدبن سیرین رحمة الله علیهماوايي :
اول من قاس ابلیس فاخطأفی القیاس فمن قاس الدین برأیه قرنه مع ابلیس .
( تفسیرکبیرج ۴ ص ۲۹تفسیرقرطبي ج ۴ ص ۱۱۰)
ژباړه : اول قیاس ابلیس وکړچي پکي خطاشونوچاچي په دین کي قیاس وکړالله به یې له شیطان سره ملګری کړي .
په دې ډول ابلیس قیاس وکړ،تېروتی اودقیاس کوونکوامام شو.
(دزیات تفصیل لپاره سنن دارمي باب تغیرالزمان ومایحدث فیه اودامام فخرالدین رازي تفسیرکبیروګورئ)
محمودالحسن الجميري
كريم كامران
12.06.2010
شبير احمد ورور ته سلامونه او نيكې هیلې چې د مومن مهاجر لیکنه یې رانقل کړې ده.
د مومن مهاجر لیکنه مې سرترپایه کرښه په کرښه ولوسته، د وهاج ساپي صاحب هغه خبره رایاده شوه چې (من تکلم في غیر فنه أتى بالعجائب) څوک چې په پردي فن کې ګړیږي ډیر عجائب او غرائب به ترې واورې.
دا چې مومن او مهاجر ورور هم دلته عجائب او غرائب غږولي ددې ښکارندويي کوي چې په پردي مسلک کې لګیا دی، او یا تازه ددې فن ډګر ته ورګډ شوی دی.
زه به په لنډ ډول د مومن او مهاجر ورور په هغو دلائلو باندې خپل تعلیق څرګند کړم چې د نوموړي په اټکل قیاس ورباندې مردود ثابتیږي، او همدارنګه په هکله به د نوموړي د ناسم اخذ د سمونې کوښښ وکړم:
[quote:8259d3e6c9]فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ .ان المرادبه القیاس الصحیح والرجوع الیه عندالمنازعة،وفیه بیان ان الرجوع الیه یکون بامرالله وامرالرسول ولایجوزان یقال المرادهوالرجوع الی الکتاب والسنة .
( اصول السرخسي ج ۲۱۲۹)
ژباړه : داحنافودالوی عالم وايي : په پورتني آیت سره ثابته شوه چي له دې څخه دمخالفت په وخت کي صیحیح قیاس ته رجوع کول مراددي اوپه دې کي داویل شوي چي دارجوع به دالله اورسول په امروي اوداخبره ناسمه ده چي له دې څخه مرادقرآن اوسنت ته رجوع کول دي .
درنولوستونکو! داخبره ترځمکې اواسمان هم درنه ده چي له قرآن اوسنت څخه قیاس مرداد شي .داددوئ دینداري اوالهي وېره ده چي دخپل مذهب داثبات لپاره په قرآن کي له لاس وهنې هم ډډه نه کوي [/quote:8259d3e6c9]
خو مومن او مهاجر ورور دې ته پام نه کوي چې مسلمان هیڅکله په هغه شي کې په قرآن او سنت ثابت وي منازعه نه کوي، که ایت شریف له سر څخه وګورې داسې دی:
یاأيها الذين آمنوا أطيعوا الله وأطيعوا الرسول فإن تنازعتم في شيء فردوه إلى الله والرسول.
یعنې ای مومنانو! تاسو د الله جل جلاله او د پیغمبر اطاعت وکړئ، بیا که چيرته په کوم شي مو تنازع پیدا شوه نو الله جل جلاله او پیغمبر ته رجوع وکړئ.
نو ددې ایت معنی دا شوه چې په هغو شیانو کې چې په قرآن او سنت کې پرې صریح حکم راغلی وي دهغه اطاعت وکړئ، بیا که چیرته داسې موارد رامخته شول چې چې په قرآن او سنت کې یې په اړه صریح حکم نه وو، او تاسو یې د حکم په اړه د نظر اختلاف درلود نو د اجتهاد او قیاس په چوکاټ کې قرآن او سنت ته رجوع وکړئ هرومرو به یې په اړه په قرآن او سنت کې په اشارة النص یا عبارة النص سره حکم ومومئ.
دا چې قیاس له کومه پکې راغی؟ آیا قیاس شرعا کوم حیثیت لري؟ لاندې یې ځواب موندلای شئ:
الله جل جلاله فرمايي: فاعتبروا یا أولي الأبصار.
ای د بصیرت خاوندانو! تاسو عبرت واخلئ.
(اعتبار) چې په ایت شریف کې ذکر شوی، په لغت کې د یو شي مقایسه کول، او اندازه کول په بل شي باندې، ته وايي.
ثعلب احمد بن یحیی چې یو نحوي او لغوي دی، وايي اعتبار، قیاس ته ویل کیږي.
نو د اعتبار معنی دا شوه چې یو شي ته له بل شره مشابهت ورکړې، او په دې باندې د هغه حکم وکړې، او ورسره مساوي یې وګڼې، او قیاس هم بل شی نه دی پرته له همدې څخه.
نو څرنګه چې په ایت شریف کې په اعتبار باندې شوی، نو ددې معنی دا شوه چې قیاس مامور به څیز دی.
الله جل جلاله فرمايي: ان الله یأمركم بالعدل والإحسان.
الله جل جلاله تاسو ته په عدل او نیکۍ کولو امر کوي.
امام ابن تیمیة وايي: عدل دې ته وايې چې په حکم کې دوه متماثل شیان سره برابر وګرځوې، چې پرته له شکه دا ایت قیاس ته هم شامل دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ښځه راغله ورته ویې ویل چې زما مور مړه شوې او په هغې باندې د نذر روژې پاتې دي، آیا زه یې ادا کړم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: آیا که چیرته په هغې باندې پور (قرض) پاتې وو تا به ادا کړی وو؟ ښځې وویل: هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: فدين الله أحق بأن يقضى: نو دالله جل جلاله پور ددې ډیر مستحق دی چې ادا کړی شي.
په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د قیاس لارښوونه کوي، چې د الله جل جلاله حق یې په حکم کې (چې ادا کول دي) د بنده په حق باندې قیاس کړ.
عمر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ایا د خپلې بي بي په مچې کولو سره روژه ماتیږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ایا په مضمضه باندې روژه ماتیږي؟، یعنې رسول الله صلی الله علیه وسلم مچې کول په مضمضه باندې قیاس کړل، او حکم ددواړو یو شی شو چې په یوه باندې هم روژه نه ماتیږي.
او دا چې مومن او مهاجر ورور د ځینو ایتونو تفسیر په تحریف باندې تعبیروي، دنوموړي خپل اخذ دی، که چيرته نوموړي وویني مفسرین دا نه وايي چې ددې توري په ځای دا توری تلاوت کوئ، بلکې وايي ددې توري معنی دا ده، لکه په دې ایت کې:
ولأصلبنكم في جذوع النخل.
چې مفسرین وايي په عربي ژبه کې حروف جر کله کله د یو په ځای بل استعمالیدای شي نو دلته هم (في) د (علی) معنی ورکوي.
نو دا خو تحریف نه شو، په قرآن کریم کې د نورو اعجازونو ترڅنګ ډیر ستر لغوي اعجاز هم پروت دی، دا یو جلا موضوع ده، که چيرته، ته د قرآن کریم د لغوي اعجاز په اړوند پلټنه، تحقیق او مطالعه وکړې نو وبه پوهیږې چې دغه څه چې ته یې تحریف بولې، دقرآن کریم تفسیر دی، البته هغه څوک یې په راز ښه پوهیږي چې څه ناڅه دعربي ژبې له لغت، او بلاغت، او ادب سره اشنايي ولري.
په اخیر کې مهاجر ورور د شیطان د قیاس کیسه ذکر کړې، که فکر وکړي د ابن مسعود او ابن سیرین قول خپله په مهاجر ورور باندې حجت دی چې:
فمن قاس الدین برأیه..
چا چې په دین په خپله رایه قیاس وکړ.
خو هغه قیاس چې دخپلو خواهشاتو په اساس نه وي، او مصدر یې قرآن او سنت وي، هیڅکله له دین سره په ټکر کې نه دی بلکې په دې ډول قیاس باندې دین هم امر کوي.
نو هیله ده هغسې قیاس چې ابلیس علیه اللعنة کړی، او د خپلې رایې په استنباط یې کړی، له هغه څخه ډډه وکړو، او دهغه قیاس پلوي واوسو چې له قرآن او سنت څخه سرچینه اخلي.
و.افغان
12.06.2010
الله جل جلاله دې زمونږ دا ملګری په سمه کړي، چې هر څه يې ګډوډ سره نغاړلي دي.
ليکنه کې يې بېځايه مجازفات دي، چې له مخې يې ظاهري ورته ويل کېدی شي.
نوموړی بايد د سلفيت او ظاهريت فرق سره وکړي، په داسې جزافي ډول د قياس
ردول د اسلامي امت د اجماع خلاف کار دی.
په عربو کې داسې شخص ته حاطب ليل وايي:
کوم کس چې د شپې له خوا په غره کې لرګي ټولوي، نو د مار او لرګي فرق نه کوي،
هر څه په خپل بار کې تړي.
په درنښت
ع کريم حليمي
12.06.2010
درنو او مکرمو ، استاد قاري صاحب او كريم كامران صاحب ، او درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ
مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ
سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ
وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِفِي
جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ