نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له شیګل مجلی سره د جنرال حمید ګل مرکه
طالب ISI
04.06.2010
ژباړن : محمد کریم نور
03.06.2010 16:32
د سولې په لویه جرګه کې ولسمشرکرزی غواړي چې له طالبانو سره د اوربند په اړه وغږېږي، خو جنرال حمیدګل، د آی اېس آی پخوانی مشر وایي چې روغه کېدون نه لري. دی له المانۍ مجلې شپېګل یا هېندارې سره د مجاهېدینو د راتګ او د دوی د وار اخېستلو (انتقام) په اړه غږېږي .
پوښتنه : د سولې په جرګه کې چې د منځنۍ (چهارشنبې ) پر ورځ پېلېږي، افغان ولسمشر حامد کرزی غواړي چې له جنګیالیو سره د پخلاینې په اړه ، د دوی (د جرګې د ګډونوالو) پراخه خوښه واخلي . نو دا ډول سوله به څنګه وي؟
حمید ګل : له افغان دولت سره پخلاینه کېدون نه لري . هېڅوک له ګوډاګیانو سره خبري نه کوي، بلکې – که یې ریښتیا غواړي یا یې زړه وي – نو له آر لوبغاړو سره خبرې کوي . او په روان ه شخړه کې دغه کسان (لوبغاړي) د مقاومت لوی رهبر د طالبان مشرملامحمد عمر او امریکا ده . کرزی اوس تاریخ دی (د کرزي وخت تېر شوی دی . ژ)
پ : د اوربند لپاره د طالبانو شرطونه څه دي؟
حمیدګل : ملا عمر نه غواړي چې په کابل کې حکومت وکړي . خو د لوېدځو ځواکونو وتل او د اساسي قانون بدلون د شریعت د پلیتابه لپاره حتمي او هرومرو دی . د افغانستان سېکیولرول (بې مذهبه یا مادي پرسته کول) باید ودرول شي . طالبان به بیا راشي، ملا عمر به یوه شورا راوغواړي چې په هغې کې به ټولې ګټې په پام کې ونیول شي .
پ : دا د یوې نوې خپلمنځي جګړې او یوه دېکتاتور په مانا ده .
حمیدګل : کله چې طالبان بیا راشي، نو لاسبري به شي . او زه یې ضمانت کوم چې په دوو دریو کالو کې به هر څه تېر شي، او افغانستان به خپله سوله پیدا کړي وي .
پ : لږکي توکمونه لکه تاجېک، اوزبک او هزاره چې اوسمهال ښه وسلوال شوي دي، کېدای شي چې په خپل ټول ځواک سره د پښتني طالبانو د واک اخېستلو په وړاندې جګړه وکړي .
حمیدګل : د مجاهېدینو رهبران عبدالرسول سیاف او برهان الدین رباني له طالبانو سره هېڅ کومه ستونزه نه لري . . .
پ : دواړه سرسخته اسلامپاله دي .
حمیدګل : او د دوی باقي (کسان) باید د دوی امر ومني . دوی کوم غښتلی بل لارښود نه لري . د شمالي ټلوالې اتل بولندوی احمدشا مسعود اوس مړ دی .
پ : آیا هېر کړي مو دي چې طالبان څومره منفور (کرکجن) ول؟
حمیدګل : تر څو چې ډالر بادېږي، تاسې ته هر څوک وایي چې دوی د طالبانو پر ضد دي، خو په حقیقت کې داسې نه ده . طالبانو هم خپل سبق زده کړ . اوس ښځې هم حقوق لري او کولای شي چې له کوره ووځي .
پ : که چېرې سباته لوېدیز ځواکونه له دغه ملکه ووځي او طالبان بیا راشي، هرو مرو به بیا وینه تویې شي، د کرزي د دولت غړي او پلویانو ته به جزا ورکړل شي او په سلګونو زره کسان باید وتښتي .
حمیدګل : که چېرې دغه ملک ته سوله راځي، زه په دې کې کومه بدي نه وینم چې په افغانستان کې لس زره افغاني (د لویدیز ځواکونو، ژ) همکاران او خاینان ووژل شي . امریکا په عراق کې په سلګونو زره انسان ووژل . خاینان کولای شي چې له امریکا سره یو ځای دغه ملک پرېږدي . که چیرې د روسانو ګواډګي ولسمشر نجیب الله په 1989 کال کې له روسانو سره له دغه ملکه تېښتېدلی وای، نو نن به ژوندی وای .
پ : طالبانو بیا (نجیب الله) د جراغ په ستتنې پورې وځړاوه . نو آیا دا هغه سوله ده چې تاسې یې غواړئ؟
حمید ګل : افغانانو د پینځو زرو کالو راهیسي خپلې ستونځې په خپله طریقه سره حل کړې دي، امریکایان به د لسو کالو په موده کې دغه لاره بدله نه کړي .
پ : لوېدیځ به څنګه ډاډه شي چې طالبان به بیا له نړیوالو ترهګرو سره مرسته نه کوي؟
حمید ګل : ملا عمر کولای شي چې د دې ضمانت وکړي چې له افغانستان څخه به هېڅ ورانکاري نه طرحه او نه سرته رسول کېږي . پر دغه مسئله کېدای شي چې د خبرو په وخت کې وغږېدل شي .
پ : د سولې په اړه ګاونډي ملکونه او سعودي عربستان کوم رول لوبولای شي ؟
حمیدګل : د خبرو په وخت کې تر ټولو ډېر د پاکستان د نظامي ځواکونو مشر اشفق پرویز کیاني ډېر اړین دی . پاکستان غواړي چې امریکا له افغانستان څخه ووځي . سعودي عربستان اصلاََ کوم رول نه لوبوي،که څه هم چې سیاستوال لکه کرزی په بل اند دی . جین بیا نه غواړي چې په دغه چیکړ کې ورکښېوځي ، خو په بیا روغونه کې اړین رول لوبوي .
پ : امریکا غواړي چې په ملک کې تر کېدون پورې د خپلو ځواکونو شتون لږ کړي، خو خپلې نظامي اډې بیا غواړي چې وساتي .
حمیدګل : امریکا جګړه بایلوده! لکه څنګه چې روسان ووتل، دوی هم باید ووځي . چا چې بایلولې وي، هغه د انتخاب حق نه لري .
پ : ولې یو ټولمنلی حل شتون نه لري؟
حمید ګل : امریکا افغانستان ته په دې موخه نه ده راغلي چې ښځې خپلواکې کړي او دېموکراسي راولي . دوی نظامي او اقتصادي ګټې لري او په دې اړه دوی ان خپل متحدین (اروپایان او نور) غولوي . له همدې امله اوس په المانانو هم حملې کېږي ځکه چې دوی د ناټو یوه برخه ده، که څه هم چې المانان د افغانانو سنتي ملګري دي او په خپلو کومو ګټو پسې نه ګرځي .
پ : روسیه چې یو زبرځواک وو، خو کله چې له افغانستان څخه ووته، نو خپل پای ته ورسېده . څومره وخت امریکا ته ورکوئ چې د زبرځواکۍ ټټر ووهي ؟
حمید ګل : اخـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ، زبرځواکونه په کراره مري . امریکا پنځوس کاله وخت لري . له دې وروسته به نور (نور ملکونه،ژ) امریکا ترشا پرېښې وي .
د مرکې المانی متن په لاندې پته لوستلائ شئ :
pattang
06.06.2010
که څه هم حميدګل د پاکستان رول د سولې په اړه ډېر مهم بللی ،چې پر ما يې بده اغېزه وکړه (دډېورند کرښه )، خو سره لدې حميد ګل ښې خبرې کړې دي٠
06.06.2010
:lol: :lol: :lol: :lol: پتنګه انصاف دې روزي شه :
آيا د ډيورن کرښه ردول تش يو کلتوري عادت دی او بس (؟) او که د طالبانو سياسي مشاور او واقعي واکمن حميد ګل د ISI هم مشر پاتې شوی او
غواړي چې د ډيورنلاين د ساتنې له پاره يا د طالبانو په واسطه پر افغانستان د ISI قدرت رامنځته کړي او که نه د جهادي تنظيمونو په شان پر طالبانو دغه هيواد وران کړي ؟؟؟؟
اويا په دريم صورت کې هر طالب مشر د پنجابستان د ابادولو له پاره تر اسامه بن لادن هم لوړ وپلوري ، ايا همدغه دISI يو دري ګونی هدف نه دی؟ ؟؟؟؟
pattang
06.06.2010
دکلتوري کلمه ماړنګه کړه ، مقصد مې طبعي حساسيت دی چې ډېر پښتانه
يې له پاکستان سره لري ٠ انډيواله ته خو يې پرېږده دا مسئله 100 کاله زړه ده هر
څومره چې زړيږي په هغه اندازه بر خلا ف نوره هم تازه کېږي٠
ماته د افغانستان اوسنی حالت تر ټولو مهم دی او پر داسې حدسونو او ميديايې پرو پاګندې چې ته هم کلک پکښې تړلی خپل وخت نه ضايع کوم ٠
هدف ته به ګور و، سترګې به خلاصې نيسواو غوږونه بيدار ، بيا به بيا ګورو
اوس بايد خپل اولس د اشغالګرو او ددغه فاسد رژيم پر ضدرا پورته کړو ٠
[quote:4f8c23cbb1="پتوال"]:lol: :lol: :lol: :lol: پتنګه انصاف دې روزي شه :
آيا د ډيورن کرښه ردول تش يو کلتوري عادت دی او بس (؟) او که د طالبانو سياسي مشاور او واقعي واکمن حميد ګل د ISI هم مشر پاتې شوی او
غواړي چې د ډيورنلاين د ساتنې له پاره يا د طالبانو په واسطه پر افغانستان د ISI قدرت رامنځته کړي او که نه د جهادي تنظيمونو په شان پر طالبانو دغه هيواد وران کړي ؟؟؟؟
اويا په دريم صورت کې هر طالب مشر د پنجابستان د ابادولو له پاره تر اسامه بن لادن هم لوړ وپلوري ، ايا همدغه دISI يو دري ګونی هدف نه دی؟ ؟؟؟؟[/quote:4f8c23cbb1]
07.06.2010
پتنګ خانه د کابل يا بلې کومې ميديا څخه زه څه نه اورم ، بلکې ماته د پاکستان خپل منښته ميديا جالبه ده، ځکه په څه چې تورن حميد ګل پرې اعتراف کوي
بلکې آن خپل حق يې بولي او بيا هم ستا غوندې ځوانان پيدا کيږي چې سترګې پرې پټوي صرف ددې له پاره چې دا يو اړخ په دا بل اړخ بريالی شي، نور که هر يو
تر بل بدتر وي څه باک نه لري، دا خو نو هسې د چرګانو د جنګ ننداره ده چې هغه يو درته کولنګي چرګ ښکاري او شرط پرې تړې او دا بل درته بايلونکی، دا د
غميزې حل نه دی . د انسان زور تل زور زيږوي او په زور له منځه ځي، ځکه چې اصلي زور له خدای سره دی او زورور يو پر بل وهي ، نو د انسان له شيطاني زور واکۍ څخه الله ته پناه وړل او په سملاسي توګه له هر مسلمان افغان ورور سره سوله کول د بهرنيانو ګوښه کول او په ګډه سره د له هيواده څخه د پرديو ويستل د حل يواځينۍ لار ده ! سوله په دې کيږي چې د بهرنيانو ويستل او د بهرنيانو لاسلرنې په قطع کولو توافق وشي ! ددې له پاره د بين الافغاني خبرو اترو ته مخشرط ايښودل د بهرنيانو کار دی چې نه پريږدي افغانان سره په خپلو کې ملي سوله وکړي!
که څوک غواړي چې خپل افغانيت او افغاني سياست ثابت کړي له هرډول قيدو شرط پرته دې بين الافغاني خبرو ته اترو ته سره کښيني ! خو حميدګل په خپلو
تکرار تکرار وينا، مصاحبو او مداخلو چې طالبان د ملي سولې په اړه خبرو ته نه پريږدي پخپله ثابتوي چې طالبان افغاني متاع نه، بلکې ددوی د لاس اله ده !
هو، حميدګل به فکر کوي او طالب ته ويلی شي چې د کابل حکومت د امريکا دذ لاس اله ده او په بادارۍ يې وياړي، نو طالبان هم د پاکستان د لاس اله ده او طالبان پرې فخر کوي ، او تر کومه چې امريکا د کابل حکومت رهبري کوي نو پاکستان هم بآيد طالبان رهبري کړي ، کابل د خپل بري له پاره امريکا ته او تاسو طالبان د خپل بري له پاره مونږ پاکستان ته اړتيا لرئ ، په دې کې څه غلط دي او په دې کې کسر شان څشی دی !
نو حميد ګل ځکه په تمام جرئت ، بې شرمۍ ، بې حيايۍ او سياسي سپينترګۍ د طالبانو د سياسي اسازيتوب او سياسي رهبرۍ ادعا کوي !
خو طالب او دکابل اداره دواړه په غټو او رډو سترګو ويني ګوري چې د افغانانو جنګونکي په خپلو کې دواړه سره جوړ دي، شتراتيژيکي او مورزادي دوستان
اوغبرګوني ورونه دي ، نو ددوی د ګوډاګيو هڅې هغه وخت ارزښت پيدا کوي چې غواړي څنګه کولی شي ځان له خپل خپل بادار څخه خلاص کړي او مقابل افغان
ورور ته نږدې شي ! کرزي په دې هم اعتراف وکړ او هم يې ټول افغان ملت ته ژوره اشار ه تيره کړه چې
[color=red:44f1269f00]طالبان وايي تر څو چې امريکا يي ځواکونه نه وي وتلي مونږ جنګيږو، او امريکا وايي تر څو چې ترور نه وي ختم شوي مونږ نه وځو،
نو دوی په خپلو کې سره ښه جوړ دي، چل يې مونږ ته غلی کړی دی نور هېڅ نشته ! [/color:44f1269f00]
کرزی خو هغه دی په مشورتي لويه جرګه کې دومره وايي ،له دې حالت نه د وتلو لار لټوي او پر ملت د سولې غږ کوي، ملاعمر خو دومره هم نشي ويلی، د سولې غږ هم نشي پورته کولی او د ملا برادر برخليک ته چې ګوري نور هم سر په سرو شګو کې منډي ، ISI ته نور هم تسليميږي او پريږدي چې حميد ګل يې استازيتوب وکړي !
ملي سوله خو دملت غوښتنه ده ، چې د کابل ګوډا ګي حکومت او بادارانو يې ورته
تن نه ايښوده، خو بالاخره ملت پرې ومنله ، اوس نو وار د طالبانو دی چې د پاکستان له پوځي او سياسي ځنځيرونو دومره خو ځان خلاص کړي د ملت غوښتنې ته لبيک ووايي ، اقلا خبرو اترو ته حاضر شي او د بهر نيانو په وتلو او له هغه وروسته د د پراخ بنسټه ملي اسلامي حکومت په څرنګوالي سره يو توافق ته ورسيږي او نور د تحميل شوي جنګ يوغ د ولس له اوږو پورته کړي ! دا به هم د پاکستان او هم د امريکا او نورو بهرنيو ځواکونو ماتې او د افغان مسلمان ملت
غلبه او بری وي . او که نه د هر يوه افغاني اړخ بری پر بل اړخ د يوه بهرني ځواک بری دی نه د افغانانو آزادي او خپلواکي!
يا به يو کيږو [color=white:44f1269f00]که نه ورکيږو [/color:44f1269f00]..... دوښمن دا غواړي مونږ ! نه پوهيږو !
[color=blue:44f1269f00]افغانه يو شه خپلو منځو کې ..................... خوښ کړه نيکونه په هديرو کې
که امريکی دی که پنجابی دی ....... که لويديځوال دی که بل کوم سپی دی
وحدت په زور ټول وارخطا که ................څوک چې بيلتون ... زما او ستا کا
ملي تدبير باندې سره ټوليږو ........................ يابه يو کيږو که نه ورکيږو ![/color:44f1269f00]
[color=white:44f1269f00]و من الله التوفيق ![/color:44f1269f00]
pattang
07.06.2010
پتوال خانه دوخت په کمي :
هر څوک چې له ما سره د هېواد دازادي اود جنګي جنايتکارانو دشړلو
لپاره مرسته کوي هغه زما دوست دی او دا خبره تاريخي همداسې ده
هر چېرې او هر وخت ٠
اول تر ټولو د هيواد ازادي له اشغالګرو څخه فرض دی .
د ملي مقاومت له رواجه څخه زيات تړل له ISI سره ، د کابل له لاسپوڅي
دولت او اشغالګرو سره نېغه انډيوالي به ګوته کوي اوبس٠
ملي مقاومت مونږ ته روحاني دی ، په هغه پسې پرو پاګنده ملي خيانت دی ٠
پتوال ليکي :
[color=red:64f5310610]کرزي په دې هم اعتراف وکړ او هم يې ټول افغان ملت ته ژوره اشار ه تيره کړه چې طالبان وايي تر څو چې امريکا يي ځواکونه نه وي وتلي مونږ جنګيږو، او امريکا وايي تر څو چې ترور نه وي ختم شوي مونږ نه وځو،
نو دوی په خپلو کې سره ښه جوړ دي، چل يې مونږ ته غلی کړی دی نور هېڅ نشته !
کرزی خو هغه دی په مشورتي لويه جرګه کې دومره وايي ،له دې حالت نه د وتلو لار لټوي او پر ملت د سولې غږ کوي، ملاعمر خو دومره هم نشي ويلی، د سولې غږ هم نشي پورته کولی او د ملا برادر برخليک ته چې ګوري نور هم سر په سرو شګو کې منډي ، ISI ته نور هم تسليميږي او پريږدي چې حميد ګل يې استازيتوب وکړي ![/color:64f5310610]
داخبره دې چې ليکله ، سوچ د ې نه کاوو ، چې کرزی په خپله څوک دی !!
مخلوق د خالق په هکله څه وېيلی شي ? خوشې ځان شرموي او د مخلوق
او صاف سابته وي او خپله لودګي ښکاره کوي٠