د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټول خبرونه » راپورونه امریکا په افغانستان کې د هند او پاکستان په رول کې د انډول رامنځنته کولو هڅه کوي

طالب ISI
31.05.2010

تاند(دوشنبه/مې۳۱) د ولسمشربارک اوباما حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د پاکستان په وړاندې د هندوستان په رول کې توازن یا انډول رامنځته کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د دغه هیواد سیال پاکستان د ۲۰۱۱ کال په جولای کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانود وتلو له پیل کېدو مخکې په افغانستان کې د خپل نفوذ د ډېرولو هلې ځلې کوي .

ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ په واشنګټن کې د هند او امریکا د خبرو اترو په اجنډا کې په افغانستان کې د امریکا په ستراتیژۍ بحث هم شامل وي .هند غواړي په افغانستان کې د پاکستان د رول په تېره بیا له طالبانو سره د پخلاینې د پلانونو په باب ځان پوی کړي .

د اوباما حکومت تراوسه پورې په دې اړه چې هند دې څه ډول رول په افغانستان کې ولوبوي ، راز راز پیغامونه ورکړي دي .د کارپوهانو په وینا امریکا داسي تاثر ورکړی چې په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیکې ګټې ډېرې دي .

د امریکا په جورج ټاون پوهنتون کې استاده او د جنوبي اسیا د چارو کارپوهه کرسټین فېروايي :فکرنه کوم چې د امریکا اوسنۍ اداره یا مخکنۍ دې په دې غور وي چې په هند او پاکستان کې د امریکا مشروع ګټې اڼدول کړي.

امریکا د دې په ترڅ کې چې د افغانستان له بیارغونې سره د هند د دیارلس سوه ملیون ډالرومرستې ستایلي ، پوځي قومندانانو یې په دې اندېښنه ښکاره کړې چې په افغانستان کې د هند زورازموینه پاکستان پارولی او سیمه ییز کړکېچ رامنځته کولی شي .

په افغانستان کې د امریکايي اوناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کرسټل په یوه ارزیابۍ کې چې په سپټمبرکې افشا شوه،لیکلي وو چې په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی نفوذ ممکن سیمه ییزکړکېچ ته لمن ووهي او پاکستان وهڅوي چې په افغانستان یا هند کې متقابل اقدامات وکړي .

په هیرټیج تحقیقاتي موسسې کې د سیاسي چارو د یوې کارپوهې لیزاکرټیس په وینا د مک کرسټل له نظره داسي ښکارېږي چې په افغانستان کې د هندنفوذ ګټور نه دی اود پاکستان ستراتیژیکې ګټې تقاضا کوي چې زیات رول هلته ولري .

کورټیس وايي دا نظر چې موږ هند ته ووایو چې په افغانستان کې خپل رول کم کړي څوپاکستان ،چې لا هم د افغان طالبانو ملاتړ کړي،ارام شي ډېرلنډپاری فکر دی او که سپین ووایم منطقي نه ده .

جګپوړي امریکايي مقامات دا خبره په کلکه ردوي چې په افغانستان کې د پاکستان ګټو ته لومړیتوب ورکول کېږي اویا دې داسي هڅه کېږي چې هند دې خپلې اړیکې کمې کړي .

یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښوولوپه شرط وویل چې که پاکستان فکر کوي چې هند په افغانستان کې زیات رول لري ، پاکستان دې هم ورته اقدام وکړي اود افغانستان په بیارغونه کې دې برخه واخلي .

امریکا د پاکستان له دې شکایتونو ځان تېروي چې د هند پر فعالیتونومنجمله د پاکستان پولو ته نژدې د سړکونود جوړولو او په افغانستان کې د نویو قونسلګریو په برخه کې یې لري .هند دا ډول تورونه رد کړي دي

د ټول افغان محترمو لوستونکې راځې دا سره پرته کړو، چې د افغانانو لپاره هند ښه دی او که پاکستان.

هند:
۱. په افغانستان کې ۱.۳ ملیارده ډالره مصرف کړی، لاری، سړکونه، ښونځی، پوهنتونونو سره مرسته، تحصیلی بورسونه، .... کی یی پیسی لګولی.
۲. پاکستان، د ښونځیو او پلونو تخریبول، د مهاجرینو په زور شړل، بی عزته کول، هر هغه تخریبی فعالیت ته شا لاس لرل، چی د افغان کور ورانوی، او افغانستان وروسته پاتی کوی، تر څو مونږ همیش ددوی د ټیټ کیفیته تولیداتو مارکیټ، د انسان وژنی لابراتوار واوسیږو.

پاکستان د مهربانی وکړی، مرسته د هم نه کوی، یواځی هغه څه نه را ړنکوی چی جوړ دی، دا به مونږ داسی حساب کړو، لکه پاکستان چی هر کال ۲ میلیارده ډالره مرسته کوی.

که بیا هم دوی په دی نیکئ بسیا نه کوی، چی هند ۱.۳ میلیارده ډالره مصرفوی، دوی دی ۱.۵ میلیارده ډالره مصرف وکړی، زمونږ د خولی ماتی شی، چی نه به وایو پاکستات دوه ځله زنده باد، او هند یو ځل زنده باد.

هیله ده وروڼه پدی هکله خپل نظریات څرګند کړی.


ډاکټر څپاند
01.06.2010

درنو هيوادوالو،

په افغانستان کې دهند "نفوذ" ،دپاکستان او دهغه دبادارانوله خوا يوه تبليغاتي
وسيله ده او بس٠
پداسې حال کې چه افغانستان اشغال شوی دی او پاکستان ورته د اشغال او
جنګ ددوام لپاه ،هيڅ ډول امکانات نه سپموي،دهندد نفوذ او ګواکې دلت دپاکستان خلاف هلې ځلې،دخندا وړ يوه جعلي ډرامه بريښي٠

دهند اوپاکستان اړيکې دوستانه دي،اوکه دښمني هم کوي،هلته په کشمير کې
ورته کافي ډګرې شتون لري٠"ده کجا ودرختهايش کجا"٠

دهغو "کارپوهانو"نظريات چه دشهير صيب په ليک کې ياد شوي،ټول د ميو
پشان يوې خوا درومي٠
[color=yellow:26ef100d61]
زموږ سره دپاکستان دښمني دوه اساسي لاملونه لري :
دډيورند کرښه او دغرب لپاره دپاکستان "خوشخدمتي".[/color:26ef100d61]

غربيان دمرکزي اسيا دکنترول په خاطر،پخپلو پښو زموږ هيواد ته راغلي،
دوئ به نه هند او نه هم پاکستان ته داموقع ورکړي چه ددو دښکار غوښې
وخوري٠
که غربيان په صداقت سره په افغانستان کې دپاکستاني جرنېلانو او ISI
دمداخلاتو دقطع کولو خيال ولري،زما په اند ديوه ساده پيام سره کولی شي
چه په يوه ورځ کی دا کار سرته ورسوي٠

څرنګه چه په هيواد کي دغربي پوځيانو دشتون عوامل اودلايل ډير پيچلي
اودپښتنو وړدي،نوځکه، ددې اشغال د دوام په خاطر غربي ائديولوګان
اوتبليغاتي ماغزه،دافغانانو او نړيوالو دعامه افکارو دفريب او مصروف ساتلو
لپاره هميشه نوښتونه کوي٠مګرپدې نوښتونو کی ،ګواکې دهند اوپاکستان
درقابتونو دمسلې سپړل ترټولو ضعيف پوينټ دی٠

هندوان اوپاکستانيان دې اول خپل وږي ماړه ،بربڼډ پټ او دهغو ميندولپاره
چه دسړک په غاړه بچي زيږوي،چاره وکړي،بيا دې دنورو ملتونو سره
دمرستې په فکر کې شي٠



03.06.2010

[quote:449db4498a]زموږ سره دپاکستان دښمني دوه اساسي لاملونه لري :
دډيورند کرښه او [color=red:449db4498a]دغرب لپاره دپاکستان "خوشخدمتي". [/color:449db4498a][/quote:449db4498a]
ښاغلی ثبات صيب ، څه ښه تحليل مو کړی ، ولې يو[color=red:449db4498a] ُ ُخوُ ُ [/color:449db4498a] لري :
..............


pattang
03.06.2010

[quote:4178a1aced]درنو هيوادوالو،

په افغانستان کې دهند "نفوذ" ،دپاکستان او دهغه دبادارانوله خوا يوه تبليغاتي
وسيله ده او بس٠
پداسې حال کې چه افغانستان اشغال شوی دی او پاکستان ورته د اشغال او
جنګ ددوام لپاه ،هيڅ ډول امکانات نه سپموي،دهندد نفوذ او ګواکې دلت دپاکستان خلاف هلې ځلې،دخندا وړ يوه جعلي ډرامه بريښي٠ [/quote:4178a1aced]

دا ستا خبرې پخپله يوه دروغجنه ډرامه ده :
په جلال اباد ،قندهار او هرات کې هند قونسلګري نلري ?
دا پا کستان دسر حد سره نږدي دهند قونسلګري څه کوي ?
ايا دا قونسلګري ويزې او ور کوي او که تجارت ?
دا کارونه ټول دهند ددې لپاره دي چې په افغانستان کې رقابت وکړي٠
دغه قونسلګريانې ماجرا جويې ده ٠
سر بېره پر دې د طالبانو په وختکې هند له احمد شاه مسعود سمرقندي سره
د وسلو او نورو مهماتو مرستې نکولې ??
انډيواله چې خوله خلاصوې نو فکر هم ورسره کوه ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more