اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
يوه فلسفي پوښتنه
Ghairat
26.05.2010
درنو لوستونکو ته سلام !
ددې اړ حل په استدلال سره روښانه کئ :
عقل و دين به برابر کې ،
..................................................... که يو کوز او بل به بر کې :
دين په زړه کې دی که سر کې؟
............................................. او: عقل ته به کوم ځای ورکې؟؟
عادل عادل
26.05.2010
سلامونه
دروند غیرت صیب
زه ستاسو د لیکنې شلم لوستونکئ یم، که مهرباني وکړئ پوښتنه مو واضح کړئ؟
د دین نه به مو هدف خامخا اسلامي شریعت وي، نه منسوخ شوي او تحریف شوي ادیان چې د انساني ټولنې یوه غټه کتله یې لا تر اوسه هم د ګمراهئ په تیارو کې ساتلې ده.
دین په عقل سره حاصلیدای شي، عقل هغه وخت دین درک کولای شي چې د نفس او خواهشاتو له اسارته څخه خلاص وي، که عقل وکولای شي دین درک او حاصل کړي نو دین په خپل وار سره عقل ته پراختیا ورکوي او د عقل سالم رشد تضمینوي.
دین عقل ته د تعادل قوه بښي، تر څو یوې خوا ته مخه ونکړي، هم دنیا وپالي هم آخرت، هم ټولنه هم فرد، هم ځان هم صله رحم، هم خپل حق هم د نورو، هم مسوولیت هم ژمنتیا ........
ستاسو څنګه خوښه ده
كريم كامران
26.05.2010
وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
دعادل صاحب د ځواب په ادامې سره....
عقل لکه د بشر په څیر مخلوق دی، له عیبونو او نیمګړتیاوو خالي نه دی، که چېرته عقل همیشه په حقه وای، نه پیغمبر ته ضرورت وو، او اسماني کتابونو ته، او د پیغمبرانو مبعوثیدل بې فایدې ول.
د اسلامي شریعت هیڅ حکم له سالم عقل سره په ټکر کې نه دی، دا چې زمونږ ناقص عقلونه، نه ورته رسیږي، دا بېله خبره ده.
او دا د ادیانو په تاریخ کې یوازې او یوازې د اسلام مبارک دین ځانګړڼه ده.
په همدې ترتیب د اسلامي شریعت په احکامو باندې علم پرته له عقل څخه نه شيٍ ترسره کیدای.
عقل او نص سره لازم او ملزوم دی، امام الغزالي رحمه الله وايي: عقل پرته له شرعي نص څخه سمه لار نه شي موندلای، او شرعي احکام پرته له عقل څخه نه شي واضحه کیدای، نو عقل د تهداب مثال لري او نصوص د ودانۍ، او هغه ودانۍ هیڅکله نه شي پاتیدای چې تهداب ونه لري، او همدارنګه: د عقل مثال لکه سترګې (بینایي) ده، او د شرعې مثال لکه رڼا (روښنايي) ده، که چیرته رڼا نه وي یوازې په بینا سترګو نه شې کولای لار ووینې، او که چیرته رڼا وي خو سترګې نابینا وي هم نه شې کولای لار ومومې.
نو که چیرته شرع عقل له لاسه ورکړي هیڅ فایده نه لري لکه ړوند چې په روښانه لار روان وي.
نو کولای شو شرع ته د خارجي عقل نوم ورکړو، او عقل په داخلي شرعې ونوموو.
نو په دې شکل د عقل او شرع هیڅ توپیر نشته، او تقدیم او تاخیر پکې نشته.
امید دی چې موضوع مې څه ناڅه روښانه کړي وي.
Re: يوه فلسفي پوښتنه
رښتینی
26.05.2010
[quote:cbbdcfa98a="Ghairat"]درنو لوستونکو ته سلام !
ددې اړ حل په استدلال سره روښانه کئ :
عقل و دين به برابر کې ،
..................................................... که يو کوز او بل به بر کې :
دين په زړه کې دی که سر کې؟
............................................. او: عقل ته به کوم ځای ورکې؟؟[/quote:cbbdcfa98a]
په قرانکریم کی د پوهی او فقاهت ځای زړه یاد شوی دی :
افلا یتدبرون القران أم علی قلوبهم اقفالها
اوبل ځای راځی :
ولهم قلوب لایفقهون بها
او دایمان یا ستا په وینا دین به یی وبولو ځای هم زړه یاد شوی دی
لکه : الا من أکره وقلبه مطمئن بالایمان
نوری خبری به هلته کله چی غیرت صاحب خپله موخه نوره هم روښانه کړی
په مینه
و.افغان
26.05.2010
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ما شاء الله، ښکلې سکالو مو طرح کړېده، او ښکلي ښکلي ځوابونه يې هم شوي دي.
يوه نړۍ مننه له ټولو څخه.
زه ډېر څه نه لرم، البته د شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله يوه جمله به تاسې سره شريکه کړم:
هغه رحمة الله عليه فرمايي: النص الصحيح الصريح لا يعارض العقل السليم.
ژباړه: صحيح صريح شرعي نص د سليم عقل سره هيڅکله تعارض او تضاد نه لري.
که چېرته تضاد رامنځ ته شي، نو يا خو نص نه دی ثابت، او که نص په قطعي دلائلو
ثابت شوی وي، نو بيا عقل ضرور په خطا دی، يا يې له نص څخه غلط مفهوم اخيستی
دی، او د عقل خطا کېدل يوه بديهي او عادي خبره ده، تاسو وګورئ! چې د دنيا د
عاقلينو او فيلسوفانو خلکو تر منځ د ځينو شيانو په هکله څومره متضادې نظريې
شتون لري، او لا دوام لري.
د اسلامي عقيدې په هکله بايد ووايم چې: د عقيدې اړوند ثابتو احکامو کې چې څوک
په کوم تناسب د قرآني
او حديثي نصوصو څخه لرې کيږي؛ په همغه تناسب په کنډو کپرو سر کيږي، او
هيڅکله د هغه مظنونه هوښيارتيا او ځيرکتيا هغه ته نجات نشي وربخښلی، او تاريخ
د دې خبرې لوی ګواه دی.
په درنښت
عبد السلام
27.05.2010
[quote:16415c9160]زه ډېر څه نه لرم،[/quote:16415c9160]
وروره! په علم کې بٌخل ندی په کار بسم الله کړه او اودا دکون اومکان سِر را میدان ته کړه چې ټول ترې مستفیدشو .
[quote:16415c9160]البته د شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله يوه جمله به تاسې سره شريکه کړم:
هغه رحمة الله عليه فرمايي: النص الصحيح الصريح لا يعارض العقل السليم.
ژباړه: صحيح صريح شرعي نص د سليم عقل سره هيڅکله تعارض او تضاد نه لري. [/quote:16415c9160]
نو: د ناسخ اومنسوخ په اړه شیخ الاسلام ابن تیمیه څه فرمایي ؟ اوهلته بیا تضاد په عقل کې ګڼي او که په نص کې ؟ اویا دا چې داسلام په صدر کې ،او د حضرت محمد علیه صلاه والسلام په وخت کې د ناسخ او منسوخ وجوب ممکن وو، اواوس محال دی دا څنکه ؟ او په دې اړه شیخ الاسلام ابن تیمیه څه فرمایی؟
[quote:16415c9160]که چېرته تضاد رامنځ ته شي، نو يا خو نص نه دی ثابت، او که نص په قطعي دلائلو
ثابت شوی وي، نو بيا عقل ضرور په خطا دی، يا يې له نص څخه غلط مفهوم اخيستی[/quote:16415c9160]
ناسخ اومنسوخ خو په خپله په نص کې د تضاد اثبات دی ، نو دعقل او نص تر منځه تضاد څه معنی ؟
[quote:16415c9160]دی، او د عقل خطا کېدل يوه بديهي او عادي خبره ده، تاسو وګورئ! چې د دنيا د
عاقلينو او فيلسوفانو خلکو تر منځ د ځينو شيانو په هکله څومره متضادې نظريې
شتون لري، او لا دوام لري. [/quote:16415c9160]
سمه ده عقل تل خطا کیږي نو آیا دقطعی نص خطا هم ممکنه ده ؟ که نوي ناسخ اومنسوخ ته څه اړتیا ؟ چون تاسو عقل تل خاطې ګڼئ ، ځواب به یې هم په عقل [color=green:16415c9160]نه[/color:16415c9160] بلکې په نص راکوئ .
____________________________________________________________
سورة البقرة 2: 106 مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ .
سورة النحل 16 :101 وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَكَانَ آيَةٍ وَاللهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ .
سورة الرعد 13: 39 يَمْحُو اللهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أَمُّ الكِتَابِ .
سورة الحج 22: 52 فَيَنْسَخُ اللهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ .
د نورو به تیر شم .
و.افغان
27.05.2010
[quote:5c7ef7a42f="عبد السلام"]
نو: د ناسخ اومنسوخ په اړه شیخ الاسلام ابن تیمیه څه فرمایي ؟ اوهلته بیا تضاد په عقل کې ګڼي او که په نص کې ؟ اویا دا چې داسلام په صدر کې ،او د حضرت محمد علیه صلاه والسلام په وخت کې د ناسخ او منسوخ وجوب ممکن وو، اواوس محال دی دا څنکه ؟ او په دې اړه شیخ الاسلام ابن تیمیه څه فرمایی؟
[quote:5c7ef7a42f]که چېرته تضاد رامنځ ته شي، نو يا خو نص نه دی ثابت، او که نص په قطعي دلائلو
ثابت شوی وي، نو بيا عقل ضرور په خطا دی، يا يې له نص څخه غلط مفهوم اخيستی[/quote:5c7ef7a42f]
ناسخ اومنسوخ خو په خپله په نص کې د تضاد اثبات دی ، نو دعقل او نص تر منځه تضاد څه معنی ؟
[quote:5c7ef7a42f]دی، او د عقل خطا کېدل يوه بديهي او عادي خبره ده، تاسو وګورئ! چې د دنيا د
عاقلينو او فيلسوفانو خلکو تر منځ د ځينو شيانو په هکله څومره متضادې نظريې
شتون لري، او لا دوام لري. [/quote:5c7ef7a42f]
سمه ده عقل تل خطا کیږي نو آیا دقطعی نص خطا هم ممکنه ده ؟ که نوي ناسخ اومنسوخ ته څه اړتیا ؟ چون تاسو عقل تل خاطې ګڼئ ، ځواب به یې هم په عقل [color=green:5c7ef7a42f]نه[/color:5c7ef7a42f] بلکې په نص راکوئ .
____________________________________________________________
سورة البقرة 2: 106 مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ .
سورة النحل 16 :101 وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَكَانَ آيَةٍ وَاللهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ .
سورة الرعد 13: 39 يَمْحُو اللهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أَمُّ الكِتَابِ .
سورة الحج 22: 52 فَيَنْسَخُ اللهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ .
[/quote:5c7ef7a42f]
[quote:5c7ef7a42f]
د نورو به تیر شم .[/quote:5c7ef7a42f]
ګران او محترم عبد السلام صاحب:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
بحث ته په خير په غرغشتو راغلې: :)
د خ د هدايې د قاف د کابله
را معلوم شوې سلام ګله
سلام جانه!
د ناسخ او منسوخ باره کې مو معلومات د خ د هدايې معلومات دي، ناسخ او منسوخ
هيڅکله متضاد کيږي نه، او نه د صحيحو شرعي نصوصو منځ کې حقيقي تضاد پيدا
کيږي، که چېرې ظاهري تعارض د سترګو د اول نظر څخه رامنځ ته شي، نو نورو شرعي
نصوصو ته په رجوع سره له منځه ځي.
د شرعي صحيح ثابت نص خطا ناممکنه او مستحيله بلکه محالة ده، ځکه چې خاوند
يې داسې يو ذات دی چې : لا يضل ربي و لا ينسی.
اوس د نسخ تعريف ته راځم:
رفع تعلق حكم شرعي بدليل شرعي متأخر عنه
ژباړه: د وروستني شرعي دليل په راتګ سره د مکلف انسان څخه د يوه مخکيني شرعي حکم د تعلق پورته کول دي.
يعنې مخکينۍ شرعي حکم نه پورته کوي، چې يا هغه په وخت کې غلط وو، يا نعوذ
بالله الله جل جلاله خطا شوی دی، بلکه د هغه حکم تعلق پورته کوي، کوم چې په
مکلف انسان پورې اړه لري.
تعلق يې څه دی؟
تعلق يې دا دی چې دغه حکم د انسان په غاړه کې پروت وي، او په هغه فرض، يا واجب
يا سنت وي.
دا په هغه شرعي احکامو کې ده، چې د مسلمان په عمل کې يې آثار ظاهريږي، البته په
ثابتو اسلامي ثوابتو کې نه.
اسلامي ثوابتو کې نه نسخه راغلې ده، او نه يې کله تغيير خوړلی دی.
[quote:5c7ef7a42f] تاسو عقل تل خاطې ګڼئ ، ځواب به یې هم په عقل نه بلکې په نص راکوئ[/quote:5c7ef7a42f]
سلام جانه: دا ادعاء مو افتراء ده، يا دې زما په مخکينۍ ليکنه سر نه دی خلاص شوی، نو ځان پرې پوه کړه، يا تجاهل عارفانه کوې، که زه چېرې دا ادعاء وکړم چې عقل تل
خاطئ دی؛ نو ستاسو غوښتنه پر ځای ده، خو مونږ معاذ الله دا ادعاء نه کوو، داسې
حال کې چې په قرآن کې په کراتو او مراتو ----أفلا تعقلون، أفلا يعقلون -- ان کنتم تعقلون-- الفاظ راغلي دي.
بيا سلام جانه! عقل يو عقل نه دی، عقل د هر انسان له بل نه مختلف دی، په دې عقلونو
کې ځينو عقلونو ته توفيق ورکړی شي، چې د سالم تفکر له لارې دصواب لاره ونيسي،
او ځينې نورو ته سالم تفکر او تعقل په نصيب نه شي؛ نو خطا شي.
دا يو داسې بديهي واقعيت دی؛ چې دليل ته هيڅ اړتيا نه لري، فکر کوم چې هيڅ داسې
ورځ به نه وي؛ چې مونږ د دې خبرې مثالونه ونه ګورو.
وهل يصح في الأذهان شيئ
اذا احتاج النهار الی دليل.
څنګه، تاسو له دې انکار کولی شئ؟
[quote:5c7ef7a42f]
د نورو به تیر شم .[/quote:5c7ef7a42f]
مه کوه ياره، ته او دا ښکلې پوهه دې! چې دا نور څيزونه به هم ضرور راسره شريکوئ. :wink:
په درنښت
كريم كامران
27.05.2010
[quote:06943b9ae3]ناسخ اومنسوخ خو په خپله په نص کې د تضاد اثبات دی[/quote:06943b9ae3]
په شرعي نصوصو کې تعارض نشته، کوم تعارض چې ښکاري هغه ته وهمي تعارض وايي، حقیقي تعارض نه دی.
د کوم شریعت مصدر چې الهي وي هیڅکله یې په احکامو کې تعارض نه شي رامنځته کیدای.
حتی زمونږ د شریعت او د پخوانیو شرائعو د احکامو ترمنځ هم، چې کوم په اصطلاح تعارض ترسترګو کیږي، تعارض نه شو ورته ویلای.
بلکې د ازمانو، اماکنو، مخاطبینو، او ظروفو په اختلاف سره همیشه، او تر نن ورځې پورې په اجتهادي حکمونو کې توپیر رامنځته کیږي.
تعارض او اختلاف هله ورته ویلای شو چې په عین زمانه کې، په عین مکان کې، د عین مخاطب لپاره، په عین ظروفو او عین حالت کې دوه مختلف حکمونه ترسترګو شي.
دا چې یو حکم په بل حکم سره منسوخ وګرځي دا د الهي علم او حکمت تقاضا وي، ځکه چې شارع ته دا علم حاصل وي چې وروسته له دې په نوي (ناسخ) حکم کې د بشریت لپاره ګټې نغښتې دي.
دا چې یو حکم په بل حکم سره منسوخ وګرځي دا خو تعارض نه شو، خبره فیصله شوه ځکه چې، دا مه کوه، هاغه کوه،بلکې دا نوی حکم له زاړه هغه څخه بهتر هم دی (نأت بخیر منها).
تعارض به مو هله ورته ویلای شو چې مخاطب په دوه وو کې ګیر وو، دا وکړي که هاغه؟
او بیا په نسخ کې ډیر زیات حکمتونه پراته دي، که وخت وو ان شاء الله بیا به پرې بحث وکړو.
27.05.2010
دا ملا صيبان يو ډير بد عادت لري او هغه دادی چې خپله کوي او د بل نه اوري، يا ځان ويني او جهان پرې قياسوي ، يعنې جهان نه ويني : تر څو چې ترې چا پوښتنه نه وي کړي تر هغې پورې ملا صيب په دې فکر نه راځي چې زما په خبرو څوک پوهيږي او که نه ، په دې کې به زه د لوستونکو يا اوريدونکو له ژبې بهر پردی داسې ويوني ډير او تکرار تکرا کاروم که نه چې څوک به يې نه له اصطلاحي او نه له لغوي معنی څخه خبر وي او زه به هسې د پيرانو په ژبه اوريدونکو يا لوستونکو ته ځان ستړی کوم !
همدا اوس که پوښتنه وکړئ د ليکونکو ګډونوالو پرته به دلوستونکو ٩٥ ٪ له دې نه وي خبر چې دا نص دی څشی (؟)، لغوي او اصطلاحي معنی يې څه ده(؟) ،
په پښتو کې خو يو نس او نسونه شته، چې لوږه او مړښت لري ، ولې نص اونصوص خو پښتو نه ده عربي ده او ملا صيب پرې پوه شوی دی چا ته يې معنی نه ښيي، خو پخپله يې په يوه جمله کې هم له خولې څخه نه غورځوي او په اوريدونکو او لوستونکو يې لکه راکټونه اوروي، کله يې په پښه ولي چې ګوډ شي، کله يې په لاس ولي چې شل شي، کله يې په سترګه ولي چې ړوند شي، ولې دنص په يوه ساده ژباړه يې روغ په مغزو نه ولي چې معنی يې جذب کړي اوپرې پوه شي چې نص او نصوص يعنې څه !
زه وايم ملاصاحبان پريږدئ چې په خپلو کې د عربي د نص او نصوصو په اړه سره ډنګوي ، دا نور لوستونکي رخصت کړئ چې د خپل نس او نسونو غم وخوري او په خپلې غريبۍ پسې لاړ شي ، که څنګه ؟؟؟
و.افغان
27.05.2010
دروند مشره پتوال خانه!
په خير راغلې.
کاش چې د دې اوږدې پرپړې په ځای د نص تعريف غوښتی وای، دغه بد عادت ځانته
په ملا صاحبان کې نه دی، په ځينو فيلسوفانو کې هم شته دی، چې انګرېزي او يوناني
او فرنسي کلمې را اخلي، او د تيز -- تيز -- وال، تون، تابه او تاړي روستاړي ورپورې وتړي، او خوشاله وي چې هله کلمه مې پښتو کړه.
بس څه وکړو، الله جل جلاله دې ځمونږ په پښتو ژبه ورحميږي، يتيمه ژبه ده.
نص مفرد او نصوص يې جمعه ده، نص متن ته وايي، د قرآن کريم آيتونو او نبوي
احاديثو ته نصوص ويل کيږي، يعنې کله چې بلفظه را نقل شي، او په الفاظو کې يې
هيڅ تصرف او ادلون بدلون رانشي، که چېرې ادلون بدلون په کې راشي، نو هغه نقل
بالمعنی شي.
د نص کلمه ډېره عامه کارول کيږي، مثلا د فرنسي قانون د پلانۍ مادې نص، د افغاني اساسي د 50 مادې نص، د فقهي قاعدې نص، د لغت عربي د يوې مشخص قاعدې
نص، د فلاني سړي د خبرو نص دا دی، او داسې نور.
[quote:6807256915="پتوال"]دا ملا صيبان يو ډير بد عادت لري او هغه دادی چې خپله کوي او د بل نه اوري، يا ځان ويني او جهان پرې قياسوي ، يعنې جهان نه ويني : تر څو چې ترې چا پوښتنه نه وي کړي تر هغې پورې ملا صيب په دې فکر نه راځي چې زما په خبرو څوک پوهيږي او که نه ، په دې کې به زه د لوستونکو يا اوريدونکو له ژبې بهر پردی داسې ويوني ډير او تکرار تکرا کاروم که نه چې څوک به يې نه له اصطلاحي او نه له لغوي معنی څخه خبر وي او زه به هسې د پيرانو په ژبه اوريدونکو يا لوستونکو ته ځان ستړی کوم !
همدا اوس که پوښتنه وکړئ د ليکونکو ګډونوالو پرته به دلوستونکو ٩٥ ٪ له دې نه وي خبر چې دا نص دی څشی (؟)، لغوي او اصطلاحي معنی يې څه ده(؟) ،
په پښتو کې خو يو نس او نسونه شته، چې لوږه او مړښت لري ، ولې نص اونصوص خو پښتو نه ده عربي ده او ملا صيب پرې پوه شوی دی چا ته يې معنی نه ښيي، خو پخپله يې په يوه جمله کې هم له خولې څخه نه غورځوي او په اوريدونکو او لوستونکو يې لکه راکټونه اوروي، کله يې په پښه ولي چې ګوډ شي، کله يې په لاس ولي چې شل شي، کله يې په سترګه ولي چې ړوند شي، ولې دنص په يوه ساده ژباړه يې روغ په مغزو نه ولي چې معنی يې جذب کړي اوپرې پوه شي چې نص او نصوص يعنې څه !
زه وايم ملاصاحبان پريږدئ چې په خپلو کې د عربي د نص او نصوصو په اړه سره ډنګوي ، دا نور لوستونکي رخصت کړئ چې د خپل نس او نسونو غم وخوري او په خپلې غريبۍ پسې لاړ شي ، که څنګه ؟؟؟[/quote:6807256915]
عادل عادل
29.05.2010
د صنعت څخه بد تاویل اخسته کېدی ، نو د بدو تشبهاتو له سببه ړنګه سوه
---------------
حلیمی
29.05.2010
[quote:8c828a369e]د کوم شریعت مصدر چې الهي وي هیڅکله یې په احکامو کې تعارض نه شي رامنځته کیدای. حتی زمونږ د شریعت او د پخوانیو شرائعو د احکامو ترمنځ هم، چې کوم په اصطلاح تعارض ترسترګو کیږي، تعارض نه شو ورته ویلای.
بلکې د ازمانو، اماکنو، مخاطبینو، او ظروفو په اختلاف سره همیشه، او تر نن ورځې پورې په اجتهادي حکمونو کې توپیر رامنځته کیږي. تعارض او اختلاف هله ورته ویلای شو چې په عین زمانه کې، په عین مکان کې، د عین مخاطب لپاره، په عین ظروفو او عین حالت کې دوه مختلف حکمونه ترسترګو شي. دا چې یو حکم په بل حکم سره منسوخ وګرځي دا د الهي علم او حکمت تقاضا وي، ځکه چې شارع ته دا علم حاصل وي چې وروسته له دې په نوي (ناسخ) حکم کې د بشریت لپاره ګټې نغښتې دي. دا چې یو حکم په بل حکم سره منسوخ وګرځي دا خو تعارض نه شو، خبره فیصله شوه ځکه چې، دا مه کوه، هاغه کوه،بلکې دا نوی حکم له زاړه هغه څخه بهتر هم دی (نأت بخیر منها). [/quote:8c828a369e]
نتيجه دا چې نسخ او تعارض دواړو منځپانګه يوه نفې ده ، خو نسخ تکاملي يا ګټوره نفې ده او تعارض منجمده نفې ده چې ګټه نه لري ، يا په فلسفي وينا :
لومړۍ يې يوه ديالېکتيکي نفې ده او دوهمه يې ميتافزيکي نفې ده!د بشر ټولنيز تاريخ په دياليکتيکي نفې روان دی دغسې د بشر له پاره د اديانو تاريخ هم په
ديالېکتيکي نسخ سره له يو څخه بل لوړ پوړ او پړاو ته رسيدلی دی چې تر ټولو وروستی ، جامع ، متکامل و مترقي ترين او خاتم الاديان پړاو يې اسلام دی چې
پر قيامت به انجاميږي او تر هغه وخته پورې د تکامل او پرمختګ لوښه لري!
د اسلام د بې ساري دين يوه بې سارې ځانګړنه داده چې د ساينسي علوم او
عامترين علمي مېتودونه ورسره ملغږي (هم آهنګي) لري ، له هغې جملې څخه
يو د علمي ديالېکتيک مېتود او طريقه ده چې د اضدادو تړاو او د نفې نفې قانون
په کې هم د اديانو په نسخ کې او هم په طبيعت کې د الهي معجزو په شرح کې په قران کريم کې بيان شوي دي :
[color=blue:8c828a369e]
تولج اليل فی النهار و تولج النهار فی الليل .
يخرج الحي من الميت و يخرج المیت من الحي.
والقمر قدرنا ه منازل حتی عاد کالعرجون القديم
رب المشارق وا لمغارب .[/color:8c828a369e]
په دې ټولو او دې ته ورته نورو قراني عباراتو کې د ديالېکتيک علم په بشپړه معنی خوندي دی په تيره بيا د قران کريم په نزول سره د مخکينيو اديانو په
تکاملي دياليکتيکي نسخ سره د اسلام بشپړتيا اوعظمت لا ښه په ثبوت رسيدلی دی!
په دې اړه دينپوهانو د نظر څرګندونو په هيله !
[color=yellow:8c828a369e]په پای کې هيله کوم که ددې خونې مسولين په پورتنيو قراني عباراتو کې زما املايي او يا صيغوي تيروتنې اصلاح کړي ډير اجرونه به يې په برخه شي !
والسلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ![/color:8c828a369e]
و.افغان
29.05.2010
[quote:8dca8d77bc="پتوال"]نتيجه دا چې نسخ او تعارض دواړو منځپانګه نفې ده ، خو نسخ تکاملي يا ګټوره نفې ده او تعارض منجمده نفې ده چې ګټه نه لري ، يا په فلسفي وينا : . [/quote:8dca8d77bc]
که لږ نور دقيق شو، نو ويلای شو، چې نسخ په حقيقت کې نفي نه ده، بلکه له مکلّف د
شرعي حکم د تعلق پورته کول دي، نه دا چې دغه حکم نعوذ بالله په هغه وخت کې ناسم
وو، او وروسته سم کړای شو، بلکه د هغه وخت او هغه شرايطو لپاره مخکينۍ، او
د وروستي زمان او شرائطو لپاره وروستۍ حکم پر ځای الاهي حکم دی.
د نور وضاحت لپاره اړينه ده چې ووايم، ټوله اسلامي شرعه په دوو برخو وېشل شوې
ده:
لومړی برخه يې اخبار ده، چې هيڅ تغيير او تبديل په کې نه راځي، مثال الاهي اسماء
او صفات دي، په غيبياتو اجمالي او تفصيلي ايمان دی، او د اسلامي عقيدې نور
اجزاء دي، چې د زړه اعتقاد پورې اړه لري.
دويمه برخه يې عملي احکام دي، چې د شرعي قواعدو، مقاصدو او کلياتو سره سم په
کې ادلون بدلون راتلای شي، نسخ په کې راغلې ده، او ترجيح په کې په معلومو فقهي
قواعدو په اساس واقع کيږي.
په درنښت
29.05.2010
[quote:56e4492ba5]که لږ نور دقيق شو، نو ويلای شو، چې نسخ په حقيقت کې نفي نه ده، بلکه له مکلّف د شرعي حکم د تعلق پورته کول دي، نه دا چې دغه حکم نعوذ بالله په هغه وخت کې
ناسم وو، او وروسته سم کړای شو، بلکه د هغه وخت او هغه شرايطو لپاره مخکينۍ، اود وروستي زمان او شرائطو لپاره وروستۍ حکم
پر ځای الاهي حکم دی. [/quote:56e4492ba5]دروند وهاج صيب د نظر څرګندونې څخه مو مننه .
خو ستاسې خبره که لږ نور دقيق شو، نو ليدلای شو چې ما نسخ عامه نه، بلکې په مشخصه توګه ديالېکتيکي نفې ګڼلې، کومه چې تل په اوسني وخت کې دتير وخت د پايښت او پراختيا وړ برخې رااخلي او د تيرو شرايطو محدود اړخونه نه را اخلي، يعنې اخيستل ا و نه اخيستل دواړه لري،
ستاسې خبره د نوي وخت له پاره يې د پخوا ني وخت محدوديتونه نه راخيستل کيږي يعنې دخبل وخت له پاره يې سم بولي خو د اوسني اونوي وخت له پاره يې
د راخيسنلو او ساتلو وړ نه بولي، دغه نه راخيستلو يا پريښودلو ته د نفې يو اړخ وايي او بل اړخ يې دادی چې مثبت ، ددوام او ودې وړ اړخونه يې را اخلي لکه تاسې چې ويلي د الله تعالی صفات او نور احکام چې له تيرو اديانو څخه په اسلام کې ساتل شوي دي، وده ورکړل شوې او لا غني شوي دي!
دې ډول نفې ته ديالېکتيکي يا تکاملي نفې وايي ! ددياليکتيکې نفې موخه او ځانګړنه همدا ده چې يوشی په خپل وخت کې نه يواځې سم ،بلکې اړين هم و، خو
دنوي وخت له پاره د هغه شي، حکم يا متن ټولې برخې سمې او اړينې نه وي، هغه د نوي وخت له پاره نفې کيږي، نه د خپل پخواني وخت له پاره !
ليکنه مو نوره ټوله تاييدوم او ارزښتمنه يې بولم، مننه، کور ودان !
په درنښت او سلامونو !
عادل عادل
30.05.2010
سلامونه
دروند حلیمي صیب
زما لیکنه دې د پتوال صیب په قول په راکټو ویشتې او ړنګه کړې ده، کیدای شي چې پر ځای کار به مو کړئ وي .... والله اعلم ... خدای دې ما او تا او پتوال صیب درې واړو ته د خپلو نیتونو له مخې اجرونه نصیب کړي، آمین
13.06.2010
[quote:374bda080b="كريم كامران"]وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
دعادل صاحب د ځواب په ادامې سره....
عقل لکه د بشر پهدڅېر مخلوق دی، له عیبونو او نیمګړتیاوو خالي نه دی، که چېرته عقل همیشه په حقه وای، نه پیغمبر ته ضرورت وو، او نه اسماني کتابونو ته، او د پیغمبرانو مبعوثیدل بې فایدې ول . [/quote:374bda080b]
کامران صيب السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
ليکنه مو ټوله ډيره معقوله او جالبه ده، د رد ځای په کې نه پيدا کيږي، خوجملې مو دومره تجريدي هم دي چې په مشخصه (ځانګړې) توګه ترې ډير څه په لاس نه راځي . که تاسو پخپله يا بل څوک هڅه وکړي چې ستاسې خبرې مشخصې کړي نو ډير سوالونه به مو مخې ته راشي، مثلا ً :
عقل خو هرڅوک د سر او شعور پورې اړونده بولي او شعور د ټولنيز شعور په بڼه رامنځته کيږي او په ټولنه کې وده او بشپړاوی موندي، نو تاريخي بيلګړنه (خصوصيت) لري . لذا په ساده ابتدايي ټولنو کې شعور او په دې توګه عقل هم ساده او ابتدايي وي . هر څه چې تاريخي وي نو د تاريخي بهير د محصول په توګه نيمګړتيا او بشبړتيا دواړه سره په تړاو کې رانغاړي ، له دې کبله [color=red:374bda080b]عقل به هم نيمګړتيا لري او هم به بشپړيږي ![/color:374bda080b] د نيمګړتيا او بشبړتيا پروسه په ماقبل اسلامي ، ولې اسماني اديانو کې هم وه، ځکه چې که قران په هغه وخت کې د وروستي بشپړ دين په توګه نازل شوی وای، وروسته پاتې ولسونو ترې دومره ګټه نشوه اخيستلای او پوهيدل به يې هم ورته ګران وو .لذا د شعور يا عقل نيمګړتيا وې آن پخپله په اسماني اديانو کې هم مراعات شوي دي!
دين له يوې خوا د عقل د ودې او بشپړتيا له پاره په ټولنه کې تر يوې ټاکلې کچې پورې ښه شرايط رامنځته کړي ، له بلې خوا کله چې شعور وړداندې نوره هم وده موندلې بيا بل اسماني دين چې تر مخکيني يې لا ښه شرايط په ټولنه کې رامنځته کولی شول نازل شوی دی، په دې ډول عقل و دين په الو وَل (متناوب) تاريخي ډول
خپل خط سير پيماييلی دی . خو د اسلام اعجاز په دې کې دی چې نه يواځې
په اول کې يې د عقل د انکشاف آډانه پرانيسته او په منځنيو پيړيو کې يې د علومو پراختيا او د اندلس په څير پرمختګ ته نړۍ ګوته په غاښ پاتې شوه، بلکې په اروپا کې يې د راتلونکې رېنسانس له پاره هم د پخواني يونان دعلومواو فلسفې
آثارو په ژباړلړلو او ورليږدولو په واسطه زمينه رابرابره کړه ! او په لويديځ کې همدغه وخت ختيز ته د سهار نړۍ او لويديځ ته د ماښام نړۍ د نومونو سره سمه معنی هم ورکړل شوه !
بلکې اسلام د يواځني دين په توګه هغه لوښه هم لري او دايې ښودلې ده چې د عقل او ساينسي علومو له پرمختګ سره بشبړ سازش او سمون هم خوري او د عقلي پرمختګ سره غبرګ د قران نوې نوې معجزې را څرګنديږي !
په تولنيزه برخه کې ملايان دي چې د خپل محدوديت له امله د اسلام د سپېڅلي دين وسيع کيفيت نه منلی شي او که يې ومني بيا يې هزمولی نشي !
د مثال په توګه ، د راشيدينو خلفاو وروسته تر نن ورځې پورې همدا ديني علما دي چې سلاطينو په خدمت کې د خلافت په اړينتيا چوپه خوله غوره کوي او په خالصو مذهبي حکومتونو کې خو د خلافت نوم په خوله اخيستل سور کفر شي !
تر نن ورځې پورې انتخابيت (= بيعت) چې د اسلامي خلفاو زرين ميراث دی اوسني ديني علما و د طالبانو په شمول چا نه دی منلی اودغه ستر اسلامي اصل تر پښو لاندې کوي !
له بلې خوا زړه د ايمان او تصديق مرکز او آن ارګان بلل شوی، خو داچې دغه زړه ، چې د قلب ، صدر او نورو نومونو سره ياد شوی، هم په سر کې واقع دی نۀ په سينه کې ، ځکه د زړه راز، دزړه غوښتنې، د زړه خبرې ، غم و درد، خوښي او نيکمرغي، احساس او جذبات ټول
د شعور پورې تړلي دي او د شعور ارګان مغاغزه يعنی سر دی او بس !
[quote:374bda080b] د اسلامي شریعت هیڅ حکم له سالم عقل سره په ټکر کې نه دی، دا چې زمونږ ناقص عقلونه، نه ورته رسیږي، دا بېله خبره ده.[/quote:374bda080b]
د اسلامي علماو عقل په تاريخي توان سره د شريعت احکام درک کړي ، په کوم ځايونو کې يې چې عقل په کې کار نه کوي دوه علته لري :
١. - يا د اړونده عالم شعور له تاريخه وروسته پاتې دی ، د بشري ټولنې شته ستونزې نه درک کوي نو د اسلام له مخې يې حلولی هم نشي يا يې نه حلوي ، دساري په توګه په کورنۍ کې د ښځې حقوق ساتل ، په د علم په لاسته راوړنه کې د ښځو برابره ونډه تامينول ، د کورنۍ په برخليک ټاکلو کې د ميړۀ سره د ښځې برابر واک لرل او په هغو مسايلو کې چې د کورنۍ له پاره ښځه زيات مسوليت حس کوي د مسوليت له احساس سره برابر صلاحيت هم ورکول د اسلامي ارشاداتو سره سمون خوري، خو زمونږ د ديني عالمانو غوڅ اکثريت يې نه تائيدوي .
٢-سياسي ګټې هم ددې اړيزی ګرځي چې پر اسلامي اصولو سترګې پټې کړي لکه د اسلامي خلافت د ا اصل او پرينسيپ چې د واکمنۍ مشر دمسلمان ولس
په رايو (بيعت کولو) سره انتخابيږي ، خو د آزاد ، عام او مخفي رايګيرۍ سره انتخابات کول د سياسي ديني عالمانو په کور تړق راغورځوي او له طالب نه نيولې تر مجاهد پورې يو مذهبي غورځنګ ورته تر تن ورځې پورې نه دی ايښی او تر سعودي پورې يو عربي هيواد د خلافت دغه اصل نه دی پلی کړی ، بلکې اسلامي سلاطين يې د خپل قدرت له پاره خطر بولي !
[quote:374bda080b]که چیرته شرع عقل له لاسه ورکړي هیڅ فایده نه لري لکه ړوند چې په روښانه لار روان وي.نو کولای شو شرع ته د خارجي عقل نوم ورکړو، او عقل
په داخلي شرعې ونوموو.نو په دې شکل د عقل او شرع هیڅ توپیر نشته، او تقدیم او تاخیر پکې نشته. امید دی چې موضوع مې څه ناڅه روښانه کړې وي.[/quote:374bda080b]
ډير اعلی، شريعت له ايت او حديث څخه جوړ دی او احاديث د ايتونو سره بشپړه غږ ملنه = ُ ُ همغږي ُُ ُ لري ، د الله تعلی علم مطلق او د انسان له پاره عيني دی، د رسولانو علم ذهني دي، خو د نبوغ او روحانيت په برکت د وحی شويو ايتونو په معنی تر هر چا ښه او ډير پوه شوي دي او د هغوی سره په بشپړه غږ ملنې کې احاديث او سنت رامنځته کړي او دخپل امت له پاره يې له ايات ، حديث او خپلې مسنونې طريقې څخه شريعت بشپړ کړی دی !
ددغه لوړ نبوغ او لوړ روحانيت پرځای ديني علما هم بايد دوه سرچينې ولري چې يوه يې نهايي تقوا د روحانيت پر ځای ده او بل يې [color=blue:374bda080b]د اجتماعي شعور لوړترينه کچه ده ! [/color:374bda080b]
د خواشينۍ ځای دی چې زمونږ ديني عالمان يواځې په تقوا کې يو څه کوي، هغه هم
نيم او نيمګړي او صرف کله ناکله ، ولې د لوړترين اجتماعي شعور څخه چې ټول اجتماعي علوم په لمن کې رانغاړي - په تيره بيا له سياسي علومو څخه هېڅ خبر نه دي ، نو د سياسي پوهې په فقدان او تقوا په نيمګړتيا سره يې د پيغمبر اکرم (ص)
د ځايناستې او خلافت دنده بېدريغه تر پښو لاندې کړې ده او د ټولنې سياسي مشرۍ ته لاسرسی نشي کولی ، مګر داچې ټولنه تل له يوۀ بحران څخه بل ته وسپاري ، خير يې چاته نه رسيږي !
دا پوښتنه راپورته کيږي چې آيا دوی د نيمګړې تقوا په ريا سره او د سياسي پوهې او شعور پرځای صرف د پوهې په ادعا سره بې سواده پاتې شوی ولس روحا ًيرغمل نه نيسي (؟) او د خپلې قدرتغوښتنې له پاره يې وينه سر او مال نه قربانوي (؟) او د ټولنې د فلاح ، خير او پرمختګ پر ځای په ټولنه جنګ جګړه، فساد او پر شا تګ نه تحميلوي ؟؟؟؟ او د پرديو استخباراتو له خوت نه استعماليږي ؟؟؟؟؟
آيا په واکمنۍ کې د لوړې سياسي او اجتماعي کچې فقدان پر مسلمان ولس پخپله يو نه سکينده کيدونکی ناورين نه دی ؟؟؟؟؟؟؟
الله تعالی دې افغان مسلمان ولس هم له دغسې ناورينونو څخه نور وژغوري او هم دې د لويديځوالو روان ناورين زمونږ په هيواد ژر تر ژره د اشغالګرو په وتلو، ماتې ، ناکامۍ او رسوايۍ سره نور پای ته ورسوي امين ، امين ٍم امين !