نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د غزنی ولایت په قرغه باغ ولسوالئ کی د طالبانولومړئ،پرمختیایې پروژه
طالب ISI
09.06.2010
د قره باغ اوسېدونکي د ټېلېفون کولو لپاره غزني ښار ته راځي
ميرويس همت - Jun 6, 2010 - 16:43
غزني ښار
د غبرګولي ١٦مه، ١٣٨٩ ، پژواک خبري اژانس
د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي له تېرو دوو اونيو راهيسې د ټېلېفون کولو لپاره ( ٥٥ ) کيلومتره لرې د غزني ښار ته راځي.
په دې ولسوالۍ کې د روان لمريز کال د غويي د مياشتې په ٣٠مه، د ټولو ټېلېفوني شبکو پر فعاليت د ځايي طالبانو له لوري بنديز ولګول شو.
د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى عبداللطيف، چې وايي ورور يې د پاکستان په کراچۍ کې دى، نن يې ( د غبرګولي په ١٦مه) د احوال اخيستلو لپاره د غزني ښار ته راغلى و.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مخکې به يې له ورور سره له خپله کوره مخامخ ټېلېفوني اړيکې لرلې او د کورنۍ ټولو غړيو به ورسره خبرې کولې.
د نوموړي په وينا، په تېرو دوو اونيو کې يې له هغه هېڅ احوال نه درلود، نو ناچاره شو، چې د احوال اخيستلو لپاره غزني ته راشي.
په دې ولسوالۍ کې ټولې ټېلېفوني شبکې،روشن، افغان بيسيم، اتصالات او ام ټي ان ګرځنده خدمتونه لري.
د محمد انور په نوم يو بل تن هم ورته ستونزه لرله او دوه ورځې مخکې په دې نيت د غزني ښار ته راغلى و، چې له خپل ورور سره په هرات کې اړيکې ونيسي.
دى وايي، چې ورور يې د هرات په پوهنتون کې محصل دى او له تېرو دوو اونيو يې د هغه په اړه احوال نه درلود او دغه راز هغه هم د خپلې کورنۍ له ښه او بده هېڅ احوال نه درلود.
دا نه ده معلومه، چې د يادو شويو شبکو فعاليت به څه وخت بيا پيل شي، خو خلک او چارواکي وايي، چې طالبانو د شپې له مخي د پټو عملياتو د مخنيوي په موخه د ټېلېفوني شبکو پر کار بنديز لګولى دى.
د قره باغ يو بل اوسېدونکى سردار محمد هم ورته ستونزې لري او وايي، چې د خپل کار د ترسره کېدو په نيت په تېرو دوو اونيو کې يوازې د ټېلېفون کولو لپاره دوه ځلې غزني ته راغلى دى.
د قره باغ ولسوال محب الله خپلواک هم دا مني، چې د قره باغ خلک او په ځانګړې توګه سيمه ييز سوداګر له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د هغه په خبره، نن سبا هر پنځم کس له ګرځنده ټېلېفونه کار اخلي، نو له همدې امله ده، چې د سيمې اوسېدونکي له خپلو دوستانو سره، که د هېواد په دننه کې دي او که په بهر، اړيکې نه لري.
ولسوال د ستونزې ټوله پړه پر طالبانو ور واچوله او زياته يې کړه، چې د ټېلېفوني اړيکو په پرېکېدو به هېڅکله د عملياتو مخه ونه نيول شي.
د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس انجنير عين الدين وايي، چې د قره باغ د خلکو د ستونزو د بېړنۍ هواري په نيت يې هلته د افغان ټيلي کام دستګاه فعاله کړې ده.
نوموړى وايي، چې د مخابراتي کمپنيو له استازيو سره يې خبرې کړې دي، خو هغوى ته د طالبانو له لوري ګواښ شوى دى.
د مخابراتو رييس زياتوي، چې مخابراتي کمپنۍ ناچاره دي چې دا ګواښ ومني، کنه د دوى انتنونه سوځول کېږي، چې دا انتنونه ډېره لوړه بيه لري.
د ده په خبره، يو نيم کال مخکې هم په قره باغ کې داسې ستونزه وه، چې بيا د باران په کلا کې د مخابراتي شبکو څو انتنونو ته اور واچول شو.
ځايي طالبان هم دا مني، چې د ټېلېفون له بندېدو سره د خلکو ستونزې زياتې شوې دي، خو وايي چې بله لاره نشته، ځکه ټېلېفونونه د طالبانو لپاره يو خطر دى.
د طالبانو يو ځايي قوماندان مولوي حبيب الله وايي، چې په دې اړه ټول تصميم د قره باغ د طالبانو په لاس کې دى.
طالبانو د ټېلېفوني شبکو د بندولو پرېکړه هغه مهال وکړه، چې کله په قره باغ کې د ناټو د ځواکونو له لوري د شپې له خوا د طالبانو خلاف هوايي بريدونه زيات شول.
د مخابراتو وزارت وايي، چې دولت ددې حق نه لري چې په بحراني حالاتو کې پر شرکتونو فشار راوړي.
د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) مشر انجنير خيرمحمد فيضي هم وايي، چې دغه ستونزه له ډېر پخوا څخه د هېواد د سوېلي ولايتونو په يو شمېر ناامنو ولسواليو کې موجوده ده.
فيضي څو ورځې مخکې پژواک ته ويلي و، چې ډېر وسلوال مخالفين خپل انتقالات د شپې له خوا کوي، نو داسې فکر کوي، چې دوى د همدې ټېلېفوني سيسټم له لارې تعقيبېږي، نو ځکه دغه شبکې يې ګواښلي، چې د شپې له خوا خدمات بند کړي.
هغه وويل، چې د ټېلېفوني خدماتو له وړاندې کوونکيو شرکتونو د جوازونو له مخې دولت ددې حق نه لري، چې په بحراني حالاتو کې پر هغوى فشار راوړي .
ګرانو لوستونکو یو وقت می ښه په یاد دی، چی خلک به د تیلفون کولو لپاره پاکستان ته تلل، امریکا ته یوه دقیقه په سل کلداری وه، اروپا نه وه راته معلومه.
نن طالبان غواړی همغه حالت په پښتنو راولی.
د امریکا کلنئ G.D.P
۱۴ ټرلیونه ده، چی یو ټریلیون زر ملیارده کیږی، نو اوس دا شوی ۱۴ زړه ملیارده.
په عرق او افغانستان کی تر اوسه د ټولومصارفو خبره یوه ټریلیون ته نه ده رسیدلی.
نو آیا داسی یوه شیطانی او اقتصادی ځواک ته د سټلیاټ ټلیفون (چی بی له ستنو کار کوی) اخیستل او خپلو جاسوسانو ته ورکول، کوم ګران یا مشکل کار دی؟؟؟
هیله طالبان نور په افغانانو ظلم بند کړی.