د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د سولې د ملي مشورتي جرګې پرېکړه لیک

monir
07.06.2010

د سولې د ملي مشورتي جرګې پرېکړه لیک

د سولې ملي مشورتي جرګه د افغانستان د رنځېدلي ملت د ۱۶۰۰ تنو پېژندل شویو استازو په ګډون چې د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې د ملت د منتخبو استازو، ولایتي شوراګانو، علمای کرامو، قومي مخورو، د مدني ټولنې د نهادونو، په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو د استازو او د ټولنې د نورو پرګنو په شمول چې په ۱۳ کټګوریو کې تنظیم او دعوت شوي وو، له موجوده ناامنیو څخه د وتلو د لارو د لټون او په هېواد کې پایدارې سولې ته د رسېدو په مقصد د مشورې لپاره د پروفیسور برهان الدین ربانی تر مشری لاندی جوړه شوه.
د سولې د ملي مشورتي جرګې غړو د دریو ورځو په ترڅ کې د طرحه شوې اجندا مطابق د کاري کمیټو په ګڼ شمېر غونډو او عمومي غونډه کې هراړخیزې خبرې اترې وکړې او په لاندې موادو موافقې ته ورسېدل:
موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي د خپلو دیني او ملي مکلفیتونو په درک کولو او دې ته په پاملرنې سره چې سوله د ژوندانه یوه اړتیا او د دې ملت د هر فرد غوښتنه ده، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس له نوښت او ژمنې څخه چې له ملت سره د مشورې پر بنسټ په هېواد کې د جګړې او وینې تویولو د پای ته رسولو او له سوله ییزې لارې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره یې کړې ده، هراړخیز ملاتړ کوو.

موږ سولې، خپلواکۍ او د هېواد عامه سوکالۍ ته د رسېدو لپاره، د افغانستان د مسلمانو خلکو د زغم، صبر او قربانیو قدرداني کوو.
د افغانستان خلک د هېواد د ملي نهادونو او بنسټونو په بیارغاونه کې د نړیوالې ټولنې په خصوص د امریکی له متحده ایالاتو له هراړخیز ملاتړ څخه قدرداني کوي او د افغانستان د دولت په ځان تر متکي کیدو پورې د هغوی د پراخو، اغیزمنو او بنسټیزو همکاریو د دوام غوښتونکي دي.
موږ د اسلامي هېوادونو له زړه سواندو هڅو، په ځانګړې توګه، د حرمین شریفین د خادم د سعودي عربستان د پاچا او د ترکیې د جمهوریت له اقداماتو او نوښتونو څخه د هغه ملاتړ له امله، چې زموږ په جنګ ځپلي هېواد کې د سولې سبب کېږي قدرداني کوو او د هغوی د ډېرو همکاریو د دوام، تسریع او پراخوالي غوښتونکي یوو.
موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي د لاندې مواردو په اړه پرېکړه کوو او د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت او له هغه سره له ښکېلو مخالفو اړخونو هیله کوو، څو په عملي کولو کې یې چټک، صادقانه او د لمس وړ اقدام وکړي.

پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره مفاهمه، مذاکره او موافقه
۱. موږ د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي په جګړه کې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کوو، څو د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو مطابق، د افغانستان د خلکو غږ او غوښتنې ته د جګړې، ورور وژنې د بندولو او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره لبیک ووایي او د مفاهمې او مذاکرې لاره خپله کړي. دا د ټولو افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې نوښت دی او په هېڅ توګه بهرني افراطي عناصر او نړیوالې ترهګرې شبکې نه رانغاړي.
۲. دولت باید د سولې د پروسې د پیل لپاره د سولې د ملي مشورتي جرګې دپرېکړو په پام کې لرلو سره یو هراړخیز پروګرام جوړ او د سولی د تامین لپاره دوامداره برنامی د یوې ملي او دایمي ستراتیژۍ په توګه اعلان کړي.
۳. د سولې هڅې باید د نظام لاسته راوړنې او د هغه قانوني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې رانه ولي چې په هېواد کې د تازه کړکېچ د رامنځته کېدو سبب شي.
۴ . پایه دارې سولې ته د رسېدو په مقصد د ټولو اړخونو هراړخیزې او صادقانه ژمنې یو ضروري کار دی. موږ ګډون کوونکي جدي هیله لرو، څو د افغانستان د خلکو او د سولې د ملي مشورتي جرګې د ګډون کوونکو غوښتنو ته درناوی وشي او د دې جرګې پرېکړې په جدي توګه په عمل کې پلې شي. پرته له دې به د جرګو تاریخي ارزښتونو ته زیان ورسیږي

۵. موږ له ټولو ښکیلو خواوو څخه هیله کوو څو له هغو مخکې شرطونو څخه چې د مذاکرې او مفاهمې د پیلولو زمینه ناشونې کوي، ډډه وکړي او د تفاهم د پیل لپاره جوړونکي او انعطاف منونکي چلندونه ترلاس لاندې ونیسي او خپل ښه نیت څرګند کړي.
۶. قومي، سیمه ییزو، ژبني، سمتي، تنظیمي، مذهبي او سیاسي مسایلو ته د لمن وهلو مخنیوی ، چې د ملي وحدت د زیانمنولو سبب کېږي، د ښکیلو خواوو په کاري لومړیتوبونو کې ونیول شي.
۷. د اقتصادي بنسټ د پیاوړي کولو لپاره د پانګې اچونې د زمینو برابرول، د بوختیا د پیدا کولو په مقصد د بشري منابعو او د هېواد د بنسټونو پرمختیا او وده، د بې وزلۍ کمول او د اسلامي او عمومي تعلیماتو د ظرفیتونو لوړول دې د دولت د برنامو په سر کې ځای کړای شي.

له ناراضیانو سره د مذاکرې د چوکاټ جوړول
۸. موږ د افغانستان له دولت او په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونو څخه غوښتنه کوو چې:
- د ښه نیت په عنوان دې دولت د هغه شمېر افرادو د آزادولو په اړه چې د غلطو رپوټونو او یا ناثابتوتورونو پر بنسټ په بېلابېلو جېلونو کې پراته دي سملاسي او جدي اقدام وکړي.
- دولت باید له نړیوالې ټولنې سره په تفاهم کې له تور لست څخه د مخالفینو د نومونو په وېستلو کې چټک اقدام وکړي.
- دولت او نړیوال ځواکونه باید د هغوکسانو چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي د امنیت او خوندیتوب د تامینولو ضمانت وکړي او د هغوی لپاره دې، خوندي ژوندانه ته د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.
- له نړیوالو او افغاني ځواکونو څخه جداْ غوښتنه کېږي، څوله بې مورده نیونو او د کورونو پخپل سرو تالاشیو او د استوګنې په سیمو باندې له بمبارۍ څخه چې د ملکي تلفاتو سبب کېږي، په کلکه ډډه وکړي.
- دولت باید د پوځي عملیاتو د رهبري کولو او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ لپاره جدي اقدامات وکړي.
- وسله وال ناراضیان باید تاوتریخوالی او هغه ټول فعالیتونه چې د ګرانو هېوادوالو د وژلو او د بنسټونو د تخریبولو سبب کېږي، پرېږدي اوخپلې اړیکې دې له القاعده او سیمه ییزو ترهګرو شبکو سره پرې کړي.
- له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کېږي څو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تجهیزولو، روزلو او پیاوړي کولو کې جدي همکاري او اقدامات وکړي څو دا ځواکونه وکولای شي د هېواد او خلکو د امنیت د تامینولو مسوولیت پخپله غاړه واخلي.
- موږ له نړیوالې ټولنې څخه د اوږدمهالو ژمنو غوښتونکي یوو څو افغانستان بیا د سیمه ییزو سیالیو د کړکېچونو په ډګر بدل نه شي، د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی وشي او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړي کولو لپاره زمینه مساعده شي.
- موږ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو څو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر مشرۍ لاندې د سولې له پروسې څخه هراړخیز ملاتړ وکړي.
- دولت دې د خلکو په همکارۍ د ښې حکومت دارۍ د جوړولو، کار د کار اهل ته د سپارلو لپاره او له اداري او اخلاقي فساد سره د مبارزې او د مرکز او ولایتونو په کچه د ځمکې د غاصبینو پرضد اقدام وکړي. دا اقدامات پر دولت د خلکو د باور په ترلاسه کولو او له دولت سره د ملت په نږدې کولو او د سولې د پروسې په بري کې کلیدي رول لوبوي.

- د افغانستان خلک د عادلانه سولې غوښتونکي دي چې په هغې کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هېواد د ټولو اتباعو حقونه په پام کې نیول شوي وي او د ټولنیز عدالت د تامینولو په مقصد جرګه ټینګار کوي څو قوانین پرټولو اتباعو یو شان تطبیق شي.
۹. موږ د دې جرګې ګډون کوونکي له علمای کرامو، د چاپي، صوتي او تصویري رسنیو له مسوولینو او کارکوونکو څخه غوښتنه کوو څو د سولې د تبلیغ او تاوتریخوالي د پرېښودو لپاره د جوماتونو له منبرونو او ډله ییزو رسنیو څخه رسالتمنده او مسوولانه استفاده وکړي.
۱۰. موږ د دې جرګې ګډون کوونکي له خپلو ټولو دیندارو خلکو څخه غواړو څو له دولت سره یو ځای د هېواد د اوسنیو ناارامیو د پای ته رسولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي او د دې پروسې د بري لپاره هڅه وکړي. دولت باید د خلکو په همکارۍ ټول لازم تدبیرونه د امنیت د تامینولو لپاره تر لاس لاندې ونیسي څو د جنایتکارانه او ترهګریزو اعمالو مخه ونیول شي.

له ناراضیانو سره د مذاکرې لپاره د میکانیزم جوړول
۱۱. په هېواد کې د سولې د پروسې د پرمخوړلو او د جرګې د مشورو د عملي کولو لپاره دې د ولایتونو او ولسوالیو د نمایندګیو په لرلو سره، واکمن کمېسیون یا د سولې عالي شورا جوړه شي، چې د هغه په ترکیب کې دې د خویندو او ورونو په شمول مصلح، زړه سواندي شخصیتونه، علمای کرام، قومي مشران، د ملي شورا له دواړو مجلسونو څخه یوـ یو تن استازی [color=blue:2a3e360251]او هغه مخالفین چې له تاوتریخوالي څخه یې لاس اخیستی وي، شامل شي[/color:2a3e360251]. دا شورا باید بندیانو ته د رسېدګۍ، خلاصولو او عادي ژوند ته د هغوی بېرته ستنیدو لپاره د رسېدنې په مقصد ځانګړې کمیټه جوړه کړي.
۱۲ . موږ د دې ملي مشورتي جرګې ګډون کوونکي ژمنه کوو څو د دې جرګې د سولې د پیغام ورکوونکو په توګه خپلو سیمو او ځایونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال د دې جرګې پیغام خپلو خلکو ته ورسوو او په دې لار کې به د سیمه ییزو ادارو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او ښځو په همکارۍ هراړخیزې هڅې وکړو څو خپله ملي او دیني ونډه د سولې په تامینولو کې ادا کړو.
۱۳ .د سولې د ملي مشورتي جرګې له پرېکړه لیک څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مکلفیت لري څو هغه د کابل د کنفرانس په اجندا کې شامل کړي.

۱۴. دولت باید د هغه میکانیزم له لارې چې جوړېږي، د سولې د برنامې د پرمختګ په اړه خلک په دوامداره او روښانه توګه خبر کړي.

۱۵. د جرګې د ۲۸ ګونو کمیټو سپارښتنې د سراسري سولې د عمل د برنامې او د سولې د ستراتیژۍ د جوړولو او تعقیبولو په مقصد له دې پرېکړه لیک سره مل دي.

۱۶. په پای کې د سولې ملي مشورتي جرګه د افغانستان د مسلمان ملت په استازیتوب، په نړیوالو اوبو کې د فلسطین د بېوزلو او محاصره شویو خلکو لپاره د غزې په تړانګه کې د بشردوستانه مرستو پرکاروان د اسراییلو د پوځي ځواکونو وحشیانه برید چې د لسګونو تنو د وژلو او ټپي کېدو سبب شو په کلکه غندي، د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره خپله همدردي څرګندوي او د لوی خدای له در بار څخه هغوی ته صبر او استقامت غواړي.

له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کېږي څو د غزې د تړانګې ظالمانه محاصرې ته د پای ټکی کېږدي.

د ۱۳۸۹ لمریزکال د غبرګولي له ۱۲ څخه تر ۱۴ پورې
د لویې جرګې خیمه، کابل ښار


ډاکتر څپاند
08.06.2010

منيرجانه،داکټر وردک صيب،ګوره چه ستا نه چندان پخواني ياران څه وائي؟؟

http://www.youtube.com/watch?v=cZnBrniJGDg&featu


monir
09.06.2010

[quote:ce5e680517="ډاکتر څپاند ص�"]منيرجانه،داکټر وردک صيب،ګوره چه ستا نه چندان پخواني ياران څه وائي؟؟

http://www.youtube.com/watch?v=cZnBrniJGDg&featu[/quote:ce5e680517]
هو ډاکټر صیب دا زموږ د غمیزې بل اړخ دﺉ !


ډاکتر څپاند
13.06.2010

اُميدِ صلح در شرايط « اشغال »، يک تکرار ناممکن!

« جرگهء مشورتی صلح کابل »، تکرار جرگهء قبايل دوران ح.د.خ.ا بود.

پلو خوران دو روی اين جرگه ها، قادر به تأمين صلح نيستند!

همانگونه که می گويند «تاريخ تکرار می شود»، بعد از حضور نظامی ايالات متحده در افغانستان، بعضی از حوادث و رويداد های امروزی کاملاً با گذشته (دوران حضور اتحاد شوروی سابق در افغانستان) شباهت دارند. يکی از اين شباهت ها، تدوير جرگهء مشورتی صلح کابل بود که بدون هيچ دستآوردی امروز به پايان رسيد. طالبان و حزب اسلامی حکمتيار که تدوير اين جرگه را پلان ايالات متحده ناميدند، به ادامهء جهاد شان تأکيد کردند.

در اين جرگه، که اکثريت شاملين آنرا سران و قوماندانان تنظيم های جهادی، کارمندان دولتی و بعضی از بزرگان اقوام و قبايلی تشکيل می دادند، شماری از سران قومی چون عبدالرشيد دوستم، محمد محقق و آقای عبدالله عبدالله شرکت نکردند. جبههء ملی افغانستان نيز اين جرگه را تحريم کرد، اما رهبر آن ملا برهان الدين ربانی حاضر شد در آن شرکت کرده و بعداً بحيث رئيس آن جرگه تعيين گرديد. جبههء ملی افغانستان، اين جرگه را فاقد وزن و اعتبار خواند و آنرا فرمايشی و حکومتی ناميد.

علاوه از مخالفت اپوزيسيون مسلح برونی (طالبان و حزب اسلامی) با اين جرگه، علت ديگر ناکامی آنرا اپوزيسيون درونی و مخالفين رنگارنگ اطراف رئيس جمهور کرزی تشکيل می دهد. برای جلب مخالفين برونی، اتحاد محکم درونی بکار است، آنچه در وجود نهاد ها و حلقات موجود در درون حاکميت پوشالی کابل، هر نوع سعی و تلاش برای صلح و ثبات را ناممکن می سازد. اصلاً موجوديت همين گروه ها به شمول حاکميت نا مشروع کنونی، عامل اصلی جنگ و بی ثباتی در کشور اند. ما باور داريم که اگر هم طالبان و حزب اسلامی به اين جرگه پاسخ مثبت می دادند و سلاح بر زمين می گذاشتند، صلح سراسری و ثبات هميشگی در کشور ناممکن می بود.

سران و متنفذين محلی ايکه در تمام سالهای جنگ، روز با حکومتی ها و شب با مخالفين آنها بودند و هستند (روز ملنگ و شب پلنگ)، جز پلو خوری و دريافت پول و هدايا در چنين جرگه ها، هيچ اقدام وطندوستانه به نفع صلح و ثبات در کشور نکرده و نخواهند کرد. اين سران گويا متنفذ قومی، که در دو طرف مرز (خط ديورند) قرار دارند، اکثر تحت تأثير استخبارات پاکستان آی. اس. آی قرار داشته و تمايلی چندانی برای ختم جنگ و کشيدگی ها در افغانستان ندارند.

جامعهء جهانی به شمول حاکمان کابل بخوبی می دانند، که تا زمانيکه ايالات متحده و خاصتاً پاکستان اراده نکند، جنگ در افغانستان به پايان نمی رسد و با چنين نشست های نمايشی که مليونها دالر را بيهوده به مصرف می رسانند، صلح تأمين نمی گردد. بايد دلايل اصلی جنگ را دريافت و برای رفع آنها کار کرد. دل بستن به چنين گردهمايی های بی حاصل، سودی ندارد!

آيا بهتر نبود مصارف اين جرگه را برای اعمار يک سرپناه عمومی برای گدايان شهر کابل تخصيص می دادند و آنان را از کنار جاده های کابل بدانجا نقل و مصروفيت های سالمی را برای شان فراهم می کردند؟ فکر می کنم با چنين خدمتی، يک گام به سوی صلح برداشته می شد، چه صلح تنها به معنی پايان جنگ نيست!

(را کاپي شو د ازادي نه)



19.06.2010

[quote:7b5311eb8b]حاکمان کابل بخوبی می دانند، که تا زمانيکه ايالات متحده و خاصتاً پاکستان اراده نکند، جنگ در افغانستان به پايان نمی رسد و با چنين نشست های نمايشی که مليونها دالر را بيهوده به مصرف می رسانند، صلح تأمين نمی گردد. بايد دلايل اصلی جنگ را دريافت و برای رفع آنها کار کرد. دل بستن به چنين گردهمايی های بی حاصل، سودی ندارد! [/quote:7b5311eb8b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more