د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

له ډوډۍ مخکي "بسم الله" او وروسته دوعا

شبيراحمد
07.06.2010

ټولوقدرمنوته په ټوله مينه

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

خداى دي وکړي چې روغ جوړاوپه ورځنيوچاروکي برالي يئ
په دې هکله مي په فورم کي څه ونه ليدل نوځکه مي مهمه وکڼله چې دډوډۍ
مخکي او ورسته دوعاله تاسومحترمينوسره شريکه کړم .

له ډوډۍ خوړلومخکي دوعا

بسم الله الرحمن الرحيم
الهم بارک لنافى مارزقتناوقناعذاب النار

له ډوډۍ خوړلووروسته دوعا

الحمد لله رب العالمين، الحمد لله الذى أطعمنا وسقانا، وأشبعنا وأروانا، وكسانا وهدانا، وجعلنا مسلمين. اللهم أطعمت وأسقيت، وأشبعت وأرويت، وكسيت وهديت، فلك الحمد ربنا على ما أعطيت، اللهم كماأطعمتنا طعاما حلالا طيبا فاجعله قوة وعونا لأبداننا على طاعتك. جزى الله المحسنين خيرا وعوضهم أجرا بارك الله لهم في أموالهم وذرياتهم وأرزاقهم، وسع الله عليهم، زادهم الله من واسع فضله، آجرهم الله فيما أنفقوا وبارك لهم فيما أبقوا، أكل طعامهم الأبرار وصلت عليهم الملا ئكة الأخيار وذكرهم الله فيمن عنده. هنأ الله من أكل وأخلف على من أنفق. اللهم أعز الإسلام والمسلمين وأذل الشرك والمشركين وصل اللهم وسلم وبارك على سيدنا محمد وعلى اّله وصحبه أجمعين.

ستاسود نېکودوعاګانوپه هيله

ستاسوشبير

په درناوي


وصيل پېروز
07.06.2010

السلام عليکم
محترم شبيراحمدصاحب! ښه موضوع مومطرح کړې ده خوتاسوچي کومي دعاوې وړاندي کړې دي هغوته موحوالې نه دي ورکړې چي دادعاوې تاسوله کومه کړې دي؟ که موداسي کړي وای ډېربه ښه وواوهرچابه پرې اعتمادکړی ووخواوس هرچاته ددې په ليدلوشک ورلوېږي اويوه بله لاداپوښتنه هم ورسره پيداکېږي چي ايادادعابه څه ډول کوي،په اجتماعي ډول که په فردي،په لوړاوازکه په ټيټ؟.
که په دې اړه خپل معلومات له مستندوحوالوسره يوځای له موږسره شريک کړئ مهرباني به مووي .
مننه


كريم كامران
07.06.2010

شبیراحمده وروره
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

لکه چې نن دې ښه غوړه میلمستا وهلې ده او بیا په مړه خیټه کمپیوټر ته ناست یې :lol: :lol:

خو زه ډاریږم چې آیا دا خو به میراثي دعاګانې نه وي؟ میراثي مې ځکه وویل چې څو ورځې مخکې په همدې فورم کې یو لیکوال کیسه لیکلې وه چې په مقر کې له کوم ملا نه چا پوښتنه کړې وه چې داستنشاق په وخت کې کومه دعا وایم ملا ویل چې انا دې کومه دعا وايي، ده ویل هغه خو انا اعطینا، وايي ملا ورته ویل بس ته هم همدا وایه.
نو شبیراحمده وروره ټوکه دې پکې وي که دا دعا دې دمقر له ملا زده کړي وي نو بیاخو یې څوک نه مني درسره، او که ماثوره دعا وي نو په سرسترګو یې منو.
هیله ده که چیرته ماثوره دعا وي نو مرجع او مصدر یې ذکر کړې.


zulfaqar
07.06.2010

زما سلامونه هم ومنئ.. ځینې خلک د ډوډۍ وروسته قدم وهي او چهل قدمي یې بولي، او ځينې وايي دا کار سنت دی.
آیا چهل قدمي کوم شرعي حیثیت لري؟
والسلام


شبيراحمد
08.06.2010

ټولوپوښتونکيوته

سلامونه اوښې ارزوګاني

محترمو ! دادوعاماپه لاندي پاڼه کي وليده چې خونديې راکړنوځکه مي دلته
هم وليکله .

http://www.ossv.org/vb/showthread.php?s=9ae30868c3a3dc92504eab775dd56996&t=305

نوګرانو په دې دوعاکي اکثرداسي جملې شته چې رسول اکرم صلى الله عليه وسلم
فرمايلي دي البته ځيني ځايونه پکي داسي هم شته چې دنبي عليه السلام په
فرمايل شويوالفاظوورزيات شوي دي .
مطلب داچې دوعاښه دوعاده که دومره سيکه نه لرئ چې ويې لولئ نوبيايوازي
دغه دوعالولئ .

الحمدلله لذي اطعمناوسقاناوجعلنامن المسلمين

اودذولفقارورورخبره ماهم اورېدلي ده البته مرجع يې نه ده راته معلوم .

خداى جل جلاله موپه دونيااواخرت کي کامران لره .


عبد السلام
08.06.2010

ګرانه وروره ! سلامونه ، اوهرکلئ درته وایم :
انډیواله ! [quote:b41c9f78d9]آیا چهل قدمي کوم شرعي حیثیت لري؟ [/quote:b41c9f78d9] نه خبر نه یم ،خو :
[quote:b41c9f78d9]حٌب الکتاب وحبِ الحانٍ الغنا‌ء ----- في قلبِ عبدٍ لیس یجتمعانٍ[/quote:b41c9f78d9]
کوم لغوي حیثیت نلري .



ع کريم حليمي
08.06.2010

درنو او مکرمو وړونو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

د مهمانۍ دوعا : اللهم اغفر لصاحب هذا الطعام و لِاٰکلهٖ ولخادِمِهٖ ، اللهم اعنا وقونا بهذا الطعام علٰی تلاوة القرآن
و علٰی ذِکرکَ و شکركَ و حسن عبادَتِكَ ، اللهم ارزُقنا الجنة الفردوس ونعیمها بغیرِ حساب
او داسي الفاظ دي په پښتو ووايي چه : قبول ئې خیرات کې الهي ، خالقه خیرات يي قبول او مقبول و ګرځوئ
عوضونه يي په دواړو جهانو کي ورکې ، زمونږ ذمه فارغه و ګرڅوئ چه په ورځ و قیامت يي پر موږ باندي هیڅ حق نوي ،
که په دوعا کښي دا پښتو الفاظ ونه ویل شي ، نو کله چه د مهمانۍ نه کور ته ولاړسئ ، نو سبا درته لازمه ده
چه مهمان دار ته د تشکرۍ تلیفون وکړئ
سر او پای يې درود

او دغه لاندي دوعا
الحمدلله الذي اطعمنا وسقانا وجلعنا مسلمين
هم ډېره ښه دوعا ده هر وخت ، څوک يې صحیح ګڼي او څوک ضعیف په هر صورت ښه دوعا ده

او د خوړلو او چښلو نه مخکي دوعا نسته . اَلآ ، بسم الله ویل سنت دي

درنښت


مومن مهاجر
08.06.2010

ټولووروڼوته سلامونه ! له شبیراحمدورورڅخه هیله کوم چي که دفورم ګډونوالوته معلومات وړاندي کوي نویوڅه تکلیف دي وکړي اوداسي معلومات دي ورته وړاندي کړي چي پرکره والي یې دی په خپله هم ډاډمن وي .
دخوراک په اړه به زه له خپلونیمګړومعلوماتوسره سم یوڅه وړاندي کړم هیله ده خوښ موشي .
۱ ــ عمران بن ابي سلمه رضی الله عنه وايي چي زه ماشوم وم اودرسول اکرم صلی الله علیه وسلم په غېږکي وم مابه لاس په کاسه هاخوادې خواګرزاوی نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم راته وویل : دالله نوم یاده کړه،په ښي لاس اوله خپله نژدې ځایه یې خوره .متفق علیه .
۲ــ له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویلي دی : شیطان ځان ته دخوراک حلالېدوهڅه کوي چي دالله نوم پرې یادنه شي . رواه مسلم .
۳ــ له جابررضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویلي دي : کله چي یوسړی کورته ننوزي اوددننوتووخوراک پروخت الله یادکړي شیطان وايي تاسودلته نه دشپې تېرځای لرئ اونه ماښامنۍ اوکله چي یوسړی کورته ننوزي اوالله جل جلاله یادنه کړي نوشیطان وايي : دشپې تېرځای موومونداوکله چي دخوراک پروخت الله یادنه کړي نوبیاوايي : دشپې تېرځای اوماښامنۍ دواړه مو وموندل .رواه مسلم .
۴ ــ له ابن عمررضی الله عنهماڅخه روایت دی چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل : کله چي تاسوخوراک کوئ په راسته لاس یې خورئ اوکله چي څښاک کوئ نو هم یې په راسته لاس څښئ .رواه مسلم .
دادخوراک په اړه لنډمعلومات دي چي مادرسره شریک کړل .پورتني احادیث ټول دمشکوة المصابیح په لومړي ټوک کتاب الاطعمه ۳۷۵او۳۷۶مخونوکي راغلي . دزیاتومعلوماتولپاره په خپله مشکوة وګورئ .


zulfaqar
08.06.2010

له هركل مو مننه.
تاسو لیکي چې:
[quote:63fe1a20b7]کوم لغوي حیثیت نلري .
_________________
دازما نظر دﺉ[/quote:63fe1a20b7]
نو سمه ده چې ستا نظر دی، خو هیله ده خپل نظر په دلیل سره وړاندې کړې چې چیرته مونږ ته یې خوند راکړ نو به يې مونږ هم ستا په څیر نظر خپل کړو.


كريم كامران
08.06.2010

قدرمنو وروڼو
یو ځل بیا مې سلامونه ومنئ.

ماثوره دعاګانې (هغه دعاګانې چې سرچینه یې قرآن یا نبوي احادیث وي) دټولو علماوو په اتفاق سره لوستل یې جواز او ثواب دواړه لري.

اما هغه دعاګانې چې ماثورې نه وي او خلکو په خپل اجتهاد او ابتکار سره منځ ته راوړي وي، دلوستلو حکم په اړه یې وضاحت ته ضرورت شته.

فقهي احکام په څو ډولونو ویشل کیږي:

۱- عبادات: لکه اودس، لمونځ، غسل، تیمم، پاکې او نجسې اوبه، روژه، زکات، حج، نذر، قسم......

۲- معاملات: لکه بیع، شراء، ګروي، اجاره، سود، مزارعه، مساقاة......

۳- الأحوال الشخصیة: لکه دنکاح احکام، دښځې او میړه حقوق، نفقه، میراث، طلاق، عدت، ظهار.....

۴- جنايي احکام: لکه دغلا حد، دقصاص حد، دزنا حد، دقذف حد......
چې نن ورځ ورته په قانون کې (Penal Code) وايي.

۵- قضايي احکام: هغه احکام دي چې له طریقه یې په محکمو کې فیصلې کیږي، مثلا دسوګند احکام، دګواهۍ احکام، داقرار احکام.......
(باید وویل شي چې دا داسلامي فقهې یوه په زړه پورې ځانګړنه ده، چې دومره دقیق او باریک احکام دنړۍ په یوه وضعي قانون کې هم نشته).

۶- دامامت، خلافت، او اسلامي نظام جوړونې احکام: لکه له امیر سره دبیعت احکام، دحاکم او محکوم یوتربله سره حقوق او واجبات...
چې نن ورځ ورته په قانون کې (Constitutional Law) وايي.

۷- نړیوال قانون: چې داسلامي دولت اړیکي له کافر دولت سره څیړي، په اسلامي خاوره کې دمېشتو کفارو حقوق په ګوته کوي، له کافر سره په سوله او جګړه کې پولې او حدود ټاکي، دجهاد احکام بیانوي.............

په پورتنیو ډولونو کې پرته له عباداتو څخه په نورو احکامو کې دمجتهد په خوښه بدلون راتلای شي، او د اجتهاد دشروطو سره پکې تعدیلات امکان لري.

اما د عباداتو اساس توقیفي دی، توقیف دا معنی چې مونږ ملزم یاستو چې یوازې هغه څه ومنو چې د شارع له خوا په ګوته شوي وي، بنده ته پکې داجتهاد او لاسوهنې مجال نشته.

دعا هم عبادت دی، الله جل جلاله فرمايي: (اعوني استجب لكم إن الذين يستكبرون عن عبادتي سيدخلون جهنم داخرين): له ما څخه دعا وغواړئ چې درته قبولې یې کړم، یقینا هغه کسان چې زما عبادت څخه سرکشي کوي ژر ده چې په ذلت جهنم ته داخل شي.

په دې ایت کې الله جل جلاله ددعا نه غوښتل له عبادت څخه سرغړونه ګڼلې، نو بناء دعا عبادت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: الدعاء هو العبادة: یعنې دعا پخپله عبادت ده.
او په بل حدیث کې فرمايي: الدعاء مخ العبادة: دعا دعبادت مغز ده.

امام ابن تیمیة وايي: مستحبه دعا هغه ده چې مشروعه وي، او مشروعه کیدای هله شي چې سرچینه یې شارع وي، نو هغه دعا چې شارع نه وي رالیږلي مستحبه نه شو ورته ویلای.

خو په شریعت کې مسلمان ته اجازه ورکړل شوې چې په هغې دعا باندې الله جل جلاله ته سوال وکړي چې خوښه یې شي او زړه یې وغواړي اګر که الفاظ یې منصوصي نه وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (ليتخير أحدكم من الدعاء أعجبه إليه فليدع الله عز وجل): یعنې تاسو هغه دعا غوره کړئ چې خوښه مو شي او الله جل جلاله ته پرې سوال وکړئ.

خو دا ډول دعاګانې چې بنده پکې مخیر ګرځول شوای وي، په یوه معین وخت او مشخص ځای پورې خاص کول یې جواز نه لري، چې لکه دمسنونې دعا په څیر یې هر وخت په یوه خاص زمان یا مکان کې لولي.

نو ددې لپاره چې له اصلي موضوع څخه ليري لاړ نه شو، کومه دعا چې پورته لیکل شوې او ګومان کیږي چې د ډوډۍ خوړلو څخه مخکې یا وروسته لوستل کیږي، که چيرته په همدې شکل له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابته وي نو لوستل یې جواز لري، او که چیرته ثابته نه وي، یا ځینې الفاظ یې ثابت وي او ځینې ثابت نه وي، نو په دې حالت کې یې په دوامداره توګه لوستل جایز نه دي، هو که چېرته یو ځل یا دوه ځله تر دریوو پورې ولوستل شي پروا نه کوي خو مواظبت (همیشه والی) ورباندې جایز نه دی.

علماوو دهغې دعا لپاره چې په احادیثو کې نه وي راغلې، لاندې شروط ایښي دي:

۱- باید په دعا کې ښکلي او ښایسته الفاظ راغونډ شي، یعنې په ښو الفاظو او عباراتو وي ځکه چې له الله جل جلاله سره دمناجات مقام دی.

۲- په دعا کې د لفظ یا معنی دواړو په لحاظ داسې څه نه وي چې شرعا ممنوع وي.

۳- باید دسنت په سترګه ورته ونه ګوري چې دایم ورباندې مواظبت او همیشه والی کوي.

ځینې علماء وايي چې په دعا کې اصل (تحریم) دی، الآصل فی الدعاء التحریم.
نو ترڅو پورې چې کوم شرعي لاسوند په لاس کې ونه لرو هره دعا په خپل حرمت پاتې ده.
لکه څنګه چې په نورو احکامو کې اصل (اباحة) ده، الآصل في الآشیاء الاباحة.
نو ترڅو پورې چې په شریعت کې ترې منع نه وي راغلي مباح ګڼل کیږي.

نو همدې ټکي ته پام سره په حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: سم الله: یعنې بسم الله ووایه.
زمونږ یو استاذ په همدې حدیث او پورتنیو خبرو باندې په استدلال سره ویل چې باید له ډوډۍ خوړلو مخکې یوازې (بسم الله) وویل شي او بس، بسم الله الرحمن الرحیم لوستل په حدیث کې نه دي راغلي.

خلاصه دا چې بذاته په دې دعا کې کوم اشکال نشته، خو که چیرته ورباندې همیشه والی یا مواظبت کیږي، او له هرځل ډوډۍ خوړلو وروسته لکه دیوې مسنونې دعا په توګه لوستل کیږي، دشریعت خلاف کار دی.


zulfaqar
08.06.2010

[quote:6d4061e71f]او د خوړلو او چښلو نه مخکي دوعا نسته . اَلآ ، بسم الله ویل سنت دي [/quote:6d4061e71f]

هو بسم الله ویل سنت دي په لاندې احادیثو کي ثابث دي:

عَـنْ عائِشة رضي الله ُ عنها قالتْ : قالَ رسول ُ الله ِ صلـَّى الله ُ عليه وسلم َ
إذا أكـَلَ أحـَدُكـُم فـَـليَـذكـُر ِ اسْمَ الله ِتعالى ، فإنْ نسيّ أنْ يـَـذكـُـرَاسْمَ الله ِ تعالى في أوَّله ، فليـَـقـُل بسم ِ الله ِ أوَّلـَـه وآخِـرَهُ

رواه أبو داود والرمذي

عـَنْ مُـعاذ ٍ بن أنس ٍ رضي الله ُ عنْه قال َ : قال رسول ُ الله ِ صلـَّى الله عليه وسلم
مَـنْ أكـَـل َ طـَعاماً فقال الحمدُ لله ِ الذي أطعَـمـَني هذا ورَزَقـَنِـيه مِـنْ غـَيْر ِ حـوْل مِـنـَّي ولا قـُوة ٍ غـُفـِرَ له ما تـَـقـَدَّمَ مِـنْ ذنْبـِهِ

رواه أبو داود والترمذي

عـَنْ أميـَّة َ بن ِ مخشِـيٍّ الصـَّحابيِّ رضي َ الله عنه قال
كان رسولُ الله ِ صلـَّى الله ُ عليْه وسلم جالساً ورجُـلٌ يـَـأكـُـلُ فـَلمْ يُـسمِّ اللهَ حتَّى لَمْ يـَبْقَ من طـَعامِه لـُقـْمَة ٌ فـَلما رَفـَعها إلى فِيْهِ قالَ بـِسم ِ الله ِ أوَّلهُ وآخِـرَه فـَضـَحِك النبيُّ صلـَّى اللهُ عليه وسلمَ ثمّ قال : مـَا زَال الشـَّيطانُ يأكـُـلُ مَعَه فـَلما ذكـَرّاسمَ اللهِ اسْتــَـقـَاءَ ما في بَـطنـِهِ

رواه أبو داود والنسائي


رښتینی
11.06.2010

د ډوډۍ دپیل دعا :

اللهم بارک لنا فیما رزقتناوقنا عذاب النار بسم الله

امام النووی په الاذکار کی دامام غزالی له خولی دا خبره راخیستی ده:
دخوراک له ادابو نه داهم ده چی د ډوډۍ خوړلو په مهال نیکی خبری
وکړل شی داو ډوډۍ په اړه صالحینو کیسی بیان کړل شی

نووی یو بل روایت راخیستی چی صحابه کرامو رسول الله صلی الله
علیه وسلم ته وویل موږ ډړوډۍ خورو خو نه پری مړیږو هغه ورته وویل:
کیدی شی تاسو ګوښی ګوښی ډوډۍ خورئ ؟ صحابه کرامو وویل : هوکی
رسول الله ورته وویل ټول په ګډه سره ډوډۍ خورئ او بسم الله وایئ
نو الله به په ډوډۍ کی برکت واچوی

او دا هم نبوی سنت دی چی میلمه یا دکور غړو او اولاد ان خپلی میرمنی
ته سړۍ په مکرره توګه وایی چی وخوره ! ځکه دبخاری په یوه اوږده راویت
کی داخبره راغلی چی ابوهریره وایی ماته څوڅو ځله رسول الله دشیدو دڅښلو
ویل او ما به څښلی په اخر کی می په قسم سره ورته وویل چی نوری نشم څښلی

او په بخاری د دسترخوان دپورته کیدلو په مهال له رسول الله صلی الله
علیه وسلم نه دا دعا روایت شوی ده :

الحمدلله کثیرا طیبا مبارکافیه غیرمکفی ولا مودع ولا مستغنا عنه ربنا
او یا دا :
غیر مکفی دا معنی چی الله مخلوقاتو ت خوراک ورکوی او دی خوراک نه کوی
او یا خو دا چی الله تعالی ته ډیر حمد وایواو داسی نه چی همدا حمد کافی بولو

الحمد لله الذی کفاناوارواناغیر مکفی ولا مکفور

دا ټول دامام النووی له کتاب الاذکار نه راخیستل شوی او ژباړل شوی دی

په مینه


پښتون یار
11.06.2010

ګرانو وړونو د مینې ډک سلامونه مې ومني
زه پو نشوم چې آخر دعا وروسته له ډوډي نه څه حکم لري؟
او بله لاس پورته کول په دعا کې څه حکم لري؟
اوس داسې خلک شته چې د ډوډي نه وروسته دعا منع بولی
نه پوهیږم چې هغوي څه دلایل لري؟
که چاته معلومه وي نو مهرباني دې وکړي مونږ ته دې هم ووایي

ستاسو کشر ورور فخرالدین پرهیز


دالیکنه مي ستاسولپاره کافی کړی ده

اسماء بی بی
01.07.2010

محترمووروڼو! دادعامي ستاسي لپاره داسلامي امارت داسلام له پاني کاپي کړي چې م \محمدلیکلي ده ،
ښه تحقیقی لیکنه ده هیله ده ستاسودخوښی وړوګرزي
ترخوراک اوڅښاک وړاندي دبسم الله ...ویلو تحقیق
ترخوراک شروع کولوله مخه بسم الله الرحمن الرحیم ویل سنت دي،
جمهورعلماء په دي خبره متفق دي،خودعلمآء کرامویوه ډله دبسم الله دوجوب هم قائله ده ،نوځکه بسم الله ویل په هرصورت پکارده چې وویله شي،داخبره علامه نووي رحمه الله هم لیکلي چې ترخوراک له مخه بسم الله ویلوباندي ټول علمآء متفق دي،(الاذکار۲۰۷)
نامتوعالم علامه مفتي محمدتقي العثماني دخوراک له مخه دبسم الله ویلوپه اړه لیکي چې: دبسم الله په ویلوسره ددي خبري اعتراف اواقرارمقصوددی چي داخوراک دالله پاک له لوري محض دهغه په فضل اوکرم سره موږته راکړل شوی،اوانسان یې پرته دهغه ذات له ورکړي نه شي حاصلولی ،انسان چې کله په خوراک باندي دالله نوم واخلي نودهغه ټول خوراک عبادة جوړیږي،اوله الله جل جلاله سره یې دټینګ تعلق سبب جوړیږي،(تکملة فتح الملهم /مخ ۳ جلد۴)
هسي خوپه ویلوکي دایوه عادي خبره ښکاري چې ترخوراک بایدله مخه بسم الله وویل شي،لیکن که په حقیقت کي غوروکړای شي نوجوته به شي چي دایوډیرسترعبادت هم دی،چې له یوي خواداخوراک ټول عبادت ګرزي اوله بله پلوه که په پوره توجه سره وویله شي نودخدای جل جلاله دمعرفت دروازه هم په انسان باندي راخلاصیږي،ځکه چې بسم الله الرحمن الرحیم ویل په اصل کي انسان دي ته متوجه کوي چې داخوراک چې زه یې خورم دازمادبازوپه زورنه بلکه دالله جل جلاله له لوري یو سترنعمت اودهغه محض فضل اوکرم دی ،اوکله چې په دغه یقین سره دغه خوراک وخورونوزموږلپاره به دغه ټول خوراک عبادت شي،
ترخوراک شروع کولودمخه دبسم الله په ویلوسره شیطان په خوراک کي له ګډون څخه محرومه کیږي،په صحیح مسلم کي دحضرت جابربن عبدالله رضی الله تعالی عنه روایت دی ،چې ماله رسول صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې هغه فرمایل : هغه مهال چې یوانسان خپل کورته دننوتلواودخوراک په وخت کي دالله نوم یادکړي ،نوشیطان خپلوملګروته وایي چې په دغه کورکي تاسوته نه خودشپی تیرولوکوم چانس شته اونه هم په خوراک کي دګډون کولو، اوچې کله کوم کس کورته دننوتلوپه مهال دالله نوم نه کړي یادنوشیطان خپلوملګروته وایې چې ستاسودشپي تیرولوانتظام وشو،اوچې کله دخوراک په مهال هم دلوی خدای جل جلاله نوم نه شي یاد،نوشیطان خپلوملګروته وایې چې ستاسودشپي تیرولوانتظام هم وشواودخوراک کولوهم ،(مسلم۲/۱۷۲)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : چې شیطان هغه خوراک دخپل ځان لپاره حلالوي چې دالله نوم نه وي ورباندي یادشوی،(سنن ابوداؤد۲/۱۷۲،۱۷۳)
دخوراک حلالولومطلب دادی چې په دغه خوراک باندی شیطان ته قدرت حاصلیږي ،بیانویاهغه په خپله په خوراک شروع کوي یاهم دهغه برکت ختموي،له همدي کبله ترخوراک دمخه بسم الله لکه څرنګه چې شیطان په خوراک کي له ګډون څخه راګرزوي همدارازپه خورا ک کي دبرکت ذریعه هم ده ،
حضرت عائشة رضی الله تعالی عنهافرمایې :چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلوشپږوصحابه ؤ سره په خوراک بوخت ؤچې یوصحرائي راغلی اوهغه ډوډۍ یي دوې ګولي کړه اوختمه یي کړه ،رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که چیري ده بسم الله ویلی وای نوداخوراک به دټولولپاره کافي شوی وای، (ترمذي ۲/۸)

اوس پوښتنه داده چي بایدپه خوراک باندي څه ډول بسم الله وویل شي؟
نودلته دعلمآء کرامودوي ډلي دي چه یوه ډله وایې له دي څخه مراددبسم الله توري دي لکه اوهغه په دغه لانديني روایاتوباندي استدلال کوي ،
له حضرت عائشة رضی الله تعالی عنهاڅخه روایت دی چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :په تاسوکي چې څوک خوراک کوي نوبسم الله دي ووايي ، (المستدرک للحاکم ۴/۱۰۸ـــ ترمذي ۲/۸)
په صحیح سندسره عبدالرحمن بن جبیر المصر ی رحمه الله بیان کوي چې ماته هغه صحابي بیان وکړچې درسو ل علیه الصلوة والسلام یي اته کاله خدمت کړی،چې کله به درسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندي خوراک حاضرشونو بسم الله به یي وویل، (فتح الباري ۹/۴۹۴)
اودعلماء کراموبله ډله بیاوایي چې له بسم الله څخه مراد پوره بسم الله الرحمن الرحیم ده، ځکه چې بسم الله دبسم الله الرحمن الرحیم لپاره دنوم حیثیت لري،
امام نووي رحمه الله په خپل کتاب الاذکار کي فرمایلي : چې هسي خود بسم الله په ویلو سره هم سنت اداء کیږي ،خوکه پوره بسم الله الرحمن الرحیم وویل شي دابه ډیره ښه وي، (الاذکار۲۰۷)
حافظ ابن حجر العسقلاني رحمه الله وایي : امام نووي رحمه الله چې دپوره بسم الله الرحمن الرحیم ویلو دغوره والي خبره کړي نوددي لپاره کوم خاص دلیل نشته ، (فتح الباري ۹/۴۳۱)
شیخ ابوطالب المکي اوامام غزالي رحمهما الله تعالی فرمایي : چې په لمړۍ لقمه باندي دي بسم الله وویل شي ،اوپه دوهمه دي بسم الله الرحمن ، اوپه درېیمه دي بسم الله الرحمن الرحیم ،یعني پوره بسم الله وویل شي ، (قوت القلوب ۲/۳۰۵ـــــ احیاء العلوم ۲/۴ج)
خوبیاهم حافظ ابن حجر رحمه الله تعالی په فتح الباري کي ویلي : چې ددي خبري په مستحب کیدلوهیڅ دلیل نشته ، (فتح ۹/۴۳۱)
علامه زبیدي رحمه الله په الاتحاف کي فرمایي : ښه داده چې له اولي لقمي سره پوره بسم الله وویله شي ، (الاتحاف ۵/ ۲۱۷)

ترخوراک پیلولومخکي چې دبسم الله وعلی برکة الله الفاظ مشهوردي هغه هم دحدیثوپه مشهوروکتابونوکي نشته ،البتة دمستدرک حاکم په یوه روایت کي دعلی له توري پرته دبسم الله وبرکة الله توري نقل شوي، (المستدرک ۴/۱۰۷)

شیخ ابوطالب المکي په قوت القلوب کي اوامام غزالي په احیاء العلوم کي ترخوراک شروع کولووړاندي په هره لقمه باندي بسم الله ویل ددي لپاره ښه بللي چې دخوراک شوق انسان دخدای جل جلاله له ذکرنه دغفلت سبب جوړنه شي ، (قوت القلوب ۲/۳۰۵ــــ احیاء العلوم ۲/۴)

مولانا رشیداحمدګنګوهي رحمه الله وایي : چې ماته دشهیدحافظ ضامن مرحوم خبره ډیرخوندراکوي چي ویل به یې : ماته سنت طریقه ډیر خوندراکوي هغه داچې دډوډۍ په شروع کي بسم الله اوپه آخر کي الحمدلله وویل شي اوپه هره لقمه ونه ویل شي،

که ډیر کسان په یوه دسترخوان باندي دخوراک لپاره راټول شي نودامام شافعی رحمه الله تعالی په نزد دټولوپه ځای که یوڅوکسان بسم الله ووایي نودټولولپاره کافي ده یعني بسم الله ویل سنت کفایي دی چې دبعضو په فعل سره پوره کیږي ، داقول ځینونوروعلمآؤ هم کړی دی،(لاذکار للنووي ۲۰۷)

خوملاعلی قاري رحمه الله بیاوایي : چې داقول دجمهوروعلمآؤ له مسلک سره تړاو نه لري ،ځکه دجمهوروعلمآء په نزد هرکس ته بسم الله ویل په کاردي ، ددي خبري تایید له هغه روایت څخه هم کیږي چې امام مسلم اونورومحدثینو له حضرت حذیفه رضی الله تعالی عنه څخه روایت کړی ،چې موږبه کله له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خوراک کول ،نوموږبه ترهغه پوري لاس ډوډۍ ته نه وروړل ترڅوچې به رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل مبارک لاسونه ډوډۍ ته ورنه وړل ، یوځل موږله هغه سره په خوراک ناست ؤ چې یوماشوم هلک په داسي حال کې راغی لکه چاچې پسي رااخستی وي،هغه چې خپل لاس ډوډۍ ته وړاندي کړ، رسو ل الله صلی الله علیه وسلم دهغه لاس ونیو،بیایوبل اعرابي هم په همدغه شان راغلی اوډوډۍ ته یې لاس وړاندي کړ،نورسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه لاس هم ونیو، اوبیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :چې په داډو ل سره شیطان غواړي خپل ځان ته ډوډۍ حلاله کړي چې په هغه باندي دالله نوم ونه ویل شي، هغه غوښتل چې ددي ماشوم په واسطه ځان ته ډوډۍ حلاله کړي،نومادهغه لاس ونیو،اوبیایې غوښتل چې ددي صحرایې په واسطه ځان ته ډوډۍ حلاله کړي ،نومادهغه لاس هم ونیو،قسم په هغه ذات چې زماروح یې په قبضه کې ده! بیشکه دشیطان لاس ددي ماشوم (ماشوم یادصحرایی) له لاس سره زماپه لاس کي دی ،- صحیح مسلم ۲/ ۷۱۷-۱۷۲

له دي روایت څخه معلومیږي چې په حاضرینوکي یواځې دیوه تن بسم الله ویل کافي نه دي،ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم اودهغه ملګروبه ضرورپه دغه حالت کي بسم الله ویلي وه ،علامه قسطلانی الشافعی رحمه الله تعالی لیکي : دجمهورودمسلک مطابق هریوه ته بسم الله ویل مستحب (سنت ) دي، -- ارشادالساري ۱۲/۱۴۸

که په یوه دسترخوان باندي ډیرکسان راټول شي اوخوراک کوي نویوتن ته په زوره بسم الله ویل مستحب دي ،چې په داسي کولوسره دانوروته هم وریادشي، (عمدة القاري ص ۲۸/ج ۲۱)

که له چاڅخه دخوراک په شروع کې بسم الله ویل په هیره ،یاکوم بل عذر څخه پاته شي مثلا دنه علم له کبله اویاهم قصدا ،نوچې وریادشي ،یايې علم راشي اوعذرختم شي نوبسم الله اوله وآخره ،یاهم بسم الله في اوله واخره دي ووایې لکه دسنن ابي داؤد په ۲/ ۱۷۳ مخ اودجامع ترمذي په ۲/ ۸ مخ کي داروایات موجوددي،فایده به يې داشي چې دخوراک په شروع کې دبسم الله نه ویلوله کبله چې کوم برکت شیطان وړی ؤ هغه ددي کلماتوپه برکت سره بیرته راګرزي اوټول خوراک له برکت څخه ډکیږي،

په سنن ابي داود کي لیکلي چې : حضرت امیة بن مخشی رضی الله تعالی عنه روایت کوي چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم تشریف درلود چې یوسړي بي له دي چې بسم الله ووایې په خوراک شروع وکړه آن داچې ټول خوراک یې ختم کړ،یواځې یوه لقمه پاتې وه چې هغه لقمه يې خولې ته پورته کوله نو بسم الله اوله وآخره یې وویل ،رسول علیه الصلوة والسلام وخندل ،اوبیايې وفرمایل :چې شیطان مسلسل له ده سره خوراک کول خوچې کله ده دالله نوم یادکړشیطان چې څه خوړلي و،هغه یې قی کړل،۲/ ۱۷۳ سنن ابوداؤد،
په التعلق المحمودکي یې لیکلي : چې دشیطان دقی کول معنی داده چې برکت یې قی کړ نه خپله خوراک ،ځکه شیطان برکت ختموي خپله ډوډۍ نه ختموي،لکه چې داخبره ملاعلی قاري رحمه الله هم لیکلي ده ، - (التعلیق المحمودعلی سنن ابي داؤد ۲/۱۷۳)

لوی خدای جل جلاله دي په هرسنت دعمل کولوتوفیق راپه نصیب کړي،
آمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــین


نفيسه جلال
02.07.2010

ډيره مننه. ښه معلومات مو راټول كړي. دټول افغان اسلامي بحثونه ډير مفيد دي.
او اسماء خور جانې له تا هم ډيره مننه چې رښتيا هم ګټور مضمون مو رانقل كړى دى.
الله پاك دي اجر دركړي.
ستاسو خور
نفيسه جلال

كابل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more