د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نړيوال دافغانانودخوښيو دښمنان دي

Stoman Niazi
11.06.2010

نړيوال دافغانانودخوښيو دښمنان دي

عزت الله نيازى
دانسانوپه جامه کښې تش په نامه بشردوستان چې د بشردوستۍ ټاپې يې په تندې لګولې.ليکن په دې نه پوهيږې چې بشردوستې څه ته وايې.آيا بشردوستي دې ته وايې چې دخپل ژوند دهوسا کولو له پاره دزرګونو نورو بې ګناه خلقو ژوندپه خطر کښې اچول اوخوشحالې يې په غم بدلول.ليکن دغوبشردوستانو څوڅو ځله دعامو خلکودخوشحالئيو په مراسمو بمبارې کړيده.په ننګرهار کښې يې دواده په مراشمو بمبارې وکړه او په لسګونو بې ګناه ښځې،نارينه اوماشومان يې په سرو وينو ولړل او خوشحالې يې ورته په ماتم بدله کړه.هيچا ترې پوښتنه ونه کړه چې دا ولې .په شينډنډکښې يې په بې ګناه افغانانو د شپې له خوا بمبارې وکړه.په کندوزکښې دخپلو تلفاتو دغچ اخيستلو لپاره د يو څو ګوډاګيو په همکارۍ يو پلان جوړ کړاو په لسګونو پې ګناه تنکې ځوانان يې په شهادت ورسول او وروسته يې بيا داسې وويل چې دغه ټانکرې طالبانو تښتولې وې نو ځکه مونږپه بمبارۍ لاس پورې کړ.ليکن په اصل کښې دغه يو طرحه شواى پلان وه.دغه د افغانانو وژل او بمبارې کولو سلسله اوس هم جاري ده.د هغې تيرې شپې پيښې په آړه به مو هم اوريدلې وي .چې دکندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ او د ناګهان په سيمه کښې په داسې حال کښې رامينځته شوه چې خلک د واده په مراسمو کښې را غونډشوې وه.چې په دې پيښه کښې د څلويښتو څخه زيات کسان شهيدان شول او په لسګونو نور ټپيان شول.دې پيښې نه وړاندې هم د امريکايانو په وحشيانه بمبارۍ کښې هغه بې ګناه بزګران په داسې حال کښې شهيدان شول چې دوى دانګورو په راټولولو کښې اخته وه. چير ته دې هغه بشردوستان چې دبشردوستۍ چغې وهي کاش چې په دې غمجنه صحنه کښې کوم يو بشردوست موجود واى چې دمظلوموبې ګناه انسانودانګې دانګې اندامونه اوپه وينو سرې لوپټې اود نکريزو په ځاى په وينو سره لاسونه يې ليدلې واى.کاش چې دښځو او ماشومانو سلګۍ او زګيروې يې اوريدلې واى ليکن هيڅ څوک نه وه.هر څه چې تير شوه په همغو تير شول چې په سرو وينو کښې يې غوټې وهلې.لکه وايې ځمکه هغه سوزې چې په اور پرې بليګې.کرزى او ياهم نور چارواکې لکه فهيم،خليلې وغيره يې څه کوې،هو رشتياهم هيڅ نه شې کولى دوى خو هم هغه کاسه څټې په کومه کښې چې امريکايان يې خورې.بس صرف دومره کولى شي چې يو حئيت به ور وليږې اويو څو ورځې به دغه تګ راتګ به وي.او دپلټنو دبشپړيدو وروسته به امريکايان دهغوى نه معافې وغواړې او کورنئيو سره به يې مالې مرستې وشې هغه هم ديولک افغانئيو.آفرين شه کرزى صاحب په دې اسلامې حکومت دي.آفرين شه بشردوستانوپه دې بشردوستې مو.د نيويارک په تجارتې بلډنګونو په پيښه کښې وژل شوؤ امريکايانود غچ اخيستلو لپاره ددوه پنځوس هيوادونو فوځيان افغانستان ته راغلل .په نهو کالو کښې يې په زرګونوبې ګناه افغان په شهادت ورسول.ټول افغانستان يې اشغال اوپه کنډواله يې بدل که.محبسونه يې له زندانيانو ډک کړل.د ټول افغانستان شتمنۍ يې چوراو تالان کړې ځکه چې يو څوزره امريکايان په نيويارک تجارتې سنټر کښې وژل شوې دي.ليکن دافغانانو وينه به دومره کم ارزښته وې چې د سر بيعه به يې صرف يو لک افغانۍ او يا دحج ټکټ وي.نه داسې کله هم نه شې کيداى.په دې کار به ستاسو دهغو شهيدانودوينو سره غټه جفا وي.هسې دخپل شهيد شهادت په دغو يو لک افغانيئومه خرابوۍ.کومې پيسې چې تاسوته يې د حج لپاره يې در کوي دا دهغومظلوموافغانانو،عراقيانو،صوماليې دخلکوڅخه زبيخل شوې وينې دي.که دوى مونږته ټوله امريکا هم را کړې خوزمونږ ديو شهيد قيمت نه شې پورکولى. دسوک جواب په سوک ورکوؤ او برخليک به يې دروس نه هم بدتروي. انشاءالله Email:nzniazi@yahoo.com


shokoor
11.06.2010

سلام علیکم
حقیقت خدای ته معلوم دﺉ. نیازی صاحب او د طالبانو ویاند قاری احمدی ادعا کوی چې د واده په مراسمو کې ائتلافی ځواکونو بمباری کړې ده. دولت ، ځینې رسنۍ او عینی شاهدان وای چې یو ځانمرګي برید و. دا چې په تېره کې دواړو خواو هم بهرنی ځواکونو او هم طالبانو داسې اعمال تر سره کړي دي او بیا یې درواغ ویلي چې دوی دا کار ندی کړئ . نوسخته ده چې د دوی په خبرو باور وشی.
ځینې بیا وایی چې د ارغنداب پېښه د يوه پوليس په واده کې رامنځته شوې او د روغتون د مسؤلینو څرګندونې هم دا خبره تائیدوی، ځکه د ښځو او ماشومانو تر څنګ ډېر نظامی خلک هم تلف شوي دي.
هر څه چې و الغیب عندالله !
http://www.kandahartv.com/fullstory.php?id=8838

http://larawbar.com/comments.php?newsid=4556

والسلام


عبد السلام
13.06.2010

شکور خانه ! زه هم وایم چې والله اعلم :
BBC نن ۱۳/۶/ ۲۰۱۰د (London School of Economics LSE). د څیړنې په حواله ISI دطالبانو کلک ملاتړئ کڼلی . او وایی کوم شکوک چې د ISI په اړه پخوا موجود وو ،تر هغې هم لازیات ISI د طالبانو په حمایه ، اوروزنه او اکمال ککړ دی .
http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/10302946.stm

همداراز یو دوه ورځې دمخه داسې یو خبر هم خپور شو چې طالبانو په هلمند کې یو اته کلن هلک دجاسوسۍ په تور په دار ځوړولی . زه خو نپوهیږم چې د دا راز فجایعو مرتکبین به څوک وي ؟


ډاکتر څپاند
13.06.2010

دکابل دحکومت داستخباراتو دادارې مستعفي رئيس،امرالله حالح دشمشاد دتلوزيون دمرکچي،دپوښتنو په ځواب کې دنورو "حقايقو"دڅرګندولو تر څنګ
داسي وويل :

[color=red:c0e19daf46]امريکايان ښه خبر دي چه ملاعمر په کوټه کې دی مګر دوئ پنجوائي بمباردي![/color:c0e19daf46]


شبيراحمد
13.06.2010

ټولوته سلامونه اوښې هيلي

[quote:49abdafbcf]دکابل دحکومت داستخباراتو دادارې مستعفي رئيس،امرالله حالح دشمشاد دتلوزيون دمرکچي،دپوښتنو په ځواب کې دنورو "حقايقو"دڅرګندولو تر څنګ
داسي وويل :

امريکايان ښه خبر دي چه ملاعمر په کوټه کې دی مګر دوئ پنجوائي بمباردي![/quote:49abdafbcf]

چې په دې هم پوهېږي چې امريکايان له القاعدې سره يودي ياورسره ملګري دي
نوبياولي په داسي حکومت کي کارکوي چې دامريکاپه مټ رامنځته شوى وي ؟
اوکه يې استعفاورکړي ده اودتقاعدي تنخوورته کمه ورځي ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more