د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د علی جناح طرحه اود طاالبانو لښکرې

طالب ISI
26.05.2010

له تاند ویب پانې څخه په مننه
د علی جناح طرحه اود طاالبانو لښکرې
Wednesday, 05.26.2010, 12:27am (GMT)


محمدعلي جناح
عمر ګذار

شاوخوا نوي کاله د مخه (۱۹۲۰) د انګریزانو جاسوس او د غربې کپیتالیزم غلام (جناح) د انګریز په لارښوونه او مشوري د اسلام په نوم د اسیا د مسلمانانو په وړاندي یوه داسي سیاسې جګړه پیل کړه ، چې د مسلمان په لاس د اسلام بربادول او د اسیا له وچې څخه د مسلمانانو برم، حشمت او حکومت سالاري له منځه وړل ول.

جناح د مسلم لیګ (د مسلمانانو ټولنه) چې د خپل وخت د مسلمانې ټولني مخور او متدين کسان پکې راغونډ شوي وو (وروسته چې کله نوموړيو مسلمانو مجاهدینو ته د جناح د طرحې جزیات لاسته ورغلل نو د جمعیت اسلامي ترنامه لاندي سره را غونډ شول او ځیني لکه مولنا عبد الکلام ازاد اونور د ګاندهي ترڅنګ ودریدل)

جناح دوي ټول پدې خطا کړي ول چې ګواکې د هندوانو د حکمرانې څخه د خلاصو ن د پاره د هند مسلمانانو ته یوه لاره پاتې ده هغه دا چې د پاکستان پنامه ځانته جلا یو اسلامې ملک جوړ کړي، خو د کاسې لاندي نیم کاسه وه. د پاکستان جوړول د چرچل هغه اقتصادي او نظامې پلان عملي کول ول ، کوم چې يې د روس ، چین او جاپان پر وړاندي په اسیا کې د تیلو د شتمنیو او زیرمو ته د نه پرمختګ د پاره غځولې وو، پدې مانا چې انګریز غوښتل د یو کمزوري مسلمان دولت جوړول کوم چې په ټوله مانا په انګریز متکې وي ، هغه که سیاسي ، اقتصادي او یا هم علمي ډګر کې وي ، انګریز به وکولایشي چې دا ملک د روسانو پر وړاندي ودروي او د هغوي له پرمختګ څخه د هندي بحر ګرمو اوبو او بیا د اسیا د سون دموادو زیرمو ته لار پیدا نکړي، علي جنا ح د انګریز نقشه د میلینونو مسلمانانو د وینو پر تویدا او په بحیره صغیر کې د مسلمانانو د شپږ سوه کلن حکومت د ختمولو پربیه عملي کړه. د کشمیر، بنګال او دارنګه د ډیوردنډ کرښه (دپښتنو له سرنوشت) سره يې داسي سیاسي لوبه وکړه چې دسیمي مسلمانان دادي له ادمه تر دې دمه پوري د نړۍ د هر استعمار غلامان شول، په ماینز ډول يې د اسیا ټول مسلمانان د انګریز غلامان وګرځول.

دا د غلام جناج طرحه وه چې د امریکا جاسوسې الوتکې به له پیښوره الوتنې کولي او پخواني شوري به یې څارله ، دا نه بلکې دا فغانستان د مظلوم ملت په وینو ګټلې جهاد هم ددي جناج د پلان یوه کړۍ وه چې وروسته یې پر کورنۍ جګړۍ بدله کړه، د افغانانو د روسانو کړي ظلمونو هیر شول کله یې چې په ژوندینې یو د بل په سرونه کې میخونه ټکوهل. د افغانانو دا خپلمنځي جګړي او ظلمونه داسي سره اوبدل شوي وو چې د جناح د انځور شوي یوغ لاندي یوځل بیا د اسلام پر نوم د سیمې تنکې ځوانان د طالب پرنامه راپورته کړل، وینه د د طالب تویږي ، ظلم طالب کوي، ځواب به هم طالب ورکوي، خو پلان د انګریز دي ، هغه انګریز چې سره له هر ډول شتو، پرمختللو سلاح ګانو او د پیړۍ د لسګونو روزل شويو جاسوسانو سره د خپل جاهل ملت تنکې ځوانان دخپلو شومو عزایمو د پاره وژنې ، یو لور ته مسلمان ته د غازي او جنت خوبونه ریښتیا کوي چې ګواکې کافر دې وژلي او بل لوري ته خپل ملت ته واېې چې ګورې د اسلام پالو قوت لا هم شته چې باید له خپلو پولو څخه د دفاع د پاره په افغانستان کې جګړه وکړوو.

د انګریز د طرحي شوي نقشي له مخې باید د منځني او سهیلې اسیا په اسلام مین خلک نور د اسلام له نوم څخه کرکه وکړي، ځکه خو دوي لیبرال اسلام ( د جنا ح د مسلم لیګ په څهره کې ) لومړي انځور کړو ، کله چې د مسلمانانو د سلګونو کلنو پاچاهې یې د یوي ټوټي ځمکې پوري رالنډه شوه او بیا يې خپله دویمه طرحه عملي کولو ته وړاندي کړه هغه د افراطي اسلام پنوم ، د طرحه دهر مسلمان ته پرته له توپیره زامن، پلرونه، وروڼه وژني. د جناح لښکرو ورته د خپلو پلرونو ویاړونه له تیغه تیرکړل، خپل میوزیم يې د بادار د کور دښکلا په نندارتون کې ځاي پرځاي کړو ، د سلطان محمود ویاړ يې د يو تور لینګي ( سلطان امام ـ چې دوي ورته کرنل بت شکن وايې ) په غاړه کې ځوړند کړو، داچې لا نور به څه وکړي راتلونکي تاریخ به يې په تور لیک ثبت کړي .

د جناح د نقشي سره سم، لاهم په سیمه کې د مسلمانانو زور او ځواک پاتې دي هغه پدي مانا چې لاهم خلک جوماتونو ته د لمنځونو د ادا د پاره ځې ، د اسلام څخه د سولي او هوسایني مانا اخلي، دا کار باید اوس د طالب د لښکرو په واسطه د سیمي په مسلمانانو ودرول شي. د ددي ټولي دسیسي درواني سلسلي مونږ خپله ژوندي شاهدان یو، چې طالبان ( د جناح لښکري ) زمونږ د مکاتبو تنکې ځوانان وژنې، ښوونځې سوځوي، هر هغه افغان چې علم لري، لیک لوست کوي او د اسلام پرمانا پوهیږي هغه د ټولني پروړاندي اول ذلیله کوي او بیا يې په ډیره بې رحمانه توګه وژنې. د لارو بندول، د کاروانونو لوټل، د هرکس څخه پوښتنې ، ګرویګنې او بیا دهغوي د وژلو فتوا له کراچې، کوټې او پیښور څخه ترلاسه کوي، تر څو د مرګ حکم پري جاري شي. داټول د انګریز د طرحه شوي پلان سره سم ترسره کیږي. د ملا برادر نیول د جنا ح د قبر له څنګه کومه بله خبره نده ، یواځي او یواځي د خپل نیکه او بادار د سلام خاني زیارت دي ، ددي ترڅنګ دهر بل ترهګر اوسیدل په کراچې ښار کې کومه نوي کیسه نده ، بلکې دا ښار دهمدوي دپاره انګریزانو جوړکړي وه.

په کندهار کې د تیري شپي عملیات چې ( د جناح لښکرو ترسره کړو ) ایا دامکان وړ ښکاري ؟ که چا هم د کندهار هواېې ډګر لیدلي وي ، نو پر هر لوري کې به ورته ښې پراخې دښتي او ډاګونه ترسترګو شی ، اوس پوښتنه داده چې د غرب ټول پرمختللي د کشف وسایل او الات چیرته دي، د رسنیو له انځورشوي راپورنو څخه دا جوته ده چې هغوي ټول په څمڅو کې ناست ول؟ یو بل وړوکې مثال ته به راشو په هلمند کې د دوه زره اتم کال کې د مایکل سیمپل په نامه د ا نګریزانو د اتحادي دوخت مشر ونیول شو، په څه تور ؟ چا يې دوسیه و څپړله ؟ هغه د انګریز بچې یواځینې انسان دي چې له افغانستان څخه په بې شرمې په رسمي توګه وشړل شوو ؟ ولې ؟ ایا دا ریښتیا نده چې هغه د جناح د لښکرو سمبالښت کاوه ؟؟؟

رابه شو دیته چې نو بیا د جهاد مفهوم څه شو؟ مسئله د اسلامي قوانینو ( قران اوسنت ) له مخې ډیره پيچلي ده ، خو کله چې اجماع د امت ته راشو کوم چې د اسلام د فیصلي په برخه کې یو اصل دي ، نو زمونږ مجاهد مشران خو ټول په کابل کې د خپل ملت ترڅنګ ناست دي، د نړۍ اسلامي هیوادونه د موجوده حکومت سره مرستي او سیاسې اړیکې پالي ، دا لاڅه چې د اسلامې هیودونو د اتیر کانفرانس په لیبیا کې خو لا دا پریکړه هم وکړه چې بهرني پوځیان باید له افغانستان څخه ژر ونه وځي ؟

زه پدې بحث نه کوم خو دومره غواړم چې قران د جهاد د پاره ټاکلي هدفونه لري په وا ضح ډول په قران کې الله تبارک وتعالی فرمایې (وَ قَاتِلُوۡا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ الَّذِیۡنَ یُقَاتِلُوۡنَکُمۡ وَ لَا تَعۡتَدُوۡا ؕ اِنَّ اللّٰہَ لَا یُحِبُّ الۡمُعۡتَدِیۡنَ ﴿۱۹۰ البقره﴾ ژباړه : تاسو جګړه وکړي د الله په لاره کې له هغو کسانو سره چې تاسوسره جګړه کوي خو زیاتي مکوي ، بیشکه چې الله زیاتي کوونکې نه خوښوي.

پورته ایت کریمه د مسلمان مجاهد دپاره ښکاره او واضحه تګلاره ټاکي ، هغه دا چې د دښمن په وژلو کې باید زیاتوالي او ظلم ونکړي ، زیاتوالي پدې مانا چې ملکې وګړي به نه وژنې، ښځې او ماشومانو ته به څه نه واېې او لاري به نه شکوي. خو اوس که راشو د علي جنا ح لښکرو ته نو د وردګو د ځوانانو په دارکول، دهغوي ټولي تعلیمي هلې ځلي په ټپه درول، د کندهار د مخورو وژل، په ټول افغانستان کې د سر سړي ته ، د علم خاوند ته او دا رنګه هر متدین مسلمان ته واردمخه ګواښونه کوي چې ژوندي دي نه پریږدم ، همد لاٍامل دي چې هره ورځ په لسګونو ځوانان د خپل پلار نیکه ځمکې او دارايې پلوري او د غرب په لور ( کومه چې د جنا ح طرحه شوي پلان سره سم د غرب د پاره د کار قوه پیداکول دی ) تښتي.

په پاي کې مونږ افغانان دیته تیار یو لکه څرنګه چې مو روس ته ماتي ورکړه ، لکه څرنګه چې مو انګریز ته ماتي ورکړي دارنګه د دانګریز دلاس دهغه په روپیو پلورل شويو غلامانو ته هم ماتې ورکړو. زه ددي لیکنې له لاري په ټولو لیکوالو او روڼ اندو مسلمانانو غږ کوم چې د دې لښکرو د مظالمو په را څپړلو او رسوا کولو کې یو لاس شئ او پرینږدئ چې نور مو دوي په سرونو باندي خپله جاهل سالاري تحمیل کړي.

د وخت یزیده ته مې وژنه ! خو زما له هر څاڅکې ویني څخه به د ازادي غوښتونکي بل حسین را ټکویږي.

و ما علینا الا البلاغ المبین


نوروز خان
26.05.2010

چرچل چیرې ،جناح څوک ،طالبان کله اوپه وردګو کې داعدام قضیه له کومې خوا زما په ګومان خوپه سوټو څه ،په توپو یې هم والله که سره کوشیرکې شهیرجانه !دچرچل بل کارنه وه اویوازې یې دوردګو له ځوانانو سره ورانه وه چې دادی پس مرګي یي په دار کړل ، اټکلونه او انګیرنې دهرچاحق دی مګرداډول بړستن چورتونه بیخي سړی دیغوي چې په دې لنډ تنګ وخت کې یې ګوري .
زما په ګومان خوشهیرهم دهغوعندیه ؤ له جملې څخه ده چې هرڅه ته په شک ګوري او په خپل اټکل یې تعبیروي اوس ددغو نفسیاتي مریضانو شمیرخورا ډیرشوی هغوی چې دپامیردالوتکې سقوط او دظاهرشا په حمام کې ښوییدل هم داستخباراتو کاربولي ددغه ډول خلکو اندود که سره راخلاصه کړې خبرې دې ته رسیږي چې تقدیر ،لوح محفوظ او زوال اوعروج اسماني فیصلې نشته هرڅه په استخباراتي پلانونو کې دي که یې په ښه درته پام شوښه کنه تباه یې دوی دافغانانو جهاد دهمدغو استخباراتو لپاره یوه لوبه بولي چې ددې خبرې دمنلو عواقب خورا خطرناک دي ځکه بیابه زمونږ یونیم میلیون شهیدان ټول مردار باله شي ،زمونږ کفرماتوونکي غازیان به جاسوسان او جنګي اجیران شي ،زمونږ جهادي ویاړونه به یوازې یو تورداغ وبلل شي ،که چیرې یي څوک دغې نتیجې ته ټینګوئ شي نوله شهیرسره دی ومني کنه زمالاندې پوښتنه دی ځواب کړي
شهیروایي دروس ضدجهاد دانګریز دهغې برنامې برخه وه چې غوشتل یي دګرمواوبو پخوا دروس مخه ونیسي اوافغانانو دجناح داولادې په فرمایش همدارول ښه سم ولوباوه
اوس که څوک وایي چې افغانان باید ګرم ونه بولو ځکه په ناخبري کې یې داکردار اداکړی نوایا ناخبري شرعا عذرا بلل کیدای شي
که چیرې افغانان خبروبولو اوداچې جهاد یې دهمدې لپاره کړی وي چې دروس مخه له انګریزي منابعو ډب کړي نوبیاخوجهادنه شو چې جهادنه شونو ددې جګړو دپایلو او اغیزو فقهي حل به څنګه به وي
اوکه چیرې داسې فرض کړو چې افغانانو جهاد یوازې دخپل دین داعلاء دپاره وکړ اودهیواد خپلواکی یې غرض وه خوپه دې هم پوهیدل چې دجګړې ګټه یې پاکستان او انګریزته هم رسیږي او دشهیرپه وینا دجناح دسناریو یوبرخه هم ورپوره کوي چې دایې اصلي نه بلکه یوه ضمني او اتومات نتیجه ده نوپه داسې مواردو کې خواسلام یقینا اجازه ورکوي چې باید مسلمان خپل لوړ منابع دبل دښمن دکوچنیو منافعو لپاره ترک نه کړي نوپه هرتقدیر په داسې حال کې دافغانانولپاره دروس ضدجهاد سم کارو ه اوکنه ؟که چیرې سم وه نودطالبانو جهاددې ولې نه شي سم او که ناسم او له شرعي لحاظه غیرموجه وه نو پوښتنه بیادفقهي حل ده چې شهیدان هسې بي کفنه ښخ شوي که دهمدې وړوه


طالب ISI
26.05.2010

نورروز خانه سلامونه او نیکې هیلی مو ومنه.
لومړئ خو مننه چې یو تحلیلی ځواب د لیکلئ،او د لعنت او فتوا ګانو په ځای د دلایل وړاندی کړی، دا ضرور نه ده چې یو دلیل باید حتمآ سم وی.

دا خو ډیر خلک منی چی د پاکستان ، او اسراییل په جوړولو کی چندان فرق نه شته.
د دواړ اعمال د مسلمانانو د تباه کول باعث ګرځی، او دواړه یواځی خپل قوم غواړی، چی اسراییل یهود ، او پاکستان یواځی د پنجاب لپاره کار کوی.

د پنجابیانو په دی،ان ،ای، کي ، په جنونه کی، په Dominant شکل خیانت، چل ، دوکه نغښتی.
کله چی طالبانو کابل قبضه کړ، پاکستان لومړئ ملک وو چی د طالبانو حکومت یی په رسمیت وپیژند.
اوس به راشو اصلی خبری ته، کله چی پلیتو کمونستانو( دوی ته د کمونیزم بلا هم ورواړی، ځکه دوی سم کمونستان هم نه وو، هسی لوچکان وو) د داود خان په ضد کودتا وکړه، او وروسته مجاهدین پاکستان ته لاړل، تر څو د انګریز له پاتی شونو څخه مرسته تر لاسه کړی، او خپل وطن وران کړی.

په هر ترتیب کمونستانو او روسانو هم خپل ظلم پیل کړ، چی بیا هم خلک هم مجبوره شول او هجرت یی وکړ، او پسی جهاد یی وکړ، روسان مات شول، کمونستان هم مات شول، هر افغان د مجاهدینو کارنامی وستایلی، په ریښتیا چی لوی قدرت ته یی ماتی ورکړی وه، ډیری قربانئ یی ورکړی، ډیر تکلیفونه....

آیا تا داسی څوک لیدلی چي د مجاهدینو په جهاد یی، زحمت.... یی آفرین نه وی ویلئ؟

نه بلکی هر چا یی عزت او قدر وکړ، دا چی ددغه جهاد ضمنی ګټه پاکستان او امریکا ته ورسیده هم بده خبره نه ده، ځکه په هر څه کی یوه ضمنی ګټه شته، خو بیا ولی خلک اوس له افغانی جهاد څخه نفرت لری، ولی ورته پاکستانئ او انګریزئ جهاد وایی؟

ځواب یی دادی، چی د جهاد اهداف سرته ونه رسیدل، علت یی داوو، چی جنګ پردئ جنګ وو، نوم یی د جهاد وو، کارکونکی یی افغانان و، چی د یوه نوم عسکر، د بل مجاهد، د بل ملیشه وو...
که جهاد افغانئ وی خو بیا خو به مشکل نه وو، روسان،او ورپسی نجیب مات شو، بیا خو خبره خلاصه وه، باید مجاهدینو یو حکومت جوړ کړئ وی او بس .

د جهاد دغیر افغانی توب دلایل:

۱. د جهاد په وقت کی یو او بل تنظیم ته په اوښتنو د مرګ سزا.
۲. د جهاد غنیموته خرڅول،او او پدی توګه د قوماندانو سیالی.
۳. د کابل او کندهار ښار په راکټونو ویښل او د زرهاوو بی ګناه خلکو وژل.
( راکټ امریکایی وو، لوژیستیک یی پاکستانی کاوه ، فیر یو افغان کاوه، وژل کیده بل افغان چی کیدای شی د کوم مجاد نیږدی خپل به هم وو).

۴. ورسته له جهاده د کابل نیول، چور، چپاول، زنا، لواطت، وژل،.......

نو آیا کا جهاد افغانئ وی، پورتنی ټکی د افغانی مجاهد په دستورنامه کی لیکل شوی وو؟

اوس ورځو کی غل، دوکه باز، فاسد، قاتل کلمه سابقه مجاهد ته استعمالیږی، آیا همدا د مجاهد ارمان وو؟
نه بلکی پردی خلک همدا غواړی، چی مینه درسره وکړی، هم د بی عزته کړی، هم د رسوا کړی.

اوس وقت کی طالبان همداسی دی، دوی په پنځو کالو کی ملک په لس هاوو کالون شاته یو وړ، بی کاری بی اندازه زیاته وه، د ددوی د ظلمو له کبله له پاسه وچکالی هم را نازله شوه، بیخی حالت خراب وو.
ته باور په خدای وکړه داسی څوک می هم لیدلئ، چی ویل یی د طالبانو تر وقت خو د مجاهدینو وقت ډیر ښه وو، که نور نه وو یوه غلا خو پیدا کیده، اوسپنه خو به مو خرڅولئ شوئ، اوس هیڅ هم نه شته،هیڅ کار نه شته،
زه دا نه وایم چي هغه وقت کی کفار د افغانانو له غمه شپه او ورځ ډودئ نه خوړله چي ولی افغانان په داسی مشکلاتو کی دی، ولی نجونی او هلکان ښونخي نه لری..... بس دوی هم خپلی بانی کولی، او طالبانو هم په تش لاس په ځآی ددی چي یو څه نرم شی، او د خپلو د غربت په خاطر یو څه ګذاره وکړی، دوی به هم کله د ګیرو ریاست په وزارت بدلاوه، کله به یی بتان ماتول، .... په دی شکل خو حکومت نه کیږی.

اوس وقت کی همدا طالب بیا لګیا دی، او غواړی چي حکومت ونیسی، نو کومه بی روزګاری، غربت، د ملک په رسمیت نه پیژندل مو خوښیږی بیا سمه ده،د طالبانو ننګه کوئ، چی بیا یی حکومت تاسی ته هم خوند درکړی.

خلاصه دا چی داسی نه ده چی پنجاب او لندن ته ضمنی فایده رسیږی، بلکی ټوله طرحه ددوی ده، زه او ته لکه د شترنج آس، فیل ، پیاده....داسی یو، بیا ځآن ته خوشحاله هم وو،چی مونږ خو داسی قهرمانان یو چی توبه!


نوروز خان
26.05.2010

ټولو ګډونوالوته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروڼو مالوړ وضاحت ددې لپاره نه وغوښتی چې ګواګې په دې بحثخونه کې خپل عبقریت وازمایم بلکې داچې په دې فورم کې مې داخله واخیسته باعث یې داوه چې له ډيره وخته په پښتو ویب پاڼو او رادیویي بحثونو کې داسې انګیرنې اورم چې زمونږ ستر دیني او وطني ویاړونه او ارزښتنونه ننګوي اوبې څه ولس ته په لاس ورغلي اویا ورپاته همدایوازینۍ سرمایه هم ترې لوټوي .
دمثال په ډول پورتنۍ لیکنه چې زمونږ دجهاداو زما دهرات ، کرهالې ، لوګر ، اودهیواد دلراوبر دنورو شهیدانو د وینو او ارواحو سلسله دالهي عرش په ځای ترسمندرونو اړوي او دچرچل په درګاه پورې یې غوټه کوي ، ځینوته به زما خبره بې سوره ښکاره شي خوکه لږ سوچ وکړي دشهیرصیب له قضاوت نه چې دروس جهاد دانګریزي والي لپاره یي شهود اربعه وړاندې کړي یوازې همدا بود کیږي چې جهاد انګریزی وه او یادده دپخوانۍ پرپړې په استناد چرچلی وه نو چي انګریزی شو بیااسلامی کیدای نه شي او چې اسلامي نه شو نویوازې دحرب الفجار غوندې جاهلانه قتل اوقتال یې بللی شوچې قاتل او مقتول یي کلاهما في النار باله شي .
اوس خبره دلته ده چې په دې جګړه کې زما غوندې ډیرو دکورنۍ غړي له لاسه ورکړي ، کورونه یي تباشوي ، او سختي دربدرۍ یي لیدلي چې هم یې هماغه مهال دچرچل په ځای دخدای رضا مدنظر وه او هم اوس پرې په زړه کې حساب کوي او دقیامت په ورځ یي له خدایه دعوض دغوښتلو نیت لري .
نودرنو ټول افغان والو !
هغه دچاخبره ګف نه علاوه اوس په دې خبره زمونږ سر نه خلاصیږي او که دشهیر خیلو چې زمونږ په هدیرو پورې خاندي ځکه زما لپاره دادفهم وړنده چې څوک دې جهاد دانګریز لپاره جګړه وبولی او وژل شوی دي همداسې سلامت شهیدان پاته شي یادې ددې جګړې ژوندي پاته دانګریزغلامان وبلل شي او وژل شوي دي دخدای سپاهیان ځکه دوی دواړه دیوسنګر خلک وه .سره له دې چې داطرز یا چلند اوس دټول افغان له بحث فورم نه دباندې هم ښه عام شوی دی په کندهار اوخوست کې به مولیدلي وي چې دعربو شهیدانوپه هدیرو ترهرچا ډیر دپخوانیو خلقیانو او اوسنیو رژیموالو ښځو ډير رش جوړ کړی وي او طوافونه تري کوي یوچا ټوکه هم پورې کوله وایي دطالبانو جهاد نه مني خو شهیدان یي مني .
خبره رالنډوم څنګه چې زماپه نظر ددې جهاد اړوند مساېل دتجزیې او تفکیک وړندي نوله کتونکو قضاوت غواړم
ایازما شهیدان رښتیاپه انګریزي جهاد کې دچرچل دسناریو له مخې قرباني ته تیا ر او ووژل شول که چیرې داسې وي نوښه به دانه وي چې دهیواد په لراوبرکې دچرچل ګوډاګیان هم دسټالین دګوډاګي ببرک کارمل غوندي له قبرونو راوکاږواو څنګه چې هغه اموته وغورځول شو دوی دکابل سیند ته وغورځوو چې دچرچل زامنو پاکستانیانوته یي وروړي .
اوکه چیرې داسې نه وي نوبیا ولې شف شف وایو ایا داراپورې سریښ حیثیتونه دومره محترم دي چې ټول عمر دکفر او اسلام ترمابین ځان لکه دسرصلیب سازمان ناپییلی او ناپلوی وساتو ایا اسلام دومره ګونګ دی چې دیوه داسې جنګ په باره کې چې دوه میلیونه خلک یي وخوړل یوه قاطع فیصله نه شي کولای اخرولې دخدای په خاطر او قران په پار... اې دام القری ، جامعه اسلامیه ، اوازهر منت بارو ولې داسې کوئ ولې خبرې سره ژووۍ


رښتینی
26.05.2010

.

نوروزخانه په قلم دی برکت شه اباد اوسوکاله اوسی
ستا سپیڅلی احساس او پاک نظر د ستاینی وړ دی
الله دی سرلوړۍ او بریالۍ لره

خو یوه ټکی ته دی توجه غواړم هغه دا چی زموږ ځینی هیواد وال
بیخی له حده زیات هوښیار دی او هغوی ډیری لویی خبری په خپلو
وړو خولوکی په اسانی سره ژویی البته دوی هم خپل مجبوریت لری
سیاسی او تجارتی ......موخی لری داهل اوعیال دنفقی له پاره لاس
او پښی وهی

باندنی اشغالګر هیواد لاندی کړی زموږ دمال ، عزت او ناموس په لوټنه پیل
وکړی خوندی مندی بی عزته کوی او دا روان حالات هرڅوک ښه وینی ددوی پر
خلاف جهاد اومقدسه جګړه پیل کول په الهی اوبشری ټولو قوانینو کی لازمه
او فرض ده او ددی جهاد مړی موږ پاک شهیدان بولو او جنګیالی یی غازیان
یولو له الله نه غواړو چی شهیدان قبول کړی او غازیانو ته اجر ورکړی اوس چی
دچا په کور تاړاکګر اوبلوسګر ختلی وی هرڅه یی لوټل کیږی هغه باید دهرسالم
عقل په غوښتنه دځان دفاع وکړی نو ایا هغه به دا سوچونه کوی چی ایا زما دخپل
کور او وطن دفاع خو به نورو ته ګټه یاتاوان رسوی که نه ؟؟!!!

اوس فعلا زموږ هیواد اشغال ده امریکایانو او متحدینو یی یوډول ظلم ندی سپمولی ښځی خو څه چی نارینه اوسپینږیری یی بی پته اوبی عزته کړل او
کوی یی ددوی پر خلاف جهاد او جګړه سپیڅلی غزا ده

زموږ ځینی یاران دمقاومت پر خلاف کمپاین چلوی خو دوی په ضمن کی
دلوستوالو دغلطولو له پاره داخبره هم کوی چی موږ دکرزی پلوی نکوی
هیواد اشغال ده او نارواوی کیږی ظلمونه کیږی !!!

ددوی داوروستی خبره داسی یوڅرګند منافقت ده چی خر هم پری پوهیږی
(بی ادبی دی معاف وی ) دمقاومت له جنګیالیو او غازیانو نه چی کومی
تیروتنی کیږی دابه موږ هم ومنو او هغو ته برأت نه ورکوو خو ددوی دتیر
وتنو په مقابل کی دخارجیانو ظلمونه او د کرزی داداری مرداری او پلیتی
کمی دی که څنګه ؟؟
ددی کمپاین چلوونکو په فکر کمی دی ځکه دوی یوه ورځ هم دهغو
یادونه نده کړی اودطالب پر خلاف وظیفی ترسره کوی په دی ټول
افغان کی داسی لیکوالان شته چی هغه په بله یوه موضوع نه لیکل
کوی او نه برخه پکی اخلی بلکی یواځی دطالب دغندنی اوسپکونی
مسؤلیت پر غاړه لری د هیواد اشغال دناټو او امریکایانو بمباری
هره ورځی جنازی او دکرزی داداری روانی لوټنی ، رشوتونه غلاوی
او بی کفایتی یوه ددی وړ نده چی زموږ دا شاغلی څه پری ولیکی
بلکی دطالب پر خلاف په ډیره سپیسترګۍ له یوی رښتیا سره لس
دروغ ونښلوی او په مختلفو ویب پاڼو کی یی خپاره کړی
ما مخکی وویل چی دوی هم مجبوریت لری .....!!

که کوم یوه زما دا لیکنه ولوستله نو بیا به دطالب پر خلاف تکراری
پرپړی پیل کړی او موږ به غیر دیموکرات په پخوانی اصطلاح مرتجعین
او .... وبولی خو زه داپوښتنه لرم چی که دوی واقعی موظفین اومسؤلین
نه وی او دطالب پر خلاف کمپاین خپله دنده نه بولی بلکی دملی یا هم
فرضا داسلامی احساس پر اساس یی دروی نو بیا ولی یوآځی دطالب
کړمو ته متوجه دی او داشغالګرو او کرزیخیلو پر خلاف خبری یی یا خو
بیخی شته نه او یا که وی هغه په نشت شمار دی ؟؟!!

موږ طالب ته هم دخپلو کړمو ویلی دی او اوس هم ورته وایواو ډیرۍ یاران
په همدی خبرو رانه خپه هم دی خو هلته هم دیوه احساس په اساس چوپ
نشو پاتی کیدلی اودلته له دا نورو سره ډیری خبری ځکه نشو کولی چی
دوی مؤظف مسؤلین دی د دندی دترسره کولو له پاره خپلی خواری کوی
ان شاء الله خبری یی دومره اغیزمنی ندی په اصلی موخه یی لوستوال هم
پوهیږموږ وایو ولی یی کارو بار ور خراب کړو :)

که زما خبری په چا بد اغیز وکړی بښنه دی راته وکړی ځکه دادخبرو فورمونه دی
تشی خبری کوو له چا سره دښمنی نلرو او څرنګه چی دهرچا دنظر احترام کوو زموږ
دنظر که احترام نه کوی په دشنام مو دی نه نمانځی :)

په مینه

په مینه


و.افغان
26.05.2010

ګران او محترم حامد صاحب:
وام په ګوتو، قلم، پوهې او عمر دې برکت شه!

د عادت بر خلاف مو ما شاء الله ډېره ښکلې تفصيلي ليکنه کړېده، خدايږو ډېره مې
خوښه شوه.

لوی الله جلاله دې د مقاومت ځلميو ته بری ورکړي، له سنګري مقاومت سره دې رب
جل جلاله هغوی ته سياسي بصيرت هم ورپه برخه کړي، لوی الله جل جلاله دې دا
مقدس
جهاد جاري لري، لوی الله جل جلاله دې ښکېلاګر، د هغوی لاسپوڅي او منافقين له بې
جبرانه ماتې سره مخ کړي، او
زمونږ له پاک وطن څخه دې دا ګنده څېرې ورکې او شرمېدلې کړي، او مونږ ته دې
د قلمي هڅو سره سره د ګرم سنګر جهاد هم را په برخه کړي.

اللهم آمين.

په درنښت


pattang
26.05.2010

نوروز خانه سلام عليکم ستړی مشې !
په احساساتو او خبرو دې چې زماله فکري لارې سره ډېر نږدې دي ،ډېر خوشال
شوم ، خدای پاک دې نور هم قدرت او عقيدوي متانت درکړي٠
وروره لدې هلکانو سره خبرې او دلائل وېيل داسې دي لکه چې سړی خره ته خاګينه
ورکوې ٠ دامنا فقين زه ډېرله نږ دې پېژنم ، دوی وېروسې شوي دي چې لاس يې
ورسيږي ،دوی يو سيکولر نظام اودغه غربي چټله ديموکراسي غواړي ٠
د روبلونو او اودکا په وخت کې کمونيزم ته هورا ، هورا نارې وهلې .
دې دالرو او غربي ازادي له خونده وروسته اوس داولسواکي او ديموکراسي
شخوند وهي٠
شعار يې هغه زوړ شعار دی ،يوازې کلمې يې لفظي فرق لري :
هغه وخت به يې مسلمان مجاهد ته مرتجع اوايډاليست وېلې
او اوس يې د ISI لاسليک شوی غلا م بولي ٠

نالت په اشغالګرو او لاس پوڅيو٠


z.shaheen
26.05.2010

[quote:9b366e3aaf="pattang"]نوروز خانه سلام عليکم ستړی مشې !
په احساساتو او خبرو دې چې زماله فکري لارې سره ډېر نږدې دي ،ډېر خوشال
شوم ، خدای پاک دې نور هم قدرت او عقيدوي متانت درکړي٠
وروره لدې هلکانو سره خبرې او دلائل وېيل داسې دي لکه چې سړی خره ته خاګينه
ورکوې ٠ دامنا فقين زه ډېرله نږ دې پېژنم ، دوی وېروسې شوي دي چې لاس يې
ورسيږي ،دوی يو سيکولر نظام اودغه غربي چټله ديموکراسي غواړي ٠
د روبلونو او اودکا په وخت کې کمونيزم ته هورا ، هورا نارې وهلې .
دې دالرو او غربي ازادي له خونده وروسته اوس داولسواکي او ديموکراسي
شخوند وهي٠
شعار يې هغه زوړ شعار دی ،يوازې کلمې يې لفظي فرق لري :
هغه وخت به يې مسلمان مجاهد ته مرتجع اوايډاليست وېلې
او اوس يې د ISI لاسليک شوی غلا م بولي ٠

نالت په اشغالګرو او لاس پوڅيو٠[/quote:9b366e3aaf]
پتنگ آغا، یک کسی که اینقدر درفشانی بالای دیگران میکند باید لا اقل گفتار و کردار خودش یکی باشد که کسی گفته اش را باور کند!
اگر به گفتۀ خودت این دموکراسی غربی آنقدر چتل است پس چه انگیزه سبب شده که با وجود آن هم به گفتۀ خودت درینجا تحصیل کردی و به بهانۀ ترس از خلقی هانزدیک تمام عمری کاری ات را در کشور دموکراسی چتل مثل آلمان سپری کردی؟ اگر وضعیت افغانستان برایت بهانه باشد میتوانستی نزد ملای دلخواهت ملا عمر پاکستان و یا کدام کشور که دران دموکراسی چتل حکمفرما نباشد بروی! ولی دیده میشود که مقولۀ " مسجد گرم و گدا آسوده " بالایت صدق میکند! منتها عمل عوام فریبی خودت را به اصطلاح عام نمک حرامی میگویند که بنشینم بالای دسترخوانت ... کنم در خمیر دانت!


و.افغان
27.05.2010

[quote:a05912dba2="نوروزخان"]
که چیرې افغانان خبروبولو اوداچې جهاد یې دهمدې لپاره کړی وي چې دروس مخه له انګریزي منابعو ډب کړي نوبیاخوجهادنه شو چې جهادنه شونو ددې جګړو دپایلو او اغیزو فقهي حل به څنګه به وي
اوکه چیرې داسې فرض کړو چې افغانانو جهاد یوازې دخپل دین داعلاء دپاره وکړ اودهیواد خپلواکی یې غرض وه خوپه دې هم پوهیدل چې دجګړې ګټه یې پاکستان او انګریزته هم رسیږي او دشهیرپه وینا دجناح دسناریو یوبرخه هم ورپوره کوي چې دایې اصلي نه بلکه یوه ضمني او اتومات نتیجه ده نوپه داسې مواردو کې خواسلام یقینا اجازه ورکوي چې باید مسلمان خپل لوړ منابع دبل دښمن دکوچنیو منافعو لپاره ترک نه کړي نوپه هرتقدیر په داسې حال کې دافغانانولپاره دروس ضدجهاد سم کارو ه اوکنه ؟که چیرې سم وه نودطالبانو جهاددې ولې نه شي سم او که ناسم او له شرعي لحاظه غیرموجه وه نو پوښتنه بیادفقهي حل ده چې شهیدان هسې بي کفنه ښخ شوي که دهمدې وړوه[/quote:a05912dba2]

محترم نورور خان صاحب:
د عربانو خبره هذا مربط الفرس، خبره همدغه ده، په حقيقت دې ګوتې ايښي دي.
پرته له شکه مخکينۍ جګړه هم په افغانانو تپل شوې وه، پردۍ جګړه وه، او اوسنۍ
جګړه هم په افغانانو تپل شوې ده، پردۍ جګړه ده، خو څنګه چې مصيبت ځمونږ په
سر رالوېدلی وو، نو په دې پلمه مو ځان نشو خلاصولی چې جګړه په مونږ را تپل شوې
ده، مونږ يې نه کوو.
جګړه مونږ مجبورا د خپل دين، پت، عزت، او وطن د ازادۍ لپاره شروع کړه، او اوس
هم جګړه مجبورا د خپل دين، پت، عزت او وطن د ازادۍ لپاره کوو، په دې معنا چې
مونږ د بل چا کور ته نه يو ورغلي، او نه مو په بل چا يرغل کړی دی، يرغل په مونږ
شوی دی، هېواد مو ښکېل دی، او په بېغيرتۍ والله که خلاص شو.

افغان پخوانی او اوسنی جهاد به د همېش لپاره په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکل
کيږي، مونږ پرې فخر کوو، ځمونږ جهاد شرعي وو، مقتول مو شهيد وو، ژوندی
مجاهد مو غازي وو او غازي دی، د کمون او الحاد سره په جګړې مونږ نه پښېمانه يو،
نه به پښېمانه شو، بلکه د اسلام لپاره دغه ستره قرباني زمونږ لويه مفخره وه، او ده، او
په آينده کې به هم د خپل دين او وطن څخه د دفاع لپاره په خپلو سرونو بخل ونه کړو.

پاتې شوه د مقاومت د نېمګړتياوو خبره، نو هغه د مقاومت په اصل مشروعيت کې
هيڅکله د خنډ دليل نشي جوړېدی، مقاومت خپل شرعي اهداف لري، هغه اهداف
چې په څومره آسانو، لنډو، کم تاوانه وسائلو، لارو او تګلارو لاس ته راوړل کيږي؛
نو هماغسې لاره او تګلاره دې تعقيب کړی شي، او کوښښ دې وشي چې د حظوظ
النفس، شيطاني هوس، او د نورو ګټو پالل په کې نه وي.

په درنښت


نوروز خان
28.05.2010

ګرانو اومحترمو حامد صیب ، پتنګ صیب او وهاج صیب ډیرې په تول پوره په منطق وللې او وریښمینې خبري موکړي الله دې همداسي راسخه عقیده دهرچا نصیب کړي
محترمو ! یوه شاعر ویلي
چې خاطردې په کې خاورې شي خاطره !
دومره مه کوه خاطر دچادسترګو
زما اندیښنه په دې بحث دغه ډول دژوند په نورو مخامختیاوو کې داوي ماویل سمه ده تریوحده باید په دریځ کې دمرغۍ لار پریږدو خو اصول او معیار حق باید معلوم وي او له هرڅو تورې شپې سره سره هم باید دمڼو حساب په حافظه کې خوندي وي نن ترډیره چې زه دابحثونه ګورم دایمان اووجدان په ځای دزمان په رنګ ډیرککړدي دحامد صیب دامنطق په ځای ده چې دبحث ګډونوال دیوه اوبل له پوسته ښه خبردي اوپوهیږي چې دپلاني صیب په رګو کې د کوم ګروپ وینه غورځي خودلته دمباحثې دغزولو لپاره سره ګوزاره کوي او له ټول صراحته کارنه اخلي خو محترمو داډیره بي ادبي هم ده چې ستاسو غوندې متعهد واو مبارزوقلموالو زلمیانوته یي درپه زړه کوم زما اندیښنه داوي چې خدای مه کړه دغه دورځني تبلیغاتی بازار نرخنامه دومره رانه رعایت نه شي چئ راس الما ل مو په کې لاهو شوی وي نورمو تربیافرصته په خدای سپارم


رښتینی
01.06.2010

.
[code:1:8d6d20849a]
زما اندیښنه داوي چې خدای مه کړه دغه دورځني تبلیغاتی بازار نرخنامه دومره رانه رعایت نه شي چئ راس الما ل مو په کې لاهو شوی وي نورمو تربیافرصته په خدای سپارم[/code:1:8d6d20849a]

محترم نوروزخانه ! داسی هم نده له رأس المال نه تیریدل خو دمسلمان او
پښتانه دسر په بیه وی خو دبازار دنرخنامی مراعت هم دومره ضروری وی
چی سړی وکولی شی خپله متاع پکی وپلوری لکه چی وایی له بازاره ووزه
له نرخه مه وزه موږ به خپله متاع حتما بازار ته وړو په لاروکی یی خرڅول
ناشونی دی نور نو ستا د بل فرصت په هیله :)



02.06.2010

د افغانستان خلکو ته که واک ورکړل شي چې آزادانه خپلې رايې په خبله خوښه هغه ډلې ته ورکړئ چې ستاسو زړه يې غواړي، نو لومړی به د کابل ګوډاګی حکومت رد کړي او دوهم به يوه بېطرفه ډله وټاکي چې ددوی ملي، اسلامي او ټولنيز آرمانونو ته مثبت ځواب ورکړي!
له دې نه داثابتيږي چې دغسې يوۀبيطرفه ملي اسلامي او مترقي حکومت په چوکاټ کې د طالبانو په شمول ټول مثبت ملي اسلامي او ټولنيز ځواکونه را توليدای شي، خو ګوډاګيان به په کې ځای ونه لري! لهدې کبله ګوډاګيان له همدا اوسه ددغسې ملي قدرت مخه نيسي او پر بهرني بادارانو تکيه کوي. همدغه راز
پاکستان هم د يو ملي اسلامي او مترقي حوکومت د رامنځته کيدلو مخه نيسي چې کولی شي طالبان د يوه ملي اسلامي ځواک په توګه په خپل قدرت کې شامل او مدغم کړي او د پاکستان د نفوذ له ساحې څخه يې وباسي !
پاکستان او امريکا سره په دې سلا دي ، وو او وي به چې يابه ته د خپلو ګوډاګيو له لارې په افغانستان حکومت کې او يابه زه د خپلو دوستانو له لارې پر افغانستان حکومت کوم، دريمه ډله که هر څومره اسلامي، هر څومره ملي او هر څومره ولسواکه هم وي، همغومره به يې مخه نيسو، که نه افغانستان به له له لاسه ورکړو.
له دې کبله په کابل کې د روانې مشورتي جرګې ماتې لا له ورايه روښانه ده ، چې د يوې درېمې بيطرفې ملی اسلامي او ولسواکې ډلې ته د قدرت سپارلو پرته نورې لارې لټوي ٠  په درنښت ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more