نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مداري که مداح
ډاکټر څپاند
04.06.2010
مداري که مداح
پدې هکله زما ليکنه چا او ولې ړنګه کړه؟؟؟؟؟
[quote:44e40a3a98]
مجددي: پر بهرنيو ځواکونو بریدونه حرام دي
سلیم فاروق
02.06.2010 08:08
پخواني جهادي رهبر او د اوسني مشرانو جرګې رييس صبغت الله مجددي، د سولې مشورتي جرګې ته د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې د وسله والو مخالفينو غوښتنې تر ا وسه نه دي مشخصې شوي، چې دوی له مونږ څخه څه غواړي، دوی بايد خپلې غوښتنې تشرېح کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې بهرني ځواکونه د افغانستان د مرستې لپاره راغلي دي، د افغانانو ملاتړ ورسره دی، او دوی زمونږ مېلمانه دي او مونږ به ترې ساتنه کوو.
نوموړي زياته کړه، چې زمونږ په مېلمنو بريدونه ناروا او هر ډول حملې او وژل يې حرام کار دی.
د يادونې وړ ده، چې د سولې مشورتي جرګه نن د سختو امنيتي شرايطو لاندې د کابل په پولتخنيک سيمه کې د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوه.
جرګې ته لومړۍ وينا ولسمشر کرزي وکړه، چې له طالبانو او بهرنيو ځواکونو دواړو يې سر وټکاوه.
نوموړي هم د خپلو خبرو په جريان کې وويل ،چې :
(( طالبانو ته چې ووايو چې راځئ سوله وکړﺉ نو هغوی وایی، چې تر څو بهرنيان نه وي وتلي مونږ سوله نه کوو، او بهرنيان وایی، چې تر څو طالبان نه وي ختم شوي مونږ نه ووځو، نو له دې معلومېږي، چې دواړه په خپل منځ کې سره جوړ دي او چل يې مونږ ته جوړ کړی دی))
د سولې د جرګې مشر برهان الدين رباني وټاکل شو.[/quote:44e40a3a98]
pattang
06.06.2010
انډيواله ځينې وخت پېريان پيدا کېږي ،بېله خبره ليک ړنګوي خو حوصله په
کار ده په تعويذ پسې به ګرځوچې دغه پېريان بند کړي٠
مجدديان خو هغه ظالمان دي چې همېشه د پښتنو په زيان عمل کوي او ځينو خرو
پښتنو به يې لاسونه مچول ٠
د افغانستان په هرګوټ کې مځکې او دارايې لري خو
دحزب او طالبانو دغه د انګليس کورنۍ دغسې بده ايسي لکه د حفيظ الله امين
چې دوی ايسېدل ٠
يوه خبره به زه درته وکړم ، پښتانه به يې بيا لاسونه نه مچوي او انشا ا لله چې ددې
خبرې ځواب او مسؤوليت به ترې اخيستل کېږي٠
نالت په مجددي کافر ٠