د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټول افغان.کام نوي Server ته كډه وکړه

ډاکټر څپاند
07.06.2010

[color=yellow:54162a2b09]ټول افغان.کام نوي Server ته كډه وکړه

ددې وخت رسېدلی دې چه زه اوزما پشان ځينې نور خلک دټول افغان نه کډه وکړي٠

دا جوته نده چه د ټول افغان د سايټ چلونکي څوک دي؟
مګر هغه څه چه مالوم دي هغه دا چه دا سايټ دهغه څه خلاف چه ولسواکيزو
اندونو اساس بلل کيږي،دليکونکو ليکنې ړنګوي٠
په ډير تائسف سره ليدل کيږي چه داسلامي او انساني اخلاقو خلاف،دښکنځلو
سپکو اوسپورو الفاظو ليکل جواز او دړنګولو وړ ندي،مګر دکابل دګوډاګي
دولت په هکله دحقايقو دخپريدو نه مخنيوی کيږي٠
ما،دې په استلا دسولې دملي جرګې په نامه دهغې ډرامې په هکله چه تيره اونۍ
په کابل کې دايره شوه،دسياسي مداري يا مداح تر نامه لاندې يوه لنډه تبصره
ليکلې وه چه متاسفانه ړنګه شوه، مګر ولې؟

نو ما هم کډې بار کړې :? [/color:54162a2b09]


و.افغان
07.06.2010

ثبات خانه!
سوچ نه کوم، چې د چا ليکنې قصدا ړنګې شوي وي، نوي سرور ته کډه کېدلو څه
ستونځې په فوروم کې رامنځته کړي دي، اميد دی چې حل شي.
زما په شمول د ډېرو نورو ملګرو ليکنې چې ما پرې څو ساعته مصرف کړي وو؛ کله
په فوروم کې راښکاره او کله پټ شي.

هيله کوم چې د وېب چلوونکی دې ستونځې ته څه حل راوباسي.

په درنښت


كريم كامران
07.06.2010

رښتیا وايي زما هم دوه لیکنې چې په تیرو دوه وو ورځو کې مې کړې وې اوس ړنګې شوې دي.
او وهاج صاحب! نوي سرور ته به ټول افغان اوس کډه کړي وي، او ښه بهانه ده، خو دا لوبه له هغه وخته شروع ده چې ټول افغان لا په زاړه سرور کې وو.
Anyway، که په ټول افغان کې زمونږ لیکنې ځای نه لري الحمدلله داسې ویبسایټونه شته زمونږ لیکنو پسې سر ماتوي. :roll:

او ثبات صاحب داسې ژر کډه مه باروه له ټول افغان څخه. ځکه ښايي دا لړۍ پسې وغځیږي، شاید بیا مونږ هم په ټول افغان کې په پاتې کیدو باندې تجدیدالنظر وکړو.


..Ahmadzai
07.06.2010

السلام عليكم

وروڼو زه هم ډير په غصه أو خپه ووم, ځكه چې زما هم ځينې ليكنې نه وې, خو بيا هم نوي سرور ته د إنتقال خبره مه په ذهن كې وه, نو ويل مې زه صبر وكړه ترڅو خبره روښانه سي, بيا مې هغه ليكنې وليدې چې راپيدا سوې وروسته بيا وركې سوې, همداسې څو وارې تكرار سوې , نو پوه سوم چې دا قصداً نه دي بلكې تخنيكي ستونځې دي, أو ګيله مې رفع سوه.
نو وروڼو حوصله كوئ , أو صبر وكړئ ترڅو د إنتقال پروسه سرته ورسيږي أو دغه ستونځه به خپله حل سي, كه ليكنې مو بيا راښكاره سوې خو ډير ښه أو كنه بيا به نورې رنګينې ليك كړئ.

ډاکټر وطمنل صاحب دې خداى سرلوړى أو كامياب لري,چې مونږ ته يې وړيا د هر راز إظهاراتو چانس راكړى, څوك د زړه بړاس باسي, څوك خپلې عقدې غږوي,څوك د مسؤليت په درك سره له حق څخه دفاع كوي, أو څوك دينې ارزښتونه أو إسلامي أصول په علمي بڼه خپلو هيوادوالو ته وړاندې كوي, أو څوك ورته د غيرت ننګ خبرې كوي او نور نورې قضيې او زړې بابولالې خپروي, خو مجموعاً ټول أفغانان دي, أو د ټول أفغان غړي دي له هيچا سره تميزي چلند نه كيږي, تر هغه حده پورې چه ټاكل سوې د هرچا ليكنې خوندي دي, أو أند يې د بحث لپاره قبول دى, خو له هغه أخوا دې څوك ګيله نه كوي.
په درنښت


ډاکتر وطنمل
07.06.2010

درنو ورونو او نازولو ُ ُ خويندو ُُ ُ ته سلام او نېکې هيلې !
زمونږ ځوان وېبماسټر ښاغلی شيرزاد کامه وال ستاسو د ليکنو د لا چټکتيا
له پاره نوي سروه ته د ليږدونې کار پيل کړی، چې انشا الله په پای کې به ټولې
ليکنې په ډاډمنه توګه خوندي شي .
خوکه کومه ليکنه په کې خوندي نشوه ، بيا هم د بيغورۍ په معنی به نه وي او نه به هم قصدآ داسې کار وشي .
دغه نوې تخنيکي پياوړتيا دې تاسو ټولو ته مبارک اوبختوره وي ، هيله ده چې
د وېپماسټر د غه نوښت د بحثفورمونو په معنوي پياوړتيا سره استقبال کړئ !

و من الله التوفيق !


و.افغان
10.06.2010

زه هم په خپل وار سره د ښاغلي محترم او ګران ورور کاموال شيرزاد صاحب څخه يوه نړۍ مننه کوم، چې
مونږ ځوانانو ته يې د رغنده بحث کولو، او اندونو شريکولو داسې ښکلي زمينه برابره کړېده، چې ان شاء الله دغه کار به ضرور د حق په لور زمونږ د فکري نزديکت سبب کيږي او بالآخره به مو هر مخلص ګام د دين او وطن په ګټه تماميږي.

لوی الله جل جلاله دې کاموال صاحب ته د دې لوی جدوجهد په بدل کې د دنيا او آخرت
کاميابيانې په نصيب کړي.
د ټول افغان ټولو ليکوالانو او مينه والو لوستونکو ته د دې تخنيکي پرمختګ مبارکي
وايم، ستاسو ټولو دې مبارک وي.

په درنښت


مبارزشاه
11.06.2010

زه هم د ټول افغان درنو چلوونکیو او ښاغلي شیرزاد کامه وال صیب څخه د زړه له کومې مننه کوم، او له څښتن ذات څخه ورته د لا زیات توفیق غوښتونکی یم، ترڅو خپلې پښتو ژبې، او پښتنو ته لا زیات چوپړ ووهي.
د کامه وال صاحب هڅې د ستایلو وړ دي، بری یې په برخه، هڅې یې ګړندۍ، او ژوند یې هوسا غواړم.
په خورا درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more