د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دتعويذشرعي حيثيت څه دی؟

وصيل پېروز
02.06.2010

السلام عليکم
په مسلمانه ټولنه کي يوه ډېره اختلافي موضوع دتعويذونودشرعي حکم په اړه ده چي اياپه شريعت کي جوازلري که نه؟ ځيني کسان تعويذونه پردوه ډوله ويشي چي يويې قرآني تعويذونه يعني هغه تعويذونه چي قرآني اياتونه پرې ليکل شوي وي اوځيني هغه چي له دې پرته نورڅه پرې ليکل کېږي ، ځيني علماء همدې اول ډول ته جوازورکوي خو ځيني کسان بياپه دې حديث دليل نيسي چي ( من تعلق تميمة فقداشرک) هرډول يې ناروا دي ځکه دلته تعويذپه عام ډول يادشوی دی اوهيڅ ترې مستثنی شوي نه دي .
اوس له تاسووروڼوغواړم چي په دې اړه لږوضاحت وکړئ! .
مننه


watanmal
08.06.2010

ورسته له سلامونو

پدى موضوع كى خو ډيرى ليكنى شوى وى چى ولى يى سره مخه كړى ؟
او په نظر نه راځى ، او كه د فورم مسولينو د كوچى خبره كړى چى بيا د سره :D
كه خبره همداسى وى نو د لوستونكو د معلومات لپاره بايد پدى موضوع كى
بيا ليكنى وشى.
[color=white:08d92e7064]محترم مسول صيب يا زمونږ ليكنى واپس كړه او كه ممكنه نه وى نو خبر مو
كړه چى بيا څه پرى وليكو.[/color:08d92e7064]
====================================== وطنمل


watanmal
21.06.2010

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

نه يم خبر چى دا مهمه موضوع مو ولى له نظره پريوته؟
خير زه به خپله ليكنه چى مخكى مى كړى وه له لږ تغير څخه ورسته بيا په
ليكه كړم:

ګرانو لوستونكو او محترمو علماو ما ډير كوښښ وكړو چى دا معلومه كړم
چى تعويزونه زمونږ په ټولنه كى له څه وخت څخه رواج شوى ؟ خو زه تر اوسه
په خپل كوښښ كى كامياب شوى نه يم ، كه د چا سره په دى اړه څه معلومات وى
هيله ترينه كوم چى راسره شريك يى كړى ، په افغانى ټولنه كى د دعوت په
كارونو كى ځما تجربه داده چى خلك هغه خبره ښه منى او قناعت پرى كوى
چى د اسلامى نصوصو ترڅنګ د غيرى شرعى كار تاريخچه ورته بيان كړى
او د منكر د نشر په اسبابو ئى پوه كړى د مثال په توګه د بد نظر لپاره لوګى كول ،
كه خلكو ته ددى كار په اړه د كاله ديوى تاريخچه مخكى كيږى نو قناعت
پرى كوى او ترى منعه كيږى.

[color=darkred:99dada7484]د تعويزنو د حرمت او جواز په اړه علماو په دوه ډلو ويشل شوى ،[/color:99dada7484] زه د هغه علماو
پلوى يم چى په حرمت يى قائل دى.
[color=white:99dada7484]د جامدو شيانو په غاړه كى اچول لكه مختلفى مرۍ ، كاڼى ، بوټى ، او يا يى
په كورونو او موټرو كى ايښودل د بد نظر د دفع په خاطر دا ټول حرام دى ،[/color:99dada7484]
بايد يادونه وكړم چى د علماو اختلاف فقط په هغه تعويزونو كى دى چى په
هغى كى د قرآن كريم اياتونه ، د الله پاك نومونه ، دعاګانى ، ليكل شوى وى
چى ايا دغه هم د حديث د حكم لاندى راځى او كنه ؟ او [color=darkred:99dada7484]هغه تعويزونه چى
د جنياتو نومونه او د بوتانو نومونه او سحرى شيان پكى ليكل شوى ټول
علماء يى حرام ګڼى.[/color:99dada7484]

هغه وروڼه چى په عربۍ باندى پوهيږى كولى شى چى لاندينى پيوند وه ګورى.
http://audio.islamweb.net/audio/index.php?page=FullContent&audioid=139555

د پورتنى پيوند اخرينۍ حصه كى د حديث من تعلق تميمة فلا أتم الله له، ومن تعلق ودعة فلا ودع الله له) وفي رواية: (من تعلق تميمة فقد أشرك)]. په اړه خبرى شوى دى شايد چى ستاسى د فايدى وړ وه ګرځى.

د معلوماتو لپاره لاندينى پيوند وه ګورۍ:

http://audio.islamweb.net/audio/index.php?page=FullContent&audioid=139556

قال تعالى : { وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ} (168) سورة البقرة

============ = = = وطنمل


watanmal
21.06.2010

ورسته له سلامونو څخه.

دى كى هيڅ شك نشته چى په ټولنه كى د منكراتو د نشر سبب د وخت د علماو
چپتيا ده ځكه وايى چى د هغه دهكان په پټى كى كبلى او نور واښه راشنه
كيږى چى د پټى خيال نه ساتى ، كه په وخت يى وه ګورى ريمبى او خيشاوه
يى وكړى نو غيرى مطلوب او مضر بوټى به ئى په پټى كى نه شنه كيږى ،
خير به هر حال مونږ او تاسى بايد د خپل علم او قدرت تر حده په ټولنه كى
د منكراتو مخه ونيسو .
تاسى كولى شۍ چۍ د لاندينى پيوند څخه د موضوع په بل اړخ كى ښه استفاده وكړۍ

العلاج بالقرآن:( حقيقته ، أهميته ، حكمه، وضوابطه )
بحث من إعداد د . عبد الحق حميش
كلية الشريعة والدراسات الإسلامية
جامعة الشارقة

http://ruqya.net/forum/showthread.php?t=36720

------------------------------------------- - - وطنمل



01.07.2010

دروند وطنمل صيب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله !
په قران کريم کې د جادو د شتون ذکر شوی او الحمد لله پر ضد يې معوذتين نازل شوي دي . که څوک دغه ٢ سورته وظيفه کړی او پر ځان يې چف کوي او اوبه پرې دم کوي او هغه څښي نو په دې کې خو د حرمت خبره هېڅ نشته، ولې که څوک بيسواده وي او دا زمونږ د ټولنې ٧٥ ٪ دي، پخپله دغه سورتونه نه پيژني او يو بل ملا صيب په اصطلاح ښه پاخه کړي وي او د تعويذ په شکل يې جادو شوي کس ته په غاړه واچوي او هغه ورسره د جادو له بلا څخه خلاص شي په دې کې به څه زيان وي اوحرمت به يې د څه له کبله وي ؟؟؟؟
داچې جادو هم د تعويذونو، هم کاڼو، هم لوګيو او بخوراتو او هم نورو شکلونو کيږي، دا بايد ددې سبب و نه ګڼل شي چې د قران له اياتونو ترتيب شوی تعويذ هم لکه د جادو تعويذ حرام وګڼل شي ، حکه خبره خو د تعويط په شکل کې نه، بلکې په محتوا کې ده ، که څنګه ؟؟؟؟

نور نو جادو او د جادو تعويذونه ، لوګي او نور چټيات تر اسلام د مخه موجود وو،
عربي تاريخ يې تاسو ته ښه معلوم دی، چې کنهه يې آن کمون اوليه ته
رسيږي، ځکه چې څومره چې د انسانانو په ژوند د طبيعت د تسلط درجه لوړه وي او شعوريې ورته تياره او ټپه ټپنۍ ساتلی وي هومره جادو او د جادو تعويذونو ته پناه وړي !
داچې جادو ولې اغيز کوي او څنګه اغيز کوي بايد اسلامي علماو څېړلې وای !


مومن مهاجر
01.07.2010

بیاهم ټولووروڼوته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! هیله ده چي خوښ،خوشاله او په مزوکي به یاست .
ښاغلي پتوال صیب لیکلي چي که یوسړی بې سواده وي اویوملاصاحب معوذتین او یانورې مسنونې دعاوې ښې پخې کړې وې اوهغه بې سواده کس ته یې دتعویذپه شکل ورځوړندې کړي نوپه دي کي به څه بدي نه وي .
ښاغلې! لکه څرنګه چي ستاټولنه بې سواده ده همدارنګه درسول الله صلی الله علیه وسلم دوخت ټولنه هم داسي بې سواده وه چي دګوتوپه شمېرکسان یې په لیک لوست پوهېدل ان رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نبی الامیین بلل شوی دی . درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په وخت کي همدغه اړتیاوې پېښېدلي چي نن زموږاوستاسوپه ټولنه کي پېښېږي ولي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوچاته تعویذورځوړندنه کړ. بلکي په خپلوویناوواوافعالویې هغه وغاندی .رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چي به څوک راغی دیوتکلیف یامرض شکایت به یې ورته وکړنوبه یې یاپه خپله دم پرې وکړاویابه یې هغه ته په خپله ورښودبیابه هغه سړي په خپله ځان اونورخلک پرې دمول . داحادیثوپه کتابونوکي یې مثالونه ډېردي که موتفصیل زړه غواړي دحدیثوپه کتابونوکي کتاب الطب والرقی وګورئ .خوتعویذهیڅ ځای نه دی ثابت سره له دې چي ښاغلي پتوال صاحب یې دجوازلپاره کوم عوامل وړاندي کړي داپه هغه وخت کي هم په پراخه پیمانه موجودوو. له دې وجې په غوڅ ډول ویلای شوچي هیڅ ډول تعویذجوازنه لري . که یوسړی بې سواده وي هغه مولوي صاحب دي دم پرې وکړي دمونه په صحیحواحادیثوثابت دي . اورسول الله صلی علیه وسلم ویلي دي :
من عمل عملالیس علیه امرنافهورد. متفق علیه . یعني که یوڅوک داسي کاروکړي چي موږنه وي کړی هغه مردوددی . نوله دې وجې چي له شدیدضرورت سره سره رسول الله صلی الله علیه وسلم تعویذنه په خپله کړی،نه یې نورورته هڅولي بلکي منعه یې ترې کړي،تعویذپه مطلق ډول ناروادی .


وصيل پېروز
02.07.2010

السلام عليکم
کاش ! چي له دې ځايه هغه بحثونه نه وای ړنګ شوي چي پرې شوي وو،ګومان کوم چي دوهاج ساپي صاحب پردلائلوبه دهغوخلکوقناعت شوی وای چي لاهم دتعويذ ددفاع دلايل وايي زه غواړم دوطنمل صاحب يوه هيله بشپړه کړم ، دلته غواړم دپوهنمل زاهدي احمدزي له کتاب څخه هغه عبارت رانقل کړم چي نوموړي عالم په افغانستان کي دتعويذدتاريخ په اړه کړې ده :
((زموږپه لرغوني هيوادافغانستان کي هم دجادوګرۍ سحراوکوډودتعويذونورواج خورالرغونی دی چي ځيني مذهبي اوعقيدوي محققينودوولس زره قبل مسيح ښودلی دی اوځينودوه نيم زره قبل مسيح اوځينو۶۶۰ قبل مسيح ښودلی دی اوددې اختلاف لامل په افغانستان کي دمختلفوبشري تهذيبونو،ثقافتونواومدنيتونو شتون اوتمرکزدی . دبېلګي په توګه زردشتي تمدن ، يوناني تمدن اوهندي ، بودايي اوزردشتي ديانتونه دخاصې يادونې وړدي اوذکرشوي ګردديانتونه مشرکانه اوپه اوهامواوخرافاتوولاړديانتونه ووټوټکي ، منترونه ، کوډي اوتعويذونه دذکرشويو ديانتونودعقائدولازمي اونه بېلېدونکي برخه وه له ناروغيواوخبيثه ارواحوڅخه په غيرالله سره پناه غوښتل يې په اجتماعي اوعقيدوي چاروکي دوديزعمل وواوهر يوله خپلواجتماعي غوښتنوسره سم عمل پرې کاوواودژونداړين عمل يې تلقي کړی وو. دغه رازپه ۵۸۷ قبل مسيح کي پرفلسطين باندي دبابلي نمرودپاچابخت نصريرغل کله چي يهوديان تيت وپرک کړل اوبياپه ۷۰ م او۱۳۲ م کي دروم امپراتور يهوديان له فلسطين څخه وشړل نوزياته برخه کډوال يې افغانستان ته هم راغلي وو اودلته يې هم په افغانانوکي کوډي اوجادواودتعويذونواسلام دښمنه عمل ترويج کړی ووچي له ګردوڅخه وروستي يهودي له بلخ څخه په ۱۳۴۵ هش کي فلسطين ته تللی دی . مطلب داچي په افغانستان کي ايراني مجوسيان هندي هندوانواوبودايانو اويهودانوله پخوانيولرغونوزمانوراهيسي دتعويذونونجوم اوکوډوکاروباردود کړی دی چي تراوسه پوري دوام لري اوله تيرويادونوڅخه دانتېجه ترلاسه کېږي چي په بشري مختلفوملتونوکي په مختلفوتاريخونوکي دتعويذونوکولوپروسته منځته راغلې ده .)) (دمونه اوتعويذونه ص ۸۷ ، ۸۸ لومړی چاپ ، چاپوونکی اميرکروړکتابتون)
نوموړي دلته له خپل تحقيق سره سم په افغانستان کي دتعويذپرشاليدلنډکی بحث کړی دی له دې سره سره يې په نوروملتونوکي هم دتعويذيولنډشاليدبيان کړی دی بلکي په خپله داوړکوټی کتاب يې ددم اوتعويذپه اړه ليکلی چي الحمدلله موثق او ګټورکتاب دی .
نوموړي په دې کتاب کي له خپل وس سره سم دتعويذپه اړه ترديارلس زيات احاديث روايت کړي اوله دې سره سره يې په دې اړه دوتلوعلماء کرامولکه اشرف علي تهانوي، علامه الباني،ابن باز،شيخ عثيمين،دقطردقاضی القضاة اونوروعلماوو ويناوې نقل کړې دي چي هريوه په خپل واردتعويذدحرمت فتوی ورکړې ده لوستونکي کولای شي مفصل بحث په همدې کتاب کي وګوري .


مبارزشاه
02.07.2010

زاهدي احمدزى صيب خو پښتانه هم دصحابه وو نسل بولي په يو كتاب كې مې يي وليدل چې پښتانه دقيس عبدالرشيد چې يو صحابي وه اولاده ده.


مومن مهاجر
02.07.2010

ښاغلی مبارزشاه صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ته بایدداسلامي احکاموپه اړه په دې پوه شي چي کوم څوک دیوشرعي دلیل په استنادخبره کوي هغه خبره یې دمنلووړده هغه که هرڅوک وي،پاتي شوه داچي احمدزي په یوه کتاب کي پښتانه دصحابه کرامورضی الله عنهم اولاده بللې نودادین نه دی یوه تاریخي څېړنه ده منل اونه منل دسړي دین ته تاوان نه رسوي . اودتعویذپه اړه چي هغه په خپل کتاب کي څه لیکلي هغه یې دقرآن اونبوي ثابتواحادیثوپه رڼا کي ویلي نه له ځانه اودتاریخي اسنادوپربنا. دتاریخي اسنادومنل اونه منل ددین خبره نه ده که دین وای بیاشرعي ماخذپکي اړین وو.



04.07.2010

[quote:2e5d857169]زاهدي احمدزى صيب خو پښتانه هم دصحابه وو نسل بولي په يو كتاب كې مې يي وليدل چې پښتانه دقيس عبدالرشيد چې يو صحابي وه اولاده ده.[/quote:2e5d857169]
صحابه د صحابي جمع ده، قيس عبدالرشيد يو صحابي و، نه صحابه ، دا چې نوموړی صحابي يو پښتون و په دې کې هېڅ شک نشته، خو څوک وايي چې ټول پښتانه ددغه يو پښتون صحابي (قيس) اولاده ده (؟) ، ولې له هغه به هم اولاده پاتې وي او پښتانه به پاتې وي !
د قيس سره ٦٩ تنه نور پښتانه هم د رسول الله (ص) ليدلو ته تللي وو، که ټول پښتانه د قيس اولاده شي، نو د هغه ٦٩ نورو پښتنو اصحابو اولاده څه شوه ؟؟؟
او که ټول پښتانه ددغو ٧٠ تنو صحابه و اولاد شي لکه احمدځي صيب که فرميلي وي ، نو ايا په دغه وخت کې ټول پښتانه همدغه ٧٠ تنه وو؟؟؟؟؟
په دا ٥٠٠٠ کلن تاريخ کې د پښتنو نفوس يواځې ٧٠ تنو ته رسيدلی و که څنګه ؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more