اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
مشارق او مغارب
03.06.2010
درنو دينپوهانو السلام عليکم و رحمة الله !
په عظيم او کريم قران کې مشارق او مغارب [color=darkblue:2b62c56953]( رب المشارق وا لمغارب )[/color:2b62c56953]راغلي، دلته د شرق يا غرب جمع
څرنګه تفسير او انګيرئ ،څه فکر کوئ چې ددې مشارقو شمير څو يا څومره کيدای شي، آيا او [color=red:2b62c56953]څنګه [/color:2b62c56953] په دې کې د ځمکې
په شاوخوا د لمر څرخېدل -، اوکه بر عکس د لمر په شاوخوا د ځمکې راڅرخيدل تائيديږي ؟؟؟؟؟؟
والسلام علی من التبع الهدا
وصيل پېروز
07.06.2010
السلام عليکم
محترم پتوال صاحب ډېره ښکلې موضوع مومطرح کړې ده ، په دې اړه چي ماکومه پلټنه کړې ده زه هم ستاله نظرسره موافق يم اوهغه خبره چي تاکړې چي اياپه دې سره دلمرپرشاوخوادځمکې راڅرخېدل تائيدېږي؟. نوزه وايم چي هوځکه الله جل جلاله په دې ايت کي لوېديځ اوختيځ دجمعې په صيغه راوړي دي مطلب يې دادی چي لوېديځ اوختيځ ډېردي، هغه په دې معنی چي ځمکه دلمرپرشاوخواراګرزي هره ورځ چي لمرراخېژي اولوېږې دلوېدواوختلوځای يې له پخواڅخه مختلف وي اوپه دې سره داهم تائيدشوه چي ځکه کره ډوله ده ځکه که مسطحه وای بيابه دلمرلوېديځ اوختيځ نه بدلېدای . په قرآن کريم کي موږدمشرق اومغرب په اړه درې ډوله الفاظ وينومفرد،تثنيه اوجمع ، مفردپه دې اعتبارچي له علمي تحقيق پرته په ساده نظر مشرق اومغرب يودي له همدې کبله دمفردپه صيغه يادشوي دي ، خوکه لږدقت وکړو نوددوبي اوژمي مشرق اومغرب هم توپيرسره لري اوداډېروعواموته هم ښکاره ده له همدې کبله په قرآن کريم کي دتثنيې لفظ راغلی دی اماترپوره پلټنې وروسته جوتېږي چي مشرق اومغرب په حقيقت کي نه يو،نه دوه ، بلکه ډېردي له همدې کبله قرآن کريم په نورواياتونوکي دجمعې صيغه کارولې ده اودادقرآن کريم ژوره علمي باريکي ده چي دخپلومضامينوپه اوږدوکي يې ټولواړخونوته اشاره کړې اوخبره يې بالاخره دپرمختللې نړۍ علمي تحقيق ته رسولې ده .
ستاسوددعاپه تمه
كريم كامران
07.06.2010
وعلیکم السلام ورحمة الله
پتوال صاحب د سوال ځواب خو مولوي صاحب درکړی، زه پرې څه اضافه کول نه غواړم، زه ستاسو دلیکنې دوروستۍ جملې په ارتباط دوه ملاحظې لرم.
تاسو لیکلي:
[quote:17235613b3]والسلام علی من التبع الهدا[/quote:17235613b3]
لومړی خو دا سمه املاء نه ده، صحیح املاء داسې ده:
والسلام علی من اتبع الهدی
دوهم داچې په مسلمان باندې دارنګه سلام اچول جايز نه دي، شيخ محمد بن صالح العثيمين وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله کفارو ته لیک استاوو نو په دغو عباراتو به یې سلام ورته لیکه.
مسلمان ته باید په دې ټکو سلام وویل شي: السلام علیکم
د (السلام علی من اتبع الهدی) معنی دا ده چې په هغه چا باندې دې سلامتیا وي چې د هدایت تابعداري وکړي.
نو په دې ډول به ستا د سلام معنی دا شي چې ستا مخاطب د هدایت تابع نه دی یعنې اسلام یې نه دی راوړی.
[color=blue:17235613b3]اضغط إن شئت على الرابط في الأسفل؛ لتقرأ نص الفتوى باللغة العربية:[/color:17235613b3]
لاندې لینک وګوره:
[url]http://www.islamway.com/?iw_s=Fatawa&iw_a=view&fatwa_id=9314[/url]
08.06.2010
السلام علی من تبع الهدا
کامران صيب ډيره مننه ، ما هم لومړی دا فکر کاوه چې بايد (من اتبع الهدا) وليم، خو دا چې زه په عربي نه پوهېږم او من التبع اهدا د تلفظ بهير راته روان
برېښېده، نو زړه نه زړه مې وروستے بڼه وليکله او هيلمن وم چې که سم نه وي ، زمونږ فورمونه او عربي ملکونه له هغو پښتنو څخه ډک دي چې شکر په عربي پوهيږي، نو څوک به يې ضرور سمه بڼه دلته وليکي ، له دې کبله له تاسو څخه ډيره مننه کوم چې ناسمه بڼه مو د يوۀ (ل) په ليرې کولو سره سمه کړه ، خو زه ستاسې د نور تفصيل منندوی هم يم :
اتبع د ماضي صيغه نه ده، او ما غوښتل من تبع د (ت) په شد وليکم په دې خيال چې داسې به دماضي شکل اختيار کړي ، خو زما په کمپوتر کې د (شد) نښه نشته، نو ددې له امله مې هم من التبع وليکه ، څو (ت) د شمسي توري په توګه د شد له نښې پذته هم ضرور په شد سره ادا شي ، اوس ستاسې له پشپړونې وروسته دې نتيجې ته رسيږم چې که (ت) له ( ال ) پرته په شد هم وليکل شي ښايي ماضي ترې جوړه نشي، نو ماضي بڼه يې په سوچه او مفتوحه (ت) ليکل کيږي يعنې په
[color=blue:8d1cd16688]السلام علی من تَبَع الهدا [/color:8d1cd16688] په دې معنی چې سلام پر هغه چا چې (الهي) هدايت يې اخيستی (منلی) وي يعنې مسلمان وي !
دا بڼه ماته ځکه ښه ښکاري چې چا چې الهي هدايت منلی وي ،يعنې مسلمان وي ، اود هدايت تابع او قايم پاتې وي نو هغه نهع يواځې صرف مسلمان وي، بلکې هغه يو ښه مسلمان وي، فاسق نه وي، پيلماځه او مخنث نه وي ،نو بر هغه بآندې د زړه له کومي سلام وايم، نو زما انګيزه او ستاسې بشپړاوی راته د ماضي په بڼه
السلام علی من تَبَع الهدا کې راته خوندي ښکاري .
اجرونه مو نصيب او الله مو مل شه !
شبيراحمد
08.06.2010
السلام عليکم
پتوال صاحب خوندوره موضوع مووړاندي کړي
موږپکي ځکه څه نه وايوچې پېروزصيب درته داسي ځواب ويلى چې ګمان کوم
دخبري ځاى يې پکي ندى پريښى .
البته په آخيري سلام به دي يوڅه وليکو
[quote:eb21f13e43]والسلام علی من التبع الهدا[/quote:eb21f13e43]
بلکه
السلام على من اتبع الهدى
اوبل داچې داسلام به رسول الله صلى الله عليه وسلم دخط په سرکي ليکه
نه په آخرکي .
هرقل ته دنبي عليه صلى الله عليه وسلم ليک داسي پيل کېږي
بسم الله الرحمن الرحيم من محمدعبدالله ورسوله الى هرقل عظيم الروم سلام
على من اتبع الهدى امابعدفانى ادعوک بدعاية الاسلام اسلم تسلم يؤتک الله اجرک
مرتين فان توليت فان عليک اثم اليريسيين . الخ
بخاري شريف
وصيل پېروز
08.06.2010
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
که څه هم له ټاکلې موضوع ټول اوښتي ياست خوبياهم څه پروانه لري بله ښه موضوع پکي مطرح شوې ده .
کريم کامران صاحب صحيح ويلي چي داسي نه ليکل کېږي خوپتوال صاحب بيابل څه پکي سنجولي وواوله خپل حسن ظن سره سم يې داتوري ليکلي دي خوزه بياهم ستاسوپرنظرونويوڅه ورزياتول غواړم .
لومړی داچي دااِتّبَعَ ماضي صيغه ده له ثلاثي مزيدواودافتعال له باب څخه ده ، تّبع اوالتبع ليکل يې له صرفي قوانينوسره سم په هيڅ ډول جوازنه لري ځکه چي بيانه پر ثلاثي مجردواونه په مزيدوکي پرکوم باب برابرېږي اوپه عربي الفاظوکي اړينه ده چي دفعل صيغې له يوه نه يوه بابه وي .
دويمه داچي دلته پراتّبع باندي مَن لفظ راغلی دی چي دمضارع په معنی يې ګرزوي مطلب داچي څوک هدايت ومني پرهغه دي سلام وي ، مسلمان خوهدايت منلی دی هغه ته بايدبېله قيداوشرط څخه سلام ورواچول شي .
درېيمه داچي موږدنبي کريم صلی الله عليه وسلم له ژونداودصحابه کرامورضی الله عنهم له ژوندڅخه دااخذکولای شوچي هغوئ هرمسلمان ته په السلام عليکم باندي سلام وراچاوی نه په هغوالفاظوچي پتوال صاحب ليکلي دي نودابه بېخي بده وي چي موږدالاره پرېږدواوله ځانه پرجوړه شوې لارولاړشو.
10.06.2010
قدرمن م . وصيل صيب او ټولو دوستانو ته سلامونه !
کور مو ودان او ډير اجرونه مو په برخه شه!
[quote:bf1c7774d0]که څه هم له ټاکلې موضوع ټول اوښتي ياست خوبياهم څه پروانه لري[/quote:bf1c7774d0] پروا خو لري، نو اوس به راشو اصل موضوع ته :
تاسو ډاډ راکړی چې تاسې په دې اړه پلټنې کړي ، نو ښه چانس لرم چې څه وړې وړې بوشتنې هم مطرح کړم ، مثلا په دې عبارت کې چې :
[quote:bf1c7774d0]الله جل جلاله په دې ايت کي لوېديځ اوختيځ دجمعې په صيغه راوړي دي مطلب يې دادی چي لوېديځ اوختيځ ډېردي، هغه په دې معنی چي ځمکه دلمرپرشاوخواراګرزي هره ورځ چي لمرراخېژي اولوېږې دلوېدواوختلوځای يې له پخواڅخه مختلف وي اوپه دې سره داهم تائيدشوه چي ځمکه
کره ډوله ده ځکه که مسطحه وای بيابه دلمرلوېديځ اوختيځ نه بدلېدای .[/quote:bf1c7774d0]
د بيلې بيلې برخې په اړه د څنګه يو ه پوښتنه داده :
[color=blue:bf1c7774d0]مطلب يې دادی چي لوېديځ اوختيځ ډېردي، هغه په دې معنی چي ځمکه دلمرپرشاوخواراګرزي [/color:bf1c7774d0]دا څنګه؟
د اسلام په لومړيو زرو کالو کې خو همداسې تصور کيد ۀ چې لمر د ځمکې پرمخ راڅرخي او مشارق او مغارب هم
د جمع په شکل ټولو مسلمانانواو ديني علماو ته معلوم و، که دا دواړه سره په عقلي توګه ضد او نقيض وای ، حتما به لږ تر لږه کوم
اسلامي محقق او مفسر په ګوته کړی وای . د ختيځ او لويذيځ جمع ولې او څنګه د ځمکې د څرخيدو پورې محدودولی شو ، خو د لمر د راڅرخيدو
پورې يې نشو تړلای ؟ دليل يې څه دی ، هو که تاسو دا يو عقلي ضدو نقيض نه، بلکې څېړنيز ضدو نقيض بولۍ چې په
په ستور پوهنې کې د کوپرنيک او کپلر له کشفياتو نه مخکې يې امکان نه درلود نو بيا
دا خبره بيله ده او له تشرېح پرته به پرې هر لوستونکی پوه نشي !
همدارنګه چې
[quote:bf1c7774d0]هره ورځ چي لمرراخېژي اولوېږې دلوېدواوختلوځای يې له پخواڅخه مختلف وي [/quote:bf1c7774d0]نو کال ٣٦٥ ورځې دی، په در توګه ٣٦٥ مغارب او مشارق تثبيتيږي او په هر خلورم کال چې کبيسه کال ورته وايي بيا د لمر ٣٦٦ ختيځونه او ٣٦٦ لوېدېځونه تثبيت شوو!
ددې ٣٦٥ مشارقو او مغاربو له موجوديت سره سره اسلامي علماو ولې د کال په قمري بڼه ټينګار کړی، کوم چې ٣٥٤ ورځې دی ، شمسي کال يې ولې نه دی منلی چې د مشارقو او مغاربو له شمير سره سمون او برابری خوري ؟
[color=blue]نو د قران کال بايد شمسي وي ، نه قمري، که څنګه ؟؟؟
[/quote] په همدې ډول روښانه نشوه چې [quote:bf1c7774d0]هره ورځ چي لمرراخېژي اولوېږې دلوېدواوختلوځای يې له پخواڅخه مختلف وي اوپه دې سره
داهم تائيدشوه چي ځمکه کره ډوله ده ( دا څنګه او ولې ؟؟؟؟) ځمکه که مسطحه وای بيابه دلمرلوېديځ اوختيځ نه بدلېدای ،( ولې او څنګه به نه بدلېدای ، دليل به به لري، چې مونږ پرې نه پوهيږو، نو )[/quote:bf1c7774d0]
که د قوسونو داخلي پوښتنې لږ روښانه کړئ ډيره به ښه وي .
17.06.2010
محترم وصيل پيروز صيب او نورو محترمو اومکرمو دينپوهانو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
وصيل صيب په ښايي راسره دا منلي وي او يا به يې ومني چې مشارق او مغارب د ځمکې د کرې هر د طول البلد دايره ده چې نيمه يې مشرق او به نيمه يې مغرب دی، په دې معنی چيرې چې د طوالبلد پر نيمه دايره لمر څرک وهي او راخيژي او مشرق جوړوي په مقابل نيمه دايره يې چې د ځمکې په اخوا کې شمالا او جنوبا تيره شوې هلته لمر لويږي او مغرب جوړوي ، په داسې حال کې مشرقين يا مغربين يوزمان نه دي، شرق او غرب همزمان وجود لري ، خو د طول البلد په دايرو د لمر ختل او لويدل مونږ عملا وينو چې په کابل ، پېښور، تهران ، ډهلي، واشنګټن او لندن کې د لمر ختل (شرق) او لويدل (غرب) له ختيځ څخه د لويديځ په لوري ټاکلي وختونه او ټاکلي ساعتونه فرق سره لري او په هرو ٤ دقيقو کې لمر د عرض البلد بلې درجې ته رسيږي او په دوام کې د طول البلد د بيلا بيلو دايرو څخه يوي خواته د د ختلو او بلې خواته لويدلو په همزمان حالت کې تيريږي ،هم د لمر ديا ورځې د ړڼا پوست د ځمکې له مخ څخه وځي او د شپې تياره خپريږي ( [color=blue:2c0a6db0cd]و ايت الهم اليل نسلخ منه النهاره فاذا هم مظلموان [/color:2c0a6db0cd])
او همدارنګه په بله نيمه کره کې د ورځې رڼا خپريږي او په دې ترتيب ٣٦٠ مشارق او مغارب وجود لري !